بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يس ﴿۱﴾ | يا،سين . (۱) | |
وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ | او پر قرآن حكيم قسم . (۲) | |
إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳﴾ | چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو يې؛ (۳) | |
عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴﴾ | پر سمه لار يې . (۴) | |
تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿۵﴾ | او (دا قرآن) د بريمن لورين خداى له لوري نازل شوى دى . (۵) | |
لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ ﴿۶﴾ | چې هغه قوم ووېروې،چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛نو (ځکه) هغوى ناخبره دي . (۶) | |
لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ | هو! (دا چې حق يې ونه مانه؛نو) پر ډېريو يې (د خداى) د عذاب ژمنه جوته شوې ده ؛نو ځكه ايمان نه راوړي . (۷) | |
إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلًا فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ ﴿۸﴾ | په حقيقت كې موږ يې په غاړو كې تر زنو غړوندي وراچولي، چې سرونه يې نیغ پاتې دي (او ښكته كولاى يې نشي.) (۸) | |
وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿۹﴾ | او مخې ته یې مو هم دېوال جوړ کړی او تر شا یې هم دېوال او (سترګې يې) مو پوښلي؛ نو ځكه ليداى نشي . (۹) | |
وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾ | او پر دوى بې توپېره ده، که ويې وېروې یا ويې نه وېروې، (خو) ايمان نه راوړي . (۱۰) | |
إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ ﴿۱۱﴾ | خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه . (۱۱) | |
إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ ﴿۱۲﴾ | په حقيقت كې موږ پخپله مړي راژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو يې او موږ ټول څيزونه په یو څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي . (۱۲) | |
وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۱۳﴾ | او (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو بېلګه ورته ووایه، چې د خداى استازي ورغلي وو؛ (۱۳) | |
إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ ﴿۱۴﴾ | چې دوه تنه (استازي) مو ورولېږل؛ نو دروغجن يې وګڼل؛نو موږ یې ملاتړ ته درېیم (استازى) هم ورولېږه؛ نو (ټولو) وويل: ((بېشكه موږ درته رالېږل شوي يو.)) (۱۴) | |
قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ تَكْذِبُونَ ﴿۱۵﴾ | ویې ويل :((تاسې يوازې زموږ په څېر یو بشر ياست او لوراند (خداى) څه نازل كړي نه دي، تاسې يوازې دروغ وايئ !.)) (۱۵) | |
قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ ﴿۱۶﴾ | (استازيو مو) وويل:(( پالونكى مو پوهېږي،چې موږ درته رالېږل شوي يو، (۱۶) | |
وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۱۷﴾ | او پر موږ بې له څرګند پيغام رسونې (بله ژمنه) نشته .)) (۱۷) | |
قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۸﴾ | هغوى وويل : ((په رښتینه كې موږ مو سپېره ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛ نو هرومرو به مو په کاڼو ولو او زموږ له لوري به ستر کړاو درورسي!)) (۱۸) | |
قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ ﴿۱۹﴾ | (استازيو) وويل: ((ايا چې نصيحت درته وشو (؛نو) دغسې وايئ؟ سپېره توب مو پخپله له همدا تاسې سره دى؛حق دادى،چې تاسې له پولو اوښتي خلك ياست .)) (۱۹) | |
وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۰﴾ | او (په دې ترڅ كې) د ښار له لرې ګوښې يو (با ايمانه) سړى په منډه راغى او و يې ويل: (( ای زما قومه (د خداى په دغو) استازیو پسې ولاړ شئ؛ (۲۰) | |
اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۲۱﴾ | په هغو كسانو پسې ځئ، چې اجر درځنې نه غواړي او پخپله (هم) پر سمه لار دي . (۲۱) | |
وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۲﴾ | او ولې هغه ذات و نه نمانځم،چې پيدا كړى یې يم؟ او (ټول) ورګرځول كېږئ؟! (۲۲) | |
أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلاَ يُنقِذُونِ ﴿۲۳﴾ | ايا پر ځاى یې داسې معبودان ونمانځم، كه لوراند (خداى) څه تاوان رارسول غواړي، (؛نو) سپارښت يې راته ګټور نه دی او نه مې بچولای شي. (۲۳) | |
إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۲۴﴾ | كه داسې مې وكړل؛نو بېشكه چې زه به څرګند بېلارې يم؛ (۲۴) | |
إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ ﴿۲۵﴾ | (له همدې امله) په حقيقت کې ستاسې پر پالونكي مې ايمان راووړ؛ نو خبره مې واورئ [او ګواهي ورکړئ].)) (۲۵) | |
قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ | (په پاى كې يې هغه شهيد كړ او) ورته وويل شو: ((جنت ته ورننوځه.)) ويې ويل : (( كاشكې قوم مې پوهېداى، (۲۶) | |
بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۷﴾ | چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم!)) (۲۷) | |
وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ ﴿۲۸﴾ | او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او نه یې راکوزوونکي یو. (۲۸) | |
إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ ﴿۲۹﴾ | (؛بلكې عذاب يې) يوه (اسماني) كړيكه وه؛ نو یو دم مړه ساړه سمخ (پراته) وو. (۲۹) | |
يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۳۰﴾ | او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ملنډې يې ورپورې وهلې . (۳۰) | |
أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنْ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ ﴿۳۱﴾ | ايا ليدلي يې نه دي، چې موږ ترې مخكې څومره قومونه (د ګناهونو له امله يې) هلاك كړي دي، چې (اوس) ورته نه راګرځي ؟! (۳۱) | |
وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۳۲﴾ | بېشکه دوی ټول به (د قيامت پر ورځ) زموږ پر وړاندې حاضر كړاى شي . (۳۲) | |
وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ ﴿۳۳﴾ | او دوى ته مړاوې [=شاړه] ځمكه يوه نښه ده [،چې] راژوندۍ مو كړه او غلې دانې مو ترې راوايستې،چې و يې خوري . (۳۳) | |
وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنْ الْعُيُونِ ﴿۳۴﴾ | او په هغې (ځمكه) كې مو د كجورو او انګورو بڼونه پيدا كړي او چينې مو پکې بهولي دي، (۳۴) | |
لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۳۵﴾ | چې له مېوو يې وخوري، او دا خو يې خپلو لاسونو جوړ كړي نه دي؛ نو ايا (د خداى ددې نعمتونو) شكر نه کاږي ؟! (۳۵) | |
سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ | پاك دى هغه (خداى) چې دا ګردې جوړې يې پيدا كړي دي، که ځمکه یې راټوکوي يا پخپله يې له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو،چې لا یې پېژني هم نه . (۳۶) | |
وَآيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ ﴿۳۷﴾ | دوى ته (د خداى د عظمت) يوه بله نښه شپه (هم) ده،چې ورځ ترې (د څرمن غوندې) راباسو؛ نو یو دم پرې تيارې راخپرې شي؛ (۳۷) | |
وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۳۸﴾ | او لمر (هم ورته يوه نښه ده،چې) د پوه ځواکمن (خداى) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي. (۳۸) | |
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿۳۹﴾ | او سپوږمۍ ته مو پړاوونه ټاكلي، تردې چې (له هغو په تېريدو سره) هغه د خرما د يوې زړې وچې او كږې شوې څانګې په څېر وګرځي . (۳۹) | |
لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۴۰﴾ | نه د لمر په وس كې ده،چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبی کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي . (۴۰) | |
وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۴۱﴾ | او دوى ته (د پالونكي د عظمت) يوه (بله) نښه دا هم ده، چې موږ (نيكونه يا) ځوځات يې (له وزلو او بارونو) په یوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړل . (۴۱) | |
وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ ﴿۴۲﴾ | او د دې په څېر مو داسې څيزونه ورپيدا كړي،چې پرې سپرېږي . (۴۲) | |
وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ ﴿۴۳﴾ | او كه وغواړو ډوب به يې كړو، چې هېڅوك به يې نه چغه واوري او نه به وژغورل شي؛ (۴۳) | |
إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۴۴﴾ | خو په خپلې لورنې یې (نه ډوبوو او پورې باسو يې) چې تر يوې ټاكلې نېټې (له دې ژونده) ګټه واخلي . (۴۴) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۵﴾ | او چې ورته وويل شي : ((له هغه څه (=الهي عذابه) ځانونه وساتئ،چې مخې ته مو راځي او تر شامو تېر شوي دي . ښايي لورنه درباندې وشي .)) (نو ځان ناګاروي) (۴۵) | |
وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۴۶﴾ | او چې د خپل پالونكي له نښو هره نښه ورځي (؛نو) ورځنې مخ اړوونکي دي . (۴۶) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۴۷﴾ | او چې ورته وويل شي : ((څه چې خداى دركړې (د هغه په لار کې يې) ولګوئ ))؛نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو،چې كه خداى غوښتي واى؛نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو خداى غوښتي،چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.)) (۴۷) | |
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ | او دوى وايي : ((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟!)) (۴۸) | |
مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿۴۹﴾ | دوی بې له یوې سترې (اسماني) کړیکې بل څه ته څارو نه دي، چې داسې وخت به یې راګېر کړي چې (په دنيوي چارو كې) به پر شخړو بوخت وي؛ (۴۹) | |
فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿۵۰﴾ | نو ( په دې حال کې) نه کوم وصيت كولاى شي او نه خپلو كورنيو ته راستنېدای شي . (۵۰) | |
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ ﴿۵۱﴾ | او(بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛نو یو دم به له قبرونو د خپل پالونكي (محکمې) ته منډې کړي . (۵۱) | |
قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۲﴾ | وايي: (( پر موږ دې افسوس وي، چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو!) دا هماغه ده،چې لوراند خداى يې ژمنه كړې وه او استازيو (يې) رښتيا ويلي وو.)) (۵۲) | |
إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۵۳﴾ | يوازې يوه كړيكه به وي،چې ټول به موږ ته حاضر كړاى شي. (۵۳) | |
فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۵۴﴾ | (او ورته ويل كېږي) نن به پر هیچا هیڅ تېرى ونشي او څه مو چې كړي، يوازې یې بدله دركول كېږي. (۵۴) | |
إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ ﴿۵۵﴾ | په رښتيا نن جنتيان (د خداى له نعمتونو( په خوندونو اخستو بوخت او خوشحاله دي؛ (۵۵) | |
هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ ﴿۵۶﴾ | دوى او مېرمن به يې (د جنتي ماڼيو او ونو) په سيورو كې پر تختونو ډډه وهوونکي (ناست) وي. (۵۶) | |
لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ ﴿۵۷﴾ | دوى ته هلته (هر ډول) مېوې شته او څه چې وغواړي،ورته (چمتو) دي؛ (۵۷) | |
سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ ﴿۵۸﴾ | (پر تاسې) سلام،(دا) د لورين پالونکي له لوري خبره ده . (۵۸) | |
وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۹﴾ | او(ورته ويل كېږي) ای مجرمانو نن (له نېکانو) رابېل شئ! (۵۹) | |
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۶۰﴾ | ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه ،چې شيطان مه نمانځئ؛(ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟! (۶۰) | |
وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ | او دا چې (یوازې) ما ونمانځئ،چې دا سیده لار ده؟! (۶۱) | |
وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ ﴿۶۲﴾ | او په يقين چې ډېرى یې درنه بېلارې كړل،ايا نه پوهېداست ؟! (۶۲) | |
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۶۳﴾ | دا هماغه دوزخ دى،چې ژمنه یې درسره کېده . (۶۳) | |
اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۶۴﴾ | نن د خپل كفر په سزا كې ورننوځئ (او په اور يې وسوځئ). (۶۴) | |
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۶۵﴾ | نن يې خولې بندوو او لاسونه يې راسره خبرې كوي او پښې يې پر كړنو ګواهي لي! (۶۵) | |
وَلَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ ﴿۶۶﴾ | او كه وغواړو بېشکه سترګې به يې ړندې کړو؛ نو(هغه وخت) چې[د ژغورنې]لارې ته د ړومبېتوب هڅه وکړي ؛نو څرنګه به وويني؟! (۶۶) | |
وَلَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ ﴿۶۷﴾ | او كه وغواړو(؛نو) هرومرو به يې ځاى پرځاى (داسې) مسخ کړو، چې نه د وړاندې تلو وس ولري او نه د راستنېدو. (۶۷) | |
وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۸﴾ | او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې ولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې دوى نه پوهېږي؟! (۶۸) | |
وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ ﴿۶۹﴾ | او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر ورښوولى نه دی او نه [هم] ورسره ښايي دا (اسماني كتاب) يوازې پند او ښكاره قرآن دى . (۶۹) | |
لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۷۰﴾ | چې (د) ژونديو (زړونو خاوندانو) ته خبر وركړي او پر كافرانو (بشپړونه وشي او د عذاب) خبره (پخه او) جوته شي . (۷۰) | |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ ﴿۷۱﴾ | ايا لیدلي یې نه دي، چې موږ د خپل ( قدرت) په لاسونو څاروي ورپيدا كړل چې دوی يې خاوندان شي . (۷۱) | |
وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ ﴿۷۲﴾ | او هغوى مو ورښكېل كړي دي، چې ځینې یې سپرلۍ دي او له ځینو خوراک کوي ؛ (۷۲) | |
وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾ | او په دې (څارويو) كې (نورې) ګټې او د څښلو (شيان هم) ورته شته؛ نو ولې شكر نه کاږي ؟! (۷۳) | |
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ ﴿۷۴﴾ | او د الله پرځاى يې (نمانځنې ته) معبودان نيولي دي، په دې هيله چې مرستندوى به يې شي. (۷۴) | |
لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ ﴿۷۵﴾ | (خو بوتان) مرسته ورسره کولای نشي (؛بلكې) دوى (بوت نمانځي) یې (پاسوالۍ ته) یو چمتو لښکر دى . (۷۵) | |
فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۶﴾ | نو پر خبرو يې مه خپه كېږه،بېشكه چې ټول پټ او ښكاره یې رامعلوم دي . (۷۶) | |
أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ ﴿۷۷﴾ | ايا انسان نه پوهېږي،چې هغه موږ له یو (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړ؟! او هغه (داسې د ځواك، شعور او وينا خاوند شو چې) په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد. (۷۷) | |
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ﴿۷۸﴾ | او موږ ته يې بېلګه راوړه او خپل پنځون يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!)) (۷۸) | |
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ | ووايه : ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيدا كړي وو او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛ (۷۹) | |
الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ ﴿۸۰﴾ | هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ .)) (۸۰) | |
أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿۸۱﴾ | ايا چا چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړل،د دوى (=خاورې شويو انسانانو) په څېر پيدا كولاى نشي؟! هو (كولاى شي) او هغه پوه پيدايښتگر دى . (۸۱) | |
إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۸۲﴾ | د هغه كار دغسې دى،كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي،چې ((شه!)) ؛نو (بس) شي . (۸۲) | |
فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۳﴾ | نو پاك دى هغه خداى،چې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني يې په لاس كې ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږئ . (۸۳) |