تبلیغات

له علي (ک) سره مينه له خداى (ج) او استازي (ص) سره يې مينه ده   د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي [1]            ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) […]

له علي (ک) سره مينه له خداى (ج) او استازي (ص) سره يې مينه ده

 

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې کېږي
په دوستۍ يي د علي ده مصــــــــــقلي
محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو
په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي [1]
          

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٧ مخ ) له حضرت ابن عباس (خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٤٠ مخ ) له پينځو لارو له حضرت ابن عباس څخه ( محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٦٦ مخ ) ( علي بن سلطان؛مرقات : پينځم ټوک،٥٧٣ مخ ) ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې له حضرت عثمان بن عوف څخه روايت دى، چې وايي : يو سړي حضرت سلمان ته وويل : علي درباندې څومره ګران دى ! ورته يې وويل : د خداى له استازي مې اورېدلي : له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمني ده.)) او د هماغه ټوک په ١٤٢ مخ کې يې له حيان اسدي روايت دى،چې له حضرت علي مې واورېدل : رسول اکرم(ص) راته وويل : (( امت به تر ما وروسته دښمني درسره کوي او چې ته ژوندى يې زما پر دين به يې او زما پر سنت به وژل کېږې او چې څوک مینه درسره کوي؛نو له ما سره یې مینه کړې ده او څوک چې دښمني درسره کوي؛نو له ما سره یې دښمني کړې ده او ډېر ژر به دا پر دې رنګينه شي؛يعنې ږيره به دې د سر پر وينو رنګينه شي . ))

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) کې هم راوړى او دارقطني د افراد په کتاب کې يې حاکم او خطيب ته نسبت ورکړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي برزه روايتوي چې وايي : رسول اکرم وويل : خداى راته وويل : ته بايد ژمنه راسره وکړې.ورته يې وويل : کومه ژمنه؟ ويې ويل : واوره . و يې ويل : وايه چې غوږ مې دى . خطاب راغى : علي د هدايت بيرغ او زما او د اولياوو امام دى، دا هغه رڼا ده،چې زما لاروي کوي، هغه ټکى دى،چې يو متقي هم ترې بېلتون نه لري؛نو څوک چې ورسره مينه وکړي؛نو له ماسره به يې کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره به يې کړې وي او پر علي ددې مقام زېرى وکړه . علي ته راغلم او زېرى مې پرې وکړ، چې ويې ويل : رسول الله ! زه د خداى بنده او د قدرت په واک کې يې يم؛نو که پر عذاب مې کړي؛نو زما د ګناه له امله به وي او د مقام زېرى،چې دې راکړ،د خداى لورنه راښيي؛بيا يې زما له سترګو حجابونه پورته کړل او کوم کړاوونه يې،چې علي ته ځانګړي کړي ول، د يوه صحابي لپاره مې هم نه وو؛نو ومې ويل : پالونکيه ! د ورور مې مل شه ! راته يې وويل :دا هر څه ورته تقدير شوي او هغه به پرې اخته شي او خلک به هم پرې وازمېيل شي .

( د بغداد تاريخ :ديارلسم ټوک،٣٢ مخ ) حضرت له عبدالله بن مسعود (اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٨٣ مخ ) له ابوالجحاف داود بن ابي عوف له معاوية بن ثعلبة الجماني او همدا سند ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک د لومړي قسم په ٢٠٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : رسول اکرم وويل : ((هغوى ته د علي بن ابيطالب پر ولايت وصيت کوم،چې زما پر نبوت ايمان لري،چې که چا ورسره مينه وکړه؛نو له ما سره يې کړې او چا چې راسره مينه وکړه؛نو له خداى سره يې مينه کړې او که چا ورسره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې دښمني کړې او له ما سره دښمني له خداى سره دښمني ده . ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧،١٥٨،٣٩١،٣٩٩ مخونه او همداراز د اووم ټوک ١٤٠مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٢٩،١٣١ او ١٣٣ مخونه ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٤،١٦٦،٢٠٩،١٣٣ مخ ) او خصايص نسائي په ٢٨ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې له حضرت علي سره پر دښمنۍ او دوستۍ سربېره پکې دا هم راغلي،چې يوازې مؤمن له علي سره مينه کوي او يوازې منافق ورسره دښمني کوي .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٦ مخ ) له حوشرة بن محمد بصري روايتوي،چې وايي : يزيد بن هارون واسطي مې تر وژل کېدو څلور شپې وروسته په خوب کې وليد؛نو ومې پوښته،څه يې درسره وکړل ؟ راته يې وويل : حسنات مې قبول او ګناهونه مې وبښل شو او د ګناهونو ناوړه اغېزې مې هم له منځه ولاړې (بيا دوام ورکوي تر دې چې وايي : ) د انکير او منکر کيسه څنګه وه؟ ويې ويل : هو ! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته؛زه يې کېنولم او د پالونکي په اړه يې وپوښتلم( بيا همداسې وايي،تردې چې وايي:) يو له هغوى دوو ځنې وپوښتلم : خپل احاديث دې له حريز بن عثمان روايت کړي؟ ورته مې وويل :هو هغه موثق سړى و او احاديث يې د ډاډ وړ وو . ويې ويل :سمه ده، چې ډاډمن و؛خو له علي سره يې دښمني کوله؛نو د خداى دښمن هم و .

( هيثمي؛ مجمع :نهم ټوک،١٢٩ مخ ) حضرت ابو رافع وايي : رسول اکرم(ص) د حضرت علي په مشرۍ يو لښکر يمن ته ولېږه او د اسلم د ټبر عمرو شاس هم پکې و، چې له جګړې راستون شو؛نو په علي پسې يې خوله راوسپړله . رسول اکرم (ص) ورپسې يو کس ولېږه، چې رايې ولئ، چې راغى؛نو رسول اکرم ورته وويل : په علي پسې بد مه وايه . آيا په دې سفر کې دې ترې بد ليدلي،چې داسې دې ورپسې خوله راسپړلې . عمرو ورته وويل : نه . رسول اکرم ورته وويل :نو دا څه خبرې دي ؟ و يې ويل : له علي سره دښمني مې په خپل واک کې نه ده . د خداى استازى سخت غوسه شو او يې ويل : (( چا چې له علي سره دښمني وکړه؛نو له ما سره يې کړې ده او چا چې له ما سره دښمني وکړه؛نو له خداى سره يې کړې ده . ))

 د حضرت علي د دوستانو ثواب او د دښمنانو یې عذاب

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت زيد بن ارقم د خولې وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم د ايمان په اړه وينا کوله او ويې ويل : (( څوک چې غواړي ژوند او مړينه يې زما د ژوند او مړينې په څېر وي او په هغه جنت کې راسره مېشت شي،چې خداى يې وعده راکړې؛نو له علي بن ابيطالب سره دې مينه وکړي؛ځکه هغه به مو هېڅکله بې لارې نه کړي . ))

دا روايت حاکم صحيح ګڼلى او ابو نعيم د حلية د څلورم ټوک په ٣٤٩ مخ له دوو لارو او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٨ مخ ) په خپل سند د حضرت عمار ياسر د خولې وينا را اخلي،وايي : د خداى له استازي مې واورېدل، چې علي ته يې وويل : (( علي ! څومره بختور دى هغه چې درسره مينه کوي او ستا په اړه رښتيا ووايي او هغه دې پر خپل حال وژاړي،چې درسره دښمني کوي او ستا په اړه دروغ ووايي . ))

دا روايت خطيب بغدادي د د بغداد تاريخ د نهم ټوک په ٧١ مخ کې له دوو لارو او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٣٢ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢١٥ مخ او د ذخاير په ٩٢ مخ کې يې هم راوړى دى .

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن وهب له حضرت حذيفه او هماغه په ٨٦ مخ کې په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه او همداراز کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په دواړو روايتونو کې راغلي: رسول اکرم (ص) وويل : (( که څوک غواړي زما په څېر ژوند ولري او زما په څېر ومري او د پالونکي په راکړ شوي جنت کې مېشت شي؛نو تر ما وروسته بايد له علي او دوستانو سره يې مينه وکړي او تر ما وروسته د امامانو لاروي وکړي،چې ټول زما عترت دي؛ځکه هغوى زما له خټې جوړ شوي او ځانګړې پوهه يې رزوي شوې ده او زما په امت کې دې هغه پر خپل حال وژاړي،چې فضائل يې دورغ وګڼي او زما لورنه پرې پرېکړي او داسې خلک به خداى زما له شفاعته برخمن نه کړي . ))

( اصابه:درېم ټوک،لومړى قسم،٢٠ مخ او شپږم ټوک،٣٣٥ مخ ) ، (کنوز الحقايق :١٠١ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (اسدالغابه :دويم ټوک،١٠١ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١١ او ١٢١ مخونه ) ، ( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٤ او ١٥٨مخونه ) ، (د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،١٠٢ مخ ) او ذخاير العقبى په ٩٢ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې موږ د لڼديز لپاره يوازې د د بغداد تاريخ روايت راخستى،چې وايي: د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! مينوالو ته دې همدومره بس،چې په ځلکدن کې حسرت او خپګان، په قبر کې وحشت او د قيامت پر ورځ ډار نه لري . ))

[1] . ارمغان ٦٣٧ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست