بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه |
ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ ﴿۱﴾ | صاد،له نصيحت (او د خداى له ياده) پر ډک قرآن قسم (چې دا كتاب الهي معجزه ده) . (۱) |
بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ ﴿۲﴾ | هو! کافران په لويي، سرغړونې،(جاهلي) ځېل او(له حق سره) په مخالفت کې (لګیا) دي . (۲) |
كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ ﴿۳﴾ | تر دوى مخكې مو څومره قومونه هلاك كړي؛ نو (د عذاب د راتلو پر مهال به يې) چغې وهلې (او مرسته يې غوښته)؛خو د ژغورنې وخت تېر شوى و. (۳) |
وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿۴﴾ | او(مشرکان) په دې هېښنده دي چې څنګه يې له (قومه) یو خبروونكى وررغلى او كافرانو وويل : (( چې دا يو ډېر دروغجن كوډګر دى . (۴) |
أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ ﴿۵﴾ | ايا له ټولو معبودانو یې يو معبود (الله) جوړ كړى، په رښتيا دا خو ډېر عجيبه څيز دى!.)) (۵) |
وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ ﴿۶﴾ | او مشران يې په بيړه (له غونډې) ووتل (او و يي ويل : ) ((ځئ ځئ او د خپلو معبودانو (پر نمانځنې) ټينګ وسئ،بېشكه دا يو څيز دى، چې (د يوې موخې لپاره) کېږي (چې تاسې بېلارې كړي) . (۶) |
مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ ﴿۷﴾ | (بلخوا) موږ دا (مطلب) په وروستي دين (عيسوى) كې (هم) نه دى اورېدلى،دا (ادعا) يو تش تور دى . (۷) |
أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ ﴿۸﴾ | ايا له منځه مو ایله پر ده (= محمد) قرآن رانازل شو؟!))؛بلكې دوى زموږ د وحې په اړه شكمن دي؛ خو په آر كې یې لا الهي عذاب نه دى څكلى (چې دغسې سپورې خبرې كوي) (۸) |
أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ ﴿۹﴾ | يا ستا د ځواکمن ډېر بښونكي پالونكي د لورنې خزانې یې په واک کې دي (چې هر چا ته يې خوښه شي، ور يې كړي)؟! (۹) |
أَمْ لَهُم مُّلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَلْيَرْتَقُوا فِي الْأَسْبَابِ ﴿۱۰﴾ | يا د اسمانونو او ځمكې او دهغو په منځ كې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني یې په لاس کې ده؟! (كه داسې وي)؛ نو له هرې شونې لارې دې اسمان ته وخېژي (او د محمد پر پاك زړه دې د وحې د راكېوتو مخه ونيسي)! (۱۰) |
جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ الْأَحْزَابِ ﴿۱۱﴾ | (هو) دوی له لویو ډلو یو کوچنی ټولګی دی،چې هلته یې (= بدر) ماتې پر برخه ده (چې له حقيقت لرې دى او پلمې کوي) (۱۱) |
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ ﴿۱۲﴾ | تر دوى مخكې د نوح قوم،عاد او د ميخونو خاوند فرعون (زموږ پېغمبران) دروغجن ګڼلي ول . (۱۲) |
وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الأَيْكَةِ أُوْلَئِكَ الْأَحْزَابُ ﴿۱۳﴾ | او (همداراز) د ثمود قوم،لوط او د ايكې اوسېدونكيو [= د شعيب قوم] دوی (مخالفې) ډلې وې (چې زموږ پېغمبران یې دروغجن وګڼل). (۱۳) |
إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ﴿۱۴﴾ | (له دې ډلو) هرې ډلې زموږ استازي دروغجن وګڼل؛نو زما عذاب (پرې) ثابت شو . (۱۴) |
وَمَا يَنظُرُ هَؤُلَاء إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ ﴿۱۵﴾ | او دوى (په دې خپلو كړنو) د يوې (اسماني مرګوني) كړيكې انتظار باسي،چې هېڅ مهلت او بېرته ګرځېدل ورته نشته (او ټول به هلاك كړي)! (۱۵) |
وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۱۶﴾ | (په ملنډو) يې وويل : (( پالونكيه ! د حساب له ورځې مخكې ډېر ژر خپله برخه (عذاب) راكړه.))(۱۶) |
اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۱۷﴾ | په خبرو يې صبر وكړه او زموږ ځواكمن بنده داوود درياد كړه،چې هغه ډېر توبه ګار و. (۱۷) |
إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ ﴿۱۸﴾ | په حقيقت كې موږ غرونه (ورته) اېل كړل،چې هر ماښام او سهار يې د خداى پاكي ورسره ويله . (۱۸) |
وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَّهُ أَوَّابٌ ﴿۱۹﴾ | او الوتونكي پرې راغونډېدل (چې د خداى تسبيح ورسره ووايي او) ټولو غاړه ورته ايښې وه . (۱۹) |
وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ﴿۲۰﴾ | او موږ يې واکمني ټينګه کړه او(هم) پوهه او (هم د عادلانه او) غوڅو پرېکړو هنر ورکړى و. (۲۰) |
وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ﴿۲۱﴾ | او ايا د مدعيانو خبر دررسېدلى، چې (د داوود) د محراب (عبادتځي) پر دېوال وروختل . (۲۱) |
إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْكُم بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاء الصِّرَاطِ ﴿۲۲﴾ | چې (ناڅاپه) پر داوود ورننووتل؛ نو ترې ووېرېد او دوى وويل: (( مه وېرېږه،(موږ) دوه تنه مدعيان يو،چې يو پر بل مو تېرى كړى؛نو ترمنځ مو په حق پرېكړه وكړه او بې انصافي مه کوه او سمې لارې ته مو ورسیخ کړه. (۲۲) |
إِنَّ هَذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ ﴿۲۳﴾ | په رښتینه كې دا (سړى) مې ورور دى او د ده نهه نوي مېږې او زما يوه مېږه ده؛ نو راته وايي چې دا (هم) راكړه او په خبرو کې راباندې زورور دی .)) (۲۳) |
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنْ الْخُلَطَاء لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ﴿۲۴﴾ | (داوود) وويل : (( په يقين چې هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي،چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او بېشکه ډېر شريكباڼي (او دوستان) پر يو بل تېرى كوي؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه عملونه يې كړي؛ خو [په رښتینه کې] داسې خلک لږ دي .)) داوود پوه شو،چې (په دې پېښه كې) مو وازمېيه؛ نو له خپل پالونكي یې بښنه وغوښته او پړمخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته . (۲۴) |
فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِكَ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۲۵﴾ | نو دا (تېروتنه) مو وروبښله او په حقيقت كې هغه زموږ پر وړاندې د لوړې رتبې خاوند او د ښې پايلې درلودونکى دى . (۲۵) |
يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿۲۶﴾ | داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې؛نو د خلكو ترمنځ په حق پرېكړه كوه او په ځاني غوښتنو پسې مه ځه،چې د خداى له لارې به دې واړوي؛ په حقيقت كې هغوى چې د خداى له لارې اوړي (؛نو) د حساب د ورځې د هېرولو له امله ورته سخت عذاب دى .! (۲۶) |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ ﴿۲۷﴾ | او موږ اسمان او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي،خوشې (او بابېزه) نه دي پيدا كړي،دا د هغوى ګومان دى،چې كافران شوي دي (او حق يې پټ كړى) ؛ نو (د دوزخ) له اوره پر كافرانو افسوس! (۲۷) |
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ ﴿۲۸﴾ | ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي، د هغه چا په څېر كړو،چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا متقیان د بدچاريو په څېر كړو؟! (۲۸) |
كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ ﴿۲۹﴾ | (دا) يو بركتناك كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى،چې په آيتونو كې يې غور وكړي او عقلمن ترې پند واخلي . (۲۹) |
وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۳۰﴾ | او داوود ته مو سليمان وروباښه؛څه ښه بنده و! (ځكه) چې هغه توبه ګار و . (۳۰) |
إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ ﴿۳۱﴾ | هغه وخت (درياد كړه)،چې سلیمان ته ماښام مهال ګړندي اصيل اسونه وروړاندې کړای شول، (۳۱) |
فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ﴿۳۲﴾ | نو ويې ويل : ((دا آسونه مې د خداى لپاره خوښ دي)) (او په جهاد كې ترې ګټه اخلم، همداسې یې ورته كتل) تردې،چې له سترګو يې پناه شول . (۳۲) |
رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ ﴿۳۳﴾ | (اسونه دومره په زړه پورې ول، چې ويې ويل : ) بېرته يې راولئ؛ نو د هغوى (د نازولو لپاره) پر پنډيو او غاړو يې لاس راښكل پيل كړل . (۳۳) |
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ ﴿۳۴﴾ | او په يقين سلېمان مو وازمېيه او پر تخت يې مو يوه جوسه وغورځوله (د خداى درشل ته) توبه وكړه . (۳۴) |
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ ﴿۳۵﴾ | ويې ويل : (( پالونكيه! ومې بښه او داسې واكمني راكړه، چې بې له ما یې هېڅوك وړ نه وي؛(ځكه) چې يوازې ته ډېر ښې ورکړې والا يې .)) (۳۵) |
فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاء حَيْثُ أَصَابَ ﴿۳۶﴾ | نو باد مو وراېل كړ او چېرى به يې،چې غوښتل په امر به يې په نرمۍ سره چلېده . (۳۶) |
وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاء وَغَوَّاصٍ ﴿۳۷﴾ | او موږ شيطانان وراېل كړل،د هر ډول ماڼيو جوړوونكي او (د سمندر) ماڼکيان وو. (۳۷) |
وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ ﴿۳۸﴾ | او څه نور (شيطانان مو) چې په ځنځيرونو تړل شوي ول ( ورته اېل كړل) . (۳۸) |
هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۳۹﴾ | (او ورته مو وويل:) دا زموږ دركړه ده؛ نو بې شمېره (او بې حسابه يې) وركړه يا يې وساته . (۳۹) |
وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۰﴾ | او بېشكه زموږ پر وړاندې هغه ته نژدې مقام اوغوره پاى ده . (۴۰) |
وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ ﴿۴۱﴾ | او بنده مو ايوب درياد کړه،چې خپل پالونكي ته یې ورنارې کړې چې شيطان پر ستونزو او کړاو اخته كړى يم . (۴۱) |
ارْكُضْ بِرِجْلِكَ هَذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ ﴿۴۲﴾ | (ورته مو وويل : ) پښه دې پر ځمكه ووهه؛ دا ده لمبلو او څښلو ته د يخو اوبو یوه (چينه). (۴۲) |
وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ ﴿۴۳﴾ | او [بل ځل] كورنۍ يې مو ورسره هومره نور وروبښل (چې له لاسه يې ورکړي ول)، چې زموږ له لوري یو رحمت او عقلمنو ته یو عبرت وي . (۴۳) |
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ﴿۴۴﴾ | (او ورته مو وويل:) او (د كڼکو) جارو راواخله او(خپله ښځه) دې پرې ووهه او خپل قسم مه ماتوه،په يقين موږ هغه د زغم خاوند وموند،څه ښه بنده و!(؛ځكه) چې هغه توبه ګار و. (۴۴) |
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُوْلِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ ﴿۴۵﴾ | او زموږ [په عبادت کې] پياوړي او سترگور بندګان؛ابراهيم او اسحاق او يعقوب درياد كړه . (۴۵) |
إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ ﴿۴۶﴾ | په حقيقت كې هغوى مو د آخرت اندې په ځانګړې ځانگړنه ساز کړي وو. (۴۶) |
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ ﴿۴۷﴾ | او په حقيقت كې دوى زموږ پر وړاندې له غوره شويو نېكانو ځنې وو . (۴۷) |
وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِّنْ الْأَخْيَارِ ﴿۴۸﴾ | او “اسماعيل” او”يسع” او “ذوالكفل” درياد كړه،چې دا ټول له نېكانو ځنې وو. (۴۸) |
هَذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَآبٍ ﴿۴۹﴾ | دا يوه يادونه ده او بېشكه متقیانو ته هرومرو د ورتلو ښه ځاى (پر برخه) دى : (۴۹) |
جَنَّاتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ ﴿۵۰﴾ | (هماغه) همېشني جنتي باغونه،چې ورونه يې ورپرانستل شوي دي؛ (۵۰) |
مُتَّكِئِينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ ﴿۵۱﴾ | هلته به (پر تختونو) ډډه وهلي ناست وي (او) هلته به ډېرې مېوې او څښاک راغواړي . (۵۱) |
وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ ﴿۵۲﴾ | او حياناکې همزولې مېرمنې به ورسره وي . (۵۲) |
هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ الْحِسَابِ ﴿۵۳﴾ | دا هغه څه دي،چې د حساب د ورځې لپاره (یې چورلټه) ژمنه دركړای شوې ده . (۵۳) |
إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ ﴿۵۴﴾ | (او وايي:) په حقيقت كې دا زموږ له لوري ټاکلې “روزي” ده، چې پاي ته رسېدل يې نشته . (۵۴) |
هَذَا وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ لَشَرَّ مَآبٍ ﴿۵۵﴾ | دا (د متقیانو بدله ده) او بېشكه سرغړوونكيو ته کرغېړن هستوګنځى دى (۵۵) |
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۵۶﴾ | (چې هغه) دوزخ دى، پكې به ورننوځي؛نو څه بد ټاټوبى دى! (۵۶) |
هَذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ ﴿۵۷﴾ | یو خو دا نو (بیا) دې سرې اوبه او زوې وڅكي! (۵۷) |
وَآخَرُ مِن شَكْلِهِ أَزْوَاجٌ ﴿۵۸﴾ | او په څېر یې نورې راز راز سزاګانې (هم ورته شته) . (۵۸) |
هَذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ لَا مَرْحَبًا بِهِمْ إِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ﴿۵۹﴾ | (ورته ويل كېږي : ) دا يوه ډله ده،چې دوزخ ته درسره ننوځي (دوى هماغه بېلارې مشران دي،چې) هر کلى ورته نشته؛ ځكه هغوى اور ته ورننوځي (او سوځي)! (۵۹) |
قَالُوا بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا فَبِئْسَ الْقَرَارُ ﴿۶۰﴾ | هغوى (خپلو مشرانو ته) وايي: ((؛بلكې تاسې ته دې هرکلى نه وي،چې دا (عذاب خو همدا) تاسې له وړاندې راچمتو کړې و؛نو (دا دوزخ) څه بد تمځى دى!)) (۶۰) |
قَالُوا رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِي النَّارِ ﴿۶۱﴾ | (بيا) وايي: (( پالونكيه! چا چې دا (عذاب) له وړاندې راچمتو کړی، په اور كې يې عذاب دوه ګرايه كړه!)) (۶۱) |
وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ ﴿۶۲﴾ | او وايي : ((پر موږ څه شوي،(په دنيا كې) چې كوم سړي مو بدان ګڼل، (په اور كې) يې نه وينو؟ (۶۲) |
أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ ﴿۶۳﴾ | ايا (په دنيا کې) مو ملنډې پرې وهلې يا (دومره ناڅيزه او سپک دي،چې) زموږ سترګې يې نه ويني؟! )) (۶۳) |
إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ ﴿۶۴﴾ | بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی. (۶۴) |
قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۶۵﴾ | ووايه : (( بېشكه زه خو يوازې يو خبروونكى يم او بې له ايکي يوه ډېر قهرجن خدايه بل معبود نشته؛ (۶۵) |
رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ ﴿۶۶﴾ | د اسمانونو او ځمكې او ترمنځ یې د څيزونو پالونكى؛هماغه ناماتى خورا بښونكى دى .)) (۶۶) |
قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ ﴿۶۷﴾ | ووايه : ((دا يو لوى خبر دى، (۶۷) |
أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ ﴿۶۸﴾ | چې ترې مخ اړوونكي ياست! (۶۸) |
مَا كَانَ لِي مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿۶۹﴾ | ما ته د ملا اعلى (او د پرښتو د پاسنۍ نړۍ) په باب معلومات نشته،چې (پرښتو د آدم د پنځون په اړه خپلمنځي) ويينې او ناندرۍ وهلې . (۶۹) |
إِن يُوحَى إِلَيَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۷۰﴾ | زه له ځانه هيڅ پوهه نه لرم،يوازې په وحې مې خبروي او وحې هم يوازې په گواښگرندو چارو پورې اړوند ده .)) (۷۰) |
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِينٍ ﴿۷۱﴾ | (او درياد كړه) چې پالونكي دې پرښتو ته وويل:(( په رښتینه كې له خټې د يوه بشر پيدا كوونكى يم؛ (۷۱) |
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۷۲﴾ | نو چې هغه مې (بشپړ) برابر كړ او پكې مې له خپل روحه پو كړ؛ نو (د درناوي لپاره پر ځمكه) په سجده ورته پرېوځئ .)) (۷۲) |
فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۷۳﴾ | نو ټولو پرښتو له يوې مخې سجده وكړه؛ (۷۳) |
إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنْ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾ | خو ابليس (سجده و نه كړه،چې) لويي يې وكړه او له كافرانو ځنې شو. (۷۴) |
قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِينَ ﴿۷۵﴾ | خداى وويل : (( ابليسه ! څه پرېنښوولې،چې هغه چا ته سجده وكړې،چې ما (د خپل قدرت) په لاسونو پيدا كړى دى؟! ايا لويي دې وكړه يا (په خپل اند کې د گردې هستۍ) له لوړ پوړو ځنې يې؟ (چې د سجدې كولو حكم درته ونشي!) )) (۷۵) |
قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ ﴿۷۶﴾ | (ابليس) وويل : (( زه ترې غوره يم (؛ځكه) زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې پیدا کړ .)) (۷۶) |
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۷۷﴾ | (خداى) وويل : ((نو له هغه [مقام = له اسمانونو او د پرښتو له ليكو] ووځه؛ځكه رټل شوى يې . (۷۷) |
وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۷۸﴾ | او په رښتینه كې د جزا تر ورځې مې پر تا لعنت دى!)) (۷۸) |
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۷۹﴾ | (ابليس) وويل :(( پالونكيه ! (د انسانانو د دويم ځل) ژوندي راپاڅېدو پورې مهلت راكړه.)) (۷۹) |
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ ﴿۸۰﴾ | (خداى) وويل: (( نو په رښتینه كې ته له مهلت وركړ شويو ځنې يې، (۸۰) |
إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۸۱﴾ | (خو) تر ټاكلې ورځې (چې د لومړۍ شپېلۍ وهل دي).)) (۸۱) |
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۲﴾ | (ابليس) وويل : (( ستا پر عزت قسم،چې هرومرو به دوى ټول بېلارې كړم؛ (۸۲) |
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۸۳﴾ | خو بې له هغو بندګانو دې، چې له دوی راچاڼ شوي دي.)) (۸۳) |
قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ ﴿۸۴﴾ | (خداى) وويل : ((نو حق دا دی او زه همدا حق وايم، (۸۴) |
لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۵﴾ | چې هرومرو به دوزخ له تا او ټولو هغوى ډك كړم،چې لاروي دې وكړي!)) (۸۵) |
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ ﴿۸۶﴾ | (پېغمبره!) ووايه : (( پردې [رسالت] درنه څه بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو، (رياکارانو او له ځانه جوړوونکيو) ځنې يم .(خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي). )) (۸۶) |
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۸۷﴾ | دا (قرآن) خو يوازې نړيوالو ته پند دى؛ (۸۷) |
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ ﴿۸۸﴾ | او هرومرو څه موده روسته به یې (د نړيوالېدنې) خبر واورئ . (۸۸) |