بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿۱﴾ | ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات،چې فرقان [= د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ،چې نړيوالو ته گواښگرندى وي . (۱) | |
الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا ﴿۲﴾ | هغه دى،چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده او نه یې څوك زوی کړی او په واکمنۍ كې يې برخوال نشته او ټول څيزونه يې پيدا كړي او هر څه ته يې پوره اندازه ټاکلې ده . (۲) | |
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا ﴿۳﴾ | او (مشركان) یې پرځاى داسې معبودان نمانځي،چې هېڅ څیز پيدا كولاى نشي؛ او بلكې په خپله هم پيدا شوي دي او ځان ته د زيان تمبونې او ګټې رسونې واك نه لري (او همداراز) د مرګ و ژوند او (د مړيو د) بيا را ژوندي كولو واك نه لري . (۳) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاؤُوا ظُلْمًا وَزُورًا ﴿۴﴾ | او كافرانو وويل :(( دا [کتاب] هسې دروغ دي،چې پخپله یې جوړ كړی او يوې بلې ډلې هم پردې (کار) یې مرسته ورسره كړې ده))؛نو په يقين چې (په دې خبره يې) ظلم او (سترو) دروغو ته مخه کړې ده . (۴) | |
وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۵﴾ | او وايي : ((دا هماغه د پخوانيو افسانې دي، په چا یې کښلي؛ نو (اوس) سهار او ماښام ورلوستل كېږي (چې ياد يې کړي). )) (۵) | |
قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۶﴾ | ووايه : (( دا (كتاب) هغه چا رانازل كړى،چې د اسمانونو او ځمكې پر خوالو پوهېږي؛(ځکه) چې هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى .)) (۶) | |
وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ﴿۷﴾ | او وايي : (( دا څنګه استازی دى،چې خواړه خوري او په بازارونو كې ګرځي راګرځي؟! (نه د پرښتو په څېر دى او نه د باچايانو په توګه)! ولې كومه پرښته ورته را ونه لېږل شوه، چې ورسره خلك وگواښي . (او د ادعا پر رښتينولۍ يې شاهده وې)؟ (۷) | |
أَوْ يُلْقَى إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا ﴿۸﴾ | يا ورته (له اسمانه) يوه خزانه راغورځول شوی وای يا يې يو بڼ درلوداى،چې (بې غمه) یې ترې خوړای؟!)) او مشرکانو وویل : ((تاسې خو ایله په يوه كوډو وهلي سړي پسې روان یاست!)) (۸) | |
انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿۹﴾ | وګوره څرنګه مثالونه یې درپورې وویل؛ نو داسې بېلاري شول (چې په پايله کې) د هېڅ لارې (د پيدا کولو) وس نه لري! (۹) | |
تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاء جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا ﴿۱۰﴾ | نه زوالېدونكى او ستر دى هغه خداى،چې كه وغواړي تردې غوره باغونه درکولای شي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او ماڼۍ به (هم) دركړي . (۱۰) | |
بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿۱۱﴾ | (دا ټولې پلمې دي) حق دا دی چې له قيامته یې نټه کړې ده او د قيامت منکرینو ته مو یو بل شوی اور چمتو كړى دى! (۱۱) | |
إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا ﴿۱۲﴾ | چې [دوزخ] له لرې وويني (؛نو) د غوسې او تاو غرهار به يې واوري . (۱۲) | |
وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا ﴿۱۳﴾ | او چې کله لاسونه او پښې تړلي د دوزخ په كوم تنګ ځاى كې وروغورځول شي (نارې سورې به يې پورته شي او خپل) مرګ به غواړي! (۱۳) | |
لَا تَدْعُوا الْيَوْمَ ثُبُورًا وَاحِدًا وَادْعُوا ثُبُورًا كَثِيرًا ﴿۱۴﴾ | (ورته ويل كېږي : ) نن يو ځل (نارې سورې مه کوئ او) مرګ مه غواړئ؛ بلكې (په خورا ډېرو نارو سورو) مرګونه وغواړئ! (۱۴) | |
قُلْ أَذَلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاء وَمَصِيرًا ﴿۱۵﴾ | (پېغمبره! ورته) ووايه :(( ايا دا (دوزخ) غوره دى يا تلپاتې جنت،چې له متقیانو سره يې ژمنه شوې، چې (د كړنو) بدله او د ورتلو ځاى يې دى؟)) (۱۵) | |
لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاؤُونَ خَالِدِينَ كَانَ عَلَى رَبِّكَ وَعْدًا مَسْؤُولًا ﴿۱۶﴾ | هلته څه چې غواړي، ورچمتو وي؛ تلمېشتې به وي،ستا پالونكى ددې ژمنې(د پوره كولو) ژمن دى . (۱۶) | |
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاء أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ ﴿۱۷﴾ | او هغه ورځ (درياده كړه) چې (ستا پالونكى) دوى او څه يې،چې د “الله” پر ځاى نمانځل، راغونډ كړي؛ نو (معبودانو ته يې) ووايي : ((تاسې زما دا بندګان بېلارې كړي وو؟ که پخپله يې لار وركه كړې وه؟)) (۱۷) | |
قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنبَغِي لَنَا أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاء وَلَكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَآبَاءهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا ﴿۱۸﴾ | وايي: (( ته پاك يې! دا راسره وړ نه وه،چې بې له تا پالندويان ونيسو؛خو تا دوى او پلرونه يې له نعمتونو برخمن كړل،تردې چې (د نعمت د شكر ايستو پر ځاى يې) ستا پند [قرآن] هير كړ او هلاك شول .)) (۱۸) | |
فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا ﴿۱۹﴾ | (خداى ورته وايي : وګورئ؛) نو په يقين معبودانو مو ستاسې خبرې دروغ وګڼلې اوس نه له ځانه الهي عذاب لرې كولاى شئ او نه له چا مرسته غوښتاى شئ او له تاسې، چې چا تېرى [شرک] كړى (؛نو) سخت عذاب به وروڅكو!. (۱۹) | |
وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا ﴿۲۰﴾ | او موږ چې تر تا مخكې څومره استازي لېږلي وو (؛نو) خواړه یې خوړل او په بازارونو كې ګرځېدل او پر يو بل مو ازمېيو ايا زغم كوئ (او له ازمېښته په بريالیتوب وتلاى شئ)؟ او پالونكى دې ښه ليدونکى دى . (۲۰) | |
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءنَا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَى رَبَّنَا لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِيرًا ﴿۲۱﴾ | او هغوى چې زموږ د مخامخېدو هيلمن نه دي (او د قيامت له ورځې منکر دي) وايي : ((ولې پرښتې راباندې راکوزې نه کړای شوې او يا ولې خپل پالونكى نه وينوو؟)) په يقين، ځانونه یې ستر وګڼل او په سرغړونه كې تر ټولو پولو ورواووښتل! (۲۱) | |
يَوْمَ يَرَوْنَ الْمَلَائِكَةَ لَا بُشْرَى يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا ﴿۲۲﴾ | (دوى خپلو هيلو ته وررسي؛) خو پر كومه ورځ،چې پرښتې وويني؛ نو پر هغه ورځ به مجرمانو ته څه زېرى نه وي (؛بلكې د سزا ورځ يې ده) او وايي :((امان راكړئ؛ او [له عذابه مو] بچ كړئ .)) (؛خو ګټه نه لري .) (۲۲) | |
وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاء مَّنثُورًا ﴿۲۳﴾ | او گردې کړنې يې را اخلو او دوړه يې الوزوو . (۲۳) | |
أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا ﴿۲۴﴾ | پر هغه ورځ د جنتيانو هستوګنځى غوره او د غرمې د خوب او هوساینځای يې خورا ښه دى . (۲۴) | |
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاء بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا ﴿۲۵﴾ | او هغه ورځ (درياده كړه) چې اسمان په ورېځو څيرې شي او پرښتې په بشپړه توګه راكوزې شي . (۲۵) | |
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا ﴿۲۶﴾ | پر هغه ورځ واقعي واكمني يوازې د لوراند (خداى) ده او پر كافرانو به ډېره سخته ورځ وي . (۲۶) | |
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا ﴿۲۷﴾ | او هغه ورځ (درياد كړه) چې [مشرک] ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي او وايې : ((كاشكې (د خداى) له استازي سره مې لار نیولې واى .! (۲۷) | |
يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا ﴿۲۸﴾ | پر ما افسوس،كاشكې چې له فلاني (بېلارې سړي) سره مې دوستي نه واى كړې!. (۲۸) | |
لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا ﴿۲۹﴾ | سره له دې چې قرآن راته راغلی و؛ خو له لاروۍ یې اړولم او شيطان انسان بې ملاتړه پرېږدي . (۲۹) | |
وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ﴿۳۰﴾ | او (د خداى) استازي وويل :((پالونكيه! په حقيقت كې قوم مې دا قرآن بیخي پرېښى و.)) (۳۰) | |
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا ﴿۳۱﴾ | (هو) او په دې توګه هر پېغمبر ته مو له ګناهګارانو څه دښمنان ګرځولي دي او همدا (درته) بس دى،چې پالونكى دې لارښود او مرستندوى دی . (۳۱) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا ﴿۳۲﴾ | او کافران وايي : ((ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نشو؟))(هو) داسې (ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) هغه مو په ځانګړى اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کرار کرار درلوستى دى . (۳۲) | |
وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ﴿۳۳﴾ | او کافران،چې هره خبره دروړي ؛ خو (په مقابل کې) یې موږ حق (خوله ماتى ځواب) او غوره تفسیردروړو (چې پر وړاندې يې بېوسي شي) (۳۳) | |
الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَى وُجُوهِهِمْ إِلَى جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۳۴﴾ | (هو) هغوى چې پړمخې جهنم ته ورغونډېږي دریځ یې ډېر ناوړه او بېخي بېلاري دي! (۳۴) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا ﴿۳۵﴾ | او په يقين،چې موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړ او ورور مو يې هارون ورسره مرستيال كړ؛ (۳۵) | |
فَقُلْنَا اذْهَبَا إِلَى الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَدَمَّرْنَاهُمْ تَدْمِيرًا ﴿۳۶﴾ | نو ورته مو وويل : (( دواړه هغه قوم ته ورشئ،چې زموږ آيتونه يې دورغ ګڼلي دي!)) (خو دې خلكو ورسره په مخالفت لاس پورې كړ) نو ښه مو وځپل! (۳۶) | |
وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ أَغْرَقْنَاهُمْ وَجَعَلْنَاهُمْ لِلنَّاسِ آيَةً وَأَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۷﴾ | او د نوح قوم چې كله (زموږ) استازي دروغجن وګڼل (؛نو) ډوب مو كړل او خلكو ته مو د عبرت یوه نښه كړه او ظالمانو ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۳۷) | |
وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَلِكَ كَثِيرًا ﴿۳۸﴾ | (همداراز) موږ د عاد او ثمود قوم او اصحاب الرس [= د څاه ياران او د صنوبر د ونې نمانځونكي] او په منځ منځ کې یې ډېر قومونه (هلاك كړل). (۳۸) | |
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْأَمْثَالَ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا ﴿۳۹﴾ | او موږ هر يو ته یې (د مخكېنيو تباه شويو) مثالونه وروړاندې كړل او(چې اغېز يې پرې ونه کړ؛نو) ټول مو تالا ترغه كړل . (۳۹) | |
وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا ﴿۴۰﴾ | او په يقين دوی (= د مكې مشركان) خو (د لوط د قوم) پر سيمه تېر شوي،چې (د ډبرو) ناوړه ورښت پرې شوى و ايا نه یې ګوري؟!(هو! ښه يې ګوري)؛خو (د ځان) پر بيا راژوندي کېدو يې باور نه درلود . (۴۰) | |
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا ﴿۴۱﴾ | او چې كله دې ويني (؛نو) ملنډې درپورې وهي (او وايي : ) ايا دا هماغه دى،چې خداى استازى رالېږلى دى؟! (۴۱) | |
إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ آلِهَتِنَا لَوْلَا أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾ | كه د خپلو خدايانو پر نمانځنې مو ټينګار نه واى كړى؛ نو ده خو نژدې موږ له خپلو خدايانو اړولي وو او چې كله الهي عذاب وويني (؛نو) ژر به پوه شي،چې څوك ډېر بېلارې دى! (۴۲) | |
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿۴۳﴾ | ايا هغه دې ليدلى،چې خپلې ځاني غوښتنې يې ته ځان ته معبود كړې؟! ايا سمې لارې ته يې را اړولاى شې (يا یې ملاتړ کړاى شې)؟!. (۴۳) | |
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۴﴾ | ايا انګېرې،چې ډېرى يې اوري يا پوهېږي؟ دوى خو (د پند په نه اورېدو كې) يوازې د څارويو په څېر دي؛ بلكې لا ډېر لاروركي . (۴۴) | |
أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاء لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا ﴿۴۵﴾ | ايا نه ګورې،چې پالونكي دې څرنګه سيورى غځولی دى؟!او كه یې غوښتي واى؛ نو دراوه يې [چې ګرد سره شپه وي] بيا مو لمر پرې دليل (پېژندونکی) وګرځاوه (چې سيورى پرې معلومېږي). (۴۵) | |
ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿۴۶﴾ | بيا یې ورو ورو ځان ته راټولوو(او د سيورى او لمر نظام واكمنوو) . (۴۶) | |
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا ﴿۴۷﴾ | او (الله) هماغه ذات دى،چې شپه يې درته جامه او خوب يې د ارامۍ وزله او ورځ يې د پاڅېدو او خوځېدو وخت وګرځاوه . (۴۷) | |
وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا ﴿۴۸﴾ | او (الله) هغه ذات دى،چې له خپل رحمته [= باران] مخكې مخكې زېري ګر بادونه لېږي او موږ له اسمانه پاكې اوبه اورولي . (۴۸) | |
لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا ﴿۴۹﴾ | چې يوه مړه ځمكه پرې راژوندۍ كړو او ډېر څاروي او انسانان،چې زموږ د پنځون يوه برخه ده،پرې خړوب كړو. (۴۹) | |
وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿۵۰﴾ | او په يقين دغه آيتونه مو په بېلابېلو بڼو ورښوولي،چې پند واخلي؛ نو ډېرى خلك یوازې ناشکري مني . (۵۰) | |
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا ﴿۵۱﴾ | او كه موږ غوښتي واى (؛نو) موږ به هرومرو په هر ښار او كلي كې گواښگرندى (پېغمبر) راپاڅولى و(؛خو دا كار پکار نه و). (۵۱) | |
فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُم بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا ﴿۵۲﴾ | نو (ځكه) د كافرانو(غوښتنې) مه منه او په دې (قرآن) په ستره (فرهنګي) مبارزه ورسره لګيا شه . (۵۲) | |
وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا ﴿۵۳﴾ | او (الله) هماغه ذات دى،چې دوه سيندونه يې سره يو ځاى يو د بل تر څنګ بهولي،چې دا يو خوږ او خوندور او دا بل ښه تريو مالګين دى او د دواړو ترمنځ يې (داسې) پرده ايښې ده،چې ګډ نشي (او ته به وا، يو بل ته وايي : ) لرى اوسه او نژدې مه راځه!. (۵۳) | |
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا ﴿۵۴﴾ | او (الله) هغه ذات دى،چې له اوبو يې يو بشر پيدا كړ بيا يې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ ترې وغځولې (او له دې دوو لارو يې د هغه نسل پراخ كړ) او پالونكى دې وسمن دى . (۵۴) | |
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ وَكَانَ الْكَافِرُ عَلَى رَبِّهِ ظَهِيرًا ﴿۵۵﴾ | هغوى بې له خدايه داسې څيزونه نمانځي،چې نه ګټه وررسوي او نه زيان ترې تمبوي او كافران (د كفر په لار كې) د خپل پالونكي پر وړاندې [د يو بل] ملاتړ دي . (۵۵) | |
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۵۶﴾ | او ( پېغمبره!) ته موږ يوازې زېرګری او گواښگرندى لېږلى يې . (۵۶) | |
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَاء أَن يَتَّخِذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۵۷﴾ | ووايه :(( زه په دې (= د دين په رسونه) هېڅ ډول بدله درځنې نه غواړم؛خو (بدله مې داده) چې که څوک غواړي (؛نو) د خپل پالونكي لوري ته دې لار ونیسي .)) (۵۷) | |
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا ﴿۵۸﴾ | او پر هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه،چې (هېڅكله) نه مري او ستاېنه او پاکي یې وايه او همدا بس دى،چې هغه د خپلو بندګانو پر ګناهونو باخبر دى . (۵۸) | |
الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا ﴿۵۹﴾ | هغه ذات دى،چې اسمانونه او ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي،په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل؛ بيا يې پر عرش (قدرت) استوا (او ټيکاو) وكړ (او د كايناتو پر سنبالنه لګيا شو، هغه) لوراند (خداى) دى؛ نو په اړه يې له ( پوه خداى وپوښته او همداراز له ډېرو) باخبره (وګړيو) وپوښته . (۵۹) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ﴿۶۰﴾ | او چې كله ورته وويل شي : ((لوراند (خداى) ته سجده وكړئ .)) (؛نو) وايي :(( لوراند څه دی؟ (موږ بیخي لوراند نه پېژنو!) ايا هغه څه ته سجده وکړو چې ته یې راته امر کوې؟!)) (دا خبرې كوي) او كركه يې لا زياتېږي . (۶۰) | |
تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا ﴿۶۱﴾ | ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات،چې په اسمان كې يې برجونه پيدا كړل او پكې يې ډيوه (= لمر) او ځلانده سپوږمى رڼه کړه . (۶۱) | |
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا ﴿۶۲﴾ | او هماغه دى،چې كه څوك غواړي،پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې،چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي،د شپې دې يې ترسره كړي يا اپوټه). (۶۲) | |
وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ﴿۶۳﴾ | او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي،چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛ (۶۳) | |
وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ﴿۶۴﴾ | هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي؛ (۶۴) | |
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ﴿۶۵﴾ | او هغوى چې وايي : (( پالونكيه! د جهنم عذاب رانه واړوه،ځکه عذاب یې تل (په خلکو پسې) لازمي نښتی وي . (۶۵) | |
إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿۶۶﴾ | په رښتيا چې هغه (جهنم) د ورتګ او مېشتيا ډېر ناوړه ځاى دى!)) (۶۶) | |
وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ﴿۶۷﴾ | او هغوى چې كله (د خداى په لار کې) لګښت كوي؛نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه بخيلي؛بلكې منځلاري وي؛ (۶۷) | |
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ﴿۶۸﴾ | او هغوى چې له الله سره (د نمانځنې په توګه) بل معبود نه بولي او هغه نفس په ناحقه نه وژني،چې خداى یې [وژل] حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛نو) د خپلې ګناه (سزا) به ومومي . (۶۸) | |
يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ﴿۶۹﴾ | په قيامت كې يې عذاب دوه (يا څو) ګرايه زياتېږي او تل به پکې خوار پروت وي! (۶۹) | |
إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۷۰﴾ | خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛نو خداى يې بدي پر نېكيو اړوي او خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . (۷۰) | |
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ﴿۷۱﴾ | او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛نو په رښتیا یې خدای ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي). (۷۱) | |
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴿۷۲﴾ | او هغوى چې په دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې پر کوم عبث کار ورشي (؛نو) په خورا عزت ترې تېرېږي [ او ځان ورباندې نه ککړوي]؛ (۷۲) | |
وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ﴿۷۳﴾ | او هغوى چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت ورته كېږي (؛نو) ځان پرې ړوند او کوڼ نه اچوي؛ (۷۳) | |
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿۷۴﴾ | او (د لوراند خداى ځانګړي بندګان) هغوی دي،چې وايي : ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه .)) (۷۴) | |
أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا ﴿۷۵﴾ | (هو) دوى به د خپل زغم له امله (د جنت هسکه) ماڼۍ بدله ومومي او په ښه راغلاست او سلام ويلو به يې هر كلى وشي . (۷۵) | |
خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿۷۶﴾ | هلته به تلمېشتی وي؛(او دا) د هستوګنې او مېشتيا خورا ښه ځاى دى! (۷۶) | |
قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ﴿۷۷﴾ | (پېغمبره) ورته ووایه: ((که یې ونه بولئ؛ نو پالونکی مې ستاسې څه پروا لري او په رښتیا [حقایق] مو دروغ وګڼل؛ نو ژر به (یې سزا) درترغاړې شي)) (۷۷) |