بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
أَتَى أَمْرُ اللّهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱﴾ | (د مشركانو او مجرمانو سزا ته) د خداى پرېكړه راغله؛نو بيړه یې مه کوئ ! هغه پاك او تر هغه څه اوچت دى،چې دوى يې کوي . (۱) | |
يُنَزِّلُ الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنذِرُواْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَاْ فَاتَّقُونِ ﴿۲﴾ | خداى په خپل حكم پرښتې له (الهي) روح سره پر خپل كوم بنده،چې ويې غواړي ورنازلوي .( له دې لارښوونې سره( چې (خلك) خبر کړي چې بې له ما بل معبود نشته؛ نو زما (د فرمان له مخالفته) ډډه وكړئ . (۲) | |
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳﴾ | اسمانونه او ځمكه يې په حقه [او د مصلحت له مخې] پيدا كړي. خداى تر هغه څه ډېر اوچت دى،چې دوى يې ورسره شريکوي . (۳) | |
خَلَقَ الإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ ﴿۴﴾ | انسان يې له يوه څاڅكي پيدا كړ؛نو په پاى كې هغه یو څرګند جګړه مار شو . (۴) | |
وَالأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۵﴾ | او څاروي یې پېدا كړل،چې په هغو كې تاسې ته ګرم پوښاك او نورې ګټې دي او (غوښې او شېدې) ترې خورئ . (۵) | |
وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ ﴿۶﴾ | او په هغو كې تاسې ته يو ډول ښكلا [او دبدبه] ده،چې ماښام يې بېرته راولئ او سهار يې څرولو ته ورلېږئ . (۶) | |
وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُواْ بَالِغِيهِ إِلاَّ بِشِقِّ الأَنفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۷﴾ | او څاروي ستاسې درانه پېټي هغې سیمو ته وروړي،چې تاسې یې یوازې په ډېر کړاو ګاللو وروړای شئ. په رښتيا چې پالونكى مو ډېر مهربان خواخوږى دى (چې دغه ژوند وزلې يې دركړي دي ) . (۷) | |
وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸﴾ | او (همداراز) هغه اسونه او كچرې او خره پېدا كړل،چې هم پرې سپاره شئ او (هم) ښكلا (وي) او(خداى ډېر نور) څيزونه پيدا كوي،چې نه يې پېژنئ . (۸) | |
وَعَلَى اللّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌ وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹﴾ | او خداى (بندګانو ته) د منځنۍ او سمې لارې د ورښوولو ژمن دى؛خو ځينې لارې،بېلارې دي او كه خداى وغواړي؛ نو تاسې ټولو ته به (په زور) سمه لار دروښيي (؛خو د زور ايمان څه ګټه نه لري) . (۹) | |
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ ﴿۱۰﴾ | (الله) هغه دى،چې له اسمانه یې اوبه درباندې ورولې دي،هم يې څښئ او د څارويو د څړونې ونې بوټې پرې هم راټوكېږي . (۱۰) | |
يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۱﴾ | خداى په همدې اوبو كښت اوښونه او كجورې او انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي،بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده . (۱۱) | |
وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالْنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۲﴾ | او خداى شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ (د ګټې لپاره) درته ايل كړي او (هم) ټول ستوري یې په حكم درته ايل شوي دي،بيشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (د خداى د عظمت) نښې دي،چې عقل كاروي (۱۲) | |
وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۳﴾ | او (همداراز) په ځمکه کې يې رنګارنګ څيزونه درپيدا کړل (او ايل کړل) بېشكه په دې چارو كې پند اخستونكيو ته نښې دي . (۱۳) | |
وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُواْ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُواْ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُواْ مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۴﴾ | او (الله) هغه دى،چې سمندر يې (درته) ایل كړى،چې تازه غوښه ترې وخورئ، او د اغوستو لپاره (د مرغلرو په څېر) ګاڼه او د ښايست څيزونه ترې راوباسئ او بېړۍ ګورئ،چې پکې څیروونکي روانې دي،چې تاسې (په سوداګرۍ لګيا شئ او) د خپل پالونكي له لورنې ګټه واخلئ او ښايي (د نعمتونو) شکر (يې) وکړئ . (۱۴) | |
وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵﴾ | او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول،(هسې نه) چې ومو لړځوي او سيندونه وبهول او لارې يې جوړې كړې،ښايي لار ومومئ . (۱۵) | |
وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۱۶﴾ | او (همداراز پرځمكه يې) لارښودې نښې ايښې دي او(خلك د شپې) په ستوريو لار مومي . (۱۶) | |
أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لاَّ يَخْلُقُ أَفَلا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۷﴾ | ايا څوك چې (دغسې مخلوقات) پنځوي،د هغه چا په څېر دى،چې نه يې پنځوي؟ ولې پاملرنه نه کوئ؟ (۱۷) | |
وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ اللّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۸﴾ | او كه د خداى نعمتونه وشمېرئ [نو څنگه چې دي] شمېرلاى يې نشئ،بېشكه خدى ډېر مهربان بښونكى دى (۱۸) | |
وَاللّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۱۹﴾ | او څه چې پټوئ يا يې ښكاره كوئ،خداى ته ورمعلوم دي . (۱۹) | |
وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۲۰﴾ | او هغه معبودان،چې [مشرکان یې په ناحقه] د الله پر ځای نمانځي،هيڅ څيز پيدا كولاى نشي؛بلكې پخپله هم پيدا شوي دي . (۲۰) | |
أَمْواتٌ غَيْرُ أَحْيَاء وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿۲۱﴾ | [دوى] بې سا مړي دي، او (په حسي درک) نه ورځیر کېږي،چې كله به دوی او نمانځوونکي یې (دويم ځل) راپاڅول شي . (۲۱) | |
إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَالَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ ﴿۲۲﴾ | معبود مو ايکي يو خداى دى؛ خو هغوى چې پر آخرت ايمان نه راوړي؛زړونه یې (له حقه) منکر دي او پخپله كبرجن دي . (۲۲) | |
لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ ﴿۲۳﴾ | بېشکه خداى پوهېږي،څه چې پټوئ او څه چې ښكاره كوئ (او) په حقيقت کې هغه سرغړاندي نه خوښوي . (۲۳) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُواْ أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ ﴿۲۴﴾ | او چې ورته وويل شي :(( پالونكي مو څه نازل كړي دي ؟!)) وايي :(( (دا الهي وحې نه؛ بلکې) پخوانۍ قيصې دي .)) (۲۴) | |
لِيَحْمِلُواْ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلاَ سَاء مَا يَزِرُونَ ﴿۲۵﴾ | هغوى بايد د قيامت پر ورځ (هم) د خپلو ګناهونو پوره پېټي پر اوږو كړي او هم د هغو كسانو د ګناهونو يوه برخه يوسي،چې د ناپوهۍ له امله يې بېلارې كړي دي،پوه شئ،چې ناوړه دروند بار یې پر اوږو كړى دى! (۲۵) | |
قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۲۶﴾ | تر دوى پخوا خلکو (هم دغسې) دسيسې يې جوړې كړې وې؛خو خداى يې (د ژوند) بنسټونه له بيخه ونړول او چت يې له پاسه پرې راوغورځاوه او له داسې لوري (الهي) عذاب پرې ورغى،چې (په حسي درک) نه ورځير کېدل (۲۶) | |
ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآئِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالْسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۲۷﴾ | بيا يې د قيامت پر ورځ (لا هم) سپکوي او وايي : ((چېرې دي زما هغه شريكان،چې تاسې يې په باب [له پېغمبرانو او مؤمنانوسره] شخړې کولې؟! )) (په دې وخت كې) هغوى ته چې علم وركړ شوى، وايي : (( په رښتینه کې نن پر كافرانو رسوايي او بد(مرغي) ده .)) (۲۷) | |
الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ فَأَلْقَوُاْ السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ | هغوى چې پر خپلو ځانونو ظالمان وو؛ نو (د مرګ) پرښتې يې،چې ساه ګانې اخلې؛ نو په دې وخت كې غاړه ږدي (او په دروغو وايي) موږ هېڅ بدكار نه دى كړى . هو! څه مو،چې كول،خداى پرې خبر و . (۲۸) | |
فَادْخُلُواْ أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۲۹﴾ | (کافرانو ته ويل كېږي : ) نو د دوزخ پر ورونو ورننوځئ او هلته به تلمېشتي یاست او په رښتيا چې د سرغړاندو هستوګنځئ ډېر ناكاره دى ! (۲۹) | |
وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْاْ مَاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُواْ خَيْرًا لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۰﴾ | (او چې كله) پرهېزګارانو ته وويل شي : ((پالونكي مو څه نازل كړي دي؟)) وايي : (( خير(او نېكمرغي) .)) (هو) چا چې نېكي وكړه؛نو په دې دنيا كې نېكي ورته شته او د آخرت كور تردې هم ورته غوره دى او هو! د متقیانو كور ډېر ښه دى ! (۳۰) | |
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآؤُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللّهُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۱﴾ | (هماغه ځانګړي) همېشني باغونه،چې ورننوځي، تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،څه چې غواړي،هلته شته،خداى متقیانو ته دغسې بدله وركوي . (۳۱) | |
الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۳۲﴾ | (د مرګ) پرښتې،چې د سپېڅليواو پاكانو ساه ګانې اخلي، ورته وايي :(( پر تاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له امله[ځئ] جنت ته ورننوځئ .)) (۳۲) | |
هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۳۳﴾ | ايا (كافران) بې له دې څه انتظار لري،چې (د ساه ګانو د اخستو) پرښتې ورشي يا (یې مجازاتو ته) ستا د پالونكي حكم راورسي؟ (بيا توبه وباسې؟! خو پر دې وخت يې توبه بې اغېزې ده . هو !) تر دوى مخكې خلكو هم دغه شان كول،خداى پرې تېرى ونكړ؛خو پخپله يې له ځانونو سره تېرى کاوه . (۳۳) | |
فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُواْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۳۴﴾ | نو څه يې،چې کړي ول،سزا يې ور ترغاړې شوه او هماغه څه (عذاب) ترې ورچاپېر شو،چې ملنډې يې پرې وهلې . (۳۴) | |
وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ ﴿۳۵﴾ | او مشرکانو ويل : ((که خداى غوښتي واى (؛نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو بې له هغه (الله) هېڅ څيز نه نمانځه او نه یې بې اجازې کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛نو ايا (د خداى) پر استازيو بې (د څرګند او) ښکاره (پيغام) رسونې (څه ذمه واري) شته ؟! (۳۵) | |
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۶﴾ | او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ . ؛نو له هغوى ځينو ته خداى سمه لار وروښووه او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څرنګه وه! (۳۶) | |
إِن تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي مَن يُضِلُّ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۳۷﴾ | كه لارښوونې ته یې څومره حرص وكړې (؛خو ګټه نلري)؛ځكه چې خداى څوك وربېلارې كړي (بيا) سمه لار نه ورښيي او نه یې څوک ورته مرستندوى وي . (۳۷) | |
وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لاَ يَبْعَثُ اللّهُ مَن يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۳۸﴾ | او دوى پر خداى سخت قسمونه خوري، چې : ((څوك چې (يوځل) ومري(؛نو بيا) يې خداى نه راژوندى کوي!)) هو، دا د خداى پرېكنده ژمنه ده (چې ټول مړي به د جزا لپاره راژوندي کوي)؛خو ډېرى خلك (په بيا راژوندي كېدو) نه پوهېږي . (۳۸) | |
لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّهُمْ كَانُواْ كَاذِبِينَ ﴿۳۹﴾ | (د بيا راژوندي كېدو) موخه داده،چې خداى هغه حقيقت ورښكاره كړي،چې پکې يې اختلاف کاوه او (بل) دا چې كافران (په دې خبره) پوه شي،چې دوى (له قيامته په نټه كې) دروغجن وو. (۳۹) | |
إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَّقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۴۰﴾ | (موږ ته د مړيو راژوندي كول څه سخت نه دي؛ ځكه) چې كله د يو شي (د پيدا كولو) اراده وكړو؛ همدومره ورته وايو چې (( (پيدا) شه !))؛نو سملاسي (پيدا) شي . (۴۰) | |
وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ فِي اللّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُواْ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ | او هغوى چې ورباندې تر تېرى روسته يې د خداى لپاره هجرت وكړ، په دې دنيا كې ورته ښه ځاى (او مقام ) وركوو او كه پوه شي (؛نو) د آخرت بدله يې تردې هم ستره ده. (۴۱) | |
الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۴۲﴾ | دوى هغه کسان دي چې صبر او زغم یي خپل کړی او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي . (۴۲) | |
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۴۳﴾ | او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي ورلېږلي،چې وحې مو ورته کوله؛نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب ونكړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) (۴۳) | |
بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۴﴾ | (موږ پېغمبران) له څرګندو دلايلو او پخو ليکنو سره (لېږلي دي) او خبروونکى (= قرآن) مو د دې لپاره درلېږلى،څه چې خلکو ته نازل شوي،ورته څرګند کړې او ښايي اندنه وکړي . (۴۴) | |
أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُواْ السَّيِّئَاتِ أَن يَخْسِفَ اللّهُ بِهِمُ الأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۴۵﴾ | نو ايا هغوى چې ناوړه تدبيرونه كاروي،له دې ډاډمن (او بې غمه) دي،چې خداى به يې په ځمكه كې [ناڅاپه] ډوب كړي او يا له داسې لوري (الهي) عذاب پرې ورشي،چې په (حسي درک) نه ورځېرېدل ؟! (۴۵) | |
أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ ﴿۴۶﴾ | يا (د دسيسې او ورځېني ژوند) د بوختيا پر مهال يې ونيسي،چې د تېښتې وسه يې هم نه وي؟! (۴۶) | |
أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۴۷﴾ | يا سوکه سوکه، په وېروونكيو ګواښونو يې ونيسي؛ځکه پالونكى دې لوراند خواخوږى دى . (۴۷) | |
أَوَ لَمْ يَرَوْاْ إِلَى مَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلاَلُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالْشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِلّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ ﴿۴۸﴾ | ايا دوى د خداى كوم پيدا كړى څيز ليدلى نه دى،چې (څنګه) يې سيورى له ښي او كيڼ (لوريو) ګرځي او خداى ته په عاجزۍ پر سجده پرېوځي ؟! (۴۸) | |
وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۹﴾ | (نه يوازې سيوري؛بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې،چې څه خوځنده دي او همداراز پرښتې خداى ته سجده كوي او سرغړونه نه کوي . (۴۹) | |
يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۵۰﴾ | (او) دوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې حکم ورته كېږي،هماغسې كوي . (۵۰) | |
وَقَالَ اللّهُ لاَ تَتَّخِذُواْ إِلهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ فَإيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۵۱﴾ | او خداى ويلي : (( (ځان ته) دوه معبودان مه نيسئ؛ځکه (ستاسې) معبود خو هماغه ايکي يو خداى دى؛ نو يوازې زما (له مخالفته) ووېرېږئ !)) (۵۱) | |
وَلَهُ مَا فِي الْسَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللّهِ تَتَّقُونَ ﴿۵۲﴾ | او څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، د هماغه دي او دين (غاړه ایښوونه او نمانځنه) یوازې او سوچه هماغه ته ده ايا بې له الله له بل چا وېرېږئ ؟! (۵۲) | |
وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ ﴿۵۳﴾ | او هر نعمت چې لرئ،د خداى له لوري دى، بيا چې څه کړاو درورسي؛نو يوازې هغه ته زارۍ کوئ . (۵۳) | |
ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۵۴﴾ | (خو) چې كله (خداى) سختي او رنځ درنه لرې كړي،يوه ډله مو له خپل پالونكي سره سيالان نيسي! (۵۴) | |
لِيَكْفُرُواْ بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُواْ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ | هغوى (پرېږده) چې زموږ د وركړيو نعمتونو ناشكري وكړي!؛ نو (اوس دې څو ورځې له دنيوي ژونده) مزې واخلي؛خو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو) پوه شي ! (۵۵) | |
وَيَجْعَلُونَ لِمَا لاَ يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ ﴿۵۶﴾ | او هغوى زموږ له وركړې روزۍ هغو (بوتانو) ته څه برخه وربېله كړې،چې نه پوهېږي (چې څه دي) پر خداى قسم،چې هرومرو به (په قيامت كې) ددې دروغ جوړونې پوښتنه درنه وشي . (۵۶) | |
وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ ﴿۵۷﴾ | او مشرکان (په خپل ګومان) خداى ته لوڼې انګېري او خپل ځان ته یې چې څه خوښ وي هغه (له اولاد درلودو) پاک دى . (۵۷) | |
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۵۸﴾ | او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!) . (۵۸) | |
يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۵۹﴾ | ددغه بد زېري له امله،چې پرې شوى،له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ،چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى ! (۵۹) | |
لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ وَلِلّهِ الْمَثَلُ الأَعْلَىَ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶۰﴾ | او پر آخرت ناباوري، ناوړه بېلګه ده او اوچته بېلګه یوازې ((الله)) دی او هغه ناماتی حکیم دی . (۶۰) | |
وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۶۱﴾ | او كه خداى خلك د هغو د ظلمونو له امله نيولاى؛نو د ځمكې پر مخ به هېڅ خځنده نه و پاتې؛خو (سزا) يې تر يوې ټاكلې مودې ځنډوي؛نو چې وخت يې پوره شي،يو ساعت هم روسته وړاندې كېداى نشي (۶۱) | |
وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَى لاَ جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ الْنَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ ﴿۶۲﴾ | او (د کافرانو) چې څه نه خوښېږي [= لوڼې] خداى ته پرې قايلېږي او ژبې يې دروغ وايي،چې پايله يې ښه ده! بلکې (د دوزخ ) اور يې پر برخه دى او دوى (د دوزخ ) مخكښان دي . (۶۲) | |
تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ | پر خداى قسم،تر تا مخكې امتونو ته مو هم (استازي) لېږلي دي (؛خو) شيطان یې ناوړه كړه ورښايسته كړل او نن يې هغه پالندوى دى او ورته درد ناك عذاب دى .! (۶۳) | |
وَمَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلاَّ لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۶۴﴾ | او موږ دا کتاب ( = قرآن) پر تا ددې لپاره نازل كړى، چې اختلافي ټکي ورڅرګند كړې او د دې لپاره چې ایمانوالو ته لارښود او رحمت وي . (۶۴) | |
وَاللّهُ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۵﴾ | او خداى له اسمانه اوبه راورولي،چې مړه ځمكه يې پرې راژوندۍ كړه،بېشکه چې په دې (چار) كې اورېدونكيو خلكو ته یوه نښه ده . (۶۵) | |
وَإِنَّ لَكُمْ فِي الأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِلشَّارِبِينَ ﴿۶۶﴾ | او بېشکه تاسې ته په څارويو كې (د) عبرت (زده کړه) شته، له ګېډو يې، د هضم شويو خوړو (خوشايو) او وينې ترمنځ پر تاسې سوچه شيدې څښو،چې څښونكيو ته خوندور دي (۶۶) | |
وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ | او د كجورو او انګورو له مېوو نيشه يي (ناپاكه) توکي او پاكه روزي جوړوئ،په رښتيا چې په دې كې عقلمنو ته يوه نښه ده . (۶۷) | |
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ | او پالونكي دې د شاتو مچۍ ته وحې [اوغريزي الهام] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه؛ (۶۸) | |
ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۶۹﴾ | بيا هر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې،چې پالونكي دې درټاكلي،په اسانۍ ووهه.)) له ګېډو يې په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي،چې خلكو ته شفا ده، په رښتيا چې په دې كې انديالو ته يوه نښه ده! (۶۹) | |
وَاللّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لاَ يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۷۰﴾ | او خداى پيدا كړئ، بيا مو مړه كوي او له تاسې ځينې ډېر خوار عمر (زړښت) ته ورپرېږدي،چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بېرته پر هېڅ ونه پوهېږي (او ټول څيزونه هېر كړي) په رښتيا خداى پوه وسمن دى (۷۰) | |
وَاللّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الْرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُواْ بِرَآدِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاء أَفَبِنِعْمَةِ اللّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۷۱﴾ | او خداى مو [د ازمېښت لپاره] د ځينو روزي پر ځينو نورو ورزياته كړې ده (؛ځكه استعدادونه او هڅې مو توپير لري)؛ خو د هغوى چې زياته شوې،خپله روزي خپلو مريانو [او تر لاس لاندیو] ته نه وركوي،چې ټول په روزۍ كې برابر شي، ايا د خداى له پېرزوېنې نټه كوي (چې شكر يې نه باسي) ؟! (۷۱) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۲﴾ | او خداى له خپل جنسه مېرمنې درپيدا كړي او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له پاكو څيزونو يې روزي دركړې ده ايا (بيا هم) پر باطلو ايمان راوړي او د خداى له نعمته منكرېږي ؟! (۷۲) | |
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ ﴿۷۳﴾ | او د خداى پرځاى داسې څيزونه نمانځي،چې بېوسي دي او واک نلري چې له اسمانونو او ځمكې ورته روزي ورکړي . (۷۳) | |
فَلاَ تَضْرِبُواْ لِلّهِ الأَمْثَالَ إِنَّ اللّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۷۴﴾ | نو خداى ته (ناروا) بېلګې مه جوړوئ؛[ځکه] چې خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ . (۷۴) | |
ضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لاَّ يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَن رَّزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ | خداى يو مثال راوړي : يو مريى دى،چې د بل چا په ملكيت كې دى او هېڅ يې له لاسه نه كېږي او بل (مؤمن) انسان دى،چې له خپل لوري مو ښه روزي وركړې ده،چې په پټه او ښكاره يې (د خداى په لار کې) لګوي ايا دا دواړه برابر دي؟! ستاېنه يوازې خداى ته ده؛خو ډېرى يې نه پوهېږي . (۷۵) | |
وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۷۶﴾ | او خداى (بل) مثال راوړي : دوه سړي دي،چې يو يې ګونګى دى او هېڅ كار نشي کړاى،پر خپل خاوند پېټى دى او په هر كار پسې يې چې ورلېږي،ښه يې نه ترسره كوي؛ايا دغه (ګونګى) له هغه سړي سره برابر دى، چې پر عدالت امر كوي او پخپله پر سمه لار (هم) دى ؟! (۷۶) | |
وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلاَّ كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۷۷﴾ | او د اسمانونو او ځمكې پر پټو يوازې خداى پوهېږي او د قيامت چار د سترګو د رپ هومره (نژدې او اسانه) او يا تر دې هم نژدې دی؛ځكه خداى هر څه کړاى شي . (۷۷) | |
وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۷۸﴾ | او خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ،چې په هېڅ نه پوهېدئ او غوږونه،سترګې او عقلونه یې دركړل،ښايي (د خداى د نعمت) شكر وكاږئ . (۷۸) | |
أَلَمْ يَرَوْاْ إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاء مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلاَّ اللّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۷۹﴾ | ايا د اسمان په تشیال كې یې اېل شوي الوتونكي نه دي كتلي؟ بې له خدايه یې هېڅوك نه ساتي، په رښتيا چې په دې (قدرت ښوونه) كې هغوى ته نښې دي،چې ايمان راوړي . (۷۹) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۸۰﴾ | او خداى كورونه مو درته د آرام ځايونه كړل، د څارويو له پوټكيو یې داسې كورونه درپيدا كړل، چې د لېږد او مېشتېدو پر ورځ يې سپک ومومئ په اسانۍ سره ځايولاى شئ او د هغوى له وړيو، پت او وژغنو يې د ګټنې وړ سامان [رادبره کړ]،چې تر يو ټاكلي وخته ترې ګټه واخلئ . (۸۰) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلاَلًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾ | او (همداراز) خداى له هغه څيزونو،چې پيدا كړي يې دي،ستاسې د ګټې لپاره سيوري چمتو او په غرونو كې يې درته پټنځايونه جوړ كړل او جامې يې درکړې،چې له ګرمۍ (او يخنۍ) مو ساتي او داسې اغوستن [= زغرې] هم،چې په جګړو كې مو ساتندوى دي؛په دې توګه خداى خپل نعمتونه درباندې پوره کوي،ښايي (فرمان ته يې) غاړه كېږدئ (۸۱) | |
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۸۲﴾ | (خو له دې ټولو سره) نو كه بيا هم مخ واړوي (مه اندېښمنېږه) چې پر تا يوازې د ښكاره پيغام رسونې ژمنه ده. (۸۲) | |
يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۳﴾ | (دوى) د خداى نعمت پېژنې؛خو بيا ترې منكرېږي او ډېرى يې كافران دي . (۸۳) | |
وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لاَ يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ وَلاَ هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۸۴﴾ | او (درياد كړه) چې كله موږ له هر امته (پر هغوى) يو شاهد راپاڅو. بيا نو كافرانو ته (د خبرې كولو) اجازه نه وركول كېږي؛(بلكې لاسونه،پښې،غوږونه،سترګې، ان د بدن پوټكي يې پرې ګواهي لي) او نه یې عذر منل کېږي . (۸۴) | |
وَإِذَا رَأى الَّذِينَ ظَلَمُواْ الْعَذَابَ فَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلاَ هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۸۵﴾ | او چې كله ظالمان عذاب ویني؛نو نه یې عذاب سپکېږي او نه مهلت وركول كېږي . (۸۵) | |
وَإِذَا رَأى الَّذِينَ أَشْرَكُواْ شُرَكَاءهُمْ قَالُواْ رَبَّنَا هَؤُلاء شُرَكَآؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوْ مِن دُونِكَ فَألْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۸۶﴾ | او چې كله مشركان خپل شريكان وويني؛نو وايي : ((پالونكيه! دوى هغه شريكان دي،چې ستا پر ځاى مو نمانځل .)) معبودان ورته وايي : (( تاسې دروغجن ياست (خپلې ځاني غوښتنې مو نمانځلې) .)) (۸۶) | |
وَأَلْقَوْاْ إِلَى اللّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۸۷﴾ | او پر هغه ورځ ټول خداى ته غاړه ږدي او څه چې يې (په دنيا کې په خداى پورې) په دروغو غوټه كړي ول، ورك او پوپنا کېږي . (۸۷) | |
الَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُواْ يُفْسِدُونَ ﴿۸۸﴾ | هغوى چې كافران شوي او (خلك يې) د خداى له لارې منع كړي؛نو د كړي فساد له امله یې د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو. (۸۸) | |
وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۸۹﴾ | او (درياد كړه) پر هغه ورځ،چې موږ په هر امت كې له خپلو یې يو شاهد ورباندې راپاڅو او تا هم پرهمدې امت ګواه راولو او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى،چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود او رحمت، زېرى دى . (۸۹) | |
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۹۰﴾ | په رښتینه كې خداى د عدل، ښېګڼې او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو، بدۍ او سرغړونې منع كوي، نصحيت درته كوي،ښايي پند واخلئ . (۹۰) | |
وَأَوْفُواْ بِعَهْدِ اللّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلاَ تَنقُضُواْ الأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۹۱﴾ | او چې كله له خداى سره ژمنه وكړئ (؛نو) پوره يې كړئ،قسمونه تر ټينګولو روسته مه ماتوئ،سره له دې چې خداى مو پر خپلو (قسمونو) ضامن (او ګواه) نيولى دى؛ (ځكه) څه چې كوئ،خداى پرې پوهېږي (۹۱) | |
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِن بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۹۲﴾ | او (په ژمنماتۍ كې) د هغې (ښځې) په څېر مه شئ،چې خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي او تار تار كړي !حال داچې خپل قسمونه په خپلو كې د ټګۍ او غولونې لپاره كاروئ،له دې امله،چې د يوې ډلې شمېر تر بلې ډېر دى (او د دښمن ډېروالى له پېغمبر سره د بيعت ماتونې پلمه ګڼئ) خداى تاسې يوازې ددې (ژمنې پر وفا) ازمېيي او په څه كې،چې مو اختلاف كاوه،خداى به یې د قيامت پر ورځ هرومرو درڅرګند كړي . (۹۲) | |
وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلكِن يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ | او كه خداى غوښتاى (؛نو) تاسې ټول يې يو امت كولئ؛(او ټول يې په زور ايمان راوړو ته اړ ايستئ؛ خو د زور ايمان ګټه نه لري)؛ خو چې چا ته يې خوښه وي (او وړ يې وبولي) بېلارې كوي يې او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي (يوې ډلې ته يې د سمې لارښوونې توفيق ورپر برخه كړى او له بلې يې اخستى دى) او هرومرو به د خپلو کړنو په اړه وپوښتل شئ . (۹۳) | |
وَلاَ تَتَّخِذُواْ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُواْ الْسُّوءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۹۴﴾ | او خپل قسمونه د يو بل د غولونې او خيانت لپاره مه كاروئ،هسې نه (پر ايمان) تر ټينګېدو روسته كوم قدم وښويېږئ او له دې امله،چې خلك مو د خداى له لارې اړول،ناوړه(اغېزې يې) وڅکئ!او درته ستر عذاب دى! (۹۴) | |
وَلاَ تَشْتَرُواْ بِعَهْدِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا إِنَّمَا عِندَ اللّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹۵﴾ | او الهي تړون په ناڅيزه بيه مه پلورئ (او هره بيه یې پر وړاندې ناڅيزه ده)؛ځكه څه چې له خداى سره دي؛نو كه پوهېږئ دا درته غوره دي . (۹۵) | |
مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ | څه چې درسره دي،له منځه ځي؛خو څه چې له خداى سره دي،تلپاتې دي او هرومرو به یې صابرانو ته تر كړنو هم غوره بدله وركړو (۹۶) | |
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹۷﴾ | هر نارينه او يا ښمځنه،چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي) ژوندون وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو. (۹۷) | |
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۹۸﴾ | نو چې كله قرآن لولې؛د رټل شوي شيطان (له شره) الله ته پناه يوسه! (۹۸) | |
إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۹۹﴾ | ځكه شیطان پر مومنانو او بروسګرو لاسبری نه وي . (۹۹) | |
إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ ﴿۱۰۰﴾ | زور يې يوازې پر هغوی رسي،چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي .) . (۱۰۰) | |
وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَّكَانَ آيَةٍ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُواْ إِنَّمَا أَنتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۱﴾ | او چې كله د يو آيت (حکم) پر ځاى بل آيت راوړو[= يو حكم نسخ کړو] – او خداى ښه پوهېږي،چې څه (حكم) رانازل كړي – (مشرکان) وايي : ((ته دروغجن يې (او دا آیت دې پخپله جوړ كړى دى) ! )) [خو داسې نه ده] بلکې ډېرى يې (پرحقيقت) نه پوهېږي . (۱۰۱) | |
قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۱۰۲﴾ | ووايه : (( دا خو روح القدس (= سپېڅلي روح،جبرائيل) ستاسې د پالونكي له لوري په رښتيا نازل كړى دى،چې مؤمنان (د قرآن پر حقانيت) ټينګ كړي او مسلمانانو ته (د ژوند په چارو كې) لارښود او (د بري او نېكمرغۍ) زېرى وركړي .)) (۱۰۲) | |
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۰۳﴾ | او په يقين موږ پوهېږو،چې دوى وايي : ((دا آيتونه كوم انسان ورښيي .)) (نه داسې نه ده؛ځكه) د چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي،[گونگه او] پردۍ ده؛خو دا (قرآن په) څرګنده عربي ژبه دى . (۱۰۳) | |
إِنَّ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ لاَ يَهْدِيهِمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۰۴﴾ | په رښتینه كې څوك چې پر الهى آيتونو ايمان نه راوړي (؛نو) خداى سمه لار نه ورښيي او ورته دردناك عذاب دى . (۱۰۴) | |
إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأُوْلئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۰۵﴾ | يوازې هغوى دروغ جوړوي،چې د خداى پر آيتونو ايمان نه لري (هو!) واقعي دروغجن همدوى دي . (۱۰۵) | |
مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ | څوك چې تر ايمان راوړو روسته پر الله كافر شي ( سزا یې دوزخ دی)؛خو كه څوك اړ ايستل شوى وي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى)؛ خو چا چې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته (؛نو) پر دوى د خداى غضب دى او ستر عذاب ورته څارو دى . (۱۰۶) | |
ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّواْ الْحَيَاةَ الْدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۰۷﴾ | دا ځكه چې دوى دنيوي ژوند پر اخروي ژوند غوره وګاڼه او خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ورښيي . (۱۰۷) | |
أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۰۸﴾ | دا هغه كسان دي (چې د ډېرې ګناه له امله) يې خداى پر زړونو او غوږونو او سترګو ټاپه وهلى ده (؛نو د همدې دليل له مخې نه پوهېږي) او همدوى واقعي ناخبره دي . (۱۰۸) | |
لاَ جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الآخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرونَ ﴿۱۰۹﴾ | شک نشته چې په آخرت كې يوازې همدوى تاوانیان دي . (۱۰۹) | |
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُواْ مِن بَعْدِ مَا فُتِنُواْ ثُمَّ جَاهَدُواْ وَصَبَرُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۰﴾ | بلخوا [پوه شه چې] بېشکه پالونکى دې دهغو کسانو په حق کې تر هغه روسته لورین بښونکی دی، چې تر ځورېدو روسته یې هجرت وکړ بیا یې په جهاد لاس پورې کړ او زغم یې خپل کړ . (۱۱۰) | |
يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۱۱۱﴾ | (درياد كړه) هغه ورځ،چې هر څوك (د ځان ژغورلو په اندېښنه كې وي او يوازې) د خپل ځان دفاع به كوي او هر چا ته به د خپلو كړنو پوره بدله وركړه شي او ظلم به پرې ونشي. (۱۱۱) | |
وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۱۱۲﴾ | خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛خو د خداى د نعمتونو ناشكري يې وكړه او خداى (هم) د خپلو كړنو له امله د لوږې او وېرې خوند پرې وڅاكه . (۱۱۲) | |
وَلَقَدْ جَاءهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۱۳﴾ | او په رښتيا چې له هماغوى يو استازى هم ورغلى و؛نو دروغجن يې وګاڼه؛نو دا ظالمان (الهي) عذاب ونيول . (۱۱۳) | |
فَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ حَلالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۱۱۴﴾ | نو خداى چې كومه حلاله (او) پاكه روزي دركړې ده، ويې خورئ او كه يوازې “الله” نمانځئ؛نو پر نعمتونو يې شكر وكړئ . (۱۱۴) | |
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالْدَّمَ وَلَحْمَ الْخَنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ | پوه شئ [چې خداى] پر تاسې يوازې مرداره او وينه او د سرکوزي غوښه او هغه څاروي حرام كړي،چې بې د الله له نامه يې د بل چا په نامه سر غوڅ شوى وي؛نو که څوک یې له مجبورۍ وخوري او له بريده تېرى او زياتى و نه كړي (؛نو خداى يې بښې ځكه) چې خدای ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۱۱۵) | |
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلاَلٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ ﴿۱۱۶﴾ | او هر دروغ ،چې په خولو مو راځي،مه وايئ،چې دا حلال دي او هغه حرام؛ هسې نه،چې پر الله دروغ وتړئ؛ ځکه پر الله دروغ جوړوونکي برى نه مومي (۱۱۶) | |
مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ | (له دې دنيا يې) څه لږه ګټنه ده او دردناك عذاب ورته څارو دى . (۱۱۷) | |
وَعَلَى الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۸﴾ | كوم څيزونه،چې تردې مخكې موږ دروویل، پر يهودو مو حرام كړي ول او (موږ) پرې ظلم نه دى كړى؛خو پخپله يې پرخپلو ځانونو ظلم کاوه . (۱۱۸) | |
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُواْ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُواْ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۹﴾ | بيا په رښتینه کې پالونکى دې له هغو سره (مرستندوى دى) چې په ناپوهۍ کې ناوړه چار وکړي بيا ترې توبه وباسي او ځانونه سم کړي؛البته پالونکى دې تر دې (چارو) روسته ښه بښونکى (او) لورين دى . (۱۱۹) | |
إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۰﴾ | په رښتيا چې ابراهيم (په يوازې ځان) د خداى د فرمان اطاعتمن امت و؛چې هېڅ ډول كږلېچ يې نه درلود او له مشركانو ځنې نه و؛ (۱۲۰) | |
شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۲۱﴾ | (او) د خداى د نعمتونو منندوى و؛خداى هغه غوره كړ او سمه لار يې وروښووه؛ (۱۲۱) | |
وَآتَيْنَاهُ فِي الْدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۲۲﴾ | او په دنيا كې مو ښه (همت) وركړ او په آخرت كې هم له نېكانو ځنې دى . (۱۲۲) | |
ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۳﴾ | بيا مو درته وحې وكړه،چې : ((د ابراهيم د دين لاروي وكړه،چې سوچه ايمان يې درلود او له مشركانو ځنې نه و . )) (۱۲۳) | |
إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۲۴﴾ | (يهودو ته) د شنبې د ورځې (بنديزونه) يوازې يوه سزا وه،چې پكې يې اختلاف وكړ او ستا پالونكى به د قيامت پر ورځ په هغه څه كې،چې اختلاف يې درلود،پرېكړه وكړي . (۱۲۴) | |
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۲۵﴾ | د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه،ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي،چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي،چې څوك پر سمه لار دي . (۱۲۵) | |
وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرينَ ﴿۱۲۶﴾ | او كه غچ اخلئ؛ نو هومره يې واخلئ،چې څومره درباندې تېرى شوى وي؛خو كه زغم وكړئ ؛نو دا خو زغمناکو ته ډېره ښه ده . (۱۲۶) | |
وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ ﴿۱۲۷﴾ | او زغم وكړه او زغم دې يوازې (خداى ته او) د خداى په توفيق وي او (د چارو) له امله يې مه خپه كېږه او مه يې پر دسيسو زړه تنګى كېږه . (۱۲۷) | |
إِنَّ اللّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَواْ وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ ﴿۱۲۸﴾ | (ځکه) خداى له پرهېزګارانو او نېكانو سره دى . (۱۲۸) |