بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۱﴾ | مؤمنانو! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ! تاسې ورسره دوستانه اچوئ او حال دا چې کوم حق دین درغلی، دوی ترې منکر دي (او) دوى (د خداى) استازى او تاسې له دې امله کډوال کړئ، چې پر خپل پالونكي ((الله)) مو ايمان راوړى كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛نو دوستي ورسره و نه کړئ ځکه) او زه مو له پټو خوالو او ښکاره کړنو خبر یم او له تاسې،چې هر څوک دا (كار) وكړي؛نو په رښتیا، چې له سمې لارې اوښتى دى . (۱) | |
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاء وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿۲﴾ | كه پر تاسې لاسبري شي (؛نو بيا به هم) ستاسې دښمنان وي؛خپل لاسونه او ژبې به ستاسې ځورونې ته دروغځوي او هيلمن دي،چې تاسې (بېرته) كافران شئ (۲) | |
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳﴾ | د قيامت پر ورځ به خپلوان او اولادونه مو [چې د سلامتۍ لپاره يې له کفارو سره دوستي کوئ] هېڅ ګټه در و نه رسوي (خداى پر هغه ورځ) ترمنځ مو بېلتون [ د قيامت پر ورځ د خپلوۍ اړيکې پرې کېږي،تاسې پاتېږئ او کړنې مو] راولي او خداى مو د کړنو ښه ليدونکى دى. (۳) | |
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَءاؤا مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۴﴾ | په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده، چې کله يې خپل قوم ته وويل : ((په رښتینه كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د خداى پر ځاى نمانځئ، بېزاره يو، ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې ترمنځ تر هغه ،چې په يوه خداى ايمان راوړئ، تلپاتې كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار [= د مور پلار، تره، پلندر] ته يې وويل : زه به هرومرو بښنه درته وغواړم،که څه هم زما په وس کې نشته،چې له الله نه څه درته ترلاسه کړم . پالونكيه! پر تا مو بروسه كړې او يوازې تا ته مو مخ کړى او همدا ستا لوري ته (د ټولو) درتلل دي . (۴) | |
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۵﴾ | پالونكيه! موږ كافرانو ته (د) ازمېښت (وزله) مه ګرځوه! (کافران راباندې لاسبري مه کړه) او ومو بښه. پالونكيه! په رښتيا چې همدا ته بريمن حكيم يې .)) (۵) | |
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶﴾ | په يقين، تاسې ته د دوى په (دود) كې د لاروۍ (لپاره) غوره (بېلګه) ده؛ هغوی ته چې د خداى او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او څوك چې سرغړونه وکړي (؛ نو ځان ته به يې زيان وررسولى وي؛ځكه چې) يوازې خداى موړ ستايل شوی دى (۶) | |
عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۷﴾ | هېله ده،چې خداى ستاسې او (له مشركانو) د هغو كسانو ترمنځ (په اسلام راوړو یې) دوستي او مينه پيدا كړي،چې دښمني ورسره لرئ او خداى وسمن دى (او) خداى ډېر بښونكى لورين دى . (۷) | |
لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۸﴾ | خداى مو له هغو كسانو سره د نېكۍ،عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي چې د دين په اړه يې جګړه درسره نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكى خوښوي . (۸) | |
إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹﴾ | خداى يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې د دين په اړه يې جګړه درسره كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې د يو بل لاسنيوى كړى او څوك چې دوستي ورسره وكړي؛نو همدوى ظالمان دي (۹) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ | مؤمنانو! چې مؤمنې مهاجرې ښځې درغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، خداى یې پر ايمان ښه پوهېږي او كه درمعلومه شوه،چې مؤمنې دي؛نو كفارو ته يې مه ورستنوئ، نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او څه يې چې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي، ور یې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده مو څه ګناه ورسره نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې پخپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد،چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛لكه چې څنګه هغوى (د هغو ښځو) مهر درنه غواړي (چې ترې بېلې شوې دي) دا د خداى حكم دى، چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او خداى پوه حکيم دى . (۱۰) | |
وَإِن فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِّنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُم مِّثْلَ مَا أَنفَقُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾ | او که له ښځو مو کومه يوه کافرانو ته ولاړه او(ستاسې غوښتل شوى مهر يې درنه کړ او له کفارو مو) غنيمت ونيو؛نو(له غنايمو) تر ټولو ړومبى همدغو سړيو ته چې ښځې يې تللي دي،هومره ورکړئ،چې د هغوى واده ته يې لګولي او [خپل ځانونه] د هغه خداى له [عذابه] وساتئ،چې ايمان پرې لرئ . (۱۱) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲﴾ | پېغمبره! چې مؤمنې ښځې بيعت ته درشي(؛نو شرط به يې دا وي) : له خداى سره به هېڅ څيز نه شريكوي او غلا او زنا به نه كوي او خپل ارمونى اولاد به په دروغو په خپل مېړه پورې نه ورتړي او په ښو (چارو) كې به سرغړونه درځنې نه کوي؛نو بيعت ورسره وكړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه،چې خداى ډېر بښونكى لورين دى .(۱۲) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ ﴿۱۳﴾ | مؤمنانو! له هغې ډلې سره دوستي مه كوئ،چې خداى پرې غوسه شوى،په يقين هغوى له اخرته نهيلي دي؛لكه چې کافران په قبرونو کې د پرتو خلکو له راژوندي کېدو نهيلي دي . (۱۳) |