تبلیغات

     له تاسې ټولو غواړم چې له مړينې سره دوستي وكړئ . “مړينه” ستاسې دښمن نه؛ بلكې حقيقي دوست بلل كېږي . تاسې فكر وكړئ كه “مړينه” نه واى؛ نو څه حال به و؟ كه بوټي ، ځناور او انسانان تر زېږېدنې وروسته نه مړه كېدل؛نو نن به موږ څومره ستونځې درلودلې؟ “مړينه” د ناروغانو […]

     له تاسې ټولو غواړم چې له مړينې سره دوستي وكړئ . “مړينه” ستاسې دښمن نه؛ بلكې حقيقي دوست بلل كېږي . تاسې فكر وكړئ كه “مړينه” نه واى؛ نو څه حال به و؟ كه بوټي ، ځناور او انسانان تر زېږېدنې وروسته نه مړه كېدل؛نو نن به موږ څومره ستونځې درلودلې؟ “مړينه” د ناروغانو لپاره له ستړي او زوړ شوي بدنه ازادېدل دي، دا زوړ شوى بدن نور كار نشي كړاى، غړي يې خوږېږي، پښې او لاسونه يې كمزوري شوي، نور خدمت او فعاليت نشي كړاى؛ روح ته دا بدن زندان ښكاري، نور پكې نشي اوسېدلاى ، غواړي چې له دې بدنه ازاد شي؛ نو مړينې ته مخه كوي. “مړينه” رښتينې دوست دى او له تاسې هم غواړم، چې دوستي ورسره وكړئ . هره ورځ “مړينه” رانږدې كېږي؛ موږ په ناډاډمنه نړۍ كې اوسېږو، په دې نړۍ كې پر هېڅ څيز ډاډ او زړه تړل نه دي پكار. بېشكه موږ ټول به يو ورځ له دې نړۍ سترګې پټوو؛ يعنې خپل ((مادي جسم)) به يو ورځ په هم دې نړۍ كې پرېږدو. موږ ټول د بېرته ستنېدنې له ټكټ سره دې نړۍ ته راغلي يو، د بېرته ستنېدو نېټه مو پر ټكټ ليكل شوې؛ خو موږ يې نشو لوستى، نۀ پوهېږو “مړينه” به كله او چېرته په موږ پسې راځي او بدن به له موږه اخلي؛ خو دومره پوهېږو چې ورځ تېرېږي، مړينې ته ورنږدې كېږو؛ نو زړه مې غواړي چې له مړينې سره دوستي وكړئ ؛ نو چې ورسره دوستان شوی وېره به مو لرې شي او په خندا به يې هركلي وكړی.

په پخواني هند كې به يې دا موضوع د معنويت ټولو زده كوونكيو ته ښووله، په پخواني هند كې د معنويت زده كوونكيو ته ((جېګناسو ؛يعنې د حقيقت لټوونكي)) ويل كېدل، يو ښوونكي ((جيګناسو )) ته وويل: هره ورځ د مړينې په اړه هم لږفكر كوه .

زه له تاسې غواړم چې دا كار وكړئ، يو ورځ به رښتيا دا مادي بدن دړې وړې شي چې موږ ډېر پرې ځان تړلې دى، ډېر پرې نازېږو،ځان ورسره يو شمېرو؛ خو دا بدن به يو ورځ له منځه ځي. موږ به تردې وروسته چېرته يو؟ آيا بيا به هم ژوند ته دوام وركوو؟ مخكې تردې چې دا بدن دې نړۍ ته راشي، آيا موږ ژوندي وو؟ پر هغو غونډيو او ځمكو، چې د لنډې مودې لپاره اوسېږو، موږ ترې لا ډېر پخواني يو، كه د مړينې پروا و نه كړو؛ نو وېره به مو له منځه ولاړه شي؛ ځكه چې “مړينه” ظاهري توهم دى، موږ مړه كېداې نشو .

(( سادو واسواني )) د جسم “مړينه” د لمر لوېدو په څير بولي او وايي:(( لمر لوېدنه يواځې ظاهري څيزدى، څه چې دلته د لمر لوېدو په نوم يادېږي، په بل ځاى كې د لمر راختو په مانا دي . په واقع كې لمر هېڅ وخت نۀ مري؛ نو په همدې ډول “مړينه” نشته او يواځې ظاهري توهم دى . د دې ځاى “مړينه” په بل ځاې كې زېږېدنه ده . له سادو واسواني مې وپوښتل : “مړينه” څه څيز دى؟ راته يې وويل: (( “مړينه” پُل دى )). هو! “مړينه” د ((مادي نړۍ)) او ((اختري نړۍ)) تر منځ پُل دى؛ هغه نړۍ چې غوره، نيكه، بډا، ښايسته او ځلېدونكې ده. بيا مې ترې وپوښتل : “مړينه” څه څېز دى؟ ويې ويل:

(( “مړينه” ور دى )). “مړينه” له يوې خونې بلې ته ور دى .

انګليسي شاعر ((جان منسفلد)) وايي: ((“مړينه” ناپېژندل شوي ورونه پرانيځى ،” مړينه “ ډېره دبدبه لرونکى ده.))

زموږ ټول تللي خلك ، مړه نه؛بلكې د مړينې له وره بلې نړۍ ته تللي چې، موږ ته سترګې پر لار دي او موږ هم ورپسې ورتلونکي يو.

له دې فزيكي بدنه چې د وتو وخت رانږدې شي، زموږ تېر خلك د نوي ژوند پر پوله راته د هركلي لپاره ولاړ وي؛ نو په دې نوي سفر كې به موږ يواځې نه يو. نو ځکه د مړينې پر مهال د سړي څېره ډېره ارامه ښكاري، ممكن تر مړينې مخكې يې خورا دردونه او كړاوونه ليدلي وي؛ خو چې وروستۍ شېبې راورسېږي، څېره يې روښانه شي، په دې کې ځينې كسان كېني او خپل لاسونه اوږدوي، ځينې د تلليو كسانو نومونه اخلي . ډاكټر ((لسلى وردهد)) چې په دې هكله څېړنې لري وايي : ((ما كله هم څوك و نه ليد، چې د مړينې پر مهال ناراحت او پرېشانه وي .))

په يو ځاى كې مې لوستې و، چې يوه ښځه د ډېرې مودې لپاره بې هوشه وه، ناڅاپه راپاڅېده او كېناسته،لاسونه يې خلاص كړل او ويې ويل :

اه مورې ! مورې ! آيا هغه ښكلي او ښايسته نه دى؟ د ښځې زوى خپل لاسونه د هغې پر اوږو واچول؛خو مور يې وويل : پرې مې ږده چې ولاړه شم، مور مې هر كلي ته راغلې، تر دې وروسته ښځه مړه شوه .

د مړينې پر مهال موږ يواځې نه يو، خپلوان او نږدې خلك، چې تر موږ مخكې تللي، زموږ هر كلي ته راځي چې موږ ته د هغې نړۍ د سفر په باب لارښوونه وكړي؛ مور مې شل كاله مخكې مړه شوه، ويل به يې : (( زه له مړينې نه وېرېږم؛ ځكه نيم خپلوان مې دلته دي او نيم هلته ، زه چې هلته ځم؛ نو يواځې نه يم؛ بلكې له خپلو خپلوانو سره به يم. )) زما مور تر مړينې مخكې ډېر دردونه تېر كړل؛ خو په وروستيو شېبو كې زه ورسره نږدې ناست وم، ما يې په څېره او سترګو كې عجيبه رڼا ولېده.

كافى ده چې همدا افکار له ځان سره ولرو.

بايد له مړينې و نه وېرېږو، يواځې فزيكي بدن مري، موږ نور بدنونه هم لرو چې تر مړيني وروسته به پكې اوسېږو، د مړينې پر مهال موږ يواځې نه يو، ددې نوي سفر په هر قدم كې زموږ خيال او ساتنه كېږي.

راځئ باور وكړو چې “مړينه” يو ور دى، “مړينه” د ((مادي نړۍ))، ((اختري نړۍ)) او (غير مادي نړۍ) تر منځ پُل دى . زموږ تېر خلك په ((اختري)) نړۍ كې اوسېږي، هغوى موږ ګوري او راته وايي چې : د ځمكې ژوند په اصل كې ترمړينې وروسته ژوند ته چمتو والى دى . راځئ چې د ځمكني ژوند هره ورځ، راتلونکي ژوند ته د چمتو والي ورځ وګڼو .

تېر شوي خلك را ته وايي : چمتو اوسئ ! چمتو اوسئ!؛ ځكه ګوري چې موږ په داسې څيزونو پسې پښې رالوڅي كړي،چې د هغوى پر عقيده يواځې سيورى دى، هغوى ګوري چې موږ د پېسو په لټه كې يو او زيار وباسو، چې شتمن شو،هغوى پوهېږي چې موږ په خوند ، شهرت ، نوم ،ځانمنۍ، واك او مقام پسې منډې وهو؛ خو دا ټول سيوري دي؛ نو له موږ غواړي چې سترګې خلاصې، له خوبه راويښ او ځان حتمي سفر ته چمتو كړو.

درې وړاندېزونه

تر مړينې وروسته ژوند چمتوالي ته درې عملي وړانديزونه لرم ؛ پر ځمکه ژوند د لنډې مودې لپاره دى، له فيزيکي بدنه چې وځو؛ نو له خوبه به راويښ شوي يو.

١- خداى ته د نږدې کېدو په موخه له خلکو سره د ارادت ، مينې او عشق اړيکې ټينګې کړئ او هره ورځ يې پياوړې کړئ. د خداى درشل ته دعا وکړئ او خپل کارونه ورته ډالۍ کړئ . په چوپه چوپتيا کې ورسره په مينه او ارادت خبرې اترې وکړئ ؛ دا لړۍ مظبوطه کړئ ، چې احساس کړئ چېرې چې ياست، له دې سپېڅلي وجوده لرې نه ياست، په وړاندې يې “مړينه” نشته ؛ځکه له بدنه چې وځوو؛ نو هغه له موږ سره دى، د خداى نازولي به مو په غېږکې واخلي او خداى ته به مو ورسوي .

٢- له خداى سره مو، چې د عشق او ارادت دا لړۍ ټينګه کړه، بايد وپوهېږو څه چې کېږى؛ نو پکې د خداى رحمت دى . په ژوند کې مو ډېرڅه پېښېږى چې موږ پرې نه پوهېږو؛ ناڅاپه له موږ خپل نږدې خلک اخېستل کېږي، افت ، بلا ګانې او يا بدمرغۍ راباندې راځي . ددى پرځاى چي خپل وخت په دې تېر کړو، چى دا پېښه څرنګه او ولې رامنځ ته شوه؛ نو د ((واسواني)) په وينا : په دې وخت کې بايد واويو چې :(( منم يې، منم يې )).

ملګرو! هېر مو نشي چې په الهي مشيت يا تقدير کې، چې څه پېښېږي، په ټولو کې يې زموږ خير دى او هر څه په خپل وخت کې پېښېږى، د خداى ساعت هيڅ وخت سست نه وي . موږ په اوسني وخت کې پر الهي مشيت يا تقدير نه پوهېږو، يواځې د وخت په تېرېدو پوهېږو، چې تېروتنې، سختۍ او ټول کړاوونه، چې راباندې تېر شوي، د خداى د تقدير يوه برخه وه او ټول له رحمت او برکت ډک دي . څه چې راځي ددې لپاره دي، چې موږ سپېڅلي او سوتره کړي او مخې ته مو بوځي؛ نو ځکه په هر ځاى کې چې خداى ودرولم؛ نو پاتې کېږم او چېرته چې مې لېږي، ځمه . غواړم چې خداى ته پناه يوسم او ټولې ستونزې ورته يوسم او په دې پوه شم، چى د هوارۍ ټولې لارې چارې له خداى سره دي، هرې پېښې ته په مخامخ کېدو کې داسې وايم:”منم يې ، منم يې”.

٣- څومره چې له نفسه ځان وژغورئ، هومره مو زړه پراخېږي، څوک چې نفساني ژوند ولري اونورو ته زيان ورسوي، په هغه نړۍ کې ځان په تپوتيارو کې بنديوان احساسوي؛ نو ځان له ځانمنۍ وژغورئ او نورو ته برکت اوسئ؛ خداى تاسې په برکت، کار او مسلک سپېڅلي کړي ياست؛ نو تل نورو ته برکت شئ؛ يواځې هر څه لاس ته راوړل او نورو ته يى نه ورکول، انسان احمق ، مغرور او ځانمنى کوي . خپل غوره څيزونه د خداى په لار کې نورو ته ورکړئ . د بېوزلېو لاسنيوى وکړئ، زيار وباسئ ،چې د نورو پېټي سپک کړئ .

دلته راته د ((سادو واسواني)) وينا راياده شوه چې وايي : (( څوک دې په لارکې ونه ليد چې پنډ او پېټى دې ترې اخېستى واى؟))

يواځې يې مه پرېږدئ پر چا، چې دروند پېټى پروت وي؛ ورباندې يې سپک کړئ او هېر مو نشي،چې دا فيزيکي پېټى نه؛ بلکې د ډېرو خلکو زړونه له پرېشانۍ او خپګانه درېدلي دي . څوک چې له ښادۍ بې برخې وي ورته ښادي ورکړئ . بېوزليو ته سوکالي برابره کړئ او تل هغو خلکو ته چمتو واست چې لاسنيوي ته اړتيا لري؛ يوه شېبه هم دا خبره له غوږه ونه باسئ چې ژوند او ټول نعمتونه يې امانت درکړاى شوي، چى د بېوزليو، غريبانو ، مرغيو او څارويو د خدمت په لارکې يې ولګوئ .

د خداى او د هغه له سپېڅليو بندګانو سره د “عشق او ارادت” لړۍ ټينګه کړئ . مخې ته ولاړ شئ او که په ژوند کې له هر راز کړاوونو سره مخ شوئ؛ نو ووايئ : ((منم يې ! منم يي ! )) تل د نورو لپاره برکت واست، پر ځان لوږه تېره کړئ چې نور ماړه شي، ويښ پاتې شئ ، چې نور ويده شي؛ نو په دې بڼه کې “مړينه” در ته هيڅ زيان نشي اړولاى؛ ځکه چې تاسې بې مړينې ژوند ته راننوتي يئ؛ تلپاتې ژوند ته .

د پاريس په روغتونونو کې څو تنه د مړينې په حال کې ول، چې پکې ((ولتر)) مشهور ليکوال هم و. کتابونه به يې په پوهنتونوکې تدريس کېدل، دلته د مړينې په حال کې و، ټول ډاکتران ترې راچاپېر وو، ((ولتر)) ورخطا ښکارېده او چغې يې وهلې: ((اوس به څه کېږي؟ زه له تپوتيارو پرته څه نه وينم )) .

((ولتر)) ډېر کتابونه ليکلي و؛ خو له خداى سره يې د عشق او ارادت اړيکې نه وې ټينګې کړې ؛ نو ځکه يې د مړينې پر مهال يواځېتوب احساساوه،د همدې روغتون په بله خونه کې دولس کلنه انجلۍ هم د مړينې په حال کې وه؛ خو خوشاله او ارامه ښکارېده، ډاکټران حيران شول او ورته يې وويل: پوهېږې چې د مړينې په حال کې يې؛ خو خاندي؛ لکه چې له مړينې نه وېرېږى؟ انجلۍ وويل : ولې و وېرېږم، ګران مسيح راته ولاړ دى او غېږه يې راته خلاصه کړې او راته وايي: لورې ! دلته راشه.

وړې انجلۍ له حضرت عيسى سره د عشق او ارادت اړيکې ټينګې کړې وې؛ نو ځکه له مړينې نه وېرېده، د مړينې پر مهال يى دا له ځان سره وويل: ((معبود رانږدې دى، نه وېرېږم، په غېږ کې يې بېدېږم، چېرته چې ځم، ښه پرې پوهېږي.))

ښه پوهېږي چې ما چېرته وړي، زه يواځې دومره پوهېږم؛ که هر چېرته ولاړه شم، ورسره به يم او دا يوازځينى څيز دى، چې زه ورته اړتيا لرم؛ ځکه چې پکې ښادي او ارامتيا ده؛ هغه ارامتيا چې درک او پوهه ترې بېوسې ده او هغه ښادي ده چې پاى نه لري .

ملګرو! موږ هم بايد د خداى او د هغه له سپېڅليو بندګانو سره د عشق او ارادت اړيکې ټينګې کړو، چې هره پېښه ومنو اوهغوى ته برکت اوسو چې د ژند کړاوونه تېروي او د مړينې پر مهال؛ لکه د کوچنۍ انجلۍ په څېر موږ هم دا ترانه ووايو: ((معبود رانږدې دې ! وېره نه لرم په غېږ کې يې ويده کېږم، چېرته چې ځم، ښه پرې پوهېږى.))

موږ د مړينې په اړه سم او بسیا معلومات نه لرو. “مړينه” چې راشي؛نو ورخطا کېږو؛ بې هيلې، خپه او پرېشانه کېږو. کېداى شي چې دا خپګان په اوونيو او مياشتو دوام ومومي، که موږ د مړينې په اړه بسیا معلومات ولرو؛ نو دومره پرېشانه او خپه به مو نه کړي . دا سمه ده چې زړه به مو په تلليو ‏پسې خوږېږي؛ خو هېر مو نشي چې موږ يې د تل لپاره نه يو پريښي،هغوى بلې نړۍ ته تللي او راته سترګې پر لار دي . “مړينه” د ژوند يو اړخ دى، څوک چې زېږېدلى وي، يو ورځ به مړ شي .

د مړينې پر مهال څه پېښېږي؟ تر مړينې وروسته پر انسان څه تېرېږى؟

مخکې مو وويل؛ لکه څرنګه چې لمر نه لوېږي، په حقيقت کې “مړينه” هم نشته . لمر چې په يو ځاى کې ولوېږي ؛ نو په بل ځاى کې راخېژي .

” مړينه “ ظاهري وهم دى .انسان نه مري او مړکېداى هم نشي . ((ژوند)) “مړينه” نه لري؛څه چې مري، فيزيکي بدن دى . څه چې له منځه ځي مادي قالب يا بدن دى . فيزيکى بدن چې مړ شى، انسان په ((اختري بدن)) کې خپل ژوند ته دوام ورکوي او ټولې ځانګړنې؛ لکه فکرونه، غوښتنې، احساسات او عاطفې به يې د پخوا په څېر وي؛ خو(( اختري بدن)) به لري . دا مو هم وويل : کوم کسان چې مړه شي، په ويرکې يې بايد چغې او سورې ونشي چې دا کار يې په هغه نړۍ کې په مختګ پر ټپه دروي .

ددې ژوند له پاى سره سم بل ژوند پيلېږي . کوم کسان چې مړه شوي، په نوي ژوند کې ډېر کارونه لري، چې ترسره يې کړي . په ډېره خوښه يې پرېږدئ چې مخې ته ولاړ شي . په هکله يې چې څومره ډېر فکر کوو او ورپسې پرېشانه يو؛ نو په پرمختګ کې يې خنډ رامنځ ته کېږي . هره ورځ يې بايد په خپلو دعاګانو کې ياد کړو او د امکان په صورت کې يې پر نوم کوم خدمت تر سره کړو. هغه کسان چې له دې نړۍ سترګې پټوي، مړه نه؛ بلکې ژوندي دي او په ډول ډول لارو له موږ سره اړيکې ټينګوي .

ډېر وخت داسې پېښېږي چې مړه شوي له ژونديو سره په خوب کې اړيکې ټينګوي . د ((شافين)) وصيت پاڼه يو له دې بېلګو ځنې ده.

((شافين)) يو بزګر و، په امريکا کې اوسېده ، څلور زامن يى درلودل، په ١٩٠٥ ز(١٢٨٤ل ) کې يى وصيت وکړ، چې ټوله شتمني مې د درېم زوى ده، په کال ١٩١٩ ز(١٢٩٨ ل) کې له خپلى خبرې تېر شو او ټوله شتمني يې په څلورو زامنو پسې برابره وليکله او دا يې هم وليکل، چې خپله مور دې په عزت ساتي. ((شافين)) خپله دويمه وصيت نامه په انجيل کې کېښوه .

((شافين )) په کال ١٩٢١ ز (١٣٠٠ل ) کې په يو ټکر کې مړ شو؛ نو د لومړني وصيت پاڼې له مخې، درېم زوى يې د ټولو شتمنيو وارث شو. څلور کاله وروسته په ١٩٢٥ز (١٣٠٤ل) کې ((شافين)) خپل دويم زوى ته په خوب کې ورغى او د دويمې وصيت نامې ځاى يې ورته وروښود، زوي يې د څو شاهدانو په مخکې له انجيله وصيت پاڼه راواخېسته او ټوله شتمني يې پر څلورو وروڼو برابره ووېشله.

(( جمشيد نصر وانجي )) يو سپېڅلى او شتمن انسان ، چې خپله ټوله شتمني به يې تل پر بېوزليو وېشله ، هره ورځ به ورته ډله ډله خلک راتلل او د ټولو لاسنيوى يې کاوه . ډېره موده د “کراچۍ” ښاروال و. پر هغه وخت د کراچۍ د ښاروالۍ او د “بمبيي”، د چارواکيو تر منځ د يوې ځمکې پر سر شخړه رامنځ ته شوه . له جمشيد يې وغوښتل، چې ددې ځمکې اسناد راوړي . اسناد له جمشيد سره و؛ خو ترې هېر شوي ول، چې چېرته يې ايښي دي، ټول ځايونه يې ورپسې ولټول؛ خو پيدا يې نه کړل . په همدې وخت کې د بمبيي حکومت ددې ځمکې د خرڅولواعلان وکړ. جمشيد د يو بل اعلان په ترڅ کې وويل چې : تر اوسه ددې ځمکو مالکيت نه دى معلوم . د بمبيي واکمن ((سرلويد)) له دې خبرې خبر شو او چټک يې ځان کراچۍ ته ورساوه. جمشيد يې دولتي ماڼۍ ته راوغوښت او د ځمکې اسناد يې ترې وغوښتل. د جمشيد ذهن او فکر پر ځاى نه و او د خپلې وفات شوي مور په هکله يې فکرونه کول او دا به وريادېده، چې کله به يې کوم څيز په کوچنيوالي کې ورکېده؛ نو مور به يې ورته پېدا کاوه، په همدې خيالونو کې د شپې ويده شو. په نيمه شپه کې يې خپله مور په خوب کې وليده او ورته يې وويل : زويه ! اسناد دې په پلاني کتاب کې د کتابونو په المارۍ کې ايښي دي . جمشيد اسناد پېدا کړل .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست