بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
الْقَارِعَةُ ﴿۱﴾ | (هغه) ځپنده (پېښه)! (۱)
|
|
مَا الْقَارِعَةُ ﴿۲﴾ | څه ده ځپند (پېښه)؟ (۲)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ ﴿۳﴾ | او ته څه پوهېږې،چې ځپنده (پېښه) څه ده؟ (ځپنده پېښه؛هماغه د قيامت ورځ ده!) (۳)
|
|
يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ ﴿۴﴾ | خلك به پر هغه ورځ د خپرو ورو پتنګانو په څېر وي . (۴)
|
|
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنفُوشِ ﴿۵﴾ | او غرونه به د رنګينو وړيو غوندې ډانډس شوي وي . (۵)
|
|
فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ ﴿۶﴾ | نو (پر هغه ورځ) چې د چا (د كړنو) تلې درنې شي، (۶)
|
|
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ﴿۷﴾ | نو په ښه ژوند كې به وي . (۷)
|
|
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ ﴿۸﴾ | او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې شي، (۸)
|
|
فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ ﴿۹﴾ | نو هاويه [= دوزخ] يې پناه ځاى دى! (۹)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ ﴿۱۰﴾ | او ته څه پوهېږې،چې “هاويه” څه دى؟! (۱۰)
|
|
نَارٌ حَامِيَةٌ ﴿۱۱﴾ | او ته څه پوهېږې،چې “هاويه” څه دى؟! (۱۱) |