بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿۱﴾ | په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې او اندازه كولو) په شپه كې نازل كړى دى . (۱)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿۲﴾ | او ته څه پوه کړې،چې د قدرشپه څه ده؟! (۲)
|
|
لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ﴿۳﴾ | د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده! (۳)
|
|
تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ﴿۴﴾ | په هغه (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي (۴)
|
|
سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ﴿۵﴾ | دا (شپه) تر سهار راختو (بركت و رحمت او) سلامتيا ده! (۵) |