بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ | ولوله! د خپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، (۱)
|
|
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ | انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. (۲)
|
|
اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ | ولوله چې پالونكى دې (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ (۳)
|
|
الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾ | هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه، (۴)
|
|
عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾ | انسان ته يې هغه څه وروښوول،چې پرې نه پوهېده . (۵)
|
|
كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى ﴿۶﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان (ناشکره موجود دى او) سرغړونه کوي، (۶)
|
|
أَن رَّآهُ اسْتَغْنَى ﴿۷﴾ | (په تېره بيا هغه وخت) چې ځان (د دنيا) له شتمنۍ برخمن (او وسمن) وويني . (۷)
|
|
إِنَّ إِلَى رَبِّكَ الرُّجْعَى ﴿۸﴾ | او په رښتینه كې (د ټولو) ورستنېدنه يوازې ستا د پالونكي پر لور ده . (۸)
|
|
أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى ﴿۹﴾ | ايا هغه دې ليدلى،چې منع كوي، (۹)
|
|
عَبْدًا إِذَا صَلَّى ﴿۱۰﴾ | [یو] بنده،چې نمونځ كوي (نو ايا د الهي عذاب وړ نه دى)؟! (۱۰)
|
|
أَرَأَيْتَ إِن كَانَ عَلَى الْهُدَى ﴿۱۱﴾ | ستا څه ګومان دى كه هغه پرسمه (لار) وي، (۱۱)
|
|
أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى ﴿۱۲﴾ | (او خلكو ته) پر پرهېزګارۍ امر كوي؟!(آيا منع كول يې سم دي؟) . (۱۲)
|
|
أَرَأَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۱۳﴾ | ما خبر كړه كه (دا منع كوونكى) حق دروغ وګڼي او ورشا كړي (ايا د الهي سزا وړ نه دى؟) (۱۳)
|
|
أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى ﴿۱۴﴾ | آيا نه پوهېږي،چې خداى يې (ټول كړه وړه) ويني ؟ (۱۴)
|
|
كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ ﴿۱۵﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې هغه خيال كوي) كه له خپل كاره لاس وانخلي؛نو د وچولي له وېښتو یې نيسو (اوعذاب ته يې راكاږو)، (۱۵)
|
|
نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ﴿۱۶﴾ | (هماغه) د دروغجن ورانکار (انسان) وچولى! (۱۶)
|
|
فَلْيَدْعُ نَادِيَه ﴿۱۷﴾ | خپله ډله دې راوبلي (چې ملاتړ يې وكړي)، (۱۷)
|
|
سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ ﴿۱۸﴾ | موږ به ژر د عذاب پرښتې راوبلو (چې په دوزخ كې يې وروچوي)! (۱۸)
|
|
كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ﴿۱۹﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مه منه او سجده وكړه او (خداى ته) ورنژدې شه. (۱۹) |