بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ﴿۱﴾ | افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! (۱)
|
|
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ ﴿۲﴾ | هماغه،چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې،چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي). (۲)
|
|
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ ﴿۳﴾ | انګېري، دا شتمي به يې تلپاتې كړي (او له مړينې به يې وژغوري). (۳)
|
|
كَلَّا لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ ﴿۴﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې ګڼي يې) ژر به په “حطمة” [= ماتوونكى اور] کې وروغورځول شي! (۴)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ ﴿۵﴾ | او ته څه پوهېږې،چې “حطمه” څه ده؟! (۵)
|
|
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ ﴿۶﴾ | (هغه) الهي بل شوى اور دى . (۶)
|
|
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ ﴿۷﴾ | (هماغه) چې پر زړونو ورخېژي او خوله اچوي . (۷)
|
|
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ ﴿۸﴾ | په حقيقت کې دا اور پرې راپېچل شوی دى (چې د تېښتې لار نه لري)، (۸)
|
|
فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ ﴿۹﴾ | په غځول شویو اوږدو ستنو کې (۹) |