تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين  الله په نا مه المص ﴿۱﴾ الف ، لام ، ميم ، صاد (۱) كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلاَ يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ دا (قرآن) يو كتاب دى، چې تا ته درلېږل شوى؛ نو نه ښايي [له تبلیغه] یې زړه تنګی […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين  الله په نا مه
المص ﴿۱﴾ الف ، لام ، ميم ، صاد (۱)
كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلاَ يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ دا (قرآن) يو كتاب دى، چې تا ته درلېږل شوى؛ نو نه ښايي [له تبلیغه] یې زړه تنګی شې، چې په دې (خلك د خپلو ناوړو ګروهو او ناسمو كړنو له پايلو) خبردار کړې او مؤمنانو ته یوه يادونه وي.(۲)
اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾ څه چې ستاسې د پالونكي له لوري، درنازل شوي، لاروي يې وكړئ او بې له هغه په نورو پالندويانو (او معبودانو) پسې مه ځئ (خو) تاسې لږ شانې پند اخلئ ! (۳)
وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَآئِلُونَ ﴿۴﴾ او موږ څومره د ښارونو (او اباديو) وسېدونکي (په خپلو ډېرو ګناهونو) هلاک كړي، چې زموږ عذاب به د شپې پرې راغى يا به د غرمې خوبولي ول. (۴)
فَمَا كَانَ دَعْوَاهُمْ إِذْ جَاءهُمْ بَأْسُنَا إِلاَّ أَن قَالُواْ إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۵﴾ نو چې کله زموږ عذاب پرې راغى، يوازېنۍ وینا يې همدا وه:”په رښتيا موږ ظالمان وو.”( خو ډېر ناوخته يې پر خپلو ګناهونو منښته وكړه او څه ګټه يې ورته نه درلوده). (۵)
فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ ﴿۶﴾ نو هرومرو به هغوى (هم) وپوښتو، چې استازي ورلېږل شوي او هرومرو پخپله استازي (هم) پوښتو. (۶)
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَآئِبِينَ ﴿۷﴾ نو هرومرو د (خپلې) پوهې له مخې ( د دوی كړنلیک) ورڅرګندوو او موږ غايب [او له حالاتو یې ناخبره] نه وو (؛ بلكې په هر ځاى كې حاضر او د خپلو بندګانو د كړنو څارونكي يو.) (۷)
وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸﴾ او پر هغه ورځ (د کړنو او د کړنو د ارزونې) تلل، كټ مټ رښتيا دي، د چاچې (د کړنو) تلې درنې شوې؛ نو همدا دوى بريالي دي. (۸)
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُوْلَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُواْ بِآيَاتِنَا يِظْلِمُونَ ﴿۹﴾ او د چاچې (د کړنو) تلې سپكې شي؛ نو دوى پخپله ځانونو ته زيان وراړولى؛ ځكه زموږ له آيتونو سره يې زیاتی كاوه. (۹)
وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿۱۰﴾ او په رښتيا موږ تاسې ته پر ځمكه تسلط، مالكيت او واکمني دركړه او ډول ډول ژوند وزلې مو درچمتو كړې؛ خو تاسې ډېر لږ منندوى ياست.(۱۰)
وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ ﴿۱۱﴾ او په رښتيا موږ تاسې پيدا كړئ، بيا مو بڼه درجوړه كړه، بيا مو پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه؛ خو ابليس له سجده كوونكيو ځنې نه و. (۱۱)
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ ﴿۱۲﴾ (الله ابليس ته) وويل: ((چې ما د سجدې امر درته وکړ؛ نو څه منع كړې، چې سجده دې و نه کړه؟!)) و يې ويل: ((زه ترې غوره يم، زه دې له اوره پيدا كړي يم او هغه دې له خټې!)) (۱۲)
قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۱۳﴾ (الله) وويل:(( له دې ځایه (مقام او مرتبې) كوز شه. ته حق نه لرې، دلته لويي وكړې؛ نو ووځه چې ته له سپکو يې.)) (۱۳)
قَالَ أَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۴﴾ (ابليس د توبې او عذر غوښتو پرځای) وويل: ((د خلکو د بېرته راژوندي کېدو تر ورځې مهلت راکړه (او ژوندى مې پرېږده ) )) (۱۴)
قَالَ إِنَّكَ مِنَ المُنظَرِينَ ﴿۱۵﴾ (الله ورته) وويل: (( په رښتینه کې ته له مهلت وركړل شويو يې.)) (۱۵)
قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۱۶﴾ (شيطان) وويل:(( نو چې بېلارې دې كړم؛ نو زه به هرومرو د بندګانو (د بېلارولو) لپاره ستا د سیده لارې پر سر څارو كېنم.  (۱۶)
ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ ﴿۱۷﴾ بيا به هرومرو د دوی مخې ته هم ورځم او له څټه، ښي خوا او کیڼې خوا یې هم او ډېر به یې منندوی و نه مومې)). (۱۷)
قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُومًا مَّدْحُورًا لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۸﴾ (الله ورته) وويل: ((له دې (مقامه) پړ، غندلى او رټل شوى ووځه ! (او قسم) چې له دوى څوك ستا لاروي وكړي؛ نو دوزخ به له تاسې ټولو ډك كړم. (۱۸)
وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلاَ مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾ او آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او له هره ځايه چې څه غواړئ، و يې خورئ؛ خو دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ،چې له ظالمانو به شئ. (۱۹)
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَاتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلاَّ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ ﴿۲۰﴾ نو شيطان دواړو ته وسوسه ورواچوله، چې د دوى عورتونه، چې د دوی له لیدو پټ وو، ورښکاره کړي او و يې ويل: ((ستا پالونكي ځکه تاسې له دې ونې منع كړي ياست، چې هسې نه دواړه پرښتې شئ او يا به ( په جنت كې) تلپاتې شئ.)) (۲۰)
وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ ﴿۲۱﴾ او (شیطان پر دوی د وسوسې د اغېز لپاره) دواړو ته یې لوړه وكړه، چې زه مو رښتينى خواخوږی يم. (۲۱)
فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَاتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَآنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۲۲﴾ او شیطان دواړه په چل  ول (له خپل مقامه) راكوز كړل او چې دواړو د دې ونې (د مېوې) خوند وڅاكه؛ نو يو بل ته يې ستر مات شو او (د جنتي ونو) په پاڼو يې د خپلو عورتونو په پټولو لاس پورې كړ او پالونكي يې ورغږ كړ: ((ايا ما تاسې له دې ونې منع كړي نه وئ او درته مې ويلي نه و، چې شيطان ستاسې ښكاره غلیم دى ؟!))  (۲۲)
قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ دواړو ( آدم او حوا) وويل: ((پالونكيه ! موږ پر ځانونو ظلم وكړ او كه و مو نه بښې او را ونه لورېږې؛ نو بېشکه له تاوانیانو به يو.))
(۲۳)
قَالَ اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۲۴﴾ (الله) وويل: (( (له خپل مقامه) كوز شئ، چې له تاسې به ځينې د ځينو نورو دښمنان ياست او تاسې ته پر ځمكه تر يوې ټاكلې مودې هستوګنځى او برخمني ده.)) (۲۴)
قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ ﴿۲۵﴾ (الله) وویل : (( پردې ځمكه به ژوند كوئ او مرئ به هم او (د قيامت پر ورځ به د حساب و کتاب لپاره) ترې را ايستل كېږئ.)) (۲۵)
يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۲۶﴾ د آدم اولادې! په رښتیا موږ جامې درولېږلې، چې هم ستاسې عورتونه پټوي او هم ستاسې ښكلا وزله ده؛ خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي. دا (ټول) د الله (د ځواک) له نښو دي، ښايي پند واخلي. (۲۶)
يَا بَنِي آدَمَ لاَ يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لاَ تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۷﴾ د آدم اولادې ! هسې نه شيطان تاسې وغولوي؛ لكه چې څنګه يې ستاسې [ړومبی] پلار و مور له جنته وایستل ، چې د دوی [د بندګۍ] جامې يې ترې وايستې، چې د دوی عورتونه یو بل ته ښکاره کړي، شيطان او ملګري يې تاسې له يوه داسې ځايه ويني، چې تاسې يې ليداى نشئ (؛ خو پوه شئ) چې موږ شيطانان د نامؤمنانو پالندویان کړي دي. (۲۷)
وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾ او (دوى) چې كله كوم د شرم كار كوي (؛نو) وايي: ((موږ خپل پلرونه پردې (دود) موندلي او الله پخپله هم ددې چارو د کولو امر راته كړى دى)) ووايه: ((الله (هېڅكله) د بې حيا چارو د کولو امر نه کوي، ولې د الله په اړه هغه څه وایئ چې نه پوهېږئ ؟!))
(۲۸)
قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُواْ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ ﴿۲۹﴾ ((زما پالونكي په انصاف امر كړى او ( داچې) په هر جومات (او د عبادت پر مهال) خپل پام د هغه خوا ته ورواړوئ او په سوچه ايمان (او دين) یې وبلئ (او پوه شئ)؛ لكه چې څنګه يې چې تاسې په ړومبي ځل پيدا كړئ، بيا به په (قیامت کې) د ړومبي پنځون په څېر ورستانه شئ.)) (۲۹)
فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلاَلَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ اللّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۳۰﴾ (الله) يوې ډلې ته سمه لار ورښوولې ده او پر بلې ډلې (چې وړتيا يې نه درلوده) بېلاري ثابته شوې ده؛ (ځكه) دوى د الله پرځاى شيطانان (خپل) پالندويان نيولي او انګېري، چې پر سمه لار يو. (۳۰)
يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ د آدم ځوځاته ! جومات ته د ورتلو پرمهال خپله ښكلا درسره واخلئ او (له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛ خو (بېځايه) لګښت مه کوئ، چې بېځايه لګښتيان د الله نه خوښېږي. (۳۱)
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِي لِلَّذِينَ آمَنُواْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳۲﴾ ( پېغمبره!) ووايه: (( چا الهي ښكلا حرامه كړې ده، چې الله خپلو بندګانو ته رايستلې او (همداراز) پاكه روزي؟!)) (ورته) ووايه: (( دا (نعمتونه) په دنيوي ژوند كې هم مؤمنانو ته دي (كه څه نور پكې برخه لري؛ خو) په قيامت كې به يوازې مؤمنانو ته وي.)) دغسې موږ پوهانو ته (خپلې) نښې ورښيو. (۳۲)
قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُواْ بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۳﴾ (ورته) ووايه:(( حقیقت دا دی زما پالونكي حرام كړي دي: په ښكاره او پټه ناوړه چارې، ګناه، ناروا تېرى او داچې له الله سره یو څیز شريك وبولئ،چې په باب يې كوم د ليل رالېږلى نه دى او ولې پر څه چې نه پوهېږئ په دروغو یې الله ته ورمنسوبوئ‏.)) (۳۳)
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۳۴﴾ او هر امت ته يوه (ټاكلې) نېټه ده او چې وخت يې پوره شي؛ نو يو ساعت روسته مخكې كېداى نشي. (۳۴)
يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۳۵﴾ د آدم ځوځاته! چې ستاسې استازي درشي، چې زما آيتونه درلولي (ورپسې ورشئ) ؛ نو څوك چې پرهېزګاري او نېكې چارې (او د ځان او نورو په سمون كې هلې ځلې) وكړي؛ نو څه وېره پرې نشته او نه به غمجن شي . (۳۵)
وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴿۳۶﴾ او هغوى چې زموږ آيتونه دروغ وګڼي او (له منلو) يې سرغړونه کوي (؛ نو) دوى تلمېشتي دوزخيان دي. (۳۶)
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ أُوْلَئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ الْكِتَابِ حَتَّى إِذَا جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُواْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ قَالُواْ ضَلُّواْ عَنَّا وَشَهِدُواْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُواْ كَافِرِينَ ﴿۳۷﴾ نو تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې پر الله دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟ دوی به (ددې دنيا له نعمتونو) چې څه ورته لیکل شوي، برخمن شي؛ تر هغه چې زموږ لېږل شوې پرښتې یې ساه ګانو اخستو ته ورشي او و به يې پوښتي: ((ستاسې هغه معبودان چېرې دي، چې د الله پرځاى مو بلل (او لمانځل)؟ (ولې مو مرستې ته نه راځي) ؟! )) وايي: ((رانه ورك شول)) او پر خپل زيان شاهدي وركوي، چې په رښتيا كافران وو. (۳۷)
قَالَ ادْخُلُواْ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّن الْجِنِّ وَالإِنسِ فِي النَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّى إِذَا ادَّارَكُواْ فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لأُولاَهُمْ رَبَّنَا هَؤُلاء أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِن لاَّ تَعْلَمُونَ ﴿۳۸﴾ (الله ورته) وايي: ((دوزخ ته ورننوځئ ، چې له تاسې مخكې د پېريانو او انسانانو ډلې ورننووتې دي !)) هره ډله چې ورننوځي؛ نو پر مخكېنۍ هغې لعنت وايي، تردې چې ټول (په ذلت) هلته يو ځاى شي (؛ نو په دې وخت كې) لارويان د خپلو مشرانو په باب وايي: ((پالونكيه! موږ دوى بېلارې كړي وو؛ نو ځكه د اور دوه ګرايه سزا وركړه (هم د خپلې او هم زموږ د بېلارۍ سزا).)) الله وايي: ((تاسې هر يوه ته دوه ګرايه سزا ده؛ خو نه پوهېږئ (؛ ځكه كه لارويان پر مشرانو راغونډ شوي نه واى؛ نو د خلكو د تېرايستو وسه یې نه درلوده).))  (۳۸)
وَقَالَتْ أُولاَهُمْ لأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ فَذُوقُواْ الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ ﴿۳۹﴾ او دوی مشران به خپلو لارويانو ته وايي: (( (که داسې وي؛ نو) تاسې پر موږ څه ښه توب نه لرئ؛ نو د خپلو كړنو په پايله كې (الهي) عذاب وڅكئ !)) (۳۹)
إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُواْ عَنْهَا لاَ تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاء وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ ﴿۴۰﴾ په رښتینه كې هغوى چې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي او (له منلو) يې سرغړولى دى، دوی ته (هېڅكله د معنويت  او لورنې) د اسمان، ورونه نه ورپرانستل كېږي او جنت ته یې ورننووتل هومره ناشوني دي؛ لكه د ستنې له ستومي د اوښ تېرېدل! دغسې ګناهګارانو ته سزا وركوو. (۴۰)
لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۴۱﴾ دوى ته د دوزخ لاندېستوني او له پاسه به د دوزخ بړستنې ورخورې وي او ظالمانو ته دغسې سزا وركوو. (۴۱)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۴۲﴾ او هغوى چې ايمان راوړى او نېكي يې كړې وي (څومره نیکي یې چې کړې وي قبلوو یې؛ ځکه) موږ پر هېچا، له وسې یې هاخوا مکلفیت نه ږدو دوى تلمېشتي جنتيان دي.(۴۲)
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الأَنْهَارُ وَقَالُواْ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلا أَنْ هَدَانَا اللّهُ لَقَدْ جَاءتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُواْ أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾ او د دوی له زړونو خيري (او کينې) وباسو (چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوند وكړي) او تر (ماڼيو او ونو لاندې) یې ويالې بهيږي او وايي: (( ستاېنه يوازې الله ته ده، چې موږ ته يې (دې) مقام ته (په ايمان د وررسېدو) سمه لار راوښووله او كه الله سمه لار راښوولې نه واى؛ نو دا (مقام) مو په برخه كېداى نشو. په رښتيا، زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و.)) او پر دغه وخت غږ پرې كېږي: (( دا جنت تاسې د خپلو کړنو له لامله په ميراث يووړ.)) (۴۳)
وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُواْ نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ او جنتيان به دوزخيانو ته ورغږ كړي: ((زموږ پالونكي چې د څه ژمنه راسره كړې وه، بشپړه مو ومونده، ايا تاسې هم هغه ژمنه پوره ومونده، چې ستاسې پالونكي درسره كړې وه؟)) ځواب به وركړي: ((هو!)) په دې وخت كې به د دوى (جنتيانو او دوزخيانو) له منځه يو  خبروونکی غږ كړي: پر ظالمانو دې د الله لعنت وي. (۴۴)
الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِالآخِرَةِ كَافِرُونَ ﴿۴۵﴾ ظالمان هماغوى دي، چې [خلك] د الله له لارې منع کوي او (د شبهاتو په اچولو سره) هڅه کوي، چې كږه وږه يې وښيي او پر آخرت كافران دي.)) (۴۵)
وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ﴿۴۶﴾ او د دوی ترمنځ پرده او پوله ده او پر لوړو (اعراف) يې داسې (لوړ پوړي) سړي دي، چې دا هر یو (جنتي او دوزخي) له څېرو پېژنې او پر جنتيانو غږ کوي: ((سلام پر تاسې!)) چې دوی لا تراوسه جنت ته ورننووتي نه دي (؛ خو ورته) هيلمن دي. (۴۶)
وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاء أَصْحَابِ النَّارِ قَالُواْ رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾ او چې د دوی سترګې پر دوزخيانو ولګي؛ نو وايي: (( پالونكيه! موږ له ظالمانو سره مه يو ځاى كوه .)) (۴۷)
وَنَادَى أَصْحَابُ الأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُواْ مَا أَغْنَى عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۸﴾ اعرافيان به (دوزخي) سړيو ته چې له څېرو يې پېژني، ورغږ كړي :(( ( ومو ليدل چې) ستاسې (د شتمنيو او وګړيو) راغونډونه او همېشنۍ لويي په ښه در نه غلل)) (۴۸)
أَهَؤُلاء الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لاَ يَنَالُهُمُ اللّهُ بِرَحْمَةٍ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۴۹﴾ ايا دوى هماغوى دي، چې قسمونه يې خوړل، چې الله به هېڅكله پرې و نه لورېږي؟! (خو الله د ايمان او ځينو نېكو چارو له لامله وبښل، اوس ورته ويل كېږي:) جنت ته ورننوځئ، چې نه به (پکې) درباندې وېره وي او نه به غمجن شئ. (۴۹)
وَنَادَى أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُواْ عَلَيْنَا مِنَ الْمَاء أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۵۰﴾ او دوزخيان به جنتيانو ته ورغږ كړي: (( پر موږ خو لږې اوبه يا د الله له دركړې روزۍ يو څه راوغورځوئ، (په ځواب كې ورته) وايي: الله دا دواړه پر كافرانو حرام كړي دي.)) (۵۰)
الَّذِينَ اتَّخَذُواْ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ نَنسَاهُمْ كَمَا نَسُواْ لِقَاء يَوْمِهِمْ هَذَا وَمَا كَانُواْ بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۵۱﴾ هغه کسان چې خپل دين يې لوبه او ساتېرى ګڼلى و او دنيوي ژوند غولولي وو، نن يې هماغه شان هېروو؛ لكه چې دوى ددې خپلې ورځې کتنه هېره كړې وه او زموږ له آيتونو يې نټه او انكار كاوه. (۵۱)
وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ او په رښتینه كې موږ دوی ته یو داسې كتاب راوړ، چې د ده (خوالې) مو د علم له مخې تشريح كړي،(داسې کتاب) چې مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى. (۵۲)
هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ تَأْوِيلَهُ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَاءتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَاء فَيَشْفَعُواْ لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ قَدْ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۵۳﴾ ايا دوى بې د آيتونو له تاويل (او د الهي ګواښونو له رارسېدو) بل څه ته څارو دي؟! پر هغه ورځ، چې تاويل يې راورسي (؛ نو اوبه تر ورخه تېرې وي او پښېماني بې ګټې ده او) هغه کسان چې پخوا يې هېر کړي وو، وايي: (( زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و؛ ايا (نن) موږ ته سپارښتګر شته، چې شفاعت مو وكړي؛ يا (اجازه راكړه شي، چې دنيا ته) ورستانه شو، چې (دا ځل) د پخوانيو كړنو پرځاى نور څه وكړو ؟))؛ خو دوى پخپله خپل ځانونه زيانمن كړي او چې په دروغو يې كوم معبودان جوړ كړي ول، ټول ترې وركېږي (نه د ستنېدو لار لري او نه سپارښتګر.) (۵۳)
إِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۵۴﴾ په رښتینه کې ستاسې پالونكى هماغه “الله” دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو ] كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استوا وکړه [د هستۍ پر سنبالنه لګيا شو،] د شپې (په نرۍ پردې) د ورځې رڼا پټوي او بيا شپه په ورځې پسې په منډه راځي او لمر و سپوږمۍ او ستوري يې پيدا كړل، چې دهغه د امر اېل دي. پوه شئ، چې پنځون او( د نړۍ) سنبالنه، د “الله” (او د هغه په امر) ده، مبارک (او پايند) دى هغه الله چې (نا زواله) د نړۍ پالونکی دى. (۵۴)
ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۵۵﴾ خپل پالونكى په زاريو او پټه دروبلئ (او له تېري لاس واخلئ، چې) هغه تېري ګر نه خوښوي. (۵۵)
وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ او په ځمكه کې تر سمون روسته یې فساد مه کوئ او الله ‏د وېرې او هيلې له مخې دروبلئ (وېره له مسووليتونو او هيله يې رحمت ته ده او نېكي وكړئ )؛ ځكه د الله رحمت نېكانو ته ورنژدې دى.(۵۶)
وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْموْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۵۷﴾ او (الله) هغه (ذات) دى، چې بادونه تر خپل رحمت [باران] مخكې زېرګري لېږي، چې درنې ورېځې راوالوځوي؛ (بيا) يې د مړو (شاړو) ځمکو خوا ته ورشړو؛ نو باران ترې وروو او په اوبو (باران) له (خاورې) ډول ډول مېوې راباسو. دغسې (چې مړې ځمكې مو راژوندۍ كړې) مړي (هم په قیامت کې) را ژوندي كوو، ښايي (له دې بېلګې) پند واخلئ. (۵۷)
وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لاَ يَخْرُجُ إِلاَّ نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ ﴿۵۸﴾ او ښه (او خوږه) ځمكه د خپل پالونكي په امر خپل ښه حاصل راټوكوي؛ خو ناکاره (او ښوره ګره) ځمكه ناڅيزه او بې ارزښته ګياوې راټوكوي، دغسې موږ (خپلې) نښې منندویانو ته رنګارنګ څرګندوو. (۵۸)
لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۵۹﴾ په يقين موږ نوح د ده خپل قوم ته ولېږه؛ نو ورته یې وويل: (( زما قومه! (يوازې) “الله” ولمانځئ، چې بې له ده معبود درته نشته. ( او كه بې له هغه ولمانځئ؛ نو) زه پر تاسې د لويې ورځې له عذابه وېرېږم !))
(۵۹)
قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۶۰﴾ (خو) د قوم مشرانو يې وويل: (( ته خو (پخپله) په څرګند بېلارېتوب کې راته ښکارې.))  (۶۰)
قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلاَلَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۱﴾ و يې ويل: زما قومه ! هېڅ بېلاريتوب راکې نشته؛ بلكې د نړۍ د پالونکي له لوري یو استازى يم.(۶۱)
أُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۶۲﴾ چې تاسې ته د خپل پالونكي پېغامونه رسوم او نصيحت درته کوم او د الله له لوري په داسې څيزونو پوهېږم، چې تاسې (پرې) نه پوهېږئ. (۶۲)
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُواْ وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۶۳﴾ ايا تاسې په دې اریان شوئ، چې ستاسې د پالونکي له لوري تاسې ته ستاسې د یوه سړي په خوله څه نصيحت راغلی، چې (د ناوړه كړنو له پايلو) مو ووېروي او(ددې لارښوونو په رڼا كې) پرهېزګاري وكړئ او ښايي لورنه درباندې وشي؟!)) (۶۳)
فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُواْ قَوْمًا عَمِينَ ﴿۶۴﴾ نو هغه یې دروغجن وګاڼه او موږ نوح او په بېړۍ كې ورسره خلك وژغورل او هغوى مو ډوب كړل ،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو؛ ځكه دا ړنده (او مړ زړې) ډله وه. (۶۴)
وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُونَ ﴿۶۵﴾ او موږ د عاد قوم ته د دوی رور”هود” (ولېږه) چې ويې ويل: ” زما قومه ! (يوازې) الله ولمانځئ او بې له ده معبود درته نشته؛ نو ولې پرهېزگاري (او ځان ساتنه) نه کوئ؟!” (۶۵)
قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۶۶﴾ د قوم كافرو مشرانو يې وويل:(( بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى، چې دروغجن يې.)) (۶۶)
قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي سَفَاهَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۶۷﴾ و يې ويل: زما قومه! هېڅ کمعقلي را کې نشته؛ بلكې د نړۍ د پالونکي له لوري یو استازى يم.(۶۷)
أُبَلِّغُكُمْ رِسَالاتِ رَبِّي وَأَنَاْ لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ ﴿۶۸﴾ تاسې ته د خپل پالونكي پېغامونه دررسوم او درته امین او باوري نصيحتګر يم. (۶۸)
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَاذكُرُواْ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاء مِن بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً فَاذْكُرُواْ آلاء اللّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ ايا په دې اریان شوئ، چې ستاسې د پالونکي له لوري تاسې ته ستاسې د یوه سړي په خوله څه نصيحت راغلی، چې (له الهي مجازاتو) مو ووېروي؟! او درياد كړئ، چې تاسې يې د نوح تر قوم روسته (د دوى) ځايناستي او په (بدني) پنځون کې يې ډېر پياوړي کړئ (ښه دنګ او لوړ بدنونه يې درکړل)؛ نو د الله نعمتونه درياد كړئ؛ ښايي بريا ومومئ.)) (۶۹)
قَالُواْ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۷۰﴾ (عاديانو) وويل: ((ایا ته موږ ته ددې لپاره راغلى يې، چې موږ يوازې يو الله ولمانځو او هغه (بوتان) پرېږدو، چې پلرونو مو لمانځل؟! كه رښتونى يې؛ نو موږ ته چې (د الهي عذاب او بلا) اخطار راكوې، را یې وله !))  (۷۰)
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤكُم مَّا نَزَّلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ فَانتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ﴿۷۱﴾ (هود) وويل: (( په رښتيا ستاسې د پالونكي (له لوري) عذاب او غضب درباندې رښتونی شو. ايا په هغو نامو کې شخړه راسره كوئ،چې تاسې او پلرونو مو (پر بوتانو د معبود او خدای په نامه) ايښي، چې الله یې په باب كوم دليل رالېږلى نه دى؟؛نو منتظر وسئ او زه هم درسره انتظار كاږم ! (تاسې زما د ماتې په انتظار او زه درته د الهي عذاب څارو يم.) )) (۷۱)
فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَمَا كَانُواْ مُؤْمِنِينَ ﴿۷۲﴾ نو (په پاى کې) موږ هود او ملګري يې په خپل رحمت وژغورل او د هغو خلكو سټه مو وايسته، چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او ایمان راوړوونکي نه وو. ۷۲)
وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ هَذِهِ نَاقَةُ اللّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللّهِ وَلاَ تَمَسُّوهَا بِسُوَءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ او موږ ثمودیانو ته د دوی رور صالح (ولېږه) چې ورته يې وويل: (( زما قومه ! (يوازې) الله ولمانځئ، چې تاسې ته بې له ده معبود نشته. دادی تاسې ته ستاسې د پالونكي له لوري څرګنده نښه (او معجزه) راغلې: دا د الله “اوښه” درته معجزه ده؛ نو دا پرېږدئ، چې د الله پر ځمكه وڅري او زيان مه وررسوئ؛ که نه پر دردناك عذاب به اخته شئ‏! (۷۳)
وَاذْكُرُواْ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاء مِن بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا فَاذْكُرُواْ آلاء اللّهِ وَلاَ تَعْثَوْا فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۷۴﴾ او درياد كړئ، چې كله يې تاسې د”عاد” تر قوم روسته (د دوى) ځايناستي او پر ځمكه يې مېشت كړئ، چې په هوارو كې يې ماڼۍ جوړوئ او غرونه د كورونو (جوړولو) ته توږئ؛ نو ځكه د الله نعمتونه درياد كړئ او په ځمكه كې د فساد هڅې مه کوئ.)) (۷۴)
قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُواْ لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ قَالُواْ إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۷۵﴾ (خو) د ده د قوم كبرجنو مشرانو مؤمنو بېوزليو ته وويل: ((ايا ډاډمن ياست، چې صالح د خپل پالونكي له لوري یو استازى دى؟)) و يې ويل: (هو)، ((موږ يې پر رسالت ايمان راوړى دى.)) (۷۵)
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ إِنَّا بِالَّذِيَ آمَنتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۷۶﴾ سرغړاندو وويل:(( پر څه چې تاسې ايمان لرئ،موږ پرې ګروهن نه يو.)) (۷۶)
فَعَقَرُواْ النَّاقَةَ وَعَتَوْاْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُواْ يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۷۷﴾ نو دوی “اوښه” ژوبله کړه ((او و یې وژله)) او د خپل پالونكي له امره يې سرغړونه وکړه، و يې ويل: ((صالحه! كه (د الله) له استازيو يې؛ نو په څه چې موږ ګواښې، را یې وله !)) (۷۷)
فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۷۸﴾ نو (په پاى كې سختې) جټکې ونيول او (سهار) پخپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پرېوتل. (۷۸)
فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِن لاَّ تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ ﴿۷۹﴾ نو (صالح) مخ ترې واړاوه، ويې ويل: ((زما قومه ! ما په رښتیا د خپل پالونكي پېغام درورساوه او نصيحت مې درته وكړ؛ خو (څه وكړم، چې) تاسې نصيحتګر نه خوښوئ.)) (۷۹)
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّن الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ او (درياد كړه) لوط، چې كله خپل قوم ته وويل: (( ولې (داسې) ناوړه چاره كوئ، چې تر تاسې مخكې په نړۍ كې هېچا نه وه كړې ؟ (۸۰)
إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاء بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ ﴿۸۱﴾ په رښتینه کې تاسې د ښځو پرځاى له نارينه وو سره خپله جنسي غريزه مړوئ؟ هو! تاسې يوه بريد ماتې ډله ياست. )) (۸۱)
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُواْ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿۸۲﴾ او دهغه د قوم يوازېنى ځواب دا و، چې و يې ويل: (( دوی له خپلو كليو وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې ډېر پاک پاک کېږي (ځان سپین لمني ښيي او پر يوه لار راسره نه دي!) )) (۸۲)
فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلاَّ امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۸۳﴾ (او كار چې تردې راورسېد)؛ نو موږ لوط او كورنۍ يې وژغورله (؛ خو) بې له مېرمنې يې چې (په ښار كې) له پاتېدونکيو وه. (۸۳)
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ ﴿۸۴﴾ او موږ پر دوی (د کاڼو داسې) باران ووراوه (چې دوی یې وځپل او ورک يې كړل)؛ نو وګوره، چې د مجرمانو د كړنو پاى څه شوه !!! (۸۴)
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۸۵﴾ او موږ مدين ته د دوی رور شعيب (ولېږه) چې و يې ويل: (( زما قومه ! الله ولمانځئ، چې بې له ده معبود درته نشته، بېشکه تاسې ته ستاسې د پالونكي له لوري څرګنده لارښوونه راغلې ده؛ نو ځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مه كموئ او د ځمکې تر سمون روسته فساد پکې مه کوئ، كه مؤمنين ياست(؛نو) دا درته غوره ده.  (۸۵)
وَلاَ تَقْعُدُواْ بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُواْ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۶﴾ او د هرې لارې پر سر (خلکو ته په څارنځي کې) مه كېنئ، چې (خلك) وگواښئ او مؤمنان د الله له لارې منع كړئ او (د شبهاتو په خپرولو) دوی په کږو وږو سر کړئ او درياد كړئ هغه وخت چې شمېر مو لږ و؛ نو الله ډېر كړئ او ګورئ، چې د ورانکاريو پايله څنګه شوه! (۸۶)
وَإِن كَانَ طَآئِفَةٌ مِّنكُمْ آمَنُواْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَآئِفَةٌ لَّمْ يْؤْمِنُواْ فَاصْبِرُواْ حَتَّى يَحْكُمَ اللّهُ بَيْنَنَا وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۷﴾ او كه ستاسې يوه ډله زما راوړى دين مني او بله يې نه مني؛ نو صبر وكړئ، چې الله زموږ ترمنځ پرېكړه وكړي او هغه ډېرغوره پرېکړه كوونكى دى. (۸۷)
قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ ﴿۸۸﴾ دهغه د قوم زورواکو او سرغړاندو مشرانو وويل: (( شعيبه! موږ هرومرو تا او هغوى چې پر تا يې ايمان راوړى، له خپلې سيمې وباسو؛ خو داچې بېرته زموږ لارې ته راواوړئ.)) شعيب وويل: ((که زموږ زړه و نه غواړي؟! (۸۸)
قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَا أَن نَّعُودَ فِيهَا إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا عَلَى اللّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ ﴿۸۹﴾ که موږ بېرته ستاسې دين ومانه – سره له دې چې الله ترې ژغورلي يو – (؛ نو) په رښتيا پر الله به مو دروغ تړلي وي او موږ ته نه ښايي چې هغه (دین) ته دروګرځو؛ خو داچې زموږ د پالونكي الله خوښه وي(خو الله هم کله دغسې نه غواړي) زموږ د پالونكي پوهه پر هر څه راچاپېره ده، پر الله مو بروسه كړې ده. پالونكيه ! زما او د قوم ترمنځ مې پرحقه پرېكړه وكړه، چې ته ډېرغوره پرېکړه كوونكى او لار پرانستونی يې. (۸۹)
وَقَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ ﴿۹۰﴾ او د قوم کافر شويو زورواکو مشرانو یې وويل: ((كه د شعيب لاروي وكړئ (؛نو) بېشکه تاوان کوئ.)) (۹۰)
فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۹۱﴾ نو دوی زلزلې ونيول او ګهیځ مهال په خپلو كورونو كې پړمخې(مړه) پرېوتل. (۹۱)
الَّذِينَ كَذَّبُواْ شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْاْ فِيهَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ شُعَيْبًا كَانُواْ هُمُ الْخَاسِرِينَ ﴿۹۲﴾ د شعیب منکران (داسې له منځه ولاړل) ته وا په دې (کورونو) کې هډو وسېدلي نه وو، د شعیب منکران پخپله زیانمن وو‏. (۹۲)
فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿۹۳﴾ نو شعيب مخ ترې واړو او و يې ويل: (( زما قومه ! په رښتيا ما د خپل پالونكي پېغامونه در ورسول او نصيحت مې درته وكړ؛ نو څنګه د كافرانو پر (برخلیک) خپه شم ؟!))  (۹۳)
وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّبِيٍّ إِلاَّ أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ ﴿۹۴﴾ او موږ چې هرې سيمي ته کوم پېغمبر ورلېږلى؛ نو وسېدونكي يې مو په تنګلاسۍ او(بدني او روحي) زيانونو اخته كړي، چې ښايي زاري وکړي [او الله ته ورمخه کړي].  (۹۴)
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّيِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتَّى عَفَواْ وَّقَالُواْ قَدْ مَسَّ آبَاءنَا الضَّرَّاء وَالسَّرَّاء فَأَخَذْنَاهُم بَغْتَةً وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۹۵﴾ بيا (چې دغو ګواښونو اغېز پرې و نه کړ؛ نو) موږ د بدۍ (او بېوزلۍ او كړاو) پر ځاى نېكي (او سوكالي او د نعمتونو پراخي)  پرې راوسته، تردې چې ښه يې ورغېده (او هر ډول نعمتونه او بركتونه يې پر برخه شول؛ نو مغرور شول) او و يې ويل: ((په رښتینه کې (يوازې موږ په دې ستونزو اخته شوي نه يو؛ بلكې د زمانې د عادت له مخې) زموږ پلرونه هم پر سختۍ او سوكالۍ اخته شوي ول.)) چې داسې شوه؛ نو دوى مو په ناخبرۍ كې ناڅاپه (د خپلو كړنو له لامله) ونيول (او سزا مو وركړه) . (۹۵)
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۹۶﴾ او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوا يې درلودای؛ نو موږ د اسمان او ځمكې د بركتونو ورونه ورپرانستل؛ خو (زموږ آیتونه او پېغامونه يې) دروغ وګڼل؛ نو موږ هم دوی د خپلو كړنو په سزا كې راونیول. (۹۶)
أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَآئِمُونَ ﴿۹۷﴾ نو ايا ددې ښارونو وسېدونكي له دې ډاډمن دي، چې د شپې شپې او په خوب کې زموږعذاب پرې راشي ؟ (۹۷)
أَوَ أَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۹۸﴾ او ايا ددې ښارونو وسېدونكي له دې ډاډمن دي، چې د ورځې پر (دنيوي لوبو او گناه) اخته وي او زموږ عذاب پرې راشي؟ (۹۸)
أَفَأَمِنُواْ مَكْرَ اللّهِ فَلاَ يَأْمَنُ مَكْرَ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹۹﴾ ايا دوى د الله له پټ تدبير او ناڅاپي نيونې ډاډمن دي؟؛ خو بې له زيانکارانو څوک د الله له تدبیره ځان خوندي نه بولي. (۹۹)
أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الأَرْضَ مِن بَعْدِ أَهْلِهَا أَن لَّوْ نَشَاء أَصَبْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ ﴿۱۰۰﴾ او ايا (د تېرو تاریخ) د ځمکې را روسته پاتوړیو ته دا و نه ښوده، که وغواړو، دوی هم د خپلو ګناهونو په وجه ‏ هلاکوو او پر زړونو يې ټاپه لګوو، چې (حق خبره) وا نه وري. (۱۰۰)
تِلْكَ الْقُرَى نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَآئِهَا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ بِمَا كَذَّبُواْ مِن قَبْلُ كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللّهُ عَلَىَ قُلُوبِ الْكَافِرِينَ ﴿۱۰۱﴾ دا (هغه) ښارونه او ابادۍ دي، چې موږ يې د قیصو يوه برخه تا ته در اوروو او په رښتيا، د دوی استازیو څرګندې لارښوونې وروړې (؛ خو دومره ځېليان ول،) كوم څیز يې چې مخكې دروغ ګڼلى و؛ نو ايمان يې پرې را نه ووړ، الله همداسې د كافرانو پر زړونو ټاپه لګوي (او د ځېل او پرلپسې ګناه له لامله د دوی د تشخيص ځواک له منځه وړي).(۱۰۱)
وَمَا وَجَدْنَا لأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ وَإِن وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ ﴿۱۰۲﴾ او موږ د دوی زیاتره پر ژمنو ولاړ و نه موندل (؛بلكې) د دوی ډېر مو سرغړاندي وموندل. (۱۰۲)
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُواْ بِهَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۰۳﴾ بيا موږ په مخكېنيو پېغمبرانو پسې موسى، له خپلو څرګندو معجزو سره، فرعون او د قوم مشرانو ته یې ورولېږه؛ خو زموږ د آیتونو په حق کې يې تېری وكړ؛ نو وګوره، چې د سرغړاندو پاى څنګه شوه ! (۱۰۳)
وَقَالَ مُوسَى يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾ او موسى وويل: فرعونه ! په رښتيا زه د نړۍ پالونکي له لوري یو استازى يم ؛ (۱۰۴)
حَقِيقٌ عَلَى أَن لاَّ أَقُولَ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۰۵﴾ وړ ده، چې د الله په باب به يوازې حق (او رښتيا) وايم او ما ستاسې د پالونكي له لوري څرګند دليل درته راوړى؛ نو بني اسراييل راسره ولېږه. (۱۰۵)
قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۰۶﴾ (فرعون) وويل:((كه كومه نښه دې راوړې وي (او) رښتونى يې؛ نو را و يې ښيه.))(۱۰۶)
فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ ﴿۱۰۷﴾ او (موسى) خپله کونټۍ وغورځوله؛ نو له واره ښكاره ښامار ترې جوړ شو.  (۱۰۷)
وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاء لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۰۸﴾ او خپل لاس يې له ګرېوانه راوايست؛ نو ناڅاپه ټولو كتونكيو ته تك سپين ځلېده. (۱۰۸)
قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۹﴾ د فرعون د قوم مشرانو وويل: بېشكه ! دا ډېر پوه كوډګر دى. (۱۰۹)
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿۱۱۰﴾ (دوی وویل: موسی) غواړي تا له خپل ټاټوبي وباسي (او ستا هېواد ولکه کړي)؛ نو (په دې باب) څه امر کوئ؟ (۱۱۰)
قَالُواْ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَآئِنِ حَاشِرِينَ ﴿۱۱۱﴾ ( بيا يې فرعون ته) وويل: ((د موسى او رور (كار) يې ( په يوه ډول) وځنډوه او ښارونو ته اربکي ورولېږه. (۱۱۱)
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ ﴿۱۱۲﴾ (چې) پوه او تكړه كوډګر درته راولي.)) (۱۱۲)
وَجَاء السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالْواْ إِنَّ لَنَا لأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ﴿۱۱۳﴾ او كوډګر فرعون ته ورغلل او و يې ويل: (( كه بريالي شوو؛ نو څه مكافات به راكول كېږي ؟!))  (۱۱۳)
قَالَ نَعَمْ وَإَنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۱۱۴﴾ (فرعون ورته) وويل: (( هو! او (پردې سربېره) البته تاسې به زما له نژدې كسانو ياست.)) (۱۱۴)
قَالُواْ يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ ﴿۱۱۵﴾ (د مقابلې ورځ راورسېده، كوډګرو) وويل: ((موسى ! (يا دې کونټۍ) وغورځوه يا داچې موږ (د کوډو وزلې: پړي) وغورځوو.)) (۱۱۵)
قَالَ أَلْقُوْاْ فَلَمَّا أَلْقَوْاْ سَحَرُواْ أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ ﴿۱۱۶﴾ (موسى د الهي بریا په ډاډ) وويل: ((وغورځوئ.)) دوى چې (د خپلو كوډو وزلې) وغورځولې؛ نو د خلكو پر سترګو يې جادو وكړ، و يې وېرول او ډېرې غټې كوډې يې وكړې(۱۱۶)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿۱۱۷﴾ او (موږ) موسى ته وحې وكړه : ((خپله کونټۍ دې وغورځوه.)) ناڅاپه (د ستر مار په بڼه شوه، چې) د دوى د دروغو وزلې يې ونغړلې.(۱۱۷)
فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۸﴾ نو (پردې وخت) حق څرګند شو او څه چې دوى جوړ كړي ول، (چورلټ) باطل شول. (۱۱۸)
فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَانقَلَبُواْ صَاغِرِينَ ﴿۱۱۹﴾ انو دلته (ټول) ماتې خوړلي او خوار سپك شول.(۱۱۹)
وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ﴿۱۲۰﴾ او كوډګر (بېواکه) پر سجده پرېوتل، (۱۲۰)
قَالُواْ آمَنَّا بِرِبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۱﴾ (او کوډګرو) وويل: ((موږ د نړۍ پر پالونکي ايمان راووړ؛ (۱۲۱)
رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۲۲﴾ (هماغه) د موسى او هارون پالونكى.)) (۱۲۲)
قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنتُم بِهِ قَبْلَ أَن آذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُواْ مِنْهَا أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۱۲۳﴾ فرعون وويل: (( تاسې زما تر اجازې مخكې ايمان پرې راووړ؟ هرومرو دا خو يو چل دى، چې په ښار کې مو جوړ كړى، چې وسېدونكي يې له دې ځايه کډوال کړئ؛ خو ژر به پوه شئ (چې څه درسره کوم)! (۱۲۳)
لأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلاَفٍ ثُمَّ لأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۲۴﴾ زه به هرومرو ستاسې لاس و پښې ردې بدلې (= ښى لاس له كېڼې پښې سره يا اپوټه) غوڅې كړم، بيا به تاسې ټول سولۍ کړم.)) (۱۲۴)
قَالُواْ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ﴿۱۲۵﴾ (كوډګرو) وويل: (( (مهمه نه ده، څه چې غواړې و يې کړه) په حقيقت کې موږ يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورتلونکي يو.(۱۲۵)
وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلاَّ أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءتْنَا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ﴿۱۲۶﴾ او پر موږ ستا یوازینۍ نیوکه دا ده، چې کله زموږ د پالونكي نښې، موږ ته راښکاره شوې (؛ نو) و مو منلې. پالونكيه! پر موږ صبر و زغم ووروه او مسلمانان مو مړه كړې.)) (۱۲۶)
وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ ﴿۱۲۷﴾ او د فرعون د قوم مشرانو وويل: (( ايا موسى او قوم يې همداسې پرېږدې، چې پر ځمكه فساد خور كړي، تا او خدايان دې پرېږدي؟! ويې ويل: ژر به یې زامن ووژنم او ښځې (لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (چې خدمتګارانې ‏مو وي) او پوره پرې زورور يو.))  (۱۲۷)
قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۸﴾ موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل: ((له الله ‏مرسته وغواړئ او صبر خپل كړئ، چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي، په میراث یې ورکوي او د متقیانو پاى ښه ده.))
(۱۲۸)
قَالُواْ أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِينَا وَمِن بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿۱۲۹﴾ بني اسراييلو موسى ته وويل:((ستا تر راتګ له مخه هم ځورول كېدو او تر راتلو روسته دې هم!( كله به دا ځورېدنې پاى ته ورسي؟) )) موسى وويل: ((هيله ده پالونكى مو ستاسې دښمن هلاك كړي او تاسې پر ځمكه د دوی ځايناستي كړي، چې (الله) وګوري، چې څنګه چلن كوئ.)) (۱۲۹)
وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَونَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِّن الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۳۰﴾ او په رښتیا موږ فرعونيان په كلونو په سوکړې او د حاصلاتو پر كمښت اخته كړل، ښايي پند واخلي.(۱۳۰)
فَإِذَا جَاءتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُواْ لَنَا هَذِهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُواْ بِمُوسَى وَمَن مَّعَهُ أَلا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللّهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۳۱﴾ خو (دوى نه يوازې پند وانه خست؛ بلكې) چې کله پراخي او ښه وخت پرې راتله؛ نو ويل يې: ((موږ خو د همدې پراخۍ وړ يو.)) ؛ خو چې ناورين (او تنګسه) به ورغله (؛ نو) ويل يې: (( دا شومي د موسى او د ملګرو له لاسه يې ده)) خبردار شئ، چې (ښې او بدې) طالع يوازې له الله سره دي؛ خو ډېر يې نه پوهېږي.(۱۳۱)
وَقَالُواْ مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِن آيَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۲﴾ او موسى ته يې وويل: ((كه موږ ته هر څنګه معجزه راوړې، چې کوډې راباندې وکړې؛نو (پوه شه، چې) پر تا ايمان نه راوړو.)) (۱۳۲)
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلاَتٍ فَاسْتَكْبَرُواْ وَكَانُواْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ ﴿۱۳۳﴾ نو (موږ يو په بل پسې ناورينونه پرې ورکوز کړل:) توپان، ملخان، کنې، چونګښې او د وينو باران مو پرې ورحواله کړل، چې دا ټولې نښې مو بېلابېلې وښوولې (؛ خو بيا هم راويښ نشول او) لويي يې وکړه او دوى بدچاري وو. (۱۳۳)
وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُواْ يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۳۴﴾ او چې کله به پر کوم ناورين اخته شو، ويل يي: (( موسى! ستا پالونكي، چې كومه ژمنه درسره كړې، ترې وغواړه، چې عملي يې كړي، كه له موږ دې دا ناورين ايسته كړ؛ نو هرومرو ايمان راوړو او بني اسراييل درسره لېږو.)) (۱۳۴)
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَى أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ ﴿۱۳۵﴾ خو چې كله موږ خپل عذاب د يوه ټاكلي وخت لپاره، چې (په هر حال) وررسېدونكى و، ترې وتمباوه (؛نو) خپله ژمنه به يې ماته كړه. (۱۳۵)
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَكَانُواْ عَنْهَا غَافِلِينَ ﴿۱۳۶﴾ نو (په پاى كې) موږ غچ ترې واخست او په سمندر كې مو ورډوب كړل؛ ځكه زموږ نښې يې دروغ ګڼلې او ترې بې پروا ول.(۱۳۶)
وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُواْ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُواْ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُواْ يَعْرِشُونَ ﴿۱۳۷﴾ او موږ هغوى چې (د ظلم او تېري له لامله) كمزوري او بېوسې کړای شوي ول، د بركتي ځمكې، د ختيځ او لويديځ پاتوړي كړل او د بني اسراييلو په باب ستا د پالونكي د احسان ژمنه د دوی د زغم له لامله پوره شوه او فرعون او فرعونيانو، چې څه (دنګې ماڼۍ) ودانولې او (د څپرو څه باغونه يې چې) لوړ كړي ول، (دا ټول) مو ویجاړ کړل. (۱۳۷)
وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْاْ عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿۱۳۸﴾ او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛ (ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېر شوي وو. (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل: ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه.)) موسى ورته وويل: ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوه قوم ياست! او (بوت لمانځنه د عاقلانو چار نه دى ). (۱۳۸)
إِنَّ هَؤُلاء مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۹﴾ (موسى وويل:) په حقيقت کې دوى (چې ګورئ) ؛ نو د چارو پاى يې هلاکت دی او څه چې دوی كوي، سر تر پايه، باطل (او بې ګټې) دي !)) (۱۳۹)
قَالَ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۴۰﴾ (بيا يې) وويل: ((ايا تاسې ته بې له “الله” بل معبود ولټوم؟؛ خو هغه تاسې ته پر نړيوالو (او د خپل وخت پر خلكو) فضيلت او لوړاوى دركړى دى.))(۱۴۰)
وَإِذْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَونَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاء مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۱۴۱﴾ او (درياد كړئ) هغه وخت، چې موږ تاسې د فرعونيانو له (منګولو) وژغورلئ، چې تاسې یې سخت ربړولئ، ستاسې زامن يې وژل او ښځې [= لوڼې] يې (چوپړ) ته ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسې د پالونكي له لوري ستره ازمېينه وه. (۱۴۱)
وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴۲﴾ او موږ له موسی سره (په طور غره کې د تورات او الهي آیتونو اخستو لپاره) دېرش شپې وعده ایښې وه او موږ دا وعده په لسو نورو شپو پوره کړه؛ نو د خپل پالونکي له لوري ټاکلی وخت د څلوېښت شپو په تېرېدو پای ته ورسید او موسى (د تلو پر مهال) خپل رور هارون ته وويل:(( په قوم كې مې ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه.)) (۱۴۲)
وَلَمَّا جَاء مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ موسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۴۳﴾ او چې كله موسى زموږ ژمنځي (طور) ته راغی او پالونكي يې خبرې ورسره وكړې، موسى وویل: ((پالونكيه ! (ځان) راوښيه، چې و دې ګورم.)) و يې ويل: (( هېڅکله مې لیدای نشې؛ خو دې غره ته وګوره، كه پرخپل ځاى ولاړ پاتې شو؛ نو ليداى مې شې.))؛ خو چې پالونكي يې پر غره ځلا وکړه؛ نو غر یې ذرې ذرې کړ او موسى بېسده پرېووت؛ نو چې په سد شو، و یې ویل: (( (خدایه!) ته (له دې) پاک یې (چې په سترګو ولیدل شې)، پر لوري دې درستون شوم (توبه کوم) او لومړی مؤمن یم (چې الهي ذات د لیدو وړ نه دی).)) (۱۴۳)
قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالاَتِي وَبِكَلاَمِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۴﴾ (الله) وويل: ((په رښتيا ما ته په خپلو پېغامونو او (درسره) په خپلو خبرو، پر ټولو خلكو غوره كړې؛ نو څه چې مې دركړي، وا یې خله او منندوی وسه.)) (۱۴۴)
وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُواْ بِأَحْسَنِهَا سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۴۵﴾ او موږ ده ته د هرې موضوع په باب نصيحت او د هر شي په باب لارښوونې (د تورات) پر تختو ليكلې وركړې او ورته مو وويل: نو دا په ټينګه واخله او خپل قوم ته دې ووايه: ((چې د دوی غوره وکاروي (لکه د قصاص او عفوې ترمنځ عفوه وټاکي) (او څوک چې مخالفت ورسره وكړي، سزا يې دوزخ دى) ژر به د بدچارو هستوګنځى دروښيم.)) (۱۴۵)
سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِن يَرَوْاْ كُلَّ آيَةٍ لاَّ يُؤْمِنُواْ بِهَا وَإِن يَرَوْاْ سَبِيلَ الرُّشْدِ لاَ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِن يَرَوْاْ سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَكَانُواْ عَنْهَا غَافِلِينَ ﴿۱۴۶﴾ ژر به هغوى له خپلو نښو (له ايمان راوړو) واړوم، چې پر ځمكه په ناحقه لويي كوي، دوى كه هره نښه او آيت وويني، ايمان پرې نه راوړي او كه سمه لار ويني، نه يې خپلوي او كه كږه لار وويني، خپلوي يې (او ځي پرې)؛ ځکه زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او ترې بې پروا وو! (۱۴۶)
وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَلِقَاء الآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلاَّ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۷﴾ او زموږ د آیتونو او د آخرت د مخامخېدو د منکرانو کړنې بابیزه شوې، دوی ته يوازې د خپلو کړنو سزا ورکول کېږي. (۱۴۷)
وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّهُ لاَ يُكَلِّمُهُمْ وَلاَ يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا اتَّخَذُوهُ وَكَانُواْ ظَالِمِينَ ﴿۱۴۸﴾ او د موسى قوم (د طور غره ته) د ده ( تر تلو) روسته له خپلو ګاڼو د خوسي پژه جوړه كړه، چې د خوسي رمباړه ترې راوته، ايا دوی نه ليدل،چې نه خبرې ورسره کوي او نه څه لار ورښيي ؟! (خو) هغه یې (معبود) ونيو او ظالمان[مشرکان] وو.  (۱۴۸)
وَلَمَّا سُقِطَ فَي أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْاْ أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّواْ قَالُواْ لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۱۴۹﴾ او چې كله (حقيقت) د دوی په لاسو كې پرېووت (او پښېمانه شول) او و يې ليدل، چې په رښتيا بېلارې شوي، و يې ويل: (( كه پالونكى مو را و نه لورېږي او و مو نه بښي؛ نو هرومرو به له زيانكارانو شو.)) (۱۴۹)
وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِيَ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الألْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُواْ يَقْتُلُونَنِي فَلاَ تُشْمِتْ بِيَ الأعْدَاء وَلاَ تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۵۰﴾ او همداچې موسى (له طور غره) خپل قوم ته راستون شو، (او ددوی خوسي پالي یې ولیده) غوسناک او غمجن يې وويل: ((تاسې تر ما روسته زما ډېره ناوړه ځايناسته وكړه (او زما دين مو ضايع كړ). ايا تاسې د خپل پالونكي د فرمان، چې زما لس شپې پاتېدل یې وغځول، په باب بيړه وكړه (او صبر مو و نه کړ، چې له طور غره راستون شم) ؟!)) او (د تورات) تختې یې (یو څنډې ته) وغورځولې او (له سختې غوسې یې) د خپل رور (هارون) سر ونيو، ځان ته یې راکاږه. (هارون) وويل: (( زما د مور بچیه! دې ډلې بېوسی كړم او (زما خبرې ته یې غوږ کېنښود) نژدې یې وژلى وم؛ نو (بې ګناه یم او) غلیمان راباندې مه خوشحالوه او په ظالمانو كې مې مه شمېره!)) (۱۵۰)
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۵۱﴾ (بيا) موسى وويل: ((پالونكيه! ما او رور مې وبښه او موږ په خپلې لورنې كې ونغاړه، او ته خورا لوراند ‏يې.))  (۱۵۱)
إِنَّ الَّذِينَ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ ﴿۱۵۲﴾ په رښتینه کې خوسي لمانځي به ژر د خپل پالونكي پر غضب ککړ او په دنيوي ژوند كې به پر خوارۍ اخته شي او( پر الله) تور لگوونكيو ته دغسې سزا وركوو ! (۱۵۲)
وَالَّذِينَ عَمِلُواْ السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُواْ مِن بَعْدِهَا وَآمَنُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۵۳﴾ او هغوى چې ګناهونه كړي، بيا توبه ترې وباسي او ايمان راوړي، بېشکه ستا پالونكى تر توبې روسته مهربان بښونكى دى. (۱۵۳)
وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الأَلْوَاحَ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ ﴿۱۵۴﴾   او چې كله د موسى غوسه سړه شوه (؛ نو د تورات) تختې يې راواخستې، چې په ليكونو كې يې له خپل پالونکي وېرېدوونكيو ته لارښود او رحمت و. (۱۵۴)
وَاخْتَارَ مُوسَى قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِّمِيقَاتِنَا فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّايَ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاء مِنَّا إِنْ هِيَ إِلاَّ فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَاء وَتَهْدِي مَن تَشَاء أَنتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ ﴿۱۵۵﴾ او موسى زموږ ژمنځي ته د خپل قوم اويا تنه غوره کړل [چې د الله کتنه يې غوښته] او چې كله دوى یوې سختې زلزلې راګېر کړل (او هلاك شول)؛ نو موسى وويل: ((پالونكيه ! كه تا غوښتي واى؛ نو تردې له مخه دې، دوى او زه هلاكولاى شو. ايا ته مو، زموږ د بې عقلانو د كړنو (په سزا كې) هلاكوې؟ دا خو يوازې ستا يوه ازمېينه ده، چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وګڼې؛ نو) بېلارې كوې يې او چا ته دې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيې. ته مو پالندوى (او مرستندوى) يې؛ نو و مو بښه او راولورېږه او ډېر غوره بښونکى يې. (۱۵۵)
وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاء وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۵۶﴾ (یا الله!) او په دنيا او اخرت كې نېكي راوليكه؛ ځكه موږ ستا لوري ته درګرځېدلي يو.)) (الله ددې غوښتنې په مقابل كې موسى ته) وويل: (( زه خو خپل عذاب چا ته چې وغواړم، وررسوم او زما رحمت پر هر څه خور دى او هغوى ته به يې ژر ور پر برخه کړم،چې پرهېزګاري لري او زكات وركوي او هغو کسانو ته چې زما پر آيتونو ايمان راوړي. (۱۵۶)
الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۵۷﴾ (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په هغه تورات او انجيل كې ليكلي مومي چې له دوی سره دي؛ (هماغه پېغمبر چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا (قرآن) پسې ځي، چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدا دوى بريالي دي.)) (۱۵۷)
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۸﴾ ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم، چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يې ده، بې له ده معبود نشته، همدا ژوندي کول كوي او مړه کول كوي؛ نو پر”الله” او پر استازي؛ نالوستي پېغمبر یې ايمان راوړئ، چې پر الله او كلمو (او ښوونو) يې ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ، چې سمه لار ومومئ .)) (۱۵۸)
وَمِن قَوْمِ مُوسَى أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ ﴿۱۵۹﴾ او د موسی د قوم یو ټولی، خلک حق ته ورسیخوي او له مخې یې پرېکړه کوي. (۱۵۹)
وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۰﴾ او  موږ بني اسراييل پر دولسو خېلي ټولیو ووېشل، چې هر خېل (د بني اسراييلو د ځوځات) يوه پښه وه او چې (کله په دښته كې) د موسى قوم اوبه ترې وغوښتې؛ نو  موږ وحې ورته وكړه: ((په خپلې کونټۍ دا ګټ ووهه))؛نو ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې، چې هر ټبر خپل اوبه خور وپېژانده او موږ ورېځ پرې سيورى كړه او «من» او «سلوا» (دوه ډوله خواړه) مو ورولېږل؛ (او ورته مو وويل:) هغه پاك شيان وخورئ، چې در روزي كړي مو دي (او د الله شكر وباسئ؛ خو سرغړونه او تېرى یې وكړ؛ خو) پر موږ يې تېرى و نه کړ؛ بلكې پر ځانونو يې تېرى وكړ. (۱۶۰)
وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ اسْكُنُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ وَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُواْ حِطَّةٌ وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيئَاتِكُمْ سَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۶۱﴾ او  (درياد كړه) چې کله دوی ته وويل شول: (( په دې ښار [= بيت المقدس] كې هستوګن شئ او په هر ځاى كې (او په هر ډول) چې ستاسې خوښه وي، له حاصلاتو يې وخورئ او (داچې پلمې مو کولې او موسی ځورېده؛ نو د بښنې په ډول) ووايئ: ((حطة)) (یا الله! ګناهونه مو ورژوه. ) او (د بيت المقدس) پر وره په تواضع ورننوځئ، چې ستاسې ګناهونه دروبښو (او) ژر به د نېكانو اجر زيات كړو.)) (۱۶۱)
فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُواْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۲﴾ نو د دوى ظالمانو ورته ويل شوې وينا په بله واړوله (او د توبې پر ځای یې غنم وغوښتل)؛ نو ځكه موږ ددې ظلم له لامله له اسمانه د اندېښمنۍ عذاب پرې ورولېږه (او مجازات مو كړل). (۱۶۲)
واَسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لاَ يَسْبِتُونَ لاَ تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۳﴾ او (پېغمبره!) له دوى د سمندر پرغاړه د پراته ښار (حال) وپوښته، چې وسېدونکيو يې د شنبې پر ورځ (له الهي احكامو) تېرى كاوه، چې د دوی (په زړه پورې) كبان به د دوی د شنبې پر ورځ (چې د رخصتۍ، هوساينې او عبادت ورځ وه) ښکاره (د اوبو سر ته) ورته را روان ول او بې له شنبې څخه نه ورتلل؛ دغسې موږ دوی د سرغړونو له لامله ازمېيو. (۱۶۳)
وَإِذَ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُواْ مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۱۶۴﴾ او (درياد كړه) چې کله د دوی يوې ډلې (بلې ته) وويل:(( تاسې ولې (ګناهګار) ټولي ته نصيحت كوئ، چې الله يې هلاكوونكى يا د سختې سزا وركوونكى دى؟ (پر خپل حال يې پرېږدئ، چې ورک شي.) ځواب يې وركړ: موږ (دا پندونه) ستاسې پالونكي ته (د خپل) عذر (پيدا كولو او پازوالۍ لرې كولو) لپاره كوو او (پردې سربېره) ښايي (و يې مني او له ګناه لاس واخلي او) د تقوا لار خپله كړي. )) (۱۶۴)
فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۵﴾ نو دوی چې ورکړاى شوى پند هېر كړ، (د عذاب شېبې راورسېدې او) هغوى مو بچ کړل،چې له بديو يې منع كوله او څوك چې ظالمان ول، د خپلو سرغړونو له لامله مو په سخت عذاب راونیول.(۱۶۵)
فَلَمَّا عَتَوْاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿۱۶۶﴾ نو دوی چې له څه منع شوي وو، سرغړونه یې وكړه، موږ ورته وويل:” (ځئ) رټل شوي بيزوګان شئ !” (۱۶۶)
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۶۷﴾ او (درياد كړه) هغه وخت، چې ستا پالونكي اعلان وكړ: پر دوى به تر قيامته داسې څوك لاسبر كړي، چې تل به يې سخت ځوروي؛ ځكه ستا پالونكى ژرعذابى (او په عين حال كې توبه ايستونكيو ته) ډېر بښونكى (او) مهربان دى. (۱۶۷)
وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الأَرْضِ أُمَمًا مِّنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَلِكَ وَبَلَوْنَاهُمْ بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۱۶۸﴾ او موږ دوى پر ځمكه په خورو ورو قومونو واېشل، ځينې یې نېكان او ځينې یې تردې راټیټ (ځیلي او ټګان) ‏دي او دوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمېيل، ښايي (د حق لارې ته) راوګرځي. (۱۶۸)
فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُواْ الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَذَا الأدْنَى وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُ يَأْخُذُوهُ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لاَّ يِقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِ وَالدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۶۹﴾ نو تر دوى روسته ځايناستي يې (د تورات د اسماني) كتاب پاتوړي شول، چې ددنيا په بې ارزښته ګټو پسې وو (او دا كار يې د الله د قوانينو پر اطاعت غوره ګاڼه) او ويل يې :(( (كه موږ ګناهګاران يو؛ نو توبه وباسو او) ژر دى،چې موږ ته به بښنه وشي .)) او كه بيا هماغسې بله ګټه په لاس ورشي؛ نو دا (هم) ترلاسه كوي (او بيا د الله حكم ته شا اړوي)، ايا له دوى (د الله) د كتاب ژمنه اخستل شوې نه وه، چې پر الله به (دروغ نه تړي او) يوازې حق به وايي او څو څو ځل يې دا (ژمنه) لوستې ده او د اخرت هستوګنځى پرهېزګارانو ته غوره دى، ايا نه پوهېږئ؟ (۱۶۹)
وَالَّذِينَ يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ ﴿۱۷۰﴾ او  هغوى چې (د الله) پر كتاب ټينګې منګولې لګوي او لمونځ كوي (؛نو ستره بدله به ولري؛ ځكه) موږ د نېکچارو اجر نه ضايع كوو. (۱۷۰)
وَإِذ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّواْ أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۷۱﴾ او (درياد كړه) چې كله موږ (طور) غر د چترۍ غوندې خور پرې راپورته كړ او دوی ګڼله چې (غر) پرې راغورځي (او پر همدې وخت مو ژمنه ترې واخسته او و مو ويل 🙂 څه (كتاب) چې مو دركړى، ټينګ يې ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي، زده يې كړئ (او عمل پرې وكړئ )،چې پرهېزګاران شئ.  (۱۷۱)
وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ ﴿۱۷۲﴾ او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي د آدم د اولادې له شاګانو د دوى ځوځات راوايست او پر خپلو ځانونو یې شاهدان كړل؛ (او ويې ويل:) ايا زه ستاسې پالونكى نه يم؟ دوى وويل: ((هو! شاهدي وايو.)) (دا ګواهي يې واخسته) چې هسې نه، د قيامت پر ورځ ووايئ : (( موږ له دې (حقيقته) ناخبره وو(او د توحيد له فطري تړونه بې خبره پاتې شو ) .)) (۱۷۲)
أَوْ تَقُولُواْ إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۱۷۳﴾ يا ووايئ :(( تر موږ مخكې زموږ پلرونه مشركان وو او موږ یې ورپسې ځوځات وو (او بې د دوی له لاروۍ مو بله چاره نه درلوده؛) نو ايا ته موږ د باطل پالو په ګناه نيسې؟!)). (۱۷۳)
وَكَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۱۷۴﴾ او دغسې موږ (خپل) آيتونه په څرګنده بيانوو او ښايي (خلك) حق ته راواوړي (او پوه شي، چې له هماغې لومړۍ ورځې د دوی په ارواوو كې د توحيد غږ پروت و). (۱۷۴)
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِيَ آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۱۷۵﴾ او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې (په ناشکرۍ) ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له  لار وركو ځنې شو . (۱۷۵)
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۷۶﴾ او كه موږ غوښتي واى؛ نو په دې آيتونو (او پوهې) مو د هغه (مقام) لوړاوه (؛ خو جبر زموږ د سنتو پر خلاف دى؛ نو ځكه هغه مو پرخپل حال پرېښود)؛ خو ځمكې [= دنيا] ته یې سر ټيټ كړ او په خپل نفس پسې ولاړ، حالت یې د سپي په څېر دى، چې كه برید پرې کوې (هم) ژبه راباسي (او غاپي) او كه یې پرېږدې، (بیا هم) ژبه راباسي (او غاپي) (؛يعنې دومره د دنيا وږى دى، چې بېخي نه مړېږي) دا د هغې ډلې بېلګه ده،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛ نو قیصې ورته وايه، ښايي فکر وكړي (او راويښ شي ) . (۱۷۶)
سَاء مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُواْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۷۷﴾ د هغې ډلې څومره بد مثال دى، چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او يوازې پر ځانونو يې تېرى كاوه! (۱۷۷)
مَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَن يُضْلِلْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۷۸﴾ الله چې چا ته سمه لار وروښيي؛ نو يوازې هماغه د سمې لارې موندونكى دى او څوك چې (په خپلو كړنو) بېلارې كړي (؛ نو) يوازې همدا دوى تاوانیان دي. (۱۷۸)
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۷۹﴾ او په رښتینه كې موږ ډېر پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛ خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛ خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي. (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ) . (۱۷۹)
وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُواْ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَآئِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۸۰﴾ او د “الله” ډېرې ښې ښې نامې دي؛ نو په همدې يې راوبولئ او هغوى پرېږدئ، چې نامې يې اړوي (او پر نورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژر به دوی د خپلو كړنو بدله ومومي. (۱۸۰)
وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ ﴿۱۸۱﴾ او زموږ له مخلوقاتو داسې يوه ډله شته، چې په حق لارښوونه او له مخې يې عدالت كوي. (۱۸۱)
وَالَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۸۲﴾ او موږ د خپلو آيتونو منکران، رو رو داسې رانیسو، چې پوه به پرې هم نشي . (۱۸۲)
وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ ﴿۱۸۳﴾ او دوی ته مهلت وركوم (چې سزا يې ډېره سخته شي)؛ ځكه تدبير مې پوخ (او حساب شوى) دى (او څوك ترې تښتېداى نشي.) (۱۸۳)
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُواْ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلاَّ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۱۸۴﴾ او ايا دوی سوچ کړی نه دی، چې د دوی په ملګري [= پېغمبر] كې (د) لېونتوب (هېڅ اغېز) نشته ؟!(؛نوڅنګه ورپورې دغسې ناروا تورونه لګوي؟!) هغه خو ښكاره ګواښګرندی دى (چې د خلكو پام خپلو دندو ته ورواړوي). (۱۸۴)
أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۸۵﴾ او ايا دوی د اسمانونو او ځمكې په ټولواکۍ کې او څه چې الله پيدا كړي (په ځير او عبرت) ورته لیدلي نه دي؟ (او ايا په دې يې هم غور کړی نه دى، چې) ښايي د دوی نېټه نژدې شوې وي؟! (نو كه پر دې څرګند اسماني كتاب ايمان را نه وړي) نو تردې روسته به په كومه خبره ايمان راوړي ؟! (۱۸۵)
مَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلاَ هَادِيَ لَهُ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۸۶﴾ څوك چې الله (په خپلو ناوړه كړنو) بېلارې كړي؛ نو بل لارښود ورته نشته او په خپلو سرغړونو كې یې لالهانده پرېږدي. (۱۸۶)
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي لاَ يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلاَّ هُوَ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لاَ تَأْتِيكُمْ إِلاَّ بَغْتَةً يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۸۷﴾ تا د قيامت په اړه پوښتي، چې كله به راڅرګندېږي؟ (ورته) ووايه : ((معلومات یې يوازې زما له پالونكي سره دي او بې له ده يې څوك وخت ښوولاى نشي (او په خپل وخت کې به یې راڅرګند کړي)،(دا پېښه به) په اسمانونو او ځمكه کې ډېره درنه وي (او) تاسې ته (قیامت) ناڅاپي درځي.)) (بيا) پوښتي؛ لكه چې (د پېښېدو له نېټې يې) خبر يې: (ورته) ووايه : ((معلومات یې يوازې له الله سره دي؛خو ډېر خلك نه پوهېږي.)) (۱۸۷)
قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۸۸﴾ (ورته) ووايه : ((زه ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې الله وغواړي (او له غيبو او پټو خوالو هم خبر نه يم؛خو څه چې الله وغواړي) او كه له غيبو خبر واى؛نو ځان ته به مې ډېرې ګټې رااړولې واى او هېڅ زيان به نه رارسېده؛ زه يوازې هغوى ته يو ګواښګرندی او زېرګرى يم، چې ايمان راوړي (او د حق منلو ته چمتو وي ) )) (۱۸۸)
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۸۹﴾ هماغه الله دى، چې تاسې يې له يوه ژوي پیدا کړئ او له همدې يې جوړه ورته پیدا کړه، چې ورسره بسیا (آرام) شي؛ نو [آدم] چې له هغې [حوا] سره کوروالى وكړ؛ نو سپكه دوځانې (او اميندواره) شوه، چې ورسره ګرځېده او چې بار يې دروند شو؛ نو دواړو له “الله” خپل پالونكي وغوښتل :((كه صالح (روغ رمټ) اولاد راكړې؛ نو بيخي به دې منندوى يو.)) (۱۸۹)
فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلاَ لَهُ شُرَكَاء فِيمَا آتَاهُمَا فَتَعَالَى اللّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۹۰﴾ خو چې كله الله صالح (او روغ رمټ) اولاد وركړ (؛ نو د الله په دې پېرزوینه كې یې نور موجودات اغېزمن وګڼل؛ او) الله ته، په دې ورکړي نعمت کې، په سیالانو قایل شول او الله تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريكوي . (۱۹۰)
أَيُشْرِكُونَ مَا لاَ يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۱۹۱﴾ ايا له هغه (الله) سره داسې موجودات شريكوي، چې کوم څيز نه پنځوي او دوی خپله پنځول شوي ؟     (۱۹۱)
وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلاَ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ ﴿۱۹۲﴾ او (دغه شريکان) نه له دوی (خپلو عابدانو) سره مرسته كولاى شي او نه له ځان سره د مرستې وس لري! (۱۹۲)
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَتَّبِعُوكُمْ سَوَاء عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُونَ ﴿۱۹۳﴾ او كه تاسې دا معبودان سمې لارې ته دروبلئ، درپسې نه درځي(؛ نو) درته یو رنګ ده، چې يې وبلئ، که غلي شئ.(۱۹۳)
إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۹۴﴾ په حقيقت كې هغوی چې د الله پرځاى یې دربلئ (او عبادت يې كوئ) ستاسې په څېر (د الله) بندګان دي؛ نو (په سختيو كې) یې دروبلئ او كه رښتيا وايئ ( د دوی په اړه مو انګېرنې سمې وي)؛ نو بايد ځواب مو درکړي (او غوښتنې مو درپوره كړي)! (۱۹۴)
أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُواْ شُرَكَاءكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلاَ تُنظِرُونِ ﴿۱۹۵﴾ ايا (دوى لږ تر لږه ستاسې په څېر) پښې لري،چې پرې ولاړ شي؟ يا لاسونه لري،چې څه پرې ونيسي (او كوم كار ترسره كړي)؟ يا سترګې لري،چې پرې وويني؟ يا غوږونه لري،چې پرې واوري؟ (نه! دا يو هم نه لري، ورته) ووايه : (( (چې داسې ده؛ نو) تاسې چې خپل بوتان له الله سره شريك کړي (زما پر ضد) دروبلئ بیا دسيسه راته جوړه كړئ او يوه شېبه مهلت (هم) مه راكوئ (چې پوه شئ دوى هېڅ نشي كړاى .)! (۱۹۵)
إِنَّ وَلِيِّيَ اللّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ ﴿۱۹۶﴾ په رښتيا زما ولي (او پالندوى) هغه الله دى، چې (دا) كتاب يې نازل كړى او هغه د نېکچارو پالندوى دى . (۱۹۶)
وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ ﴿۱۹۷﴾ او هغوى چې تاسې یې د “الله” پرځاى دربلئ (؛نو) نه مرسته درسره كړاى شي او نه د ځان مرسته. (۱۹۷)
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لاَ يَسْمَعُواْ وَتَرَاهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿۱۹۸﴾ او كه دوی سمې لارې ته دروبلئ، ستاسې خبرې نه اوري او ته به وينې چې (په غټو غټو) درګوري؛ خو (په حقيقت كې) هېڅ هم نه ويني. (۱۹۸)
خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ﴿۱۹۹﴾ ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله). (۱۹۹)
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۰۰﴾ او كه د شيطان کومه وسوسه دې وسوسه کړي؛ نو الله ته پناه يوسه؛ (ځکه) چې هغه پوه اورېدونكى دى .(۲۰۰)
إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ ﴿۲۰۱﴾ په رښتيا پرهېزګارانو ته چې کله د شيطان کومه وسوسه ‏ورسي (؛نو سملاسي الله، مكافات او مجازات یې) رايادوي او (په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي. (۲۰۱)
وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لاَ يُقْصِرُونَ ﴿۲۰۲﴾ او د دوی (ناپرهېزګارانو) روڼه (چې شیطانان دي)، دوی بېلارېتوب ته راکاږي، بیا (په دې اړه) هېڅ کمی او لنډون نه کوي.(۲۰۲)
وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِآيَةٍ قَالُواْ لَوْلاَ اجْتَبَيْتَهَا قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يِوحَى إِلَيَّ مِن رَّبِّي هَذَا بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰۳﴾ او چې كله (د وحې په راكېوتو كې ځنډ راشي او) دوی ته كوم آيت (معجزه) را نه وړې، وايي: ((ولې دې خپله (له ځانه جوړ کړی) کوم آیت غوره نه کړ ؟! )) (ورته) ووايه: ((زه يوازې د هغه څه لاروي كوم، چې زما د پالونکي له لوري راته وحې کېږي. دا [قرآن] ستاسې د پالونكي له لوري هغې ډلې ته څرګند ليد، لارښود او رحمت دى، چې ايمان راوړي.)) (۲۰۳)
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۲۰۴﴾ او چې كله قرآن لوستل كېږي؛ نو ورغوږ شئ او چوپ وسئ، چې لورنه درباندې وشي. (۲۰۴)
وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ ﴿۲۰۵﴾ او (تل) خپل پالونكى ګهيځ و ماښام له ځان سره په زاريو، وېرې او نه لوړ غږ (رو او ارام) ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!(۲۰۵)
إِنَّ الَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيُسَبِّحُونَهُ وَلَهُ يَسْجُدُونَ ﴿۲۰۶﴾ په رښتيا، هغوى چې ستا د پالونكي په درشل کې (د نژدېوالي په پوړۍ) كې دي، دهغه له لمانځنې لويي نه کوي، پاكي یې وايي او يوازې همده ته سجده (او عاجزي) كوي. (۲۰۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست