بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
وَالطُّورِ ﴿۱﴾ | قسم دى پر طور (غره)، (۱) | |
وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ ﴿۲﴾ | او پر ليكل شوي كتاب قسم، (۲) | |
فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ ﴿۳﴾ | (چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)، (۳) | |
وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ ﴿۴﴾ | او پر ودان كور قسم، (۴) | |
وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ ﴿۵﴾ | او پر لوړ چت (اسمان) قسم، (۵) | |
وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴿۶﴾ | او [له اوبو يا اوره] پر ډك سمندر قسم، (۶) | |
إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ﴿۷﴾ | بېشكه،چې د پالونكي عذاب دې هرومرو راپېښېدونكى دى! (۷) | |
مَا لَهُ مِن دَافِعٍ ﴿۸﴾ | هېڅوك يې مخه نشي نيولاى! (۸) | |
يَوْمَ تَمُورُ السَّمَاء مَوْرًا ﴿۹﴾ | (دا الهي عذاب به) پر هغه ورځ پېښ شي،چې اسمان پوره وڅرخېږي، (۹) | |
وَتَسِيرُ الْجِبَالُ سَيْرًا ﴿۱۰﴾ | او غرونه په بيړه روان شي! (۱۰) | |
فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۱﴾ | هو پر هغه ورځ پر دروغ ګڼونکيو افسوس دى، (۱۱) | |
الَّذِينَ هُمْ فِي خَوْضٍ يَلْعَبُونَ ﴿۱۲﴾ | هغوى چې د باطلو خبرو په لوبو (او د آيتونو په انکار) کې بوخت دي . (۱۲) | |
يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَى نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ﴿۱۳﴾ | پر هغه ورځ به په زوره د دوزخ اور ته ورټېل وهل كېږي . (۱۳) | |
هَذِهِ النَّارُ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۱۴﴾ | (ورته ويل كېږي : ) دا هماغه اور دى،چې تل مو دروغ ګاڼه! (۱۴) | |
أَفَسِحْرٌ هَذَا أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ ﴿۱۵﴾ | نو آيا دا (عذاب) كوډې دي يا یې نه وينئ؟! (۱۵) | |
اصْلَوْهَا فَاصْبِرُوا أَوْ لَا تَصْبِرُوا سَوَاء عَلَيْكُمْ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ | ورننوځئ (او وسوځئ) نو که صبر كوئ او كه يې نه كوئ، درته يو شان ده؛ځكه يوازې كړنو ته مو جزا دركول كېږي.! (۱۶) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَعِيمٍ ﴿۱۷﴾ | په حقيقت كې متقیان په (جنتي) باغونو او پرېمانه نعمتونو كې دي .(۱۷) | |
فَاكِهِينَ بِمَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَاهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۱۸﴾ | پالونكي يې،چې څه وركړي،پرې خوشحاله دي او پالونکي يې د دوزخ له عذابه ژغورلي دي . (۱۸) | |
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ | (ورته ويل كېږي : ) د خپلو تېرو کړنو په بدل کې،په خوند خورئ او څښئ . (۱۹) | |
مُتَّكِئِينَ عَلَى سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ﴿۲۰﴾ | پر يوه ليكه پرتو تختونو به يې ډډې وهلې وي او “حورالعين” (= ښکلې تکې سپينې غټ سترګې ښځې) به ور واده كړو. (۲۰) | |
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ ﴿۲۱﴾ | او کومو کسانو،چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولې ده؛نو اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هيڅ څيز نه كموو،هر څوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى . (۲۱) | |
وَأَمْدَدْنَاهُم بِفَاكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۲﴾ | او هر ډول مېوې او غوښې،چې وغواړي، ورکوو. (۲۲) | |
يَتَنَازَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَّا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ ﴿۲۳﴾ | هغوى هلته (په سيالۍ) د يو بل له لاسه (د پاكو شرابو ډك) جامونه تښتوي،چې نه پكې چټي خبرې كول وي او نه ګناه . (۲۳) | |
وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ ﴿۲۴﴾ | او (چوپړ) ته يې ګرچاپېره ژڼي ګرځي؛لكه په سيپۍ كې خوندي ملغلره . (۲۴) | |
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءلُونَ ﴿۲۵﴾ | (په دې وخت كې) هغوى مخ پر مخ (د تېرو حالا تو په اړه) يو بل پوښتي؛ (۲۵) | |
قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ ﴿۲۶﴾ | وايي : (( موږ پخوا (تر دې) پخپلې كورنۍ كې وېرېدونكي وو (چې هسې نه په ګناهونو یې ونه نيول شو)! (۲۶) | |
فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾ | نو خداى احسان راباندې وكړ او له سوځنده عذابه یې وژغورلو. (۲۷) | |
إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ ﴿۲۸﴾ | رښتيا تر (دې) مخكې مو هغه بله (ونمانځه؛ځكه) چې يوازې هغه نيکي رسان (او) لورين دى .)) (۲۸) | |
فَذَكِّرْ فَمَا أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ ﴿۲۹﴾ | نو نصيحت كوه،چې ته د خپل پالونكي په لورنه نه پالي يې او نه لېونى . (۲۹) | |
أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ ﴿۳۰﴾ | بلكې وايي : (( دا یو شاعر دى،چې شكمن مرګ (پېښې) ته یې څارو يو!)) (۳۰) | |
قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُتَرَبِّصِينَ ﴿۳۱﴾ | ووايه : (( په تمه وسئ، چې زه (هم) درسره انتظار باسم (تاسې مې مرګ ته څارو ياست او زه په الهي عذاب ستاسې ورکاوي ته څارو يم)!)) (۳۱) | |
أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُم بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۳۲﴾ | ايا عقلونه يې دې (دريځ نيونې) ته اړ باسي يا سرغړانده ډله ده ؟! (۳۲) | |
أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ | يا وايي : ((دا (قرآن) يې له ځانه جوړ كړى دى؟! )) هو ايمان نه راوړي . (۳۳) | |
فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ إِن كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۳۴﴾ | نو كه رښتيا وايي، د دې (قرآن) په څېر يوه خبره دې راوړي! (۳۴) | |
أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ﴿۳۵﴾ | يا بې لامله پيدا شوي يا يې پخپله ځان پيدا کړى دى ؟! (۳۵) | |
أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَل لَّا يُوقِنُونَ ﴿۳۶﴾ | ايا اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي؟!(نه)؛بلكې باور نه لري . (۳۶) | |
أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ ﴿۳۷﴾ | يا ستا د پالونكي زېرمې ورسره دي يا پر هر څيز واكمني لري؟! (۳۷) | |
أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۳۸﴾ | يا (داسې) پوړۍ لري (چې اسمان ته پرې ورخېژي او د وحې خوالې) اوري؟!؛نو بايد اورېدونكي يې څه څرګند دليل راوړي! (۳۸) | |
أَمْ لَهُ الْبَنَاتُ وَلَكُمُ الْبَنُونَ ﴿۳۹﴾ | ايا د خداى لوڼي دي او ستاسې زامن (چې د ناپوهۍ له مخې پرښتو ته د خداى لوڼې وايئ)؟! (۳۹) | |
أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ ﴿۴۰﴾ | ايا څه بدل ترې غواړې؛نو تاوان ورکول پرې درانه شوي دي؟! (۴۰) | |
أَمْ عِندَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿۴۱﴾ | يا پټې (خوالې) ورسره دي؛نو ليكي يې؟! (۴۱) | |
أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ ﴿۴۲﴾ | ايا غواړي،چې كومه شيطاني لومه درته كېږدي؛خو پوه دې شي،چې كافران پخپله په دې لومو كې نښلي! (۴۲) | |
أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۳﴾ | يا هغوى بې له خدايه کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! خداى له هغه څه پاك دى، چې دوى يې ورسره شريکوي! (۴۳) | |
وَإِن يَرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَاءِ سَاقِطًا يَقُولُوا سَحَابٌ مَّرْكُومٌ ﴿۴۴﴾ | هغوى (دومره ځېلي دي،چې) كه وګوري (عذاب ته يې ) له اسمانه د ډبرو ټوټه رالوېږي،وايي : (( (دا خو) ټينګه ورېځ ده!)) (۴۴) | |
فَذَرْهُمْ حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي فِيهِ يُصْعَقُونَ ﴿۴۵﴾ | (چې داسې ده؛) نو دوى پرېږده، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي،چې پكې بېسده کېږي (او مري)! (۴۵) | |
يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۴۶﴾ | پر هغه ورځ،چې چلونه به يې هيڅ څيز ترې لرې نه کړي او نه ورسره مرسته كېږي . (۴۶) | |
وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ | او په حقيقت كې ظالمانو ته د قيامت تر عذاب مخکې ( په همدې دنيا کې) عذاب (هم) شته؛خو ډېرى يې نه پوهېږي . (۴۷) | |
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۴۸﴾ | او د خپل پالونكي د حكم (د تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه دې وايه . (۴۸) | |
وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴿۴۹﴾ | او د شپې (هم راپاڅه) او تسبيح یې وايه او د ستوريو تر پرېوتو روسته (سهار مهال هم د خداى تسبيح وايه). (۴۹) |