بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَالْعَصْرِ ﴿۱﴾ | پر زمانې قسم! (۱)
|
|
إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿۲﴾ | بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى . (۲)
|
|
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿۳﴾ | خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي . (۳) |