تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  سټرس څه دی؟ لیکنه: ډاکتر ذبیح الله اقبال  سټرس د ژوند د ورځ پر زیاتېدونکیو غوښتنو پر وړاندې یو ډول عادي رواني او فزیکي غبرګون دی. د کار، کورنۍ او نورو ژمنو په ترڅ کې ښايي تاسې ډېر زیات تر سټرس لاندې راشئ او بوخت اوسئ. دا چې ستاسې رواني او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

سټرس څه دی؟

لیکنه: ډاکتر ذبیح الله اقبال

 سټرس د ژوند د ورځ پر زیاتېدونکیو غوښتنو پر وړاندې یو ډول عادي رواني او فزیکي غبرګون دی. د کار، کورنۍ او نورو ژمنو په ترڅ کې ښايي تاسې ډېر زیات تر سټرس لاندې راشئ او بوخت اوسئ. دا چې ستاسې رواني او فزیکي روغتیا تر فشار یا دباو لاندې راځي، نو تاسې دې ته اړتیا لرئ، چې د استراحت او دمې لپاره یو وخت ځانګړی کړئ.

سټرس په کار او کور کې د روزانه مسوولیتونو د فشار له کبله هم تحریک کېدلای شي. لکه څرنګه چې ترې تمه کېږي په ژوند کې منفي پېښې، لکه ټکرونه یا د خپلو عزیزانو مړینه او همداراز جسمي ناروغۍ هم سټرس رامنځته کولای شي.

د صدمې یا ټروما له کبله رامنځته کېدونکی سټرس چې ممکن د جګړې، پېښې یا تاوتریجن برید له کبله رامنځته شوی وي، دا هم په بدن کې د سټرس کچه لوړوالای شي.    

د سټرس نښې نښانې ښايي ستاسې روغتیا اغېزمنه کړي، چې ان تاسې ته د درک وړ هم نه دي. د سټرس له سنبالنې یا اداره کونې څخه پرته، ستاسې بدن اکثراً د تیارشئ په حالت کې وي. د وخت په تېرېدو سره، د فشار لوړې کچې ممکن د جدي روغتیايي ستونزو لامل شي.

په رښتیا چې، د سټرس نښې نښانې کولای شي چې ستاسې بدن، افکار، احساسات او ان ستاسې چلن اغېزمن کړي. ددې وړتیا چې د سټرس عامې نښې نښانې وپېژنو، نو دا کار د سټرس په سنبالنه یا اداره کولو کې راسره لاسنیوی کولای شي. که چېرته سټرس ونه پېژندل شي، نو د ډېری جدي روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدنې لامل ګرځې لکه، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغۍ، چاقوالی او د شکرې ناروغي.

پر بدن باندې د سټرس عامې اغېزې دا دي

 

  • سردردي
  • د عضلاتو درد تا تشنج
  • د ټټر یا سینې دردر
  • ستړتیا
  • د نس یا ګېډې ناراحتي
  • په خوب کې ستونزې

پر خُلق باندې د سټرس عامې اغېزې دا دي :  

  • اضطراب
  • بې قراري
  • د انګېزې یا تمرکز نشتوالی
  • راپارېدنه یا غصه
  • غم یا افسردگي

 

 

پر چلند باندې د سټرس عامې اغېزې دا دي : 

 

  • ډېر خوري یا کم خوري
  • ناڅاپي په قهر کېدنه
  • د تمباکو کارونه
  • له ټولنې څخه ګوټ کې کېناستل یا کوټناستي
  • د لږو تمرینانو ترسره کول

د سټرس د کچو په راکمولي کې انفرادي وسایل

  • هغه ټکي وپېژنۍ چې تاسې ته سټرس درکوي او ورسره مخامخ کېدنه راکمه کړئ
  • خپل وخت تنظیم کړئ . د خپلې وظیفې، شخصي کار او کورنۍ ترمنځ یو اعتدال رامنځته کړئ. دا څه اسان کار نه دی. وګورئ چې تاسې څنګه خپل وخت تېروئ. ممکن داسې څیزونه وي، چې ښايي دې ته اړتیا ونلري چې تاسې یې ترسره کړئ.

  • د کار او تفریح ترمنځ تعادل رامنځته کړئ
  • روغتیايي عادات اختیار کړئ. د خوړو روغتیايي رژیم تعقیب کړئ، سګرټ مه څښئ. روغ رمټ پاتې کېدل د سټرس پر وړاندې بهترینه دفاع ده. په خپلو خوړو کې د قهوې، غیرې الکلي څښاک، چاکلیټ، سپکو خوړو یا ناري د مقدار په راکمونې سره به تاسې لا ډېر ښه احساس ولرئ او خوب به هم ښه درشي.
  • له هغو درملو څخه ډډه وکړئ، چې ډاکتر درته نه وي لیکلي/ یا دا چې ډاکتر یې تعقیب نه کړي.
  • وررش کول. د سټرس په اداره کونه یا سنبالنه کې منظم ورزش تر ټولو څخه ښه لاره ده. پلی یا پیاده تګ یې د پیل لپاره ښه لاره ده. سټرچ یا کشوالی هم په عضلاتو کې رامنځته شوی فشار آرامولای شي. تنفسي تمرینات او د عضلاتو آرامونه هم د سټرس په کموالي کې مرسته کولي.
  • د کافي وخت لپاره خوب وکړئ. حداقل ۷-۸ ساعته خوب
  • خپل احساسات بیان کړئ. خبرې وکړئ، وخاندئ، وژاړئ، دا کار ځانته، له ملګرو او کورنۍ سره هم کولای شئ
  • هغه کار وکړئ، چې تاسې ترې خوند اخلئ. ښايي تاسې داسې احساس وکړئ، چې تاسې دداسې کارونو لپاره ډېر مصروف یې، خو دهغو کارونو ترسره کول، چې تاسې ترې خوند اخلئ، ښايي له تاسې سره په دمه یا هوساینه کې مرسته وکړي. ښايي دا له تاسې سره مرسته وکړي، چې د خپل ژوند په نورو برخو کې ډېر څه ترسره کړئ.
  • له ځان سره د یادداشت یوه کتابچه وساتئ او خپل کاري اندېښنې پکې ولیکې او خپل ماغزه مو آرام کړئ
  • د خپلو شخصي، دیني، یا معنوي ارزښتونو پالنه وکړئ( د مثال په ډول د مطالعې له لارې)
  • خوش طبیعته اوسئ. په دې کې له ځان سره د خندا کونې وړتیا شامله ده. د خندا کړنه ستاسې له بدن سره مرسته کوي چې په ډېرو له سټرس سره جګړه وکړي.
  • ملاتړ ترلاسه کړئ. پخپل ژوند کې د کورنۍ، ملګرو او ټولنې له خوا ملاتړ ترلاسه کول په دې برخه کې ډېره ستره اغېز لري چې تاسې سټرس څرنګه تجربه کړئ. که چېرته تاسې د سټرس احساس لرئ، نو تاسې کولای شئ چې له لاندې کسانو څخه ملاتړ ترلاسه کړئ:

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست