تبلیغات

برزخ د روح بقا عقلي او علمي دليلونه او روايتونه او آيتونه ټول ګواه دي،چې د انسان په مړينه او د بدن په رژېدو پر روح يې هېڅ څه هم نه کېږي؛بلکې روح هماغسې روغ رمټ وي او د ځان لپاره ساهوتوب-اصالت او خپلواکي لري ؛ځکه شخصيت مو په روح پورې تړاو لري؛نه په بدن […]

برزخ

د روح بقا

عقلي او علمي دليلونه او روايتونه او آيتونه ټول ګواه دي،چې د انسان په مړينه او د بدن په رژېدو پر روح يې هېڅ څه هم نه کېږي؛بلکې روح هماغسې روغ رمټ وي او د ځان لپاره ساهوتوب-اصالت او خپلواکي لري ؛ځکه شخصيت مو په روح پورې تړاو لري؛نه په بدن پورې .

که په لس کلنۍ کې مو څوک پر مخ پر سپېړه وهلې وي؛نو که هغه مو چېرته په اويا کلنۍ کې هم وګوري؛نو غچ به غواړي،که په خپل توکيز ليد ورته ووايو :د لاس پر کومو حجرو،چې ته ما وهلى وې هغه خو اويا کاله پخوانۍ وې او تر اوسه پورې څو ځل بدلې شوې دي ؛نو د قصاص او غچ غوښتنه دې بې ځايه ده. راته به ووايي: زه دې له بدن او حجرو سره کار نه لرم ،ته هماغه يې،چې زه دې پر مخ وهلى وم .

دا بېلګه ددې ګواه ده،چې د انسان روح د بدن او حجرو په بدلون بدلون نه مومي . بدلون (( زما په زما والي )) کې بدلون نه راوړي .

قرآن شريف او روايتونه د انسان د جسم لپاره افتونه او عوارض قايل دي؛نه د انسان روح ته.

په قرآن شريف کې څوارلس ځل د روح لپاره د ((وابه يې خلو)) او ((وابه يې خلي)) تعبير کارول شوى،چې اخستل د روح د بقا او ثابتتوب نښه ده؛ځکه جسم او بدن خاورو ته ننووځي او ورستېږي.

د خداى استازي به کله کله هديرې ته راته او له مړيو سره به يې خبرې کولې.

حضرت علي،چې رسول اکرم او فاطمه بي بي ښخوله ؛نو خبرې يې ورسره کولې.

 

عالم برزخ

قرآن شريف په دې هکله وايي :وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ( مؤمنون/ ۱۰۰) = او تر شا يې د بيا ژوندي راپاڅولو تر ورځې برزخ (د قبر پرده،ده چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي) دى (٩٨).

له عالم برزخه مراد قبر دى .هغه عالم،چې پکې انسان د قيامت تر ورځې ځانګړى ژوند لري،چې ددې حقيقت پخلى د شيعه وو او اهل سنتو ډېرو روايتونو کړى دى .(٩٩) (د الميزان تفسير،۱۵/ ۷۲)

برزخ د دنيا او اخرت ترمنځ يو ژوند دى،چې مؤمنان ته ډېر په زړه پورې؛خو کافرانو ته ډېر دردونکى دى .

په يوه روايت کې راغلي: پرڅښتن قسم ! زه درته بې د برزخ له ترخو پېښو له بل هېڅ څه هم نه وېرېږم؛ځکه په قيامت کې موږ له تاسې وړ يو او هلته مو شفاعت کړاى شو .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست