بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
الَرَ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ ﴿۱﴾ | الف، لام، را،دا د (الهي) كتاب آيتونه او څرګند قرآن دى . (۱) | |
رُّبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ ﴿۲﴾ | لرې نه ده کافران (چې د خپلو ناوړه كړنو پايلې وويني؛نو) هيله كوي،چې كاشكې مسلمانان واى! (۲) | |
ذَرْهُمْ يَأْكُلُواْ وَيَتَمَتَّعُواْ وَيُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ | پرېږدئ يې،چې وخوري او ګټې (او خوندونه) واخلي او هيلو بوخت كړي وي؛نو ژر به (د خپلو کړنو سزا) ورمعلومه شي! (۳) | |
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلاَّ وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ ﴿۴﴾ | او موږ د هېڅ سيمي اوسېدونكي بې له یوې ټاکلې نېټې هلاك كړي نه دي . (۴) | |
مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ ﴿۵﴾ | هر قوم (د هلاكت) له خپلې ټاكلې نېټې وړاندې روسته كېداى نشي . (۵) | |
وَقَالُواْ يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ ﴿۶﴾ | او ويې ويل : ((اى هغه چې قرآن درباندې نازل شوى،ته په رښتيا لېونى يې ! (۶) | |
لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلائِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۷﴾ | كه رښتيا وايي؛نو ولې پرښتې راته نه راولې ؟! )) (۷) | |
مَا نُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَا كَانُواْ إِذًا مُّنظَرِينَ ﴿۸﴾ | (خو دوى بايد پوه شي،چې) موږ پرښتې یوازې له حق سره وركوزوو او [چې وركوزې شي؛نو] مهلت نه وركول كېږي! (۸) | |
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۹﴾ | په حقيقت کې موږ خبروونکی (قرآن) نازل كړى او پخپله يې پاسوالان يو . (۹) | |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الأَوَّلِينَ ﴿۱۰﴾ | او په رښتيا چې تر تا مخكې مو په تېرو قومونو کې (هم پېغمبران) ورلېږلي ول؛ (۱۰) | |
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۱﴾ | او چې هر استازی ورغلی، ملنډې یې پرې وهلي . (۱۱) | |
كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۲﴾ | دغسې (او له هرې شونې لارې) قرآن د مجرمانو په زړونو كې ورننباسو، (۱۲) | |
لاَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ | (خو) نه یې مني او د پخوانيو قومونو دود همدا تېر شوى و . (۱۳) | |
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَظَلُّواْ فِيهِ يَعْرُجُونَ ﴿۱۴﴾ | او كه د اسمان کوم ور مو ورپرانستى واى؛نو پكې به ورختلای . (۱۴) | |
لَقَالُواْ إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ ﴿۱۵﴾ | (نو) هرومرو يې ويل : ((چې په حقيقت كې زموږ سترګې تېر ايستل كېږي؛ بلكې (سر تر پايه) كوډې شوې دي !)) (۱۵) | |
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۶﴾ | او په رښتيا موږ په اسمان كې برجونه (او کلکې کلاګانې) جوړې كړي او هغه مو نندارچيانو ته ښايسته كړى دى (چې عبرت ترې واخلي )؛ (۱۶) | |
وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ ﴿۱۷﴾ | او هغه مو له هر رټل شوي شيطانه خوندي ساتلى دى؛ (۱۷) | |
إِلاَّ مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُّبِينٌ ﴿۱۸﴾ | خو هغه چې د اورېدو غلا وکړي؛نو شهاب مبين ( = ځلانده پلوشه) ورپسې شي (او شړي يې) . (۱۸) | |
وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ ﴿۱۹﴾ | او ځمكه مو غوړولې،چې په هغې كې مو ثابت غرونه ورټومبلي دي او په هغې كې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز په ټاكلې کچه راټوكولى دى . (۱۹) | |
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ ﴿۲۰﴾ | او موږ په ځمكه كې تاسې او همداراز هغوى ته چې روزي نشئ وررسولاى،د ژوند ډول ډول وزلي برابرې كړې دي . (۲۰) | |
وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ ﴿۲۱﴾ | او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو. (۲۱) | |
وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ ﴿۲۲﴾ | موږ (د ورېځو او بوټو) د بلاربېدو لپاره بادونه لېږلي دي او له اسمانه مو اوبه ورولي،چې پرې خړوب شئ ،حال دا چې تاسې یې زېرموال نه یاست . (۲۲) | |
وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ ﴿۲۳﴾ | او بېشكه همدا موږ يو،چې ژوندي کول كوو او مړه کول كوو او همدا موږ د (ټولې نړۍ) پاتوړی يو. (۲۳) | |
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ ﴿۲۴﴾ | موږ ستاسې ړومبني او روستني هم پېژندلي دي . (۲۴) | |
وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ | او په باوري ډول ستا پالونكى یې (د قيامت پر ورځ) راټولوي؛[ځكه] چې هغه ډېر پوه حكيم دى . (۲۵) | |
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۲۶﴾ | او په يقين موږ انسان [= آدم] د وچې (کړنګېدونکي) خټې،چې له (تورې) ورستې بوينې خټې اخستل شوې وه، پيدا كړى دى ۲۶) | |
وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾ | او تر هغه (انسان) مخكې موږ پېرى [= ابليس] له سوځنده او بې لوګي اوره پيدا كړى و . (۲۷) | |
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۲۸﴾ | او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي پرښتوته وويل :(( زه د بويناكې تورې خټې له وچ كودړې ځنې د يو بشر پیدا کوونکی يم؛ (۲۸) | |
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۲۹﴾ | نو چې كله مې هغه جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې پكې ورپو كړل؛ نو ټول سجده کوونکي ورپرېوځئ .)) (۲۹) | |
فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۳۰﴾ | نو يومخې ټولو پرښتو سجده وكړه؛ (۳۰) | |
إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۱﴾ | خو ابليس له دې ډډه وکړه،چې (آدم ته) له سجده کوونيکو ځنې شي. (۳۱) | |
قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۲﴾ | ( خداى) وويل :((ابليسه! پر تا څه شوي،چې له سجده كوونكيو سره نه يې؟!)) (۳۲) | |
قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۳۳﴾ | هغه وويل :(( زه به هېڅكله دغه بشر ته سجده ونه کړم،چې د بويناكې تورې خټې له وچ كودړې دې پيدا كړى دى .)) (۳۳) | |
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۳۴﴾ | (خداى) وويل : (( له دې [مقام = د پرښتو له لیکې یا جنته] وځه،چې (له درشله مې) شړل شوى يې؛ (۳۴) | |
وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۳۵﴾ | او په رښتینه کې د قيامت تر ورځې درباندې لعنت (او د حق له رحمته لرېوالى) دى !)) . (۳۵) | |
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۳۶﴾ | (ابليس) وويل : (( پالونكيه! [د ټولو] د راپاڅېدو تر ورځې مهلت راكړه (او ژوندى مې پرېږده ).)) (۳۶) | |
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ ﴿۳۷﴾ | (خداى) وويل : ((په رښتینه کې ته له مهلت وركړ شويو ځنې يې . (۳۷) | |
إِلَى يَومِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۳۸﴾ | (خو نه د قيامت تر ورځې؛بلكې) د ټاكلي وخت تر ورځې .)) (۳۸) | |
قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۳۹﴾ | (ابليس) وويل: (( پالونكيه ! له دې امله،چې بېلارې دې كړم؛نو زه به په ځمكه کې (توکیز نعمتونه) ښكلي ورانځور کړم او ټول به بېلارې كړم؛ (۳۹) | |
إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ | خو بې ستا له مخلصو او نږه بندګانو)) (۴۰) | |
قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ ﴿۴۱﴾ | (خداى) وويل : (( دا (په عمل كې اخلاص) لار سیده پر ما راغلې ده . (۴۱) | |
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلاَّ مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۴۲﴾ | په حقيقت كې زما پر [نږه] بندګانو دې څه لاسبری نشته؛خو پر هغو بېلاريو،چې درپسې درشي؛ (۴۲) | |
وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۳﴾ | او بېشكه دوى ټولو ته د دوزخ ګواښنه ده! (۴۳) | |
لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ ﴿۴۴﴾ | (دوزخ) ته اووه ورونه [= پوړۍ] دي او له هغو (بېلاريو) هر وره [= پوړۍ] ته برخه بېله شوې ده (چې دا بېلاري به پكې ورننوځي ) .)) (۴۴) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۴۵﴾ | په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو كې او د چينو ترڅنګ دي . (۴۵) | |
ادْخُلُوهَا بِسَلاَمٍ آمِنِينَ ﴿۴۶﴾ | (پرښتې ورته وايي:) دې باغونو ته په سلامتۍ ډاډمن ورننوځئ ؛ (۴۶) | |
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ ﴿۴۷﴾ | او له سينو يې هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو،چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني؛ (۴۷) | |
لاَ يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ ﴿۴۸﴾ | هلته به څه ستړيا او رنځ نه ورسي او نه ترې ايستل کېږي . (۴۸) | |
نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۴۹﴾ | بندګان مې خبر كړه، چې يوازې زه لورین بښونكى يم؛ (۴۹) | |
وَ أَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الأَلِيمَ ﴿۵۰﴾ | او [په خپل ځاى کې] عذاب مې هم خورا دردناك عذاب دى . (۵۰) | |
وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْراَهِيمَ ﴿۵۱﴾ | او د ابراهيم له مېلمنو یې خبر كړه؛ (۵۱) | |
إِذْ دَخَلُواْ عَلَيْهِ فَقَالُواْ سَلامًا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ ﴿۵۲﴾ | چې كله یې (پرښتې) کور ته ورننوتې او سلام يې وكړ (ابراهيم ) وويل : (( موږ درنه وېرېږو!)) (۵۲) | |
قَالُواْ لاَ تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِيمٍ ﴿۵۳﴾ | ځواب یې وركړ : (( مه ډارېږه! موږ د يو ډېر هوښيار هلك زېرى دركوو !)) (۵۳) | |
قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَى أَن مَّسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ ﴿۵۴﴾ | (ابراهيم) وويل : ((ايا په دې زړښت كې (دغسې) زېرى راكوئ ؟! نو په كوم د ليل يې راكوئ ؟! (۵۴) | |
قَالُواْ بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُن مِّنَ الْقَانِطِينَ ﴿۵۵﴾ | ځواب يې وركړ : (( موږ په رښتيا زېرى دركړ؛ نو له نهيلو مه اوسه )) . (۵۵) | |
قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّآلُّونَ ﴿۵۶﴾ | (ابراهيم) وويل : (( يوازې بېلاري د خپل پالونكي له لورنې نهيلېږي؟!)) (۵۶) | |
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۷﴾ | (بيا يې) وويل : (( د خداى استازيو! (بې له دې زېري نور) مو څه مطلب دی؟)) (۵۷) | |
قَالُواْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ ﴿۵۸﴾ | هغو وويل : ((يو ګناهګار قوم ته رالېږل شوي يو(چې هلاك يې كړو)؛ (۵۸) | |
إِلاَّ آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۹﴾ | خو بې د لوط له كورنۍ،چې هرومرو يې ژغورو. (۵۹) | |
إِلاَّ امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۶۰﴾ | خو بې د هغه (لوط) له مېرمنې،چې په اړه يې موږ پرېکړه كړې (چې په ښار كې به) له پاتېدونكيو (او هلاكېدونكيو) ځنې وي .)) (۶۰) | |
فَلَمَّا جَاء آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ ﴿۶۱﴾ | نو چې كله (د خداى) استازي د لوط کاله ته ورغلل . (۶۱) | |
قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ ﴿۶۲﴾ | (لوط) وويل : (( تاسې يو نا اشنا خلك ياست؟)) (۶۲) | |
قَالُواْ بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُواْ فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۶۳﴾ | هغو وويل : (( (نه)؛ بلکې موږ هماغه څه درته راوړي،چې هغوى (= كافران) پكې شكمن وو(هو! موږ د عذاب پرښتې يو)؛ (۶۳) | |
وَأَتَيْنَاكَ بَالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۶۴﴾ | او واقعيت مو درته راوړى او بېشكه چې رښتيا وايو؛ (۶۴) | |
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَامْضُواْ حَيْثُ تُؤْمَرُونَ ﴿۶۵﴾ | نو د شپې په روستيو كې دې كورنۍ (له دې ښاره) وباسه او ته هم ورپسې ځه او له تاسې دې هېڅوك شا ته نه راګوري (چې و نه وېرېږي) او هغه ځاى ته درومئ، چې حکم يې درته کېږي .)) (۶۵) | |
وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلاء مَقْطُوعٌ مُّصْبِحِينَ ﴿۶۶﴾ | او لوط مو له دې پېښې خبر كړ،چې د سهار له راختو سره د دې خلکو جرړې پرېکېدونکي دي . (۶۶) | |
وَجَاء أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۶۷﴾ | (بلخوا) د ښار اوسېدونكي (چې د مېلمنو له راتګه خبر شول،د لوط كور ته) راغلل چې (د لواطت په سوچ كې يې يو پر بل) زېري كول . (۶۷) | |
قَالَ إِنَّ هَؤُلاء ضَيْفِي فَلاَ تَفْضَحُونِ ﴿۶۸﴾ | (لوط) وويل : (( دوى مې مېلمانه دي؛نو (ګورئ) ومې نه شرموئ؛ (۶۸) | |
وَاتَّقُوا اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ ﴿۶۹﴾ | او له خدايه ووېرېږئ او مه مې سپكوئ !)) (۶۹) | |
قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۷۰﴾ | (قوم يې) وويل : ((ايا موږ ته د خلكو(له مېلمه کولو) منع كړى نه وې؟!)) (۷۰) | |
قَالَ هَؤُلاء بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۷۱﴾ | (( دا زما لوڼې (حاضرې) دي،كه غواړئ سم كار ترسره كړئ (؛نو واده ورسره وكړئ او له ګناه او ناولتيا ډډه وكړئ ) )) (۷۱) | |
لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۷۲﴾ | (خداى وويل:) ستا پر عمر قسم،چې دوى د خپلې ( بېلارۍ) په مستۍ كې له سده وتلي دي (او عقل او شعور يې له لاسه وركړى دى) ! (۷۲) | |
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ ﴿۷۳﴾ | نو له لمر څرک سره سم دوى (د تندر يا زلزلې په بڼه مرګونې) كړيكې راګېر کړل؛ (۷۳) | |
فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ ﴿۷۴﴾ | او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او په اور پاخه کاڼي مو پرې وورول! (۷۴) | |
إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ ﴿۷۵﴾ | بېشکه په دې (عبرتناكه پېښه) كې ځیرکو او اشارت پوهو ته نښې دي . (۷۵) | |
وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقيمٍ ﴿۷۶﴾ | او هغه سيمه (د كاروانونو د تلو راتلو) په لويه لار كې پرته ده . (۷۶) | |
إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّلْمُؤمِنِينَ ﴿۷۷﴾ | بېشكه په دې كې مؤمنانو ته (د عبرت) نښه ده (۷۷) | |
وَإِن كَانَ أَصْحَابُ الأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ ﴿۷۸﴾ | او د ايكې خلك[= د ځنګل خاوندان = د شعيب قوم ] ظالمان وو (۷۸) | |
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ ﴿۷۹﴾ | نو ځکه غچ مو ترې غچ واخست او د دغو دواړو [= د لوط قوم او د ايكې خلك ] وېجاړې شوې سيمې د لوى لارې پر سر پرتې دي . (۷۹) | |
وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۸۰﴾ | او په رښتیا د “حجرخلكو” [= د ثمود قوم] پېغمبران دروغجن ګڼلي ول؛ (۸۰) | |
وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُواْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۸۱﴾ | او موږ خپل آيتونه وركړل؛خو مخ يې ترې واړاوه. (۸۱) | |
وَكَانُواْ يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ ﴿۸۲﴾ | او (ځانونو ته) يې بې غمه په غرونو كې د امن کورونه کيندل . (۸۲) | |
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ ﴿۸۳﴾ | خو په پاى كې دوى سهار وختي (مرګونې) كړيكې راګېر کړل! (۸۳) | |
فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸۴﴾ | او لاس ته راوړنو يې؛(الهي عذابه) ترې بچ نه کړاى شو. (۸۴) | |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ ﴿۸۵﴾ | او موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي،يوازې په حق (او حكمت او تدبير) پيدا كړي او بېشکه (قيامت) ساعت راتلونكى دى (او هر چا ته به خپله بدله وركړ شي )؛نو(له مخالفينو) (په غوره چلن) تېر شه (او پر خپلو ناپوهيو يې مه ملامتوه) (۸۵) | |
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ ﴿۸۶﴾ | په رښتيا پالونكى دې ډېر پوه پیدا کوونکی دى (۸۶) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ ﴿۸۷﴾ | او په رښتيا چې موږ سبع المثاني (د حمد سورت؛اوه تکرارېدونکي آيتونه) او ستر قرآن دركړى دى ! (۸۷) | |
لاَ تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ | (؛نوځكه) ته هغو(توکیزو) نعمتونو ته سترګې مه وراړوه،چې موږ د هغوى [= كفارو] بېلابېلو ډلو ته وركړي دي او مه یې پر (بې ايمانۍ او شتو) خپه كېږه او مؤمنانو ته دې [د خپلې لورنې او نرمۍ] وزر ورښكته كړه؛ (۸۸) | |
وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ﴿۸۹﴾ | او ووايه : (( په رښتینه کې زه یوازې څرګند ګواښګرندی يم !)) (۸۹) | |
كَمَا أَنزَلْنَا عَلَى المُقْتَسِمِينَ ﴿۹۰﴾ | لكه څنګه چې (د الهي آيتونو) پر وېشونكيو مې عذاب نازل کړى و(پر کافرانو به يې هم نازل کړم)؛ (۹۰) | |
الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ ﴿۹۱﴾ | هماغوى چې قرآن يې ووېشه (څه چې يې پر ګټه وو، و يې مانه او څه يې چې له هوسونو سره اړخ نه لګاوه، هغه يې پرېښود)؛ (۹۱) | |
فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِيْنَ ﴿۹۲﴾ | نو پر پالونكي دې قسم، چې (په قيامت كې) به دوی ټول وپوښتو؛ (۹۲) | |
عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ | څه يې چې كړي دي . (۹۳) | |
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿۹۴﴾ | نو څه چې حکم درته كېږي،په ډاګه يې کړه او له مشركانو مخ واړوه (او پروا يې مه كوه)؛ (۹۴) | |
إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ ﴿۹۵﴾ | (ځکه) موږ دې د ملنډو وهونكيو له شره ژغورو او درته بس يو؛ (۹۵) | |
الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللّهِ إِلهًا آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ | هماغوى چې له الله سره په څنګ کې پر یو بل خدای قایل دي؛ خو ډېر ژر به (پرحقيقت) پوه شي! (۹۶) | |
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿۹۷﴾ | او ښه پوهېږو،څه چې وايي،سينه دې ورتنګېږي (او تا خورا خپه كوي )؛ (۹۷) | |
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ ﴿۹۸﴾ | (خو علاج يې دادى،چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو ځنې اوسه ! (۹۸) | |
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ﴿۹۹﴾ | او خپل پالونکی دې د یقین [= مرګ] تر دررسېدو ونمانځه . (۹۹) |