بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱﴾ | (دا آيتونه) د خداى او د هغه د استازي له لوري ستاسې همژمنو مشركانو ته د نه ژمنتوب غوڅ اعلان دى! (۱) | |
فَسِيحُواْ فِي الأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَأَنَّ اللّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿۲﴾ | نو (مشركانو!) څلور مياشتي (نور مهلت لرئ،چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې خداى بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې خداى د كافرانو رسوا ګر دى (۲) | |
وَأَذَانٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَرِيءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳﴾ | او (دا آيتونه) د خداى او د هغه د استازي له لوري د حج اكبر پر ورځ [= د لوى اخترورځ ] خلكو ته اعلان دى : خداى او استازی يې د مشركانو په باب كومه ژمنه نه لري!؛ نو كه (له كفره) توبه وباسئ؛ نو دا درته غوره ده او كه مخ واړوئ؛ نو پوه شئ،چې خداى بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو وتلاى شئ) او كافران له درناك عذابه خبر كړه! (۳) | |
إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّم مِّنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُواْ عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّواْ إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۴﴾ | خو بې له هغو مشركانو،چې له تاسې سره يې تړون كړى او د هېڅ شي كمى یې درسره نه دى كړى (خپلې ژمني يې پوره كړې) او نه يې ستاسې پر ضد د چا ملاتړ كړى دى؛ نو تاسې (هم) د تړون د مودې تر پوره كېدو وفا ورسره وكړئ؛ ځكه خداى (له درغلۍ) متقیان خوښوي . (۴) | |
فَإِذَا انسَلَخَ الأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ | نو چې كله (څلور) حرامې مياشتې (رجب، ذوالقعده، ذوا لحجه او محرم ) تېرې شوې؛نو مشركان مو،چې په هر ځاى كې وموندل،ويې وژنئ،ويې نيسئ او را ايسار يې كړئ او په هر څارنځي كې يې د لارې پر سر ورته كېنئ؛ نو كه توبه وباسي او نمونځ وكړي او زكات وركړي؛ نو لار يې ورخوشې كړئ (او پرې يې ږدئ؛ځكه) چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . (۵) | |
وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾ | او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه،چې د خداى خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن ترځايه ورسوه؛ځكه دوى ناپوهه خلک دي . (۶) | |
كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ اللّهِ وَعِندَ رَسُولِهِ إِلاَّ الَّذِينَ عَاهَدتُّمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُواْ لَكُمْ فَاسْتَقِيمُواْ لَهُمْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۷﴾ | مشركانو ته به څرنګه د خداى او د هغه د استازي پر وړاندې كومه ژمنه وي؟ (حال داچې هغوى تل تړون ماتولو ته چمتو ناست وي)؛ خو بې له هغوى چې د مسجدالحرام ترڅنګ مو ژمنه ورسره كړې وه (او د خپل تړون درناوى يې كاوه)؛ نو كه پر ژمنې درسره ولاړ وو؛ نو تاسې هم ورسره ولاړ اوسئ؛(ځكه) چې خداى متقیان خوښوي . (۷) | |
كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لاَ يَرْقُبُواْ فِيكُمْ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸﴾ | څرنګه دغسې نه وي چې كه درباندې لاسبري شي؛نو نه مو د خپلوۍ پار ساتي او نه د ژمنې؟ (تش) په خوله مو خوشحالوي؛ خو زړونه يې (پر ژمنې درېدل) نه مني او ډېرى يې سرغړاند دي (۸) | |
اشْتَرَوْاْ بِآيَاتِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹﴾ | (مشرکانو) د خداى آيتونه په ناڅيزه بيه وپلورل او (خلك يې) د هغه له لارې منع كړل،په رښتيا يې ناوړې چارې کولې . (۹) | |
لاَ يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلاًّ وَلاَ ذِمَّةً وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ | (نه يوازې ستاسې په باب)؛بلكې د يوه مؤمن په باب هم نه د خپلولۍ پار ساتي او نه د كومې ژمنې او همدوى تېرى ګر دي . (۱۰) | |
فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۱﴾ | نو كه توبه وباسي او نمونځ وكړي او زكات وركړي؛نو ستاسې ديني وروڼه دي او موږ (خپل) آيتونه هغو خلکو ته څرګندوو،چې پوهېږي (۱۱) | |
وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ ﴿۱۲﴾ | او كه تر ژمنې روسته يې خپل قسمونه مات كړل او ستاسې په دين كې يې پېغورونه دركړل (او “خو” ګانې يې لټولې)؛نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي . (۱۲) | |
أَلاَ تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّواْ بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَؤُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ ﴿۱۳﴾ | تاسې ولې له هغوى سره نه جنګيږئ،چې خپلې ژمنې ماتوي او د خداى د استازي د ايستو هوډ يې کړى و؟! حال داچې همدوى په لومړي ځل درسره (جګړه) پيل كړه ايا ترې وېرېږئ؟ كه مؤمنان ياست؛نو خداى خو د دې ډېر وړ دى،چې له (مخالفته) يې ووېرېږئ . (۱۳) | |
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ ﴿۱۴﴾ | ورسره وجنګېږئ،چې خداى يې ستاسې په لاسونو وربړوي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مؤمنانو زړونه يخ کړي . (۱۴) | |
وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللّهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۵﴾ | او د مومنانو د زړونو تاو پرې وباسي او د خداى،چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) توبه يې قبلوي او خداى پوه حكيم دى . (۱۵) | |
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُواْ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُواْ مِن دُونِ اللّهِ وَلاَ رَسُولِهِ وَلاَ الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ | ايا ګومان مو كړى،چې (پر خپل حال) به پرېښوول شئ،حال داچې تراوسه خو خداى ته دا نه ده معلومه،چې له تاسې هغه كسان څوك دي،چې جهاد يې كړى او بې له خداى او پېغمبر او مؤمنانو يې خواله ساتي ونه نيو؟! ( بايد وازمېيل شئ او ليكې سره بېلې شي) او چې څه كوئ،خداى پرې ښه خبر دى . (۱۶) | |
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُواْ مَسَاجِدَ الله شَاهِدِينَ عَلَى أَنفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ | مشركان حق نه لري د خداى جوماتونه اباد كړي،حال دا چې پر خپل كفر ګواهي لي! كړه وړه يې پوپنا(او بې ارزښته) شوي او همېشني اورمېشتي دي . (۱۷) | |
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۱۸﴾ | د خداى جوماتونه يوازې هغوى ابادوي،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري او نمونځ يې پرځاى كړى وي او زكات يې وركړى وي او بې له خدايه له بل چا نه وي ډار شوى؛ نو هيله ده،چې همدوى به له لار موندوونکيو ځنې وي . (۱۸) | |
أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾ | ايا حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدالحرام ابادول مو د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى دى،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د خداى په لار كې يې جهاد كړى دى؟! (نه، دا دواړه) د خداى پر وړاندې برابر نه دي او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي . (۱۹) | |
الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۲۰﴾ | هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې كړى او د هغه په لار كې يې په مال او ځان جهاد كړى دى؛ نو د خداى پر وړاندې لوړ پوړي دي او همدوى بريالي دي؛ (۲۰) | |
يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ ﴿۲۱﴾ | پالونكې يې د خپل رحمت او خوښۍ او د داسې جنتونو زېرى وركوي،چې همېشني نعمتونه به پكې وي؛ (۲۱) | |
خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا إِنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۲﴾ | هلته به تلمېشتي وي؛ ځکه له خداى سره ستر اجرونه دي . (۲۲) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ آبَاءكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاء إَنِ اسْتَحَبُّواْ الْكُفْرَ عَلَى الإِيمَانِ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ | مؤمنانو! كه ستاسې پلرونه او وروڼه،كفر تر ايمان غوره وبولي (؛ نو) خپل دوستان يې مه نيسئ! او له تاسې،چې چا دوستي ورسره وكړه؛ نو همدوى ظالمان دي . (۲۳) | |
قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۴﴾ | (پېغمبره) ووايه : ((كه تاسې ته خپل پلرونه، زامن، وروڼه،مېرمنې،خپلوان،ګټلي مالونه او هغه سوداګري،چې پر ناچلېدو يې اندېښمنېږئ او د خوښې كورونه، تر خداى او استازي یې او د هغه په لار كې تر جهاده درته ډېر ګران وي؛ نو د خداى (د) امر (عملي كېدو) ته څارو اوسئ او خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ښيي .)) (۲۴) | |
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ ﴿۲۵﴾ | په رښتيا خداى په ډېرو ځايونو كې مرسته درسره كړې ده (او پر دښمن بريالي شوئ) او د حنين (د غزا) پر ورځ ( يې هم مرسته درسره وكړه) چې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ ؛خو څه ګټه يې در و نه رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛ بيا مو (دښمن ته) شا واړوله او وتښتېدئ . (۲۵) | |
ثُمَّ أَنَزلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ ﴿۲۶﴾ | بيا خداى خپله ډاډېنه پر خپل استازي او مؤمنانو رانازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ،چې نه مو ليده او كافران يې په رنځ او کړاو اخته کړل او دغسې ده د كافرانو سزا! (۲۶) | |
ثُمَّ يَتُوبُ اللّهُ مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۷﴾ | بيا خداى تردې روسته،چې چا ته يې خوښه شي (او وړ يې وبو لي) توبه يې مني او خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . (۲۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۸﴾ | مؤمنانو! حق دا دى، چې مشركان ناولي دي؛ نو تر سږ كال روسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه ( ددې پرېكون له امله د سوداګرۍ له ټپه درېدو او) له تنګلاسۍ وېرېږئ، كه خداى وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي؛ځكه) چې خداى پوه حكيم دى . (۲۸) | |
قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۲۹﴾ | له کتابيانو،چې څوك پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان نه راوړي او څه چې خداى او استازي یې حرام كړي، نه يې حراموي او نه حق دين مني؛ نو ورسره وجنګېږئ،چې په (خورا) ذلت په خپل لاس جزيه وركړي (۲۹) | |
وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۳۰﴾ | او يهوديان وايي : ((عزير د خداى زوى دى .)) او مسيحيان وايي : ((مسيح د خداى زوى دى .)) د خولې دا خبرې یې د مخکینیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، خداى دې دوى ووهي،چې څرنګه (له حقه) اړول کېږي! (۳۰) | |
اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳۱﴾ | (هغوى = كتابيانو) خپل عالمان او راهبان او مسيح د مريمې زوى د الله پرځاى خپل معبودان ونيول،حال داچې يوازې د ايکي يوه معبود (الله) د نمانځنې حكم ورته شوى و،چې بې له هغه د عبادت وړ نشته، هغه (الله) له هغه څه پاك دى،چې دوى يې ورسره شريكوي . (۳۱) | |
يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿۳۲﴾ | (کافران) غواړي د الله رڼا په خپلو خولو مړه كړي؛خو الله بې له دې هېڅ نه مني،چې خپله رڼا به پوره کوي، كه څه هم كافران ناخوښه وي . (۳۲) | |
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ | (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي . (۳۳) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۴﴾ | مؤمنانو! (د كتابيانو) ډېرى عالمان او راهبان (= شيخان) د خلكو مالونه په ناروا خوري او د خداى له لارې (يې) منع كوي او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د خداى په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! (۳۴) | |
يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ ﴿۳۵﴾ | (پر هغه) ورځ،چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو زېرمه كړي ول؛نو اوس د خپلو زېرمو (خوند) وڅكئ . (۳۵) | |
إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۶﴾ | په حقيقت كې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې،چې خداى اسمانونه او ځمكه پيدا كړي، په الهي كتاب كې دولس دي؛ څلور مياشتې يې حرامې دي (چې جنګ جګړه پكې منع ده) دا سم ثابت (الهي) قانون دى؛ نو ځكه په دې مياشتو كې پر ځان ظلم مه کوئ (او له هر ډول وينې تويېدنې ډډه وكړئ) او (د جګړې په وخت كې) ټول له مشركانو سره وجنګېږئ؛لكه څنګه چې هغوى ټول درسره جنګېږي او پوه شئ،چې خداى د متقیانو مل دى. (۳۶) | |
إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُحِلِّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِّيُوَاطِؤُواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ اللّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۷﴾ | رښتيا خبره همدا ده،چې نسى [= د حرامو مياشتو بې ځايه كول او ځنډول ] د (مشركانو) په كفر كې (یو بل) زياتوالى دى،چې کافران پرې بېلارې كېږي، يو كال يې حلالوي او (بل) كال يې حراموي،چې د خداى د حرامو شويو مياشتو شمېر پوره كړي، په پايله كې الهي حرام، حلال ګڼي، ناوړه كړه وړه یې ورښايسته كړاى شوي دي او خداى، “خداى ناپېژاندو” ته سمه لار نه ورښيي . (۳۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ ﴿۳۸﴾ | مؤمنانو! څه درباندې شوي، چې كله درته وويل شي : (( د خداى په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛ نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل ) ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى دى؟! حال دا چې له دنيوي ژونده ګټنه د آخرت په پرتله ډېره لږه ده . (۳۸) | |
إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ | كه (جهاد ته) و نه خوځئ (؛نو خداى) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به كوم بل قوم راولي او خدای ته هېڅ زيان وررسولاى نشئ او خداى پر هرڅه لاسبر دى. (۳۹) | |
إِلاَّ تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُواْ ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا فَأَنزَلَ اللّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُواْ السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۰﴾ | كه تاسې یې مرسته ونه کړئ؛ نو خداى یې هغه وخت لا مرسته كړې (په سختو شېبو كې يې ځان ته پرېښى نه دى) چې كله كافرانو هغه (له مكې) ايستى و،حال داچې له دوو دويم (تن) و (او تر يوه ملګري زيات نور څوك ورسره نه و) چې كله دواړه په (ثور) غار كې وو، خپل ملګري [ابوبکر] ته يې وويل: (( مه خپه كېږه ! په يقين چې الله مو مل دى .))؛ نو خداى خپله ډاډېنه پرې ورولېږله او په داسې لښكرو يې د ده ملاتړ وكړ،چې تاسې نه ليدل او خداى د كافرانو كلمه (وينا او موخه) ټيټه كړه (او له ماتې سره یې مخ كړل) او د الله كلمه (دين او وينا خو تل) اوچته ده (او دين يې بريالى دى) او خداى ناماتى حكيم دى . (۴۰) | |
انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ | (ټول جهاد ته) ووځئ،سپك ياست يا درانه او د خداى په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ،كه پوهېږئ دا درته غوره دى! (۴۱) | |
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لاَّتَّبَعُوكَ وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۴۲﴾ | (خو يوه ډله یې داسې ده،چې) كه غنیمتونه نژدې (او بې كړاوه لاس ته ورتلاى شي) او سفر اسانه وي (؛نو د دنيا پر تمه) درپسې تلل؛خو (اوس،چې د تبوك جګړې ته واټن او) لار ورته لرې (او ستونزمنه) ده (؛نو سرغړونه کوي) او ژر به قسمونه وكړي :(( كه وسه مو لرلاى؛ نو هرومروبه درسره وتلي وو!)) ( هغوى په دې كړنو او دروغو په رښتینه كې) ځانونه هلاكوي او خداى پوهېږي،چې هغوى په رښتيا دروغجن دي . (۴۲) | |
عَفَا اللّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُواْ وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ ﴿۴۳﴾ | خداى وبښلې، تا ولې (د پاتېدو) اجازه وركړه (دا ښه وه،چې صبر دې كړى واى) چې درڅرګنده شوې واى،چې رښتوني څوك دي او دروغجن دې هم پېژندلي واى ؟! (۴۳) | |
لاَ يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿۴۴﴾ | هغوى چې پر خداى او د آخرت پر ورځې ايمان لري؛ نو هېڅكله به اجازه درنه و نه غواړي،چې هغوى دې په خپلو سرونو او مالونو (د خداى په لار كې) له جهاد کولو پاتې او معاف کړاى شي او خداى ته د متقیانو (حال) ښه معلوم دى . (۴۴) | |
إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ ﴿۴۵﴾ | (جهاد ته د نه تلو) اجازه يوازې هماغه خلك غواړي،چې پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري او (د دين په حقانيت كې) زړغي او ټکني دي؛ نو دوى په خپل شك كې لالهانده دي (۴۵) | |
وَلَوْ أَرَادُواْ الْخُرُوجَ لأَعَدُّواْ لَهُ عُدَّةً وَلَكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُواْ مَعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۴۶﴾ | او كه په رښتيا يي (جهاد ته) د وتو هوډ درلوداى؛ نو هرومرو به يې څه تيارى ورته نيولى واى؛خو خداى یې په وتو له سره خوښ نه و؛ نو ځكه يې (توفيق پر برخه نشو او له جهاده) یې پاتې كړل او ورته وويل شول :(( له کور ناستو [= كوچنيانو،بوډاګانو او ناروغانو ] سره كېنئ !)) (۴۶) | |
لَوْ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلاَّ خَبَالًا ولأَوْضَعُواْ خِلاَلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾ | كه (جهاد ته) درسره وتلي واى؛ نو بې له شرارته به یې څه نه وو ورزیات کړي او ستاسې ترمنځ يې فتنې اچولو (او درز او نفاق پيدا كولو) ته لمن وهله او په تاسې كې ځري هم شته او خداى ظالمان ښه پېژني . (۴۷) | |
لَقَدِ ابْتَغَوُاْ الْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ الأُمُورَ حَتَّى جَاء الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۴۸﴾ | په رښتيا هغوى تردې له مخه (هم) د فتنې د راولاړولو هڅې كړي دي او پر تا يې چارې ګډې وډې کړې وې، تردې چې حق راغى او د خداى امر ښكاره شو (او بريالي شوئ) سره له دې چې دوى ناخوښ وو (۴۸) | |
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۴۹﴾ | او يو یې وايي : ((اجازه راكړه (چې په جهاد كې برخه وانخلم) او په (ګناه او) فتنه كې مې مه غورځوه!)) پوه شئ! چې دوى (همدا اوس) په [ګناه او] فتنه كې لوېدلي دي او بېشكه دوزخ كافران را ايسار كړي دي (۴۹) | |
إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ ﴿۵۰﴾ | كه كومه ښېګنه (بريا يا غنيمت) درورسي؛ نو دوى ځوروي او كه كوم کړاو درپېښ شي، وايي :(( موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه )) او په خوشحالۍ درنه ستنېږي . (۵۰) | |
قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلاَّ مَا كَتَبَ اللّهُ لَنَا هُوَ مَوْلاَنَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ | (ورته) ووايه :((موږ ته هېڅ (زيان يا ښېګڼه) نه رسي؛خو داچې څه خداى راته ليكلي وي، الله زموږ پالندوى (او كارسازى) دى؛ نو مؤمنان بايد يوازې پر خداى بروسه وكړي .)) (۵۱) | |
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلاَّ إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ اللّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُواْ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ ﴿۵۲﴾ | ووايه :(( ايا زموږ په باب له دې دوو ښېګڼو (برياليتوب يا شهادت) بې له يوې څه ته سترګې پر لار ياست؟! خو موږ څارو يو،چې خداى به پخپله (په هغه دنيا كې) سزا دركړي او يا به يې (په دې دنيا كې) زموږ په لاسونو دركړي؛اوس نو چې داسې ده،تاسې هم انتظار وباسئ او موږ هم درسره څارو يو!)) (۵۲) | |
قُلْ أَنفِقُواْ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۳﴾ | ووايه : ((كه په خوښه څه ولگوئ او که په ناخوښه؛نو هېڅكله درځنې نه قبلېږي (؛ځكه) چې تاسې سرغړانده ډله واست.)) (۵۳) | |
وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلاَّ أَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَ يَأْتُونَ الصَّلاَةَ إِلاَّ وَهُمْ كُسَالَى وَلاَ يُنفِقُونَ إِلاَّ وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۵۴﴾ | او د دوى د خيراتونو او لگښتونو د نه منل کېدو يوازېنی دليل دا دى،چې دوى پر خداى او استازي يې كافران شول او زړه ماتي نمانځه ته راځي او (د خداى په لار كې) په ناخوښۍ خیرات وركوي . (۵۴) | |
فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۵۵﴾ | نو د دوی د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) دې اریان نه کړي، په حقیقت کې خداى غواړي دوى په همدې وزلو په دنيوي ژوند كې پر کړاو اخته كړي او د كفر په حال كې يې ساه ګانې ووځي . (۵۵) | |
وَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ ﴿۵۶﴾ | او هغوى پرخداى قسمونه خوري،چې درسره يو؛ خو درسره نه دي؛ بلکې ډارنه ډله ده (چې د خپلو خوالو د را برسېرېدو له وېرې دروغ وايي ) . (۵۶) | |
لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْاْ إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ ﴿۵۷﴾ | كه (تېښتې ته) کوم پټنځى يا کومه سمڅه يا د ننوتو كوم ځاى ومومي؛نو ور و به ځغلي. (۵۷) | |
وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ ﴿۵۸﴾ | او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي،كه څه برخه ترې وركړه شي(؛نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي، سملاسي غوسه كېږي (حق يې وي يا نه وي (۵۸) | |
وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوْاْ مَا آتَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ سَيُؤْتِينَا اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَرَسُولُهُ إِنَّا إِلَى اللّهِ رَاغِبُونَ ﴿۵۹﴾ | او (څومره به ښه و) که د خداى او د هغه د استازي په ورکړه خوښ واى او ويلي يې واى : (( خداى موږ ته بس دى او ژر دى،چې خداى او استازى به يې پر موږ پېرزويني ولوروي او په رښتيا موږ يوازې د خداى رضا غواړو .)) (۵۹) | |
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶۰﴾ | زكاتونه يوازې ځانګړي شوي دي : فقيرانو او مسكينانو او د زكات د راټولولو كاركوونكيو او هغوى ته چې د زړونو لاس ته راوړل يې موخه وي او(همداراز) د مريانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د خداى د لارې غښتلتيا او مسافر پالنې ته. دا ( زكات) يو(مهم) الهي فرض دى او خداى پوه حكيم دى (۶۰) | |
وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيِقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَّكُمْ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ مِنكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۱﴾ | او ځينې یې پېغمبر ځوروي او وايي : ((چې هغه ټول غوږ غوږ دى (چې هره خبره اوري او ژر پرې باوركوي ) )) ووايه : (( هغه مو د ښې نېكې (خبرې) اورېدونكى دى (؛خو پوه شئ ) چې هغه پر خداى ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باوركوي او له تاسې،چې چا ايمان راوړى،هغه ورته (یو مخ) رحمت دى . او هغوی چې ((رسول الله)) ځوروي، ورته دردناك عذاب دى . (۶۱) | |
يَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَن يُرْضُوهُ إِن كَانُواْ مُؤْمِنِينَ ﴿۶۲﴾ | هغوى درته پر خداى قسمونه خورى،چې خوشحاله مو كړي؛خو كه ايمان لري،وړ او مناسبه خو داده،چې خداى او استازی يې خوشحاله كړي . (۶۲) | |
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ ﴿۶۳﴾ | ايا نه دي پوه شوي،څوك چې د خداى او له استازي سره یې دښمني وكړي؛ نو ورته د دوزخ اور دى (او) تل تر تله به پكې اوسي؟! دا، ستره رسوايي ده ! (۶۳) | |
يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِم قُلِ اسْتَهْزِئُواْ إِنَّ اللّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُونَ ﴿۶۴﴾ | منافقين وېرېږي،چې هسې نه پر ضد يې يو سورت نازل شي او هغوى (مسلمانانو) د دوى د زړونو له خوالو خبر كړي، ووايه : (( ملنډې ووهئ !بېشكه خداى د هغه څه رابرسېروونكى دى،چې ترې وېرېږئ .)) (۶۴) | |
وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ﴿۶۵﴾ | اوكه ترې وپوښتئ [:(( ولې مو دا ناوړه چارې کولې ؟!))] وايي : ((موږ خو ټوكې او لوبې كولې.)) ووايه (( ايا له خداى، له آيتونو او استازي سره یې مو ټوكې كولې ؟!)) (۶۵) | |
لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ إِن نَّعْفُ عَن طَآئِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَآئِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُواْ مُجْرِمِينَ ﴿۶۶﴾ | (ووايه:) عذرونه مه کوئ (چې ګټه نه دررسوي؛ځكه) تر ايمان راوړو روسته كافران شوي ياست كه يوه ډله مو (د توبې له امله) هم وبښو؛نو (بلې) ډلې ته خو هرومرو سزا وركوو؛ځكه چې ګناهګاران دي! (۶۶) | |
الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۶۷﴾ | منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كول او خپل لاسونه (له نفقې وركولو او بخششه) موټى كړي ساتي،خداى يې هېر كړى دى او خداى (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا،چې منافقان سرغړاندي دي . (۶۷) | |
وَعَدَ الله الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ ﴿۶۸﴾ | خداى دوه مخو نارينه و او ښځو او كافرانو ته د دوزخ د اور ژمنه وركړې ده (چې) تل به پكې اوسي، همدا اور يې بس دى او خداى له خپل رحمته لرې كړي او همیشنی عذاب يې پر برخه دى . (۶۸) | |
كَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ كَانُواْ أَشَدَّ مِنكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلاَدًا فَاسْتَمْتَعُواْ بِخَلاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُم بِخَلاَقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ بِخَلاَقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُواْ أُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الُّدنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۹﴾ | (تاسې منافقان) د هغو په څېر ياست، چې تر تاسې پخوا ول (او د نفاق پر لارو لاړل؛ بلكې) هغوى تر تاسې ډېر زورور او د ډېرو شتمنيو او اولادونو خاوندان وو؛نو هغوى (په دنيا كې له الهي نعمتونو د ګناه او هوسونو په لار كې) خپله ګټه واخسته او تاسې هم (په دې لار كې) خپله هغه برخه واخسته؛لكه هغوى چې اخستې وه او په څېر یې پر هماغسې چارو (كفر، نفاق او پر مؤمنانو ملنډې) هم بوخت شوئ (؛خو په پايله كې) په دنيا او آخرت كې یې ټول كړه وړه ورک شول او يوازې همدا تاوانیان دي . (۶۹) | |
أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وِأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۷۰﴾ | ايا د پخوانيو تاريخ دررسېدلى نه دى؟! ((د نوح د قوم ))، د ((عاد)) او ((ثمود )) او ((ابراهيم د قوم ))، د (( مدين د اصحابو)) [= د شعيب قوم ] او د ((ويجاړو شويو ښارونو)) [ = د لوط د قوم ] (کيسې) استازیو يې څرګند دلايل وروړل (؛خو ويې نه منل) خداى پرې ظلم ونه کړ؛خو پخپله يې پر ځانونو ظلم كاوه . (۷۰) | |
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ | او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي،پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او نمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او استازي يې اطاعت كوي،ژر به خداى خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى . (۷۱) | |
وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۷۲﴾ | خداى نارينه او ښځينه مؤمنانو ته د جنت د باغونو ژمنه وركړې ده،چې تر ونو لاندې به يې ويالې بهېږي (او) تل به پكې اوسي،په هغو همیشني جنتونو كې به سوتره هستوګنځي (ور پر برخه) وي (او تر هر څه لا زيات داچې ) د خداى رضا (او خوښي) به ور پر برخه وي،(چې) همدا ستره بريا ده . (۷۲) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۳﴾ | پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه، ورتګ يې جهنم ته دى،چې خورا ناوړه هستوګنځى دى! (۷۳) | |
يَحْلِفُونَ بِاللّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدْ قَالُواْ كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُواْ بَعْدَ إِسْلاَمِهِمْ وَهَمُّواْ بِمَا لَمْ يَنَالُواْ وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۷۴﴾ | پر خداى قسمونه خوري،چې (په پېغمبر پسې يې ناسمې) خبرې کړي نه دي؛ خو په رښتيا يې د كفر خبرې كړې دي او تر خپلې مسلمانېدنې روسته كافران شوي دي او(د خطرناك كار) هوډ يې کړى و؛خو و يې نه کړاى شو،غوسه او ناخوښي یې یوازې له دې امله وه،چې خداى او استازي یې هغوى په خپل فضل (درښتن او كرم) شتمن كړل (؛خو سره له دې) كه توبه وباسي؛ نو ورته غوره ده او كه مخ واړوي؛ نو خداى به په دنيا او اخرت كې دردناكه سزا وركړي او د ځمکې پر مخ به یې هیڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي . (۷۴) | |
وَمِنْهُم مَّنْ عَاهَدَ اللّهَ لَئِنْ آتَانَا مِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾ | او ځينو یې له خداى سره ژمنه كړې وه،چې :(( كه خداى له خپلې لورنې څه راکړل؛ نو هرومرو به زکات وركوو او له صالحانو (او شاکرانو) به شو .)) (۷۵) | |
فَلَمَّا آتَاهُم مِّن فَضْلِهِ بَخِلُواْ بِهِ وَتَوَلَّواْ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۷۶﴾ | خو چې کله خداى په خپل فضل شتمن كړل؛ نو کنجوسي يې وكړه او له خپلې ژمنې يې پوره مخ واړاوه . (۷۶) | |
فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِي قُلُوبِهِمْ إِلَى يَوْمِ يَلْقَوْنَهُ بِمَا أَخْلَفُواْ اللّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُواْ يَكْذِبُونَ ﴿۷۷﴾ | نو په پايله کې له خداى سره د ژمنماتۍ او درواغجنۍ له امله خداى د مخامخېدو تر ورځې پر زړونو یې د نفاق (داغ) کېښود . (۷۷) | |
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللّهَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ ﴿۷۸﴾ | ايا نه دي پوه شوي،چې خداى یې په پټو خوالو، پټو مشورو او پسپسيو پوهېږي؛ځكه هغه له ټولو غيبي خبرو (او پټو كارونو) پوره خبردى؟! (۷۸) | |
الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ | څوک چې پر هغو مؤمنانو بد وايي او ملنډې پرې وهي،چې پخپله خوښه صدقات وركوي او پر هغوى،چې (د خداى په لار كې په خیرات وركولو كې) له خپلې (ناڅيزه) وسې زيات څه نه لري (نو پوه دې شي،چې) خداى به پرې ملنډې ووهي (او د خپلو ملنډو سزا به وركړي) او ورته دردناک عذاب دى ! (۷۹) | |
اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لاَ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۸۰﴾ | که بښنه ورته وغواړې،كه و نه غواړې (ان) كه اويا ځل ورته بښنه وغواړې؛خداى به يې هېڅكله ونه بښي؛ځكه پر خداى او استازي يې کافران شوي دي او خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي . (۸۰) | |
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ ﴿۸۱﴾ | (د تبوك له جګړې) پاتې شويو له “رسول الله “سره له مخالفته خوشحاله وو او دا يې بده ګڼله،چې د خداى په لار كې په سر او مال جهاد وكړي او(يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل :((په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه ځئ.)) (ورته) ووايه : كه پوهېداى ((د دوزخ اور تردې هم ډېر تود دى!)) (۸۱) | |
فَلْيَضْحَكُواْ قَلِيلًا وَلْيَبْكُواْ كَثِيرًا جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸۲﴾ | نو (تر دې روسته منافقين) بايد لږ وخاندي او ډېر وژاړي (؛ځكه د جهنم اور ورته سترګې پر لار دى) دا يې د خپلو كړنو سزا ده . (۸۲) | |
فَإِن رَّجَعَكَ اللّهُ إِلَى طَآئِفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُواْ مَعِيَ أَبَدًا وَلَن تُقَاتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّا إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُواْ مَعَ الْخَالِفِينَ ﴿۸۳﴾ | نو كه خداى دې د دوی يوې ډلې ته ورستون كړي او (بلې غزا ته د تلو) اجازه یې درنه غوښته،ورته ووايه : ((هېڅكله راسره وتلاى نشئ او نه مې په ملتيا له كوم غلیم سره جنګېداى شئ؛ ځكه تاسې په لومړي ځل (پر کور) ناستې ته غاړه كېښووه؛ نو (اوس هم ) له كور ناستو سره كېنئ)) (۸۳) | |
وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸۴﴾ | او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) نمونځ مه کوه او مه يې (دعا او بښنې ته) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې له نړۍ ولاړل (۸۴) | |
وَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۸۵﴾ | او هسې نه، شتمني او اولادونه دې یې اریان كړي! (دا ورته نعمت نه؛ بلكې) خداى غواړي په همدې وزلو يې په دنيا كې په عذاب كړي او د كفر په حالت كې يې ساه ګاني ووځي . (۸۵) | |
وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَجَاهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُوْلُواْ الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُواْ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ الْقَاعِدِينَ ﴿۸۶﴾ | او چې كله كوم سورت نازل شي (او ورته امر وكړي) : (( پر خداى ايمان راوړئ او د استازي په ملګرتيا یې جهاد وكړئ ))؛ نو شتمن یې اجازه درنه غواړي او عذرونه درته كوي او وايي :(( موږ پرېږدئ،چې له قاعدينو [= هغوى چې له جهاده معاف دي ] سره پاتې شو.)) (۸۶) | |
رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لاَ يَفْقَهُونَ ﴿۸۷﴾ | (هو) هغوى له کور ناستو سره په پاتېدلو خوشحاله شول او پر زړونو يې [د نفاق] ټاپه ووهل شوه؛نو ځكه (پر څه) نه پوهېږي . (۸۷) | |
لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ جَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَأُوْلَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸۸﴾ | خو (بلخوا د خداى) استازي او ورسره مومنو اصحابو یې په خپل مال و سر جهاد وكړ او ټولې ښېګڼې يې پر برخه دي او يوازې همدوى بريالي دي . (۸۸) | |
أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۸۹﴾ | خداى د جنت (داسې) باغونه ورچمتو كړي دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،په هغو كې به تلمېشتي وي؛ دا ستره بريا ده . (۸۹) | |
وَجَاء الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۰﴾ | او(تا ته) د بانډيڅي عربو عذر غوښتونکي راغلل،چې (په جهاد كې د نه برخې اخستو) اجازه وركړه شي او هغوى چې خداى او پېغمبر ته يې دروغ ويلي وو(بې له كوم عذره په خپلو كورو كې) كېناستل؛له دوى چې كومو كسانو مخالفت وكړ (او معذور نه وو)؛نو ډېر ژر به ورته دردناك عذاب ورسي! (۹۰) | |
لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاء وَلاَ عَلَى الْمَرْضَى وَلاَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۱﴾ | پر بېوسو او ناروغانو او هغوى،چې څه نه مومي،چې (په جهاد كې) يې ولگوي،څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه کړي) په دې شرط،چې (د مورچل تر شا) په عمل كې د خداى او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي،و نه سپموي) او(همداراز) پر نېكانو څه نيوكه نشته او خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى (۹۱) | |
وَلاَ عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّواْ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلاَّ يَجِدُواْ مَا يُنفِقُونَ ﴿۹۲﴾ | او (همداراز) پرهغوى هم ګناه نشته،چې درغلل او (په جهاد كې یې ګډون ته) سپرلۍ وغوښته تا ورته وويل :(( سپرلۍ ته مو څه نه لرم)) ؛ نو هغوى په اوښلنو سترګو ستانه شول؛ځكه څه يې نه درلودل،چې د خداى په لار كې يې ولګوي (اوغزا ته پرې ولاړ شي) (۹۲) | |
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاء رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۹۳﴾ | پړه يوازې هغوى دي،چې شتمن دي (او جهاد ته كافي وزلې لري)؛خو بيا هم (د جهاد د پرېښودو) اجازه درنه غواړي او په دې خوښ وي،چې له كور ناستو [= ښځو،كوچنيانو او ناروغانو] سره وي او خداى یې پر زړونو (د نفاق) ټاپه لګولې ده؛ نو ځكه پرڅه نه پوهېږي . (۹۳) | |
يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ قُل لاَّ تَعْتَذِرُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ وَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۴﴾ | چې كله هغوى ته ورستانه شوئ (چې له جهاده يې سرغړولى و؛) نو عذرونه به درته كوي . ورته ووايه : (( عذرونه مه کوئ،موږ به هېڅكله ستاسې (پرخبره) باور ونکړو!؛ځکه خداى ستاسې له حالاتو خبر كړي يو او ژر به خداى او استازی يې ستاسې كړه وړه وګوري . بيا به د هغه ذات لوري ته وروګرځول شئ، چې پر پټو او ښكاره پوه دى؛ نو تاسې به د خپلو كړنو له (پايلو) خبر كړي (او سزا دركوي) )) (۹۴) | |
سَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُواْ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۹۵﴾ | ( له غزا) چې ورستانه شئ نو پر خدای به قسمونه درته کوي، چې (له پړې يې) تېر شئ؛ نو مخ ترې واړوئ ( او ترې تېر شئ)؛ځكه ناولي دي او د خپلو كړنو په سزا کې يې هستوګنځى دوزخ دى . (۹۵) | |
يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْاْ عَنْهُمْ فَإِن تَرْضَوْاْ عَنْهُمْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يَرْضَى عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ﴿۹۶﴾ | ستاسې د خوښۍ لپاره به قسمونه وخوري؛ نو كه تاسې ترې خوشحاله هم شئ؛نو بېشکه خداى به له سرغړاندو خوښ نشي . (۹۶) | |
الأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلاَّ يَعْلَمُواْ حُدُودَ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى رَسُولِهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۹۷﴾ | بانډيڅيان عرب په كفر او نفاق كې (تر نورو) ډېر كلك دي او شونې ده،خداى چې كوم حدود پرخپل استازي نازل كړي دي (له سره) پرې پوه نشي او خداى پوه حكيم دى (۹۷) | |
وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ السَّوْءِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۹۸﴾ | او له دې بانډيڅيانو يوه ډله،چې څه (د خداى په لار كې) لګوي؛نو هغه (ځان ته مازې يو) زيان ګڼي او تاسې ته د دردناكو پېښو د دررسېدو په انتظار كې دي،(حال داچې) بدې پېښې پخپله همدوى ته (پر انتظار) دي او خداى پوه اورېدونكى دى . (۹۸) | |
وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَاتٍ عِندَ اللّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ أَلا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ سَيُدْخِلُهُمُ اللّهُ فِي رَحْمَتِهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۹۹﴾ | او له دې بانډيڅيانو ځينې داسې هم دي،چې پر خداى او د اخرت پر ورځې ايمان لري او څه چې (د خداى په لار كې) لګوي،هغه خداى ته د ورنژدېدو او له پېغمبره د دعا (اخستو) لپاره كوي؛پوه شئ، دا څیزونه یې (خدای ته) د ور نژدېوالي وزلې دي . خداى به یې ژر په خپل رحمت كې ونغاړي؛(ځکه) چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۹۹) | |
وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۰۰﴾ | او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې ورپسې ولاړل، خداى ترې خوښ دی او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، ورته يې د جنت باغونه چمتو كړي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل تر تله به پكې اوسي او دا ستره بريا ده! (۱۰۰) | |
وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى النِّفَاقِ لاَ تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى عَذَابٍ عَظِيمٍ ﴿۱۰۱﴾ | او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب منافقين دي او (همداراز) د مدينې په اوسېدونكيو كې هم پر منافقت روږدي شوي شته [او سرغړونه یې کړې ده] چې نه يې پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو، ژر به دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړيني پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) یو ستر عذاب ته بوتلل شي ! (۱۰۱) | |
وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۰۲﴾ | او ځينو پر خپلو ګناهونو اعتراف كړې، ښې او ناوړه چارې يې ګډې كړې دي، هيله ده، چې خداى یې توبه قبوله كړي؛ځكه خداى لورین بښونکى دى . (۱۰۲) | |
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۳﴾ | له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په دې يې پاك سازي وکړي او ويې روزې او (د زكات اخستو پر وخت) دعا ورته وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى پوه اورېدونكى دى . (۱۰۳) | |
أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ | ايا نه دي پوه شوي،چې يوازې خداى د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي او خداى لورین توبه قبلوونكى دى؟! (۱۰۴) | |
وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ | او (ورته) ووايه :(( (هر كار،چې غواړئ) و يې كړئ ! خداى، استازی او مؤمنان به ستاسې كړه وړه وویني! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه (خدای) ته وروستل شئ؛ نو د خپلو کړو وړو له (حقيقت او پايلو) به مو خبركړي !)) (۱۰۵) | |
وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ | او يوه بله ډله د خداى امر ته پرېښوول شوې ده (او كار يې له خداى سره دى) يا به سزا وركړي او يا به يې توبه ومني (د هر ډول،چې وړ وي) او خداى پوه حكيم دى . (۱۰۶) | |
وَالَّذِينَ اتَّخَذُواْ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفَنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ الْحُسْنَى وَاللّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۰۷﴾ | او(يوې بلې ډلې یې) يو جومات جوړ كړ،چې (مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي،چې تر دې مخكې يې د خداى او د هغه د استازي پر خلاف په جګړې لاس پورې كړی دى او [اوس] سخت قسمونه خوري : ((موږ خو د ښېګڼې (چوپړ) په نيت ( دا جومات جوړكړى دى) ))؛ خو خداى شاهدي وركوي،چې دوى بيخي دروغجن دي (۱۰۷) | |
لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ﴿۱۰۸﴾ | هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات،چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى،چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې،په هغه (جومات) كې داسې سړي دي،چې غواړي پاک او سپېڅلي شي او خداى پاكان خوښوي . (۱۰۸) | |
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ | او ايا هغه غوره دى،چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي،که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه نړېدونکي پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي،چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي؟ او خداى ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي . (۱۰۹) | |
لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْاْ رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلاَّ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۱۰﴾ | (؛خو) دا ودانۍ يې چې جوړه كړې ده، تل به يې په زړونو كې د شك او(نفاق) جرړه وي؛ تر هغه چې زړونه يې ټوټې توټې شي (او ومري،كه نه بیخي يې له زړونو نه وځي)؛ او خداى ډېر پوه حکيم دى . (۱۱۰) | |
إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۱﴾ | په حقيقت کې خداى له مؤمنانو ځانونه او مالونه يې د جنت په بدل كې پېرلي دي ؛(په دې توګه چې) د خداى په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي،پر هغه دا (د جنت ژمنه) پخه ژمنه ده،چې په تورات او انجيل او قرآن كې ياده شوې ده او څوك دى،چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده ! (۱۱۱) | |
التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ | (هغه مؤمنان) : توبه كوونكي،عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان،ركوع كوونكي،سجده كوونكي،پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه! (۱۱۲) | |
مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۳﴾ | له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه،چې مشركانو ته که څه هم خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي،حال دا چې ورڅرګنده شوې ده،چې هغوى دوزخيان دي (۱۱۳) | |
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلاَّ عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لأوَّاهٌ حَلِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ | او ابراهيم چې خپل پلار [= د مور پلار يا تره] ته د بښنې دعا كړې وه؛ نو د هغې ژمنې له مخې وه،چې ورسره يې كړې وه (چې ايمان راوړو ته يې جذب كړې؛) خو چې ورته څرګنده شوه،چې هغه د خداى دښمن دى(؛نو) ترې بېزار (او له ورسره کړې ژمنې څنګ ته) شو، په رښتيا چې ابراهيم زړه سواندى زغمناك و (۱۱۴) | |
وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّى يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَ إِنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ | او دا د الله کړنلار نه ده، چې خداى كوم قوم ته سمه لار وښيي (او ايمان راوړي؛نو بيا) يې بېلارې (او مجازات) كړي؛خو داچې له هغو چارو چې [باید] ډډه ترې وكړي، په څرګنده وروښيي (او مخالفت یې وكړي؛ځكه) چې خداى پر هرڅه پوه دى . (۱۱۵) | |
إِنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۱۱۶﴾ | په رښتيا چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د خداى ده،ژوندي كول او مړه کول كوي او بې له هغه هېڅ پالندوى او مرستيال نشته . (۱۱۶) | |
لَقَد تَّابَ الله عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِن بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ | په رښتيا چې خداى پر پېغمبر او مهاجرينو او انصارو ولورېد،چې د تنګسې پر وخت (د تبوك په جګړه كې) يې د پېغمبرملګرتيا وكړه،تر هغه روسته چې نژدې و، د ځينو زړونه له حقه كاږه شي (او د جګړې له ډګره راوګرځي) بيا یې خداى توبه ومنله ؛(ځکه) چې پر دوى ډېر خواخوږى (او) لورين دى (۱۱۷) | |
وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۱۸﴾ | او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل،چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛نو په دې وخت كې ) یې وګڼله،چې پناه ځاى يوازې د خداى د رحمت لمن ده بيا خداى پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي[؛ځکه] چې خداى ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى . (۱۱۸) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۱۹﴾ | مؤمنانو! له خدايه (د فرمان له مخالفته يې) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ . (۱۱۹) | |
مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲۰﴾ | مدينه مېشتو او د چاپېريال بانډيڅيانو ته دا وړ نه وو،چې د پېغمبر له ملګرتوبه غاړه وغړوي او خپل ځانونه یې تر ځان ګران وبولي؛دا ځكه هره تنده، ستړيا او لوږه،چې د خداى په لار کې ورسي او كوم داسې ګام اخلي،چې د كافرو د غوسې لامل شي او له دښمنه كوم ګوزار خوري؛ نو دهغه (هر يو په بدل كې) نېك عمل ورته ليكل كېږي (؛ځكه) خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي . (۱۲۰) | |
وَلاَ يُنفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً وَلاَ يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۱﴾ | او( په دې لار كې) چې لږ يا ډ ېر خيرات کوي او (د جهاد ډګر ته په تلو او يا راستنېدو كې) كومه سيمه (واټن) وهي؛خو دا ټول ورته ليكل كېږي،چې په پايله کې خداى يې تر کړنو غوره بدله وركوي (۱۲۱) | |
وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ﴿۱۲۲﴾ | او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي ! (۱۲۲) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۳﴾ | مؤمنانو! له درنژدې كافرو سره وجنګېږئ (او هسې نه چې لرې دښمن مو له نژدې دښمنه غافل نه کړي) او هغوى بايد په تاسې کې ځیږوالی، پرېكنده (اوځواكمنتوب) ومومي او پوه شئ،چې په رښتيا خداى د پرهېزګارانو مل دى . (۱۲۳) | |
وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۱۲۴﴾ | او چې كله كوم سورت نازلېږي، نو ځينې یې وايي :(( دې سورت مو د كوم يو ايمان درزيات كړ؟)) (ورته ووايه!) خو د مؤمنانو پرې ايمان زيات شو او هغوى ( پر الهي فضل او رحمت) خوشحاله دي . (۱۲۴) | |
وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَى رِجْسِهِمْ وَمَاتُواْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۱۲۵﴾ | او په زړونو كې یې (د نفاق،شرك او كفر) ناروغي ده؛نو (دې سورت) یې پر ناولتوب نور ناولتوب (هم) ور زيات كړ او د كفر په حال كې مري (۱۲۵) | |
أَوَلاَ يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لاَ يَتُوبُونَ وَلاَ هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾ | او ايا (منافقان) نه ويني،چې دوى هركال يو يا دوه ځل ازمېيلېږي؟! بيا هم نه توبه باسي او نه پند اخلي. (۱۲۶) | |
وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُم مِّنْ أَحَدٍ ثُمَّ انصَرَفُواْ صَرَفَ اللّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُون ﴿۱۲۷﴾ | او چې كله كوم سورت نازلېږي؛نو ځينې یې يو بل ته ګوري او وايي :” ايا څوك مو ويني؟ (كه د پېغمبر له حضوره دباندې ولاړ شو؛ نو د چا خو به را ته نه پامېږي؟) بيا غلي ووځي . خداى يې (له حقه) زړونه اړولي دي؛ځكه بې تميزه ډله ده. (۱۲۷) | |
لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲۸﴾ | په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي،پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى؛ (۱۲۸) | |
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَقُلْ حَسْبِيَ اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۱۲۹﴾ | نو كه (له حقه) یې مخ واړاوه (؛نو مه خپه كېږه! ورته) ووايه :((خداى زما بس دى،بې له هغه معبود نشته، پر هغه مې بروسه ده او هغه (د نړۍ پالنې او هستۍ د سمبالنې) د ستر تخت پالونکى دى .)) (۱۲۹) |