بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾ | د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده . (۱) | |
وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿۲﴾ | او كه (دا ځېلي خلک هره) نښه او معجزه وګوري (؛نو) مخ اړوي او وايي: (( دا خو له پخوا راهيسې سترې كوډې دي .)) (۲) | |
وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ﴿۳﴾ | (د خداى آيتونه) يې دروغ وګڼل او په خپلو ځاني غوښتنو پسې ولاړل او هر څيز او پېښه، د پېښېدو ټاکلى وخت او ځاى لري (او له ټاکليو نېټو خلاصون نشته) (۳) | |
وَلَقَدْ جَاءهُم مِّنَ الْأَنبَاء مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ ﴿۴﴾ | او په يقين (د مخكېنيو پېغمبرانو او امتونو) هغه خبرونه وررسېدلي، چې (له بديو) د مخنيوي لپاره پکې پوره عبرت دى . (۴) | |
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ﴿۵﴾ | (دا آيتونه) مازې حكمت دى؛خو(ځېلي خلكو ته) خبرونه ګټه نه لري . (۵) | |
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَى شَيْءٍ نُّكُرٍ ﴿۶﴾ | نو مخ ترې واړوه او هغه ورځ درياده كړه،چې الهي بلونكي خلك يو نا اشنا څيز ته راوبولي (د كړنو د حساب بلنې ته)! (۶) | |
خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ ﴿۷﴾ | دوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خپرو ورو ملخانو په څېر راوځي . (۷) | |
مُّهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَذَا يَوْمٌ عَسِرٌ ﴿۸﴾ | د بلونكي پر لوري به ځغلي؛كافران وايي : ((نن (څومره) سخته ورځ ده!)) (۸) | |
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ ﴿۹﴾ | تر دوى مخكې د نوح قوم (هم زموږ نښې) دروغ وګڼلې او زموږ بنده (= نوح) يې دروغجن وګاڼه او ويل يې : (( (هغه) ليونى دى .)) او (د رسالت د) غځونې یې مخنیوی وشو! (۹) | |
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانتَصِرْ ﴿۱۰﴾ | نو خپل پالونکي ته يې دعا وكړه : ((ماتې مې وخوړه؛نو مرسته مې وكړه (او بريالى مې كړه)!)) (۱۰) | |
فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاء بِمَاء مُّنْهَمِرٍ ﴿۱۱﴾ | نو د اسمان ورونه مو په جړۍ اورښت پرانستل؛ (۱۱) | |
وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاء عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ﴿۱۲﴾ | او له ځمكې مو چينې راوخوټولې او (د ځمكې او اسمان) اوبه د ټاكل شوي كار لپاره ګډې شوې . (۱۲) | |
وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ ﴿۱۳﴾ | او هغه مو د تختو او مېخونو په جوړه شوې بېړۍ کې سپور كړ؛ (۱۳) | |
تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاء لِّمَن كَانَ كُفِرَ ﴿۱۴﴾ | چې زموږ تر نظر لاندې چلېده،(دا) د هغه پېغمبر بدل اخستل و،چې (انکار او) بې قدري يې شوې وه. (۱۴) | |
وَلَقَد تَّرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۱۵﴾ | او په يقين، موږ دا پېښه (بېړۍ) يوه نښه پرېښووه؛نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟ (۱۵) | |
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۶﴾ | نو (وګوره چې) زما عذاب او زما خبرونه څرنګه وه! (۱۶) | |
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۱۷﴾ | نو په يقين قرآن مو د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟! (۱۷) | |
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۸﴾ | د عاد قوم (هم خپل پېغمبر) دروغجن وګاڼه ؛نو (وګورئ،چې) زما عذاب او زما خبرونه څرنګه وه! (۱۸) | |
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ﴿۱۹﴾ | په رښتینه کې په يوه پرله پسې شومه ورځ کې مو ډېر سوړ توپاني باد پرې راوالوځاوه. (۱۹) | |
تَنزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنقَعِرٍ ﴿۲۰﴾ | چې خلك يې پورته کول،په داسې شان يې غورځول؛لكه چې د رايستل شويو کجورو پراته ډډونه وي .(۲۰) | |
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۲۱﴾ | نو (وګوره،چې) زما عذاب او زما خبرونه څرنګه وه! (۲۱) | |
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۲۲﴾ | او په يقين قرآن مو د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۲۲) | |
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ ﴿۲۳﴾ | د ثمود قوم (هم ګواښګرندي او) ګواښونه دروغ وګڼل، (۲۳) | |
فَقَالُوا أَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَّفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۲۴﴾ | نو ويې ويل : ((ايا په هغه پسې ولاړ شو،چې زموږ په څېر يو بشر دى؟! كه داسې مو وكړل (؛نو) بېشكه موږ په غلطۍ او لېونتوب کې یو. (۲۴) | |
أَؤُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ ﴿۲۵﴾ | ايا زموږ له منځه يوازې پر هغه (= صالح) وحې راپرېوته؟! (نه!)؛ بلكې هغه ډېر دروغجن ځانمنى دى )) (۲۵) | |
سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ ﴿۲۶﴾ | سبا به پوه شي،چې څوك ډېر دروغجن ځانمنى دى! (۲۶) | |
إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ﴿۲۷﴾ | په حقيقت كې موږ یې ازمېښت ته یوه اوښه ورلېږو او [صالح ته مو وويل:] پر هغوى څارن (او غبرګون ته يې څارو) وسه او له زغمه كار واخله! (۲۷) | |
وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاء قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ﴿۲۸﴾ | او خبر يې كړه،چې (د كلي) اوبه د هغوى (او اوښې) ترمنځ وېشل شوې دي (يوه ورځ د اوښې وار او بله ورځ د هغوى وار) او هر يو دې په خپل وار اوبو ته ځي (۲۸) | |
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَى فَعَقَرَ ﴿۲۹﴾ | نو (د اوښې وژلو ته) يې خپل ملګري ته ورغږ كړ؛ نو دغه کار يې پر غاړه واخست او اوښه يې ټپي كړه (او ويې وژله). (۲۹) | |
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۰﴾ | نو (وګوره،چې) زما عذاب او زما خبرونه څرنګه وه! (۳۰) | |
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ ﴿۳۱﴾ | په حقيقت كې موږ ایکي یوه (مرګوني) كړيكه ورباندې ورولېږله؛نو د شپول د پروړې په څېر ځپ ځپ شول .(۳۱) | |
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۳۲﴾ | او په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۳۲) | |
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ ﴿۳۳﴾ | د لوط قوم ( د خپلو پېغمبرانو پرله پسې) ننګونې دروغ وګڼلې؛ (۳۳) | |
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ نَّجَّيْنَاهُم بِسَحَرٍ ﴿۳۴﴾ | په حقيقت كې موږ کاڼي وروونکى باد پرې راوالوځاوه (او هلاك مو كړل)؛خو د لوط كورنۍ مو په سپېده چاود کې وژغورله . (۳۴) | |
نِعْمَةً مِّنْ عِندِنَا كَذَلِكَ نَجْزِي مَن شَكَرَ ﴿۳۵﴾ | (او دا) زموږ له لوري يوه لورنه وه،څوك چې شكر كاږي (؛نو) په همدې ډول بدله وركوو. (۳۵) | |
وَلَقَدْ أَنذَرَهُم بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ﴿۳۶﴾ | او په يقين (لوط) هغوى زما له سخت عذابه وېرولي ول؛خو د ګواښونو په اړه يې شک او شخړې وكړې . (۳۶) | |
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۷﴾ | او په يقين هغوى د لوط د مېلمنو د لاس ته راوړو پوره هڅه وکړه؛خو موږ يې سترګې ورړندې كړې او (ورته مو وويل : ) (( زما د عذاب او اخطارونو (خوند) وڅكئ.)) (۳۷) | |
وَلَقَدْ صَبَّحَهُم بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ﴿۳۸﴾ | او په يقين،چې سهار وختي پایښتی او ثابت عذاب ورباندې ورغى . (۳۸) | |
فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۹﴾ | نو (ورته مو وويل : ) زما د عذاب او زما د اخطارونو (خوند) وڅكئ! (۳۹) | |
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۴۰﴾ | او په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى دى؛نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟ (۴۰) | |
وَلَقَدْ جَاء آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ﴿۴۱﴾ | او په يقين فرعونيانو ته (هم ګواښګرندي او) ګواښونه ورغلي ول . (۴۱) | |
كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِرٍ ﴿۴۲﴾ | (خو) زموږ ټولې نښې يې دروغ وګڼلې؛نو داسې مو راونيول؛لكه د يو ناماتي ځواكمن د نېونې په څېر. (۴۲) | |
أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُوْلَئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَاءةٌ فِي الزُّبُرِ ﴿۴۳﴾ | ايا ستاسې كافران تردې ټولو غوره دي (چې ومو ويل) يا په اسماني كتابونو كې درته امان ليكل شوى دى؟ (۴۳) | |
أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ ﴿۴۴﴾ | يا وايي : موږ يو موټى او غښتلې ډله يو،چې ځانونه به وژغورو؟! (۴۴) | |
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ﴿۴۵﴾ | (خو پوه دې شي،چې) ژر به دا ډله ماته وخوري او وبه تښتي! (۴۵) | |
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ ﴿۴۶﴾ | بلكې د واقعي مجازاتو ژمنځاى يې قيامت دى او د قيامت (عذاب) ډېر سخت او ډېر تريخ دى . (۴۶) | |
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۴۷﴾ | بېشكه ګناهګاران په بېلارۍ او په لېونتوب كې دي . (۴۷) | |
يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ ﴿۴۸﴾ | پر هغه ورځ،چې پړمخي په اور كې راڅکول كېږي (او ورته ويل كېږي : ) د دوزخ د تاو (خوند) وڅكئ ! (۴۸) | |
إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿۴۹﴾ | په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي . (۴۹) | |
وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ﴿۵۰﴾ | او زموږ امر د سترګې رپ په څېر يوازې يو ځل وي .(۵۰) | |
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ ﴿۵۱﴾ | او په يقين موږ ستاسې په څېر (وګړي) هلاك كړي دي؛نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟! (۵۱) | |
وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ ﴿۵۲﴾ | او هغوى چې هر څه كړي،په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي؛ (۵۲) | |
وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ ﴿۵۳﴾ | او هر کوچنى او غټ (چار) ليكل شوى دى . (۵۳) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ ﴿۵۴﴾ | په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او ويالو کې دي؛ (۵۴) | |
فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ ﴿۵۵﴾ | په رښتياني مقام كې د واکمن او زورور خداى پر وړاندې. (۵۵) |