تبلیغات

له معاده د انکار انګېزې ١_ له مسئووليته تېښته قرآن شريف وايي : بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ(قيامت/۵)= انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (ازاد وي او د قيامت د محاكمې له وېرى پرته) ټول عمر په ګناه كې تېركړي. (٥٣) ٢_ د خداى پر علم او ځواک ايمان نه درلودل د […]

له معاده د انکار انګېزې

١_ له مسئووليته تېښته

قرآن شريف وايي : بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ(قيامت/۵)= انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (ازاد وي او د قيامت د محاكمې له وېرى پرته) ټول عمر په ګناه كې تېركړي. (٥٣)

٢_ د خداى پر علم او ځواک ايمان نه درلودل

د قرآن شريف په بېلابېلو ‏آيتونو کې راغلي،چې د معاد مخالفان له معاده د نمښتې- انکار لپاره هېڅ علمي دليل نه لري؛بلکې د مړيو بېرته را ژوندي کېدل ناشونى چار بلي ؛لکه :

وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ(جاثيه/۲۴) = هغوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛(بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي (٥٤)

٣_ د قيامت د را تګ له وخته خبر نه درلودل

د معاد د مخالفانو بله پلمه داده،چې وايي:قيامت کله دى ؟په قرآن شريف کې راغلي،چې دې خلکو وروسته تردې،چې د څښتن له استازي يې دليلونه واورېدل؛نو ددې پر ځاى،چې ايمان راوړي ؛نوخپل سرونه يې وخوځول او ويې ويل: وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ(اسراء/۵۲)=(( دا به كله وي؟! (٥٦)؛خو له دې خبر نه دي،چې د قيامت د راتګ وخت يوازې خداى ته معلوم دى؛خو د قيامت د راتګ پر تاريخ نه پوهېدل د نمښتې- انکار دليلېداى نشي او دا خو داسې ده؛لکه څوک چې د خپل مرګ له تاريخه خبر نه وي او له مرګه نمښتى شي؟

٤_ د مړيو را ژوندي کېدل

د معاد نمښتو‏ يوه پلمه دا وه، چې رسول اکرم ته به يې ويل : وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (جاثيه/۲۵)= او چې كله پرې زموږ څرګند آيتونه لوستل كېږي؛نو يوازېنۍ پلمه يې داده چې وايي: ((كه رښتيني ياست،زموږ پلرونه (ژوندي كړئ) او را يې ولئ (چې شاهدي ووايي)!)) (٥٧)

او يا داچې ويل يې:فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ(دخان/۳۶)= نو كه رښتيني ياست،زموږ پلرونه (ژوندي كړئ او) را يې ولئ (چې شاهدي ووايي)! (٥٨)

انسان که ځېلي نه وي؛نو همدا ويدېدل او راويخېدل او د ونو پسرلى او منى ورته پر معاد تر ټولو ستر دليل دى او که ځېل کوي؛نوکه پلار هم ورته را ژوندى کړې؛نو بيا به وايي،چې اوس موږ ځوانان کړه او په اخر کې داسې غوښتنې،چې د هستۍ نظام له منځه يوسه او په اخر کې هم ايمان نه راوړي؛خو له دې بې خبره دي،چې د خداى د استازي کار او دنده استدلال کول او د الهي قدرت د بېلګو ښوول دي؛ نه داچې د خلکو د ځاني غوښتنې ترسره کړي .

٥_ مړينه؛د خداى د قدرت پاى او نېستي

د معاد منکران وايي: مړينه؛يعنې د خداى د قدرت پاى ته رسېدل او د خداى پر اراده د مړينې د لاملونو بر لاسېدل،حال داچې مړينه هم الهي تقدير دى او د خداى په قدرت او ارادې ترسره کېږي .

قرآن شريف وايي: نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ (واقعه/۶۰) = موږ ستاسې ترمنځ مرګ وېشلى او بېوسې نه يو (٥٩).

هغوى وايي : مړينه ؛يعنې نيستې او ورکېدل؛خو بې خبره دي،چې نيستي ؛خو پنځونه نه غواړي؛لکه څنګه چې په قرآن شريف کې وايو: خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ(ملک/۲) = مرګ او ژوند يې پيداكړى دى. (٦٠)

نو پر دې بنسټ ؛مړينه نېستي نه ده؛بلکې له يو ځاى نه بل ځاى ته تګ دى او په زړه پورې خبره خو داده،چې قرآن شريف مړينه ١٤ ځل په (توفى ) يادوي،چې د تحويل په مانا دى؛يعنې له مړينې سره تاسې له منځه نه ځئ؛بلکې موږ به درڅخه هرومرو هغه څه واخلو،چې درکړي مو دي او د يو لنډ مهال لپاره يې خپلو مامورانو ته ورکوو .

د خداى استازى وايي : ګومان مه کوئ ،چې له مړينې سره به له منځه ولاړ شئ؛بلکې له يوه کوره به بل ته ولاړ شئ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست