تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شفاعت الهي اولياء،انبياء،امامان،عالمان او شهيدان،چې د تکامل لوړو څوکو ته رسېدلي دي؛نو دوى به د ضعيفانو (چې فکري انحراف و نه لري؛خو عملي تېروتنې لري ) شفاعت کوي او له الهي عذابه به يې ژغوري او بېشکه،چې د شفاعت مقام او اجازه يې يوازې د خداى په لاس کې ده . […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شفاعت

الهي اولياء،انبياء،امامان،عالمان او شهيدان،چې د تکامل لوړو څوکو ته رسېدلي دي؛نو دوى به د ضعيفانو (چې فکري انحراف و نه لري؛خو عملي تېروتنې لري ) شفاعت کوي او له الهي عذابه به يې ژغوري او بېشکه،چې د شفاعت مقام او اجازه يې يوازې د خداى په لاس کې ده .

 

څو خبرى

له اسلامي روايتونو ګټنه کېږي :

١_د شفاعت کوونکيو درجې يو له بل سره توپير لري او په دې هکله تر ټولو ستر مقام د رسول اکرم بيا د انبياو او معصومو امامانو او بيا د رباني عالمانو او شهيدانو او نورو دى او د شفاعت حدود هم د شفاعت کوونکيو په مقام پورې اړه لري .

٢_ د روايتونو د نچوړ پايله دا ده،چې د قيامت پر ورځ به د شفاعت پيل حضرت محمد (ص) کوي او تر هغه وروسته به نور شفاعت پيلوي. (٤٢٠) ( تفسير الميزان، سنن ابن ماجه ۴۳۰۸ حديث)

٣_ امامانو هم څو ځل قسم خوړلى : پر خداى قسم موږ د قيامت پر ورځ شفاعت کوو!

٤_ د شفاعت مانا دا نه ده،چې ګناهکار تر الهي عذاب مخکې وبښل شي؛بلکې کله خو داسې دي،چې تر عذاب وورسته بښل کېږي؛لکه څنګه،چې په روايت کې هم راغلي: چې کفار او مشرکين له مؤمنو ګناهکارانو سره په دوزخ کې يو ځاى شي ؛نو کفار به ټکونه ورکوي او وايي به : پر خداى ايمان خو ستاسې د يو درد درمل هم نشو او تاسې هم زموږ په څېر په دوزخ کې ياست؛نو پر دې مهال به وي،چې خداى به پرښتو ته امر وکړي،چې هغه ګناهګاران مسلمانان له دوزخه راوباسئ. (٤٢١) ( بحارالانوار ۸/ ۳۶۲)

شفاعت کول يوازې په سترو انسانانو پورې ځانګړې نه ده؛بلکې لکه څنګه چې په نهج البلاغه کې لولو : په قيامت کې يو شفاعت کوونکى قرآن شريف (د هغوى لپاره،چې قرآن شريف يې لوستى وي او پرې يې عمل کړى وي ) دى،چې شفاعت يې قبلېږي . که څه هم ځينو د قرآن شريف د شفاعت مسئلې ته بله بڼه ورکوي او پر مخونه لاس پورې کوي خو د هغو روايتونو په رڼا کې،چې په (اصول کافي ۲/ ۵۹۶) (٤٢٣) کې راغلي،وايي : قرآن شريف هم د انسان د خېر د نورو اعمالو په څېر انځور مومي او د يو ښايسته ځوان په بڼه راښکاره کېږي او په قيامت کې به د ټولو په مخ کې راتېر شي او ټول انبياء او پرښتې به خيال کوي،چې هغه يو له هغوى‏ دى؛خو هغه به له دوى ټولو راتېر شي او تر ټولو به پر يو ستر مقام کېني او بيا به د خپلو پلويانو او لارويانو شفاعت کوي،وايي به : پلانى زما له امله وکړېده او زما ساتنه يې وکړه ؛نو خدايه هغه ته نن تر ټولوغوره نعمتونه ورکړه او په زړه پورې خبره خو دا ده د قرآن شريف شفاعت نه يوازې له الهي عذابه ژغورونکى دى؛بلکې د روايتو په رڼا کې د درجې د سترتيا او ډېرېدو لامل هم دى . (٤٢٤) ( کافي، ۲/ ۵۹۸)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست