تبلیغات

ليکوال: متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري   د لوراند او لورين څشتن په نامه وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ژباړه: ( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مۀ ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي! ( آل عمران/۱۶۹) د […]

ليکوال:

متفکر شهيد استاد مرتضى مطهري

 

د لوراند او لورين څشتن په نامه

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

ژباړه: ( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مۀ ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!

( آل عمران/۱۶۹)

د نړۍ په عامو خلکو کې ( مسلمانان او نامسلمانان) او په تېره بیا د مسلمانانو په ځانګړي عرف کې ځینې کلمې او ټکي ځانګړی عظمت، درناوی او سپیڅلتیا لري.

د عالم،فیلسوف،مخترع،اتل،سمونپالى، مجتهد، ښوونکى،زده کوونکی، عابد، مؤمن، مجاهد، مهاجر،رښتین، پر نېکیو آمر، ولي،امام او نبي کلمې،چې ځینې یې د مسلمانانو په عام عرف او ځینې یې د مسلمانانو په خاص عرف او د اسلام په ژبه کې له ځانګړي عظمت،درناوي او سپېڅلتیا برخمنې دي.

څرګنده ده،کلمه د لفظ له مخې سپېڅلتیا نۀ لري؛خو سپېڅلتیا له خپلې مانا اخلي.

د ځینو ماناګانو او مفاهیموسپېڅلتیا په بشري ټولنو کې په لږ شان توپیرونو سره وي،په غیر مادي چارو کې د ارزښت موندنې په اړه، د ټولنو د ځانګړې ارواپوهنې په اړخونو پورې اړه لري،چې دا په خپله ژور فلسفي او انساني ویینه (بحث) ده.

په اسلام کې داسې کلمه شته،چې ځانګړې سپېڅلتیا لري.که څوک له اسلامي مفاهیمو سره اشنا وي او په ځانګړي اسلامي عرف کې دا کلمه انګېري؛نو احساسوي،چې د يوې رڼا شپول،دا کلمه رانغاړلې ده،چې دا د ” شهید” کلمه ده.دا کلمه په ټولو عرفونو کې سپېڅلتیا او عظمت لري .څه چې دي،کچې يې توپير کوي. دم ګړۍ موږ له غیر اسلامي مفهموم سره یې کار نۀ لرو.

د اسلام له نظره، هغه د ” شهادت” مقام او درجې ته رسېدای شي،چې اسلام په خپلو ځانګړو کچو هغه ” شهید” وپېژني؛یعنې د لوړو اسلامي موخو په لار کې، د رښتیني بشري ارزښتونو د رامنځ ته کولو په نیت مړ شي؛نو د صعود یا پورته ختنې په لار کې،چې انسان ته ممکن وي،له ټولو لوړ مقام او درجو ته رسېږي.

د شهیدانو په هکله له قرآن د تعبیر او روایتونو له مخې کړای شو، د اسلام پر منطق پوه شو او د مسلمانانو په عرف کې ددې کلمې د سپېڅلتیا موندنې علت لاس ته راوړو.

 

له حق سره د “شهید” تړاو

قرآن حکيم د آل عمران د سورت په ١٦٩ آيت کې په دې اړه وايي:

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

ژباړه: ( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي، مړه مۀ ګڼه؛ بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!

په اسلام کې،که غواړي د چا یا کوم چا مقام پورته یوسي،وايي: د پلاني مقام د “شهید” له مقام سره برابر دی او یا هم د پلاني کاراجر د “شهید” له اجر سره برابر دی. د ساري په ډول: د زده کوونکي په اړه،که نیت یې واقعاً حقیقت لټونه،خدمت او خدای ته نژدې کېدنه وي او زده کړه،د خپلو تمو وسیله ونۀ ګرځوي او د زده کړې پر مهال مړ شي؛نو شهيد له نړۍ تللی دی. دا تعبیر د زده کوونکي د مقام لوړوالی او سپېڅلتیا راښيي. همداراز که څوک د خپلې کورنۍ لپاره ځان په کړاو کې اچوي او کار کوي،چې دا په خپله یوه فریضه ده؛ځکه له بېکارۍ،بېکارتوب او پر خلکو پیټی کېدل، داسلام له منطق سره اړخ نۀ لګوي.

څوک چې خپلې کورنۍ ته زیار ګالي،د خدای په لار کې د “مجاهد” په څېر دی.

 

د “شهید” حق

ټولو هغوى،چې په یو ډول یې بشریت ته خدمت کړی،پر بشریت حق لري.که دا خدمت د پوهې یا علم لارې وي،که د فلسفې،فکر، صنعت،اختراع، اکتشافاتو او که د اخلاقو او عملي حکمت له لارې وي؛خو د “شهید” د حق هومره بل هیڅ څوک پر بشریت حق نۀ لري؛ځکه د نورو په پرتله، له “شهید” سره د انسانانو له احساساتو ډک غبرګونونه او د عواطفو نږه څرګندونې ډېرې دي.

 

ولې د شهیدانو حق له نورو خدمتګارانو ډېر او ستر دی؟

البته چې دلیل لري: ټولې خدمتګاري ډلې د شهیدانو پوروړي دي؛خو شهیدان د هغوی پوروړي نۀ دي یا یې لږ دي.عالم په خپل علم کې،فیلسوف په خپله فلسفه کې،مخترع په خپله اختراع کې او د اخلاقو معلم د خپلو اخلاقي ښوونو لپاره ازاد او مساعد چاپېریال ته اړین دي؛څو خپل خدمتونه ترسره کړي؛خو “شهید” هغه دی،چې په خپلې سرښندنې،ځان تېرېدنې،سوځېدنې او ایره کېدنې نورو ته چاپېریال تیاروي.

د “شهید” مثال د شمع دی،چې خدمت یې سوځېدنه،نېستي یا فنا او رڼا خپرونه ده،چې نور رڼا کې کېني،هوسا شي او خپل کار پرمخ یوسي،چې د”شهيد” د نېستۍ په بیه رامنځ ته شوی.

هو! شهیدان د بشریت د محفل شمعې دي،چې خپله وسوځېدې؛خو د بشریت محفل یې روښانه کړ. که دا محفل تپه تیاره و؛نو هیڅ چا نۀ شو کړای خپل کار پیل کړي یا یې پر مخ یوسي.

د “شهید” او غیر شهید قيصه د همغې شمع او شاهد قيصه ده ،چې اغلې”پروین اعتصامي” په نظم کې رانغښتې ده:

 

شاهدی ګفت به شمعی کامشب              در و دیوار مزین کردم

دیشب از شوق نخفتم یک دم                 دوختم جامه و برتن کردم

کې نداست چه سحر امیزی                       به پرند از نخ و سوزن کردم

صفحه کارګه از سوسن او ګل                 به خوشی چون صف ګلشن کردم

تو به ګرد هنر من نرسی                                  زان که من بذل سر و تن کردم

شمع خندید که بس تیره شدم                     تا ز تاریکیت ایمن کردم

پی پیوند ګهرهای تو بس                           ګهر اشک به دامن کردم

ګریه ها کردم چون ابر بهار                           خدمت ان ګل و سوسن کردم

خوشم از سوختن خویش از انک             سوختم،بزم تو روشن کردم

ګرچه یک روزن امید نماند                       جلوه های بر در و روزن کردم

تا فریبنده شود زیب و زرت                         جان ز روی و دل از اهن کردم

خرمن عمر من ار سوخته شد                       حاصل شوق تو خرمن کردم

کارهایی که شمردی بر من                            تو نکردي، همه را من کردم

انسان که د لمر په رڼا یا د شپې د څراغ یا شمعې په رڼا کې څه کار کوي،هر څه ته یې پام وي؛خو بې له هغه،چې رڼا ورکوي،که رڼا ورکونه يې نۀ وای؛نو ټول کارونه به په ټپه ولاړ ول او ټول خوځښتونه به درېدلي وای. شهیدان د ټولنې رڼا ورکوونکي او بلې ډېوې دي. که د استبدادونو او استعبادونو په تپو تیارو کې رڼا يې نۀ وای؛نو بشر دا لار سرته نۀ شوه رسولای.

قرآن کریم د پېغمبر اکرم(ص) په هکله لطیف تعبیر لري؛هغه ته “سراج منیر” ( روښانه څراغ) وايي. په دې تعبیر کې د تيارې ځينې مفهموم نغښتی،چې له سوځېدنې او روښانه کولو سره یوځای دی.

يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً

ژباړه: پېغمبره! په حقيقت كې موږ تۀ شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې؛ او(تۀ) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې. ( احزاب/۴۵،۴۶)

(يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلاً) “مولانا بلخي” دې آیت په اشارې وايي:

خواند مزمل نبي را زین سبب                 که برون ای از ګلیم ای ابوالهرب

هین قم اللیل که شمعی ای همام            شمع،دایم شب بود اندر قیام

بې فروغت روز روشن هم شب روشن است

بی پناهت،شیر اسیر ارنب است

نی تو گفتی قاید اعمی به راه                 صد ثواب و اجر یابد از اله

هر که او چل گام کوری را کشد              گشت امرزیده و یابد رشد

هین بکش تو زین جهان بی قرار            جوق کوران را قطار اندر قطار

هو! د “شهید” کلمه او مفهوم، په اسلامي مفهوم کې سپېڅلې او روښانه دى او له نورو غوره ده.

 

د شهید بدن

اسلام حکیمانه دین دی او په هر حکم کې يې يو مصلحت او راز شته، په تېره بیا له ټولنیز مصلحته خو یو حکم یې هم خالي نۀ دى.

له اسلامي حکمونو یو دا هم دی،که مسلمان ومري،پر نورور واجب دي،چې په ځانګړي ترتیب ورته غسل ورکړي،په ځانګړې پاکه ټوټه کې يې کفن کړي،د جنازې لمونځ يې وکړي او بیا يې ښخ کړي. دا ټول حکمتونه له رازه ډک دي،چې اوس مهال مو له ویینې بهر دي.

خو دا حکم یو استثناء لري،چې استثناء يې “شهید” دی. د “شهید” په اړه یوازې د جنازې لمونځ او ښخونه یې ده؛خو غسل او جامې ترې اېستل او کفن ورکول بیخي نۀ شته.

دا استثناء په خپله يو رمز لري. ددې نښه ده،چې د “شهید” روح او شخصیت دومره پاک او سوتره دی،چې پر بدن وینه او ان پر جامو یې اغېز کړی دی.

د “شهید” بدن (( متروّح جسد)) دی؛یعنې هغه جسد دی،چې د روح احکام پرې جاري شوي؛لکه څرنګه چې د “شهادت” جامې یې ((متجسّد لباس)) دى؛یعنې پر بدن د روح حکم جاري شوی او پر بدن جاری شوی حکم، پر جامو جاري شوی دی.

د “شهید” بدن او جسم د روح ،فکر او حق پالنې له اړخه شرافت لاس ته راوړی دی.

“شهید” که د جګړې په ډګر کې ځان پالونکي ته وسپاري،بې غسله او بې کفنه له هماغه په وینو ککړ بدن او جامو سره ښخېږي.

 

خون، شهید را از اب اولی تر است

این خطا از صد صواب اولی تر است

در درون کعبه رسم قبله نیست

چه غم از غواص را پاچیله نیست

تو ز سرمستان قلاووزی مجو

جامه چاکان را چه فرمايی رفو

لعل را گر مهر نبود باک نیست

عشق در دریای غم، غمناک نیست

ملت عشق از همه دینها جداست

عاشقان را مذهب و ملت خداست

دا په اسلامي فقه کې د “شهید” د بدن په هکله ځانګړي احکام ول،چې دا په اسلام کې د “شهید” د سپېڅلتیا بله نښه ده.

 

“شهادت” ولې سپېڅلې جرړه لري؟

“شهادت” سپېڅلتیا له کومه کړې ؟ څرګنده ده، “شهادت” که یوازې مړه کېدل وي؛نو سپېڅلتیا نۀ لري. ډېری داسې مړينې دي،چې یوازې له منځه تګ دی او د وياړ پر ځای ننګ دی.

دلته پرې رڼا اچوو:

پوهېږو د وګړیو مړینې بېلابېل ډولونه لري:

۱- طبیعي مړینه: انسان خپل طبیعي عمر پای ته رسوي او طبیعي مري. دا شان مړینو ته طبیعي مړینې وايي،نۀ د ویاړ وړ دي او نۀ د ملامتۍ وړ او ان ډېره خواشیني هم نۀ لري او دا شان مړینې هسې بیځایه توييدنه هم نۀ شمېرل کېږي.

۲- هغه مړینې،چې د ناروغیو له کبله رامنځ ته کېږي؛لکه “وبا” او یا هم د پېښو له امله رامنځ ته کېږي ؛لکه زلزله او سېلاو. دا شان مړینې ملامتیا او ویاړ نۀ لري؛خو هسې بیځایه توى تلل دي او د خواشینۍ وړ هم دي.

۳- هغه مړینې،چې په ظلم کېږي ؛یعنې هغه مړینې،چې د مقتول له خوا په کې هیڅ عمل نۀ ترسره کېږي او قاتل یوازې د ځاني غوښتنوله مخې مقابل لورى،د خپلو شخصي ګټو خنډ ګڼي او وژني یې.په ورځپاڼو کې ډېری تر سترګو کېږي،چې ښځې یو بنزى وواژه؛ځکه د مېړه یې ورسره ډېره مینه وه او غوښتل يې د مېړه زړۀ یوازې ددې په لاس کې وي یا پلانکي سړي له دې کبله هغه ښځه وژلې،چې دده مینه یې نۀ وه منلې،یا په تاریخ کې وایو،چې پلانکي واکمن د هغه بل واکمن ټول ځامن ووژل ،چې په راتلونکي کې سیالي ونۀ کړي.

په داشان بهيرونو کې د قاتل له اړخه ظلم وي او عمل یې د کرکې وړ دی او د مقتول په اړخ کې مظلومیت ،نۀ لاسوهنه او بې ځایه توييدنه او په نورو انسانانو کې یې غبرګون خواشیني او زړۀ سوی دی. څرګنده ده، دا شان مړینه حال دا،چې د خواشینۍ او زړۀ سوي وړ ده،د ستاینې وړ هم نۀ ده او ویاړ نۀ شمېرل کېږي؛ځکه مقتول په کې هېڅ ډول ونډه نۀ درلوده،د مقابل لوري حسادت، کينه او حقارت د وژنې لامل ګرځېدلې،چې بې سببه مړ شي.

۴- هغه مړینې،چې په خپله یو جنایت دی؛لکه ځان وژنې. دا شان مړینې هسې بېځایه توی تلل دي او د ځان سپیازېدنه(هدر) ده او د مړینې له ټولو بد ډول دی.څوک،چې د موټرو په ټکرونو کې مري اوپه خپله ګرم وي.مړینه یې له داسې مړینو ده او یا که څوک د ګناه په لار کې مړ شي،چې په هر ډول او بڼه کې وي.

۵- هغې مړینې،چې ” شهادت” دی:هغه مړینه “شهادت” دى،چې انسان د احتمالي،ظني یا یقیني ګواښونو په پام کې نيوو سره یوازې د انساني او سپیڅلې موخو او ” فی سبیل الله ” لپاره ورته هرکلی ووايي.

“شهادت” دوه رکنه لري :یو دا چې د خدای په لار او “فی سبیل الله” کې وي او موخه سپېڅلې وي او انسان وغواړي،چې ځان له دې موخې بلهار کړي. بله دا چې اګاهانه او ځانخبرى ترسره شوې وي.

معمولا د “شهادت” په هکله،يو اړخ يې جنایت هم دی؛یعنې هغه عمل “شهادت” او سپېڅلی دی،چې مقتول ته منسوب دى او دا، چې قاتل ته انتساب وي؛نو جنایت او ناوړه دی((؛ یعنې هغه عمل(شهادت)،چې مقتول یې ترسره کوي، “شهادت” او سپېڅلی دی او دا،چې همدا عمل قاتل ترسره کوي؛نو جنایت دی)).

دا چې “شهادت” اګاهانه او اختیاري عمل دی او د سپیڅلې موخې په لار کې ترسره کېږي او له هر راز ځاني غوښتنو پاک او سپېڅلى دی؛ نو د ویاړنې او ستاینې وړ دی او باتور عمل ګڼل کېږي.په مړینو کې یوازې همدا مړینه ده،چې تر ژونده غوره،سپېڅلې او ستره ده.

دلته یو ټکي ته باید ګوته ونیسم،چې ډېری “”امام حسين”” د ” شهید” په سپېڅلي لقب یادوي او ورته ” سید الشهداء” وايي؛خو دا چې په دې مسئله کې شننه نۀ لري، د “”امام حسين”” له مړینې اخېستنې یا برداشت یې د درېم ډول په څېر دی؛يعنې هسې توى تلل .

ډېری یوازې د “”امام حسين”” پر مظلومیت اوښکې تویوي،چې کوم جرم يې نۀ درلود او خواشیني یې دا ده،چې “امام حسين” د یو ماشوم په څېر د یو ځانمني د ځاني غوښتنو پر وړاندې بلهار شوی او وینه یې بېځایه توی ولاړه؛نو که دا شان وي؛”امام حسين” به مظلوم او بې تقصیره وي؛لکه څرنګه چې د داشان جنایتونو ټول قربانیان بې تقصیره دي؛خو “شهید” نۀ ګڼل کېږي، “سیدالشهداء” خو لا لرې خبره ده.

“امام حسين” د نورو د ځاني غوښتنو بلهار نۀ دى. شک نۀ شته، له يوه لوري دا غمجنه پېښه،چې په وژونکیو پورې یې اړه لري،يو جنایت، هوس،جاه طلبي او ځانمني ده؛خو بلخوا په خپله “امام حسين” پورې اړه لري؛نو “شهادت” دی؛یعنې د سپېڅلې موخې په لار کې ځانخبرى درېدنه او هوښیار؛مقاومت دی. له “امام حسين” یې بيعت،لاسلیک او تسليمېدل غوښتل؛خو هغه د ټولو عواقبو په پام کې نيوو سره سر ټیټ نۀ کړ. پردې سربېره،هغه سخت معترض و او په هغه شرایطو کې ګونګه خوله کېناستل یې ستره ګناه ګڼله. د “امام حسين” تاریخ، په تېره بیا ويناوې یې ددې مطلب روښانه شاهدې دي.

نو “شهادت” خپله سپېڅلتیا له دې ځایه لاس ته راوړي ،چې د سپېڅلې موخې په لار کې ځانخبرى د خپلې ټولې هستۍ بلهارول دي.

 

“جهاد” یا د “شهید” مسئوولیت

په اسلام کې،چې څه د “شهادت” لامل ګرځي؛یعنې د سپېڅلې موخې په لار کې اګاهانه مړینه د یو آر په بڼه راغلی او ورته ” جهاد” وايي. دم ګړۍ نۀ شم کړای ددې آر د منځپانګې په تفصیل ویینه وکړو،چې دفاعي منځپانګه لري او که یرغلیزه؟ که دفاعي منځپانګه لري؛نو ایا یوازې په شخصي حقوقو او حداکثر ملي حقوقو پورې تړلې ده او که انساني حقوق هم رانغاړي؛لکه ازادي او عدالت؟ ایا توحید د بشري او انساني حقوقو برخه ده که نۀ؟ او په بنسټیز ډول ایا د “جهاد” آر د ازادۍ له حق سره په ټکر کې دی که نۀ؟ دا په زړۀ پورې او ګټورې ویینې دي،چې په خپل ځاى کې باید وڅېړل شي. دلته همدومره وایم،چې اسلام داسې دین نۀ دى، چې وايي: که چا په ښي مخ سپېړه درکړه ؛نو کیڼ دې هم ورواړوه او داسې دین نۀ دى،چې ووايي: د خدای کار خدای ته او د قیصر کار قیصر ته ورپرېږده او همداراز داسې دین نۀ دى،چې سپېڅلي افکار ونۀ لري او دفاع او پراختیا ته يې زیار ګالل اړین ونۀ بولي.

قرآن کریم درې سپېڅلي مفهومونه په ډېری آیتونو کې یوځای راوړي: “ایمان”،”هجرت” او”جهاد”. د قرآن کریم په تعبير، انسان په ایمان سینګار او له نورو ټولو څیزونو پاک دی.دا په ایمان پورې تړلې موجود د خپل ایمان ژغورنې ته هجرت کوي او د ټولنې د ایمان ژغورنې او په حقیقت کې د بې ایمانۍ له جغه د ټولنې ژغورنې ته “جهاد” کوي.که دلته وغواړو ددې موضوع په اړه آیتونه او روایتونه راوړو؛نو خبره به اوږده شي. د نهج البلاغې د ۲۷ مې خطبې په څو جملو بسنه کوو.

په لومړۍ برخه کې وايي: (( ان الجهاد باب من ابواب الجنه فتحه الله لخاصه اولیایه)) “جهاد” د جنت له ورونو دی، هغه ور دى،چې خدای دا جنتي ور هر چاته نۀ دى پرانېستى.هر وګړى ددې وړتیا نۀ لري، چې “باب الجهاد” ورته پرانېستل شي. هر وګړی د مجاهدتوب وړتیا نۀ لري.خدای دا ور خپلو ځانګړو دوستانو ته پرانېستى دى. مجاهدین له دې پورته دي،چې ووایو: له “اولیاء الله” سره برابر دي. مجاهدین له ” خاصة اولیاء الله” سره برابر دي.

قرآن کریم وايي: جنت اته ورونه لري،ولې؟ ایا دا ځکه ،چې د خلکو ټېل ماټېل نۀ وي؟ پوهېږو،چې هغه نړۍ د ګړپړ او ګڼې ګوڼۍ نړۍ نۀ ده؛لکه څرنګه،چې خدای په یوه شېبه کې له ټولو بندګانو سره حساب کوي(وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ)؛نو هېڅ خنډ نۀ شته،چې ټول بندګان دې په یوه شېبه کې له یوه ورۀ جنت ته ننوځي؛نو په ليکه کې درېدل او خپل وار ته په تمه کېدل نۀ شته. ایا دا تشریفاتي چار دی؟ شخصیتونه،مشران او ماړه له یوې دروازې او نور دې له بلې ننوځي؟ بیا هم پوهېږو،چې دا مسایل هلته نۀ شته. ایا خلک د دندو له مخې طبقه بندي شوي،د ساري په ډول،چې فرهنګیان دې له یوه ورۀ او نور کسبګر دې له بل ننوځي؟ په داسې ځای کې،چې بې له ایمان،عمل او تقوا بل لامل نۀ وي؛نو دا ټول هر څه بې مانا دي؛نو ولې اته ورونه دي؟

هلته پوړۍ (طبقات) نۀ؛بلکې درجې دي. “ایمان”،”عمل” او “تقوا” هر یو مراتب او درجې لري.هر څوک او هره ډله د ایمان، عمل او تقوا په یوې یوې ډله کې وي.هر ډله د تکامل پر پوړۍ په معلومه اندازه پورته ختلي وي.په دې نړۍ کې یې،چې د تکامل له اړخه څومره هسکتیا یا رفعت کړى وي؛نو په هماغه تناسب او انډول به ورته په هغه نړۍ کې ور پرانېستل کېږي.هغه نړۍ ددې نړۍ ملکوتي پنډېدنه (تجسم) ده. هغه ور،چې “مجاهدین” او “شهداء” پرې ورننوځي،”خواص” او “اولیاء الله” هم له دې ورۀ، “الله” ته ورنژدې کېږي.

د خطبې په دویمه برخه کې وايي:

((و هو لباس التقوی)) “جهاد” د تقوا جامې دي.

قرآن کریم په “اعراف” سورت کې د “تقوا” د جامو په اړه خبرې کړې ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ((“جهاد” د تقوا جامې دي))تقوا؛یعنې رښتینې پاکي؛له څه پاکي؟ له چټلیو او ککړتیاو پاکي. د روحي او اخلاقي ککړتیاو جرړه په څه کې ده؟ په ځانمنیو، ځانپالنه کې ده؛نو رښتینى مجاهد هغه دی،چې له ټولو یې تقوا ډېره وي؛ځکه یو پاک او پرهېزګار وي،چې له کينې او حسادته پاک دی، بل له لویي پاک دی او درېم له حرصه پاک دی،څلورم له بخله پاک دی؛خو مجاهد تر ټولو پاکانو پاک دی؛ځکه پر خپله هستۍ یې پښه اېښې؛نو مجاهد سپېڅلی دی او هغه دروازې، چې سپېڅلیو ته پرانېستل کېږي،له هغو سره توپیر لري،چې نورو پاکانو ته پرانېستل کېږي.

دا چې تقوا مراتب او درجې لري،قرآن کریم په دې هکله وايي:

لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيَما طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

ژباړه: هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا ) او غوره چارې يې سرته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي ول، پر هغو به و نۀ نيول شي ( د تحريم دحكم له نزول مخكې يې،چې شراب څښلى وي ؛نو سزا به ور نۀ كړل شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا ) اوښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا،چې له كومو شيانو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه،چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي .( مایده/۹۳)

دا آیت د قرآني معارفو دوه ستر ټکي بیانوي: یو د ایمان او تقوا درجې او مراتب دي،چې ویینه مو ده. بله د ژوند فلسفه او د انسان حقوق دي. غواړي ووايي: نعمتونه د انسانانو لپاره دي او انسان د ایمان،تقوا او عمل لپاره دی. انسان ته هله روا دي،چې له الهي نعمتونو ګټه واخلي او دا نعمتونه به هله مصرف شي،چې انسان پر خپل تکاملي لار؛ یعنې د ایمان،تقوا او غوره عمل پر لار روان شي.

اسلامي علماوو له دې آیته او د اسلامي متونو له نورو څرګندونو او اشاراتو په ګټنې، د تقوا مراتب په “عامه تقوا”،”خاصه تقوا” او “خاص الخاصه تقوا” نومولي دي.

د مجاهدینو تقوا د سپېڅلیو تقوا ده.شهیدانو خپله ټوله هستي د “اخلاص” پر ټغر اېښى او حق ته یې ورتسلیم کړې. هغوی دا جامې د تقوا له جامو اغوستې وې.

د خطبې په درېمه برخه کې وايي:

(( و درع الله الحصینه وجٌنتٌهٌ الوثیقه)) “جهاد” د خدای کلکه زغره او ډاډمن ډال دی.

که د مسلمان ملت روح د “جهاد” روح وي او پر الهي زغره پوښل شوی او دا الهي زغره یې تل په لاس وي؛ نو وارونه به پرې اغېز ونۀ کړي.

زغره د اوسپنې هغه جامه ده،چې سرتېرو به د جګړې پر مهال؛ لکه د کمیس په څېر اغوسته ؛خو ډال هغه اوزار دی،چې په لاس کې به یې نیولی و او د وار مخه یې نیوه. د ډال کار د وار مخنیوی و او د زغرې کار د وار خنثی کول و. دلته حضرت علي کرم الله وجهه “جهاد” له ډال او زغرې سره ځکه تشبیه کړی،چې ځینې جهادونه یو ډول مخنیوی دی او د وار مخنیوی کوي او ځینې نور یې د مقاومت او د بریدونو د بې اغېزې کولو بڼه لري.

په څلورمه برخه کې وايي:

(( من ترکه رغبه عنه البسه الله ثواب الذل و شمله البلاء و دیث بالصغار و القماء ه و ضرب علی قلبه بالاسهاب و ادیل الحق منه بتضیع الجهاد و سیم الخسف و منع النصف)) هغه چې د بې لېوالۍ او علاقې نۀ درلودو له کبله (نۀ د ځانګړو شرایطو او حالاتو له امله) له جهاده مخ واړوي،خدای ورته د ذلت جامې او د بلا چپنه وراغوندي او د حقارت تر لغتو لاندې کوي یې او د زړۀ پر سترګو ورته حجابونه او پردې اچوي او فکر ترې اخلي او”جهاد” ته د شا کونې له کبله، د حق دولت ترې اخېستل کېږي او پر کړاوونو او ستونزو اخته کېږي او له انصافه بې برخې کېږي.

دا برخه د درېو مخکېنیو برخو پر خلاف،چې د “جهاد” مثبتې اغېزې یې وښودې،منفي اغېزې؛یعنې “جهاد” ته د شاکولو اثار ښـيي.منفي اثار وګړیز نۀ؛بلکې ټولنیز دي؛يعنې په وګړي پورې نۀ؛بلکې په ټولنې پورې تړاو لري.

 

منفي اثار یې دادي :

الف: ذلت؛ کوم ملت،چې دا درجه له لاسه ورکړي،په غوڅه به ذلیل او اسکېرلې(زبون) شي.

ب: کړاونه او ستونزې: جهاد ته شا اړوونکي،چې انګيري چې سوکاله ژوند تېر کړي؛خو په سلګونو کړاوونه به راولاړ کړي.

ج- روحي سپکوالی:

د- فکر او لید له لاسه ورکول. دا عجیبه ټکى دی،چې حضرت علي کرم الله وجهه د زړۀ بصیرت او د زړۀ نورانیت له دې چاره شمېري. د اسلام په منطق کې په څرګنده ویل شوي،چې “بصیرت” د عمل زوکړه ده؛خو په هیڅ ځای کې یې داسې څرګند د “جهاد” په څېر ټولنیز عمل د ” الی الله” د سلوک او د معنویت له ارکانو یو رکن نۀ دى شمېرلی، تر دې چې ورته شا کول پر زړۀ د پردو د پیدا کېدو لامل ګرځي.

ه- “جهاد” ته په شا کولو، ورکړ شوی د حق دولت ترې اخېستل کېږي؛نور ددې وړ نۀ دي،چې د اسلام بيرغچيان او د حق اعلانوونکي اوسي.

و- د نورو له انصافه بې برخې کېدنه؛یعنې څو یو ملت مجاهد وي، د نورو ترې سترګه سوځوي او په اړه یې له انصافه کار اخلي؛خو هغه ملت،چې دا ځانګړنه له لاسه ورکړه،نور ورته د سړي په سترګه نۀ ګوري او ورسره له انصاف کولو ډډه کوي.

دا ټولې بدمرغۍ د جهادي روحیې له لاسه ورکونې رامنځ ته کېږي.

پېغمبر اکرم(ص) وايي: ((خير او برکت په توره او د تورې تر سیورې لاندې دی.))

همداراز وايي: ((خدای زما امت د اسونو په نعلونو او د نېزو د ښخونې په ځایونو عزتمن کړ.))؛یعنې اسلامي امت؛يعنې ځواکمن ملت. اسلام د ځواک او مجاهد سازۍ دین دی.

” ویل دورانت” په خپل کتاب ” تمدن تاریخ” کې وايي: (( د اسلام په څېر هیڅ دین هم خپل امت ځواک ته نۀ دى رابللی.))

پېغمبر اکرم (ص) وايي: (( هغوی،چې “جهاد” نۀ دى کړی او په زړۀ کې یې د “جهاد” فکر نۀ دى پاللى،د نفاق په یو ډول به ومري.))

یعنې اسلام له جهاده او یا لږ تر لږه د “جهاد” له هیلې نۀ جلاکېدونکی دی. د انسان د اسلام صداقت په دې کچه پېژندل کېږي.رسول الله (ص) وپوښتل شو: (( “شهید” ولې په قبر کې نۀ ازمېل کېږي( د برزخ او قبر سوال او ځواب ترې نۀ کېږي)؟)) ویې ویل: (( “شهید” د تورې تر پړک لاندې خپله ازمېينه ورکړې او له وړاندې یې ټولې پوښتنې ځواب کړي دي.))

یعنې “شهید” په عمل کې خپل صداقت او حقیقت ښکاره کړی؛نو د عالم برزخ سوال و ځواب ته څه نۀ پاتې کېږي.

 

د “شهید” نشاط او خوښي

یوه ځانګړنه،چې د صدر اسلام په تاریخ کې تر سترګو کېږي،د هغه مهال په ډېری مسلمانانو کې ځانګړې روحیه ده. زه نۀ پوهېږم،چې پر دې روحیې څه نوم کېږدم؟ فکر کوم له ټولو سم تعبیر یې”د “شهادت” خوښونه” ده،چې ددې ټولو په سر کې حضرت علی کرم الله وجهه دی.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( چې دا آیت نازل شو،[الم، أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لاَ يُفْتَنُونَ= الف، لام، ميم . ايا خلكو ګومان كړى،همدا چې ووايي: ((موږ ايمان راوړى )) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نۀ ازمېيل شي؟. (عنکبوت/۱،۲ )]؛نو پوه شوم،تر هغې،چې رسول الله مو په منځ کې وي، فتنه نۀ نازلېږي. رسول اکرم مې وپوښته: (( دا فتنه څه ده؟))راته یې وویل: (( علي! هغه فتنه، چې له ماوروسته امت به مې پرې اخته شي.)) ومې ویل: (( د اٌحد پر ورځ، چې یوه ډله مسلمانان شهیدان شول او زه له “شهادته” بې برخې پاتې شوم،چې دا چار راباندې سخت ولګېد،ایا تاسې راته ونۀ ویل، چې درته زیری درکوم، “شهادت” دې راروان دی؟)) ویې ویل: (( همداسې ده،”شهادت” درته په تمه دی،اوس ووایه،هغه مهال به دې صبر څرنګه وي؟)) ومې ویل: ((رسول الله! دلته د صبر ځای نۀ؛بلکې د شکر ځای دی. وروسته پېغمبراکرم راته د وروسته پېښېدونکې فتنې په هکله توضیحات راکړل.))

دې ته “شهادت” خوښونه وايي. حضرت علي کرم الله وجهه د “شهادت” په هیله ژوندی و.که دا هیله دې ترې اخېستې وای؛په ژوند کې يې خېر نۀ لیده او ژوند ورته بې مانا او بې مفهومه و.

له حضرت علي کرم الله،چې راتېر شو؛ نور وګړي هم ګورو،چې د “شهادت” خوښونه په زړۀ کې “شهادت” غواړي. په زړۀ کې يې یوه هیله وه،چې ایا خدای به یې “شهادت” روزي کړي او که نۀ؟ د صدر اسلام د مسلمانانو یوه دعا هم دا وه. هغه دعاګانې،چې له امامانو راته رارسېدلي،دا موضوع په کې ليدل کېږي. د روژې د مبارکې میاشتې په دعاګانو کې وایو: (( اللهم برحمتک فی الصالحین فادخلنا و فی علیین فارفعنا))

بیا دې ته رارسو:

((و قتلا فی سبیلک مع و لیک فوفق لنا))؛خدایه! توفیق راکړې،چې ستا په لار کې ستا له ولي سره ووژل شم او د “شهادت” مقام ته ورسېږم.

دا خوښي او نشاط په ځوان، پوخمنګي، تور، سپین او ټولو کې یې وینو. کله به راتلل او انحضرت (ص) ته یې ویل: (( د خدای استازیه! ډېر مو زړۀ غواړي، د خدای په لار کې شهیدان شو،دعا وکړه،چې خدای مو په لار کې يې “شهادت” په برخه کړي.))

په “سفینة البحار” کې د ” خیثمه” یا ” خثیمه” په نامه یوه قيصه راغلې،چې څرنګه پلار او زوی د “شهادت” لپاره له یو بل سره شخړه کوي. لیکي،چې د “بدر جګړه”[احتمال لري،چې بې د بدر له جګړې يوه بله جګړه وه] راورسېده؛نو دې پلار او زوی شخړه وکړه. زوی وویل: (( زه “جهاد” ته ځم او تۀ په کور کې پاتې شه.)) پلار وویل: (( نۀ! تۀ پاتې شه او زه به “جهاد” ته ولاړ شم.)) زوی وویل: (( زه غواړم ولاړ شم او ووژل شم.)) پلار وویل: ((زه غواړم ولاړ شم او ووژل شم.))په پاى کې پچه یې واچوله او د زوی راووته. هغه ولاړ او “شهید” شو. څه موده وروسته پلار یې زوی په خوب کې ولید،چې په حيرانوونکې نېکمرغۍ کې دی او ستر مقامونو ته رسېدلی دی.پلار ته یې وویل: (( پلاره! خداى،چې د څه راسره ژمنه کړې وه،ټوله حق او رښتیا وه،خدای په خپله ژمنه وفا وکړه.)) سپين ږیرى پلار انحضرت(ص) ته راغى او ویې ویل: (( که څه هم زوړ شوی یم او هډوکي مې کمزوري او سست شوي؛خو د “شهادت” ډېر هیله من يم. د خدای استازیه! راغلی یم راته دعا وکړئ،چې خدای مې “شهادت” په برخه کړي.)) پېغمبر اکرم(ص) دعا وکړه: (( خدایه! دې مؤمن بنده ته دې “شهادت” په برخه کړې.)) کال وروسته د “اٌحد” په جګړه کې “شهید” شو.

بل يې حضرت “عمرو بن جموح” دی. په پښه ګوډ هم و او د اسلام د قانون له مخې،”جهاد” ورباندې نۀ کېده.( لیس علی الا عرج حرج). د “اٌحد” جګړه شوه،نوموړي څو ځامن درلودل،زامنو یې وسلې واخېستې او ورته یې وویل: (( زه هم باید ولاړ شم او “شهید” شم.)) زامنو پرېنښود او ورته یې وویل: (( پلاره! موږ ځو او تۀ په کور کې پاتې شه،تۀ خو دنده نۀ لرې؛نو ولې “جهاد” ته ځې.)) سپين ږيري پلار ورسره ونۀ منله، ولاړل او د خپلوانو مشران یې راټول کړل،چې سپين ږيرى له جهاده منع کړي او څومره یې،چې ورته وویل،غوږ یې پرې ونۀ ګراوه. ده ته یې وویل: (( نۀ دې پرېږدو،چې ولاړ شې.)) سپين ږيرى انحضرت (ص) ته راغى او ويې ویل: (( د خدای استازیه! دا څه حال دی؟ ولې مې زامن نۀ پرېږدي،چې “شهید” شم؟که “شهادت” ښه وي؛نو ما ته هم ښه دی،زه هم غواړم د خدای په لار کې “شهید” شم.)) انحضرت(ص) ورته وویل: (( مۀ یې خنډېږﺉ، دا سړی د “شهادت” هیله من دى،پرې واجب نۀ دي؛خو پرې حرام هم نۀ دي.))

خوشحاله شو،وسله یې راوخېسته او “جهاد” ته ولاړ،چې د جګړې ډګر ته راغى او یو زوى یې ليدل، چې پلار بېوسه دی او ښه نۀ شي جنګېدای؛نو پلار یې څاره؛خو پلار یې بې پروا و او ځان یې په خپله د د لښکر منځ ته ورساوه او په پای کې “شهید” شو او یو زوی یې هم “شهیدشو.

“اُحد” مدینې ته نژدې دی،په “اُحد” کې وضع ترینګلې شوه، مدینې ته خبر راغى،چې مسلمانانو ماتې وخوړه،د مدینې ښځو او سړو بهر منډې کړې،چې د حضرت “عمرو بن جموع” مېرمن هم په کې وه. دا مېرمن ولاړه او د مېړه،زوی او ورور جنازې یې وموندې او پر اوښ یې واچولې،چې د مدینې په “بقیع” هديره کې یې ښخې کړي. ډېر قوي اوښ هم و؛خو پوه شوه، چې اوښ په خپګان د مدینې پر لوري روان دی،د اوښ پړى یې راښکوده او اوښ پښه نيولى را روان و. دا مهال ځینې ښځې د اُحد پر لوري روانې وې،چې حضرت “عایشه بي بي” هم په کې وه، حضرت “عایشې بي بي” وپوښتل: (( له کوم ځایه راغلې؟)) ویې ویل: (( له احده.)) ورته یې وویل: (( پر اوښ دې څه بار کړي؟)) ښځې ورته په ډاډمن زړۀ وویل: (( دا مې د مېړه زوی او ورور جنازې دي،وړم يې،چې په مدینه کې یې ښخې کړم.)) حضرت “عایشې بي بي” وویل: (( پېښه څرنګه تېره شوه؟)) ویې ویل: (( الحمدالله ! په خير تېره شوه او انحضرت(ص) روغ رمټ دی او خدای د کفارو لاسونه لنډ کړل او حال دا،چې هغوى پر غوسه ول، بېرته ستانه شول،دا چې انحضرت (ص) روغ رمټ دی،نورې پېښې هیڅ هم نۀ دي.)) بیا یې وویل: (( د اوښ داستان مې عجیبه دی،داسې ښکاري،چې د مدینې تګ ته لېوال نۀ دى، مدینې ته یې، چې راکاږم؛نو نۀ راځي او په سختۍ ګامونه اخلي؛خو که د اُحد پر لوري ځم،په اسانۍ او ځغاسته ځي،حال دا چې اخورې ته باید په ځغاسته ولاړ شي؛خو د اُحد پر لوري ځغلي.)) حضرت “عایشې بي بي” ورته وویل: ((غوره ده،چې دواړه د خدای استازي ته ورشو.)) چې ورورسېدل ورته یې وویل: (( عجییه قيصه ده، دا اوښ،چې مدینې ته راکاږم؛نو په سختۍ ځي؛خو د اُحد پر لوري چټک ځي.)) انحضرت (ص) وویل: ((چې مېړه دې له کوره راوته؛نو څه خبره یې کړې وه؟)) ویې ویل: (( د خدای استازیه! یوه خبره یې کړې وه. )) انحضرت(ص) :(( څه یې وویل؟)) ویې ویل: (( له کوره، چې راووت؛ لاسونه یې پورته کړل او ویې ویل:” خدایه! نور مې دې کور ته راستون نۀ کړې.”)) انحضرت(ص):(( د مېړه دعا دې قبوله شوې،پرېږده،چې مېړه دې د اُحد له شهیدانو سره یوځای، په احد کې ښخ کړو.))

حضرت علي کرم الله وجهه وویل: (( که زر وارې پر سر ووهل شوم او په همدې وضع ووژل شم؛نو دا راته له دې غوره ده،چې په بستره کې له ناروغۍ مړ شم.))

“امام حسين”،چې “کربلا” ته راغى،ځینې شعرونه یې له ځان سره ویل،چې پلار یې هم کله نا کله ویل:

فاِن تکُن الدنیا تُعد نفسه                  فدارُ ثوابِ الله اعلی و انبل

و اِن تکُن الاموال للترک جمعُها               فما بال متروکٍ بهِ المرءُ یبخل

و اِن تکُن الابدان للموت انشات           فقتل امرءٍ بالسیف فی الله اجمل

که څه هم نړۍ ښکلې او په زړۀ پورې ده،نړۍ انسان ځان ته راکاږي؛خو د الهي ثواب او آخرت کور له دې نړۍ ډېر ښکلى دى،له دې نړۍ غوره او ستره ده.

د نړۍ مال به اخر هم پرېږدې او ځې به؛نو انسان ولې یې د خدای په لار کې نۀ لګوي ؟

که دا بدنونه مو جوړ شوي،چې په اخر کې ومري؛نو ولې د خدای په لار کې په توره ټوټه ټوټه نۀ شي؟

 

د “شهید” منطق

هر څوک او هره ډله منطق لري؛یعنې پوه فکري لار لري،هر څوک له ځان سره کچې لري،چې په همدې د چارو او باید او نباید په اړه قضاوت کوي.

“شهید” ځانګړی منطق لري. د “شهید” منطق د معمولي وګړيو له منطق سره نۀ شي شمېرل کېدای. “شهید” د معمولي وګړیو په منطق کې نۀ ځايیږي او منطق يې ډېر لوړ دی؛داسې منطق،چې د عشق منطق دسمونې له منطق سره اخږل شوی دی.

که خپلې ټولنې ته د زړۀ سواندي سمونپال منطق او پر خداى مين عارف شور و ځوږ سره ګډ کړو؛نو د “شهید” منطق ترې راوځي.ښايي دا منطق هم سم نۀ وي.

ځکه وینو،چې کله “امام حسين” د “کربلا” پر لوري خوځي؛نو د قوم عاقلان یې منع کوي او ورته وايي: دا کار منطقي نۀ دى او رښتیا یې هم ویل. د هغوی د منطق له مخې، منطقي نۀ وو. د هغوی منطق،چې د معمولي او عادي انسان منطق و،چې یوازې د خپلو ګټو پر چورلید څرخېده او د ګټې او سیاست منطق و. له “امام حسين” سره تګ ورته منطقي نۀ برېښېده. “امام حسين” لوړ منطق لري، منطق يې د “شهید” منطق دی. د “شهید” منطق د عادي وګړیو له منطقه لوړ دی.

حضرت “عبدالله بن عباس” او حضرت “محمد بن حنفیه” واړه خلک نۀ ول، دوی روڼ لیدي سیاستوال ول، منطق يې د سیاست،ګټې او د هوښیارۍ له مخې، د وګړنۍ ګټو او پر سيالانو د بریا منطق و؛نو په رښتیا هم له “امام حسين” سره د دوی راتګ د غندنې وړ و. “ابن عباس” د یوې بلې لارې وړاندیز کوي؛هماغه لار، چې ټګي جن وګړي،خلک مخې ته راوباسي او خپله شاته درېږي،که خلکو کار پر مخ یووړ؛ دوی یې له پایلې ګټه اخلي او که ماته یې وخوړه؛نو دوی کوم تاوان نۀ ويني. ابن عباس وویل: (( د کوفې خلکو خو درته لیکلي،چې ملګرتیا ته مو چمتو یو.تاسې هم ورته ولیکئ،چې د “یزید” چارواکي وباسئ او وضع ارام کړﺉ؛نو له دې دوو کارو یو به یې وشي: یا به دا کار وکړي او یا نۀ ،تاسې به ارام ولاړ شئ او واګې به په لاس کې واخلئ او که ويې نۀ کړل؛ نو کوم ناروا به دې نۀ وي کړي.))

“امام حسين” ورته غوږ کېنښود او ویې ویل:(( ځمه.)) ورته یې وویل: (( وبه وژل شې.)) ویې ویل، چې: (( شوم ؛نو شوى به يم.)) ورته یې وویل: (( سړى،چې ځي او وژل کېږي؛نو له ځان سره ښځې او ماشومان نۀ وړي.)) ویې ویل: ((ښځه او بچي باید له ځان سره یوسم.))

هو! د “شهید” منطق بل منطق دی،د سوځېدنې او روښانولو منطق دی، د ټولنې بیا راژوندي کېدو ته په ټولنه کې د حل کېدنې او جذب کېدنې منطق دی،د انساني ارزښتونو په مړ جسم کې د روح پو کونې منطق دی، د زړورتیا زېږنې منطق دی او د اوږداندۍ منطق دی.

دا چې د “شهید” له کلمې د سپېڅلتیا شپول راتاو دی؛ځکه دا کلمه په ټولو کلمو کې ستره او سپېڅلې ده. که ووایو: اتل؛نو له اتل پورته ده. که ووایو: سمونپال؛نو له سمونپال پورته ده او څه،چې ووایو، ترې پورته ده.

د “شهيد” د کلمې ځای کله هم بل کلمه نۀ نیسي او نۀ یې نېوای شي.

 

د “شهید” وینه

“شهید” څه کوي؟ د “شهید” کار یوازې دا نۀ دى،چې د دښمن مخې ته ودرېږي یا یې وژني یا وژل کېږي،که یوازې همدا وه؛نو باید ووایو: چې کله د دښمن له خوا وژل کېږي او وینه یې توييږي؛نو وینه یې توى ولاړه. نۀ! کله هم نۀ! د “شهید” وینه کله هم توی نۀ ځي او وینه یې هسې پر ځمکه نۀ توييږي. د “شهید” د وینې هر څاڅکى په سل ګونو او زرګونو نورو څاڅکیو؛بلکې پر سمندر اوړي او د ټولنې تنې ته ننوځي. پېغمبراکرم(ص) وايي: (( د خدای په لار کې د توی شوې وینې له څاڅکي بل غوره څاڅکى نۀ شته.))

“شهادت” د ټولنې تنې ته د وینې پیچکاري کول دي او دا شهیدان دي،چې د ټولنې رګونو او په تېره بیا هغو ټولنو ته نوې وینه ورکوي،چې وينه يې کمه وي.

 

د “شهید” زړورتیا یا حماسه

“شهید” زړورتیا زېږى دی او دا یې ستره ځانګړنه ده،په هغو ملتونو کې،چې زړورتیا او په تېره بیا الهي زړورتوب ومري؛نو د “شهید”ستره ځانګړنه دا ده،چې دا مړه شوې زړورتیا له سره نوې کوي؛نو اسلام تل “شهید” ته اړین دی؛ځکه تل زړورتیا زېږي ته اړين دى؛نو زړورتیاوو او نویو پنزونو ته اړین دی.

 

د “شهید” تلپاتېتوب

یو څوک عالم دی او په علم ټولنې ته خدمت کوي او په حقیقت کې په علم له خپلې وګړوالي راوځي او له ټولنې سره یوځای کېږي او وګړیز شخصیت یې په علم د ټولنې له شخصیت سره یوځای کېږي؛لکه څرنګه،چې څاڅکى له سمندر سره یوځای کېږي.عالم په حقیقت کې د خپل شخصیت یوه برخه اوخپل فکر په دې یوځاې کېدو تلپاتې کوي.

بل مخترع دی او په خپلې اختراع ،له ټولنې سره یوځاې کېږي، ټولنه ته یې خدمت دا دی،چې خپل فن او صنعت او خپل ځان په صنعت په ټولنه کې تلپاتې کوي.

بل هنرمند دی،د ساري په ډول: شاعر دی او په فن او هنر په ټولنه کې ځان تلپاتې کوي.یو د اخلاقو ښوونکی دی،په حکمتي نصیحتونو ځان په ټولنه کې تلپاتې کوي،چې سینه په سینه لېږدېږي.

یو هم “شهید” دی،چې په خپلې وینې ځان په ټولنه کې تلپاتې کوي؛یعنې په ټولنه کې تلپاتې وینه رامنځ ته کوي.

په بله وينا: یو خپل فکر ته ارزښت او تلپاتېتوب وربښي،چې عالم یا فیلسوف دی،بل خپل فن،هنر او صنعت ته ارزښت او تلپاتېتوب وربښي،چې د فن خاوندان،صنعتګران او هنرمندان دي او بل په خپلو عملي حکمتونو او لارښوونو؛خو “شهید” په خپلې وینې ، په حقیقت کې د خپلې هستۍ ټول وجود ته تلپاتېتوب وربښي. د ټولنې په رګونو کې تل د “شهید” وینه ځغلي. په حقیقت کې نورې ډلې د خپل وجود د هستۍ یوې برخې ته تلپاتېتوب وربښي؛خو “شهید” په خپل وجود ټولې هستۍ ته تلپاتېتوب وربښي.

پېغمبر اکرم(ص) وايي: (( د هر نېک کاري پر سر د بل نېک کاري لاس دی؛خو چې د خدای په لار کې “شهید” شي؛نو همدا چې د خدای په لار کې “شهید” شو پر سر یې بل لاس نۀ شته.))

 

د “شهید” شفاعت

په حدیث کې راغلي،چې: (( د قیامت پر ورځ خدای د درې ډلو شفاعت مني: انبیاوو او علماوو ډله.( دلته د اوصیاوو نوم نۀ دى او روایت هم له امامانو دی؛نو له علماوو موخه رباني علماء دي،چې په لومړۍ کې په خپله امامان او ورپسې هغه علماء دي،چې په رښتیا د همدوی پر لار تللي وي.) او د شهیدانو.))

دا شفاعت د هدایت شفاعت دی،د هغو حقایقو انځور او راښکاره کېدل دي،چې په دنیا کې پېښ شوي دي. له انبیاوو، اوصیاوو او هغو علماوو،چې رښتیني لارویان يې ول،وروسته شهیدان دي،چې خلک یې د بې لاریو له تپو تیارو ژغورلي او د هدایت روښانه لارې ته یې رسولي دي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( خدای به شهیدان د قیامت پر ورځ په داسې دبدبه او ستریا را دننه کړي،چې که انبیاء یې له مخې تېر شي او سپاره وي؛نو درناوي ته به یې راکوز شي.)) خدای په دومره دبدبه شهیدان قیامت ته راننباسي.

 

پر “شهید” ویر او اوښکې

په صدر اسلام او د انحضرت(ص) د وخت په شهیدانو کې،حضرت “حمزه” (رض) له ټولو ډېر وځلېد،چې په احد کې “شهید” شو او د ” سید الشهداء” لقب ورکړ شو.

څوک چې مدینې منورې ته تللي؛نو په احد کې د حضرت “حمزه”(رض) د قبر زیارت ته به هم تللي وي.

حضرت “حمزه”(رض)، چې له مکې څخه مدینې ته هجرت کړى و، یوازې و او څوک یې نۀ و،چې انحضرت(ص) د احدله غزا وروسته مدینې ته راستون شو،بې د حضرت “حمزه” له کوره نور د ټولو شهیدانو په کورنو کې ویر او ژړاګانې وې،انحضرت (ص) یوازې یوه جمله وویله: (( امّا حمزه فلابواکې له))؛یعنې بې له “حمزه” ټول شهیدان ویر لري.

صحابه کرامو،چې دا جمله واورېده؛نو کورونو ته ولاړل او ویې ویل: (( پېغمبر اکرم وویل چې “حمزه” ویر نۀ لري.)) هغو ښځو،چې خپلو مړونو،پلرونو یا ورونو ته وير کاوه،د انحضرت(ص) د درناوۍ په موخه د حضرت “حمزه” کور ته راغلې او وير يې وکړ،له دې وروسته دا دود شو،که چا به هر “شهید” ته ویر کاوه؛نو لومړی به د حضرت “حمزه” کور ته تلل او بیا یې ویر کاوه.

دا ښيي،اسلام حال دا چې پر مړي ( عادي مړي) له ژړا کولو خوښي نۀ ده ښوولې؛خو لېوال دی، چې پر “شهید” ویر وکړي؛ځکه “شهید” زړورتوب زېږولی او پر “شهید” ویر کول،په زړورتوب کې یې ګډون کول دي او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې هوکړه او په څپه کې یې حرکت کول دي.

د “عاشورا” له پېښې او د “امام حسين” له “شهادت” ورورسته،چې ټول شهادتونه یې تر سیوري لاندې کړل، د” سید الشهداء” لقب “امام حسين” ته راولېږدېد. که څه هم حضرت “حمزه” ته مو ” سید الشهداء” ویلی او وایو؛خو مطلق ” سید الشهداء” “امام حسين” دی؛یعنې حضرت “حمزه” د خپل وخت ” سید الشهداء” و او “امام حسين” د هر وخت” سید الشهداء” دی؛لکه څرنګه چې حضرت “مریم” د خپلې زمانې “سید ه النساء” او حضرت “فاطمه بي بي” د هرې زمانې “سید ه النساء” ده.

د “امام حسين” له شهادته مخکې حضرت “حمزه” هغه “شهید” و، چې پر “شهید” د ویر سمبول او بېلګه و او په زوړرتوب زېږنه کې ګډون او له روح سره یې همغږي وه؛خو د “امام حسين” له “شهادت” وروسته دا لقب “امام حسين” ته ولېږدېد.

 

پر “شهید” د ویر فلسفه

اړینه ده،چې پر “شهید” د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.

زموږ په پېر کې ډېری خلک،ان ځینې مینه وال ځوانان هم د “امام حسين” پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.

ځینو په خپلو ویناوو کې په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي،چې دا کار له شهادته د ناسم تفکر او ناسمې اخېستنې زېږنده دی او پر دې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د وروستوالي،ځنډ او بې لارۍ لامل دی،چې په دې چارو روږدي دي.

یاد مې دي،چې محصل وم او د هغه وخت د مخور لیکوال ” محمد مسعود” کتاب مې لوسته،چې پر “امام حسين” ویر یې د “مسیح” له “شهادت”( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و،چې د “مسیح” د “شهادت” پر ورځ جشن کوي،نۀ دا چې ورته ژاړي.

هغه لیکلي و: (( وګورﺉ!یو ملت د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي؛ځکه “شهادت” ته ماتې او داسې یو کار وايي،چې باید نۀ واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګني او بل ملت د “شهید” پر “شهادت” جشن نیسي؛ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت،چې زر کاله د “شهید” پر “شهادت” ویر وکړي او چغې او سورې ووهي،خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د “شهید” پر “شهادت” جشن نیولی،هرو مرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي.له شهادته د یو ملت اخېستنه،ماتې ده او پر وړاندې غبرګون یې ویر،چغې او سورې دي او د هغې اخېستنې او دې غبرګون پایله کمزوري،ذلت او غاړه اېښوونه ده؛خو د هغه بل ملت له شهیده اخېستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او اخېستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده.)) دا دهغه “محمد مسعود” نیوکې وې.

زه غواړم همدا مسئله وڅېړم او جوته کړم،چې اتفاقا دا قضیه پر عکس ده. د “شهید” پر “شهادت” جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له فکره او پر “شهید” ویر د اسلام د ټولنپالنۍ له فکره راټوکېدلی دی.

که څه هم زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نۀ یم،چې مخکې مې پرې هم نیوکه کړې. ومې ویل:ځینې خلک مو “امام حسين” ته د مظلوم په سترګه کوي،چې وژنه یې یوازې د زړۀ سوي وړ ده او “امام حسين” باتور او د ستاینې وړ کار نۀ دى کړى.

زه د هغو سپارښتنو د اصلي فلسفې د توضیح په مقام کې یم ،چې زموږ د مشرانو له خوا پر “شهید” د ویر په هکله راغلي او البته هغوی،چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني،همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې،د “امام حسين” د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.

زه نۀ پوهېږم،چې د “مسیح” د “شهادت” په نامه د جشن او خوشحالۍ مسئله له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛خو پوهېږم،چې په اسلام کې پر “شهید” د ویر سپارښتنه شوې،لږه تر لږه په شیعه مذهب کې له مسلماتو شمېرل کېږي.

اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او “شهادت” مسئاله باید له وګړیز اړخه و څېړو.

ایا مړینه “فی حد ذاته” وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور باید مړینه یې ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟

پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي،چې له هستۍ سره د انسان اړیکه او په بل تعبیر له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره،مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده. وايي:” ماني” چې د پېغمبرۍ ادعا یې کړې وه، داشان نظریه درلوده. ددې نظریې له مخې،مړینه يو مثبت ارزښت دی،مړینه هر چا ته مطلوب چار دی،د هیچ چا مړینه خواشیني نۀ ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه خواشیني نۀ؛بلکې خوشحالي ده.

بله نظریه دا ده،چې مړینه،عدم او نیستي ده، بشپړه فنا ده، نۀ شتوالی یا ((نابودي)) ده. پر عکس،چې ژوند، وجود او هستي ده، شته والى یا ((بود)) دی. څرګنده او بلکې غریزي ده،چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نۀ شتوالي ((نابودي)) غوره دی.ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.

“مولانا” د ” جالینوس” خبره را اخلي،چې ویلي یې و: (( زه ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم،که څه هم د ژوندبڼه په دې پورې تړلې وي،چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخېستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))

انچنانکه ګفت جالینوس راد     از هوای این جهان و این مراد

راضیم کز من بماند نیم جان         کز درون استری بینم جهان

ددې نظریې له مخې،د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.

بله نظریه دا ده،چې مړینه نیستي او نابودي نۀ ده،له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛خو له دنيا سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ،له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نۀ؛بلکې له ښوونځي سره د زده کوونکي او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.

دا سمه ده،چې زده کوونکی له کوره، معاشرته او ملګریو او وطنه لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له دورې بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده،چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې په بزګرۍ بوخت دی؛خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.

هغه خلک،چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله دا شان “نړۍ لید” ولري،که عملا یې دا توفیق نۀ وي تر لاسه کړی او خپل عمر په تباهۍ او د سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛نو څرګنده ده،چې دوی ته مړینه خوښ او مطلوب چار نۀ دى او هیله یې هم نۀ کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ځکه له ځانه او له خپلو کړنو وېرېږي.

ای که مې ترسي ز مرګ اندر فرار

هان ز خود ترسانی ای جان هوشدار

زشت،روی توست نی رخسار مرګ

جان تو همچون درخت و مرګ،برګ

که څوک دا شان “نړۍ لید” ولري او عملا بریالی هم شي، د هغه زده کوونکي په څېر دی،چې پرله پسې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په شان دی،چې سخت زیار یې ګاللی.څرګنده ده، چې دا زده کوونکی به وطن ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او وطن،خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداشان هغه بزګر، چې د داسې ورځې په هیله دی،چې کار یې پای ته ورسي او محصول کور ته یوسي. دا زده کوونکی سره له دې،چې د وطن هیله په کې؛لکه د اور لمبې وهي؛خو ورسره مبارزه کوي؛ځکه نۀ غواړي زده کړې یې ناتمامه پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نۀ بلهاروي.

“اولیاء الله” د هغه زده کوونکي په څېر بریالي دي،چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله، چې یوه شېبه یې هم ارام نۀ پرېږدي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که خدای ورته اجل نۀ و ټاکلی؛نو د ثوابونو له شوقه او د سزاګانو له وېرې به یې ارواح په بدن کې نۀ وو پاتې شوي.))

په عین حال کې “اولیاء الله” په مړینې پسې نۀ ځي؛ځکه د کار،عمل او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی،چې د “عمر” نوم مو پرې اېښی دی او پوهېږي،چې څومره ډېر پاتې شي؛نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي. په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له خدایه د عمر د اوږدوالي دعا کوي.

ګورو ددې فکر له مخې، “اولیاء الله” ته د مړینې خوښي،مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له خدایه د اوږد عمر له غوښتنې سره هیڅ ټکر نۀ لري.

قرآن کریم یهودو ته وايي:(چې مدعي ول موږ “اولیاء الله” یو) که تاسې “اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ امر او هیله مو وي. بیا وايي:خو دوی کله هم د مړینې هیله نۀ کوي؛ځکه هغه اعمال یې،چې مخکې لېږلي،دومره له تیري او جنایته ډک دي،چې خپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له درېمې ډلې دي،چې ومو شمېرل.

“اولیاء الله”په دوه حالتونو او دوه موردو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي:یو دا چې احساس کړي،داسې وضع لري،چې که نور څومره هم پاتې شي،په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نۀ شي تر لاسه کولای.پر عکس د تکامل پر ځای تناقض مومي. امام زین العابدین وايي: “خدایه داسې عمر راکړې،چې په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي،که ژوند مې د شیطان څر ځای وي؛نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته یوسه.”

دویم حالت،”شهادت” دی.اولیاء الله بې شرطه له خدایه “شهادت” غواړي؛ځکه “شهادت” دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل،چې د تکامل پر پوړۍ د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخه بلې نړۍ ته تګ دی،چې دا خوښ او مطلوب چار او د “اولیاء الله” هیله هم ده.

دا چې حضرت علي کرم الله وجهه ویني د “شهادت” مړینه یې په برخه شوې،له خوشحالۍ په جامو کې نۀ ځاييږي.

حضرت علي،چې ټپي شو؛نو و يې ويل: (( پر خدای قسم ! هیڅ مکروه د تمې خلاف چار راباندې نۀ دى پېښ شوی،هغه شوي،چې غوښتل مې،”شهادت” مې هیله وه،چې ورورسېدم. مثال مې د هغه کس دی،چې په تپه تیاره په دښته کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. مثال مې د هغه لټوونکي دی،چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي.))

“حافظ شيرازي” په دې هکله وايي:

دوش وقت سحر از غصه نجاتم دادند

واندر ان ظلمت شب اب حیاتم دادند

چه مبارک سحري بود و چه فرخنده شبی

ان شب قدر که این تازه براتم دادند

د روژې په نولسم ګهیځ، چې دښمن حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه،لومړنۍ یا دويمه جمله،چې له خولې يې واورېدل شوه دا وه:

(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر خدای قسم، چې وژغورل شوم.

نو د اسلام له نظره،”شهادت” له وګړیز اړخه؛خپله “شهید” ته بریا ؛ بلکې ستره بریا،هیله او له ټولو ستره هیله ده.

“امام حسين” وویل: (( نیکه مې راته وویل،چې تۀ له خدای سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نۀ رسې.))؛نو “شهادت” “امام حسين” ته ارتقاء او د تکامل له ټولو لوړ پړاو دى.

تردې ځایه مو د مړینې او “شهادت” د مسئلې له وګړیز اړخه شننه وکړه،دې ځای ته راورسېدو،که مړینه د “شهادت” په بڼه وي؛ نو”شهید” ته په رښتیا یوه بریا ده،جشن او خوشحالي لري؛ځکه “سید بن طاوس” وايي: (( که د ویر حکم راته نۀ و شوى؛نو ما به د امامانو د “شهادت” د ورځې جشن لمانځه.))

دلته او له دې ځایه دي، چې موږ مسیحیت ته حق ورکوو،چې د مسیح د “شهادت” په نامه جشن ونیسي،چې دوی ګڼي “حضرت عیسی” عليه السلام “شهید” شوی.

اسلام په ډاګه “شهید” ته “شهادت” بریا ګڼي، نۀ بل څه؛خو د اسلام له نظره،هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي. د “شهادت” ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛یعنې دا چې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى،چې په ځانګړو ځايو کې او په ځانګړو پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي. د “شهید” په هکله،چې ټولنه کوم غبرګون ښيي،یوازې په “شهید” پورې اړه نۀ لري؛یعنې یوازې په دې پورې تړاو نۀ لري ،چې د “شهید” بریا یا ماتې په برخه شوې. د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري،چې د ټولنې خلک د “شهید” او د “شهید” د جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او د “شهید” د مخالفې جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري؟

له ټولنې سره یې د “شهید” اړیکه په دوه ډوله ده: یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛نو له شتونه به یې ګټه اخېسته،چې اوس مهال ترې بې برخې دي او بله اړیکه یې له هغو سره ده،چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او “شهید” ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې “شهید” شوی دی.

څرګنده ده،چې د “شهید” د پلویانو له نظره،چې دده له ژونده له ګټنې بې برخې پاتې دي،دوی ته د “شهید” “شهادت” اغېزناک دی. هغه،چې د “شهید” پر “شهادت” ویر کوي،په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د “شهید” “شهادت” په کې ترسره کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شته والي له امله،”شهادت” یو مطلوب چار دی او د جراحۍ د بریا عملیاتو په شان مثال لري،چې یومطلوب چار دی او دا هله ترسره کېږي،که څوک ورته اړتیا ولري؛لکه اپنډیسایټس (د کولمو یو رنځ دی،چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري) یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نۀ وي؛نو جراجي کول ناسم چار دى.

له ټولنیز اړخه،چې خلک باید د “شهید” له شهادته عبرت واخلي، دا دی،چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې،چې دا ناورين د یو داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي،چې باید نۀ وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي،چې دا اړخ د تیري په اتلانو او د “شهید” په قاتلانو پورې اړه لري؛ځکه چې د ټولنې وګړي پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛لکه چې وینو، د “یزید” او “ابن زیاد” او په شان یې نور نومونه داسې شوي،چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوچنۍ ورته والي ډډه کوي.

بل عبرت،چې ټولنه یې باید واخلي،دا دی،چې په ټولنه کې بیا هم هغې لارې چارې پیدا کېږي،چې “شهادت” ایجابوي؛نو د “شهید” دا باتور عمل باید ښکاره او وویل شي او له هغه ځایه، چې په شهيد پورې تړاو لري او یو ځانخبری ،ټاکل شوی او پرې نۀ تپل شوی عمل دی او د خلکو احساسات د هغه “شهید” د شکل،رنګ او احساس په شان شي. دلته وايو،چې: پر “شهید” ویر په زوړرتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او نشاط سره یې موافقت او په څپه کې یې حرکت دی؛ نو دلته باید ووینو، هغه جشنونه،خوشحالۍ،نڅاګانې،د شرابو څښل او بد مستۍ،چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي،ایا هم شکلي،هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟

معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري،چې ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي. نور څاروي خوند او کړاو لري،خوشحالي او خپګان لري؛خو ژړا او خندا نۀ لري. ژړا او خندا د انسان د سختو احساساتو ښکارندوی ده.څه چې ورته نن سبا((احساسات)) وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو احساسي حالاتو ښکارندوی ده.

خندا څو ډوله ده،چې نۀ غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړۀ سوي او هیجان سره وي.د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پر مهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته نژدې احساسوي،چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی،چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي. خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې،د ځانې هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛نو خندا له دې نظره د “شهوت” په څېر ده،چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده،چې له ځانه بهر وتنه ده.

“امام حسين” د خپل شخصیت له امله او په اتلانه “شهادت” د میلیونو انسانانو د زړونو او احساساتو خاوند دی. که ديني مبلغين وکړای شي له دې سترې زېرمې له ستر “حسيني روح” سره د خلکو د ارواحو په هم رنګه کولو،همشکله کولو او هم احساسولو کې په سمه توګه ګټنه وکړي؛نو نړۍ به اصلاح شي.

د “امام حسين” د پايښت راز دا دی،چې خوځښت یې له یوې خوا منطقي دی،عقلي اړخ لري او د منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د احساساتو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر “امام حسين” د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.

دا ژړا ګانې دي،چې د “امام حسين” خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که ديني مبلغين پرې پوه شي،چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.

دل بسی خون به کف اورد ولی دیده بریخت

الله الله که تلف کرد و که اندوخته بود؟

 

د “شهید” خاوره

چې پېغمبراکرم (ص) فاطمې بي بي ته د مشهورو تسبیحاتو حکم ورکړ( ۳۴ ځل الله اکبر، ۳۳ الحمدالله او ۳۳ سبحان الله،چې له هر لمانځه وروسته يا د خوب پر مهال ویل کېږي)؛نو فاطمه بي بي د حضرت “حمزه” (رض) قبر ته ولاړه او د قبر له خاورو یې ځان ته تسبیح جوړې کړې.

دا څه مانا لري؟؛یعنې دا چې د “شهید” خاوره محترمه ده. د “شهید” قبر محترم دی. دا چې انسان خپل ذکرونه وشماري؛نو تسبیح ته اړتیا لري؛نو څه توپیر کوي،که دا تسبیح له تيږې وي او یا هم له لرګي یا خاورې؟ او له هرې خاورې جوړې شوې وي؛خو موږ یې د “شهید” له خاورې جوړوو،چې د “شهید” او “شهادت” یو ډول درناوی دی او یو ډول د “شهادت” د سپېڅلتیا پېژندنه ده.

د “شهید” شپه

نن شپه موږ څه ته راټول شوي یو؟ نن د چا شپه ده؟ نن د “شهید” شپه ده. په نننۍ نړۍ کې دا معمول دي،چې د درناوۍ لپاره د کال یوه ورځ د ځانګړې ډلې یا فرقې په نامه نوموي. د ساري په ډول: د مور ورځ، د ښوونکي ورځ او داسې نور. ومو نۀ لیدل،چې یوه ورځ دې د “شهید” پر ورځ نومولې وي. په اسلام کې یوه ورځ د “شهید” ده او هغه د “عاشورا” ورځ ده؛نو نن چې د “عاشورا” شپه ده،د “شهید” شپه ده.

ومې ویل: د “شهید” منطق له یوې خوا د الهي مینې منطق دی او بلخوا د ټولنیزې سمونې یا اصلاح منطق دی.سمونپال او عارف دوه شخصیتونه که سره ګډ شي او یو انسان ترې جوړ کړي؛نو د “شهید” شخصیت به ترې جوړ شي.حضرت “مسلم بن عوسجه” ،حضرت “حبیب بن مظاهر” او حضرت “زهیر بن قین” به ترې جوړ شي، که څه هم د ټولو شهیدانو درجه يوه نۀ ده.

 

د “امام حسين” ګواهي

“امام حسين” د بېګا شپې په څېر د “عاشورا” شهیدانو ته شاهدي ورکړه،چې د مقام او مرتبې نښه یې ښيي. شهیدان په ټولو صالحانو او سعداوو کې ځلېږي او د “امام حسين” اصحاب په ټولو شهیدانو کې تر ټولو ډېر ځلېږي. پوهېږﺉ،څه یې ورته وویل؟ او څه ګواهي یې ورکړه؟ په هغه شپه،چې چاڼ شوي ول او هغوی،چې وړتیا یې نۀ درلوده،تللي ول او وړ پاتې شوي ول،یو ځل بیا یې وړ کسان د وروستي ځل لپاره وازمېل،په دې ازمېښت کې یو کس هم پاتې رانۀ غى.

د “عاشورا” پر شپه یې څه وکړل؟(( فجع اصحابه عند قرب الماء)) یا ((عند قرب المساء)) ( دوه ډوله یې کښلي). هغوی چې وویل:(( عند قرب الماء))؛یعنې “امام حسين” یوه خیمه درلوده،چې په کې د اوبو ګوډي ول او له لومړۍ ورځ دا خیمه ګوډیو ته وه،چې له اوبو به ډکېدل او دلته یې اېښوول او دې خېمې ته یې ((قرب الماء)) ویله؛یعنې د اوبو د ګوډیو خیمه. ټول اصحاب یې دلته راټول کړل. دا چې دلته یې ولې راټول کړل،نۀ پوهېږم. ښايي پر هغه شپه په دې خیمه کې نور د اوبو ګوډي نۀ ول. حداکثره اوبه هغه وې،چې ((ارباب مقاتل))لیکلي،چې”امام حسين” د “عاشورا” پر شپه خپل زوی “علي اکبر” له یوې ډلې سره په اوبو پسې د “فرات” سیند ته ولېږه او دوى وکړاى شول، چې لږې اوبه راوړي او ټولو اوبه وڅښلې او بیا یې وویل:په دې اوبو غسل وکړﺉ او په نړۍ کې دا له اوبو ستاسې وروستۍ توښه ده.

که هغه جمله ((عند قرب المساء)) وي؛یعنې له لمر پرېوتنې سره جوخت یې راټول کړل.

په هر حال اصحاب یې راټول کړل او خطبه یې وویله،چې ډېره ستره ده او له هغې پېښې سره یې تړاو درلود،چې د هماغې ورځ پر ماسپښین پېښه شوه.

اورېدلي مو دي،چې د “تاسوعا” پر ماسپښین تکلیف یو خواته شو او تر سبا مهلت ورکړل شو،غوڅ تکلیف و. د تکلیف له غوڅوالي وروسته “امام حسين” اصحاب راټول کړل.راوي “امام زین العابدین” دی،چې وايي: (( په کومه خیمه کې،چې “امام حسين” خپل اصحاب راټول کړي ول،زما له خیمې سره جوخته وه،چې زه په کې ناروغ پروت وم او د خدای ثنا یې وویله:”زه د خدای ثنا وایم ،له ټولو ستره ثنا،تل یې شکر کوونکی وم او یم به،چې په هرو شرایطو کې اوسم.”))

هغه چې د حق او حقیقت په لار کې قدم پورته کوي،چې په هرو شرایطو کې وي،ورته خیر دی. د حق لاروى په هرو شرایطو کې خپله ځانګړې دنده پېژني او په سرته رسولو کې يې هیڅ راتلونکې پېښه شر نۀ ده.

در طریقت پیش سالک هر چه اید خیر اوست

در صراط المستقیم دل کسی ګمراه نیست

بر در میخانه رفتن کار یکرنگان بود

خود فروشان را به کوی میفروشان راه نیست

هر چه هست از قامت ناساز بې اندام ماست

ورنه تشریف تو بر بالای کس کوتاه نیست

چې “امام حسين” د کربلا پر لوري روان و؛عراقي شاعر”فرزدق”،چې د “عراق” وضع ترینګلې تعریف کړه؛خو په ځواب کې ورته”امام حسين” وویل: (( که د قضا او قدر بهیر زما له هیلې سره سم راغى؛نو د خدای شکر کوم او ورڅخه د شکر په ادا کولو کې مرسته غواړم او که پر عکس د هیلې پر خلاف مې وشول؛نو بیا هم هغه زیان نۀ دى کړی،چې بې له حقیقت او حقه بله موخه او نیت نۀ لري او خټه یې د تقوا ده،چې له هرې نيمګړتيا او ناروغۍ پاکه ده؛نو په هر حال، څه چې مخې ته راشي، خیر دی او شر نۀ دى.

(( و احمده علی السراء و الضراء)) شکر يې کوم،هم د اسانیو او هم د سختو.

غواړي ووايي: په عمر کې مې د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې لیدلي؛لکه په ماشومتوب کې،چې د پېغمبر اکرم(ص) پر زنګونو کېناستم،پر اوږو يې سپرېدم؛داسې شېبې راباندې تېرې شوي،چې په اسلام کې د ماشومانو له ټولو غوره ورځې وې؛د هغو ورځو له کبله د خدای شکر کاږم،پر نننیو سختیو هم شکر کاږم او څه،چې راته مخې ته راغلي،شر نۀ؛بلکې خیر ګڼم. خدایه ! شکر دې کوم،چې “نبوت” دې زموږ د کور په برخه کړ. خدایه ! شکر دې کوم،چې د قرآن پوهه دې راکړه. دا موږ یو،چې قرآن؛ لکه څرنګه،چې دى، درک کوو یې او پرې پوهېږو او شکر دې کوو،چې موږ دې په دین کې د بصیرت او ليد خاوندان کړو. په دین کې دې فقیه کړو؛یعنې توفیق دې راکړ،چې په ژوره پر دین پوه شو،پر باطن او روح یې پوه شو،د دین پر لاندې باندې پوه شو؛لکه چې باید پرې پوه شوي وای.

بیا یې څه وکړل؟ بیا یې د خپلو اصحابو او کورنۍ په باب تاریخي ګواهي ورکړه او ویې ویل: (( ما مې د اصحابو په شان نور غوره او با وفا اصحابان ونۀ لیدل.))

غواړي ووايي،چې زه تاسې له هغه اصحابو غوره ګنم،چې له انحضرت (ص) سره شهیدان شول، له هغو اصحابو،چې له پلار سره مې په “جمل”،”صفین” او “نهروان” کې شهيدان شول؛ځکه ستاسې ځانګړي شرایط له هغو مهم دي.

له خپلو اهلبيتو مې نور غوره،نېک او زړۀ سواندي اهلبيت ونۀ لیدل او له دې لارې د هغوی پر مقام یې اعتراف وکړ او مننه یې ترې وکړه. بیا یې وویل: ((خلکو! ټولو ته وایم،هم مې اصحابو ته او هم مې اهلبيتوته،چې دا قوم بې له ما بل چا سره کار نۀ لري، دوی اوس مهال زما شتون ځان ته خنډ ګڼي او رانه بیعت غواړي؛خو ورسره یې نۀ کوم. دوی یوازې ما د ځان لپاره مزاحم ګني،که زه یې له منځه یووړم؛نو له تاسې یوه سره هم کار نۀ لري؛نو دښمن له تاسې سره هیڅ کار نۀ لري؛خو تاسو چې له ما سره بیعت کړى،ټولو ته اعلانوم،چې خپل بیعت مې درنه بېرته واخېست، نور پر تاسې نۀ د دښمن له خوا او نۀ هم د دوست له خوا دلته پر پاتې کېدو څه زور زياتى نۀ شته،بيخي ازاد یاست، هر څوک چې غواړي، ولاړ دې شي.))

اصحابو ته یې مخه کړه او ویې ویل: (( تاسې هر یو زما د کورنۍ یو غړى له لاسه ونیسئ))( د “امام حسين” په اهلبيتو کې کوچني او لویان هم ول،چې د هغه ځای اوسېدونکي نۀ ول او له هغه چاپېریال سره نابلده ول. غواړي ووايي:زما اهلبېت دې ډله يیز نۀ ځي؛بلکې له تاسې هر یو دې یو له لاسه ونیسي او له دې ځایه ولاړ شئ.)

دلته د “امام حسين” د اصحابو مقام روښانېږي. نۀ یې د دښمن له اړخ کوم جبر درلوده،چې ووایو: د دښمن په منګولو کې راګېر دي او نۀ یې د “امام حسين” له اړخه د بیعت کومه مسئله درلوده. “امام حسين” ټولو ته ازادي ورکړ؛نو ګورئ،چې اصحابو او اهلبيتو یې د “امام حسين” هر جمله وځوابوله.

 

د “امام حسين” د خوشحالۍ دوه څيزونه

“امام حسين” د “عاشورا” پر شپه او د “عاشورا” پر ورځ د خوشحالۍ دوه ستر څیزونه لري: ستره خوشحالي اهلبيت یې دي،چې ویني له کوچني ماشومه نیولي تر لوى پورې قدم په قدم ورسره روان دي. بله خوشحالي با وفا اصحاب یې دي،چې ویني د کمزورۍ کوچنی ټکى په کې نۀ شته. په سبا ورځ،چې “عاشورا” ده، یو یې هم و نۀ تښتېد،یو یې هم دښمن ته ورمات نۀ شو؛خو له دښمنه ورته رامات شول.هم د “عاشورا” پر شپه او هم د “عاشورا” پر ورځ له دښمنه ځینې کسان ورته رامات شول،چې يو هم “حُر بن یزید ریاحي” دی،چې دېرش کسه د “عاشورا” پر شپه راغلل او ورسره یوځای شول او دا د “امام حسين” د خوشحالۍ لامل و.

یو په یو “امام حسين” ته ځواب ورکړ: (( صېبه! موږ رخصتوې؟ ولاړ شو او یوازې دې پرېږدو؟ قسم پر خدای ! نۀ ! زموږ ځان ستا په لار کې هیڅ ارزښت نۀ لري.))

یو وویل: (( زړۀ مې غواړي وژلى یې وای،زما جنازه یې سوځولې وای او ایرې یې شیندلې وای. بیا راژوندی شوی وای او بیا دې په لار کې وژل شوی وای او اویا ځلې تکرار شوى وای،یو ځل خو هیڅ هم نۀ دي.))

بل وویل: (( زړۀ مې غوښتل زر ځل یې پرله پسې وژلای وای او زر ځانونه مې وای او له تا مې بلهار کړي وای.))

د “امام حسين” ورور حضرت “ابوالفضل العباس” لومړی کس و،چې دا خبرې یې پیل کړې او نورو ورپسې همدا شان خبرې تکرار کړې.

دا وروستۍ ازمېينه وه،چې باید ترسره شوې وای او وازمېل شول.

د خپل غوڅ تصمیم له اعلانولو وروسته “امام حسين” د سبا ورځې له حقایقو پرده پورته کړه او ورته یې وویل: (( تاسې ټول به سبا شهیدان شئ.))

ټولو وویل: (( الحمدلله رب العالمین. د خدای شکر،چې د خپل پېغمبر د اولاد په لار کې شهیدانېږو.))

دلته یو حساب دی.که منطق د “شهید” منطق نۀ وي؛نو ممکن دا خبره وشي،چې “حسین بن علي” خو هسې هم وژل کېده، د دې دومره کسانو پاتې کېدنه څه اغېز لري؟ بې له دې،چې ټول ووژل شي؛نو دا ټول ولې پاتې شول؟ “امام حسين” ورته ولې اجازه ورکړه،چې پاتې شي؟ ولې یې تګ ته اړ نۀ کړل؟ ولې یې ونۀ ویل : درسره هیڅوک هم کار نۀ لري او ستاسې پاتې کېدنه هم راباندې کوچنۍ اغېز نۀ کوي،یوازېنۍ اغېز یې دا دى،چې تاسې هم خپل ژوند له لاسه ورکړئ؛نو ولاړ شئ او تلل درته واجب دي او پاتې کېدل درته حرام؟ که زموږ په شان سړی د “امام حسين” پر ځای وای او د شرع پر چوکۍ ناست وای؛نو قلم به یې را اخېستې وای او لیکل به یې: درته حکم کوم،چې له دې ورورسته دلته پاتې کېدنه مو حرام او تګ مو واجب دی او که پاتې شئ؛نو له دې ساعت وروسته مو سفر معصیت دی او لمونځ مو پوره وکړئ؛نۀ نیم .

خو “امام حسين” دا شان ونۀ کړل، ولې یې دا کار ونۀ کړ او پر عکس “شهادت” ته د هغوی د چمتووالي درناوی یې وکړ؟ معلومېږي،چې منطق بل منطق دی. “شهید” باید زړورتیا زېږى،ټولنې ته د وینې د تزریق،ټولنې ته د روښانتیا راوړو او ژوند ورکولو په موخه “شهید” شي.

“شهادت” یوازې د دې لپاره نۀ دى،چې دښمن مات شي. په “شهادت” کې زړورتیا زېږنه هم ده او که هغوی پر هغه ورځ “شهید” شوي نۀ وای؛نو دا یوه نړۍ زړورتیا به کله رامنځ ته شوې وای؟ که څه هم مرکزي هسته یا زڼې د “امام حسين” “شهادت” دی؛خو اصحابو یې د “امام حسين” “شهادت” ته نوره دبدبه هم ورکړه.که هغوی ورسره نۀ وای یوځای شوي؛نو د “امام حسين” “شهادت” به دبدبه،اهمیت او ستریا نۀ موندله،چې که په لس ګونو،سل ګونو؛بلکې زرګونو کالو ژوندۍ پاتې شي؛خلک ورته راشي،غوږ ونيسي،درس زده کړي،روحيه واخلي او خوځښت پيل کړي.

 

وسيعلم الذين ظلموا اى منقلب ينقلبون

پاى


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست