بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ ﴿۱﴾ | ايا هغه دې وليد،چې د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟! (۱)
|
|
فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ ﴿۲﴾ | نو دا هغه دى،چې پلارمړى ټېلوهي، (۲)
|
|
وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۳﴾ | او اړمن ته په خوړو ورکولو هڅاندى نه دى، (۳)
|
|
فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ﴿۴﴾ | نو پر هغو نمونځ كوونكيوافسوس دى،چې … (۴)
|
|
الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿۵﴾ | له خپل نمانځه غافل دي، (۵)
|
|
الَّذِينَ هُمْ يُرَاؤُونَ ﴿۶﴾ | هغوى چې ځان ښوونه کوي؛ (۶)
|
|
وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ ﴿۷﴾ | د ژوندنيو اړينو وسايلو وركړه منع كوي . (۷) |