بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه | |
وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ | پر سباوون قسم! (۱)
|
|
وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ | او پر لسګونو شپو قسم! (۲)
|
|
وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ | او پر جوفت او طاق قسم ! (۳)
|
|
وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ | او قسم پر شپه،چې (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې پالونكى دې ظالمانو ته په څارنځي كې دى)! (۴)
|
|
هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ ﴿۵﴾ | آيا دا قسمونه يو عقلمن ته بس نه دي ؟(۵)
|
|
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿۶﴾ | آيا ودې نه ليدل،چې ستا پالونكي د ((عاد)) له قوم سره څه وكړل؟! (۶)
|
|
إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿۷﴾ | (هماغه) ستنو والا د ((ارم)) (ښار خلك)، (۷)
|
|
الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿۸﴾ | چې سارى يې په ښارونو كې پيدا شوى نه و! (۸)
|
|
وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ﴿۹﴾ | او د ثمود (قوم) چې په (خپلې) سيمې كې يې ډبرې توږلې (او سمڅې يې ترې جوړولې). (۹)
|
|
وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿۱۰﴾ | او د ميخونو والا فرعون سره (يې څه وکړل)، (۱۰)
|
|
الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿۱۱﴾ | هماغوى چې په ښارونو كې يې په تېري لاس پورې کړى و، (۱۱)
|
|
فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿۱۲﴾ | او هلته يې ډېر فساد خپور كړى و؛ (۱۲)
|
|
فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿۱۳﴾ | نو (ځکه) ستا پالونكي دې د عذاب کوړه ورباندې وركوزه كړه (۱۳)
|
|
إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ﴿۱۴﴾ | بېشكه پالونكى دې (ظالمانو ته) په څارنځي كې دى . (۱۴)
|
|
فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ ﴿۱۵﴾ | خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي (مغرورېږي) ؛نو وايي : (( پالونكي مې عزتمن كړم (؛ځکه ځاى يې راکې شته)!)) (۱۵)
|
|
وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ﴿۱۶﴾ | او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو(نهيلېږي او) وايي : ((پالونكي مې سپک كړم !)) (۱۶)
|
|
كَلَّا بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ﴿۱۷﴾ | هېڅكله داسې نه ده (کړه وړه مو سم نه دي)! بلكې پلارمړی نه پالئ، (۱۷)
|
|
وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۱۸﴾ | او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، (۱۸)
|
|
وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا ﴿۱۹﴾ | او (له مشروعو او نامشروعو لارو) ميراث راټولوئ او خورئ يې، (۱۹)
|
|
وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ﴿۲۰﴾ | او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له امله يې ډېر ګناهونه كوئ). (۲۰)
|
|
كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا ﴿۲۱﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري!) هغه مهال چې ځمكه سخته وټکول شي (او هواره شي)، (۲۱)
|
|
وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ﴿۲۲﴾ | او ستا (د) پالونكي [فرمان] راشي او پرښتې ليكه په ليكه، (۲۲)
|
|
وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى ﴿۲۳﴾ | او پر هغه ورځ چې دوزخ راوستل شي (هو) پر هغه ورځ انسان راویښېږي؛ خو دا ویښوالی څه ګټه ورته لري؟! (۲۳)
|
|
يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي ﴿۲۴﴾ | وايې : ((كاشكې ما خپل [دغه] ژوند ته له مخكې (څه) رالېږلي واى !)) (۲۴)
|
|
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ ﴿۲۵﴾ | نو پر هغه ورځ څوک یې په څېر عذابول نه کوي. (۲۵)
|
|
وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ ﴿۲۶﴾ | او نه یې څوک په څېر تړل کوي . (۲۶)
|
|
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾ | ډاډمن نفسه (ځانه)! (۲۷)
|
|
ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿۲۸﴾ | د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى، (۲۸)
|
|
فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾ | نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه . (۲۹)
|
|
وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿۳۰﴾ | نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه . (۳۰) |