بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا،ميم . (۱) | |
تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۲﴾ | (دا قرآن) د لوراند او لورين څښتن له لوري رالېږل شوى دى . (۲) | |
كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ | يو کتاب دى،چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى،په عربي لوستوني(=واضح)، پوهانو ته څرګند کړي دي. (۳) | |
بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿۴﴾ | (هغه) زېرګری او ګواښګرندی (دى)؛خو ډېرى يې مخ اړونکي شول،چې (د زړه) په غوږونو نه اوري . (۴) | |
وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ ﴿۵﴾ | او ویې ويل : (( زړونه مو له هغه څه په پردو کې دي،چې ته موږ وربولې او په غوږونو درانه يو او زموږ او ستاسې ترمنځ پرده ده؛نو ته پخپل كار بوخت وسه،موږ به (هم) خپل کار كوو)) (۵) | |
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿۶﴾ | ووايه : (( زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم (خو توپير مې دادى،چې زما د پالونكي له لوري دا حقيقت) راته وحې كېږي،چې معبود مو ايكى يو معبود دى؛نو خپل ټول پام هغه ته ورواړوئ او بښنه ترې وغواړئ او پر مشركانو افسوس! (۶) | |
الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۷﴾ | هماغوى،چې زكات نه وركوي او له اخرته منكر دي .)) (۷) | |
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۸﴾ | په حقيقت كې نېکانو مومنانو ته نه پرې کېدونكى [= بې منته] اجر دى . (۸) | |
قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۹﴾ | ايا تاسې له هغه ذاته انکار کوئ،چې ځمکه يې په دوو ورځوو (او پړاوونو) کې شته کړه او (له ځانه) په سيالانو ورته قايلېږئ؟ چې همدا نړۍ پال دى . (۹) | |
وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِينَ ﴿۱۰﴾ | او په هغې (ځمكه) كې يې له پاسه درانه ټينګ غرونه ميخ كړل او په هغې كې يې بركت او د غوښتونكيو د اړتيا هومره خوراك توكي برابر كړل(او دا چارې) په څلورو ورځو (او پړاوونو) كې ترسره شوې . (۱۰) | |
ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿۱۱﴾ | بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو،چې د لوګي (په بڼه) و بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل : (( كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو(د حال په ژبه) وويل : (( البته اېل او تسليم يو.)) (۱۱) | |
فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۱۲﴾ | نو (خداى له هغه لوګي) په دوو ورځو (او پړاوونو) كې اوه اسمانه پوره جوړ كړل او هر اسمان ته يې د هغه كار (مناسب تدبير او قانون) وحې كړ او موږ د دنيا اسمان په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او موږ (هغه بشپړ) وساته دا د ځواکمن پوه خداى سنجونه او سنبالنه ده. (۱۲) | |
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ﴿۱۳﴾ | نو كه مخ يې واړاوه؛ نو ووايه : (( چې ما د عاد او ثمود د ټکې (=عذاب) په څېر له هماغسې یوې (سختې) ټکې ووېرولئ (چې پرې راپرېوتې وه!).)) (۱۳) | |
إِذْ جَاءتْهُمُ الرُّسُلُ مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ قَالُوا لَوْ شَاء رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۱۴﴾ | چې استازي له وړاندې روسته (او له هرې خوا) ورغلل (او راويې بلل) چې يوازې “الله” ونمانځئ ويې ويل : (( كه پالونكي مو غوښتاى (چې استازي راولېږي؛نو) هرومرو به يې پرښتې رالېږلې واى؛نو له رسالته دې منکر يو.)) (۱۴) | |
فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۱۵﴾ | خو د عاد قوم په ناحقه په ځمكه کې لويي وكړه او ويل يې : ((څوك تر موږ ډېر زورور دى؟)) ايا نه پوهېدل، هغه خداى چې دوی یې پيدا كړي دي، ترې ډېر زورور دى؟ او (ددې ګومان له امله يې) تل زموږ له آيتونو انکار کاوه . (۱۵) | |
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ ﴿۱۶﴾ | نو په څو شومو ورځو كې مو سوړ او سخت توپاني سیلۍ پرې وروالوځاوه،چې په دنيا كې د رسوا کوونکي عذاب خوند وروڅكو! او اخروي عذاب خو ډېر رسوا كوونكى دى او مرسته به ورسره ونشي . (۱۶) | |
وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۷﴾ | خو د ثمود (قوم)؛نو سمه لار مو وروښووه؛ خو د سمې لارې پر ځاى يې (د بېلارۍ) ړوندتوب غوره كړ؛ نو ځكه د خپلو كړنو له امله د رسواګر عذاب تندر پرې راپرېووت؛ (۱۷) | |
وَنَجَّيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴿۱۸﴾ | او متقي مومنان مو وژغول. (۱۸) | |
وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاء اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۹﴾ | او هغه ورځ (درياده كړه)،چې د خداى دښمنان اور (دوزخ) ته راغونډ كړاى شي؛ نو په لیکه لیکه یې ورشړي؛ (۱۹) | |
حَتَّى إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۰﴾ | چې هلته ورشي(؛نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو شاهدي ووايي . (۲۰) | |
وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۱﴾ | او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي : (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي : (( هغه خداى پر خبرو راوستوو، چې هر شى په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورګرځول كېږئ .)) (۲۱) | |
وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَنْ يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۲﴾ | او تاسې (خپل ګناهونه ځکه) نه پټول،چې ګنې غوږونه او سترګې او پوټکي به مو درباندې ګواهي لي؛بلکې(له دې امله و چې) ګومان مو کاوه؛ خداى ستاسې له ډېرى چارو ناخبره دى . (۲۲) | |
وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنْ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ | او همدا ستاسې (بد) ګومان و،چې پر خپل پالونكي مو درلود، چې هلاك یې كړئ او زيانمن شوئ . (۲۳) | |
فَإِن يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُم مِّنَ الْمُعْتَبِينَ ﴿۲۴﴾ | نو كه زغم وكړي (يا يې ونه كړي؛) نو دوزخ يې هستوګنځى دى او كه بښنه وغواړي؛نو و به نه بښل شي . (۲۴) | |
وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاء فَزَيَّنُوا لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۲۵﴾ | او موږ داسې (بدخويه) ملګري ورباندې ګومارلي ول،چې وړاندې روسته هر څه یې ورښايسته كړي ول او په اړه يې الهي حکم عملي شو او د پېريانو او انسانانو د ورکلاریو شويو قومونو پر برخليك اخته شول،چې مخکې ترې تېر شوي ول؛(ځكه) چې دوى زيانمن وو. (۲۵) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿۲۶﴾ | او كافران وايي : ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ .)) (۲۶) | |
فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾ | نو پر كافرانو هرومرو سخت عذاب وروڅكو او هرومرو د ډېرو ناوړه كړنو له مخې يې سزا وركوو. (۲۷) | |
ذَلِكَ جَزَاء أَعْدَاء اللَّهِ النَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاء بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۲۸﴾ | دا اور د خداى د دښمنانو سزا ده او پکې به همېشه مېشتي وي (دا) يې سزا ده، چې زموږ له نښو یې انکار کاوه . (۲۸) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا الَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ ﴿۲۹﴾ | او كافران (چې عذاب وويني؛نو) وايي : پالونكيه! ((هغه پېريان او انسانان راوښيه،چې بېلارې كړي یې يو،چې تر پښو لاندې یې كړو،چې خورا ذليل او خوار شي .)) (۲۹) | |
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۳۰﴾ | په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي : ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پر هغوى پرښتې راكوزېږي (او ورته وايي) : (( مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ،چې ژمنه یې درسره شوې وه! (۳۰) | |
نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿۳۱﴾ | موږ د دنيا په ژوند او اخرت كې ستاسې مرستندوى (او دوستان) يو او څه چې وغواړئ او هيله يې وکړئ، هلته درچمتو دي . (۳۱) | |
نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ ﴿۳۲﴾ | (دا) د خورا بښونكي او لورين (خداى) له لوري (لومړنۍ) مېلمستيا ده.)) (۳۲) | |
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۳﴾ | او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د بل چا وي،چې (خلك) د خداى لوري ته بلي او ښې (چارې) كوي او ويلي يې وي : ((په حقيقت کې زه له مسلمانانو ځنې يم ؟!)) (۳۳) | |
وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ ﴿۳۴﴾ | او نېكي او بدي يو شان نه دي،(بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري،ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي . (۳۴) | |
وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۳۵﴾ | او دې (مقام) ته يوازې زغمناک رسېداى شي او(همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي . (۳۵) | |
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۶﴾ | او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه درلوېده؛ نو خداى ته پناه يوسه (؛ځكه) چې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى (۳۶) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۳۷﴾ | او شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ د هغه (د قدرت) له نښو ځنې دي، تاسې مه لمر ته سجده وكړئ،مه سپوږمۍ ته ، كه يوازې هغه نمانځئ نو هغه خداى ته سجده وكړئ،چې دا (څلور نښې) يې پيدا كړې دي؛ (۳۷) | |
فَإِنِ اسْتَكْبَرُوا فَالَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْأَمُونَ ﴿۳۸﴾ | او كه (د پالونكي له نمانځنې) سرغړونه وکړي (باك يې نشته )؛نو هغه کسان،چې ستا له پالونكي سره دي، شپه و ورځ یې ستايي او نه ستړي كېږي. (۳۸) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ | او (د قدرت) له نښو يې يوه داده،چې ته ځمكه وچه (او مړاوې) وينې؛خو چې د باران اوبه ورباندې واوروو (؛نو) سره وخوځېږي او پړسېږي (او وده كوي) بېشكه چاچې دا (ځمكه) راژوندۍ كړه(؛نو) هرومرو د مړيو راژوندی كوونکی دی ؛(ځكه) هغه پر هر څه وسمن دى . (۳۹) | |
إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَن يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴۰﴾ | په حقيقت كې هغوى چې زموږ آيتونه (په پوهېدنې،مانا او ښوونه كې) اړوي، پټ راڅخه نه دي، ايا څوك چې په اور كې غورځول كېږي،غوره دى که هغه چې د قيامت پر ورځ محشر ته ډاډمن راځي؟ څه چې غواړئ، ويې كړئ، بېشکه هغه مو د کړنو ليدونکى دى (۴۰) | |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ ﴿۴۱﴾ | په حقيقت كې هغوى (به هم پټ راځنې نه وي) چې دا ذكر (= قرآن ) ورغى (؛خو) و يې نه مانه! او په رښتيا، چې دا يو عزتمن او پیاوړی كتاب دى، (۴۱) | |
لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ﴿۴۲﴾ | چې باطل نه مخامخ ورتلاى شي او نه یې له شا (؛ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى . (۴۲) | |
مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ ﴿۴۳﴾ | چې څه درته ويل كېږي، دا خو تر تا مخكې استازيو ته هم ويل شوي وو، په رښتيا چې ستا پالونكى (هغوى ته چې له دې ناسمو چارو لاس اخلي) د پوره بښنې خاوند او (هم هغوى ته چې له دې چارو لاس نه اخلي) د درناك عذاب څښتن دى! (۴۳) | |
وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاء وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُوْلَئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۴۴﴾ | او كه موږ (دا كتاب) عجمي قرآن ورلېږلى واى؛نو هرومرو به يې ويلي واى : ولې يې آيتونه څرګند بيان شوي نه دي؟ (كتاب) عجمي دى او (استازی) عرب دى؟! ووايه : (( دا (كتاب) مؤمنانو ته لارښوونه او درملنه ده او هغوى چې ايمان نه راوړي (؛نو) غوږونه يې درانه او قرآن ورته د ړوندوالي (پټۍ) ده،حال يې داسې دى؛ لکه چې له لرې غږ ورته کېږي .)) (۴۴) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ ﴿۴۵﴾ | او په يقين چې موسى ته مو كتاب (تورات) وركړى و؛ نو پكې اختلاف وکړاى شو او كه تر مخكې ستا د پالونكي له لوري، په دې اړه حكم نه واى (چې بايد مهلت وركړ شي،چې حجت پرې بشپړ شي)؛نو ترمنځ يې پرېكړه كېده (او پخپلې سزا رسېدل) او په حقيقت كې دوى د هغه (كتاب) په اړه په سخت شك كې دي . (۴۵) | |
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۴۶﴾ | څوك چې ښه چار وكړي؛نو ګټه يې د ځان ده او چا چې د بدۍ لار خپله کړه؛ نو په خپل زيان يې ده او پالونكى دې د بندګانو په حق کې ظالم نه دی. (۴۶) | |
إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ السَّاعَةِ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَاتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَائِي قَالُوا آذَنَّاكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ ﴿۴۷﴾ | قيامت (او د پېښېدو پر وخت یې) يوازې خداى پوهېږي او څه مېوې چې له خپلو غوټيو راووځي او څه ښځینه چې دوه ځانېږي او يا يې زېږوي؛ خداى ته معلوم وي او هغه ورځ (درياده كړه) چې (خداى) ورغږ كړي : ((شريكان مې چېرې دي؟!)) وايي : (( خبر مو درکړ، چې له موږه څوك پر شرك شاهدي نه وركوي .)) (۴۷) | |
وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَدْعُونَ مِن قَبْلُ وَظَنُّوا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ ﴿۴۸﴾ | او څه يې چې تر (دې) مخكې رابلل (او نمانځل)، له دوى تري تم شول او يقين يې وكړ، چې هېڅ د تېښتې لار نه لري . (۴۸) | |
لَا يَسْأَمُ الْإِنسَانُ مِن دُعَاء الْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ الشَّرُّ فَيَؤُوسٌ قَنُوطٌ ﴿۴۹﴾ | انسان د خیر (او نعمت) له غوښتنې نه ستړى كېږي او كه كوم زيان ورورسي؛ نو بد اندی نهيلېږي. (۴۹) | |
وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِن بَعْدِ ضَرَّاء مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَى رَبِّي إِنَّ لِي عِندَهُ لَلْحُسْنَى فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۵۰﴾ | او كه موږ پر هغه د (جسمي او روحي) زيان تر وررسېدو روسته له خپلې لوري د رحمت خوند وروڅكو هرومرو وايي : ((د همدې وړ يم او ګومان نه كوم،چې قيامت به راشي او كه (فرض کړه) د خپل پالونكي لوري ته وروګرځول شم؛ نو بېشكه له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي))؛نو هرومرو كافران د خپلو كړنو [ له پایلو او حقیقته] خبروو او هرومرو له ډېر سخت عذابه (خوند) ورڅكو! (۵۰) | |
وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاء عَرِيضٍ ﴿۵۱﴾ | او چې پر (غافل او بې خبره) انسان لورنه وکړو(؛نو) مخ اړوي او ځان (په كبر له حقه) لرې كوي او چې څه رنځ او خپګان ورورسي؛ نو (لرې كولو ته يې) اوږدې دعاګانې كوي . (۵۱) | |
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ | ووايه : كه وينئ،چې دا قرآن د خداى له لوري دى او ترې منكرېږئ؛ نو ترهغه به زيات بېلارې څوك وي،چې له قرآن سره په سخته دښمنۍ كې لوېدلى وي؟! (۵۲) | |
سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۵۳﴾ | ژر به خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او په خپلو ځانونو كې یې وروښيو،چې ورڅرګنده شي،چې هغه حق دى؛ايا بس نه دى،چې پالونكى دې پر ټولو څيزونو شاهد دى؟! (۵۳) | |
أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَاء رَبِّهِمْ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطٌ ﴿۵۴﴾ | پوه شئ چې دوى له خپل پالونكي سره له مخامخېدو په اړه شكمن دي؛ پوه شئ،چې هغه پر هر څه راچاپېر دى . (۵۴) |