بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱﴾ | (دا) يو سورت دى،چې موږ نازل كړى او موږ يې (احکام) فرض كړي او په هغه كې مو ښكاره آيتونه نازل كړي، ښايي پند واخلئ . (۱) | |
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ | زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ،كه تاسې پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ؛نو نه ښايي پر دوى دواړو د زړه سوي احساس (او دروغجنه مينه) د الهي حكم د عملي كولو خنډ شي او بايد د سزا وركولو پر وخت یې د مؤمنانو يوه ډله حاضره وي . (۲) | |
الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ | زناکار بې له زناکارې يا مشركې سره نكاح نه كوي او له زناکارې سره بې له زناکار يا مشركه (څوك) نكاح نه کوي او دا [واده] پر مؤمنانو حرام شوى دى . (۳) | |
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴﴾ | او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان را نه ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوى پخپله بدچاري دي؛ (۴) | |
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ | خو هغوى چې تردې (تور) روسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (؛نو خداى يې بښي)؛(ځكه) خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . (۵) | |
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۶﴾ | او څوك چې پرخپلو مېرمنو (د زنا) تور لګوي او بې له ځانه نور شاهدان نه لري؛نو شاهدي يې داده، چې هر يو دې څلور ځل د الله پر نامه قسم وخوري،چې رښتوني دي . (۶) | |
وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ وَيَدْرَأُ ﴿۷﴾ | او پر پينځم (ځل شاهدي داده) چې (مېړه) ووايي : (كه په خپل تور ويلو كې) درغجن وي،پر هغه دې د خداى لعنت وي . (۷) | |
عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۸﴾ | او كه ښځه څلور ځل پر خداى قسم وخوري،چې (مېړه يې) دروغ وايي؛ نو سزا نه وركول كېږي . (۸) | |
وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۹﴾ | او پينځم ځل شاهدي يې داده،چې ووايي، د خداى غضب دې پر هغې وي،چې كه هغه (مېړه يې) رښتونى وي . (۹) | |
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ | او كه د خداى فضل او مهرباني درباندې نه واى او داچې هغه توبه منونكى (او) حكيم دى (؛نو ډېر به درنه پر سخت الهي عذاب اخته شوي وو)! (۱۰) | |
إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱﴾ | په رښتینه كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړ كړي دي (؛خو) ګومان مه كوئ،چې دا پېښه درته بده ده؛بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده،چا چې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې ده او له هغوى چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو ورته ستر عذاب دى! (۱۱) | |
لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ ﴿۱۲﴾ | چې كله يې دا (تور) واورېد؛نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان ونه کړ او ويې نه ويل : ((دا ښكاره دروغ دي؟!)) (۱۲) | |
لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۳﴾ | ولې یې (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان رانه وستل؟!اوس يې،چې شاهدان راوستي نه دي؛نو همدوى د خداى پر وړاندې پخپله دروغجن دي (۱۳) | |
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۴﴾ | او كه په دنيا او آخرت كې د خداى فضل او مهرباني درباندې نه واى؛نو ددې کړې ګناه له امله به سخت عذاب دررسېدلى واى!. (۱۴) | |
إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ | (درياد كړه) چې كله مو هغه (ستر دروغ) خوله پر خوله كول او پخپلو خولو مو داسې څه ويل،چې ترې ناخبره وئ او هغه مو كوچني ګڼل،حال داچې د خداى پر وړاندې ستره (خبره) وه! (۱۵) | |
وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ ﴿۱۶﴾ | ولې ددې (تور) په اورېدو مو ونه ويل :(( راسره نه ښايي،چې په دې (موضوع) كې خبرې وكړو. خدايه! ته پاك يې،دا خو ستر تور دى؟!)) (۱۶) | |
يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۷﴾ | خداى نصيحت درته كوي،چې كه مؤمنان ياست بيا هېڅكله دغسې كار مه کوئ . (۱۷) | |
وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۸﴾ | او خداى درته (خپل) آيتونه څرګندوي او خداى پوه حكيم دى . (۱۸) | |
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ | په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خپرول خوښوي (؛نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ . (۱۹) | |
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّه رَؤُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۲۰﴾ | كه الهي فضل او لورنه درباندې نه واى او هم داچې خداى ډېر نرمي كوونكي او لورین دى (؛نو سخت عذاب به نيولي واست)!. (۲۰) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ | مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلو ولاړ شي (؛نو بېلارې كوي يې)؛ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه واى؛نو هېڅ كله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛خو د خداى چې چاته خوښه شي پاك زړی کوي يې او خداى (دى چې) پوه اورېدونكى دى . (۲۱) | |
وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۲﴾ | او ستاسې پانګوال او د پراخۍ خاوندان دې قسم نه خوري،چې له خپلو خپلوانو او مسكينانو او د خداى د لارې مهاجرينو سره به مرسته نه کوي او دوى بايد عفوه وكړي او سترګې پرې پټې كړي،ايا نه مو خوښېږي،چې خداى مو (ددې عفوې او تېرېدنې له امله) وبښي؟! او خداى ډېر بښونكى (او) لورین دى (۲۲) | |
إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾ | په حقيقت کې څوك چې پر پاكلمنو او (له هر ډول چټليو) پر ناخبرو او مؤمنو ښځو تورونه ورتپي،په دنيا او آخرت كې له الهي رحمته لرې کړاى شول او ورته ستر عذاب دى! (۲۳) | |
يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ | پر هغه ورځ ژبې،لاسونه او پښې به يې پر كړنو يې شاهدي وركړي . (۲۴) | |
يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ ﴿۲۵﴾ | پر هغه ورځ،خداى یې واقعي بدله پوره وركوي او پوه به شي،چې خداى هماغه څرګند حق دى . (۲۵) | |
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۲۶﴾ | ناپاكې ښځې د ناپاكو نارينه وو لپاره دي او (هم) ناپاكه نارينه د ناپاكو ښځو لپاره دي؛سپېڅلې ښځې د سپېڅليو نارينه وو لپاره دي او (هم) سپېڅلي نارينه د سپېڅليو ښځو لپاره دي! دوى (د ناپاكانو) له تورونو پاك دي، دوى ته (الهي) بښنه او ارزښتمنه روزي ده (۲۶) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ | مؤمنانو! بې له خپلو كورو،د نورو كورونو ته (تر هغې) مه ورننوځئ،څو په دوستۍ (ځان معرفي او) اجازه واخلئ او پر كورنۍ يې سلام واچوئ،دا درته غوره ده، ښايي پند واخلئ . (۲۷) | |
فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸﴾ | نو كه هلته مو څوك و نه موندل (چې اجازه دركړي)؛نو (تر هغې) مه ورننوځئ،څو اجازه درته وشي او كه درته وويل شي : “دروګرځئ!”؛نو راوګرځئ،چې دا درته ډېرغوره ده او څه چې كوئ،خداى پرې پوره پوهېږي . (۲۸) | |
لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۲۹﴾ | (خو) په دې كې څه ګناه درته نشته،چې (هغو) ناهستوګنو كورو ته ورننوځئ،چې په هغو كې ستاسې د ګټې (يا كار) څه شى وي او خداى ترې خبر دى چې څه ښكاره كوئ او چې څه پټوئ . (۲۹) | |
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۳۰﴾ | مؤمنانو نارینه وو ته ووايه : ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه چې څه كوي،خداى پرې ښه خبر دى . (۳۰) | |
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۱﴾ | او مؤمنو ښځو ته ووايه : ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نه ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [= وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي . مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ،ښايي بريا ومومئ .)) (۳۱) | |
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۲﴾ | او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ .كه هغوى تنګلاسي وي؛ نو خداى به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او خداى پوه پراختيا راوستونكى دى . (۳۲) | |
وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۳﴾ | او هغوى چې نكاح يې په وس كې نه وي (؛نو) بايد پاكلمني وسي،چې خداى يې له خپل فضله شتمن كړي او له مريانو مو،چې څوك د ليكلي تړون له مخې د ځان ازادي غواړي؛ نو د ازادېدو تړون ورسره وليكئ، كه درمعلومه وي،چې په هغو كې خير (تر ازادېدو روسته د خپلواك ژوند وس) شته او له خداى دركړې شتمنۍ، څه وركړئ او خپلې وينځې،چې پخپله پاك لمني غواړي؛نو د دنيوي ګټو لپاره يې بدکارۍ ته مه اړ باسئ او چې څوك يې (زنا ته) اړ باسي؛نو تر دې اړ ايستنې روسته خداى اړ شويو ته ښه بښونكى (او) مهربان دى . (۳۳) | |
وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۳۴﴾ | او په رښتيا آيتونه مو درلېږلي،چې ډېرحقايق څرګندوي او ستاسې د مخكېنيو بېلګې (مو دروړاندې کړي) او متقیانو ته پند(دى). (۳۴) | |
اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾ | الله د اسمانونو او ځمكې نور دى،د نور مثال یې (داسې دى)؛ لكه په یوه تاخچه كې،چې يوه بله ډيوه وي، ډيوه په يوه ښيښه كې وي،ښيښه (د هغې رڼا له امله) د ځلند ستوري په څېر وي،چې (دا ډيوه) د ښونه د یوې بركتناكې ونې – چې نه ختيزه وي او نه لويديزه – په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او راڼه دي،چې) نژدې وي بې اوره (پخپله ولګي او) رڼا وكړي، (په دې توگه) د رڼا له پاسه رڼا وي او د خداى چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا لار ورښيي او خداى خلكو ته دا بېلګې راوړي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى په هر څه پوه دى . (۳۵) | |
فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ﴿۳۶﴾ | (دا بله ډيوه) په هغو كورونو كې ده،چې خداى يې (د دېوالونو) د لوړولو حكم كړى دى (چې د شيطان له لاسوهنو خوندي وي)؛داسې كورونه دي،چې د خداى نوم پكې يادېږي او سهار و ماښام پكې د خداى پاكي ويل كېږي (۳۶) | |
رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ ﴿۳۷﴾ | (په كورو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د خداى له ياد او د نمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه ناگاروي، هغوى له هغې ورځې ډارېږي،چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي . (۳۷) | |
لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۸﴾ | (هغوى دا چارې ځكه كوي،چې) خداى يې د كړنو ډېره غوره بدله وركړي او خپلې لورنې پرې لا زياتې كړي او د خداى،چې چا ته خوښه شي،بې حسابه روزي وركوي (او له بې شمېره نعمتونو يې برخمنوي). (۳۸) | |
وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۳۹﴾ | او هغوى چې كافران شوي دي،د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده،چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛خو چې ورشي (؛نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى . (۳۹) | |
أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ ﴿۴۰﴾ | يا (یې د كړنو) بېلګه لکه په یو ژور سمندر كې تروږمۍ،چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او له پاسه پرې وريځ وي يو پر بل باندې (څلور ډوله) تیارې، كه (په دغو تپو تيارو كې پرېوتى انسان) خپل لاس راوباسي؛نو ناشونې ده چې وويني! او خداى،چې چا ته څه رڼا وركړي نه وي؛نو هېڅ رڼا ورته نشته . (۴۰) | |
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۱﴾ | ايا نه وينې،څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او مرغان غوړولي وزرونه د خداى تسبيح وايي؟! هر يو (خداى ته) پر خپل نمانځه او ثنا ستاينې پوهېږي او څه چې كوي،خداى پرې پوهېږي (۴۱) | |
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۴۲﴾ | او د اسمانونو او ځمكې واکمني او مالكيت يوازې د خداى دى او د (ټولو موجوداتو) ورستنېدل يوازې د خداى لوري ته دي . (۴۲) | |
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ ﴿۴۳﴾ | ايا نه وينې،چې خداى (هر لوري ته ټوټې ټوټې) ورېځې شړي بيا يې ټوټې سره يو ځاى كوي بيا يې راغونډوي چې ټینګه درنه وریځ شي؛نو وينې،چې له منځه يې د باران څاڅكي راڅاڅي او (خداى دى،چې) هلته له اسمانه (د يخ وهليو ورېځو) له غرو ږلۍ وروي؛ نو چا ته چې يې خوښه شي،پرې زيان وراړوي او چا ته چې يې خوښه شي،ترې يې ژغوري؛نژدې ده،[چې د ورېځو] د برېښنا پړک يې سترګې وبرېښوي! . (۴۳) | |
يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ ﴿۴۴﴾ | خداى شپې و ورځې اړوي را اړوي،بېشكه په دې (بدلون) كې سترګورو ته یو عبرت (درس) دى . (۴۴) | |
وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۵﴾ | او خداى ټول خوځنده (لومړى) له اوبو پيدا كړل؛نو ځينې يې په ګېډو ښوييږي،ځينې په دوو پښو درومي او ځينې پر څلورو (پښو) درومي؛خداى چې څه وغواړي،پيدا كوي يې؛ځكه خداى پر هر څيز لاسبرى دى . (۴۵) | |
لَقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴۶﴾ | په رښتيا موږ څرګندونکي آيتونه نازل كړي او د خداى،چې چا ته خوښه شي،سمه لار ورښيي . (۴۶) | |
وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ | او دوى وايي : ((موږ پر خداى او استازي ايمان لرو او اطاعت يې كوو))؛خو تر دې ادعا روسته یې يوه ډله مخ اړوي او دوى (په حقيقت كې) مؤمنان نه دى . (۴۷) | |
وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۴۸﴾ | او چې كله دوى خداى او استازي ته وروبلل شي،چې ترمنځ يې پرېكړه وكړي (؛نو) یو دم يوه ډله يې (د استازي له حكمه) مخ اړوي . (۴۸) | |
وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿۴۹﴾ | او كه حق يې پر خوا وي (او پر ګټه يې پرېكړه وشي) (؛نو بيا) غاړه ايښوونکي ور روان وي . (۴۹) | |
أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۵۰﴾ | ايا په زړونو كې یې ناروغي ده يا شكمن دي يا وېرېږي،چې خداى او استازى به يې ظلم ورباندې وكړي؟! نه؛ بلكې دوى پخپله ظالمان دي . (۵۰) | |
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵۱﴾ | (خو) د مؤمنانو وينا چې كله خداى او استازي ته یې وروبلل شي چې ترمنځ یې پرېكړه وکړي؛يوازې داده: ((موږ(مو خبره) واورېده او(ستا حكم) مو ومانه.)) او دوى هماغه واقعي بريالي دي . (۵۱) | |
وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۵۲﴾ | او څوك چې د خداى او استازي یې ومني او د خداى له (سرغړونې) ووېرېږي او ځان یې (له عذابه) وساتي؛ نو يوازې همدوى بريمن دي . (۵۲) | |
وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُل لَّا تُقْسِمُوا طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۵۳﴾ | او دوى پر خداى ډېر ټينګ قسمونه خوري،چې كه حکم ورته وكړې (؛نو) هرومرو به (جهاد ته له خپلو كورنو او شتمنيو) راووځي (او په اخلاص ځانونه دروړاندې كوو)؛ (خو ورته) ووايه :((قسمونه مه خورئ،[له استازي] نږه اطاعت واجب دی،البته خداى خو پر كړنو ښه خبر دى .)) (۵۳) | |
قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۵۴﴾ | ووايه : ((د خداى اطاعت وكړئ او د استازي اطاعت وكړئ؛خو كه شا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو پازوال دى او تاسې د خپلو كړنو او كه اطاعت يې وكړئ(؛نو) سمه لار به ومومئ او (د خداى) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې نور څه (پازوالي) نشته .)) (۵۴) | |
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۵۵﴾ | خداى مو له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،ژمنه كړې،چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر دوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او کوم دین یې چې ورته غوره کړی په الهي ځواک به یې ورټینګ او تثبیت کړي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما نمانځي او هېڅ څیز راسره نه شريكوي او څوك چې تردې روسته كافر شي؛نو همدوى فاسقان دي . (۵۵) | |
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۵۶﴾ | او نمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د استازي [یې] امر منئ، ښايي لورنه درباندې وشي . (۵۶) | |
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۵۷﴾ | او ګومان مه کوه،چې كافران به (موږ) پر ځمكه بېوسې كړي (او د الهي سزا له منګولو به وتښتي) هستوګنځى يې اور دى او البته څه ناوړه هستوګنځى دى . (۵۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۸﴾ | مؤمنانو! بايد چې مريان، وينځې او هغه ماشومان مو،چې مړانې نه وي وهلي،په درېیو وختونو كې درنه اجازه واخلي : د سهار تر نمانځه مخكې او غرمه،چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر نمانځه روسته (دا) درې وخته مو، د ځان بربنډولو وختونه دي؛خو بې له دغو وختونو؛ نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر هغوى (چې كه بې اجازې درشي؛ځكه) تاسې يو بل ته بيا بيا ورتلونکي یاست (چې په پاك زړه د يو بل خدمت وكړئ) په دې توګه خداى خپل آيتونه درڅرګندوي او خداى پوه حكيم دى، (۵۸) | |
وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۹﴾ | او چې كله ماشومان مو مړانې ووهل؛ نو بايد اجازه (درنه) واخلي؛لكه چې تر دوی مخکې یې (مشرانو) اجازه اخسته،په دې ډول خداى درته خپل آيتونه بيانوي او خداى پوه حكيم دى . (۵۹) | |
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۶۰﴾ | او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيلمنې نه وي؛ نو كه دوى خپل ټكري كېدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛په دې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نه کړي؛خو پتمني ورته غوره ده او خداى اورېدونكى پوه دى . (۶۰) | |
لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا مِن بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون ﴿۶۱﴾ | پر ړانده،ګوډ او ناروغ څه ګناه نشته (چې خواړه درسره وخوري) او هم پر تاسې څه ګناه نشته،چې له خپلو كورونو [= ستاسې د زامنو او ښځو كورونه،چې ستاسې خپل كورونه ګڼل كېږي،بې له ځانګړې اجازي] خواړه وخورئ او همداراز(كه) د خپلو پلرونو له كورونو يا د خپلو مېندو له كورونو يا د خپلو وروڼو له كورونو يا د خپلو خويندو له كورونو،يا د خپلو ترونو له كورونو يا د خپلو ترورګانو له كورونو يا د خپلو ماماګانو له كورونو يا د خپلو توړيو له كورونو يا له هغو كورونو،چې كليګانې (او واك) يې ستاسې په لاس كې وي يا د خپلو دوستانو له كورونو (خواړه وخورئ؛نو پر تاسې يې وبال يې نشته) ددې هم څه ګناه نشته،چې په ګډه يو ځاى خواړه وخورئ يا بېلابېل؛نو (ښوول شويو) كورونو ته چې ورننوځئ؛نو پر يو بل سلام واچوئ،چې دا د خداى له لوري بركتناكه او پاكه د خير دعا ده،خداى په دې (خپل) آيتونه درڅرګندوي،ښايي اندنه وکړئ . (۶۱) | |
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۶۲﴾ | واقعي مؤمنان هغوى دي،چې پر خداى او استازى يې ايمان راوړى وي او چې كله په يو ټولنيز كار كې ورسره وي؛نو بې اجازې يې چېرته نه ځي،هغوى چې اجازه درنه اخلي (؛نو) په رښتيا پر خداى او استازى يې ايمان لري؛نو چې كله دوى د خپل كوم كار لپاره اجازه درنه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركوه او له خدايه بښنه ورته وغواړه،بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى . (۶۲) | |
لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ | لکه يو بل ته چې غږ كوئ،پېغمبر ته (هغسې) غږ مه كوئ،په تاسې كې خداى هغوى ښه پېژني،چې د يو بل شاته پټېږي او په يوه بل پسې له غونډې تښتي؛نو د پېغمبرد فرمان سرغړوونكي بايد ووېرېږي،چې هسې نه څه فتنه ورورسي يا پر یو دردناك عذاب اخته شي . (۶۳) | |
أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۶۴﴾ | پوه شئ،چې په حقيقت کې په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي،يوازې د الله دي پر هر حالت چې یاست په رښتيا ورباندې پوهېږي او پر هغه ورځ (هم پوهېږي) چې (خلك) يې لوري ته ورګرځول کېږي او (پر هغه ورځ) به دوی د خپلو کړنو (له پايلو او حقيقته) خبر کړي او خداى پر هر څه ښه پوه دى . (۶۴) |