تبلیغات

قرآن شريف د اسلام د ستر پېغمبر ستره معجزه دا کتاب ١١٤ سورتونه او تقريباً ٧٨٠٠٠ ټکي لري (٢٥). خداى په دې کتاب کې څو ځل خپلو مخالفانو ته بلنه ورکړې،چې ددې ټولو جګړو،تبليغاتو او تورونو پر ځاى راميدان ته شئ او د قرآن شريف په څېر يو کتاب راوړئ. ١_((هَذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ)) […]

قرآن شريف د اسلام د ستر پېغمبر ستره معجزه

دا کتاب ١١٤ سورتونه او تقريباً ٧٨٠٠٠ ټکي لري (٢٥).

خداى په دې کتاب کې څو ځل خپلو مخالفانو ته بلنه ورکړې،چې ددې ټولو جګړو،تبليغاتو او تورونو پر ځاى راميدان ته شئ او د قرآن شريف په څېر يو کتاب راوړئ.

١_((هَذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ)) (٢٦)؛يعنې نشئ کړاى د قرآن شريف په څېر راوړئ.

٢_((لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ))(٢٧) ان که انسانان او پيريان سره يوځاى شي.

٣_((وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا))(٢٨)؛يعنې كه (په دې چار كې) څومره يو د بل لا سنيوى وكړي

٤_(( إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ)) (٢٩) که رښتيا وياست .

٥_(( وَادْعُواْ مَنِ اسْتَطَعْتُم…))(٣٠)؛يعنې له الله پرته هرڅوك ( ددې كار لپاره ) راوبولئ .

حضرت علي (ک) سره له دې،چې په عربو کې تر ټولو فصيح او خوله ور و؛ خو بيا هم که د ويناوو په ټولګه (نهج البلاغه) کې يې کوم وړوکى آيت هم وليدل شي؛نو د وينا په پرتله يې روښانه ځلېږي،چې پخپله همدا د قرآن شريف اعجاز دى،چې د قرآن شريف ټکي هماغه عربي ټکي دي؛خو د جملو جوړښت او سور يې داسې دى،چې په دې څوارلس پېړيو کې لا چا هم د قرآن شريف ورته نه دي راوړى او را به يې هم نه وړي.

د قرآن شريف د اعجاز نښه دا ده، سره له دې چې له علم او پوهاوي ډک دى؛خو راوړونکى يې نالوستى انسان دى.

چېرته،چې د علم او وحې ترمنځ مخالفت ليدل کېږي؛نو يا هغه علم په حقيقت کې علم نه دى او يوازې يو نظر او حدس دى او يا له وحې مو برداشت او پوهېدنه سمه نه ده،ګنې سل په سلو کې علمي مسئله هېڅکله له وحې سره مخالفېداى نشي .

په قرآن شريف کې داسې آيتونه شته،چې د راتلو پر مهال يې په بشپړه توګه د غيبو وړاندوينه وه او ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې پلي شو .

بله مسئله داچې د هر عادي انسان کړنې د وخت په تېرېدو وده کوي؛ خو د قرآن شريف آيتونه داسې نه دي . هغه آيتونه،چې له پېغمبر (ص) څخه د بعثت په ړومبي کال کې اورېدل شوي ول او هغه چې له پېغمبر (ص) څخه په درې شپېته کلنۍ کې اورېدل شوي ول؛نو ټول د وزن او منځپانګې له پلوه يو شان ول .

د پېغمبر (ص) سليقه او نظر نه و اوختى،په مطالبو کې يې بيا کتنه نه وه کړې،تل يې د موخې په هکله خبرې کولې او دا ټول راښيي،چې قرآن شريف د خداى له لوري دى. هغه خداى چې هېڅ ډول بدلون،بيا کتنه او تجربه يې په قانون کې لار نه لري؛لکه څنګه چې خداى هم د نساء د سورت په دوه اتيايم آيت کې دې خبرى ته اشاره کړې ده : ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ( نساء/۸۲) = ايا دوى د قرآن د ماناوو په باب نه ځيرېږي ؟! كه دا له ((الله )) پرته د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اړپېچ موندلاى .

د قرآن شريف د تحريف او اړونې شبهې ته په ډېرو آيتونو کې ځواب ورکړل شوى دى،چې موږ يې دوه را اخلو :

١_(((حجر/۹)= په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه،چې موږ يې پاسوالان يو)) (٣١)‏

٢_(( لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ (فصلت/۴۲) = چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛(ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى .)) (٣٢)

 

د قرآن شريف امتياز

١_ قرآن شريف تل د ټولو لپاره د ګټنې وړ دى .

٢_د اسلام د معجزې مواد ټکي دي،چې خلک پرې هره ورځ خبرې کوي.

٣_قرآن شريف هم معجزه ده او هم اسماني کتاب.

٤_ د نورو پېغمبرانو معجزې له يو اړخ معجزې وې؛خو قرآن شريف د علامه مجلسي د وينا له مخې، له پينځلس اړخو او د علامه طباطبايي د وينا له مخې له يوولس اړخو معجزه ده؛لکه عددي اعجاز.

الف: د ((يوم)) ټکى د ورځې په نامه دى چې ٣٦٥ ځل په قرآن شريف کې راغلى دى.

ب: د ((شهر)) ټکى د مياشت پر مانا ١٢ځل او ((ساعة )) ٢٤ ځل راغلى دى .

ج: د ((دنيا)) او (( اخرت)) ټکي يو هومره په قرآن شريف کې راغلي دي .

د: (رجل)) د سړي پر مانا او ( (مراة )) د ښځې پر مانا دي، چې يو هومره په قرآن شريف کې راغلي دي.

 

پر قرآن شريف سم ځان پوهول پکار دي

ډېر خلک ناسم انګېرې،چې قرآن شريف يوازې عبادي او اخلاقي کتاب دى؛نو بايد پوه شو،چې ددې آسماني کتاب يوازې يو پر پينځلسمه برخه د فقهي مسئلو په هکله ده او نور يې د کورنۍ ،ټولنې، سياست، پوځي چارو،سياست، ګروهو، تاريخ، فرهنګ او….. چارو په اړه دي.

 

قرآن شريف د سنجش او کچې وسيله ده

قرآن شريف ميزان،کچه او معيار دى،د سنجش وسيله ده،موږ ته ويل شوي : معيار مو بايد قرآن شريف وي. هر حديث مو که وليد او يا مو واورېد؛نو له قرآن شريف سره يې وسنجوئ؛ نو که له قرآن شريف سره يې سمون خوړ؛ و يې منئ،که داسې نه وه؛نو مه يې منئ (٣٣) نه يوازې حديث؛بلکې هره وينا او ليکنه بايد له قرآن شريف سره وسنجول شي . ټول ارزښتونه بايد له قرآن شريف سره وسنجول شي . هو! قرآن شريف ((تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ)) (٣٤) دى . د هر څه روښانوونکى او بيانوونکى دى او څه چې ((تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ)) وي؛نو پخپله تبيان هم دى؛نو د قرآن شريف تر ټولو غوره مفسر پخپله قرآن شريف دى او بيا د خداى استازى او اهل البيت يې.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست