تبلیغات

أخبرنا إسحاق بن إبراهيم[ابن راهويه [ و محمّد بن قدامة و اللفظ له عن جرير[بن عبد الحميد]،عن الأعمش ، عن إسماعيل بن رجاء[بن ربيعة الزبيدي [ ، عن أبيه ، عن أبي سعيد الخدري ، قال : كنّا جلوساً ننتظر رسول الله (ص) ، فخرج إلينا قد انقطع شسع نعله ،‌ فرمي بها إلي عليّ […]

أخبرنا إسحاق بن إبراهيم[ابن راهويه [ و محمّد بن قدامة و اللفظ له عن جرير[بن عبد الحميد]،عن الأعمش ، عن إسماعيل بن رجاء[بن ربيعة الزبيدي [ ، عن أبيه ، عن أبي سعيد الخدري ، قال : كنّا جلوساً ننتظر رسول الله (ص) ، فخرج إلينا قد انقطع شسع نعله ،‌ فرمي بها إلي عليّ فقال:« إنّ منكم من يقاتل علي تأويل القرآن ، كما قاتلت علي تنزيله». فقال أبو بكر: أنا ؟ قال : « لا » . قال : عمر : أنا ؟ قال : « لا ، و لكن صاحب النعل » .

 

علي به د قرآن د تاويل لپاره جنګېږي؛ لكه چې زه تنزيل ته يې جنګېږم

 

152- حديث : حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: رسول اکرم ته په تمه وو، د رسول اکرم څپلۍ شلېدلې وه، چې راغى ؛ نو علي(ک) ته يې وركړه، چې و يې ګنډي، بيا يې وويل:((په تاسو کې څوك شته چې د قرآن د تاويل لپاره به جنګېږي؛ لكه زه چې تنزيل د لپاره يې جنګېږم.)) حضرت ابوبكر وويل: زه يم. رسول اکرم ورته وويل: نۀ! حضرت عمر وويل: زه يم . رسول اکرم ورته وويل: نۀ. رسول اکرم وويل:((هغه چې څپلۍ ګنډي.))

152 حديث په نورو سر چينو كې : مسند ابن حميد : ص 59 ، ح 90 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه :‌ ج 6 ، ص 376 ، ح 32116 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 406 ، ح 3300 ؛ مسند ابي يعلي :‌ ج 1 ،‌ ص 322 ، ح 400 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 123 ، ح 68 ؛ ضعفاء عقيلي : ج 3 ، ص 243 ، ح 1240 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 390 ـ 391 ، ح 6942 ـ 6961 .

153 . أخبرنا يوسف بن عيسي ، قال : حدّثتا الفضل بن موسي ، قال :‌حدّثنا الأعمش عن أبي إسحاق ، عن سعيد بن وهب ، قال: قال عليّ في الرحبة : أنشد بالله من سمع رسول الله (ص) يوم غدير خمّ يقول : الله وليّي و أنا وليّ المؤمنين ، و من كنت وليّه فهذا وليّه ، اللهمّ ؛ وال من والاه ، و عاد من عاداه ، و انصر من نصره }و اخذل من خذله]». فقال سعيد: قال إلي جنبي ستّة ،و قال حارثة بن مضرب : قام عندي ستّة ، و قال زيد بن يثيع ، قام عندي ستّة.و قال عمرو ذو مرّ:

‌« أحبّ من أحبّه و أبغض من أبغضه ».

153- حديث : حضرت سعيد بن وهب وايي: علي(ک) په “رحبه” نومې ځاې کې خلكو ته وويل: پر خداى مو قسم ! چا، چې په خم غدير کې له رسول اکرم څخه اورېدلي وي، چې ويې ويل: ((خداى زما پالندوى او ولي دى او زه د مؤمنانو پالندوى او ولي يم. د چا، چې زه ولي يم؛ نو دا (علي )به هم ولي او پالندوى يې وي.خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه او مرستندوى يې شې، چې له علي(ک) سره مرسته كوي (او خوار كړې هغه، چې علي(ک) خواروي).)) (؛نوپاڅېږئ او ګواهي وركړئ) حضرت سعيد بن وهب وايي:په څنګ کې مې شپږ تنه پاڅېدل. حضرت حارثه بن مضرب وايي : زما په څنګ کې هم شپږ تنه پاڅېدل. حضرت زيد بن يثيع وايي : زما په څنګ کې هم شپږ تنه پاڅېدل. (او ټولو ګواهي وركړه) عمرو ذومره (د دې پېښې شاهد) وايي: پردې سربېره رسول اکرم وويل : ((خدايه! د علي دوستان دوست وګڼه او څوك، چې ورسره كينه لري؛ تۀ هم ورسره كينه ولره.))

153 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق :‌ ج 1 ، ص 154 ؛ طبقات ابن سعد :‌ ج 2 ، ص 10 او ج 3 ، ص 35 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه :‌ ج 7 ، ص 444 ، ح 37087 او ص 484 ،‌ح 37413 ؛ مسند احمد : ج 30 ، ص 256 ،‌ ح 18321 ؛ فضائل احمد : ص 217 ـ 218 ، ح 295 ـ 296 او ص 310 ، ح 695 ؛ تاريخ كبير بخاري ، ج 1 ، ص 71 او ج 8 ، ص 320 ؛ آحاد و مثـاني : ج 1 ، ص 146 ـ 147 او ص 173 ـ 175 ؛ مسنـد بزّار : ج 4 ، ص 247 ، ح 1417 او ص 254 ، ح 1424 ؛ مسند ابي يعلي : ج 1 ،‌ ص 284 ،‌ ح 341 او ج 8 ، ص 55 ، ح 4576 ؛ تاريخ طبري : ج 2 ، ص 408 ـ 409 ؛ معاني الآثار طحاوي : ج 1 ، ص 351 ؛ شواهد التنزيل : ج 2 ، ص 443 ؛ اسد الغابة : ج 4 ، ص 34 ـ 35 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 8 ، ح 5 او ص 205 ، ح 241 ـ 242 ؛ مناقب خوارزمي :‌ ص 274 .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست