تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قرآن کومې ښځې ستايي دلته مو ويينه داده، چې قرآن مجيد کومه ښځه ستايي او کوم ډول ستاينه تاييدوي. او ايا د سياست په ډګر کې د ښځې فعاليت ته پر ارزښت قايل دى يانه، دلته يوازې يوې څرګندې بېلګې ته اشاره کوو. بلقيس د سبا ملکه: په قرآن کريم کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قرآن کومې ښځې ستايي

دلته مو ويينه داده، چې قرآن مجيد کومه ښځه ستايي او کوم ډول ستاينه تاييدوي. او ايا د سياست په ډګر کې د ښځې فعاليت ته پر ارزښت قايل دى يانه، دلته يوازې يوې څرګندې بېلګې ته اشاره کوو.

بلقيس د سبا ملکه:

په قرآن کريم کې د ملکې سبا خبره راغلې ده. لبناني عالم شيخ فضل الله په )٩تاملات اسلاميه حول المراة(( کتاب کې په بلقيس پورې په اړوند آيتونو کې ژوره څېړنه کړې ده، البته دې ټکي ته پاملرنه اړينه ده، چې نه په ))قرآن( او نه په عهد عتيق(( کې د بلقيس نامه راغلې نه ده…

ابن دريد په اشتقاق کې د بلقيس د نامې جرړه بلقمه بولي او يوه دري اصطلاح يې بولي، چې عربي شوې ده)1(. د ابن دريد خبرې ته نژدې خبره امام فخر رازي په کبير تفسير کې راوړى، چې بلقيس او قوم يې مجوس ول)2(.

قرآن مجيد، چې د سبا ملکه په کوم ډول انځوروي، د پاملرنې وړ دى، چې عبرناک ټکي پکې پراته دي:

الف: بلقيس د خپل هېواد واکمنه ده.

ب: په ډاګه د واکمنۍ په چارو کې د سلا مشورې او هوډ له اره ګټنه کوي.

ج: د سلميان عليه اسلام له ليک سره په عزت چلېږي او ((کتاب کريم= ارزښتمن ليک)) يې بولي.

د: په ډالۍ ورلېږلو يې ازمېې، چې ايا سليمان پيغمبر دى که پاچا.

هـ د پاچا يانو په اړه، چې کومه شننه لري، شننه يې د قرآن له لوري_ خداى پاک _ تاييد شوې ده.

و: چې کله د سليمان عليه السلام حکمت او نبوت مومي، نو د لمر لمانځنې پر ځاى الله تعالى لمانځي.

ز: هغه مهال، چې له سليمان (ع) سره د خپلې پاچاهۍ تخت ويني او سليمان (ع) پوښتي ايا دا ستا تخت دى، وايي په ګومان مې، چې هماغه دى، چې دا يو دقيق او معقول ځواب دىو يعنې، نه پوره تاييد دى او نه رد.

دا اوه ګوني ټکي، چې په قرآن مجيد کې په پوره رغنده دريځينونې يادشوي، د قرآن له ليد لوري د ((ښځې او سياست)) پر لور يوه دريمڅه ده، هغه هم د هغې ښځې، چې د يو اباد او ځواکمن هيواد د مشرۍ په دريځ کې ده. د قرآني آيتونو له مخې، نه يوازې واکمني يې رد شوې نه ده، بلکې داسې جزئيات ياد شوي، چې په يو ډول د سبا ملکې د کړنلارې تاييد انګيرل کېږي.

ددې ويينې اهميت ته په پامنيوي، يادشوي ټکي د قرآن د آيتونو او ددې ايتونو د تفسير له مخې ښه څرګند وو:

1_ نمل_ 23 آيت: (( إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ)).

د تامل وړ ټکى دا دى، چې ملا چرګک د سبا ملکې او قوم د لمر لمانځنې په باب خبره کوي او نيوکه پرې کوي، خو د ((ښځې واکمني)) څه هيښنده او د شخړې وړ چار انګېرل شوى نه دى.

2_ نمل_ 29 آيت: (( قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ )).

مفسرانو د کتاب کريم په هکله بېلا بېلې ويناوې راخستي، خو کوم ټکى، چې ناويل شوى دا دى، چې بلقيس د ليک_ چې يو ډول ګواښه ده، درناوى کوي. ځينې تفاسير وايي، چې په ليک کې ((بسم الله الرحمن الرحيم)) د بلقيس د پام وړ وګرځېد.

3_ نمل_ 32 آيت: (( قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ)).

امام قرطبي د بلقيس دا ډول فکر او چار دود د سلا مشورې د سموالي دليل بولي)3(.

4_ نمل_ 33 او 34 آيتونه: قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ 33 قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ.

د بلقيس په ورمندون کې د تامل ټکى دا دى، چې پر خپل پوځ تېر نه ووت او د خپلو سلاکارانو او پوځيانو له نظر سره سره_ چې د سليمان (ع) د ګواښ پر وړاندې توند دريځ نيسي_ بلقيس په پوره تدبير او عقلمنۍ، د پاچايانو يرغل ويني، چې د ورانۍ او تباهۍ لاملېږي، مهم ټکى دا دى، چې د ځينو مفسرانو په تعبير د ((وکذلک يفعلون)) غونډله د خداى خبره، د بلقيس د شننې او خبرې په تاييد ده)4(.

5_ نمل_ 35 آيت: وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ .

د بلقيس دا اقدام پوره عقلمني يې راښيي. ښکاره ده، چې د بلقيس استازي، چې د سليمان (ع) په افطاريه ليک پسې ډالۍ وړي، نو د سليمان (ع) او واکمنۍ وضعيت به يې هم څېړي او بلقيس ته به لازممعلومات او خبرونه راوړي، پردې سربېره بلقيس په فکر کې ده، چې سليمان (ع) پاچا دى يا پيغمبر؟

کومه جمله ((ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها…))، چې ترې نقل شوې، په حقيقت کې د پاچايانو په باب يې ورمندون دى.

د ابو الفتوح رازي په تفسير کې د بلقيس ددې با تدبير اقدام په باب راغلي دي: ((بيا يې استازي ته وويل، چې ورنژدې شوې، نو که په کبر او غوسه يې درته وکتل، نو پاچا دى او پيغمبر نه دى. ورباندې به لاسبري شول. او که په لور نه درته وکتل او په عاجزۍ يې خبرې وکړې، نو پاچا نه دى، پيغمبر دى، خبره يې ښه واوره)) )5(.

په ځينو تفاسيرو کې د بلقيس د ډاليو د څرنګوالي په باب د پام وړ ټکي راغلي، چې د بلقيس هوښياري راښيي)6(.

6_ نمل_ 42 آيت: فَلَمَّا جَاءتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ.

امام ابو الفتوح رازي له حسين بن الفضل روايتوي، چې: دا، چې پر تشبيه يې وپوښتل، نو هغې پر تشبيه يې ځواب ورکړ څنګه، چې پوښتنه وه، هاغسې يې ځواب و)7(.

امام قرطبي کښلي، بلقيس د سليمان عليه السلام په ځواب کې نه منښته وکړه او نه نمښته، او دې دريځ سليمان (ع) ته د بلقيس پوره عقل او حکمت وروښود. عکرمه ويلي، چې: د بلقيس ځواب د حکمت له مخې و)8(.

7_ امام سيوطي په در المنشور کې د بلقيس په اړه د پام وړ مطلب لري. چې بلقيس، سليمان (ع)ته ورغله، ويني، چې په يوه څنډه کې خسوته اور اچول شوى. له مديي پوښتي ايا سليمان (ع) ددې لوګي وزن معلومولاى شي؟ مديي وايي، زه يې کړاى شم مولا خومې لا څه کوې. بلقيس وپوښتل څرنګه يې معلوموې؟ مويي وايي، خس تر بلولو وړاندې قلم، تر سېځولو وروسته يې ايره قلم، نو د خسو او ايرو تر منځ، چې په ټول کې کوم توپير دى هماغه د لوګي اندازه ده)9(.

شيخ فضل الله د سبا ملکې (بلقيس) په باب د نمل سورت د آيتونو په څېړنه کې ليکلي: قران دغسې يوه ښځه را معرفي کوي هغه انسان، چې عقلمنه ده. د خپلو احساساتو او عاطفو تر اغيز لاندې نه راځي او ډېر ښه ډول حراکمني چلوي)10(.

په حقيقت کې قرآن کريم، ښځه د ملکې سبا په خېره کې راپېژني، هماغه انسان، چې د خپل عقل واګې يې په لاس کې وې او په خپلو عواطفو پسې ولاړه نشوه، ځکه مسووليت يې د عقلي ودې او انديز تکامل لامل شوى و. داسې، چې پر هغو نارينه و حکم وچلوي، چې عقلمن او ځواکمن ول، بلقيس هغه ښځه وه، چې کله د سليمان (ع) پر حقانيت پوه شوه، نو وايي:

نمل _ 44 آيت: (( رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ))پالونکيه، پر ځان مې تېرى کړى او )دا دى( له سليمان سره مې نړۍ پال الله ته غاړه ايښې ده بله بېلګه يې د فرعون مېرمن )آسيه( ده، چې ښځې د ستاينې وړ ځانګړنې درلوداى شي، چې ډېرى نارينه يې نه لري.

مسلمانو ښځو ته يوه بله بېلګه زهرا عليها السلام ده، چې وګړه يې له بېلا بېلو اړخونو د څېړنې وړ ده. دلته يې يوازې د وګړې سياسي اړخ ته اشاره کوو. زهرا عليها السلام د پيغمبر اکرم )ص( له رحلته تر خپل رحلته، د سياسي ټاکوونکي ونډې ذمه واري اخلي.

لبناني عالم محمد مهدي شمس الدين په (( الية المراة لتولى السلطه)) کتاب کې ليکي: د پيغمبر اکرم (ص) تر وفات وروسته، د فاطمې (رض) په سيرت کې پوره څرګنده او جوته ده، چې هغې د مشرۍ په چاپېريال کې په يو سياسي چار لاس پورې کړ، چې راښکاره کېدل يې په هغو ليده کاتو کې ول، چې د مهاجرو اوانصارو له مشهور کسانو سره يې وکړل(()11(.

خو د ښځو د ولايت او واکمنۍ په اړه يو روايت شته، چې ځينې پرې استناد کوي، چې ښځې په مطلق ډول ولايت کړاى نشي او په لړ کې يې قضاوت هم.

امام نجاري له ((ابي بکره)) روايتوي، چې پيغمبر (ص) خبر شو، چې پر فارسيانو د کسر لور واکمني کوي، نو ويې ويل: ))لن يفلح قوم ولو امرهم امراء، بيخي هغه خلک نه ژغور لېږي، چې واکمني يې د يوې ښځې پر غاړه وي(()12(.

ايراني ديني عالم صالحي نجف آبادي ددې حديث په اړه ليکلي: ))دلته مهم مطلب دا دى، چې پوه شو، ايا د رسول الله )ص( مطلب دا دى، که ان د حضرت زهرا )س( په څېر يوې ښځې ته د ټولنې چارواکي وروسپارل شي، د هغې ټولنې د بد مرغۍ لامل به وي؟ ايا څوک دغسې ادعا کړاى شي…، نو لازم دي، چې ددې حديث په مانا کې ځير نه او ژوره کتنه وکړو(()13(.

پر دې سربېره لکه، چې وويل شول، قرآن مجيد په ډاګه د هغه قوم په هکله خبرې کوي، چې يوه ښځه پرې واکمنه وه )د نمل سورت( او هغه ښځه په خپل حکمت او تدبير د خپل قوم د ښيون او ژغورنې لامل شوه.

همدغسې، د کربلا په پېښه کې د امام حسين )رض( تر شهادت وروسته زينب کبرا )س( د نبوي کورنۍ، يارانو او دوستانو يې مشري پر غاړه واخسته.

استاد مطهري ليکي: ))زينب د عاشورا له مازيګره راڅرګندېږي او تر دې وروسته د قافلې مشري ور تر غاړې ده(()14(.

په واقع کې تر عاشورا وروسته مشري او د امامت نيابت زينب )س( ته ورسپارل شوى و)15(.

هغه مهال، چې امام حسن عسکري بندي و، نو حکيمه خاتون د امام له لوري د خپلو لارو مسلمانانو پوښتنې ځوابولې او ددوى د چارو مشري ورتر غاړې وه.

احمد بن ابراهيم وايي: حکيمه خاتون ته ورغلم، ومې ليدل، چې خلک د پردې تر شا خپلې پوښتنې کوي او چکمه يې ځوابوي. شکمن شوم، چې څنګه يوه ښځه د امام پر ځاى چارې کوي؟ حکيمه ويلي و، چې امام حسن عسکري په امام حسين پسې اقتدا کړې، هغه هم زينب )س( ته وصيت کړى و)16(.

پورته موارد په څرګنده ښيي، چې د اسلام پيغمبر )ص( د فارس د هغې پېر شرايذو په پامنيوي او ورباندې د واکمنۍ پر دود، د يوې ښځې پر مشرۍ نيوکه کړې ده، او له بېخه ايا د ساساني نارينه و شاهنشاهانو مشري تر ښځو غوره وه؟ ابي بکره هم، چې دا روايت روايت کړى، يوه د فکر وړ سريزه يې ددې روايت ويلو ته راوړې ده. وايي: د جمل په جګړه کې وم، غوښتل مې، چې د پيغمبر )ص( له مېرمنې ام المؤمنين عايشې بي بي ملاتړ وکړم، چې دا روايت راياد شو.

اول دا پوښتنه مطرح کېږي، چې مثلاً د جمل په جګړې کې د عايشې )رض( پر ځاى، يو نارينه )مثلاً محمد بن ابو بکر( د امام علي )ک( پر ضد د پاڅون مشري ور تر غاړې واى، نو ايا ابي بکره ته څه پوښتنه نه پيدا کېده؟!

بل مهم ټکى د روايت د متن په ځير څېړنه ده. دا روايت په توپيري غونډلو روايت شوى دى:

1_ لن يفلح قوم ولو امرهم امراة )بخاري، نسايي او ترمذي(.

2_ لن يفلح قوم اسندوا امرهم الى امراة )د امام المدخبل سند(.

3_ ما افلح قوم قپمهم امراة )ابن اثير، النهاية(.

4_ لا يقدس الله امه قارتهم امراة )کنز العمال(.

5_ لا يفلح قوم ولتهم امراة )شيخ طوسي، الخلافه(.

ايراني عالم آيت الله منتظري په ))دراسات فى ولاية الفقيه(( کتاب کې ددې روايت د نقل په ترڅ او تاييد کې ليکلي: ))حديث مشهور دى، که څه په الفاظو کې يې اختلاف شته او دا شهرت يې کمزوري جبرانوي د حديث اسنادي کمزورتيا او پر موضوع دلالت يې په داګه دي(()17(.

لبناني عالم محمد مهدي شمس الدين د حديث په باب وايي: ))دا يو مرسل حديث دىو پر دې سربېره په څو بڼو د حديث د متن اضطراب، پر کزورۍ يې يو بل دليل دى. له دې سره سره، په حديثي کتابونو کې د يو روايت د نقل ډېرښت د روايت د سند کمزوري جبرانولاى نشي(()18(.

شيخ فضل الله ليکي: ))د اسلام له پيغمبره )ص( يو حديث روايت شوى، چې د ټولنې په لوړو پوړيو کې د ښځې مشري غندل شوې ده. دا حديث د سند له پلوه کزورى دى….. دا حديث مسلمانانو او ډېرو فقهاوو د مسلماتو په کتار کې ګڼلى دى. حال دا، چې سند يې پوره نه دى. په دوام يې وايي: دا حديث له هغې واکمنې ښځې سره په ټکر کې، چې خداى په قرآن کې انځور کړې ده. دا ښځه د سبا ملکه ده. که په رښتيا اسلام د ښځې ونډه محدودوي او مشري ته يې وړ نه بولي، نو ولې خداى په قرآن کې يوه داسې ښځه معرفي کوي، چې د هېواد مشري او واکمني ورتر غاړې ده او په مديريت او له مسايلو سره په چلن کې يې د فکر الوت تر نارينه وخورا لوړ دى؟(()19(.

يوازې ابي بکره ددې روايت رواي دى او حديثي کتابونو دا روايت يو له بله روايت کړى دى. پر دې سربېره د روايت راوي وايي: غوښتل يې، چې د پيغمبر )ص( د مېرمنې حضرت عايشې )رض( په لښکر کې جګړه وکړي، چې ددې روايت راياديدو منع کړ، چې دا خبره پخپله د ابي بکره د وګړې څرګندنه نښه ده.

تر اوسه، چې څه وويل شو، په ټولنه کې د ښځې د مشرۍ په باب و. طبيعي ده، چې په دې تفسير او شننې، د ټولنې په ښيون او مشرۍ کې د ښځې مقام څرګند شو، د نورو سياسي مسووليتونو او مناصبو وضعيت هم خرګندېږي، يعنې ښځې په نورو مناصبو کې، د ډېرو مسووليتونو په سر کې راتلاى شي. په تېره دې مسالې ته په پاملرنې، چې د اوسني وخت شرايط له تېر سره ډېر توپيري شوي دي.

په بله وينا ))که په اوسني وخت کې حکومتي مسايل شنو، نو نه ښايي، چې په خپل ذهن کې د تېرو واکمنو حکومتي دود انځور کړو، ځکه مخکې يوازې يو تن هود نيوه، خو نن د يو مدير هوډونه د يوې دلې د هوډونو پر وړاندې تتيږي. د ښځې د مديريت په خېړنه کې هم بايد دا مساله تر پام لاندې ونيول شي، چې د ښځې فرمان د ډلې له رايو سره يوځاى شي. نه دا، چې ښځه په مسايلو کې پوره واک او خپلسري ولري. اوس نو دې فرض ته په پاملرنې ايا اسلام په اوسنيو شرايطو کې د ښځې له مديريت سره مخالفت دى؟ نو، ځکه د پيغمبر اکرم )ص( حديث که فرضاً سند يې هم سم وي د پيغمبر )ص( په نظر بې د ښځې د مشرۍ له څېړنې د يو پريکنده حکم په توګه منلاى نشو، خو اوسنيو شرايطو ته په پامنيوي او د زمانې ادلون بدلون، مشرۍ، نوې بڼه خپله کړې ده(()20(.

البته ځينې مفسرين د نساء سورت د 34 آيت ]= الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[.

په تفسير کې ګروهن دي، چې د نارينه و د قيمومت ويينه، په کورنۍ پورې ځانګړې نه ده، بلکې په ټولنه کې هم روانه ده. د الميزان تفسير مؤلف طباطبايي ددې ايت په تفسير کې ليکي: ))د نارينه و د قيمومت له عموميت او د علت له پراختيا يې معلومېږي، چې قيمومت په مېړه او ښځې پورې ځانګړى نه دى، بلکې لمن يې هر ډول نارينه او ښځه رانغاړي، په ټولو اړخونو کې، چې د دواړو ژوند يې سره کوشېر او پيوند کړى دى، يعنې عمومي ټولنيز اړخونه لکه حکومت، قضاوت او دفاع، ځکه دا اړخونه له تعقل سره، چې با النسبة په نارينه و کې تر ښځو ډېر دى، نيغ ارتباط لري، نو ځکه ))الرجال قوامون على النساء(( مطلق دى…(()21(.

بل ځاى ليکي: ))… لازم دي، چې د عمومي ټولنيزو چارو واګې، چې بايد قوي عقل يې تدبر کړي او پکې د احساساتو او عواطفو له واکمنۍ مخنيوى وشي لکه حکومت، قضاوت او جګړه، هغوى ته ورکړو، چې عقل يې ممتاز او عواطف يې کمزوري وي او دوى نارينه دي، نه ښځې، نو ځکه قرآن ويلي: الرجال قوامون على النساء… او روايتونه هم د آيتونو ترجمان او څرګندوونکي دي(()22(.

ددې ليدلوري پر وړاندې، بل ليدلورى هم شته، چې ګروهن دى: ))دا چار د مېړه او مېرمن د ژوند يو ډول برنامه ريزي او تنظيمول دي، چې د کورنۍ مالي مسووليت او د نارينه ځينو ذاتي ځانګړنو ته په پاملرنې، هغه يې د ښځو پر چارو مسلط کړى دى… شونې ده، چې ځينې په ټولو چارو )لکه، حکومت، قضاوت او…( کې د نارينه تسلط )قوامت( وبولي، خو موږ له ايته دغسې يو مفهوم نه مومو، چې سياق يې د ميړه او مېرمن په کورني ژوند پورې اړوند دى. د نساء سورت له پيل آيتونو په تېره له شپږم آيت وروسته د خبرې او د خداى د څرګند کلام سياق په ميراث، واده او د مېړه او مېرمن په چارو پورې اړونديږي. په 34 آيت کې، چې پر ښځې د نارينه د تسلط خبره کېږي، دليل يې ويل کېږي، يو دليل يې دا دى. دا، چې مېړه خپلې مېرمنې ته نفقه ورکوي، نو ځکه تسلط پرې لري، خو د آيت په هيڅ ځاى کې دليل ته اشاره نه لري، چې د ))الرجال قوامون على النساء(( مانا ټولې چارې او له دې قضاوت هم رانغاړي، نو دا دى، چې په دې آيت کې راغلې تبصره يو عام قانون ته يوازې جز يې تبصره نه ده، بلکې د آيت د عرفي ظهور له مخې، تبصره په ټول حکم پورې اړونديږي او د آيت له ړومبي بنده مطلب، په کورني چارو کې پر ښځې د نارينه و تسلط دى…

بل حواب مو دا دى، چې د آيت خبره د نارينه تسلط په هغو فعاليتونو کې دى، چې نارينه يې ښځو ته کوي. وينو، چې قضيه په ټولو جزئياتو په ميړه او مېرمن پورې اړوند ده او بس او له ايته بيخي استنباطيږي نه، چې قضاوت او حکومت دې د نارينه په واک کې وي، ځکه په قضا او حکومت کې تسلط په ټولو خلکو پورې اړوند دى، خو آيت بې له دې په يوې بلې فضا کې دى. درېيم ځواب دا، چې په آيت کې کوم قوامت او تسلط راغلى يوازې د نفقې ورکولو او ځينو غورايو په پار دى. له دې ځايه پوهېږو، چې د حکم بنسټ په همدې دواړو چارو پورې اړونديږي او دا چار په دې مانا نه دى، چې د نارينه تسلط او غوراوى نورې ټولې چارې رانغاړي؛ ځکه که اساس او دليل يې د نارينه غوراوى هم وبولو، نو ښځې ته د نارينه د نفقې ورکولو ځاى نه پاتېږي. لنډه دا، چې که د آيت مطلب د قضاوت مثال هم راونغاړي، نو ))بما انفقوا من اموالهم(( ته به څه مانا پاتې نشي، چې ښځې ته د سړي نفقه ورکول يې لامل ګڼي…(()23(.

شيخ فضل الله په بل ځاى کې زياتوي: ))پر مېرمن د مېړه پالندوينه د طلاق په واک او په هر وخت کې، چې وغواړي د استمتاع په حق کې محدودېږي(()24(.

په نمونه تفسير کې مکارم شيرازي ليکي: ))نارينه د ښځو پالندويان او چوپړيالان دي(()25(.

ايرانۍ عالم صاحل نجف آبادي ليکي: ))ددې اثباتولو ته، چې نبايد ښځو چارواکي او قضاوت ورکړاى شي پر الرجال قوامون على النساء… آيت منګولې لګوي((. نومړى ددې آيت له تفسيره، د راولاړ شويو نظرياتو په رد کې وايي: ))آيت په کورنۍ غونډال او د مېړه او مېرمن په ژوند پورې اړوند دى، نه په ټولنې، چارواکۍ، قضاوت او دفاعي جګړې پورې، آيت وايي: د مېړه او مېرمنې په ژوند کې، په دوو علتونو نارينه د ښځې پالندوينه پر غاړه لري: لومړى علت دا، چې خداى تعالى په پيدايښت کې نارينه و ته غوراوى ورکړى او له بدني او روحي پلوه يې ډير وسونه ور کړي دي )په بعضهم کې له ))بعض(( نه مطلب نارينه دي، خو په څرګندنه يې نارينه ياد کړى نه دى، چې د ښځو احساسات راونه پارېږي(. دويم علت دا، چې نارينه ښځو ته مهر ورکوي او د ژوند لګښت يې ورتر غاړې دى، نو ځکه بايد د ښځو پالندوينه د نارينه و پر غاړه وي. بل دا، چې په ايت کې د ))بما انفقوا من اموالهم(( غونډله د ښځې لګښت ته اشاره لري، چې مېړه يې ورکوي او دا مطلب په ټولنيز ژوند، چارواکۍ، قضاوت او دفاعي جګړې پورې هيڅ تړاو نلري. په بله وينا، تير آيت د نارينه غوراوى او د ښځې د لګښت ورکړه دواړه يوځاى د نارينه د قوامت او تسلط علت پيژندلى، نه يوازې د نارينه غوراوى، نو ځکه ښځې ته د لګښت ورکړه ناليدلې ګڼلاى نشو او يوازې د نارينه غوراوي ته پام واړو او هغه قضا، چارواکۍ، د جګړې قومندانۍ او په خېر څيزونو ته يې ور وغځوو او د نارينه و په انحصار کې يې وبولو. بلخوا په ايت کې د خپلې مېرمنې په باب د مېړه د پالندوينې له علته معلومېږي، که يوه عقلمنده مدبره او شتمنه ښځه د يو تشلاسي او له فکري پلوه د وروسته پاتي مېړه درلودونکي وي او د ژوند لګښت ورکوي، نو دلته بايد دا ښځه د خپل مېړه قوام او پالندويه وي، ځکه په دې ښځه کې د قواميت او پالندوينې علت او کچه شته او چېرې، چې علت او کچه وي، حکم هم شته(()26(.

تېرو ويينو ته په پاملرنې، په نظر رسي د ))ښځې(( په اړه زماني او مکاني تحولاتو لار پرانستې ده، شک نشته لکه څنګه، چې زمانې د ښځو په هکله ډېر ورمندونونه رادبره کړي، نو هرومرو د زمانې او د ښځو د شرايطو تغيير به نور قضاوتونه هم رادبره کړي او په دې توګه به نيم تياره تاريخ ته د پاى ټکى کېښوول شي.

وګورئ: )1( ډاکتر، جواد علي، المفصل فى تاريخ العرب قبل الاسلام )بيروت: داراعلم، 1969ز( 2/265 مخ.

)2( امام فخر رازي، التفسير الکبير 24/90 مخ.

)3( قرطبي، الجامع الاحکام القرآن، 13/194 مخ.

)4( طبري، طبري تفسير 6/357 مخ او 5/559 مخ + طوسي، التبيان 8/93 مخ.

)5( ابو الفتوح رازي، تفسير، 8/399 مخ.

)6( سيوطي، الدرالمنشور، 6/356 مخ + التبيان 8/93 مخ.

)7( قرطبي، 13/196 مخ.

)8( تفسير ابو الفتوح رازي 8/404 او 405 مخونه.

)9( قرطبي، 13/207 مخ.

)10( الدرالمنشور 6/368 مخ.

)11( محمد مهدي شمس الدين، اهلية المراة لتولى السلطه، 35 مخ. )بيروت: موسسة المنار(. د حضرت زهرا د تاريخي او اغيزمنې خطبې په باب وګورئ: اجر الدين اقبال، د فاطمة الزهرا ژوند.

)12( صحيح بخاري، 3/9 مخ + سنن نسايي، 8/227 + سنن ترمذي، 3/360 مخ.

)13( آيت الله صالحي نجف آبادي، ))قضاوت زن در فقه اسلامي(( روزنامه اطلاعات ايران، 26/ ميزان/ 1357.

)14( مرتضى مطهري، حماسه حسيني، 1/332 مخ.

)15( جعفر النقدي، زينب الکبرو 43 مخ.

)16( المقرم، مستقل الحسين، 218 مخ.

)17( آيت الله منتظري، در اسات فى ولاية الفقيه 1/354_ 355 مخونه.

)18( محمد مهدي شمس الدين، المصدر السابقو 81 مخ.

)19( شيخ فضل الله، ))اسلام و نقش اجتماعي زنان(( 33 او 34 مخونه.

)20(    //             //     34 مخ.

)21( طباطبايي، تفسير الميزان، 8/181 مخ.

)22(     //        ،       //           185 مخ.

)23( شيخ فضل الله، المصدر السابق، 17 او 18 مخونه.

)24( له شيخ فضل الله سره مرکه. ))زن و باور هاى جوامع اسلامي((، پيام زن شماره 55، 1375 ل، 45 مخ.

)25( مکارم شيرازي، نمونه تفسير، 3/369 مخ.

)26( صالحي نجف آبادي، ))قضاوت زن در فقه اسلامي(( روزنامه اطلاعات ايران، 19 ميزان، 1375.

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست