تبلیغات

ليکوال: انديال شهيد استاد مرتضى مطهري   عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)=په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او […]

ليکوال: انديال شهيد استاد مرتضى مطهري

 

عدالت د حضرت علي کرم الله وجهه له نظره

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)=په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (نحل/٩٠) = په حقيقت كې خداى پر “عدل” او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي،ښايي چې پند واخلئ .))

دواړه آيتونه د عدالت په هکله دي او پر عدالت سربېره په هر آيت کې نور مطالب هم شته .

لومړى آيت د آسماني اديانو ټوليزه موخه د عدالت پلي کول ګڼي او دويم آيت عدالت د اسلام يو آر او د اسلام روح معرفي کړى دى، وايي: په حقيقت كې خداى پر “عدل” او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي.

پردې سربېره،چې د “عدل” او احسان خبره په قرآن کريم کې په بېلابېلو ځايو کې راغلې،د اسلام او مسلمانانو په تاريخ کې هم اوږد څپرکى لري او داچې عدالت د اسلام يو آر دى؛نو ويينه پرې پکار دى .

 

“عدل” د دين له اصولو ځنې دى

د دين اصول پينځه دي: “توحيد”،”نبوت”،”معاد”،”امامت” او “عدل” . امامت او عدالت په شيعه مذهب کې د دين اصول ګڼل کېږي او کله ورته د مذهب دوه آرونه وايي،چې البته مراد يې دادى،چې ددې مذهب د اسلام پوهنې او مشرانو له نظره،”عدل” او امامت هم د دين اصول دي.

 

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت د لارې شهيد

حضرت علي کرم الله وجهه د عدالت،رحمت،مينې او احسان بېلګه و. نن د عدالت د لارې د شهيد د ګوزار خوړلو شپه ده او دا ګوزار يې د عدالت او له انساني حقوقو په دفاع کې وخوړ،چې دې ګوزار د امام د ژوند کړاوونو ته هم د پاى ټکى کېښود؛دې ګوزار خو امام ددې دنيا له غمه خلاص کړ؛خو نړۍ يې تر قيامته ددې عادل امام په وير کې کړه،چې که حکومت يې لږ نور دوام موندلاى و؛نو د ځلانده اسلامي ټولنې بشپړه بېلګه به يې جوړه کړې واى.

چې امام علي (ک) پر سر ګوزار وخوړ؛نو و يې ويل: ((مثال مې د هغه تږي دى،چې په تپه تياره کې په ناپايه دښته کې په اوبو پسې ګرځي او ناڅاپه اوبه پيدا کړي . تل مې له خدايه غوښتل،چې په بستره کې و نه مرم او د خداى په لار کې ومرم،دا زما هيله وه،چې ور ورسېدم:”وما کنت الا کفارب ورد و طالب وجد.”))

وګ : ( نهج البلاغه/٢٣ ليک)

 

کوم عدالت د حضرت علي (ک) د مرګ لامل شو؟

آيا د حضرت علي عدالت يوازې اخلاقي عدالت و او يوازې د مُلا امام،قاضي او د طلاق د شاهد په څېر عادل و.داسې عدالت خو د چا د مړينې نه لاملېږي؛بلکې د شهرت او محوبيت لامل دى.

هغه عدالت،چې د امام وژونکى ګڼل کېږي،په حقيقت کې د هغه ټولنيزه فلسفه او د اسلام په ټولنيز عدالت کې د هغه ځانګړى تفکر و او خورا ټينګار يې درلود،چې يوازې همدا د اسلام د ټولنيز عدالت او د اسلام د ټولنيزې فلسفې غوښتنه ده.

هغه يوازې عادل نه و؛بلکې عدالت غوښتونکى هم و،عادل او عدالت سره توپير لري؛لکه څنګه چې ازاد او ازادي غوښتونکى توپير لري؛يو څوک ازاد دى؛يعنې پخپله مطلقاً ازاد انسان او بل ازادي غوښتونکى دى؛يعنې د ټولنې د ازادۍ پلوى دى او ازادي يې موخه او ټولنيز فکر دى .علم هم همداسې دى : يو کس په خپله عالم وي او بل پردې سربېره،چې عالم دى،د علم او ليک لوست د خپرېدو پلوى هم دى . همداسې عدالت هم دى: يو څوک په خپله عادل وي او بل عدالت غوښتونکى وي او عدالت يې ټولنيز فکر دى. يو څوک صالح دى او بل سمونپال دى.

قرآن حکيم وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ(نساء/١٣٥) = مؤمنانو!په انصاف پوره ټينګ درېږئ))؛يعنې عدالت پلي کول، چې دا له دې توپير لري،چې انسان په خپله عادل وي .

 

جود ښه دى که “عدل”؟

يو چا امام علي (ک) وپوښت : “جود” ښه دى که “عدل”؟امام وويل: “عدل” تر جود غوره دى؛ځکه “عدل” هر څيز په خپل ځاى کې ږدي او هر حق خپل واقعي حقدار ته ورکوي؛خو جود او بخشش چارې او بهيرونه له خپل ځاى او کړۍ بهر باسي. جود دادى،چې انسان له خپل څرګند حقه،هغه انسان ته تېر شي،چې حق يې نه دى او ورو يې بښي؛نو “جود” څيزونه له خپل ځايه بېځايه کوي او بل دا چې عدالت د عمومو سايس او اداره کوونکى دى او د عمومي ژوند د اصولو او قوانينو بنسټ دى؛خو “جود” او “بخشش” يو استثنايي حالت دى،چې په ځانګړي حالت کې يو څوک له بل سره جود او ايثار کوي.))

وګ: (نهج البلاغه/٤٢٩ حکمت)

جود او ايثار د عمومى ژوند اصلي بنسټ نه دى او پر بنسټ يې قوانين نه شو وضع کولاى او که “جود”،”ايثار” او “احسان” په قانون کې ونغښتل شي؛نو بيا ورته جود او احسان ويلاى نه شو او په اصطلاح تر شتونه يې نشتون غوره دى.

جود او ايثار هغه مهال وي،چې حتمي قوانين و نه لري او انسان يې يوازې د خپل ښه سړيتوب،انسانيت،انسان دوستۍ او له ژوند سره د مينې له امله کوي؛نو “عدل” تر جود غوره دى. (دا د “عدل” د غوره والي لپاره د امام علي مرتضى (ک) ځواب و.)

هغه انسان داسې ځواب نشي ورکولاى،چې ټولنيز فکر و نه لري او په وګړيزو کچو هر څه کچوي او نه وايي،چې “عدل” تر “جود” غوره دى او امام علي (ک) په خپله دې خبره،”عدل” ته په ټولنيزه سترګه ګوري او په ټولنيزو کچو يې تلي او دا د هغه چا خبره ده،چې رڼه ټولنيزه فلسفه لري.

“عدل” او “جود” د وګړيزو اخلاقو له ليد لوري

د اخلاقو علماوو،جود تر عدله اوچت ګڼلى؛خو امام علي (ک) په څرګندو دليلونو وايي،چې “عدل” تر “جود” غوره دى.

البته دا دوې څرګندونې له دوو ګوټونو او ليدلوريو دي.که له وګړيز او وګړيزو اخلاقو له اړخه ورته وليدل شي؛نو “جود” تر عدله غوره دى. د اخلاقي فضايلو له نظره،د “جود” او ايثار فضايل تر عدله لوړ دي؛ځکه عادل انسان ددې لپاره،چې د ګړيزو اخلاقو له نظره عادل دى؛نو د انساني کمال په دې حد کې د نورو پر حق بريد نه کوي،د چا پر مال خېټه نه اچوي او د چا ناموس ته لاس نه غځوي؛خو هغه چې “جود” او ايثار کوي؛نه يوازې د چا مال ته لاس نه غځوي؛بلکې خپل ګټلي نورو ته هم بښي.

 

 

عدل او جود له ټولنيز اړخه

خو د ټولنيز ژوند له نظره څنګه؟

په ټولنه کې “عدل” د تعمير د ستنو مثال لري او له ټولنيز نظره احسان د تعمير رنګ او سينګار دى . لومړى بايد ستنې جوړې شي، کور پرې جوړ شي،بيا وروسته د رنګ او سينګار وار راځي. که د کور ستنې غښتلې وي؛نو په بې رنګه کور کې هم ژوند شونى دى.کېداى شي يو تعمير ښه رنګ او ظاهر ولري؛خو ستنې او بنسټ يې کمزورى وي او په يو باد،زلزلې يا باران ړنګ شي.

همدا بښنې،احسانونه او ايثارونه،چې په يو وخت کې ګټور او ښه وي او د بښونکي له نظره لوړه ښېګڼه ګڼل کېږي؛خو د اخستونکي له نظره ښېګڼه نه ده.بېځايه او بې حسابه مرستې،صدقې او اوقاف،چې له هرې ټولنې سره وشوې؛نو د سيلاب او نېز په څېر،ټولنه له منځه وړي او ټولنه تمبله او فاسداخلاقه روزي.

قرآن حکيم وايي:

((مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هِـذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلَـكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (آل عمران/١١٧) = څه چې كافران په دنيوي ژوند كې ( له پېغمبر سره د دښمنۍ په لار كې لګوي) هغه سوځنده باد ته ورته دي،چې د هغو خلكو پرفصلونو ولګېږي،چې پر ځانو يې تېرى كړى ( او بې وخته يې كرلي وي) خداى پرې تېرى نه دى كړى؛بلكې هغوى پخپله پرخپل ځان تېرى كوي .))

ټولنه په مرستو،بښنو او احسانونو نه اداره کېږي. “عدل” د ټولنې د سازمان بنسټ دى.بېځايه او بې حسابه مرستې او بښنې ټولنه له مداره وباسي.

حضرت امام سجاد (تحف العقول/٢٨١ مخ) وايي :

((ډېرى خلک ځکه فاسد شول،چې يوازې ستاينه يې وشوه،ډېرى خلک ځکه مغرور شول،چې له نيمګړتياوو يې سترګې پټې شوې او نيوکه پرې و نه شوه او ډېرى ځکه غافل شول،چې مرستې او احسان به ورسره کېده او له دې لارې يې ژوند کاوه.))

دا د حضرت علي (ک) د وينا مراد دى،چې وايي : (( “عدل” هر بهير په خپل مدار کې کوي؛خو “جود” او احسان هر څه له خپله اصلي مداره وباسي.))

 

د “جود” او “احسان” توپير

“جود” او احسان په مانا کې سره نږدې دي. په قرآن کريم کې “عدل” د احسان قرين ياد شوى دى : ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ.)) دا چې په قرآن شريف کې راغلي: ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ))؛نو “عدل” غوره دى که احسان؟

البته “جود” او احسان سره نږدې دي؛خو يو شان نه دي؛ځکه احسان تر جوده عمومي دى؛هم مالي بخششونه رانغاړي او هم نورې نېکۍ کول. د مثال په توګه: که د يو کمزوري لاس ونيسئ او له واټه هاخوا يې تېر کړئ؛نو “جود” مو نه دى کړى،احسان مو کړى او که ناپوه مو پوه کړ ؛نو احسان مو کړى؛ نه “جود”.

 

عدالت؛ټولنيزه فلسفه

له دې خبرې مې مطلب دادى،چې حضرت علي (ک) “عدل” ته په شخصي او وګړيز اړخ کتل که ډېرى يې ټولنيز اړخ ته پام و؟

څرګنده ده،چې ټولنيز اړخ ته يې ډېر پام و او په خپله واکمنۍ او خبرو کې يې وښووله،چې “عدل” يې ستر اسلامي آر ګاڼه او تر هر څه يې غوره او اوچت ګاڼه او سياست يې د “عدل” پر بنسټ و او دا يوازېنى چار و،چې خورا ستونزې يې ورته رامخ ته کړې .

امام علي (ک) (نهج البلاغه/٣خطبه) وايي :

وْلاَ حُضُورُ الْحَاضِرِ وَقِيَامُ الْحُجَّةِ بِوُجُودِ النَّاصِرِ وَمَا أَخَذَ اللهُ عَلَى العُلَمَاءِ أَلاَّ يُقَارُّواعَلَى كِظَّةِ ظَالِمٍ، وَلا سَغَبِمَظْلُومٍ، لاَََلقَيْتُ حَبْلَهَا عَلَى غَارِبِهَا وَلَسَقَيْتُ آخِرَهَا بِكَأْسِ أَوَّلِها،

 

د تشويش څرګندول او غاړه خلاصول

حضرت علي (ک) د خپل خلافت پر مهال داسې کړنلار درلوده،چې اجازه يې نه ورکوله د خلکو حقوق ولتاړل شي او هغه حقوق يې خپلو خاوندانو ته راستنول،چې ترې مخکې لتاړل شوي ول او پوهېده، چې په دې لار کې به ورته کومې ستونزې رامخ ته کېږي؛نو په شک او تشويش يې د خلافت چارې ومنلې او له هغو خلکو سره يې بيعت وکړ،چې ورته راغلي ول،و يې ويل: (( د عونى و التمسوا غيرى،فانا مستقبلون امرا له وجوه و الوان لا تقوم له القلوب ولا تثبت عليه العقول،ما پرېږدئ او په بل پسې ولاړ شئ ناثابته او رنګارنګه راتلونکې په مخ کې ده او د هغو دندو د برياليتوب هېڅ ډاډ نشته، چې اسلام راته پر اوږو کړي دي، کږلېچونه په مخ کې دي،زړونه ثابت نه پاتې کېږي او افکار څپڅپانده کېږي او همدا تاسې،چې اوس راغلي ياست،چې کله مو وليدل لار سخته ده؛نو شونې ده،چې له نيمې لارې راستانه شئ. و ان الآفاق قد اغامت و المحجة قد تنکرت، څنډونه ورېځو نېولي او لمر په ورېځو کې پټ دى،يو لړ کارونه شوي او تثبيت شوي دي،د اسلام په دې لنډ تاريخ کې يو لړ کسان د بوتانو په څېر شوي او کړنلار بدلول يې خورا ستونزمن چار دى.

بيا پر هغو خلکو خپله غاړه خلاصوي،چې بيعت اخستو ته راغلي،وايي: واعلموا انى ان اجبتکم رکبت بکم ما اعلم (نهج البلاغه/٩١ خطبه)،پوه شئ دا بلنه مې،چې ومنله؛نو په خپله پوهه او کړنلار به چلېږم او د چا خبرې او سپار‌ښتنې ته به غوږ نه ږدم. هو ! که ما پر خپل حال پرېږدئ او د چار واګې را پرغاړه نه کړئ؛نو معذور يم او د پخوا په څېر به سلاکار يم.

 

د حضرت عثمان (رض) قطايع

د هغو ځمکو په هکله،چې د عامه مسلمانانو دي او حضرت عثمان (رض) شخصي کړې وې،و يې ويل: والله لو وجدته قد تزوج به النساء و ملک به الاماء لرددته،پر خداى قسم ! هغه ځمکې به ترې بېرته واخلم،چې د خلکو دي او عثمان ده او هغه ته ورکړي دي،که څه هم د خپلو ښځو مهر کړى يې وي او يا يې پرې وينځې پېرلې وي.

 

داسې يې نه ويل،چې تېر په هېر

د حضرت علي (ک) خلافت ته خورا ستونزې رامخې ته شوې او اصلي خبره دا وه،چې پخوانۍ خبرې يې راسپړلې او نه يې ويل،چې تېر په هېر او ويل يې،چې پر خراب،کوږ او وروست بنسټ ستره او ښکلې ماڼۍ نشي جوړېداى .

 

د عدالت پراخه نړۍ او د ظلم تنګه نړۍ

حضرت علي (ک) وايي : يوازې عدالت دى،چې ټول راضي کولاى شي.عدالت يوازېنى ظرفيت دى،چې د ټولو رضايت په ځان کې رانغاړلى شي.که څوک د کږلارۍ او حرص له امله پر خپل حق او بريد قانع نه وي او په حق قناعت پرې زور راوړي؛نو ظلم به پرې ډېر فشار راوړي .

ځکه د انسان پر اروا دوه ډوله زور راځي: يو هغه زور او فشار،چې ټولنه او چاپېريال يې راوړي.يوه ټېله،چې بل انسان يې ورکوي، کوړه ده،چې نور به پرې وهي او هغه زندان دى،چې نور به دې پکې غورځوي او بل ډول هغه زور او فشار دى،چې له دنننه پر انسان راځي؛لکه د کينې فشار،د غچ اخستنې فشار،د حرص او تمې فشار.

که ټولنيز عدالت پلى شي او د بهرني لاملونو له امله خونديېنه رامنځ ته شي ؛نو په دې حال کې يو انسان هم د بل انسان پر حق خېټه نشي اچولاى؛نو له دې اړخه يې څوک پر اروا زور او فشار نشي راوړاى؛ خو که عدالت نه و او لوټنه او ظلم و؛نو د هغوى به تمه نوره هم ډېره شي،چې د حرص او تمې تر فشار لاندې وي.

ابن ابي الحديد وايي: خلک د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو وروسته په جومات کې راټول شوي ول،چې وويني د خلافت چارې کوم ځاى ته رسي او داچې بې له علي (ک) څوک نه و،چې د خلافت لپاره ورته د خلکو پام وي، بلخوا ځينې ول،چې په اسلام کې د حضرت علي پر مخينه او شخصيت يې رسمي خبرې کولې؛نو خلکو په خورا لېوالتيا له حضرت علي (ک) سره بيعت وکړ.

 

مهم اخطار

په دويمه ورځ د جومات ممبر ته وخوت او پر خپلو پرونۍ خبرو (چې په مخکنيو مخونو کې مو وويل) يې رڼا واچوله او و يې ويل: خداى په خپله پوهېږي،چې زه د خلافت له چارو سره ددې لپاره مينه نه لرم،چې واک او ځواک مې په لاس کې وي.له پېغمبر اکرمه مې اورېدلي : (( تر ما وروسته،چې هر چا د خلافت چارې په لاس کې واخستې؛نو د قيامت پر ورځ به يې د صراط پر پله دروي او پرښتې به يې کړنليک پرانېځي؛که په عدالت چلېدلى وي؛نو خداى به يې د همدې عدالت په پار وژغوري او که په عدالت نه وي چلېدلى؛نو د صراط پل به و خوځېږي او د دوزخ تل ته به يې ورګوزار کړي.))

بيا يې په کيڼ او ښي لوري کې ناستو کسانو ته وکتل او و يې ويل : ((هغوى چې په دنيا کې ډوب دي،ځمکې،شتمنۍ، ويالې،باغونه او ګل اندامې وينځې لري؛نو سبا مې،چې دا هر څه ترې واخستل او بيت المال ته مې ورکړل او هر چا ته به يې د خپل حق هومره ورکوم؛ نو بيا دې څوک ګيله و نه کړي،چې علي وغولولو،چې پخوا يې يو څه ويل او اوس بل څه وايي،علي راغى او موږ يې له خپلو شتمنيو بې برخې کړو. له همدا اوسه مې درته خپله کړنلار روښانه کړه او ټول دې خبر وي .))

ځينې،چې ځان ته پر امتياز قايل ول او تورن هم ول؛نو دليل يې دا و،چې موږ له پېغمبر اکرم سره د ناستې پاستې او مصاحبت حق لرو او د اسلام په لار کې مو خورا زحمتونه ګاللي دي . حضرت علي (ک) داسې کسانو ته وويل : ((له فضيلت،مصاحبت او په اسلام کې له مخينې مو منکر نه يم؛دا هغه څيزونه دي،چې اجر يې له خداى سره دى؛ خو ددې جوازېداى نشي،چې ستاسې او نورو ترمنځ پر توپير قايل شو.))

 

د څنډې کېدو او پلمو پيلامه

هغوى چې د حضرت علي (ک) تر حکم لاندې راتلل؛نو راټول شول او “وليد بن عقبة” يې استازى وټاکه.استازى،راغى او حضرت علي (ک) ته يې وويل : اباالحسنه ! د پېغمبراکرم پر مهال په جګړو کې دې راته زړه خوړين کړى او په موږ کې دې خورا وژلي دي؛خو موږ به تېر په هېر کړو او بيعت به درسره وکړو؛خو په دوو شرطونو : تېر به هېر کړې او څه چې شوي،کار به پکې نلرې او تردې وروسته،چې دې څنګه خوښه وي،هماغسې کوه او دويم داچې د حضرت عثمان (رض) وژونکي،چې اوس ازاد ګرځي،موږ ته يې راوسپارې،چې قصاص يې کړو او که يو يې هم نه منې؛نو موږ مجبورېږو،چې په “شام” کې له “معاوية بن ابي سفيان” سره يو ځاى شو.

امام ورته وويل: پخوانۍ وينې د شخصي کينې له امله نه دي تويې شوې،د ګروهې او مسلک اختلاف و،موږ د حق لپاره جنګېدو او تاسې د باطل لپاره او حق پر باطل برلاس شو او که تاسې نيوکه لرئ او د وينې بيه غواړئ؛نو ولاړ شئ او له حقه يې وغواړئ؛ځکه حق و، چې باطل يې ځپلى او له منځه يې وړى دى او را به شو ستاسې دې خبرې ته،چې تېر به هېر کړې او له تېرو سره به کار نه لرې؛نو دا چار زما په واک نه دى؛هغه دنده ده،چې خداى پرې ګومارلى يم او د حضرت عثمان (رض) د وژونکيو خبره:که ما خپله دنده ګڼله،چې قصاص يې کړم؛پر هماغه پرون مې قصاصول .))

وليد د امام خبرې ملګرو ته وکړې؛نو هغوى هم د علي (ک) پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

 

د ملګرو غوښتنه

د حضرت علي (ک) ملګري،چې له خبرو او بهيرونو خبر شول،چې ځينو ډلګۍ جوړې کړي او د حضرت علي خلافت تخريبوي؛نو حضرت علي ته يې وويل : ځکه يې ډلګۍ جوړه کړې او مخالفتونه کوي،چې ته پر مساوات او “عدل” ټينګار کوې او ان د حضرت عثمان د وژونکيو غوښتل هم يوازې پلمه او سرپوښ دى او په دې خبره غواړي خلک درپسې راپاڅوي؛نو که شونې وي؛نو په هوډ کې دې نوې کتنه وکړه.

حضرت علي (ک) ولاړ او په جومات کې يې وويل : د هغه خداى شکر کوم،چې زموږ پالونکى او معبود دى،ډېر ښکاره او پټ نعمتونه يې راکړي دي او ټول نعمتونه يې منت دى،چې پر موږ يې ايښي دي،بې له دې،چې موږ له ځانه واک ولرو.تر ټولو غوره هغه دى،چې غوره عبادت يې وکړي،د خداى د استازي پر سنتو غوره او تر ټولو ډېر عمل وکړي.د خداى کتاب؛يعنې قرآن راژوندى کړي.زه هېچا ته پر هېچا په غوراوي قايل نه يم؛خو د تقوا هومره يې.قرآن شته او د پېغمبراکرم سنت مو په منځ کې دي،چې بنسټ يې عدالت او مساوات دى او ټول له دې خبرې ښه خبر دي؛خو هغوى چې ځان تېر باسي او په زړه کې يې خيرى وي او بيا يې دا آيت ولوست.

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ(حجرات/١٣) = خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى،په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.))

دا آيت يې ځکه ولوست،چې و يې پوهوي،چې ددې آيت په استناد امتيازات مو لغو کوم.

 

د اموالو مصادره

ابن ابي الحديد معتزلي شافعي ددې جملې : (( ځمکې به ترې بېرته واخلم که څه هم د ښځو مهر کړى يې وي او يا يې پرې وينځې اخستې وي)) په شرح کې ليکي: ((لکه څنګه يې،چې ويلي ول؛نو ټول اموال يې ضبط کړل؛خو هغوى،چې د اسلامي خلافت له ولکې وتښتېدل.))

وګ: (ابن الحديد؛د نهج البلاغې شرح:١/٩٠)

په دې ترڅ کې حضرت “عمروعاص” معاويه بن ابي سفيان ته ليک وليکه او پکې يې کښلي ول :

((چې څه دې له لاسه کېږي و يې کړه؛ځکه د ابوطالب زوى به راټول کړي څيزونه داسې درنه واخلي؛لکه څنګه،چې د همسا له لرګي پوټکى ايستل کېږي.))

وګ: (ابن الحديد؛د نهج البلاغې شرح:١/٩٠)

 

خپل عدالت يې وواژه؟

خپل عدالت ووژاه؛مانا يې داده،چې د حضرت عثمان (رض) غچ اخستل او د اسلام د وخت جګړې يوازې پلمې وې؛اصلي خبره د ټولنيز عدالت پلي کول ول،په تېره بيا،چې حضرت علي (ک) قانع نه و،چې تېر په هېر کړي او له اوسه خپل کار له سره پيل کړي او ويل يې : (( ان الحق القديم لا يبطله شىء.))

 

حضرت علي او د خلافت له نومه ګټنه

حضرت علي (ک) نه ځان او نه نورو خپلوانو ته ددې اجازه ورکوله، چې د خلافت له نومه ناوړه ګټنه وکړي.که په بازار کې يې هم څه پېرل؛نو له هغه هټيواله يې پېرل،چې يې نه پېژانده دا اميرالمؤمنين دى؛ځکه نه يې غوښتل د خليفه توب له امله لحاظ يې وشي .

ټولنيز منصبونه د هغه چا له نظره،چې واقعاً خپله دنده تر سره کوي او نه غواړي له خپل نومه ګټنه وکړي؛نه ښايي وويل شي،چې حق دى؛بلکې بايد وويل شي،چې مکلفيت دى.حق او مکلفيت توپير لري.حق؛يعنې ګټنه او مکلفيت؛يعنې دنده.که موږ له ټولنيز منصبونو ناوړه ګټنه لرې کړو؛نو ګورو به ،چې بيا د حق نوم نه شو ورکولاى،بايد د مکلفيت نوم ورکړاى شي . د مکلفيت او حق په باب مثال : عسکري مکلفيت دى نه حق؛نو وايو د عسکرۍ عسکر او نه وايو د عسکرۍ حق .

که له عنوانو ناوړه ګټنه ونشي او واقعاً عمل پرې وشي؛نو څرګندېږي،چې دا ټول مکلفيت دى نه حق.

د مکلفيت شرايط هم د حق له شرايطو سره توپير لري.حضرت علي (ک)،چې له خلافته ناوړه ګټنه نه کوله؛نو خلافت او حکومت ورته مکلفيت و نه حق او که وغواړو له يو مکلفيت او دندې ناوړه او نامشروع ګټنه وکړو؛نو په هر مکلفيت په غلطه د حق نوم ايښوواى شو.

که له لمانځه _چې سل په سلو کې دنده ده_ ناوړه ګټنه وشي او د چا د ژوند سمبالولو سرچينه شي؛نو ددې سړي له نظره لمونځ کول يا د جماعت امامت حق دى؛نه مکلفيت او کېداى شي له سترو حقونو ځنې وي؛خو حقيقت داسې نه دى.

چې حضرت علي (ک) وينو،چې ان چمتو نه دى،چې دومره د خلافت له نومه ناوړه ګټنه وکړي،چې کله څه پېري؛نو له هغه هټيوال يې پېري،چې نه يې پېژني،چې د خلافت د منصب په پار يې تر نورو پرې ارزان و نه پلوري . بايد ووايو،چې خلافت هم مکلفيت دى؛ نه حق او هغه مکلفيت دى،چې پورته ترې بل مکلفيت نشته؛بلکې تر مکلفيت هم پورته دى او رياضت دى.

په تودو ورځو کې به له “دارالاماره” بهر راووت او تر سيوري لاندې به کېناسته،چې هسې نه کوم مراجعه کوونکى په توده هوا کې وکړېږي.په واقع کې دا رياضت او خورا سخت مکلفيت و.

په يو ليک کې “قثم بن عباس” (د حجاز والي) ته ليکي:

وَاجْلِسْ لَهُمُ الْعَصْرَيْنِ فَأَفْتِ الْمُسْتَفْتِيَ، وَعَلِّمِ الْجَاهِلَ، وَذَاكِرِ الْعَالِمَ، وَلاَ يَكُنْ لَكَ إِلَى النَّاسِ سَفِيرٌ إِلاَّ لِسَانُكَ، وَلاَ حَاجِبٌ إِلاَّ وَجْهُكَ.

مالک اشتر ته ليکي: د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه،چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه خداى پر وړاندې عاجز اوسه،چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه،چې بې تشويشه درته خپلې خبرې وکړي . ما څو ځل له رسول اکرمه اورېدلي چې: ” هغه ملت به ونه ژغورل شي،چې بې له کوم تشويش او پلمې د بېوسيو حق له زورورو وانخلي.” نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه،چې خداى درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛نو داسې يې ورکوه،چې ګڼې خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي.))

وګ : نهج البلاغه /٥٣ ليک .

شيخ سعدي په همدې مضمون په بوستان کې يو شعر لري:

تو کى بشنوى ناله دادخــــــــــــــواه     به کيـــــوان برت کله خوابگاه

چنان خسب کآيد فغانت به گوش     اگر داد خواهي بر آرد خروش

 


په اسلام کې د “عدل” آر

 

له اسلامي عدله د مسلمانانو د کږېدو اصلي لامل

چې کله دا پوښتنه نوموتېږي-مطرحېږي سره له دې،چې په اسلام کې دومره پر “عدل” سپارښتنه شوې؛خو عمل پرې نه دى شوى او دومره وخت لا تېر شوى نه و،چې په اسلامي ټولنه کې ډول ډول بې عدالتۍ او تبعيضونو رامنځ ته شول؛نو لامل يې څه دى؟ څه چې لومړى د انسان ماغزو ته راځي دادي،چې ځينې خلفاء ددې لامل شول،چې دا آر ښه پلى نشي او دا چار لومړى بايد خلفاء او د مسلمانانو مشران پر ځان پلى کړي او داچې د هغوى نيت هم ښه نه و او ددې مقام وړتيا يې نه درلوده؛نو ددې آر د پلي کېدو په لار کې خنډ شول.

دا ځواب پر ځاى دى؛خو په دې مانا،چې يو علت دا و،چې هغوى بايد پلي کړى واى؛خو پلى يې نه کړ او د “عدل” پر ضد يې عمل وکړ،چې د عباسي او اموي د خلفاوو تاريخ ددې خبر ستر ګواه دى.

 

د عدالت ناوړه تفسيرول

خو ټول علت دا نه دى،يو بل مهم علت هم شته،چې که اغېز يې تر لومړي علته ډېر نه وي؛لږ به هم نه وي او هغه داچې عدالت ناوړه تفسير او توضيح شوى دى.

ښه او لوړ قانون بايد په لومړۍ درجه کې ښه تفسير شي او په دويمه درجه کې بايد ښه پلى او تنفيذ شي؛که ښه تفسير نشي او هغوى يې چې پلي کول غواړي؛نو ګټه به نه لري؛ځکه هغسې به يې پلى کوي، چې تفسير شوى دى.

هغوى چې په اسلام کې له دې آره منکر شول؛نو ناوړه نيت يې نه درلود او يوازې د قشري-سرسري او متعبدانه فکر کولو له امله يې مسلمانان دې ورځې ته راورسول؛نو دا و،چې اسلام يې پر دوو مصيبوتونه اخته کړ:

يو په پلي کېدو او تنفيذ کې د ناوړه نيت مصيبت،چې په هماغه ړومبيو کې دا چار تر سره شو،چې د خلافت څرخ پر خپل چورليد واقع نه شو او عرب ته يې پر ناعرب او قريش ته يې پر ناقريش غوراوى ورکړ او يو شمېر ازاد پرېښوول شوي ول،چې له بيت الماله برخمن شي او نور ترې بې برخې ول؛نو ځکه حضرت علي(ک) په خپل خلافت کې د همدې نادودو د سمولو لپاره راپاڅېد،چې د همدې پاڅون په لار کې شهيد هم شو او ورپسې همدې کږلارۍ د معاوية بن ابي سفيان او نورو خلفاوو پر مهال زور واخست.

بل مصيب د هغو رغي فکرکوونکيو او متعبدانو له اړخه جوړ شو، چې کاږه واږه تفسيرونه يې وکړل،چې اغېزې يې تر اوسه شته.

 

کلامي ريښه

دا ټولنيز آر يو کلامي ريښه هم لري. د کلام علم د دويمې پېړۍ په نيمايي کې راپيداشو؛ځينې د دين په اصولو،توحيد،د خداى په صفاتو او د معاد په اړوند مسئلو کې پر ويينه بوخت شول،چې “متکلمين” نومېدل .

داچې ولې “متکلمين” ورته ويل کېږي،تاريخپوهانو ورته علتونه ويلي دي. ځينو ويلي: علت يې دا و چې تر ټولو مهمه مسئله،چې د دوى ذهن يې بوخت کړى و،د قرآن مجيد د حدوث او قدم ويينه وه، چې کلام الله دى. ځينو ويلي: دوى په خپله دا نوم د منطق (چې هغه مهال نوى پيدا شوى و) پر وړاندې پر ځان ايښى و،کلام؛يعنې وينا. ځينو ويلي: ځکه متکلم ورته ويل کېږي،چې يو له بل سره به يې ډېره مجادله او مباحثه کوله . هر څه چې وو،داسې يوه ډله راپيدا شوه.

 

الهي عدل

“الهي عدل” يوه مسئله وه،چې د کلام په علم کې ويينه پرې وشوه،چې آيا خداى عادل دى که نه؟دې مسئلې خورا اهميت وموند او ډېرى څانګې او ښاخونه يې پيدا کړل،چې قهراً لمنه يې د ټولينز عدالت آر ته راورسېده،چې موږ هم ويينه پرې لرو.

دې مسئلې د “کلام الله” تر “حدوث” او “قديم والي” هم خورا ارزښت پيدا کړ ،چې ډېرې وينې ورته تويې شوې وې.

متکلمين د “الهي عدل” د نفې او اثبات پر بنسټ دوه څانګې شول: “عدليه” او “غير عدليه”. عدليه؛يعنې د الهي عدل پلويان او غير عدليه؛يعنې له الهي عدله منکران .

شيعه متکلمين عموماً له عدليه وو ځنې دي او له همدې اړخه له پخوا دود شوه،چې شيعه ووايي: د دين اصول پينځه دي : ” توحيد”، “عدل”،”نبوت”،”امامت” او “معاد”؛يعنې د شيعي اسلامپوهنې له نظره د اسلام اصول پينځه دي.

د الهي عدل په مسئله کې په دوو برخو کې ويينه وشوه: يو داچې آيا د نړۍ خلقت او تکوين، له اسمانه تر ځمکې،له جماد،نبات او حيوان او له دنيا نه تر آخرته،له عدالت سره اړخ لګوي او د “عدل” پر بنسټ دي او په خلقت او پنځونه کې پر هېڅ موجود ظلم نه کېږي او دا عالم پر “عدل” ولاړ دى؟ آيا (( بالعدل قامت السموات والارض)) يا داچې د خداى اراده او مشيت مطلق دى او هېڅ څه يې اراده محدودولاى نشي؛فعال ما يشاء ((يَفْعَلُ مَا يَشَاء.آل عمران/٤٠)) او ((يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ.مائده/١))پنځونه يې د يوې تلې،قاعدې او قانون تابعېداى نشي، څه چې هغه کوي “عدل” دى؛نه داچې هغه کوي،چې د “عدل” غوښتنه ده.

آيا خداى به د قيامت پر ورځ د “عدل” پر موازينو چلېږي او په حساب به ځينې دوزخ او ځينې جنت بوځي که داسې نه ده؟

ددې پوښتنې ځواب يې داسې ورکړ: داسې نه ده؛هېڅ قانون او ناموس نشي کړاى،چې د حق پر فعل واکمن شي،هر قانون او ناموس د هغه د فعل او امر تابع دي،”عدل” او ظلم هم د خداى د فعل تابع دي. که خداى مطيع دوزخ ته او ګناهګار جنت ته بوځي؛نو داچې هغه کړي؛نو “عدل” دى.

د هغه اراده او فعل د يو قانون تابع او خاضع نه دى او ټول قوانين او موازين د هغه د ارادې تابع دي.

دا د “عدل” آر په هکله يوه برخه وه،چې د نړۍ په پنځونه او نظم پورې اړوند وه،چې آيا له “عدل” سره اړخ لګوي که نه؟

بله برخه يې د نظام تشريع په اړه ده او په ديني احکامو پورې اړوند ده؟

آيا د تشريع نظام د “عدل” تابع دى که نه؟ آيا عادلانه وضع شوي او هر حکم د يو حقيقت او مصلحت تابع دى که داسې نه ده؟

د اسلامي شريعت قوانينو ته،چې ګورو؛نو يو لړ څيزونه پکې فرض شوي او پرعکس يو لړ څيزونه پکې تحريم او منع شوي دي : رښتيا او امانت ساتۍ ته رابلل شوي يو او له دروغو،خيانت او ظلمه منع شوي يو.

اړنګ (شک) نشته،چې بالفعل بايد ووايو : د څه امر يې چې کړى ؛ نو ښه دى او له څه يې،چې منع کړي يو؛نو بد دي؛خو داچې ښې چارې ښې دي؛نو اسلام ورته رابللي يو او بدې چارې بدې؛نو اسلام ترې منع کړي يو؟ يا داچې اسلام ددې چار حکم کړى؛نو ښه دى او له هغه بله يې،چې منع کړي يو؛نو بد دى او که پر عکس حکم يې کړى و،که د دروغو او ظلم حکم يې کړى و؛نو آيا واقعاً ښه کېدل به او که له امانت ساتۍ او عدالته يې منع کړي وو؛نو دا به واقعاً بدې وې؛يعنې بدېدې؟

د اسلام شارع لارښوونه کړې،چې بيع حلاله او سود حرام دى. اړنګ نشته،چې اوس بيع ښه او سود بد چار دى . آيا اوس بيع په خپل ذات کې په خپله ښه څيز و او بشر ته ګټوره ده او دا چې ښه او ګټوره ده؛نو په اسلام کې حلاله ګڼل شوې؛خو سود په خپل ذات کې په خپله بد دى او بشري ټولنې ته يې ضرر درلود؛نو ځکه په اسلام کې حرام شوى دى او قرآن حکيم وايي:

((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ (بقره/٢٧٥)= هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه څوك چې له شيطان سره د تماس له وجهې لېونى شوى وي ( خپل ځان نشي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي )

او يا پر عکس ده.دا چې اسلام ويلي بيع حلاله ده؛نو ښه ده او ربا ځکه بده،چې اسلام ويلي،حرامه ده؟

 

عقلي حسن او قبح

دا ول،چې اسلامي علماء دوې ډلې شول؛يوه ډله د عقلي حسن و قبح پلوې شوه او و يې ويل : د شارع فرمان د حسن و قبح او د څيزونو د واقعي صلاح او فساد تابع دى او بله ډله د څيزونو له عقلي حسن و قبحه منکر شول، ويې ويل :د څيزونو حسن او قبح د شرعي احکامو تابع دي.

د “عدل” او ظلم په هکله هم،چې د خلکو په حقوقو او حدودو پورې اړوند ده او يوه ټولنيزه موضوع ده،دا خبره رامنځ ته شوه.

د “عدليه وو” د نظر له مخې،په واقع او نفس الامر کې يو حق او ذى حق دى او ذى حقتوب او نه ذى حقتوب په خپله يو اقعيت دى،د اسلام د حکم د راتګ تر مخه هم حق او ذى حقتوب و،يو به خپل واقعي حق ته رسېده او يوه به بې برخې کېده او اسلام راغى او خپل احکام يې داسې تنظيم کړل،چې هر حق خپل ذى حق ته ورسي.اسلام خپل احکام د عدالت له مخې تنظيم کړل. عدالت؛يعنې (( اعطاء کل ذى حق حقه.)) حق او عدالت هغه چار دى که اسلام يې حکم نه وکړى؛نو بيا به هم په خپله يو حقيقت و او دغسې يې حقيقت کېدل نه.

د دويمې ډلې د نظر له مخې،حق،ذى حقتوب او نه ذى حقتوب او همداراز “عدل” او ظلم حقيقت نه لري او ددې تابع دي،چې د اسلام شارع څنګه قانون وضع کوي.

ددې ډلې په ګروهه؛لکه څنګه،چې نړۍ له دې امله،چې حق فعل دى او د خداى د مطلقې ارادې او مشيت زوکړه ده؛نو د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه ده،د تشريع نظام هم د هېڅ قانون او قاعدې تابع نه دى او نه د کوم قانون پر وړاندې خاضع دى . څه چې د اسلام قانون وضع کړي؛حق دي؛يعنې حقېږي او هر څنګه يې،چې وضع کړى،هماغه عدالت دى.

که د اسلام لارښوونه داسې واى،چې خلک زيار وباسي او څيزونه جوړوي؛نو د حق خاوند (ذى حق) نه دى؛بلکې يو بل وښيي،چې د حق خاوند دى،چې هېڅ زيار يې نه دى ايستلى؛نو واقعاً به همداسې وه، چې زيارکښ به حقوال نه ول او دا تيار ناست به و !

د حسن و قبح د ويينې عملي او ټولنيزې اغېز

شونې ده،چې وويل شي: دا ويينه څه عملي پايله لري؟ دواړه ډلې د موجوده اسلامي قوانينو په هکله ګروهمن دي،چې له عدالت او صلاح سره سمون خوري؛خو يوه ډله ګروهمنه ده،چې له پيله حسن، قبح، سمونه،ورانونه (فساد)،حق او ناحق ول او بيا د اسلام شارع خپل احکام د هغوى له مخې تنظيم کړل او بله ډله وايي،چې دا له پېله نه ول او د دين تر احکامو وروسته راپيدا شول.

ځينې وايي: حسن،قبح،حق،ناحق،عدالت او ظلم د اسلامي احکامو کچه ده.بله ډله وايي: د دين ددې چارو کچه ده اوس؛نو څلوېښت که دوه شلې؛نو پايله يې يوه ده؛نو د دواړو ډلو علماء،چې اصول او فقهي مسايلو ته راننوتل؛نو د احکامو پر مصلحت او د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت په باب يې ويينې وکړې .

بايد په ځواب کې وويل شي،چې داسې نه ده،د اسلامي احکامو په استنباط کې د عقل او علم لاسوهنه يې مهم عملي اغېز دى.که لومړۍ څرګندونه ومنو،چې واقعي حسن و قبح و، عدالت او حق ول او د اسلام شارع هم دا واقعيات منل؛نو هرومرو کومو په هغو ځايو سره مخېږي،چې د عقل او علم له څرګند حکم سره،چې د حق غوښتنه څه ده او د عدالت غوښتنه څه ده،سمونه کومه ده،ورانونه کومه ده؛نو ناچار يو،چې دلته تم شو او عقل د يو لارښود په نامه ومنو، چې کړاى شي سمونه او ورانونه درک کړي او د “عدليه وو” ذل قاعده و کاروو:(( کل ما حکم به العقل حکم به الشرع)) يا : ((الواجبات الشرعية الطاف فى الواجبات العقلية)) په کار يې واچوو؛نو که د يو نقلي دليل ظاهر يې پر خلاف وي؛ډاډمن يو،چې اسلام يوه موخه لري او هېڅکله له خپلې موخې نه کږېږي،موږ په هماغې موخې پسې ځو،نور په چارو کې د بڼې تابع نه يو،همدا چې پوه شو ربا حرامه ده او بې دليله هم حرامه نه ده؛ پوهېږو،چې څومره هم بڼه واوړي،بيا يې هم حرمت پر ځاى دى؛د ربا منځپانګه ربا ده، د ظلم منځپانګه ظلم دى،د غلا منځپانګه غلا ده؛نو خپله منځپانګه لري،که څومره هم خپله بڼه واړوي او ان که د عدالت او حق جامه هم ورواغوندي؛نو بيا هم خپله منځپانګه لري .

د دويمې نظريې له مخې،عقل بېخي لارښودېداى نشي ،اسلامي قوانين يو روح او مانا نه لري،چې موږ دا روح او مانا آر کړو او څه چې دي،هماغه بڼه او صورت دى او د بڼې او صورت په بدلېدو هر څه بدلېږي.

اصولا ددې څرګندونې له مخې،که د يو مصلحت پر بل مصلحت د لومړيت،حق،عدالت او مصلحت نوم واخستل شي؛نو يو واقعي مفهوم نه لري،د هماغه شکل او بڼې نوم يې مصلحت، عدالت، حق او دې ته ورته څيزونه ايښي دي.

نو د لومړۍ نظريې له مخې،موږ حق،عدالت او مصلحت ته د يو واقعي چار په سترګه وينو؛خو د دويمې نظريې له مخې،ورته په يو خيالي فرض.

د جاهليت د خلکو د کږلارۍ يو لامل هم دا و،چې د بديو او ښېګڼو د درک ځواک ترې اخستل شوى و او هر ناوړه چار او چټلي يې د دين په نامه منله او د ديني او شرعي چارو نوم يې پرې ايښووه.په همدې چار کې قرآن شريف پرې نيوکه کوي،ورته وايي: بايد تاسې دومره پوه شئ،چې بدې چارې په خپل ذات کې بدې دي او ناشونې ده،چې خداى د بدې چارې سپارښتنه وکړي او حکم يې ورکړي.

ناوړي په خپله همدې ته بسيا ده،چې پوه شئ خداى يې حکم نه ورکوي،وايي :

((وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ . قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ (اعراف/٢٨،٢٩)= او چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛نو) وايي : (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او خداى راته په خپله هم ددې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه : ((خداى (هېڅكله) د بې حيا چارو د تر سره کولو امر نه كوي،ايا داسې څېزونه په خداى پورې تړئ،چې نه پوهېږئ ؟!))- ((زما پالونكي په انصاف امر كړى دى.))

يعنې فحشا،چې کوي؛نو خپلو چارو ته دوه دليله راوړي: يو داچې د پلار نيکه دود مو دى او بل داچې وايي د خداى حکم همدا دى او خداى يې اجازه ورکړې ده. هغوى ته ووايه،چې خداى هېڅکله د فحشا اجازه نه ورکوي،پخپله فحشا او عفاف حقيقتونه او واقعيتونه دي،چې د خداى په امر او منع فحشا نه عفافېږي او عفاف هم نه فحشا کېږي. خداى هېڅکله د فحشا حکم نه کوي او نه يې اجازه ورکوي؛خداى د “عدل”،اعتدال او منځلارۍ حکم کوي . بايد په دې خبره په خپله پوه شئ،تشخيص يې کړئ او بيا يې کچه (مقياس) کړئ. په دې کچه يې تشخيص کړئ،چې خداى د څه امر کوي او له څه مو منع کوي.


څلورګوني دليلونه

“عدليه” علماء وايي : شرعيه دلايل څلور دي: قرآن،سنت، اجماع (؛يعنې له ځانګړيو شرايطو سره د اسلامي علماوو اتفاق) او عقل؛خو د “غير عدليه وو” له نظره،هېڅ مانا نه لري،چې عقل شرعي ادله وشمېرل شي او د اجتهاد او شرعي احکامو د استناط يو ستنه شي. له نظره يې محض تعبد واکمن دى.

 

له شرمه ډک استدلالونه

ډېر به حيران شئ،چې واورئ په اسلام کې يوه ډله راپيدا شوه،چې واقعاً مسلمانان ول؛بلکې ځانونه يې تر نورو ډېر مسلمانان او سپېڅلي ګڼل،خورا متعبدان وو او ځانونه يې سل په سلو کې د پېغمبر اکر(ص) د سنتو لارويان ګڼل؛نو بيا همدوى په تکوينياتو او تشريعياتو کې له الهي عدله د نمښتې-انکار د څرګندونې د جوتولو لپاره استدلال کوي.

په خپل آند يې په پنځونه او هستۍ کې د بې عدالتۍ بېلګې راوړي،چې له شرمه ډکې دي.د رنځونو او دردونو بېلګې يې راوړې دي،د شيطان پنځونه يې دليل راوړې ده،ويلي يې دي : که د هستۍ بهير پر عدالت روان و؛نو بايد علي بن ابيطالب وژل شوى نه واى،چې ځاى يې “زياد بن ابيه” او “حجاج بن يوسف” ونيسي او دې ته ورته نورې بېلګې. دا د تکوينياتو او د تکوين د نظام په برخه کې.

د تشريعياتو او د تشريع د نظام په هکله هم ددې لپاره،چې جوته کړي،چې اسلامي قوانين د قانون،قاعدې،سمونې،ورانونې او حسن و قبح تابع نه دي،و يې ويل : د شرع بنسټ د متفرقاتو پر جمع او د مجتمعاتو پر تفرقه دى؛نو ځکه په ديني احکامو کې دومره نيمګړتيا ليدل کېږي،په ډېرى ځايو کې ليدل کېږي،چې د اسلام شارع يو ډول حکم ورکړى،حال داچې يو شان نه دي او په ډېرى ځايو کې يې پر عکس؛دوه څيزه،چې کټ مټ ورته دي او بايد يو ډول حکم ولري؛نو دوه ډوله حکم لري.و يې ويل : ولې اسلام د ښځې او سړي تر منځ پر توپير قايل دى او سړي ته يې څلور ښځې روا ګڼلي او ښځې ته يې يوازې يو مېړه ؟ له غله لاس غوڅوي،چې د غلا اوزار يې دى؛خو له دروغجنه ژبه نه غوڅوي،چې د دروغو اوزار يې ده؟ همداسې زناکار او ……

له شرمه ډکه خبره ده،چې په تاريخ کې ولولو،يوه ډله راپيدا شوه،چې ځانونه يې د قرآن تابع ګڼل او قرآن حکيم دومره د تشريع او تکوين په نظام کې د الهي عدل په هکله خبرې کړي؛خو دا ډله له هستۍ حکمت او عدالت نفې کوي او د اسلامي احکامو بنسټ بې حکمتي ګڼي.

د “عدل” د منکرانو بريا

تر يوې پېړۍ ويينو،مجادلو،شخړو او وينې توييدنې وروسته د وخت د سياستونو له امله د عدل منکران بريالي شول او دا چار متوکل عباسي وکړ. متوکل دا فکر ومانه،چې يا يې خوښ و يا يې له سياست سره اړخ لګاوه او يا دا چې د ناپوهۍ له مخې يې دا کار وکړ.

مسعودي په مروج الذهب (٤/٨٦) کې ليکلي دي:

((لما افضت الخلافة الى المتوکل امر بترک النظر و المباحثة فى الجدل و الترک لما کان عليه الناس فى ايام المعتصم والواثق و امر الناس بالتسليم و التقليد و امر الشيوخ المحدثين بالتحديث و اظهار السنة و الجماعة.

همدا چې “متوکل” خلافت ته ورسېد؛نو حکم يې ورکړ،چې د عقلي بحثونو مخه دې ونيول شي او خلک دې په ديني مسايلو کې محض تعبد ولري او په ديني احکامو کې يې له خلکو د فکر او تعقل حق واخست او حکم يې وکړ،چې د اهل حديثو شيوخو،چې له عدله منکر ول،بې له څرګندونو به احاديث رانقلوي او سنت او جماعت دې ښکاره کړي.)) “متوکل” د فلسفې له خپرېدو هم په دې جرم مخ ونيوه،چې عقلي ويينه ده.

 

د سُني ټکى

نن،چې د “سُني” ټکى د “شيعه” پر وړاندې کارول کېږي؛په لومړيو کې په دې مانا نه و؛بلکې “سني” يې هغو ته ويل،چې د عدل او د څيزونو د واقعي حسن و قبحه منکر ول او دا چې شيعه وو او معتزله وو ته يې “عدليه” ويل او بيا معتزله د متوکل عباسي پر مهال مخ پر ځوړ شول او و يې نشو کړاى،چې د يوه ښوونځي په توګه سر راښکاره کړي او يوازې شيعه متکلمين ول،چې خپله ګروهه يې وساتله او وروسته يې ټولو غير شيعه مسلمانانو ته اهل سنت و جماعت وويل شول . بايد ووايو : وروسته،چې په کلامي مسايلو کې د اهلسنتو عالمانو اشعري مسلک وټاکه؛نو ډېرى د اهلسنتو عالمان هم ول،چې د عدل آر يې منلى و؛لکه زمخشري او…

ورو ورو کلامي ويينې سړې شوې او د يوې ډلې ګروهې په بلې کې ننوتې او يو عمومي مصيبت يې رامنځ ته کړ،چې دلته پرې ويينه نه کوو.

 

د اشعري فکر عوام پسندي

هغه مهال به ډېرى خلکو د “غيرعدليه وو” فکر خوښاوه؛ځکه ددې فکر بنسټ تسليم،تعبد او محض تبعيت و. داچې عام خلک تفکر نه لري؛نو طبعاً تفکر او تعقل خطرناک ګڼي او ترې وېرېږي. د عوامو له نظره دا دين ته يو فضيلت او عظمت دى،چې واوري د شرع حکم د عقل تابع نه دى؛نو ځکه د “متوکل” دا کار،چې د فکر د ازادۍ مخه يې ونيوه،د خلکو ډېر خوښ شو او خلکو يې دا کار له نبوي سنتو ملاتړ وګاڼه او سره له دې،چې “متوکل” فاسق،شرير او ظالم و؛خو په دې کار يې په خلکو کې خورا محبوبيت وموند او ددې کار ستاينې ته يې خورا شعرونه وويل شول،چې د هغوى په ګروهه د خداى ددين ملګرتيا دې کړې ده.د هغه مهال خلکو_چې په واقع کې د اسلام د فکري او علمي ناورين ورځ وه او د اسلام عقلي ژوند ته ستر وير و_ جشن ونيو او خوشحالۍ يې وکړې.

دا د هغه شعر پښتو ژباړه ده،چې د متوکل په ستاينه کې ويل شوى و:

(( نن نور د پېغمبر سنت درانده او محترم شول،ته وا خوار شوى نه و اوس به د پېغمبر سنت په وياړ راڅرګندېږي او د باطلو او زور نښې به له پورته لاندې را ګوزارې شي.دې بدعتپالو (يعنې عدليه و) شا کړه او دوزخ ته ولاړل او راستانه به نشي. خداى په متوکل خليفه،چې د پېغمبر د سنتو لاروى او مينوال دى،د مسلمانانو د زړه غوښتنه يې له دې بدعتپالو واخسته. متوکل هماغه دى،چې زما د پالونکي خليفه دى،د خداى د استازي د تره زوى دى او د عباسيانو د کورنۍ خورا غوره وګړى دى؛هماغه دى،چې د دين ملګري يې وکړه او له درزه يې وژغوره.خداى دې يې عمر ډېر کړي او سيورى دې يې تل د مسلمانانو پر سر وي،خداى دې يې روغ رمټ وساتي او ددې ستر خدمت له امله، چې اسلام ته يې کړى،خداى دې يې له پېغمبر سره په جنت کې يو ځاى کړي.))

دا و ددې مسئلې تاريخي بهير.

 

يوه پرتلنه؛فلسفي او ديني سوفسطائيان

د حق په موضوع کې،چې په اسلام کې د دوو ډلو ترمنځ دا فکر پيدا شو، چې آيا حق او عدالت ددين کچه ده که دين د حق او عدالت کچه ده؛نو پخوا په فيلسوفانو کې د حقيقت په اړه دې ته ورته فکر پيدا شوى و: آيا يو حقيقت په واقع کې نفس الامر دى او زموږ ذهن په خپلو اداراکاتو او انديشو کې د واقع،حقيقت او نفس الامر تابع دى يا داسې نه ده او حقيقت زموږ د ذهن او فکر تابع دى؟ په بله وينا: دا چې په خپلو فلسفي او علمي انديشو کې وايو: پلانى مطلب داسې دى او پلانى هغسې؛نو آيا هغه مطلب په خپله يو حقيقت دى؛که موږ يې درک کړو،که درک يې نه کړو او داچې زموږ ذهن يې هغسې درک کوي، چې دى؛نو زموږ د ذهن ادراک حقيقي ادراک دى او يا داچې پر عکس چار دى او حقيقت زموږ د ذهن تابع دى او څنګه چې يې موږ درک کوو؛نو هماغه حقيقت دى او دا چې کېداى شي بېلابېل وګړي په بېلابېلو ډولونو يو حقيقت درک کړي؛نو هر يو ته حقيقت له بل سره توپير لري؛نو حقيقت نسبي دى؟

په پخواني “يونان” کې ځينې ډلې پيدا شوې،چې د انسان فکر يې د حقيقت کچه ګڼله؛نه دا چې حقيقت يې د انسان د فکر کچه ګڼله،ويل يې:د هر څه کچه انسان دى.دوى د فلسفې په تاريخ کې “سوفسطائيان” يادېدل.

دوى د وخت له پلوه تر اسلامي متکلمينو مخکې ول او خپلې مدعا ته يې دليلونه هم درلودل؛لکه څنګه چې په اسلام کې له عدله منکرينو خپل دليلونه درلودل.

د “عدل” له آره منکرينو په خپل آند په اسلامي احکامو کې نيمګړتياوې،د مختلفاتو جمع او د متشابهاتو تفرقه وموندل او ويل يې: ددې نيمګړتياوو له امله د اسلامي احکامو کچه واقعي سمونه (صلاح) او ورانونه (فساد) کېداى نشي؛بلکې اسلامي احکام د ښو، بدو،صلاح او فساد کچې دي . هغوى هم د هغه نيمګړتياوو له امله، چې په عقل او حس کې پيدا کېږي،وويل: شونې نه ده،چې حقيقت د ذهن کچه وي؛بلکې ذهن د حقيقت مقياس دى.

هغه ځوابونو،چې فليسوفانو يوناني او غير يوناني شکاکانو ته ور کړل،هغو ځوابو ته ورته دي،چې په اسلام کې “عدليه وو” هغه بلې ډلې ته_ښه به وي،چې ديني شکاکان او سوفسطائيان ورته وويل شي_ورکړل . دا موضوع نه غځوو.

 

 

 

 

د روڼ آندۍ او جمود جګړه

د “عدليه” او “غير عدليه” بهير د جمود او روڼ آندۍ او تعقل تر منځ جګړه وه؛له بده مرغه،چې جمود برلاسى شو،چې اسلامي نړۍ ته يې خورا مانيز-معنوي تاوانونه هم اړول.

په انسان کې يو حس دى،چې کله په خپل آند غواړي ديني چارو ته ښه سر ټيټ کړي؛نو داسې ورته سر ټيټوي،چې د دين د اجازې پر خلاف وي؛يعنې د عقل څراغ لرې ګوزاروي او په پايله کې د دين لار هم ورکوي.

د رسول اکرم وينا ده:((دوو تنو زما او د دين ملا ماته کړه :متعصب ناپوه او بل لاابالي عالم.)) (بحارالانوار٢/١٠٦)

روايت دى:((خداى دوه حجتونه لري؛يو يې باطني حجت او بل يې ظاهري حجت دى؛باطني حجت عقل دى او ظاهري حجت پېغمبران دي.))

 

حضرت علي(ک) د جمود بلهار شو

سمه ده،چې پر عدالت ټينګار پر حضرت علي (ک) د “صفين” او “جمل” جګړه وروتپله؛خو “خوارج” د ناپوهۍ،جمود او کوزفکرۍ پايله وه، چې امام علي (ک) يې شهيد کړ.

خوارج

په “صفين” کې د “منځګړتوب” مسئله رامخې ته شوه.د امام علي (ک) له يارانو يوې ډلې سرغړونه وکړه او بهرنى مذهب يې رامنځ ته کړ. حضرت علي (ک)،چې پر کومه توره په سر ووهل شو؛د يو خارجي مذهبي توره وه. خوارج اسلامي ډلګۍ ده. ته وا چې زموږ د ګروهې له مخې کافر دي؛خو هغوى ځانونه مسلمان او نور يې بې دينه او له دينه وتلي ګڼل. هېچا هم دعوا نه ده کړې،چې خوارج پر اسلام ګروهمن نه ول؛بلکې ټول منښته-اعتراف کوي،چې په خورا ټينګ تعصب پر اسلام ګروهمن ول؛خو ستره ځانګړنه يې له فکر او تعقله لرېتوب و؛پخپله حضرت علي (ک) هغوى ګروهمن؛خو ناپوه او سرسري خلک ښوول.د قرآن شريف قاريان،د شپې لمونځ کوونکي او عابدان ول؛ خو جاهل،بې مغزه او کم عقله ول؛بلکې د دين په چارو کې د فکر او تعقل مخالف ول .

حضرت علي (ک)،چې پرې غاړه خلاصوله،و يې ويل:

وَقَدْ كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ هذِهِ الْحُكُومَةِ فَأَبَيْتُمْ عَلَيَّ إِبَاءَ المخالفين، حَتَّى صَرَفْتُ رَأْيِي إِلَىْ هَوَاكُمْ، وَأَنْتُمْ مَعَاشِرُ أَخِفَّاءُ الْهَامِّ، سُفَهَاءُ الاََْحْلاَمِ(نهج البلاغه/٣٦ خطبه)

نن راباندې د منځګړتوب په چار کې نيوکه کوئ او واست،چې تېروتنه وه،موږ توبه وکړه،ته هم توبه وکړه او تړون مات کړه.ما د کار په پيل کې درته وويل،چې منځګړتوب ته نه تسليمېږو او تاسې سخت ودرېدئ او تورې مو راوايستې او و مو ويل،چې د قرآن په پار جنګېږو او هغوى قرآن رامخې ته کړ،چې ما په زور ومنله او تړون مې وکړ اوس راته واست،چې تېروتنه وه او ماتوو يې. څنګه يې مات کړم؟حال دا چې قرآن حکيم وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ(مائده/١)= مؤمنانو ! پر ژمنو ( او تړونو ) وفا وكړئ .)) پېغمبر اکرم به،چې له مشرکانو سره تړون وتاړه؛نو هېڅکله يې مات نه کړ،جايز يې نه ګڼله، چې له مقابل لوري سره درغلي او د تړون پر خلاف چلن وشي. اوس تاسې تر تړون وروسته واست،چې مات يې کړم!

حضرت علي (ک) ورته ويل:((تاسې کم عقله او ناپوه ياست او د کار نيمګړتيا مو همدا ده،يوه ورځ په کلکه له منځګړتوبه پلوي کوئ او بله ورځ ورته په کلکه کفر او ارتداد واست.))

د خوارجو تاريخ له دې نظره حيرانوونکى او له عبرته ډک دى،چې کله ديني ګروهه له ناپوهۍ او وچ تعصب سره يو ځاى شي؛نو څه کوي!

حضرت ابن عباس،چې د حضرت علي (ک) په امر ورسره خبرې کولې؛نو و يې ليدل،چې پر تنديو يې د سجدو نښې څرګندېږي؛د لاسونو ورغوي يې د اوښانو د څنګولو په څېر سپېره شوي ول،وينځل شوي غونج کميسونه يې اغوستي او پېنڅې يې رابډوهلي او جګړې ته چمتو دي.

تاريخپوهانو کښلي: دوى داسې خلک ول،چې له ګناهونو؛لکه له دروغو يې ځان ژغوره،ان د “زياد”په څېر د جبارانو په مخ کې يې هم خپله ګروهه نه پټوله،له ګناهګارانو سره مخالف ول،ځينې قايم اليل او صايم النهار ول؛خو بلخوا يې سرسري او رغي عقايد درلودل .د خلافت په هکله ګروهمن ول،چې ضروري نه ده يو تن خليفه وي؛ قرآن شته،خلک دې پر قرآن عمل کوي.

“ابن ابي الحديد” ليکي: وروسته،چې پوه شول له مشرۍ چاره نشته ؛ نو له دې ګروهې واوختل او له ” عبدالله بن وهب راسبي” سره يې بيعت وکړ،چې په خپله خارجي و .

دوى د خپلې کم عقلۍ او ناپوهۍ له امله په خپلو ګروهو کې خورا تنګ نظره ول . ډېرى خوارجو ګرد مسلمانان کافر ګڼل او لمونځ يې ورسره نه کاوه،د هغوى حلاله يې نه خوړه،نه يې پکې واده کاوه او نه يې ترې واده کاوه،عمل يې د ايمان برخه ګڼله او همدې چار خورا تنګ نظره کړي هم ول،چې عمل يې د ايمان برخه ګڼله او څوک به يې،چې پر کبيره ګناه وليد؛نو کافر يې ورته وايه او ويل يې: بې له موږ نور ټول کافران دي.

د خوارجو په آند پاڅون يې “پر نېکيو امر او له بديو منع” منځپانګه درلوده.لومړۍ غونډه يې په “کوفه” کې هغه مهال وکړه،چې د حضرت علي (ک) له همګروهه کولو او آندګډۍ نهيلي شول،چې په دې غونډه کې يو يې توده وينا وکړه:

((هغو خلکو ته غوره نه ده،چې پر لوراند څښتن ايمان لري او مرجع يې قرآن شريف دى،چې دنيا ته پر “امربالمعروف او نهى عن المنکر” او د حق له اظهار لومړيت ورکړي،که څه هم دا چارې يې د کمزورۍ او تاوان لامل شي.څوک چې په دې دنيا کې کمزورى او تاواني شي؛په قيامت کې يې ثواب د ستر څښتن خوښي ده؛نو وروڼو! راځئ،چې له دې ښاره د هغو غرو لمنو او ښار ته ولاړ شو،چې داسې نه دي؛ځکه دا ښار د فساد او تېري مرکز دى او له هماغه ځايه له دې بې لارې کوونکيو بدعتونو سره مبارزه وکړو.))

وګ:الامامة و السياسة/١٢١ او همداراز:کامل مبرد/٢ ټوک.

پر نېکيو د امر شرايط

پر نېکيو امر ځانګړي شرايط لري،چې شيعه او سني علماوو ښوولي دي؛نو ځکه فقهاء هر چا ته اجازه نه ورکوي،چې د “پر نېکيو امر” په نامه پر هر چا نيوکه وکړي،په تېره بياچې نيوکه تونده هم وي او له اخ و ډب او وينې تويېدنې سره هم يو ځاى شي.

“پر نېکيو امر او له بديو منع” دوه لومړي شرطونه لري،چې په ټولو چارو کې پکار دي،چې خوارجو يو يې هم نه درلود؛بلکې يو له هغه شرطه منکر هم ول. هغه دوه يو په دين کې بصيرت او بل په عمل بصيرت دى. په دين کې بصيرت؛يعنې داچې په ديني چارو کې بسيا او سم معلومات ولري؛حلال له حرامو او فرض له نافرضو تشخيص کړاى شي،چې دا شرط خوارجو نه درلود؛نو د قرآن شريف (انعام/٥٧) آيت: ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ = پرېكړه يوازې د خداى په لاس كې ده، چې حق له باطله بېلوي .)))) يې لاسوند کړ او د ((لا حکم الا الله)) غونډله- جمله يې خپل شعار کړ،حال دا چې دا آيت په حکميت او ورته مسئلو پورې اړوند نه دى.

 

په عمل کې بصيرت :

يعنې پر نېکيو امر او له بديو منع ځکه دي،چې ښېګڼه دود او ناوړه چارې ورکې شي؛نو په هغه ځاى کې بايد “پر نېکيو امر او له بديو منع” وشي،چې اغېز لري او چې پوهېږو بېخي اغېز نه لري؛نو “پر نېکيو امر او له بديو منع” فرض نه دى.

بل دا چار ددې لپاره دى،چې يو مصلحت ترسره شي؛نو په هغه ځاى کې بايد”پر نېکيو امر او له بديو منع “وشي،چې اغېز يې تر هغې بدۍ بتر چار نه وي،چې په عمل کې بصيرت ددې دواړو غوښتنه ده.

څوک چې په عمل کې بصيرت نه لري؛نو وړاندويېنه نشي کړاى، چې دا کار مې نېکه اغېزه لري که نه؛نو ځکه په اسلامي روايتونو کې راغلي،چې په ناپوهۍ پر نېکيو د امر فساد تر سمونې يې ډېر دى.

د نورو اسلامي دندو په هکله نه دي ويل شوي،چې شرط يې دادى،چې که پوه شوې،چې نېک اغېز لري؛نو و يې کړه ګنې مه يې کوه (حال دا چې هر اسلامي حکم او دنده_؛لکه څنګه چې مخکې مې هم وويل_ خپله ځانګړې ګټه او مصلحت لري)؛ځکه ددې مصلحتونو تشيخصول د خلکو پر غاړه نه ده. د لمونځ په هکله نه دي ويل شوي،چې که ګټه يې درته درلوده؛نو و يې کړه؛ګنې مه يې کوه،ان د روژې په هکله هم نه دي ويل شوي،چې که درته ګټه لري؛نو و يې نيسه؛ګنې مه يې نيسه. د روژې په هکله ويل شوي: که درته تاوان يې درلود؛نو مه يې نيسه . همداراز حج،روژې او زکات ته هم داسې قيد نه دى ښوول شوى؛خو بايد د ” پر نېکيو امر او له بديو منع” په هکله وګورې،چې څه اغېز او څه غبرګون لري؛آيا دا کار دې د اسلام او مسلمانانو په ګټه دى که نه؟

په دې اسلامي حکم کې پر هر چا فرض دي،چې منطق،عقل،په عمل کې بصيرت او ګټې ته يې پام وکړي. دا چار،چې د” پر نېکيو امر او له بديو منع “په نامه يادېږي، يوازې محض تعبد نه دى.

 

د “پر نېکيو امر او له بديو منع” په اړه د خوارجو ګروهه

دې ته بې له خوارجو ټول اسلامي مذاهب يوه خوله دي،چې ” پر نېکيو امر او له بديو په منع ” کې په عمل کې بصيرت پکار دى. خوارجو د خپل تعصب او ناپوهۍ له مخې ويل،چې ” پر نېکيو امر او له بديو منع ” محض تعبد دى او د اغېز د احتمال او ورانۍ د راولاړېدو د احتمال شرط پکې نشته . په دې چار کې حساب و کتاب پکار نه دى او هر مسلمان يې بايد په پټو سترګو ترسره کړي.

خوارجو دا ګروهه درلوده او پوهېدل،چې په دې چار به ووژل شي، وينه به يې تويه شي،پاڅون يې هېڅ ګټه نه لري او د همدې ګروهې پر بنسټ يې ترهګري کوله او د مسلمانانو خېټې يې څېرولې؛نو دوى نه يوازې په عمل کې بصيرت نه درلود؛بلکې ” پر نېکيو امر او له بديو په منع” کې عملاً له بصيرته منکر هم ول؛نو ځکه يې اسلامي نړۍ ستر وير ته کېنوله.

 

اسلام ته د خوارجو له لاسه کړاوونه

د حضرت علي (ک) تر وژلو به کوم ستر غم وي،چې خوارجو وواژه.”عبدالرحمن بن ملجم مرادي” خارجي و؛لکه څنګه چې په خپله اميرالمؤمنين وويل:((هغه او عبدالرحمن هېڅ ډول شخصي دښمني او خپګان نه درلود.)) اميرالمؤمنين ورسره خورا احسانونه کړي ول؛خو دا بې سره د خپلې ګروهې له مخې ګروهمن شوى و،چې حضرت علي (ک) کافر شوى دى او له هغو درېو دى،چې په مسلمانانو کې يې فتنه جوړه کړې ده؛نو په مکه کې له درې نورو سره همژمنى شو،چې علي،معاويه او عمروعاص به د رمضان پر اوولسمه يا نولسمه شپه وژني. ولې يې دا شپه وټاکله؟

ابن ابي الحديد وايي:((راشه او په ګروهه کې يې له تعصبه حيران شه،چې که له ناپوهۍ سره يو ځاى شي؛نو څه کوي! وايي: ځکه يې دا شپه وټاکله،چې مبارکه او د عبادت شپه وه،غوښتل يې دا جنايت،چې له نظره يې عبادت و،په مبارکه او سپېڅلې شپه کې تر سره کړي.))

د ((لا حکم الا الله)) غونډله د دوى شعار شو. حضرت علي (ک) پوهېده،چې دوى بدمرغه او تېروتي دي؛نو سره له دې،چې تل يې ورته کړاوونه رامخې ته کړي ول؛خو حکم يې ورکړ،چې تر ما وروسته به خوارج نه وژنئ : (( تر ما وروسته يې مه وژنئ،دوى له معاويه او ملګرو سره يې توپير لري،دوى حق او ديانت غوښته او دا چې ناپوهه او بې تميزه ول؛نو تېروتل؛خو معاويه،عمروعاص او ملګري يې په دنياپالنې پسې ولاړل او دنيا ته هم ورسېدل.))

سره له دې،چې خوارجو رسماً پر حضرت علي (ک) د کفر ټاپه لګولې وه؛خو حضرت علي (ک) ويل،چې دوى ناپوه او تېروتي دي؛نو خوراج يې له بيت الماله بې برخې نه کړل . خوارج به راتلل او په جومات کې يې د حضرت علي د خطبې په منځ کې رادانګل او ويل يې: ((لا حکم الا الله)) يا يې ويل : (( الحکم لله لا لک يا على)).

يوه ورځ امام علي (ک) په جماعت لمونځ کاوه،په دې وخت کې په جومات کې ناست خارجي، دا آيت (زمر/٦٥) ولوست:((وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ=او په يقين چې تا او له تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې، چې : كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې وركېږي او هرومرو به له زيانمنو شې.))

او علي (ک) په غوږ يې واهه،چې ته مشرک او کافر شوى يې. حضرت علي (ک) هم داچې قرآن لوستل کېده؛نو د قرآن لوستو پر مهال به چوپ شو؛خو بيا هم خارجي همدا آيت لوسته. حضرت علي (ک) بيا هم د قرآن په درناي چوپ پاتې شو. درېم ځل يې بيا همدا آيت ولوست؛نو دا ځل همدا چې آيت پاى ته ورسېد؛نو حضرت علي (ک) ورته د(روم/٦٠)آيت ((فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ= (ښه چې داسې ده)؛نو صبر وكړه (او) پوه شه چې د خداى وعده حق ده او تا دې (د خداى پر ژمنې) ناباوري،هېڅكله (بې ثباته او) غمجن نه کړي (او له لارې دې وا نه ړوي) )) ولوست،چې بيا خارجي خپل کار تکرار نه کړ.

دوى د خپل سخت دريځۍ له امله پر خلکو حيرانوونکې وېره اچولې وه او د ((لا حکم الا الله)) غونډلې پر زړونو خورا وېره اچولې وه . “عبدالرحمن بن ملجم” کوفې ته راغى او خپل دوه نور همګروهي يې پيدا کړل او پر هغه شپه يې،چې په زهرجنه توره حضرت علي(ک) پر سر وواهه؛نو چغې يې کړې : ((لا حکم الا الله)).

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست