بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ |
د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا ﴿۱﴾ | 1 خلكو ! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ،هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه او له دې دواړو يې (د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ،چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست) په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ (او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى مو څارونكى دى.
|
وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا ﴿۲﴾ | 2 او پلارمړي (چې د ودې پړاو ته ورسېدل؛نو) خپل مالونه يې وركړئ او (خپل) بد مالونه (د هغوى) په ښو مالونو مه بدلوئ او مالونه یې له خپلو مالونو سره (په ګډولو يا بدلولو) مه خورئ؛ځكه دا ستره ګناه ده
|
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ ﴿۳﴾ | 3 او كه وېرېږئ (چې له پلارمړیو نجونو سره په واده كولو كې به) انصاف ونکړاى شئ (؛نو ورسره له واده كولو تېر شئ او) له (نورو) پاكو ښځو سره،چې ستاسې خوښېږي، له دوو يا درېيو يا څلورو سره یې نكاح وكړئ؛خو كه دا اندېښنه درسره وي،چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونکړاى شئ؛نو يوازې يوه ښځه وكړئ او يا له هغو ښځو [وينځو] ګټه واخلئ،چې يې خاوندان ياست،دا د ظلم د مخنيوي غوره لار ده
|
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا ﴿۴﴾ | 4 او د ښځو (پوره) مهر په ښه زړه وركړئ (؛خو) كه څه برخه يې پخپله خوښه دروبښله؛نو و يې خورئ، چې حلاله، خوندوره او بې زيانه ده .
|
وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۵﴾ | 5 او ناپوهانو ته هغه مالونه مه ورکوئ چې خدای یې تاسي پر پالندوینې ګومارلي یاست او له [ګټې] یې خوراک پوښاک ورکړئ او خوږې پستې خبرې ورسره وكړئ.
|
وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى حَتَّىَ إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُواْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُواْ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُواْ عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيبًا ﴿۶﴾ | 6 او پلارمړي چې د بلوغ بريد ته ورسېدل؛نو تر ازمېښت لاندې يې ونيسئ؛ نو كه په هغو كې مو (وړتيا او کافي) وده وليده؛نو شتمني يې وركړئ او مالونه يې له دې وېرې په اسراف او بيړې مه خورئ چې هسې نه رالوی به شي او څوك چې بډاى وي [د لاسباړې (حق الزحمې) له اخستو دې] ډډه وكړي او څوك چې بېوزلى وي؛ نو په غوره توګه (او د خپلې زيار ګالنې له مخې) دې يې وخوري او چې کله يې مالونه ورسپارئ؛نو شاهد ونيسئ (كه څه) خداى حساب اخستو ته كافي دى .
|
لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا ﴿۷﴾ | 7 مور و پلار او خپلوان،چې هرڅه پرېږدي،د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې موروپلار او خپلوان پرېږدي،ښځو ته هم پكې برخه ده،كه دا مال ډېر وي، يا لږ د هر چا برخه ټا كل شوې (او د وركړې) ده .
|
وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۸﴾ | 8 او كه د (میراث) د وېش پر مهال،خپلوان (او هغوى چې ميراث نه وړي) او پلارمړي او بېوزلي حاضر وي؛ نو له دې ماله څه وركړئ او په خوږه ژبه خبرې ورسره وكړئ
|
وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۹﴾ | 9 او هغوى چې كه [فرضاً] بېوسې اولادونه پرېږدي او د راتلونكې په باب يې اندېښمن وي (؛نو) بايد (د خلكو د يتيمانو په باب دې له ظلمه) ووېرېږي! نو د خداى (له مخالفته) ووېرېږئ او (پر ځاى روغه او) سمه خبره وكړئ .
|
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ﴿۱۰﴾ | 10 څوك چې په ظلم د پلارمړیو مالونه خوري (په حقيقت كې) يوازې اور خوري او ډېر ژر به سوځنده اور ته ورننوځي.
|
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا ﴿۱۱﴾ | 11 خداى ستاسې د اولادونو په باب درته سپارښتنه كوي،چې د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده او كه ستاسې اولادونه (يوازې دوه لوڼې او) يا تردې زياتې وې؛نو له درېيو یې دوه برخې ميراث رسي او كه يوازې يوه ( لور) وه؛نو (نيم) ميراث يې رسي. كه ( د مړي) اولادونه وي؛نو مور و پلار هر يوه ته دې یې شپږمه برخه وركړه شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان (يوازې) مور و پلار وي؛نو مور ته دې درېيمه برخه وركړه شي (او پاتې يې د پلار دي) او كه د مړي وروڼه وي؛نو مور به شپږمه برخه اخلي (او له شپږو پينځه پاتې برخې يې د پلار دي) دا ټولې برخې به هله بېلېږي،چې د مړي كړى وصيت پوره شي او پورونه يې وركړاى شي، تاسې نه پوهېږئ،چې ستاسې مور و پلار او اولادونه كوم يو ډېر درته ګټور دی، دا الهي فريضه ده (ځکه) خداى پوه حكيم دى.
|
وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ | 12 او تاسې ته د خپلو ښځو نيم ميراث دررسي (په دې شرط،چې) اولاد يې نه وي او كه وي؛نو بيا یې څلورمه برخه ستاسې ده (؛خو) د كړي وصيت تر پوره كولو او د (هغوى) د پور تر اداېنې روسته. او ښځو ته مو ستاسې څلورمه برخه ميراث وررسي (په دې شرط) چې اولاد ونلرئ اوكه و يې لرئ؛ نو اتمه برخه يې د هغوى ده؛خو هله چې كړى وصيت يې پوره شي او پور يې ادا شي او كه نارينه يا ښځه،چې ميراث ترې وړل كېږي، بې بنياده او میراته (= بې اولاده او بې مورو پلار) وي او هغه (سکه) ورور يا (سکه ) خور لري؛ نو هغو دواړو هر يوه ته شپږمه برخه (ميراث) دى او كه هغوى تردې زيات وي،د ميراث په درېيمه كې برخوال دي (البته) چې كړى وصيت يې ترسره شي يا پور، چې (بايد استثنا شي،په دې شرط،چې له دې لارې ورثې ته) زيان ونه رسوي . [دا] د خداى له لوري سپارښتنه ده او خداى پوه زغمناک دى .
|
تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۳﴾ | 13 دا الهي پولې دي او څوك چې د خداى او رسول حکم ته یې غاړه کېدي خداى يې د جنت باغونو ته وربیايي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل تر تله به پكې اوسي او دا ستره بريا ده .
|
وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۱۴﴾ | 14 او څوك چې د خداى او له رسول یې سرغړونه کوي او له (ټاكليو) پولو یې اوړي (؛نو) په اور کې يې وراچوي،چې تل تر تله به پكې وي او دا ورته رسوا كوونكى عذاب دى .
|
وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ فَإِن شَهِدُواْ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىَ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ﴿۱۵﴾ | 15 او ستاسې له ( مړوښو) ښځو،چې څوك بدلمنې وي،پر هغو څلور تنه مسلمانان شاهدان ونيسئ؛نو كه شاهدي يې ورکړه،هغوى [= ښځې ] په (خپلو) كورونو كې وساتئ،چې مرګ يې راورسي يا خداى څه لار وربرابره كړي.
|
وَاللَّذَانَ يَأْتِيَانِهَا مِنكُمْ فَآذُوهُمَا فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا ﴿۱۶﴾ | 16 او له تاسې،چې (ناواده) نارينه او(پېغلې) ښځې بدلمني وكړي؛نو ویې ځوروئ (او حد پرې جاري كړئ)؛نو كه توبه يې وکړه او ځانونه يې سم كړل ( او د خپلو تېرو په جبرانولو پسې ول)؛نو ترې تېر شئ؛[ځكه]خداى ښه توبه قبلوونكى (او) مهربان دى.
|
إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷﴾ | 17 خداى يوازې د هغه توبه قبلوي،چې په ناپوهۍ بدكار ترسره كړي او بيا ژر توبه وباسي؛خداى د دغسې كسانو توبه مني او خداى پوه (او) حكيم دى .
|
وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۸﴾ | 18 او د هغوی توبه نه منل كېږي،چې بدې چارې كوي او د مرګ پر وخت وايي: ((اوس مو توبه وكړه .)) او نه د هغوى قبلېږي،چې د كفر په حال كې مړه كېږي،دوى ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ﴿۱۹﴾ | 19 مؤمنانو! درته روا نه ده،چې ښځې د خوښې پر خلاف یې په مېراث یوسئ[ او په زوره یې ځانته نکاح کړئ] او مه يې ځوروئ چې دهغه مهر څه برخه ترې ووهئ چې ورکړی مو و؛ خو دا چې ښكاره بد چاري وكړي او ښه چلن ورسره كوئ او كه له كومه (پلوه) مو بدې اېسېدې (؛نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ؛) ځكه كېداى شي ستاسې يو څه خوښ نه وي؛خو خداى پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي .
|
وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۲۰﴾ | 20 او كه هوډ مو كړى وي،چې د ېوې ښځې پرځاى بله وكړئ او هغې ته مو ( په مهر كې) ډېر مال وركړى وي؛نو بېرته څه مه ترې اخلئ . ايا د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې په تور تپلو لاس پورې کوئ؟ دا څرګنده ګناه ده ؟
|
وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۲۱﴾ | 21 او څرنګه به یې (مهر) بېرته اخلئ، سره له دې،چې په رښتیا يو له بله مو (د گډ ژوند) خوند اخستى دى! او (پردې سربېره د واده پر مهال) یې ټينګه ژمنه درنه اخستې.
|
وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلًا ﴿۲۲﴾ | 22 او له كومو ښځو سره،چې پلرونو مو واده كړى وي؛ واده و نه کړئ؛خو څه چې (ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي دي؛ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده.
|
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ اللاَّتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُواْ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلاَئِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلاَبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ إَلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۲۳﴾ | 23 پر تاسې حرامې شوې دي : ستاسې ميندې او لوڼې او خويندې او تريندې او توړۍ او ورېرې او خورزې او هغه ميندې،چې تاسې ته يې شيدې دركړي وي او ستاسې رضاعي خويندې او ستاسې د ښځو ميندې (خواښې) او ستاسې د ښځو هغه لوڼې،چې ستاسې په غېږو كې پالل شوې وي (پرکټۍ) او کوروالى مو ورسره شوی وي او كه کوروالى نه وي شوى؛نو څه ګناه درباندې نشته او (همداراز) ستاسې د اصلي زامنو مېرمنې، (نه زوى ويلي) او دا چې پر يو وخت دوې خويندې نکاح كړئ؛خو چې مخكې څه شوي (؛ځکه) چې خداى لورین ډېر بښونكى دى.
|
وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۲۴﴾ | 24 او مړوښې ښځې (هم پر تاسې حرامې دي)؛خو هغه چې (په اسارت كې) یې مالکان شوي یاست (؛ځكه اسارت يې د طلاق په حكم دى) دا احكام دي،چې خداى درټاكلي دي،بې له دې (ويل شويو ښځو) نورې ښځې درته روا دي چې په خپلو مالونو یې په پاکلمنۍ او نه زنا ترلاسه کړئ نو چې له ښځو مو ګټه واخسته، فرض دي چې مهر یې ورکړئ او د خپلمنځي مهر تر ټاکلو روسته ګناه درباندې نشته، په رښتیا چې خدای پوه حکیم دی .
|
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِن مِّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَن تَصْبِرُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۵﴾ | 25 او هغوى چې له (ازادو) پاكلمنو مؤمنو ښځو سره د واده كولو وس نه لري؛نو له هغو پاكلمنو مؤمنو وينځو سره نكاح وكړئ،چې ستاسې په لاس كې دي _خداى ستاسې د ايمان پر حال ښه خبر دى او ټول د يو بدن غړي ياست_ د كورنيو په اجازه یې نكاح ورسره وكړئ او مهر په ښه توګه پخپله هماغوى ته وركړئ،په دې شرط چې پاكلمنې وسي؛نه په ښكاره زنا وكړي او نه په پټه يارانې وكړي؛نو چې كله هغوى د نكاح په بندېز كې خوندي (محصنه) وي او بيا بدلمني وكړي؛نو سزا يې د ازادو ښځو پر نيمايي ده، دا اسانتيا (له وينځو سره د واده كولو اجازه) هغو كسانو ته ده،چې وېرېږي (د جنسي غرېزې له امله) به پر تكليف شي او( په دې حال کې هم ورسره له واده كولو) ډډه کول درته غوره ده او خداى لورین ډېر بښونکى دى.
|
يُرِيدُ اللّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۶﴾ | 26 خداى غواړي (په دې لارښوونو،د نېكمرغۍ لارې) درڅرګندې كړي او د پخوانيو سم دودونه دروښيي او توبه مو قبوله كړي او خداى پوه حكيم دى.
|
وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُواْ مَيْلًا عَظِيمًا ﴿۲۷﴾ | 27 او خداى غواړي چې ګناهونه مو دروبښي؛ خو د ځاني غوښتنو لارويان غواړي،چې تاسې په ټوليزه توګه بېلارې شئ.
|
يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا ﴿۲۸﴾ | 28 خداى غواړي (له وينځو سره د واده د احكامو او ددې په څېر) چارې درباندې سپكې كړي او انسان ضعيف (او كمزورى) شته شوى (او د غريزو د توپان په مقابل كې يې مقاومت لږ) دى.
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿۲۹﴾ | 29 مؤمنانو! د يو بل مالونه په باطلو (او نامشروعو لارو) مه خورئ؛خو داچې راكړه وركړه ستاسې په خوښه ترسره شي او خپل ځانونه مه وژنئ؛ [ځکه] خداى له تاسې سره پېرزو کوونکى دى.
|
وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ | 30 او چې څوك په سرغړاندۍ او تېري دا كار وكړي؛نو ژر به يې اور ته ورننباسو،چې دا چار خداى ته اسان دى.
|
إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ | 31 كه له هغو سترو ګناهونو ډډه وکړئ،چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو او د عزت ځاى ته به مو ورننباسو .
|
وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ مَا فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۳۲﴾ | 32 او د هغه څيز ارمان مه کوئ،چې (له امله يې) خداى له تاسې ځينې پر ځينو نورو غوره كړي دي (دا طبيعي او حقوقي توپېرونه د ژوند د نظام د ساتنې او د عدالت له مخې دي؛خو په دې توګه) د نارينه وو برخه یې له كړنو سره سمه او د ښځو برخه یې (هم) له كړنو سره سمه ده (او نه ښايي د يوه حقوق هم ولتاړل شي) او( د تنګلاسيو د لرې كولو لپاره ) له خدايه فضل (رحمت او بركت) وغواړئ، چې خداى په هر څه پوه دى.
|
وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۳۳﴾ | 33 او موږ هر چاته وارثان ټاكلي دي،چې د مور وپلار او خپلوانو له ميراثه ميراث يوسي او (هم) له چا سره مو،چې تړون كړى، برخه يې وركړئ؛[ځکه] خداى پر هر څه شاهد او څارونكى دى .
|
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا ﴿۳۴﴾ | 34 نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ځكه خداى (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) لګښت وركوي؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ځكه خداى پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووه؛نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې خداى د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى).
|
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ﴿۳۵﴾ | 35 او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ (چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛نو خداى به يې جوړ كړي؛ځكه خداى باخبر پوه دى (او د ټولو له نيتونو باخبر دى)
|
وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا ﴿۳۶﴾ | 36 او الله ونمانځـئ او هېڅ څیز ورسره مه شريكوئ او له مور و پلار سره احسان وكړئ ،همداراز له خپلوانو، پلارمړیو او مسكينانو او له نژدې ګاونډيانو او لرې ګاونډيو او ملګري او پردېس او له خپلو وينځو او مريانو سره نېكي وكړئ؛ ځكه خداى ویاړن كبرجن (چې د نورو د حقوقو له وركړې سرغړوي) نه خوښوي .
|
الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۳۷﴾ | 37 [دوی] هغه كسان،چې کنجوسي كوي او خلك هم شومتیا ته رابولي او هغه څه پټوي،چې خداى له خپلې لورنې وركړي دي،( دا عمل يې له كفره راولاړ شوى) او كفارو ته مو سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى .
|
وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاء قِرِينًا ﴿۳۸﴾ | 38 او [بل] هغوى چې خپل مالونه خلكو ته د ښودانې لپاره لگوي او پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري (؛ځكه شيطان يې ملګرى دى) او د چا چې شيطان ملګرى وي؛ نو څه بد ملګرى دى .
|
وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُواْ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّهُ وَكَانَ اللّهُ بِهِم عَلِيمًا ﴿۳۹﴾ | 39 او څه كېدل كه پر خداى او د آخرت پر ورځ یې ايمان راوړى واى او څه چې خداى وركړي (د خداى په لار كې) يې لګولي واى؟! او خداى یې (په نيت او كړنو) ښه خبر دى.
|
إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾ | 40 خداى (ان) د يوې ذرې هومره ظلم نه کوي او كه كار نېك وي؛نو دوه ګرايه كوي یې او له خپل لوري ستر ثواب (هم) وركوي .
|
فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا ﴿۴۱﴾ | 41 نو پر هغه ورځ به يې څه حال وي،چې موږ له هرامته (پر كړنو یې) يو شاهد راولو او تا پر دوى شاهد كړو؟!
|
يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَعَصَوُاْ الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الأَرْضُ وَلاَ يَكْتُمُونَ اللّهَ حَدِيثًا ﴿۴۲﴾ | 42 پر هغه ورځ به هغوى چې كافران شوي او له پېغمبره سرغړونکي ول،هيله وكړي،چې كاشكې له خاورو سره خاورې شوي واى (او بيخي له منځه تللي او هېر شوي واى) او (له هغو ټولو گواهانو سره) له خداى به هېڅ خبره نشي پټولاى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۴۳﴾ | 43 مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې نمانځه ته مه ورنژدې كېږئ،چې پوه شئ څه وايئ او (همداراز) د جنابت په حال كې هم (نمونځ مه كوئ) څو لمبلي مو نه وي؛خو دا چې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ)؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ (داسې چې) خپل مخونه او لاسونه [پرې] مسح كړئ، په رښتيا خداى له نرمۍ كار اخستونكى (او) بښونكى دى.
|
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ السَّبِيلَ ﴿۴۴﴾ | 44 ایا هغوی دې نه دي ليدلي،چې (د خداى) د كتاب څه برخه وركړه شوې وه؟ (د دې پرځاى،چې د ځان او د نورو د لارښوونې لپاره يې وكاروي،ځان ته هم) بېلاري پېري او غواړي تاسې هم بېلارې شئ .
|
وَاللّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ وَكَفَى بِاللّهِ وَلِيًّا وَكَفَى بِاللّهِ نَصِيرًا ﴿۴۵﴾ | 45 خداى [تر تاسې] ستاسې دښمنان ښه پېژني (خو هغوى درته زيان نه رسوي) او بس دى،چې خداى مو پالندوى وي او بس دى، چې خداى مو مرستندوى وي .
|
مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۴۶﴾ | 46 ځينې يهود كلمې له خپلو ځايونو اړوي او [ددې پرځاى چې ووايي :(( وا مو ورېدل او ومو منل((] . وايي :((وا مو ورېدل او و مو نه منل)) او (همداراز وايي:) واوره (چې كاشكې) كوڼ شې! او ( په ملنډو وايي ) راعنا [= موږ تحميق كړه .] چې په دې خبرو خپلې ژبې تاووي (او حقايق اړوي) او د خداى په دين كې ((خو)) ګانې پېدا كوي؛خو كه هغوى (د دې ځېلونو پر ځاى) ويلاى چې : ” وا مو ورېدل او ومو منل او زموږ خبرې واوره او موږ ته مهلت راكړه (چې پر حقايقو پوه شو) “؛نو ورته غوره وه او له واقعيت سره يې اړخ لګاوه؛خو خداى هغوى د خپل كفر له امله له خپل رحمته لرې كړل،له همدې امله ډېر لږ شمېر يې ايمان راوړي .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولًا ﴿۴۷﴾ | 47 هغو چې (د خداى) كتاب دركړ شوى! څه چې موږ (پرخپل پېغمبر) نازل كړي، له هغو نښو سره سم دي،چې درسره دي (؛نو) ايمان پرې راوړئ،مخكې تردې،چې ځينې مخونه مو هوار او مخ پر څټ يې وګرځوو،يا يې له خپل رحمته لرې كړو؛ لكه چې ((اصحاب سبت))[=د بني اسراييلو يوه ګناهګاره ډله] مو له خپل رحمته لرې كړي ول او [پوه شئ] چې د خداى حكم كېدونكى دى.
|
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا ﴿۴۸﴾ | 48 خدای یوازې شرك نه بښي او بې له دې،چې څومره ګناوې دي؛نو چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وربښي يې او چې څوك له خداى سره شريك ونيسي؛ نو په حقيقت کې ستره ګناه يې كړې ده.
|
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمْ بَلِ اللّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۴۹﴾ | 49 ايا ته د هغوى پر حال پوه شوى نه يې،چې ځانونه نېک او پاک بولي (او ځانونه ستايي)؟! (دا ځان ستاېنې بې ارزښته دي)؛ بلكې دا خداى دى،چې چا ته يې خوښه شي (له عيبونو) يې پاكوي او د يوه نري تار هومره ظلم به پرې ونشي .
|
انظُرْ كَيفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْمًا مُّبِينًا ﴿۵۰﴾ | 50 وګوره،چې څرنګه پر خداى دروغ ورتړي! او (سزا ته يې) همدا بربنډه ګناه بس ده .
|
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلًا ﴿۵۱﴾ | 51 ايا هغوى دې نه دي ليدلي،چې (د خداى) د كتاب څه برخه وركړه شوې ده (؛خو بيا هم ) پر ((جبت)) او ((طاغوت)) [= بوت او بوت نمانځو] ايمان لري او د كافرانو په باب وايي: ((چې تر مؤمنانو خو د همدوى لار زياته سمه ده))؟!
|
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللّهُ وَمَن يَلْعَنِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا ﴿۵۲﴾ | 52 دوى خداى له خپل رحمته لرې كړي دي او څوك چې خداى له خپل رحمته لرې كړي؛ نو هېڅ مرستندوى به ورته و نه مومې .
|
أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا ﴿۵۳﴾ | 53 ايا دوى [= يهود] په واكمنۍ كې برخوال دي (چې وغواړي دغسې قضاوت وكړي)؟! كه داسې واى؛ نو (ټول څيزونه يې په خپله ولکه كې نيول او) خلكو ته به يو خسڼى هم ور نه کړي .
|
أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَآ آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا ﴿۵۴﴾ | 54 او يا دوى پر خلكو [= پېغمبر او كورنۍ يې] ځكه كينه كوي،چې خداى په خپله لورېنه ورکړي؟ ؛نو په يقين موږ خو آل ابراهيم (چې يهود له همدې ټبره دي) ته (هم) كتاب او حكمت وركړى و او هغوى[= د بني اسرائيلو پېغمبرانو] ته مو ستره واكمني وركړې وه .
|
فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ وَكَفَى بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا ﴿۵۵﴾ | 55 خو له هغوى ځينو ايمان پرې راووړ او ځينو ترې مخ واړو،چې ځوښنده دوزخ (ورته) بس دى!
|
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۵۶﴾ | 56 په رښتیا هغوى چې زموږ پر آيتونو كافران شول؛ ډېر ژر به يې اور ته ورننباسو (او سوځوو يې) چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ نو پر ځاى به يې نور پوټكي وركړو، چې (الهي) عذاب وڅكي، په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى ( او د حساب له مخې سزا وركوي).
|
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلاًّ ظَلِيلًا ﴿۵۷﴾ | 57 او هغوى چې ايمان يې راوړى او غوره چارې يې كړي؛ نو ژر به يې د جنت باغونو ته ورننباسو،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې وي او ورته به سپېڅلې جوړې وي او په ګڼو او پخو سيورو كې به يې هستوګن کړو.
|
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۵۸﴾ | 58 په رښتيا خداى درته امر كوي،چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ، په حقيقت کې خداى درته په ښه چار نصيحت كوي،په رښتيا خداى اورېدونکى (او) ليدونکى دى.
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۵۹﴾ | 59 مؤمنانو! له خداى، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ترمنځ مو په كوم [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه (په رښتيا) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.
|
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۶۰﴾ | 60 ايا هغوى ته دې نه دي کتلي،چې ګومان كوي دوى پر هغه څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي،ايمان لري؟ خو د پرېكړې لپاره سرغړاندو واكمنو ته ځي؟! سره له دې،چې حکم ورته شوى و،چې د طاغوت له لاروئ ډډه وکړئ او شيطان یې د سختې بېلاریتوبۍ په لټه کې دی .
|
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا ﴿۶۱﴾ | 61 او چې كله ورته وويل شي :(( د هغه څه لوري ته چې خداى نازل كړي او د پېغمبر لوري ته راشئ )) (؛نو) منافقين وینې، چې بيخي مخ درنه اړوي .
|
فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآؤُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا ﴿۶۲﴾ | 62 نو څرنګه به وي،چې د خپلو كړنو له لاسه پر کړاو اخته شي او بيا درشي او پر خداى قسمونه يادوي،چې (نورو ته د قضاوت ورتلو لپاره) مطلب مو يوازې ښېګڼه او ( د دواړو اړخونو ترمنځ ) جوړجاړي كول وو .
|
أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا ﴿۶۳﴾ | 63 دوى هغه کسان دي،چې خداى پوهېږي په زړونو كې يې څه دي،(له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو نصيحت ورته وكړه،چې اغېز پرې وكړي او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.
|
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا ﴿۶۴﴾ | 64 موږ هر استازى یوازې ددې لپاره لېږلی،چې په الهي توفیق یې لاروي وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى)،چې تر ګناه (او د الهي قوانينو تر پښو لاندې) كولو روسته درغلي واى او له خدايه يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم بښنه ورته غوښتې واى (؛نو) هرومرو یې خداى توبه قبلوونكى مونده.
|
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا ﴿۶۵﴾ | 65 خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم،چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي،چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته دې پريکړه کوونكى نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ زړي او خپه و نه مومي او بيخي ورته غاړه كېږدي.
|
وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا ﴿۶۶﴾ | 66 او كه دوی ته مو (د ځينو پخوانيو امتونو په څېر) حكم كړى واى چې:(( يو بل ووژنئ .)) او يا ((له خپلو كورونو او سيمې ووځئ))؛ نو ډېرو لږو به عمل ورباندې كړى واى او كه ورته کېدونکي نصيحتونه يې عملي كړي واى، ډېره ورته غوره وه او ايمان يې پرې ټېنګېده.
|
وَإِذًا لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۶۷﴾ | 67 او چې یې داسې كولاى؛نو موږ به هرومرو له خپل لوري ستر اجر وركړى واى .
|
وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۶۸﴾ | 68 او هرومرو به مو سمه لار ورښوولې واى.
|
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا ﴿۶۹﴾ | 69 او څوك چې د خداى او استازي اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې نعمت لورولى دى (؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي.
|
ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيمًا ﴿۷۰﴾ | 70 دا پېرزوينه د خداى له لوري ده او بس دى،چې خداى (د بندګانو له حال، نيتونو او كړنو) خبر دى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ فَانفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعًا ﴿۷۱﴾ | 71 مؤمنانو!(د دښمن پر وړاندې) چمتو وسئ او (د زماني او مكاني شرايطو له مخې) ډلې ډلې يا ټول له مخې راووځئ .
|
وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًا ﴿۷۲﴾ | 72 او په تاسې كې ځينې (منافقين) شته،چې (هم پخپله زړه نا زړه دي او هم) نور ټکنيتوب ته راكاږي؛كه تاسې ته كوم مصيبت درورسي؛نو وايي: (( په رښتيا خداى راباندې ولورېد،چې له دوى (مجاهدينو) سره (په جهاد كې) حاضر نه وم.))
|
وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ الله لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۳﴾ | 73 او كه د خداى له لوري څه لورنه (او غنيمت) درورسي، په یقین وايي: (( کاشکې زه هم ورسره واى او ستره ګټه مې ترلاسه کړې واى!)) لکه چې ستاسې او د هغه ترمنځ بيخي څه دوستي نه وه.
|
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۷۴﴾ | 74 نو هغوی چې دنيوي ژوند پر اخروي ژوند پلوري، بايد د خدا ى په لار كې وجنګېږي او څوك چې د خداى په لار كې وجنګېږي او ووژل (او شهيد) شي يا بريمن شي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو.
|
وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ﴿۷۵﴾ | 75 تاسې ولې د خداى په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو( د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ،چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه ! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))
|
الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿۷۶﴾ | 76 مؤمنين د خداى په لار كې جنګېږي او كافران د طاغوت [= بوت او سرغړاندو] په لار كې جنګېږي؛هو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ (او مه ترې ډارېږئ؛ځكه) چې د شيطان چل او دسيسه (يې د قدرت په څېر) كمزورې ده .
|
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۷﴾ | 77 ايا هغو ته دې نه دي کتلي،چې (په مكه كې) ورته وويل شول : (( (اوس) له جهاده لاس واخلئ او نمونځ وكړئ او زكات وركړئ)) (؛خو هغوى له دې حكمه خپه ول)؛خو چې کله (په مدينه كې) ورته د جهاد حكم وشو؛نو يو شمېر يې له خلكو [د مکې له مشرکانو] داسې وېرېدل؛ لكه له خدايه چې وېرېږي؛بلكې لا ډېر او[ په زړه کې] يې ويل : ((پالونكيه! ولې دې پر موږ جهاد فرض كړى دى ؟ ولې دې دا حكم تر يوه وخته ونه ځنډاوه؟)) ورته ووايه:(( د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده او اخرت پرهېزګار ته غوره دى او پر تاسي به د يو نري تار هومره ظلم هم ونشي.))
|
أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِ اللّهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِكَ قُلْ كُلًّ مِّنْ عِندِ اللّهِ فَمَا لِهَؤُلاء الْقَوْمِ لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا ﴿۷۸﴾ | 78 چېرې چې ياست، مرګ مو مومي،كه په څومره ټينګو كلاګانو كې هم ياست او كه دوى[= منافقينو] ته څه ګټه (او بريا) ورسي (؛نو) وايي: ((دا د خداى له لوري ده)) او كه څه زيان (او ماتې) وراوړي(؛نو) وايي:((دا ستا له لاسه دي)). ورته ووايه :((دا هرڅه د خداى له لوري دي))؛ نو (اخر) پر دې قوم څه شوي،چې نه غواړي ځان په خبره (سم) پوه كړي ؟!
|
مَّا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا ﴿۷۹﴾ | 79 (هو) هر خير،چې دررسي (؛نو) د خداى له لوري دى او هر شر،چې دررسي (؛نو) دا به ستا (د خپلو كړنو له امله) وي او ته مو خلكو ته یو استازی ورلېږلى يې او (په دې باب) د خداى شاهدي بس ده .
|
مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ﴿۸۰﴾ | 80 چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې یې د خداى اطاعت كړى او چا چې ترې مخ واړاوه؛ نو [پوه شه] ته موږ (د همېشه) څارونکي (په توګه) ورلېږلى نه یې (او پر وړاندې يې پازوال نه يې)
|
وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُواْ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ وَاللّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۸۱﴾ | 81 دوى (ستا په مخ كې) وايي: ((اطاعت كوونكى يو))؛ خو چې ستا له څنګه راووځي؛نو يو شمېر يې د شپې په پټه راټولېږي او ستا د خبرو پر خلاف غونډې جوړوي؛څه چې په دې غونډو كې ويل كېږي، خداى يې ليكي، ته يې پروا مه کوه (او له دسېسو يې مه وېرېږه) او پر خداى توكل وكړه او د خداى کارسازي بسيا ده.
|
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ﴿۸۲﴾ | 82 ايا دوى قرآن ته نه ځير كېږي ؟! كه دا بې له ((الله)) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى .
|
وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۸۳﴾ | 83 او چې كله د ډاډ يا ډار خبر ورورسي؛(بې له څېړنې) يې خپروي،حال دا چې كه هغه (د خداى) استازي او مشرانو ته – چې د تشخيصولو پوره قدرت لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (او بېلارې كېدئ)
|
فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ تُكَلَّفُ إِلاَّ نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا ﴿۸۴﴾ | 84 نو (اى پېغمبره) د خداى په لار كې وجنګېږه، يوازې د خپل ځان مكلفيت در پرغاړه دى او مؤمنان (دې كار ته) وهڅوه،هيله ده،چې خداى د كافرانو زور اوبه كړي (ان كه ته يوازې د جګړې ډګر ته ولاړ شې) او د خداى زور ډېر زيات دى او سزا يې ډېره سخته ده.
|
مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا ﴿۸۵﴾ | 85 څوك چې د نېك كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته اوسپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او څوك چې د بد كار شفاعت [= هڅونه؛مرسته او سپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او خداى پر هر شي څارونکى او حسابګر دى.
|
وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا ﴿۸۶﴾ | 86 او څوك چې تحيت (درود) درباندې ووايي (سلام واچوي)؛نو په غوره توګه ځواب وركړئ يا (لږ تر لږه) په هماغه شان ځواب وركړئ، چې خداى د هر څيز حسابګر دى .
|
اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ حَدِيثًا ﴿۸۷﴾ | 87 ا لله، بې له هغه بل معبود نشته او هرو مرو به مو د قيامت پر ورځ راغونډ کړي، چې شك پكې نشته او تر الله بل څوك په خبره كې ډېر رښتين دى ؟!
|
فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُواْ مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۸۸﴾ | 88 نو ولې له منافقانو سره د (چلن) په باب دوې ډلې شوي ياست؟!( ځينې ورسره د جنګ كولو او ځينې د نه کولو پلیوني ياست) حال دا چې خداى یې د كړنو له امله،(افكار) یې بیخي وراړولي دي (؛نو) ايا تاسې هغه ته سمه لار ورښيئ،چې خداى (د ناوړه كړنو له امله) بېلارې كړی دی؟! حال داچې څوك چې خداى بېلارې كړي؛ نو ته به (د لارښوونې) كومه لار ور و نه مومې.
|
وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاء فَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاء حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتَّمُوهُمْ وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۸۹﴾ | 89 (منافقان) خوشحالېږي، چې تاسې هم په څېر يې كافران شئ او په پایله کې سره يو شان شئ ؛نو ځكه دوستان ترې مه نيسئ؛خو دا چې (توبه وباسي او) د خداى په لار كې هجرت وكړي او كه له دې كاره يې سر وغړاوه (او ستاسې پر ضد فعاليتونو ته يې دوام وركړ)؛ نو چېرې چې يې ومومئ، و يې نيسئ او (كه خطر ترې احساسوئ) و يې وژنئ او هېڅوک يې خپل ملګرى او مرستندوى ونه ګڼئ.
|
إِلاَّ الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىَ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَآؤُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا ﴿۹۰﴾ | 90 خو هغوى چې ستاسې له همژمني قوم سره يوځاى شي (او امان وروړي) يا پخپله درشي او له تاسې يا له خپل قوم سره له جګړې بېوسې شوي دي ( نه له تاسې سره جنګېږي او نه له خپل قوم سره د مبارزې وس لري ) او كه خداى غوښتاى چې درباندې یې لاسبري کړي؛ نو درسره جنګېدل نو كه څنګ درنه وكړي او درسره و نه جنګېدل (؛بلكې) د سولې وړاندېز يې وكړ؛نو خداى له هغوى سره د مبارزې اجازه نه درکوي.
|
سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُواْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثِقِفْتُمُوهُمْ وَأُوْلَئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۹۱﴾ | 91 ډېر ژر به يوه بله ډله مومئ،چې غواړي هم له تاسې او هم له خپل قومه بې غمه ووسي (چې مشركان دي او ستاسې په مخ كې د ايمان ادعا كوي؛خو) دوى،چې هر وخت فتنې (او بوت نمانځې) ته وبلل شي؛ نو ورګرځي؛ نو كه [له مقابلى] په څنګ درځنې نشول او د سولې وړانديز درته ونکړي او [له جګړې] لاس وانخلي؛ نو چې په هر ځاى كې مو وموندل،و يې نيسئ او (يا) يې ووژنئ او موږ له دې ډلې سره د مبارزې لپاره ستاسې لاس ازاد پرېښـى دی.
|
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۹۲﴾ | 92 او هېڅ مؤمن ته روا نه ده، چې بل مؤمن ووژني؛خو دا چې تېروځي (او په عين حال كې) څوك چې مؤمن په تېر کې ووژني؛نو يو مؤمن مريى دې ازاد كړي او كورنۍ ته دې يې د وينې بيه وركړي؛ خو دا چې ویې بښي او كه وژل شوى ستاسې له دښمن قوم (كافر) څخه و؛ خو مؤمن و؛ نو (يوازې) يو مؤمن مريى دې ازاد كړي (او د وينې د بيې وركول اړين نه دي) او كه له درسره همژمني قومه و؛ نو بايد كورنۍ ته يې د وينې بيه وركړئ او (هم) يو مؤمن مريى ازاد كړئ او كه څوك مريى نشي ازادولاى؛ نو پرله پسې دې دوې مياشتې روژه ونيسي. دا (يو ډول تخفيف او) الهي توبه ده او خداى پوه حكيم دى .
|
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴿۹۳﴾ | 93 او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى،چې تل به پكې وي، د خداى غضب پرې دى او رټلی يې دی او ستر عذاب يې ورچمتو كړى دى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۹۴﴾ | 94 مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نو سمه پلټنه وكړئ او ددې لپاره،چې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنیمتونه) ترلاسه كړئ؛نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي،ورته مه وياست:(( چې مؤمن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې (هم) مخكې همداسې وئ؛خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پر سمه لار شوئ )؛نو (د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى .
|
لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۹۵﴾ | 95 (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د خداى په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو(جهاد کړى)، خداى پر كور ناستيو(= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او خداى له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي .
|
دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۹۶﴾ | 96 د خداى له لوري ورته (مهمې) درجې دي او بښنه او رحمت (يې ور پر برخه دى) او (كه ښويېدنې يې درلودې؛نو) خداى لورین ډېر بښونكى دى .
|
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا ﴿۹۷﴾ | 97 په رښتینه کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و (د روح قبضولو) پرښتو د ساه اخستو پر مهال ورته وويل :((په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې،چې مسلمانان وئ؛خو د كفارو په ليكه كې وئ) ؟ ځواب یې وركړ: (( موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو ] وويل : (( ايا د خداى ځمكه پراخه نه وه؛چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) (څه عذر یې نه درلود او ) هستوګنځى يې دوزخ دى،چې د ورتلو ناكاره ځاى دى .
|
إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلاَ يَهْتَدُونَ سَبِيلًا ﴿۹۸﴾ | 98 خو هغه شمېر نارينه، ښځې او ماشومان،چې په رښتيا بېوسې دي،نه چاره او وسيله لري او نه (له هغه ككړ چاپېرياله) د وتو لار؛
|
فَأُوْلَئِكَ عَسَى اللّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللّهُ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۹۹﴾ | 99 نو ښايي خداى ترې تېر شي او خداى لورین ډېر تېرېدونكى دى.
|
وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۰۰﴾ | 100 او څوك چې د خداى په لار كې هجرت وكړي؛ نو پر ځمكه به [د امن] ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي بيا یې مرګ راورسي؛نو په یقین اجر يې پر خداى دى او خداى لورین بښونكى دى .
|
وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُواْ مِنَ الصَّلاَةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُواْ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا ﴿۱۰۱﴾ | 101 او چې کله سفر كوئ (؛نو) كه وېرېږئ،چې كافران به زيان در ورسوي (؛نو) څه باك نشته،چې نمونځ رالنډ كړئ؛ځكه كافران مو ښكاره دښمنان دي.
|
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَى أَن تَضَعُواْ أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُواْ حِذْرَكُمْ إِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۱۰۲﴾ | 102 او چې کله یې په منځ كې وې او (د جګړې په ډګر كې) دې نمونځ ورکاوه (؛نو) باید يوه ډله یې درسره (پر نمانځه) ودرېږي او بايد خپله وسله يې اخستې وي او چې سجده يې وكړه (او نمونځ يې پاى ته ورساوه؛) نو ستاسې شاته دې (د جګړې ډګر ته) ولاړ شي او هغه ډله دې راشي،چې نمونځ يې نه دى كړى (او پر جګړې اخته وه) چې نمونځ درسره وكړي، دوى بايد (د نمانځه پر وخت) پر وسلو سمبال وي (؛ځكه) كافران په څار كې دي،چې كه تاسې له خپلو وسلو او تجهېزاتو غافل شئ؛ نو یو ځلي به درباندې برید وكړي او كه د باران له امله په تكليف كې ياست او يا ناروغ (او ټپي) ياست؛ نو په وسله ايښووو كې څه باك نشته؛خو دفاعي وسايل (لكه زغره) دې درسره وي،خداى كافرانو ته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى .
|
فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا ﴿۱۰۳﴾ | 103 نو چې نمونځ مو وكړ؛ نو په ولاړه او ناسته او په ډډه (ويده)،خداى ياد كړئ او چې كله ډاډه شوئ (او ډار له منځه ولاړ؛نو) نمونځ (په عادي ډول) وكړئ (؛ځكه) نمونځ پر مؤمنانو په ټاكليو وختونو كې فرض کړاى شوى دى.
|
وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۰۴﴾ | 104 او (هېڅكله) د دښمن په څارلو كې سستي مه کوئ (؛ځكه) كه تاسې رنځ او كړاو ګالئ؛نو ستاسې په څېر دوى هم كړاو ګالي؛خو تاسې له خدايه د هغه څه هيلمن ياست،چې دوى نه دي او خداى پوه حكيم دى .
|
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا ﴿۱۰۵﴾ | 105 موږ دا كتاب په رښتيا پر تا نازل كړى دى او لكه چې څنګه خداى درښوولى، هماغسې د خلكو ترمنځ قضاوت وكړه او د خائنانو په ګټه (د بې ګناهو) دښمنېږه مه.
|
وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۰۶﴾ | 106 او له خدايه بښنه وغواړه؛(ځکه) چې خداى لورین ډېر بښونكى دى .
|
وَلاَ تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا ﴿۱۰۷﴾ | 107 او له خپل ځان سره د خيانتګرو په هکله ویینه [او دفاع] مه کوه؛ (ځكه) خداى خاين ګناهګار نه خوښوي .
|
يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلاَ يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لاَ يَرْضَى مِنَ الْقَوْلِ وَكَانَ اللّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا ﴿۱۰۸﴾ | 108 (خاينان خپل ناوړه كړه) له خلكو پټوي ؛خو له خداى يې پټولاى نشي او هغوى چې په شپېنيو غونډو كې يې [د خداى] د خوښې پر خلاف خبرې كولې، خداى ورسره و او څه چې كوي (د) خداى (علم) پرې راچاپېر دى.
|
هَاأَنتُمْ هَؤُلاء جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا ﴿۱۰۹﴾ | 109هو ! دا تاسې ياست،چې په دې دنيا كې يې دفاع كوئ؛خو څوك به یې د قيامت پر ورځ د خداى پر وړاندې دفاع وكړي؟! او يا څوك به يې ملاتړ (او مدافع) وي؟!
|
وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۱۰﴾ | 110 او څوك چې بد (كار) وكړي يا پر خپل ځان تېرى وكړي او بيا له خدايه بښنه وغواړي؛ نو خداى به لورین ډېر بښونكى ومومي.
|
وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۱۱﴾ | 111 او چا چې ګناه وكړه؛ نو د ځان پر زيان يې كړې ده او خداى پوه (او) حكيم دى.
|
وَمَن يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۱۱۲﴾ | 12 او چا چې خطا يا ګناه وكړه، بيا كوم بې ګناه پرې تورن كړي؛ نو په رښتيا چې د تور لګونې او څرګندې ګناه (پېټى) يې پر اوږو كړى دى.
|
وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مُّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا ﴿۱۱۳﴾ | 113 او كه د خداى فضل او رحمت درباندې نه واى؛ نو (د خاينانو يا منافقانو) يوې ډلې یې هوډ درلود،چې تېر دې باسي؛خو هغوى يوازې خپل ځانونه تېر باسي او هېڅ ډول زيان دررسولاى نشي او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړی او پر څه چې نه پوهېدې،در و يې ښوول او (تل) پر تا د خداى لوى فضل او لورنه ده.
|
لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۱۴﴾ | 114 او په ډېرو پټو خبرو (مشورو) كې یې څه خير او ګټه نشته؛ خو كه څوك (له دې لارې) له نورو سره د مرستې لارښوونه وكړي يا د نېك كار او د خلكو پر خپلمنځي روغې لګیا وي (نو دا ښه خبر ه ده) او څوك چې د خداى خوشحالولو ته داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو .
|
وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا ﴿۱۱۵﴾ | 115 او څوک چې د حق لارې تر ورڅرګندېدو روسته د خدای د استازي په مخالفت لاس پورې كړي او بې د مؤمنانو له لارې پر بله ولاړ شي (؛نو) موږ يې پر هماغه لار بيايو، چې پرې روان دى او دوزخ ته یې ورننباسو او دا د ورتلو ناوړه ځاى دى .
|
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۱۶﴾ | 116 خداى يوازې شرك نه بښي؛خو بې له هغه نورې ګناوې چا ته چې يې وغواړي (او وړ يې وبولي) بښي،چا چې له خداى سره شريك ونيو؛نو هغه په بېلارۍ كې (له حقه) ډېر لرې ولاړ.
|
إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ إِنَاثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا ﴿۱۱۷﴾ | 117 [مشرکان] بې له هغه [= الله] يوازې د ښځو په نوم نومول شوي (بې ساه) بوتان نمانځي (چې هېڅ اغېز نه لري) او (يا) باغي اوسركښ شيطان يې خپل معبود كړى.
|
لَّعَنَهُ اللّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا ﴿۱۱۸﴾ | 118 هماغه چې خداى رټلی او ویلي یې دي : (( زه به دې له بندګانو هرومرو يوه ټاكلې برخه ترلاسه کوم !
|
وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا ﴿۱۱۹﴾ | 119 او هرومرو به یې بېلارې كړم او په باطلو هيلو كې به يې ښکيل كړم ! ورته به امر وكړم ( چې خرافي كړنې ترسره كړي او) د څارويو غوږونه څيرې كړي او ورته به امر وكړم،چې په خدايي (پاك) جوړښت او پنځون كې بدلون راولي (او د توحيد فطرت پر شرك ككړ كړي) )) او چا چې شيطان د خداى پر ځاى خپل ولي او پالندوى ونيو؛ نو په يقين،چې په ښكاره تاواني شو .
|
يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا ﴿۱۲۰﴾ | 120 د (د دروغو) ژمنې وركوي او په هيلو كې يې اچوي؛ خو شيطان بې له دوکې (بله) ژمنه ورسره نه کوي .
|
أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلاَ يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا ﴿۱۲۱﴾ | 121 هستوګنځی یې [= د شيطان لارويان] دوزخ دى او د تېښتې لار ترې نه لري .
|
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ قِيلًا ﴿۱۲۲﴾ | 122 او نېکچاري مومنان د جنت باغونو ته ورننباسو چې ویالې پکې بهېږي او همیشه مېشتي به پکې وي. د خدای ژمنه حق ده او څوک ترې ډېر رښتین دی ؟
|
لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۱۲۳﴾ | 123 ( غوراوى، بدله او سزا) نه ستاسې په هيلو او نه د كتابيانو په هيلو پورې تړلې ده،چا چې بد وكړل، سزا به يې ومومي او بې له خدايه به هېڅ پالندوى او مرستندوى و نه مومي .
|
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿۱۲۴﴾ | 124 او څوك چې له ښو (كړنو څه) وكړي، که هغه نارينه وي كه ښځينه؛خو چې ايمان ولري؛ نو دغسې خلك جنت ته ورننوځي او ډېر لږ ظلم به هم ورسره ونشي .
|
وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا ﴿۱۲۵﴾ | 125 او په دينوالۍ کې به تر هغه څوک غوره وي، چې ځان يې پوره خداى ته ورسپارلى وي او نېكچاری وي او د حقپال ابراهيم په دين پسې روان وي؟! هغه ابراهيم،چې خداى خپل دوست نيولى و .
|
وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا ﴿۱۲۶﴾ | 126 او په اسمانونو او ځمكې كې،چې هر څه دي (دا ټول) د خداى دي او (د) خداى (علم او قدرت) په هر څه راچاپېر دى .
|
وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاء قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاء الَّلاتِي لاَ تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا ﴿۱۲۷﴾ | 127 او د ښځو په اړه دې پوښتي،ووايه : (( خداى یې په باب ځواب دركوي : او (همداراز) د هغه څه په باب،چې په قرآن كې درلوستل كېږي : د پلارمړيو نجونو په باب،چې فرض حق یې نه وركوئ او غواړئ نكاح ورسره وكړئ او د بېوسيو کمکيو هلكانو (په باب ځواب) درته بيان شوى دى (چې په دې باب د خداى د سپارښتونو يوه برخه ده او همداراز درته سپارښت كوي،چې) له پلارمړيو سره په انصاف چلن وكړئ او هر نېك كار چې كوئ؛نو په حقيقت کې خداى پرې ښه پوه دى (او غوره بدله به دركړي) ))
|
وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۲۸﴾ | 128 او كه ښځه د خپل مېړه له ناسم چلن يا مخ اړونې اندېښمنه وي؛ نو باك نشته،چې دواړه سره روغه جوړه وكړي (او ښځه يا مېړه د روغې لپاره له خپلو څه حقوقو تېره شي) او سوله غوره ده،که څه هم خلك (په دغسې ځايو كې) بخيلي كوي؛ خو كه نېكي وكړئ او (كه د سولې لپاره له خپلو ښځو سره له ناسم چلن يا مخ اړونې) ډډه وكړئ؛نو په رښتینه کې څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى (او ښه بدله به دركړي)
|
وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۲۹﴾ | 129 او تاسې د ښځو ترمنځ (د زړه د ميني له پلوه) هېڅكله عدالت کولای نشئ، كه څه تلوسه یې ولرئ؛خو يوه لوري ته پوره مخ مه وراړوئ،چې هغه بله پر ځوړند حال پرېږدئ؛ (چې نه يې طلاقوئ او نه ورسره د مېړانې چلن كوئ) او كه د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛نو [پوه شئ چې] خداى مهربان بښونكى دى .
|
وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللّهُ كُلاًّ مِّن سَعَتِهِ وَكَانَ اللّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا ﴿۱۳۰﴾ | 130 او كه مېړه او ښځه (پخپلو كې پر روغې جوړې لاسبري نشول او) بېل شي؛ نو خداى به هر يو له خپلې پراخې لورنې برخمن كړي او خداى د ډېرې پراخۍ څښتن (او) حکيم دى.
|
وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا ﴿۱۳۱﴾ | 131او څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،دا ټول د خداى دي او ما تر تاسې ړومبنيو ته چې اسماني كتاب وركړى و،سپارښتنه كړې وه او(همداراز) تاسې ته (هم) سپارښتنه كوم،چې (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ! او كه كافر شوئ (؛ نو خداى ته زيان نه رسي؛ځكه) څه چې په اسمانونو او ځمكې كې دي، يوازې د خداى دي او خداى ډېر موړ ستايل شوى دى .
|
وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۱۳۲﴾ | 132 او په اسمانونو او ځمكه كې،چې څه دي، د الله دي او د خداى كارسازى کافي ده .
|
إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ وَكَانَ اللّهُ عَلَى ذَلِكَ قَدِيرًا ﴿۱۳۳﴾ | 133 خلكو! كه هغه وغواړي، له منځه به مو يوسي او (پرځاى به مو) نور (خلك) راولي او خداى پر دې (كار) ښه لاسبری دى .
|
مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۱۳۴﴾ | 134 څوك چې دنيوي اجرغواړي (او د مانیزو او اخروي پايلو پر تمه نه وي؛ نو تېروتي دي؛ ځكه) د دنيا او اخرت بدلې له خداى سره دي او خداى اورېدونكى (او) لېدونكى دى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۳۵﴾ | 135 مؤمنانو! په انصاف کې زیارکښ وسئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم ( دا ګواهي) په خپله د تاسې،يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (كه يو یې) شتمن وي يا بېوزلى؛ نو (ستاسې په ګواهۍ کې دې اغېز ونکړي، ځکه) خداى یې (تر تاسې) ډېر خیر غواړی دی؛ نو په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ، چې له حقه به كاږه شئ. او كه (حق) واړوئ يا یې له ويلو ډډه وکړئ؛ نو په حقيقت کې څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۳۶﴾ | 136 مؤمنانو! پر خداى، استازي او هغه كتاب (رښتينى) ايمان راوړئ، چې پر استازي يې نازل كړى دى او پر هغه كتاب، چې تر دې مخكې یې نازل كړی دی . څوك چې له خداى، پرښتو، كتابونو او د قيامت له ورځې منكر شي؛ نو په یقین چې په بېلاریتوب کې ډېر لرې ولاړ.
|
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا ﴿۱۳۷﴾ | 137 په رښتيا هغوى چې ايمان راووړ، بيا كافر شول، بيا يې هم ايمان راووړ بيا كافر شول او ورپسې يې خپل كفر پياوړى هم كړ؛(نو) خداى به يې هېڅكله و نه بښي او نه (سمه) لار ورښيي .
|
بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۳۸﴾ | 138 منافقين خبر كړه،چې دردناكه سزا ورته څارو ده !
|
الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا ﴿۱۳۹﴾ | 139 منافقان هغه كسان دي،چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ځکه ټول عزت خو يوازې له خداى سره دى .
|
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ﴿۱۴۰﴾ | 140 او په يقين خداى په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى،چې كله واورئ،چې ځينې د خداى له آيتونو انكاركوي او ملنډې پرې وهي؛نو ورسره مه كېنئ،تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه،تاسې به هم په څېر یې ياست، په رښتيا چې خداى په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.
|
الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا ﴿۱۴۱﴾ | 141 (منافقين) هماغوى (دي) چې ستاسې (پېښو ته) پر تمه دي او تاسې څاري؛كه بريا مو په برخه شي وايي: (( ولې موږ درسره نه وو؟ (نو موږ هم په وياړونو او غنايمو كې شريك يو.) )) او كه بريا د كافرانو پر برخه شي؛ نو ورته وايي: ((ولې موږ تاسې له مؤمنانو سره مبارزې او نه تسلېمېدو ته نه هڅولئ ؟(؛نو درسره به شريك يو.) )) خداى به ستاسې ترمنځ د قيامت پر ورځ پرېکړه وكړي او خداى هېڅكله کافران پر مؤمنانو نه لاسبروي.
|
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۱۴۲﴾ | 142 په رښتيا منافقين له خداى سره ټگي کوي،حال دا چې خداى هم دوى ته د ټگۍ (سزا) ورکوي او چې کله (دوى) نمانځه ته راپاڅي،په لټۍ پاڅي او خلكو ته ځان ښيي او خداى نه يادوي؛خو ډېر لږ.
|
مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لاَ إِلَى هَؤُلاء وَلاَ إِلَى هَؤُلاء وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۱۴۳﴾ | 143 هغوى بې موخې خلك دي،نه د دوى پر خوا دي او نه د هغوى پر خوا (نه د مؤمنانو په ليكه كې دي او نه د كفارو) او څوك چې خداى بېلارې كړي؛ نو هیڅکله به لار ورته و نه مومې .
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۱۴۴﴾ | 144 مؤمنانو! د مؤمنانو پر ځاى كافران خپل دوستان (او پالندویان) مه نيسئ ايا غواړئ (په دې کار) خداى ته د ځان پر ضد څرګند لاسوند ورکړئ ؟!
|
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿۱۴۵﴾ | 145 په رښتيا منافقين د دوزخ په لاندېنيو پوړو كې دي او هيڅ مرستندوى به ورته و نه مومې (؛نو ځكه د خداى له دښمنانو سره د دوستۍ له طرح ډډه وكړئ،چې د نفاق نښه ده)؛
|
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَاعْتَصَمُواْ بِاللّهِ وَأَخْلَصُواْ دِينَهُمْ لِلّهِ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۴۶﴾ | 146 خو هغوى چې توبه وكاږي او خپل كړه وړه سم كړي او (د) خداى (د لورنې پر لمن) منګولې ټينګې كړي او خداى ته د اخلاص له مخې خپل دين ومني؛ نو هغوى به له مؤمنانو سره وي او خداى ژر مؤمنينو ته ستر اجر وركوي .
|
مَّا يَفْعَلُ اللّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ وَكَانَ اللّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا ﴿۱۴۷﴾ | 147 كه شكر وباسئ او ايمان راوړئ (؛ نو) خداى ستاسې په عذاب څه کوي؟ او خداى پوه منندوى دى .( ستاسې پر نيتونو او كړنو پوهېږي او ښو كړنو ته ښه بدله وركوي).
|
لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ﴿۱۴۸﴾ | 148 خداى په بدو خبرو خوله پرانستل نه خوښوي؛ خو که پر چا تېرى شوى وي او خداى پوه اورېدونكى دى.
|
إِن تُبْدُواْ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُواْ عَن سُوَءٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا ﴿۱۴۹﴾ | 149 كه ښېګڼه ښكاره يا پټه وكړئ او له بديو تېر شئ؛ نو په رښتینه کې خداى بښونكى (او) د واک څښتن دى.(او سره له دې،چې د غچ اخستو وس لري؛خو عفوه كوي)
|
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۵۰﴾ | 150 هغوى چې پر خداى او استازیو يې كافرانېږي او غواړي د خداى او استازیو ترمنځ يې توپير وكړي او وايي: ((پر ځينو ايمان راوړو او له ځينو منكرېږو)) او غواړي د دواړو ( ايمان او كفر) ترمنځ (ځان ته) يوه لار وباسي؛
|
أُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۱۵۱﴾ | 151 دوى رښتياني كافران دي او موږ كافرانو ته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى .
|
وَالَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُواْ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُوْلَئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۵۲﴾ | 152 (؛خو) هغوى چې پر خداى او استازیو يې ايمان راوړى وي ( او د استازیو ترمنځ توپېر ونكړي)؛نو ژر به خداى بدله وركړي او خداى لورین بښونكى دى.
|
يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۱۵۳﴾ | 153 كتابيان درنه غواړي،چې له اسمانه په يوه ځل كتاب پرې نازل كړې (حال دا چې دا يوه پلمه ده؛) له موسى یې تر دې هم سترې غوښتنې كړې وې او ويلي يې ول: ((موږ ته په ښكاره خداى راوښيه !)) او د همدې ظلم له امله (خو) پرې تندر ورولوېد بيا یې (د سامري) خوسى خپل معبود ونيو، حال دا چې ښكاره نښې يې ليدلې وې؛ خو له دې ګناهونو یې ورتېر شو(او ومو بښل) او موسى ته مو څرګند دليل وركړ.
|
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لاَ تَعْدُواْ فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۱۵۴﴾ | 154 او موږ د ژمنې (اخستو) لپاره د طور غر پرې راپورته كړ او ورته ومو ويل: (( ( د توبې لپاره د بيت المقدس) په وره په عاجزۍ ورننوځئ .)) او (همداراز) ورته مو وويل:(( د شنبې پر ورځ تېرى مه کوئ)) (او له كاره لاس واخلئ) او (ددې ټولو په باب) مو ټينګه ژمنه ترې واخسته.
|
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم بَآيَاتِ اللّهِ وَقَتْلِهِمُ الأَنْبِيَاء بِغَيْرِ حَقًّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ طَبَعَ اللّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ﴿۱۵۵﴾ | 155 نو هغوى ځکه (د خداى له درشله وشړل شول چې) تړون يې مات کړ، د خداى له آيتونو منکر شول،په ناحقه يې پېغمبران وژل او(د ملنډو) دا وينا يې (چې): (( زړونه (او د ادراک مرکز) مو پوښل شوي (او د پېغمبر په خبرو نه پوهېږو) ))هو! خداى یې د كفر له امله پر زړونو ټاپه لګولى او بې له لږ شمېره يې (چې ځېل نه کوي او د حق پر لار ځي) ايمان نه راوړي.
|
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا ﴿۱۵۶﴾ | 156 او (هم) د كفر له امله یې او هغه غټ تور يې،چې پرمريم ولګو؛
|
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا ﴿۱۵۷﴾ | 157 او له دې امله،چې ويل يې :(( موږ د خداى استازی عيسى د مريمې زوى وژلى دى .)) حال دا چې نه يې وژلى او نه يې پر دار ځړولى؛ بلكې موضوع ورشکمنه (شوه) او په حقيقت كې كومو خلكو یې چې (د وژنې) په باب اختلاف وكړ، پخپله شكمن شول او په دې اړه نه پوهېدل او يوازې په ګومان پسې ځي او ميسح يې بيخي نه دى وژلى ؛
|
بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۵۸﴾ | 158 بلكى خداى هغه خپل لوري ته پورته كړى او خداى پوه بريمن دى.
|
وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا ﴿۱۵۹﴾ | 159 او په كتابيانو كې داسې څوك نشته؛خو دا چې ترخپلې مړينې مخكې هرومرو پر هغه [= حضرت ميسح] ايمان راوړي او د قيامت پر ورځ به (عيسى هم) پرې ګواه وي.
|
فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ كَثِيرًا ﴿۱۶۰﴾ | 160 نو موږ پر يهودو يو برخه څيزونه حرام كړل،چې مخكې ورته حلال ول؛ځكه ظلمونه يې كول او ډېر (خلك) يې د خداى له لارې منع كول .
|
وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶۱﴾ | 161 او(پردې سربېره) سود يې اخسته،چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.
|
لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۶۲﴾ | 162 خو په هغوى كې په علم کې پخو او (د اسلامي امت) مؤمنان څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي،ايمان راوړي.(همداراز) نمونځ كوونكيو او زكات وركوونكيو او د خداى او قيامت پر ورځ ايمان راوړونكيو ته به ډېر ژر ستر اجر ور پر برخه كړو.
|
نَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۱۶۳﴾ | 163 په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې ده؛لكه چې نوح او تر هغه روسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم،اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اولادې ته یې او عيسى، ايوب ، يونس، هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ.
|
وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا ﴿۱۶۴﴾ | 164 او استازى (مو لېږلي) چې په یقین يادونه یې مو تر دې مخكې درته كړې او هغه استازي،چې يادونه يې مو درته نه ده كړې او خداى له موسى سره (بې واسطې) خبرې وكړې (او دا د موسى ځانګړنه ده).
|
رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۶۵﴾ | 165 (دا ټول) استازي زېرګري او ګواښګرندي لېږل شوي ول، چې د استازيو (تر لېږلو) روسته خلكو ته د خداى پر وړاندې کومه پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي) او خداى ناماتی حكيم دى .
|
لَّكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا ﴿۱۶۶﴾ | 166 خو خداى ګواهي لي،څه يې چې پر تا نازل كړي، په خپل علم يې نازل كړي او پرښتې هم شاهدي وركوي که څه د خداى ګواهي بس ده .
|
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۶۷﴾ | 167 هغوى چې كافران شوي او (خلك) د خداى له لارې منع کړي(؛نو) رښتیا چې په بېلاريتوب کې ډېر لرې پرېوتي دي.
|
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا ﴿۱۶۸﴾ | 168 هغوى چې كافران شوي او (پرځان او نورو يې) تېرى كړى دى؛نو خداى به يې هېڅكله و نه بښي او (د خير او نېكمرغۍ) يوه لار به هم ورو نه ښيي؛
|
إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا ﴿۱۶۹﴾ | 169 خو د دوزخ لار،چې هلته به همېشه مېشتي وي او دا (كار) خداى ته اسان دى.
|
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷۰﴾ | 170 خلكو! (هغه) استازی (چې ورته په انتظار كې وئ) ستاسې د پالونكي له لوري يې حق درته راووړ؛ نو ايمان پرې راوړئ،چې درته غوره ده! او كه كافر شوئ؛نو (خداى ته څه زيان نه وررسي؛ځكه) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،يوازې د خداى دي او خداى پوه حکيم دى .
|
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۱۷۱﴾ | 171 كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه (او افراط) مه کوئ او د خداى په باب بې له حقه بل څه مه وايئ . مسيح عيسى د مريمې زوى؛يوازې د خداى استازی او د هغه (مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وروغورځوله او د خداى له لوري يو روح و؛نو ځكه پر خداى او استازیو يې ايمان راوړئ او مه وايئ چې (( (خداى) درې ګونى دى.)) (له دې خبرې) منع شئ، چې درته غوره ده . الله؛ يوازې ايكي یو معبود دى،هغه له دې پاك دى،چې څوک يې زوی وي (؛بلكې ) په اسمانونو او ځمكه كې ټول څيزونه د هغه دي، او تدبيراو پالنې ته يې يوازې هماغه كافي دى.
|
لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلّهِ وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا ﴿۱۷۲﴾ | 172 مسيح او نژدې پرښتې هېڅكله له دې شرم نه کوي،چې د خداى بندګان وي او څوک چې د خداى له عبادته مخ واړوي او لويي وكړي؛نو (خداى به) ډېر ژر دا ټول (په قيامت كې د حساب لپاره) خپل لوري ته راټول كړي .
|
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزيدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنكَفُواْ وَاسْتَكْبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلُيمًا وَلاَ يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۱۷۳﴾ | 173 خو هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي دي،بدلې به يې بشپړ وركړل شي او خپلې لورنې به پرې ور زياتې كړي او هغوى چې سرغړونه کړې او لويي يې كړې وي؛ نو په دردناك عذاب به یې وكړوي او ځانونو ته به بې له خدايه بل کارسازى او مرستندوى و نه مومي.
|
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا ﴿۱۷۴﴾ | 174 خلكو ! په یقین تاسې ته ستاسې د پالونكي له لوري څرګند دليل درغلى دى او تاسې ته مو ځلانده رڼا درلېږلې ده (چې درته په څرګنده لارښوونكې ده ) .
|
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَاعْتَصَمُواْ بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۱۷۵﴾ | 175 خو هغوى چې پر خداى ايمان راوړى او پر هغه (اسماني كتاب) يې منګولې ښخې كړې دي؛نو ډېر ژر به (خداى) د خپل رحمت او فضل په لمن كې ځاى وركړي او خپل لوري ته به نېغه لار وروښيي.
|
يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّواْ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۷۶﴾ | 176 له تا (د کلاله په باب؛يعنې د هغه مړي پاتوړي چې اولاد او مور و پلار نه لري) پوښتي: ورته ووايه: ((خداى د کلاله (بې سټې) په باب ځواب درکوي : که سړى مړ شو او اولاد ترې پاتې نه و؛ خو يوه خور يې وي؛ نو خور يې د ټول مال نيمايي برخه وړي او ورور د خپلې بې سټې خور ټول ميراث وړي او که دوه خويندې وي؛ نو د ټول مال له درېیو یې دوه برخې دي او که (پاتوړي) وروڼه او خوېندې وي؛ نو د نارینه د دوو ښځو هومره برخه وي، خداى درته (خپل احكام) بيانوي چې هسې نه بېلارې شئ او خداى پرهر څه ښه پوه دى .)) |