عبدالرحمن بن ملجم مرادي
(د حضرت علي قاتل)
د بحارالانوار په نهم ټوك كې علامه مجلسي ليكلي:عبدالرحمن بن ملجم چې له “يمنه” راغى او حضرت ته ورغى؛نو د حضرت د شان او فضيلت ته يې قصيده وليكله او هماغلته پاتې شو،څو ناروغه شو او پخپله حضرت علي يې څارنه كوله .د نهروان په جګړه كې هغه د حضرت علي د لښكر د يوې ډلې بېرغچي و؛حتى حضرت علي هغه ته وويل: ته زما وژونكى يې . ورته يې وويل:اميرالمؤمنينه ! ما ووژنه چې دومره غټه ګناه ونه کړم؛ خو حضرت له جنايته مخكې غچ اخستنه غنده؛خو عبدالرحمن بن ملجم له دوو خوارجو سره د ناستې پاستې او د هغې بدلمنې ښځې “قطامه” د عشق لپاره د حضرت علي وينه توۍ كړه[1].
[1] وګورئ : زندګانى فاطمه الزهرا، آيت الله دستغيب، 178 .
يادونه : د (( جرجي زيدان )) د ((قطام )) کتاب ولولئ چې په فارسي هم اړول شوى؛دغسې په پښتو هم ژباړل شوى دى .