بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾ | ( خداى له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې د پيدا كولو لپاره (فيل سپرو ته سزا وركړه،چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)، (۱)
|
|
إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ ﴿۲﴾ | له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو سره یې مینه (چې له امله يې ورته راستانه شي )، (۲)
|
|
فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ﴿۳﴾ | نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ونمانځي؛ (۳)
|
|
الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ ﴿۴﴾ | هماغه (خداى) چې د لوږې پر مهال خواړه ورکړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل (۴) |