بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ ﴿۱﴾ | د قيامت پر ورځ قسم کوم! (۱)
|
|
وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾ | او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)! (۲)
|
|
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَجْمَعَ عِظَامَهُ ﴿۳﴾ | ايا انسان انګېري،چې هډوكي به يې راټول کړاى نشو؟! (۳)
|
|
بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ ﴿۴﴾ | هو موږ يې ان د گوتو [د سرونو د بېلابېلو کرښو] په جوړولو وسمن يو. (۴)
|
|
بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ ﴿۵﴾ | (انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (چې ازاد وي او بې د قيامت د محاكمې له وېرې) ټول عمر په ګناه كې تېر كړي . (۵)
|
|
يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ ﴿۶﴾ | (له همدې امله) پوښتي : ((قيامت به كله وي؟!)) (۶)
|
|
فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ﴿۷﴾ | (ووايه) چې سترګې له هيبته ټېغې وخېژي (او خړې شي)، (۷)
|
|
وَخَسَفَ الْقَمَرُ ﴿۸﴾ | او سپوږمۍ توره شي، (۸)
|
|
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ﴿۹﴾ | او لمر و سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي، (۹)
|
|
يَقُولُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ ﴿۱۰﴾ | پر هغه ورځ انسان وايي: (( چېرې دى د تېښتې ځاى؟)) (۱۰)
|
|
كَلَّا لَا وَزَرَ ﴿۱۱﴾ | هېڅكله داسې نه ده، نه د تېښتې لار شته او نه كوم “پناه ځاى”! (۱۱)
|
|
إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ ﴿۱۲﴾ | چې پر هغه ورځ د ټولو روستى ((تم ځى)) يوازې ستا د پالونكي پر لور دى؛ (۱۲)
|
|
يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ﴿۱۳﴾ | پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي،چې مخكې ورلېږلي يا روسته يې پرېښي دي . (۱۳)
|
|
بَلِ الْإِنسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ ﴿۱۴﴾ | حق دادى،چې انسان پخپله ځان ښه پېژني. (۱۴)
|
|
وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ ﴿۱۵﴾ | كه څه هم خپلې پلمې وړاندې كړي . (۱۵)
|
|
لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ﴿۱۶﴾ | او [د وحې پر مهال] ژبه دې په بيړه د هغه [= قرآن] لوستو ته مه خوځوه . (۱۶)
|
|
إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ﴿۱۷﴾ | [ځكه] چې راټولول او لوستل يې زموږ پر غاړه دي . (۱۷)
|
|
فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ﴿۱۸﴾ | نو لکه چې موږ ولوست؛(همداسې) يې ولوله . (۱۸)
|
|
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ ﴿۱۹﴾ | بيا يې په رښتینه كې سپړنه او څرګندونه یې هم يوازې زموږ کار دى . (۱۹)
|
|
كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ ﴿۲۰﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې كافران يې انګېري او د معاد دلايل بسيا نه بولئ!)؛ بلكې تاسې [دنيوي] په بيړه ترلاسه كېدونكى څيز خوښوئ، (۲۰)
|
|
وَتَذَرُونَ الْآخِرَةَ ﴿۲۱﴾ | او اخرت پرېږدئ . (۲۱)
|
|
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ ﴿۲۲﴾ | (هو) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ (غوړېدلي) وي، (۲۲)
|
|
إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ﴿۲۳﴾ | يوازې د خپل پالونكي لوري ته به کتونکي. (۲۳)
|
|
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ ﴿۲۴﴾ | او پر هغه ورځ به ځينې مخونه بدرنګ وي، (۲۴)
|
|
تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ﴿۲۵﴾ | [ځكه] پوهېږي،چې ملاماتې [سزا] پرې عملي كېږي . (۲۵)
|
|
كَلَّا إِذَا بَلَغَتْ التَّرَاقِيَ ﴿۲۶﴾ | داسې نه ده [چې هغه يې انګېري؛ځكه] چې كله [ساه] تر مرۍ راورسي، (۲۶)
|
|
وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ ﴿۲۷﴾ | او وويل شي : (( ايا څوك “دمګرى” شته، چې (دا ناروغ له مرګه) وژغوري؟! )) (۲۷)
|
|
وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ ﴿۲۸﴾ | او (ناروغ) باور كړي،چې همدا د بېلتون (وخت) دى، (۲۸)
|
|
وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ﴿۲۹﴾ | او (د ځنكندن د سختۍ له امله) يوه پنډۍ له بلې پنډۍ راتاوه شي! (۲۹)
|
|
إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ ﴿۳۰﴾ | پر همدې ورځ يوازې ستا د پالونكي پلو ته ورروانېدل دي . (۳۰)
|
|
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّى ﴿۳۱﴾ | (پر هغه ورځ ويل كېږي : ) هغه ايمان را نه وړ او نه يې لمونځ وكړ؛ (۳۱)
|
|
وَلَكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۳۲﴾ | بلکې درو غ يې وګاڼه او مخ يې واړاوه، (۳۲)
|
|
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَى أَهْلِهِ يَتَمَطَّى ﴿۳۳﴾ | بيا په (ډېره) لويي خپلې كورنۍ ته ولاړ. (۳۳)
|
|
أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۴﴾ | (په دې كړنو سره) الهي عذاب درته وړ دى (او) درسره ښايي! (۳۴)
|
|
ثُمَّ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى ﴿۳۵﴾ | بيا همدا الهي عذاب درته وړ دى او له همدا تا سره ښايي! (۳۵)
|
|
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى ﴿۳۶﴾ | ايا انسان انګېري،چې خوشې (او بې موخې) به پرېښوول شي؟! (۳۶)
|
|
أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمْنَى ﴿۳۷﴾ | ايا هغه [مخكې] د مني يو څاڅكى نه و،چې په [زيلانځ كې] څڅول كېږي؟! (۳۷)
|
|
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّى ﴿۳۸﴾ | بيا هغه علقه [= د پرنډ شوې وينې ټوټه] وه، [چې خداى] په غړيو پوره پيدا کړ . (۳۸)
|
|
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى ﴿۳۹﴾ | نو له هغه يې د نارينه او ښځېنه جوړه پيدا كړه . (۳۹)
|
|
أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى ﴿۴۰﴾ | ايا هغه [خداى] نشي كړاى مړي راژوندي كړي؟! (هو! کړاى شي (۴۰) |