بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ﴿۱﴾ | (پېغمبره!) چې د خداى مرسته او( پر باطلو د حق ) بريا راورسي. (۱)
|
|
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا ﴿۲﴾ | او خلک وينې،چې ډلې ډلې د خداى دين ته ورننوځي، (۲)
|
|
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا ﴿۳﴾ | نو خپل پالونكى په پاكۍ وستايه او بښنه ترې وغواړه! [ځكه] چې هغه ډېر توبه منوونكى دى. (۳) |