تبلیغات

له مارقينو سره جګړه د علي(ک) ځانګړنه ده   171- حديث : حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: له رسول اکرم سره وم، چې پر ويش بوخت و، د “ذوالخويصيره” په نوم د “بني تميم” د ټبر يو سړى راغى او رسول اکرم ته يې وويل: (په ويش کې) عادل اوسه. رسول اکرم ورته وويل: (( […]

له مارقينو سره جګړه د علي(ک) ځانګړنه ده

 

171- حديث : حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: له رسول اکرم سره وم، چې پر ويش بوخت و، د “ذوالخويصيره” په نوم د “بني تميم” د ټبر يو سړى راغى او رسول اکرم ته يې وويل: (په ويش کې) عادل اوسه. رسول اکرم ورته وويل: (( كه زه پر عدالت چلن ونۀ کړم؛ نو څوك به عدالت وكړي؟! كه عدالت ونۀ کړم؛ نو زيان مې كړى.)) حضرت عمر وويل: اجازه راكړه ، چې سر ترې غوڅ كړم.

رسول اکرم ورته وويل:(( پرېږده يې! داسې ياران به لري ، چې ستاسو لمونځ او روژې به پر وړاندې يې هيڅ هم نۀ وي؛قرآن به له ستوني يې نۀ تېرېږي، له اسلامه به داسې وځي؛لكه غشى له ليندۍ ، دا غشى به تېره نۀ وي، چې بدن پرې غوڅ شي. نښه يې داده ، چې يو سړى په کې دى، چې تور مخ لري (لنډ لاسونه لري) او يو مټ يې دښځې د تي په شان او يا د غوښې د بوټۍ په شان خوځېږي او هغوى به د دې امت له غوره خلكو سره جنګېږي.))

حضرت ابوسعيد وايي: ګواهي وركوم ، چې دا خبره مې له رسول اکرم څخه واورېده او علي بن ابيطالب ورسره وجنګېد او زه هم ورسره وم. (علي(ک) له خوارجو سره له جګړې وروسته) حکم وكړ ، چې هغه تورمخى پيدا كړئ. د هغه مړى يې پيدا كړ، چې مې ورته وليدل؛نو هغه ځانګړنې مې په کې وليدې ، چې رسول اکرم په باب يې ويلې وې.

171 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 17 ، ص 290 ، ح 11196 او ج 18 ، ص274 ،‌ ح 11750 ؛ صحيح ابن حبّان :‌ ج 15 ، ص 129 ، ح 6735 ؛ حلية الاولياء : ج 3 ، ص 99 ؛ سنـن بيهقـي :‌ ج 8 ، ص187.

172 . أخبرنا محمّد بن المصفي بن بهلول ،‌ قال : حدّثنا الوليد بن مسلم . قال ]ابن المصفّي]:و حدّثنا بقيّة بن الوليد و ذكر آخر ،‌ قالوا :حدّثنا ]عبد الرحمان بن عمرو [ و الضحّاك[المشرقي]،عن أبي سعيد الخدري ، قال: بينما رسول الله (ص) يقسم ذات يوم قسماً فقال ذو الخويصرة التميمي : يا رسول الله اعدل . قال : « و يحك و من يعدل إذا لم أعدل » ؟‌ فقام عمر فقال : يا رسول الله ائذن لي حتّي أضرب عنقه. فقال له رسول الله (ص) : « لا أصحاباً يحتقر أحدكم صلاته مع صلاتهم ، صيامه مع صيامهم ، يمرقون من الدين مروق السهم من الرمية ،‌ حتّي أنّ أحدهم لينظر إلي نصله فلا يجد فيه شيئاً ،‌ ثمّ ينظر إلي رصافه فلا يجد فيه شيئاً ، ثمّ ينظر إلي نضيه فلا يجد فيه شيئاً ، ثمّ ينظر إلي قذذه فلا يجد فيه شيئاً سبق الفرث و الدم ، يخرجون علي خير فرقة من النّاس ، آيتهم رجل أدعج ، إحدي يديه مثل ثدي المـرأة أو كالبضعة تدردر ». قال أبو سعيد : أشهد لسمعت هذا من رسول الله (ص) ، و أشهد أنّي كنت مع عليّ بن أبي طالب حين قاتلهم ، فأرسل إلي القتلي فأتي به علي النعت الّذي نعت رسول الله (ص) .

172- حديث : دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له حضرت ابوسعيد خدري (رض) نقل كړى دى.

172 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 287 ، ح 2165 ؛ مسند احمد : ج 17 ، ص 375 ،‌ ح 11275 ؛ او ج 18 ، ص 411 ، ح 11921 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 745 ، ح 150 ؛ سنن ابي داود :‌ ج 4 ، ص 217 ، ح 4667 ؛ كتاب السنه :‌ ص 585 ، ح 1328 ؛ مناقب خوارزمي : ص 258 ، ح 241 .

173 . قال الحارث بن مسكين قراءة عليه و أنا أسمع عن[عبد الله]بن وهب[بن مسلم]، قال : أخبرني عمرو بن الحارث ، عن بكير بن الأشج ، عن يسر بن سعيد ، عن عبيد الله بن أبي رافع : أنّ الحرورية لمّا خرجت مع عليّ بن أبي طالب ، فقالوا : لا حكم إلاّ لله ، قال عليّ « كلمة حقّ أريد بها باطل ، إنّ رسول الله (ص) وصف لي ناساً ،‌ إنّي لأعرف صفتهم في هؤلاء الّذين يقولون الحقّ بألسنتهم لا يجوز هذا منهم ـ و أشار إلي حلقه ـ ، من أبغض خلق الله إليه ،‌ منهم أسود إحدي يديه طبي شاة أو حلمة ثدي » .

173- حديث : حضرت عبيدالله د ابورافع زوى وايي: د “حروريه” ډله (خوارج) چې د حضرت علي(ک) پر خلاف راپاڅېده ؛نو چغې يې وهلې: (لاحكم الا الله =حكميوازې د الله دى) حضرت علي(ک) وويل: دا حقه خبره ده؛خو تاسې يې په باطله اراده كوئ. رسول اکرم راته د يوې ډلې ځانګړنې ويلې وې، چې اوس په تاسو کې يې وينم، د حق خبرې كوئ او عمل پرې نۀ کوئ. هغوى د خداى ناوړه مخلوقات دي، د دوى په منځ کې يو تور مخى سړى دى،چې غوڅ لاس يې د مېږې د تي يا د تي په څېر دى. علي(ک) چې ورسره وجنګېد؛نو و يې ويل: په مړيو کې په هغه سړې پسې وګرځئ.دوه درې ځل يې مړي ولټول؛خو پيدا يې نۀ کړ. حضرت علي(ک) وويل: وګرځئ ( په لټه کې شئ ) پر خداى قسم، چې هيڅكله مې دروغ نۀ دي ويلي او نۀ مې له رسول اکرم نه اورېدلي؛ نو د هغه سړى مړى يې په يوه كنډره كې پيدا كړ او د حضرت علي(ک) مخې ته يې كېښود.

عبيدالله وايي: زه په دې پېښه کې حاضر وم او د علي(ک) د خبرو هم شاهد وم.

174 . أخبرنا محمّد بن معاوية بن يزيد ،‌ قال:حدّثنا عليّ بن هاشم[بن البريد [ عن الأعمش ، عن خيثمة[بن عبد الرحمان [‌ ، عن سويد بن غفلة ، قال :‌ سمعت عليّاً يقول : « إذا حدّثتكم عن نفسي فإنّ الحرب خدعة ، و إذا حدّثتكم عن رسول الله (ص) فلأن أخّر من السماء أحبّ إليّ من أن أكذب علي رسول الله (ص) ، سمعت رسول الله (ص) يقول :‌ يخرج قوم أحداث الأسنان ،‌ سفهاء الأحلام ،‌ يقولون من خير قول البريّة،لا يجاوز إيمانهم حناجرهم ،‌ يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية،‌فإن أدركتهم فاقتلهم ،‌فإنّ في قتلهم أجراً لمن قتلهم يوم القيامة » .

174- حديث : حضرت سويد بن غفله وايي: له علي(ک) نه مې واورېدل، چې ويې ويل: زه چې درته (له دښمن سره د جګړې په باب) څه ووايم، امكان لري، چې ونۀ شي(؛ځكه په جګړه کې چل روا دى)؛خو كه د رسول اکرم له خولې مې درته خبره وكړه؛نو هغه به هرومرو پېښېږي، زه به له اسمانه راګوزار شم؛خو په رسول اکرم پسې به دروغ و نۀ تړم. له رسول اکرم نه مې اورېدلي، چې ويې ويل:((يوه نوې او بې عقله ډله به راپيدا شي، د خلكو د خوښې خبرې به كوي،يوازې په خوله به ايمان لري، له دينه داسې وځې؛لكه غشى له ليندۍ . (علي !) كه ودې وليدل؛نو و يې وژنه؛ ځكه د قيامت پر ورځ وژونكيو ته يې بېل اجر شته.))

173 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 151 ، ح 18658 ؛ مسند حميدي : ج 2 ، ص 330 ، ح 749 ؛ مسند احمد : ج 17 ، ص 62 ، ح 11018 او ج 18 ، ص 401 ، ح 11904 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 745 ، ح 149 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 329 ، ح 801 ؛ مستدرك حاكم :‌ ج 2 ، ص 154 ؛ شرح السنه بغوي : ج 10 ، ص 229 ، ح 2555 .

174 حديث په نورو سر چينو كې : صحيح مسلم : ج 2 ، ص 746 ، ح 153 ؛ سنن کبرى بيهقي :‌ ج 8 ، ص 170؛ دلائل النبوه بيهقي: ج 6 ، ص 424 .

175 . أخبرنا أحمد بن سليمان ] الرهاوي [ و القاسم بن زكريّا ،‌ قالا: حدّثنا عبيد الله[بن موسي]،عن إسرائيل[بن يونس]، عن[جدّه]أبي إسحاق،عن سويد بن غفلة،‌عن عليّ قال:« قال رسول الله (ص):يخرج قوم من آخر الزمان يقرؤون القرآن لا يجاوز تراقيهم ،‌ يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية،‌قتالهم حقّ علي كلّ مسلم».

175- حديث : رسول اکرم وويل: “په اخره زمانه کې به يوه ډله راپيدا شي چې قرآن به وايي؛خو عمل به پرې نۀ کوي. له دينه به داسې وځي؛ لكه غشى له ليندۍ او ورسره جنګېدل پر هر مسلمان حق دى.

175حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 146 ، ح 18649 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه : ج 7 ، ص 556 ، ح 37896 ؛ مسند احمد : ج 18 ، ص 95 ، ح 11537 او ص 125 ، ح 11579 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص 743 ـ 744 ، ح 148 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 60 ، ح 169 ؛ كتاب السنه :‌ ج 437 ، ح 925 او ص 442 ، ح 935 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، 132 ، ح 6737 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 53 ، ح 77 ؛ مناقب خوارزمي : ص 259 ، ح 242 .

176 . أخبرني زكريّا بن يحيي ، قال : حدّثنا[أبو كريب]محمّد بن العلاء ، قال : حدّثنا إبراهيم بن يوسف[بن إسحاق بن أبي إسحاق]، عن أبيه ،‌ عن أبي إسحاق ، عن أبي قيس الأودي ، عن سويد بن غفلة ،‌عن عليّ ، عن النبيّ (ص) قال:« يخرج في آخر الزمان قوم يقرؤون القرآن لا يجاوز تراقيهم ،‌ يمرقون من الدين مروق السهم من الرمية ،‌ قتالهم حقّ علي كلّ مسلم ،‌ سيماهم[التحليق [ » .

176 -حديث : دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له رسول اکرم نه نقل كړى. له پورتني حديث سره توپير يې دادى، چې يوه بله نښه يې هم ښوولې،چې ويلي يې دي: ((له نښو يې يوه هم د سر خريل دي .))

176 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 10 ، ص 156 ، ح 18676 ؛ مصنـّف ابن ابي شيبه : ج 7 ، ص 559 ، ح 3790 او ص 561 ، ح 37919 ؛ مسند احمد : ج 17 ، ص 187 ، ح 11118 او ص 386 ، ح 11285 ، ج 18 ، ص 158 ، ح 11614 او ص 164 ، ح 11621 او ص 191 ، ح 11648 ؛ تاريخ كبير بخاري : ج 8 ، ص 342 ، رقم 3251 ؛ صحيح بخاري : ج 8 ، ص 47 ، ح 8561 ؛ صحيح مسلم : ج 2 ، ص741 ؛ ح 1064 ؛ سنن سعيد بن منصور : ج 2 ، ص 322 ، ح 2903 او ص 324 ، ح 2904 ؛ كتـاب السنـه : ص 435 ـ 436 ، ح 923 ـ 924 او ص 442 ، ح 935 ، ص 444 ، ح 939 ؛ سنن ابي داود : ج 3 ، ص 225 ، ح 3264 او ج 4 ، ص 243 ، ح 4764 ـ 4675 ؛ مسند ابي يعلي : ج 2 ، ص 409 ؛ ح 1193 ؛ مستدرك حاكم : ج 2 ، ص 148 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 171 ؛ شرح السنه بغـوي : ج 10 ، ص226 ، ح 2553.

177 . أخبرنا أحمد بن بكار الحراني،قال:حدّثنا] مخلّد بن يزيد [‌ ،‌ قال : حدّثنا إسرائيل ] بن يونس [ ، عن إبراهيم بن عبد الأعلي ، عن طارق بن زياد ، قال:خرجنا مع عليّ إلي الخوارج فقتلهم ، ثمّ قال : « انظروا فإنّ نبي الله (ص) قال : إنّه سيخرج قوم يتكلّمون بالحقّ لا يجاوز حلوقهم ، يخرجون من الحقّ كما يخرج السهم من الرمية ،‌ سيما هم أنّ فيهم رجلاً أسود مخدج اليد ، في يده شعرات سود . إن كان هو فقد قتلتم شرّ النّاس ،‌ و إن لـم يكن هو فقد قتلتم خير النّاس » . فبكينا ثمّ قال : « اطلبوا » . فطلبنا فوجدنا المخدج ، فخررنا سجوداً و خرّ عليّ معنا ساجداً غير أنّه قال : « يتكلّمون بكلمة الحقّ»

177- حديث : حضرت طارق بن زياد وايي: له علي(ک) سره د خوارجو جګړى ته روان شو. علي(ک) هغوى له منځه يووړل او ويې ويل: وګورئ،پېغمبر اکرم ويلي وو: ژر به يوه ډله راپيدا شي،چې د حق خبرې به كوي؛ خو له ستوني به يې نۀ تېرېږي، هغوى له حقه داسې دباندې راوځي؛لكه غشى له ليندۍ او نښه يې داده، چې په کې يو تور مخى او لنډ لاسى سړى دى، چې پر لنډ لاس يې تور ويښتان دي. كه هغه سړى (په مړيو کې) و؛ نو د دې امت له ټولو ناوړه به مو وژلى وي او كه په کې نۀ و؛ نو ښه خلک به مو وژلي وي.موږ پر ژړا شو (چې هسې نه په کې نۀ وې)؛په لټه مو پيل وكړ، د سړي مړى مو پيدا كړ او د شكر سجده مو وكړه. علي(ک) هم راسره سجده وكړه او ويې ويل: په باطله اراده يې د حق خبره كوله او پر حق يې عمل نكاوه.

177 حديث په نورو سر چينو كې : صحيح مسلم : ج 2 ، ص 749 ، ح 1066 ؛ المعرفة و التاريخ : ج 3 ، ص 391 ؛ كتاب السنه : ص 438 ، ح 928 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 387 ، ح 6939 ؛ تاريخ بغداد : ج 10 ، ص 305 ،‌ رقم 5453 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 171 .

178 . أخبرنا الحسن بن مدرك ،‌ قال : حدّثنا يحيي بن حمّاد ، قال : أخبرنا أبو عوانة ، قال: أخبرنا أبو بلج يحيي بن سليم بن بلج ، قال : أخبرني أبي ، سليم بن بلج: أنّه كان مع علي في النهروان قال : كنت قبل ذلك أصارع رجلاً علي يده شيء فقلت :‌ ما شأن يدك ؟ قال : أكلها بعير . فلمّا كان يوم النهروان و قتل عليّ الحروريّة ،‌ فجزع عليّ من قتلهم حين لم يجد ذا الثدي ،‌ فطاف حتّي وجده في ساقية ، فقال : « صدق الله و بلّغ رسوله » و قال : في منكبه ثلاث شعرات مثل حلمة الثدي .

178- حديث : حضرت يحيى د سليم بن بلج زوى وايي: پلار مې د “نهروان” په جګړه كې له علي(ک) سر و، راته يې وويل: د نهروان له جګړې مخکې،له يوه سړي سره مخ شوم، يو لاس يې نيم نۀ و. ورته مې وويل: پر لاس دې څه شوي؟ راته يې وويل: اوښ خوړلى دى. د نهروان له جګړې وروسته هغه سړى مو پيدا نۀ کړ ،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر و.خواشيني وو. پلټنه مو پيل كړه؛نو مړى يې مو په يوه لښتي کې پيدا كړ. علي(ک) وويل: خداى رښتيا وويل او رسول يې هم، د هغه پېغام (څنګه ،چې و) موږ ته يې راورساوه؛ځكه رسول اکرم په خوارجو کې د داسې سړي له شتونه خبر كړي يو. پلار مې وويل:د تي په څېر پر لاس يې درې تاره ويښتان هم وو.”

179 . أخبرنا عليّ بن المنذر ، قال : أخبرنا[محمّد]بن فضيل ، قال : حدّثنا عاصم بن كليب[بن شهاب]الجرمي ، عن أبيه ،‌ قال: كنت عند عليّ جالساً إذ دخل رجل ، عليه ثياب السفر ،‌ قال : ـ و عليّ يكلّم النّاس و يكلّمونه فقال : ـ يا أمير المؤمنين أتأذن أن أتكلّم ؟ فلم يلتفت إليه و شغله ما هو فيه ، فجلست إلي الـرجل فسألته : ما خبرك ؟ قال : كنت معتمراً فلقيت عائشة فقالت لي : هؤلاء القوم الّذين خرجوا في أرضكـم يسمّـون حروريّة ؟ قلت : خرجوا في موضع يسمّي حروراء فسمّوا بذلك . فقالت طوبي لمن شهد هلكتهم ،‌ لو شاء ابن أبي طالب لأخبركم خبرهم ،‌ قال : فجئت أسأله عن خبرهم . فلمّا فرغ عليّ قال : « أين المستأذن » ؟ فقصّ عليه كم قصّ علينا ، قال ] علي [ :« إنّي دخلت علي رسول الله (ص) و ليس عنده أحد غير عائشة أمّ المؤمنين ،‌ فقال لي : كيف أنت يا عليّ و قوم كذا و كذا ؟‌ قلت : الله و رسوله أعلم . و قال ثمّ أشار بيده فقال : قوم يخرجون من المشرق يقرؤون القرآن لا يجاوز تراقيهم ،‌ يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية ، فيهم رجل مخدج كأنّ يده ثدي . أنشد كم بالله ؛ أخبرتكم بهم ؟‌ ـ قالوا : نعم . قال : ـ أناشدكم بالله أخبرتكم أنّه فيهم ؟ ـ قالوا : نعم . قال : فاتيموني فأخبرتموني أنّه ليس فيهم ، فحلفت لكم بالله أنّة فيهم فأتيتموني به تجرونه كما نعتّ لكم ؟‌ ـ قالوا :‌ نعم . قال : ـ صدق الله و رسوله » .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست