بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ | آيا (د قيامت) د خپرېدونكېو (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! (۱)
|
|
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ | پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي، (۲)
|
|
عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿۳﴾ | هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛خو څه پايله يې په برخه شوې نه ده)، (۳)
|
|
تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿۴﴾ | [ناچار] سوځنده اور ته ورننوځي (او سوځي به) . (۴)
|
|
تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ ﴿۵﴾ | د خوټېدونکې چيني اوبه ورڅښل كېږي؛ (۵)
|
|
لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ ﴿۶﴾ | بې له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو نور خواړه ورته نه وي. (۶)
|
|
لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ ﴿۷﴾ | (داسې خواړه،چې) نه یې څربوي او نه لوږه لرې كوي . (۷)
|
|
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ﴿۸﴾ | پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي،(۸)
|
|
لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿۹﴾ | خپلو هڅو ته خوشحال ،(۹)
|
|
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۱۰﴾ | په لوړ جنت كې به وي . (۱۰)
|
|
لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً ﴿۱۱﴾ | هلته به هېڅ چټي خبره نه اوري . (۱۱)
|
|
فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿۱۲﴾ | په هغه كې یوه چينه بهېږي، (۱۲)
|
|
فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ ﴿۱۳﴾ | هلته اوچت اوچت تختونه دي، (۱۳)
|
|
وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ ﴿۱۴﴾ | او(د دې چينې پرغاړه) كوزې ايښوول شوي دي، (۱۴)
|
|
وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿۱۵﴾ | او کتار بالښتونه. (۱۵)
|
|
وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿۱۶﴾ | او (قيمتي) فرشونه غوړول شوي . (۱۶)
|
|
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿۱۷﴾ | آيا اوښ ته نه ګوري،چې څرنګه پيدا شوى دى ؟! (۱۷)
|
|
وَإِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿۱۸﴾ | او اسمان ته [نه ګوري]چې څرنګه اوچت کړای شوى دى ؟! (۱۸)
|
|
وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿۱۹﴾ | او غرونو ته [نه ګوري] چې څرنګه پر خپل ځاى درول شوي دي ؟! (۱۹)
|
|
وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿۲۰﴾ | او ځمكې ته [نه ګوري] چې څرنګه هواره شوې ده ؟! (۲۰)
|
|
فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ ﴿۲۱﴾ | نو نصيحت كوه،چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې . (۲۱)
|
|
لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ ﴿۲۲﴾ | ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ (۲۲)
|
|
إِلَّا مَن تَوَلَّى وَكَفَرَ ﴿۲۳﴾ | خو كه چا مخ واړاوه او كافر شو، (۲۳)
|
|
فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ ﴿۲۴﴾ | نو خداى به يې په ډېر سترعذاب وكړوي . (۲۴)
|
|
إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ ﴿۲۵﴾ | په حقيقت كې راستنېدل يې يوازې زموږ لوري ته دي، (۲۵)
|
|
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ ﴿۲۶﴾ | بيا یې په رښتینه كې حساب زموږ پر غاړه دى . (۲۶) |