بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى ﴿۱﴾ | پر شپه قسم،چې (نړۍ په خپلو تيارو کې) ونغاړي! (۱)
|
|
وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّى ﴿۲﴾ | او پر ورځ قسم،چې راښكاره شي ! (۲)
|
|
وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى ﴿۳﴾ | د نارینه او ښځینه پر پنځوونکي (خداى) قسم ! (۳)
|
|
إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّى ﴿۴﴾ | چې په رښتینه كې هلې ځلې دې خپرې ورې [او ډول ډول] دي . (۴)
|
|
فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى ﴿۵﴾ | نو چا چې (د خداى په لار کې) وركړه کوله او ځان ساتنه (او پرهېزګاري) يې وكړه، (۵)
|
|
وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى ﴿۶﴾ | او (په قيامت کې د) نېکۍ (د بدلې ژمنه) رښتينې وبلله، (۶)
|
|
فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى ﴿۷﴾ | نو ژر به اسانه (لار) ورچمتو كړو، (۷)
|
|
وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَى ﴿۸﴾ | او چا چې کنجوسي او(له خپل پالونکي) بې پروايي وكړه، (۸)
|
|
وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى ﴿۹﴾ | او (په قيامت) کې د نېكۍ (د بدلې ژمنه) دروغ وګڼي، (۹)
|
|
فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى ﴿۱۰﴾ | نو ژر به سخته (لار) ورچمتو كړو؛ (۱۰)
|
|
وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى ﴿۱۱﴾ | او چې هلاك شي (؛نو) شتمني يې [عذاب] ترې لرې كولاى نشي . (۱۱)
|
|
إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى ﴿۱۲﴾ | په يقين،چې [د بندګانو] لارښوونه يوازې زموږ (پر غاړه) ده، (۱۲)
|
|
وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى ﴿۱۳﴾ | اوپه حقيقت كې آخرت او دنيا هم يوازې زموږ دي . (۱۳)
|
|
فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى ﴿۱۴﴾ | نو زه مو له غرغنډن اوره وېروم ! (۱۴)
|
|
لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى ﴿۱۵﴾ | چې بې له ډېر بدمرغه (وګړيو بل څوك) نه ورننوځي (او نه سوځي). (۱۵)
|
|
الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۱۶﴾ | هماغه چې (د خداى آيتونه يې) دروغ وګڼل اومخ يې واړو. (۱۶)
|
|
وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى ﴿۱۷﴾ | او ژر به ډېر ښه ځان ساتي ترې په ډډه کړای شي (۱۷)
|
|
الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ﴿۱۸﴾ | هماغه چې د ځان د پاکوالي لپاره (د خداى په لار كې) خپله شتمني لګوي (۱۸)
|
|
وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَى ﴿۱۹﴾ | او له هېچا سره د بدلې موندو په هوډ احسان نه كوي،(۱۹)
|
|
إِلَّا ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى ﴿۲۰﴾ | بلكې يوازېنۍ موخه يې د ستر پالونکي خوښول دي ؛ (۲۰)
|
|
وَلَسَوْفَ يَرْضَى ﴿۲۱﴾ | او ژر به (له) الهي (بدلې) خوشحال شي . (۲۱)
|