بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۱﴾ | الف،لام، را، دا د (یو) څرګند كتاب آيتونه دي ! (۱) | |
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲﴾ | په حقيقت کې موږ دا په لوستونې (واضح =) عربي نازل کړى،چې پرې پوه شئ (او غور وکړئ) (۲) | |
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿۳﴾ | موږ په دې وحې شوي قرآن ښې قيصې (او د قيصو دود) درته څرګندوو او بېشكه چې مخكې ترې له ناخبرو ځنې وې (۳) | |
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿۴﴾ | (درياد كړه) چې كله يوسف خپل پلار ته وويل :(( پلاره ! ما (په خوب كې) يوولس ستوري او لمر و سپوږمۍ وليدل؛ګورم چې سجده راته كوي .)) (۴) | |
قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۵﴾ | (يعقوب) وويل : (( زويکه! خوب دې خپلو وروڼو ته مه وايه،(هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى . (۵) | |
وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶﴾ | او په دې توګه ستا پالونكى به تا غوره كړي او د خوبونو تعبير به درزده كړي او پر تا او د يعقوب پر كورنۍ به خپل نعمت په هماغه ډول پوره كړي؛لكه تر دې مخكې،چې يې ستا پر پلرو، ابرهيم او اسحق پوره كړى و،په حقيقت كې ستا پالونكى پوه حكيم دى .)) (۶) | |
لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ ﴿۷﴾ | په رښتيا چې د يوسف او د وروڼو په قصه كې یې پوښتونكيو ته (د لارښوونې) نښې دي (۷) | |
إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۸﴾ | چې كله (یې وروڼو) وويل : ((زموږ پلار ته يوسف او (سکه) ورور يې [= بنيامين] تر موږ ډېر ګران دي،سره له دې،چې موږ غښتلې ډله يو! رښتيا خبره داده،چې زموږ پلار ښکاره تېروتى دى .)) (۸) | |
اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ ﴿۹﴾ | (يوه وويل) : ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ، چې د پلار پام يوازې تاسې ته وي او تر هغه روسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو) نېكان شئ )) (۹) | |
قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۱۰﴾ | يوه يې وويل : ((يوسف مه وژنئ او كه (هرومرو) كوم كار كوئ؛نو په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوئ،كوم كاروان به يې راوباسي (او له ځان سره به يې كومې لرې سيمې ته يوسي) )) (۱۰) | |
قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا لَكَ لاَ تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ﴿۱۱﴾ | ( او ددې كار د سر ته رسولو لپاره، وروڼه خپل پلار ته راغلل او) و يې ويل :(( پلارجانه ! ته ولې (مو د ورور) يوسف په اړه باور راباندې نه کوې؟ سره له دې،چې موږ يې رښتياني خواخوږي يو؛ (۱۱) | |
أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۱۲﴾ | سبا يې (له ښاره بهر) راسره ولېږه،چې ډېرې مېوې وخوري او لوبې وكړي او ساتنه يې پر موږ .)) (۱۲) | |
قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿۱۳﴾ | (پلار) وويل : (( داچې تاسې يوسف بيايئ (؛نو) زړه مې دربېږي او ډارېږم،چې په ناخبرۍ کې يې درنه لېوه وخوري!)) (۱۳) | |
قَالُواْ لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ ﴿۱۴﴾ | ځواب یې وركړ : (( زموږ (د دومره) پياوړې ډلې په شتون كې یې که لېوه رانه وخوري؛ نو په رښتینه کې به موږ ډېر زيان كاري يو (او دا كار كله هم شونى نه دى) .)) (۱۴) | |
فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۵﴾ | نو چې كله يې یوسف له ځان سره بوت او هوډ يې وکړ،چې په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوي (چې همداسې يې وكړل) او يوسف ته مو وحې (الهام) وكړه،چې هغوى به په راتلونکي كې له خپل كاره خبر كړې،حال داچې نه به پوهېږي [چې ته يوسف يې]. (۱۵) | |
وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ ﴿۱۶﴾ | او (د يوسف وروڼه) بېګا په ژړا خپل پلار ته راغلل . (۱۶) | |
قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ | ويې ويل :(( پلاره ! موږ چې ولاړو او پر سيالۍ بوخت شو او يوسف مو د خپلو جامو (ساتلو ته) پرېښود (؛خو) لېوه وخوړ! (سهي ده،چې) ته به زموږ پر خبره باور و نه کړې،كه موږ څومره رښتيا ووايو. )) (۱۷) | |
وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ | د يوسف كميس يې په دروغو په وينو(لړلى خپل پلار ته) راووړ،پلار يې (د خبر په اورېدو) وويل : ((ځاني غوښتنو مو دا كار درښكلى كړى! نو نېك صبر (او له ناشكرۍ تش زغم) راته غوره دى او څه چې وايئ،په دې اړه له خدايه مرسته غواړم! )) (۱۸) | |
وَجَاءتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُواْ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلاَمٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ | او (په دې ترڅ كې) كاروان راغى؛نو خپل اوبه راوړونکی یې ولېږه، نو چې خپله بوكه یې وغورځوله (ناڅاپه) يې غږ كړ: (( زېرى مې درباندې! يو (ښكلى) هلك دى!)) او يوسف يې (د سوداګرۍ) د مال په توګه پټ كړ او چې څه يې كول، الله پرې خبر و. (۱۹) | |
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ ﴿۲۰﴾ | (په پاى كې) هغه يې په ناڅيزه بيه – په څو درهمو – وپلوره او د يوسف د پلورلو په اړه دومره هيلمن نه ول (؛ځكه ډارېدل،چې خواله يې رابرسېره نشي ) (۲۰) | |
وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لاِمْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۲۱﴾ | او چا [= د مصرعزيز] چې هغه په مصر كې وپېره،خپلې مېرمنې ته يې وويل : ((دا په عزت ساته،ښايي راته ګټور شي يا به يې په زويولۍ ونيسو)) او په دې توګه موږ يوسف پر (هغه) ځمكه ميشت كړ (موږ دا كار وكړ،چې عزت يې وكړو) او د خوب د تعبيرولو علم ورزده كړو . خداى پر خپلو چارو لاسبر دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي . (۲۱) | |
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۲﴾ | او چې كله يوسف د مړانې ( بلوغ) او مټ شو؛ نو موږ “حكم” [= نبوت] او “علم” وركړ او له نېكانو سره همدا ډول چلن كوو . (۲۲) | |
وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ | او هغه ښځه،چې يوسف يې په كور كې و، هغې خپل ځان ته د يوسف پام رااړاوه او ورونه يې وتړل او ويې ويل :(( چې راشه (زه دې په اختيار كې يم !) )) . (يوسف ورته) وويل : (( پناه پر خداى! په حقيقت کې هغه [= د مصر عزيز] خو زما بادار دى او ښه یې ساتلى يم (ايا دا کېدونې ده،چې ظلم او خيانت ورسره وكړم ؟) په رښتيا چې ظالمان بريالي كېداى نشي.)) (۲۳) | |
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ﴿۲۴﴾ | او په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) د خپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلى (؛نو) د هغې پر لور به ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې له هغه بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) لرې كړو؛(ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو ځنې و . (۲۴) | |
وَاسُتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ | او دواړو د وره خوا ته منډه كړه (يوسف مخكې او ښځه ورپسې وه) او( ښځې) يې د شا له خوا كميس (په راكښلو) څيرې كړ او دواړه په وره کې د ښځې له مېړه سره مخامخ شول، ښځې وويل : (( چا چې ستا كورنۍ ته ناوړه نيت كړى وي؛ نو سزا به يې بې له بند يا دردناك عذابه بله څه وي؟. )) (۲۵) | |
قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾ | (يوسف) وويل :(( دې په ټينګه زه د ځان لوري ته رابللم!)) او په دې وخت كې د هغې ښځې له كورنۍ يوه شاهدي وركړه :((كه دهغه كميس له مخې شلېدلى وي؛نو ښځه رښتيا وايي او هغه دروغجن دى؛ (۲۶) | |
وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِن الصَّادِقِينَ ﴿۲۷﴾ | او كه كميس يې د شا له لوري شلېدلى وي؛نو ښځه دروغجنه ده او هغه رښتونى دى .)) (۲۷) | |
فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ | نو چې كله یې کمیس له څټه شلېدلی ولید [حقیقت یې وموند او] ويې ويل :(( دا ستاسې ښځينه مکر او چل دی، چې مکر مو هېښنده دی! (۲۸) | |
يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ ﴿۲۹﴾ | يوسفه! له دې (موضوع ) تېر شه او ښځې! ته هم د خپلې ګناه بښنه وغواړه،چې له خطا كارانو ځنې يې )) (۲۹) | |
وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۳۰﴾ | (دا پېښه په ښار كې خپره شوه) او د ښار يوې ډلې ښځو وويل : ((د عزيز مېرمن خپل مريى ځان ته رابللى او پرې ميينه شوې ده،په رښتيا چې هغه خو موږ په څرګنده بېلارۍ كې وينو(چې مېړه لري او په مريي پسې ګرځي ).)) (۳۰) | |
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ ﴿۳۱﴾ | چې كله (د عزيز مېرمن) یې له فكره خبره شوه؛ نو(څوك) يې ورپسې ولېږه (او راويې بللي) او ورته يې (په ناستون كې ګران بيه) بالښتونه ايښي ول او هرې يوې ته يې (د مېوې غوڅولو لپاره) چاړې هم وركړې وې او په دې ترڅ كې يې (يوسف ته) وويل : ((ورته راووځه !)) پر يوسف،چې د ښځو سترګې ولګېدې؛ نو هغه يې ډېر ستر (او ښكلى) وموند(او له ډېرې حيرانتيا يې) خپل لاسونه غوڅ كړل او ويې وويل :(( پاك دى خداى! دا (زلمى) خو بشر نه دى؛ بلكې (د ښكلا) ستره پرښته ده !)) (۳۱) | |
قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۳۲﴾ | ( د عزيز مېرمنې) وويل :(( دا هماغه دى، چې تاسې پرې گرمه كړې وم، په رښتینه کې ما ترې ځان وغوښت ؛خو ډډه يې وكړه او كه زما په وينا ونکړي باید بندي شي او خوارۍ او ذلت ته غاړه کېدي .)) (۳۲) | |
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۳﴾ | (يوسف) وويل :(( زما پالونكيه ! چې دوى مې څه ته وربولي،تر هغه خو راته بندي کېدل ډېر ښه دي او كه ته یې (ښځو) چلونه رانه بلخوا وانه ړوې(؛نو) به ورمات او له ناپوهانو به شم .)) (۳۳) | |
فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۴﴾ | نو پالونكي يې دعا قبوله كړه او د ښځو چلونه يې ترې واړول؛(ځكه) چې يوازې هغه په حقيقت کې اورېدونكى (او) پوه دى (۳۴) | |
ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ ﴿۳۵﴾ | بیا یې د (یوسف د) د پاکۍ د نښو تر ليدو روسته غوره وګڼله چې تر یوې مودې یې بندي کړي . (۳۵) | |
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانَ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۶﴾ | او دوه تنه ځوانان (هم) زندان ته ورسره ورننووتل،چې يو يې وويل :(( په خوب كې مې وليدل،چې (انګور) شرابو (ته) زبېښم))،بل وويل :(( په خوب كې مې وليدل،چې پر سر مې ډوډۍ ایښې وړم او مارغان یې خوري؛ موږ یې له مانا خبره کړه؛(ځکه) چې له نېكانو راته ښکارې .)) (۳۶) | |
قَالَ لاَ يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلاَّ نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۷﴾ | (يوسف) وويل :(( ستاسې ورځيني خواړه به يې لا نه وي راوړي،چې د دې خوبونو پر تعبير به مو پوه كړم. دا (تعبيرونه) له هغې پوهې دي،چې پالونكي مې راښوولې ده. واقعيت دادى،چې ما د هغه قوم دين پرېښى،چې پر خداى ايمان نه لري او پر آخرت كافران دي (چې ددغسې لورنې وړ شوم) (۳۷) | |
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۳۸﴾ | او ما د خپلو پلرو؛ابراهيم او اسحق او يعقوب د دين لاروي كړې ده،موږ ته نه ښايي چې کوم څیز له الله سره شريك وګڼو دا پر موږ او خلكو د خداى یو فضل دى؛خو ډېرى خلك نامنندوی دي . (۳۸) | |
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۳۹﴾ | دوه زنداني ملګرو! ايا خپاره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي يا يو زورور”الله” ؟! (۳۹) | |
مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۴۰﴾ | تاسې د هغه (= الله) پرځاى بې له (څو) نومونو بل څه نه نمانځئ،چې تاسې او پلرو مو پرې ايښي دي او خداى يې پر (حقانيت) كوم لاسوند نازل كړى نه دى،حكم يوازې د “الله” دى؛امر يې كړى،چې بې له هغه بل مه نمانځئ،همدا سم دين دى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي (۴۰) | |
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا وَأَمَّا الآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ قُضِيَ الأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ ﴿۴۱﴾ | د زندان دوو ملګرو! خو له تاسې يو (ازادېږي او) او د خپل خاوند (د مصر د باچا) د شرابو ساقي به شي او بل پر دار ځړېږي؛نو مارغان به يې سر [په ټونګو ټونګو] وخوري او د هغه چار پرېکړه شوې ده،چې په اړه يې پوښتئ .)) (۴۱) | |
وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ ﴿۴۲﴾ | يوسف له هغو دوو يوه ته يې،چې د خوشې كېدو ګومان پرې و، وويل:((خپل خاوند[= د مصر باچا] ته دې زما يادونه وكړه (چې له بنده مې خوشې كړي) ))؛ خو شيطان د مصر باچا ته یې وريادول ترې هېر كړل، په پايله كې (يوسف) کلونه كلونه په زندان كې پاتې شو. (۴۲) | |
وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ﴿۴۳﴾ | او باچا وويل : (( ما (په خوب كې) وليدل، چې اوه څربې غواوې دي،چې اوه خوارې (غواوې) يې خوري او (بيا مې) اوه شنه وږي او نور اوه وچ وږي (وليدل،چې وچ پر شنو راتاو شول او له منځه يې يووړل) د قوم مشرانو! كه د خوبونو پر تعبير پوهېږئ؛ نو دا خوب مې تعبير كړئ!)) (۴۳) | |
قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ ﴿۴۴﴾ | هغوى وويل : (( دا خو ګډوډ خوبونه دي،چې موږ ددې ډول خوبونو پر تعبير نه پوهېږو.)) (۴۴) | |
وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَاْ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ ﴿۴۵﴾ | او له هغو دوو تنو بنديانو،چې يو خوشې شوى و او تر څه مودې روسته (يوسف) ورياد شوى و، وويل : (( ما (يوسف زنداني) ته ولېږئ،چې د خوب له تعبيره مو خبركړم.)) (۴۵) | |
يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۶﴾ | (هغه زندان ته راغى،ويې ويل:) يوسفه ! ډېر رښتونيه! دا موږ ته تعبير كړه،چې (“اوه څربې غواوې دي،چې اوه خوارې غواوې يې خوري او اوه شنه وږي او اوه وچ”) چې خلكو ته ورستون شم، ښايي (ددې خوب پر تعبير) پوه شي . (۴۶) | |
قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ ﴿۴۷﴾ | يوسف وويل : ((اوه كاله پرله پسې پر كرنه بوخت شئ او څه چې مو ورېبل؛نو لږ يې وخورئ او نور پخپلو وږيو كې پرېږدئ (او زېرمه يې كړئ) ؛ (۴۷) | |
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ ﴿۴۸﴾ | بيا به (په دې اوو ودانو كلو پسې) اوه كاله سخته (وچكالي او سوکړه) راشي او څه مو، چې ورته زېرمه كړي وو،و به يې خورئ؛ خو لږ څه به (د تخم لپاره) پرېږدئ؛ (۴۸) | |
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ﴿۴۹﴾ | بيا (د وچكالۍ په كلو) پسې يو كال راځي،چې ډېر باران به د خلكو په برخه شي او په دې كال كې به خلك (مېوې او غوړې دانې) وزبېښي (او بركتي كال به وي .) )) (۴۹) | |
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ﴿۵۰﴾ | او باچا وويل :(( هغه ما ته راولئ .))؛خو چې كله استازى يوسف ته ورغى (يوسف ورته ) وويل : ((خپل پاچا ته ورستون شه او د هغو ښځو حال ترې وپوښته،چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بېشكه چې پالونكى مې د هغوى پر مكارۍ ښه خبر دى .)) (۵۰) | |
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۵۱﴾ | ( باچا ښځې راوغوښتې او) و يې ويل :(( له يوسفه مو،چې ځان غوښتى و؛ نو دا پېښه مو څه وه ؟)) ويې ويل :(( پاك دى خداى،موږ پكې څه بدي و نه ليده !)) (په دې وخت كې) د عزيز مېرمنې وويل : ((اوس حق څرګند شو! ما ترې ځان غوښتى و او بېشكه هغه له رښتونيو دى . (۵۱) | |
ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ ﴿۵۲﴾ | (يوسف وويل:) دا خبره مې؛ ځكه وكړه چې (عزيز) په دې پوه شي، چې ما پسې شا خيانت ورسره کړی نه دى او په رښتیا چې خداى د خاينانو چلونه ځاى ته نه رسوي . (۵۲) | |
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵۳﴾ | او [زلیخا وویل] زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې (سركښ) نفس بد امره دی؛ خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى :)) (۵۳) | |
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ ﴿۵۴﴾ | او باچا وويل : (( هغه [= يوسف] راولئ،چې ځانګړى (سلاکار) مې شي)) چې كله (يوسف ورغى او له) باچا سره يې خبرې وكړې (؛نو باچا يې پرعقلمنۍ او ځيركۍ پوه شو او) ويې ويل : ((په رښتيا ته نن راسره د ډاډ وړ قدرمن يې)) (۵۴) | |
قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ ﴿۵۵﴾ | (يوسف) وويل : (( ما ددې هېواد (د مصر) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره،چې زه کارپوه ساتونكى يم .)) (۵۵) | |
وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاء وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ | او دغسې مو يو سف ته (د مصر) پر ځمكه واكمني وركړه، چې هرچېرى يې خوښه وه اوسېداى شو، موږ خپل رحمت چاته چې وغواړو (او وړ يې وبولو) ور پر برخه كوو او د نېكانو اجر نه لاهو كوو. (۵۶) | |
وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ﴿۵۷﴾ | (خو) د آخرت بدله هغوى ته غوره ده،چې ايمان يې راوړى دى او پرهېزګاران دي . (۵۷) | |
وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۵۸﴾ | (د كنعان سيمه سوکړې نيولې وه) او د يوسف وروڼه (د خوراک توکيو (غله) د لاس ته راوړو لپاره مصرته) راغلل او هغه ته ولاړل،يوسف هغوى وپېژندل؛ خو وروڼو يې يوسف ونه پېژاند . (۵۸) | |
وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلاَ تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ﴿۵۹﴾ | او چې كله (يوسف) د هغوى د غلې څټه تياره كړه، ورته يې وويل : (( (بل ځل) خپل مېرنى ورور ماته راولئ؛ايا نه ګورئ،چې زه په څه شان پېمانه ډكه اړوم او غوره مېلمه پال يم ؟ (۵۹) | |
فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلاَ تَقْرَبُونِ ﴿۶۰﴾ | نو كه هغه مو رانه وست؛نو له ما سره درته غله نشته او نه رانژدې شئ .)) (۶۰) | |
قَالُواْ سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ ﴿۶۱﴾ | دوى وويل :(( موږ به يې له پلارسره خبرې وكړو (او هڅه به وكړو،چې پر رالېږلو يې راضي شي) او موږ به دا كار وكړو. )) (۶۱) | |
وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۶۲﴾ | او (يوسف بيا) خپلو مامورينو ته وويل : (( دوى چې (د غلې په بدل كې) كومه پانګه دركړې،په څټو كې یې وركېږدئ ! ښايي خپلو كورنيو ته یې تر رسېدو روسته وپېژني او بيا راشي .)) (۶۲) | |
فَلَمَّا رَجِعُوا إِلَى أَبِيهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۶۳﴾ | نو چې كله خپل پلار ته ورستانه شول، و يې ويل : ((پلاره ! (زموږ د ورور بنيامين په نشتون كې د غلې) پيمانه رانه ایساره کړای شوه؛ نو ورور مو راسره ولېږه چې (د غلې) پيمانه واخلو او موږ به يې هرومرو وساتو .)) (۶۳) | |
قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلاَّ كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۶۴﴾ | (يعقوب) وويل :(( ايا دده په اړه هماغسې باور درباندې وكړم؛ لكه چې تر دې مخكې مې دده د ورور(يوسف) په باب درباندې كړى و (او ومو ليدل،چې څه وشول) ؟! او (په هر حال) خداى ډېر ښه ساتندوى (او) د لورنو ډېر لورين دى .)) (۶۴) | |
وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَاعَهُمْ وَجَدُواْ بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ ﴿۶۵﴾ | او چې كله يې خپلې څټې پرانستې؛نو و يې ليدل،چې پانګه يې بېرته وركړې ده، و يې ويل : (( پلاره! موږ نور څه غواړو؟!، دا زموږ پانګه ده،چې بېرته راكړ شوې ده (؛نو څومره به ښه وي،چې ورور راسره ولېږې) او خپلې كورنۍ ته غله راوړو، خپل ورور به هم وساتو او يو اوښ ورى به نور هم زيات راوړو، دا (يو اوښ ورى) پيمانه (د مصر عزيز ته) نا څيزه ده .)) (۶۵) | |
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۶۶﴾ | و يې ويل :(( زه به يې درسره و نه لېږم،څو راسره ټينګه الهي ژمنه وكړئ،چې هرومرو به یې راته راولئ ؛خو داچې (د مرګ يا بل لامل له مخې) بېوسې شئ؛ نو چې كله یې خپله ژمنه ورسره وكړه؛نو پلار يې وويل :”څه چې وايو،خداى پرې څارن او ساتندوى دى! )) (۶۶) | |
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۶۷﴾ | او (مصر ته د خوځېدو پرمهال،يعقوب) وويل :(( زامنو! (ښار ته ټول) پر يوه وره مه ورننوځئ؛بلكې له بېلابېلو ورونو ورننوځئ (چې د خلكو درته پام نشي) او (زه په دې سپارښتنه) د خداى له لوري د (کېدونکې) کومې پېښې مخه نشم نيولاى،حكم يوازې د خداى دى، ما پر هماغه توكل كړى دى او توكل كوونكى بايد پرې توكل وكړي .)) (۶۷) | |
وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِلاَّ حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ | او هماغسې د خپل پلار له لارښوونې سره سم، هغوى ښار ته ورننووتل،دې كار الهي حتمي پېښه ترې ایسارولای نشوه؛ خو [هر څه چې و] د يعقوب يوه روحي اړتيا وه، چې (په دې توګه يې) پوره كړه (او خاطر يې ارام شو) او بېشكه هغه زموږ د ورښوولي علم خاوند و؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي (چې تقدير پر تدبير نه بدلېږي) . (۶۸) | |
وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۶۹﴾ | او چې كله وروڼه يوسف ته ورننووتل؛ نو خپل ورور (بنيامين) یې له ځان سره كېناوه (او) ويې ويل : ((په رښتینه کې زه ستا (هماغه) ورک ورور يم!؛نو څه چې (وروڼو) كړي وو، مه خپه كېږه!)) . (۶۹) | |
فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ﴿۷۰﴾ | او چې كله (د يوسف مامور) څټې یې وروتړلې؛ نو د باچا د اوبو څښلو کټورى يې د هغه د (سكني) ورور په څټه كې كېښود،بيا (د يوسف په لارښوونه) جارچي نارې كړې : (( كاروانيانو! تاسې غله ياست.)) (۷۰) | |
قَالُواْ وَأَقْبَلُواْ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ ﴿۷۱﴾ | كاروانيان راوګرځېدل او ويې ويل :((څه مو ورك شوي دي؟)) (۷۱) | |
قَالُواْ نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ ﴿۷۲﴾ | (د باچا مامورينو) وويل :(( د باچا کټورى مو ورك كړى دى! او چا چې راووړ،د يو اوښ ورى غله به وركړه شي او زه ددې (بدلې) ضامن يم .)) (۷۲) | |
قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ ﴿۷۳﴾ | (وروڼو) وويل :(( پر خداى قسم تاسې پوهېږئ ،چې موږ دې هېواد ته د فساد لپاره نه يو راغلي او نه غله يو!)) (۷۳) | |
قَالُواْ فَمَا جَزَآؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ ﴿۷۴﴾ | هغوى وويل : ((نو كه دروغ ووايئ،سزا يې څه ده ؟)) (۷۴) | |
قَالُواْ جَزَآؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۷۵﴾ | (وروڼو) وويل : (( سزا يې (هماغه) كس دى،چې (کټورى) يې په څټه كې پېدا شي (او ددې كار په سزا كې به ستاسې مريى وي) موږ ظالمانو (غلو ته) دغسې سزا وركوو )) . (۷۵) | |
فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاء أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاء أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ ﴿۷۶﴾ | نو په دې وخت كې (يوسف) د خپل (سكني) ورور له څټې مخكې د هغو نورو د څټو په لټولو پيل وكړ،چې کټورى يې د خپل ورور له څټې راوايست،په دې توګه مو يوسف ته چاره او تدبير ورښوولى و (؛ځكه) هغه (د مصر) د باچا د قانون له مخې خپل ورور نشو نيولاى؛خو دا چې خداى وغواړي . زموږ چې چا ته خوښه شي، درجې يې لوړوو او د هر يو پوه پر سر يو پوه شته (خو له الله سره نه برابر شته او نه ترې پورته) (۷۶) | |
قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ ﴿۷۷﴾ | وروڼو) وويل : ((كه هغه (بنيامين) غلا وكړي (؛نو د حيرانتيا خبره نه ده؛) تردې مخكې ورور يې (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف ( سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه وزغامه او ورته يې ښكاره نه کړ؛(همدومره يې په زړه کې) وويل : (( تاسې ( زما په آند) د مرتبې ( چې ورور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي،چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ .)) (۷۷) | |
قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۷۸﴾ | هغوى وويل :((عزيزه! پلار یې بوډا دى (چې سخت خپه كېږي) پرځاى یې له موږه كوم يو ونيسه (ځکه) موږ دې له نېکانو ځنې وينو.)) (۷۸) | |
قَالَ مَعَاذَ اللّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلاَّ مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّآ إِذًا لَّظَالِمُونَ ﴿۷۹﴾ | يوسف وويل :(( پناه پرخداى،كه بې له هغه بل ونيسو،چې زموږ لوښى (کټورى) ورسره راوتلى؛ نو بېشكه له ظالمانو به يو.)) (۷۹) | |
فَلَمَّا اسْتَيْأَسُواْ مِنْهُ خَلَصُواْ نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُواْ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ حَتَّىَ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۰﴾ | او چې كله (وروڼه) ترې نهيلي شول؛نو په ګوښه كې په مشوره بوخت شول، مشر (ورور) يې وويل :((ايا نه پوهېږئ،چې پلار مو د الله په نامه ټينګه ژمنه درنه اخستې ده او تردې مخكې (هم) تاسې د يوسف په باب (ورته) پاتې راغلي ياست،زه به هېڅكله له دې هېواده تر هغې ولاړ نشم،څو مې پلار اجازه راكړي يا خداى زما په باب پرېكړه وكړي،چې هغه ډېر غوره پرېکړه كوونكى دى . (۸۰) | |
ارْجِعُواْ إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُواْ يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ ﴿۸۱﴾ | خپل پلار ته ورستانه شئ او (ورته) ووايئ : پلاره ! په رښتینه کې زوى دې غلا كړې او موږ ته چې څه معلوم دي، بې له هغه مو شاهدي نه ده ورکړې او موږ د پټو (چارو) څارونکي نه وو. (۸۱) | |
وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيْرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۸۲﴾ | (او كه باور دې نه کېږي)؛ نو له هغه كلي وپوښته،چې موږ پكې وو او (همداراز) له هغه كاروانه (وپوښتنه) چې ورسره راغلي يو او موږ (په خپله وينا كې) بيخي رښتوني يو.)) (۸۲) | |
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۸۳﴾ | (يعقوب) وويل : (( (داسې نه ده)؛بلكې ځاني غوښتنو مو (ناسم) عمل درښايسته كړى دى؛نو زه صبر كوم؛خو ښكلى صبر (چې ناشكري پكې نه وي) هيله ده، چې هغوى ټول خداى راته راولي؛(ځكه) چې هغه پوه حكيم دى .)) (۸۳) | |
وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۸۴﴾ | او (يعقوب) ترې مخ واړاوه او و يې ويل : ((هى هى يوسفه !)) او د سترګو تور يې سپين شوي وو؛ خو غمونه يې (پر زړه) زغمل (او هېڅكله يې ناشكري نه کوله ) (۸۴) | |
قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ ﴿۸۵﴾ | (زامنو يې) وويل :(( پر خداى قسم ! ته چې يوسف دومره يادوې،ناروغ يا مړ به شې!)) (۸۵) | |
قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ | (يعقوب) وويل :(( زه مې د خپل غم او خپګان فریاد يوازې خداى ته کوم او د خداى له لوري،چې څه راښوول شوي،تاسې پرې نه پوهېږئ . (۸۶) | |
يَا بَنِيَّ اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾ | زامنو! ولاړشئ، يوسف او ورور يې ولټوئ او د خداى له رحمته مه نهيلي كېږئ،چې يوازې كافران يې له رحمته نهيلي كېږي .)) (۸۷) | |
فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ ﴿۸۸﴾ | نو چې كله (وروڼه مصر ته ولاړل او) يوسف ته ورغلل؛نو و يې ويل: ((عزيزه! موږ او كورنۍ مو په (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅيزه پانګه راوړې ده؛ نو پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه،چې خداى خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي .)) (۸۸) | |
قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ ﴿۸۹﴾ | (يوسف) وويل :(( ايا پوه شوئ،چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او ورور سره يې څه وكړل؟)) (۸۹) | |
قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۰﴾ | هغوى وويل : ((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل:(( (هو) زه يوسف يم او دا زما ورور دى،خداى پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي .)) (۹۰) | |
قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ ﴿۹۱﴾ | (هغوى) وويل:(( پر خداى قسم،چې په رښتيا خداى ته پر موږ غوره كړى يې او موږ وران کاري وو!)) (۹۱) | |
قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۹۲﴾ | (يوسف) وويل : (( نن پر تاسې پړه نشته،خداى دې تاسې وبښي او هغه د لورنو ډېر لورين دى؛ (۹۲) | |
اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۳﴾ | زما دا كميس درسره يوسئ او زما د پلار پر مخ يې ورواچوئ (چې) بېرته ليدونکى شي او ټوله کورنۍ مو ماته راولئ )) (۹۳) | |
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ ﴿۹۴﴾ | او چې كله (د وروڼو) كاروان (له مصره) ووت؛ نو پلار يې (په كنعان كې) وويل : كه ما پر ناپوهۍ او كم عقلۍ نه تورنوئ؛نو ما ته خو بيخي د يوسف بوى راځي . (۹۴) | |
قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ ﴿۹۵﴾ | ( شاوخوا يې) وويل :((پر خداى قسم،ته خو په هماغه پخواني سوداييتوب کې يې!)) (۹۵) | |
فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ | نو چې زېرباڼى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ ورواچو؛ نو بېرته ليدونکى شو! ويې ويل : (( درته مې نه و ويلي،چې په رښتینه کې زه د خداى له لوري پرهغه څه پوهېږم،چې تاسې پرې نه پوهېږئ .)) (۹۶) | |
قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ ﴿۹۷﴾ | (زامنو يې) وويل : ((پلاره! له خدايه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه،چې موږ ګناهګاران وو .)) (۹۷) | |
قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۹۸﴾ | هغه وويل :(( ژر به له خپل پالونكي بښنه درته وغواړم،چې هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى .)) (۹۸) | |
فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ مِصْرَ إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ ﴿۹۹﴾ | نو چې کله پر يوسف ورننووتل؛ نو مور و پلار يې په غېږ كې ونيول او ويې ويل : (( ان شاءلله په (امن و) امان كې ښار ته ورننوځئ)) (او همدلته پاتې شئ) . (۹۹) | |
وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۱۰۰﴾ | او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يوولس وروڼه او مور وپلار) هغه ته (د خداى د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پر ځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما د هماغه مخكېني خوب تعبير دى،چې پالونكي مې رښتيا كړ او ښېګڼه یې راسره وكړه،چې له زندانه یې را وايستم او تاسې يې (د کنعان) له بېديا (مصر ته) راوستئ، سره له دې،چې شيطان زما او د وروڼو ترمنځ شخړه اچولې وه،په حقيقت کې پالونكى مې چا ته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) په نالیدلو تدبيرونو خپله غوښتنه پوره کوي؛(ځكه) چې يوازې هغه پوه حكيم دى . (۱۰۰) | |
رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۱۰۱﴾ | پالونكيه ! د واكمنۍ يوه (ستره) برخه دې راكړه او د خوبونو پر تعبيرولو دې پوه كړم . د اسمانونو او ځمكې هستوونكيه ! يوازې ته په دنيا او اخرت كې زما پالندوى يې، ما مسلمان مړ كړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړه !)) (۱۰۱) | |
ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ ﴿۱۰۲﴾ | دا (د يوسف قصه) د غيبو له خبرونو ځنې ده،چې موږ يې دروحې كوو! او په هغه وخت كې خو ته ورسره نه وې،چې خپل چار يې سمبالاوه او په چل ول يې لاس پورې کاوه . (۱۰۲) | |
وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ | كه ته څومره ټينګارهم وكړې؛نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي . (۱۰۳) | |
وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾ | او ته (د قرآن د تبليغ) اجر ترې نه غواړې؛ دا ( قرآن) خو يوازې نړيوالو ته پند دى . (۱۰۴) | |
وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ﴿۱۰۵﴾ | او په اسمانونو او ځمكه كې د خداى څومره ډېرى نښې دي،چې پرې تېرېږي او مخ ترې اړوي . (۱۰۵) | |
وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ ﴿۱۰۶﴾ | او ډېرى يې خداى مني؛خو (په دې ډول چې) نور ورسره شريكوي . (۱۰۶) | |
أَفَأَمِنُواْ أَن تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۰۷﴾ | ايا هغوى له دې ډاډمن دي،چې د خداى عام عذاب پرې راشي يا په بې خبرۍ كې ناڅاپه د قيامت ساعت پرې راشي؟! (۱۰۷) | |
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾ | ووايه : (( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د خداى لوري ته رابولو! پاك دى خداى! او زه له مشركانو ځنې نه يم ! )) (۱۰۸) | |
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ اتَّقَواْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۰۹﴾ | او موږ تر تا مخكې هم يوازې د سيمو له اوسېدونکيو سړي،د استازيو په توګه لېږلي وو،چې وحې مو ورته کوله! ايا (ستا د بلنې مخالفين) پر ځمكه نه ګرځي، چې وويني تر دوى د پخوانيو قومونو پايله (او پاى) څه شوه؟ او هرومرو د اخرت كور پرهېزګارانو ته غوره دى! نو ولې عقل نه کاروئ ؟! (۱۰۹) | |
حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۱۰﴾ | (پېغمبرانو خپلې بلنې ته او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې پېغمبران نهيلي شول او (خلكو) ګومان وكړ،چې [د عذاب په باب] دروغ ورته ويل شوي [یا استازي د خلکو له انکاره ډاډمن شول]،په دې وخت كې پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو ومو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب مخه نشي اړول کېداى . (۱۱۰) | |
لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۱۱﴾ | البته چې په قصو كې يې عقلمنوته عبرت دی! (دغه قرآن) له ځانه جوړې شوې خبرې نه؛ بلكې (له ده) وړاندې د (الهي) كتابونو تاييدونکى دى او د هر څیز څرګندوونکی دی (چې د انسان د نېكمرغۍ بنسټ دى ) او ايمان راوړنکيو ته لارښود او رحمت دى (۱۱۱) |