|
|
|
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ |
|
د لوراند او لورين څښتن په نامه |
الم ﴿۱﴾ |
|
الف، لام، ميم . (۱) |
أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿۲﴾ |
|
ايا خلكو انګېرلې،همدا چې ووايي: ((ايمان مو راوړى )) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟. (۲) |
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ ﴿۳﴾ |
|
او په رښتيا موږ تر دوى مخكې خلک ازمېيلي (او دوى هم ازمېيو،چې) بايد د خداى پوهه د رښتينيو او دروغجنو په اړه عملي شي . (۳) |
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَن يَسْبِقُونَا سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۴﴾ |
|
ايا هغوى چې ناوړه كارونه كوي،ګومان کوي،چې زموږ پر قدرت به لاسبري شي؟! څومره ناوړه پرېكړه يې كړې ده! (۴) |
مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۵﴾ |
|
څوك چې له خداى سره د مخامخېدو (او قيامت) هيلمن وي (؛ نو بايد د احكامو په اطاعت كې یې زيار وباسي؛) ځكه د خداى ټاكلې نېټه هرومرو راتلونكې او هغه ډېر پوه اورېدونکى دى . (۵) |
وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۶﴾ |
|
څوك چې [د حق په لار کې] هلې ځلې كوي؛نو يوازې ځان ته يې كوي؛(ځكه) چې خداى له نړيوالو مړه خوا دى (۶) |
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۷﴾ |
|
او هغوى چې ايمان راوړى دى او ښې چارې يې کړي دي هرومرو یې ګناهونه ترې رژوو او ښو کړنو ته يې غوره بدله وركوو. (۷) |
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ |
|
او انسان ته مو له خپل مور و پلار سره د نېكۍ سپارښتنه كړې او كه دوى (مشركان وي او) هڅه وكړي،چې ته له ما سره څه شريک کړې،چې پرې پوه نه يې؛ نو مه یې منه [؛ځکه] تاسې يوازې زما لوري ته راګرځئ؛نو تاسې به د هغو چارو (پر حقيقت) پوه کړم،چې کول مو. (۸) |
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ ﴿۹﴾ |
|
او هغوى چې ايمان راوړى او سمې چارې يې كړي، هرومرو به يې په نېکانو کې شامل کړو . (۹) |
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاء نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾ |
|
او ځينې خلک وايي: ((پر خداى مو ايمان راوړى)) خو چې د خداى په لار كې وربړول شي؛ نو د خلکو ازار د الهي عذاب په څېر ګڼې (او سخت ترې ډارېږي) او که د پالونکي له لوري دې څه مرسته راشي هرومرو وايي : ((البته موږ خو درسره وو(او په دې بريا كې شريك يو.) )) آيا خداى د نړيوالو د سينو پر حال ښه خبر نه دى؟! (۱۰) |
وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ ﴿۱۱﴾ |
|
او البته خداى مؤمنان (ښه) پېژني او منافقان (هم ښه) پېژني . (۱۱) |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُم مِّن شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۲﴾ |
|
او كافران مؤمنانو ته وايي : (( زموږ په لار پسې راځئ او (كه څه ګناه لرئ؛نو) ګناهونه مو زموږ پر غاړه!)) خو هیڅ ډول ګناه یې پرغاړه اخستی نشي چې دوى دروغجن دي (۱۲) |
وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۱۳﴾ |
|
او هغوى به هرومرو د خپلو (ګناهونو) دروند پيټى پر اوږو کوي او (همداراز) پر خپل پېټي سربېره (د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم او په رښتيا د قيامت پر ورځ به د هغو تورونو پوښتنه ترې كېږي،چې دوى (په خداى پورې) تړل . (۱۳) |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۴﴾ |
|
او په رښتيا نوح مو د هغه قوم ته [په رسالت] ورولېږه؛ نو نهه سوه او پنځوس كاله یې پکې تېر کړل او دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول په پاى كې توپان او نېز لاندې کړل. (۱۴) |
فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۵﴾ |
|
نو هغه او په بيړۍ كې سپاره مو وژغورل او نړيوالو ته مو (د عبرت) يوه نښه كړه (۱۵) |
وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۶﴾ |
|
او موږ ابراهيم (هم په رسالت) ولېږه،چې خپل قوم ته یې وويل : ((الله ونمانځئ او [ځانونه مو] د هغه له (عذابه) وساتئ،كه پوهېږئ دا درته غوره ده . (۱۶) |
إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ |
|
تاسې د الله پر ځاى تش (د تيږو او لرګيو) بوتان نمانځئ او (هسې) دروغ مو جوړ کړي، په رښتینه كې هغوي، چې د “الله” پر ځاى یې نمانځئ، د “روزۍ” واك نه لري؛ نو “روزي” يوازې له خدايه وغواړئ او هماغه ونمانځئ او شكر يې پر ځاى كړئ،چې يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ . (۱۷) |
وَإِن تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۸﴾ |
|
او كه دروغجن [مې] ګڼئ؛نو (دا څه هېښنده نه ده) تر تاسې مخكېنيو هم (خپل استازي) دروغجن ګڼلي ول او (د خداى) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې بل څه نشته .)) (۱۸) |
أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۱۹﴾ |
|
ايا دوى لیدلي نه دي، چې خداى څرنګه هستونه پيلوي بيا يې (څنګه) دویم ځلي کوي ؟! رښتیا دا (چار) خداى ته اسان دى . (۱۹) |
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾ |
|
ووايه : ((په ځمكه کې وګرځئ او وګورئ،چې خداى په څه ډول پنځون پيل كړى؟ بيا خداى (په همدې توګه) د آخرت نړۍ رامنځ ته كوي(؛ځکه) چې خداى پر هر څه وسمن دی. (۲۰) |
يُعَذِّبُُ مَن يَشَاءُ وَيَرْحَمُ مَن يَشَاءُ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ ﴿۲۱﴾ |
|
چاته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) سزا وركوي او چاته چې يې خوښه شي،پرې لورېږي او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ . (۲۱) |
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاء وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۲۲﴾ |
|
او تاسې هېڅكله د خداى پر اراده لاسبرېداى نشئ او نه په ځمكه او اسمان كې یې د واک له ولکې تښتېداى شئ او بې له الله بل پالندوى او مرستندوى درته نشته. )) (۲۲) |
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَلِقَائِهِ أُوْلَئِكَ يَئِسُوا مِن رَّحْمَتِي وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۳﴾ |
|
او کوم کسان چې د خداى له آيتونو او مخامخېدو يې منكر شوي، دوى مې له لورونې نهيلي شول او همدوى ته دردناك عذاب دى! (۲۳) |
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۴﴾ |
|
خو د[ابراهيم] د قوم ځواب يوازې دا و چې و يې ويل : ((و يې وژنئ يا يې وسوځوئ!)) نو خداى هغه له اوره وژغوره . هو! په دې (الهي ژغورنه) كې ايمان راوړونكيو ته نښې دي . (۲۴) |
وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۲۵﴾ |
|
و [ابراهيم] گفت جز خدا فقط بتهايى را اختيار كردهايد كه آن هم براى دوستى ميان شما در زندگى دنياست او (ابراهيم) وويل : ((په دنيوي ژوند كې مو د الله پر ځاى بوتان د خپلمنځي مينې [او اړيکو] وزله كړي بيا د قيامت پر ورځ يو له بله منکرېږئ او يو بل لعنتوئ او اور مو هستوګنځی دی او هېڅ مرستندوی نه لرئ!)) (۲۵) |
فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۶﴾ |
|
نو لوط پر هغه [= ابراهيم] ايمان راووړ او (ابراهيم) وويل : (( په رښتینه کې زه د خپل پالونكي پر لور مهاجر يم، بېشکه هغه ناماتى حكيم دى .)) (۲۶) |
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۲۷﴾ |
|
او (د عمر په وروستيو كې) اسحاق او يعقوب مو وروبښل او په ځوځات كې یې مو پېغمبري او(اسماني) كتاب كېښود او په دنيا كې مو بدله وركړه او بېشکه هغه په آخرت كې له صالحانو ځنې دى . (۲۷) |
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ ﴿۲۸﴾ |
|
او لوط هم (مو په رسالت ولېږه) چې خپل قوم ته یې وويل : ((یو داسې ناوړه کار ته مو ملا تړلې،چې په هغه کې له نړیوالو یو هم درباندې ړومبی شوی نه دی! (۲۸) |
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۹﴾ |
|
ايا تاسې نارينه وو ته ورځئ او (د انساني نوغي د پاېينې) لار پرې كوئ او پخپلو غونډو كې ناوړه چارې كوئ؟!))؛خو د قوم ځواب يې يوازې دا و، چې و يې ويل : ((كه له رښتينو يې (؛نو همدا اوس) الهې عذاب راوله!)) (۲۹) |
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ ﴿۳۰﴾ |
|
(لوط) وويل : (( پالونكيه! پر فسادګرې ډلې مې بريالى كړه.)) (۳۰) |
وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ ﴿۳۱﴾ |
|
او چې (له پرښتو) زموږ استازي له زېري سره ابراهيم ته ورغلل، ويې ويل : (( موږ به ددې سیمې اوسېدونكي (د لوط د قوم سیمو ته اشاره وه) هلاك كړو؛(ځكه) چې خلك يې ظالمان دي .)) (۳۱) |
قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۲﴾ |
|
(ابراهيم) وويل : ((لوط (هم) هلته دى!)) ویې ويل: (( رامعلومه ده، چې څوك پکې دي،هغه او كورنۍ يې ژغورو؛خو بې له مېرمنې يې چې (په ګناهګار قوم كې) له پاتېدونکيو ځنې ده .)) (۳۲) |
وَلَمَّا أَن جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۳﴾ |
|
او چې لوط ته زموږ استازي ورغلل؛ نو په ورتګ يې سخت خپه او زړه تنګى شو، هغوى وويل: ((مه وېرېږه او مه خپه كېږه(؛ځکه) چې موږ تا او ستا كورنۍ ژغورو؛خو بې له مېرمنې دې،چې (په قوم كې) له پاتېدونکيو ځنې ده . (۳۳) |
إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۳۴﴾ |
|
په حقيقت کې موږ ددې كلي پر اوسېدونكيو د ګناهونو له امله یې له اسمانه عذاب راښكته كوو.)) (۳۴) |
وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۳۵﴾ |
|
او په رښتيا له دې (سوځېدلي كلي) مو عقلمنو ته (د عبرت درس او) یوه څرګنده نښه پرېښې ده . (۳۵) |
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۳۶﴾ |
|
او “مدين” ته یې مو ورور “شعيب” [په رسالت ورولېږه] چې و يې ويل: (( زما قومه! الله ونمانځئ او د آخرت ورځې ته هيلمن اوسئ او په ځمكه کې د فساد هڅه مه کوئ .)) (۳۶) |
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۳۷﴾ |
|
نو هغه يې دروغجن وګاڼه او(په پايله کې) زلزلې ونيول؛نو سهار پخپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته ول . (۳۷) |
وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ ﴿۳۸﴾ |
|
او موږ “عاد” او “ثمود” هم (هلاك كړل) او (ويجاړ شوي) كورونه يې وينئ، شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي ول؛ نو ځكه يې (د خداى) له لارې واړول ،حال دا چې (په دنيوي چارو كې هوښياران او) د ليد خاوندان ول . (۳۸) |
وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءهُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ ﴿۳۹﴾ |
|
او “قارون” “فرعون” او “هامان” هم (مو هلاك كړل) او په رښتيا موسى روښانه دلايل وروړل؛خو پرځمكه يې لويي وكړه (د خدای پر ارادې) ورمخكې کېداى نشول . (۳۹) |
فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۴۰﴾ |
|
نو له دوی هر يو مو په خپله (خپله) ګناه راونيو، پر ځينو مو یې تيز کاڼيز باد راوالوځاوه او ځينې یې اسماني كړيكې راګېر کړل او ځينې مو یې پر ځمكه ننايستل او ځينې مو يې په اوبو کې ورډوب كړل او [دا] خداى نه و چې ظلم یې ورباندې وکړ، بلکې پخپله یې پر ځانونو تیری کاوه . (۴۰) |
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ |
|
دهغو خلکو بېلګه چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده لکه غڼې چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى . (۴۱) |
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۴۲﴾ |
|
په حقيقت کې دوى چې بې له هغه هرڅه رابلي (او نمانځي)،خداى یې پېژني او هغه ناماتى حكيم دى . (۴۲) |
وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ ﴿۴۳﴾ |
|
دا بېلګې د خلکو (پوهېدنې ته) راوړو؛ خو يوازې پوهان پرې پوهېږي . (۴۳) |
خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۴﴾ |
|
خداى اسمانونه او ځمكه په رښتيا پيدا كړي، په حقيقت كې په دې (پېدايښت) كې مؤمنانو ته يو عبرت دى . (۴۴) |
اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ﴿۴۵﴾ |
|
هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او نمونځ پر ځاى کړه، چې نمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي. (۴۵) |
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۴۶﴾ |
|
له هغو کتابيانوسره،چې ظلم يې نه وي کړى، په غوره دود (سولیز، مستدلل او ادبناکه توګه) ویینه وکړئ او ورته ووايئ : (( موږ پر هغه څه ايمان راوړى،چې موږ ته نازل شوي او پر هغه مو(هم) ايمان راوړى،چې تاسې ته نازل شوي او زموږ او ستاسې معبود ایکي يو دى او موږ پوره غاړه ورته ایښې ده.)) (۴۶) |
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمِنْ هَؤُلَاء مَن يُؤْمِنُ بِهِ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ ﴿۴۷﴾ |
|
او په دې توګه موږ كتاب [= قرآن] درنازل كړى؛ نو هغو کسانو ته چې (مخکې) مو کتاب وركړى و،هغوى پردې هم ايمان راوړي او له دې ډلې (= مشركانو) هم ځينې پرې ايمان راوړي او زموږ له آيتونو يوازې كافران منكرېږي . (۴۷) |
وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۴۸﴾ |
|
او [د وحې او نبوت] تر مخه دې،نه كوم كتاب لوست او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل (حال داچې که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن په اړه) شكمنېدل . (۴۸) |
بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ ﴿۴۹﴾ |
|
بلکې دا (قرآن) د پوهانو په سينو كې ښکاره نښې دي او يوازې [مشرک] ظالمان زموږ له آيتونو منكرېږي . (۴۹) |
وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۵۰﴾ |
|
او ويي ويل: (( ولې پر ده د خپل پالونكي له لوري [د حضرت موسى د کونټۍ په څېر] معجزې نازلې شوې نه دي؟! )) ووايه : (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي،نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې یو ښكاره ګواښګرندى يم . )) (۵۰) |
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ |
|
ايا دا (معجزه) یې بس نه ده،چې موږ كتاب (قرآن) درباندې نازل كړ،چې ورلوستل كېږي؟! بېشکه په دې (كتاب) كې هغوى ته لورنه او نصيحت دى،چې ايمان راوړي (او دا ډېره څرګنده معجزه ده). (۵۱) |
قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۵۲﴾ |
|
ووايه :(( همدا بس دى،چې خداى زما او ستاسې ترمنځ شاهد دى،څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه پرې پوهېږي او باطل باوري او له خدايه منکر واقعي زيانمن دي . (۵۲) |
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُّسَمًّى لَجَاءهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۵۳﴾ |
|
او دوى په بيړه عذاب درنه غواړي او كه یوه ټاکلې نېټه (يې) نه واى؛نو هرومرو به (الهې) عذاب ورته راغلى و او يو وخت به ناڅاپه په ناخبرۍ كې ورباندې عذاب راشي . (۵۳) |
يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۵۴﴾ |
|
هغوى په بيړه عذاب درنه غواړي او [له دې ناخبره،چې] بېشکه جهنم پر کافرانو راتاو شوی دى . (۵۴) |
يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۵۵﴾ |
|
پر هغه ورځ چې (الهي) عذاب یې له پاسه (سر) او تر پښو لاندې راونغاړي او ورته وايي:(( د خپلو كړنو [حاصل] وڅكئ )) (نو ورته سخته او دردوونكې ورځ ده!) (۵۵) |
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ |
|
زما مؤمنو بندګانو! پوه شئ،چې ځمكه مې ارته ده؛ نو يوازې ما ونمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او دباو ته غاړه كېنږدئ) (۵۶) |
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿۵۷﴾ |
|
هر ساکښ د مرګ (د خوند) څكونكى دى بيا به زموږ پر لوري راګرځول کېږئ . (۵۷) |
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۵۸﴾ |
|
او هغو کسانو چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي،هرومرو به یې د جنت په ماڼيو كې هستوګن كړو،چې تر لاندې یې ويالي بهېږي،هلته به تل تر تل اوسي هو! د عمل كوونكيو څه غوره بدله ده! (۵۸) |
الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۵۹﴾ |
|
هماغوى چې (د ستونزو پر وړاندې يې) زغم كړى او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي . (۵۹) |
وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۰﴾ |
|
او څومره ژوي دي،چې (نشي کړاى) خپله روزي پر شا بار(او يا زېرمه) کړي (؛خو) خداى هغوى او تاسې (دواړو) ته روزي درکوي او هغه ډېر پوه اورېدونکى دى . (۶۰) |
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۶۱﴾ |
|
او كه ويې پوښتې : ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي او لمر و سپوږمۍ چا ښكېل كړي دي ؟)) هرومرو وايي : ((الله)) !(بيا) نو هغوى څرنګه (د الله له عبادته) اړول کېږي؟( او بېلارې ځي) (۶۱) |
اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۶۲﴾ |
|
د الله چې پخپلو بندګانو کې چاته خوښه شي،روزى يې پراخوي او يا يې ورتنګوي(؛ځكه) چې خداى پر هر څه پوه دى . (۶۲) |
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۳﴾ |
|
او كه مشرکان وپوښتئ : (( له اسمانه اوبه چا رااورولې دي،چې ځمکه یې تر مړاوي کېدو روسته پرې راژوندۍ [او ډډه] کړه؟ )) هرومرو وايي: ((الله)) ! ووايه : ستاېنه يوازې خداى ته ده .))؛خو ډېرى يې له عقله پلي دي . (۶۳) |
وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۶۴﴾ |
|
او د دنيا ژوند يوازې ساتېرۍ او لوبې دي او که پوهېداى،بېشکه (حقيقي) ژوند هماغه د آخرت كور دى . (۶۴) |
فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ ﴿۶۵﴾ |
|
نو چې دوى په بېړۍ كې سپاره شي خداى په اخلاص رابولي (او بې له دې يې هېروي)؛خو چې وچې ته يې پورې باسي او ويې ژغوري یو دم په شرك لاس پورې كوي . (۶۵) |
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۶۶﴾ |
|
(پرېږده) چې زموږ پر ورکړيو ناشکري وکړي او (پرېږده) چې (څو ورځې له دنيا) ګټه واخلي؛خو ژر به پوه شي (چې د حساب ورځ او قیامت حق دي)! (۶۶) |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ ﴿۶۷﴾ |
|
ايا پوه شوي نه دي،چې موږ (د کعبې) حرم امن کړی، حال داچې په چاپېريال کې يې خلك تښتول كېږي؟؛نو ايا باطل مني او د خداى په نعمت ناشكري كوي؟! (۶۷) |
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ ﴿۶۸﴾ |
|
تر هغه به لوى ظالم څوك وي،چې پر خداى دروغ وتړي يا ورته راغلى حق دروغ ګڼي؟ ايا د كافرانو هستوګنځى په دوزخ کې نه دی ؟! (۶۸) |
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۶۹﴾ |
|
او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى . (۶۹) |