تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وحی او نبوت  لیکوال : استاد مرتضی مطهری  ژباړن : ډاکټر[محمد طارق+ذبيح الله] اقبال د ژباړن خبرې.. ٧ عمومي لارښوونه. 8 د پېغمبرانو ځانګړنې.. 11 اعجاز : 11 عصمت.. 12 له ګناه خونديېنه : 12  له تېروتنې خونديېنه : 13 د پېغمبرانو او نابغو توپير. 14 مشري : 15 د نيت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وحی او نبوت 

لیکوال : استاد مرتضی مطهری 

ژباړن : ډاکټر[محمد طارق+ذبيح الله] اقبال

د ژباړن خبرې.. ٧

عمومي لارښوونه. 8

د پېغمبرانو ځانګړنې.. 11

اعجاز : 11

عصمت.. 12

له ګناه خونديېنه : 12

 له تېروتنې خونديېنه : 13

د پېغمبرانو او نابغو توپير. 14

مشري : 15

د نيت سوچه کول : 16

رغاونه : 18

مبارزه : 18

بشري اړخ.. 19

د شريعت خاوند پېغمبران. 20

د پېغمبرانو تاريخي ونډه 22

ښوونه او روزنه. 25

 د ژمنو ټينګول. 25

له ټولنيزو بندونو ازادي.. 26

د پېغمبرۍ او بعثتونو موخې.. 29

دين که اديان؟. 35

د نبوت پاى.. 37

د پېغمبرۍ دنوي کېدو لاملونه. 38

ختميه معجزه 52

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه. 65

د اعجاز ارزښت او د قرآن له پلوه يې پکار راتلنه څه ده؟. 65

د پېغمبر د لارښوونې لوري.. 66

قرآن حکيم. 71

قرآن ته د مسلمانانو ستره پاملرنه. 71

د قرآن کريم اعجاز. 72

د قرآن د اعجاز اړخونه. 73

د قرآن الفاظ.. 73

د قرآن مانا 76

قرآني موضوعات.. 79

د ماناوو پراخي.. 82

خداى په قرآن کې.. 83

له خداى سره د انسان تړاو. 84

قرآن،تورات او انجيل. 86

تاريخونه او کيسې.. 86

قرآن او له راتلونکي خبر ورکول. 87

د اسلام ځانګړنې.. 88

آيا شناخت شونى چار دى؟. 92

د شناخت سرچينې څه دي؟. 93

د شناخت اوزار څه دي؟. 95

د شناخت موضوعات.. 98

پېغمبر اکرم. 117

د ماشومتوب پېر. 117

له بېکارۍ او لټۍ کرکه. 118

امانت.. 119

له تېري سره مبارزه 119

کورني خويونه. 119

له مريانو سره چلن. 120

پاکوالى او ښه بوى.. 121

چلن. 121

پرېکنده نرم خويه. 122

عبادت.. 123

زهد او ساده ژوند. 124

اراده او استقامت.. 124

مشري،مديريت او سلامشوره 125

نظم او انضباط.. 126

نيوکه يې اورېده او له غوړه مالۍ کرکجن و. 126

له کمزوريو ټکيو سره مبارزه 127

د مشرۍ شرايط.. 127

د تبليغ کړنلار. 128

پوهې ته هڅونه. 128

 

خپلې خبرې

انديال شهيد استاد مرتضى مطهري په اسلامي علومو کې پهلوان او تکړه ديني عالم دى،چې له فارسي ليکنو سره يې هېوادوال لږ و ډېر بلد دي. شهيد استاد “پر اسلامي نړۍ ليد سريزه” يو کتاب لري،چې لوستونکيو ته يې پکې د اسلامي تفکر همغږي ښه انځور کړې ده او پوهېداى شي، چې اسلامي فکر د بشري ښوونځيو په پرتله له څومره پياوړتيا برخمن دى. موږ په ټولنه کې د فرهنګي بهير د توندولو لپاره د ديني مدارسو طالب العلمانو،د ښوونځيو شاګردانو،محصلينو او لوستو ته دا ژباړه راوړاندې کوو،چې له يوې خوا د اسلامي نړۍ د تکړه عالمانو له افکارو سره اشنا شي او هم د اسلامي مسايلو په پوهولو کې له “دوده” يې ګټنه وکړي. “پر اسلامي نړۍ ليد سريزه” شپږ برخې لري،چې موږ يې ((اُخروي ژوند)) ژباړلى او چاپ کړى او دادى ((وحې او نبوت)) يې هم لولئ او انشاء الله دا لړۍ به تر پايه رسوو.

 

په درنښت

ډاکټر[محمد طارق+ذبيح الله] اقبال

١٣٨٩ل

 

 

عمومي لارښوونه

پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل  جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى او په يوه نه يوه بڼه يې موجوداتو ته او څومره،چې موجودات يې وړ وي،د کمال پر لوري يې لارښوونه ورته کړې ده.دا لارښوونه ټول موجودات رانغاړي؛له وړوکې ذرې تر ستر ستوري او له بې ساه موجوده تر انسانه،چې تر ټولو عالي موجود دى؛نو ځکه قرآن د “وحې” ټکى؛لکه څنګه،چې د انسان لارښوونې ته کارولى؛ جماداتو،بوټيو او څارويو ته يې هم کارولى دى .

په نړۍ کې يو موجود هم ثابت نه دى؛تل منزل او ځاى بدلوي او د يو مقصد پر لوري روان دى . بلخوا دا ټولې نښـې ښيي،چې په هر موجود کې هغې لوري ته لېوالتيا ده،چې ور روان دى؛يعنې موجودات په يو پټ ځواک د خپل مقصد پر لوري راکښل کېږي او دا هماغه ځواک دى،چې “د الهي لارښوونې” په نامه يادېږي . قرآن حکيم د حضرت موسى بن عمران (ع) له خولې وايي،چې فرعون ته يې وويل:

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې  د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

زموږ نړۍ موخه لري؛يعنې په موجوداتو کې د کمالي موخې پر لوري لېوالتيا شته او موخه درلودل هماغه “الهي لارښوونه” ده.

د وحې ټکى څو ځل په قرآن کريم کې راغلى دى.ددې ټکي د کارولو بڼه او په بېلابېلو ځايو کې يې کارول راښيي،چې قرآن يې انسان ته ځانګړى نه ګڼي او په ټولو څيزونو او لږ تر لږه په ټولو ژونديو موجوداتو کې يې جاري ګڼي؛نو ځکه د شاتو موچۍ ته د “وحې” تعبير کاروي . د موجوداتو د تکامل له مخې،د وحې او لارښوونې درجې يې توپير لري.

تر ټولو لوړ پوړې وحې هماغه ده،چې د پېغمبرانو لړۍ ته راته . دا وحې د هغې اړتيا پر بنسټ ده،چې بشر يې الهي لارښوونې ته لري،چې يو خوا بشر له محسوساتو او مادياتو هاخوا مقصد ته هدايت کړي او بلخوا په ټولنيز ژوند کې قانون ته د انسان اړتيا تضمين کړي.

پېغمبران ټاکل شوي وګړي دي،چې له غيبو ددې پيغام د اخستو وړتيا او صلاحيت لري او په دې صلاحيت يوازې خداى پوهېږي او بس . قرآن کريم په دې هکله وايي:

((وَإِذَا جَاءتْهُمْ آيَةٌ قَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ اللّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُواْ يَمْكُرُونَ (انعام/١٢٤) = او چې كله ورته کومه نښه راشي؛ نو وايي : (( موږ تر هغه ايمان نه راوړو څو د هغه څيز په څېر رانه کړل شي،چې الهي استازيو ته ورکړل شوي ول .)) خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت چا ته ورکړي، ډېر ژر به دا مجرمان (چې خلك يې له سمې لارې اړول)،د خپلو همېشنيو ټګيو په سزا كې د خداى په حضور كې په رسوايۍ اخته او له  سخت عذاب سره به مخ شي . ))

که څه هم د وحې پديده-ښکارنده د بشر د حس او تجربې له واکه وتلى چار دى؛خو دا ځواک هم د ډېرى نورو ځواکونوپه څېر له آثارو يې پېژنداى شو.

“الهي وحې” د وحې پر حامل؛يعنې د پېغمبر پر شخصيت هېښنده او ستر اغېز لري؛په حقيقت کې هغه مبعثوي؛يعنې ځواک يې راپاروي او ستر پاڅون پکې رامنځ ته کوي؛دا پاڅون د بشر د خير او سمونې لپاره کېږي،د واقعيت له مخې عمل کوي او پېغمبر ته بې سارى پرېکندتوب ورکوي .تاريخ بېخي له چا د پېغمبرانو او په لاس يې د روزل شويو کسانو په څېر پرېکندتوب و نه ليد.

 

 

د پېغمبرانو ځانګړنې

پېغمبران،چې په وحې د هستۍ له مبداء او جرړې سره په اړيکه کې دي؛ځانګړې ځانګړنې لري،چې دادي :

 

١-اعجاز :

هر پېغمبر،چې خداى مبعوثوي؛نو له ځانګړي ځواکه برخمن وي،چې په دې خارق العاده ځواک د بشر له ځواکه هاخوا يو يا څو اغېزې ښيي،چې له الهي خارق العاده ځواکه يې د برخمنۍ ښکاروندى ده او د خبرې او د اسماني بلنې پر رښتينولۍ يې ګواه دى .

قرآن کريم دې خارق العاده ځواک ته “آيت” وايي،چې پېغمبران يې د خداى په اجازه  د خپلې خبرې پر رښتينولۍ ګواه نيسي؛يعنې د “نبوت نښه” ورته وايي . اسلامي متکلمين ورته ځکه “معجزه” وايي،چې د نورو وګړيو بېوسي ښيي .

قرآن کريم وايي،چې د هر پېغمبر د وخت خلکو به له خپل پېغمبره د “آيت” او “معجزې” غوښتنه کوله او هغو پېغمبرانو به يوازې د هغوى معقولو او سوليزو-منطقي غوښتنو ته -ځکه دا غوښتنې حقيقت پلټونکيو درلودې او بې له دې به يې د پېغمبرانو د پېژندو بله لار نه درلوده_ مثبت ځواب ورکاوه؛خو که له معجزې غوښتو به يې حقيقت پلټنه موخه نه وه- د بېلګې په توګه : معامله يې ورسره کوله،چې که پلانى کار وکړې؛نو نبوت دې منو_؛نو پېغمبرانو به يې غوښتنو ته منفي ځواب ورکاوه.

قرآن کريم د پېغمبرانو خورا معجزې بيان کړي؛لکه د مړي ژوندي کول، په زانګو کې خبرې،د همسا پر مار اوړېدل او له راتلونکي خبر ورکول .

 

 

٢-عصمت

عصمت؛يعنې له ګناه او تېروتنې خونديېنه-مصونيت؛يعنې پېغمبران نه د ځاني غوښتنو تر واک لاندې راځي او نه ګناه کوي او نه په خپل کار کې تېروځي . له ګناه او تېروتنې يې خونديېنه،پرې د ډاډ د وړتيا د تر ټولو لوړې درجې ښکارندوى ده.

اوس بايد پوه شو،چې دا خونديېنه په کومه بڼه ده؟ د بېلګې په توګه : آيا داسې ده،چې کله ګناه کوي؛نو له غيبو يو مامور راځي او لکه څنګه،چې پلار  خپل اولاد  له تېروتنې ژغوري،د دوى مخه هم نيول کېږي؟

 يا د پېغمبرانو خټه او فطرت داسې دى،چې نه پکې ګناه شونې ده او نه تېروتنه؛لکه څنګه چې پرښته ځکه زنا نه کوي،چې شهوت نه لري او يا د حساب ماشين نه تېروځي؛ځکه ذهن نه لري؟

يا دا چې د پېغمبرانو ګناه نه کول او نه تېروتل يې د ليد د څرنګوالي، د يقين او ايمان د درجې پايله ده؟

 البته همدا وروستۍ خبره سمه ده.

 

ðله ګناه خونديېنه :

انسان مختار دى او خپلې چارې د ګټې،تاوان،مصالحو او مفاسدو په پامنيوي ټاکي؛نو ځکه “تشخيص” په اختيار او ټاکنه  کې مهمه وڼده لري او ناشونې ده،چې انسان داسې چار وټاکي،چې نه يوازې ګټه يې پکې نه وي؛بلکې تاوان يې هم پکې وي؛د بېلګې په توګه : هوښيار او ژوند ته لېوال انسان کله هم ځان له غره نه راګوزاروي او يا وژونکي زهر نه خوري .

“وګړيز ايمان” او د ګناه آثارو ته پام له “ليد لوري” سره توپير لري؛ څومره،چې يې ايمان پياوړى او د ګناه آثارو ته يې پام ډېر وي؛ هومره به له ګناه ډډه کوي او ګناه به يې لږه وي . که د ايمان درجه “شهود” او “عيان” ته ورسي،تردې چې د ګناه کولو پر مهال ځان په هغه حالت کې وويني،چې له غره ځان راګوزاروي او يا وژونکي زهر څښي؛ نو په داسې حالتو کې د ګناه د اختيار احتمال صفر ته رسي؛يعنې هېڅکله د ګناه پر لور نه ځي،چې دې حالت ته “له ګناه عصمت” وايي .

نو له ګناه عصمت،د ايمان د کمال او د تقوا د مضبوطۍ پايله ده . اړينه نه ده،چې انسان له ګناه “خونديېنې” او “عصمت” ته د رسېدو لپاره، بهرني جبري ځواک ته اړمن وي او يا دا چې د معصوم بدن داسې وي، چې ګناه کول پکې ناشوني وي .

 که انسان د ګناه ځواک و نه لري او يو جبري ځواک يې تل له ګناه ژغوري؛نو دا ګناه نه کول ورته کمال نه ګڼل کېږي؛ځکه په بند کې د بندي انسان په څېر دى،چې د سرغړونې  وس و نه لري . د داسې انسان سرغړونه نه کول يې په سړيتوب او امانت ساتۍ کې نه شمېرل کېږي .

 

ð له تېروتنې خونديېنه :

له تېروتنې خونديېنه هم د پېغمبرانو د ليد د څرنګوالي زوکړه ده. تېروتنه هغه مهال رامنځ ته کېږي،چې انسان په بهرني او يا دننني حس له يو واقعيت سره په اړيکه کې شي او يو لړ ذهني بڼې يې په خپل ذهن کې چمتو کوي او په عقل يې شننه او يو ځاى کوي او ډول ډول تصرفات پکې کوي؛نو هله له بهرني واقعيتونو سره د ذهني بڼو په اړخ لګولو او اوډون کې تېروځي؛خو هغه مهال،چې انسان په ځانګړي حس له عيني واقعيت سره نېغ په نېغه مخ وي او د واقعيت ادراک عين له واقعيت سره نښلون وي؛نه ذهني بڼه يې؛نو دلته تېروتنه مانا نه لري .

الهي پېغمبران له دنننه د هستۍ له واقعيت سره اړيکه او اتصال لري . د واقعيت په متن کې تېروتنه نه فرضېږي . د بېلګې په توګه : که موږ د تسبيح سل دانې په لوښي کې واچوو او بيا سل دانې واچوو او دا کار سل ځل وکړو؛نو شونې ده،چې ذهن مو تېروځي او وانګېري،چې دا کار مو نهه نوي ځل کړى دى او يا دا چې تر سلو اوچت شمېر وښيي .

 هغه انسانان،چې د پوهې له پلوه د واقعيتونو په متن کې وي؛نو په خپل وجود له بهيرونو سره يو ځاى کېږي او له هر ډول تېروتنې خوندي  کېږي او له ګناه معصومېږي .

 

د پېغمبرانو او نابغو توپير

نوابغ هغه وګړي دي،چې د فکر،تعقل او حساب غښتلى ځواک لري؛ يعنې په حواسو له څيزونو سره اړيکه نيسي او د خپل عقل په حسابګر ځواک د خپل ذهن په محصولاتو کار کوي او پايلې ته رسي او شونې ده،چې تېر هم وځي .

الهي پېغمبران د فکر،تعقل او حساب پر غښتلي ځواک سربېره، د وحې په ځواک هم سمبال دي،چې نابغې ترې بې برخې دي؛نو ځکه هېڅکله نه شو کړاى نابغې له پېغمبرانو سره پرتله کړو؛ځکه پرتلنه هغه مهال سمه ده،چې د دواړو ډلو کار يو ډول وي؛خو که دوه ډوله وي؛نو پرتلنه ناسمه ده. د بېلګې په توګه : آيا سمه ده،چې د دوو کسانو د ليدو،اورېدو او يا فکري ځواک پرتله کړو او ووايو،چې کوم يې غښتلى دى .

د نابغو نبوغ د تفکر او انساني فکر په ځواک پورې اړوند دى؛خو د پېغمبرانو فوق العادګي په وحې او د هستۍ په مبداء پورې د تړاو له امله دى؛نو دا دواړه پرتله کول غلط چار دى .

٣_مشري :

سره له دې،چې “پېغمبري” د خداى پر لور له مانيز لوري او د خداى ذات ته له ورنږدېدو او له خلکو له ځان شلولو (سير من الخلق الى الحق)نه پيلېږي،چې غوښتنه يې بهر تا شا کول او دنننه ته مخ کول دي؛ خو بالاخره د خلکو د ژوند د سمونې او سمې لارې ته د انسانانو د لارښوونې په موخه بهر او خلکو ته په راستنېدو (سير بالحق فى الخلق) پاى ته رسي .

په عربي کې “نبي” د “خبرراوړونکي” په مانا دى او “رسول” د “استازي” په مانا دى .

پېغمبر د خداى پيغام د خداى مخلوقاتو ته ابلاغوي او ځواکونه يې راويښوي او نظم ورکوي او د خداى او د هغه څه پر لور يې وړي،چې د خداى خوښي ده؛يعنې سولې،مينې،سمونپالۍ،د نورو نه ځورولو،له “غيرالله” ازادي،عدالت او ښه خويونو ته يې رابلي او له ځاني غوښتنو او د ډول ډول بوتانو او طاغوتانو له لاروۍ يې ژغوري .

علامه محمد اقبال لاهوري؛ پېغمبران او هغه نور وګړي،چې د خداى پر لور مانيز بهير لري (عارفان)؛خو د پېغمبرۍ رسالت نه لري او علامه ورته “باطني انسان” وايي،داسې توپيروي :

(( “باطني انسان” نه غواړي په مانيز بهير کې د باطني ډاډ او هوساينې تر پيدا کېدو وروسته د نړۍ ژوند ته راستون شي؛خو د  اړتيا له مخې؛ نو راستنېدل يې بشريت ته دومره ګټه نه لري؛خو د پېغمبر راستنېدل له نوښت او ګټه رسونې سره وي؛راستنېږي او په دې هوډ د زمانې په بهير ورننوځي،چې د تاريخ بهير تر واک لاندې کړي او له دې لارې له مطلوبو کمالونو نوې نړۍ جوړه کړي . “باطني انسان” ته هوساينه وروستى پوړ دى؛خو د پېغمبر لپاره د روحي ځواکونو راوېښېدل يې دي،چې نړۍ وخوځوي او دا ځواکونه دومره منظم او د حساب له مخې دي،چې ټوله بشري نړۍ به بشپړه بدله کړي .))

وګ : (احياى فکر ديني در اسلام،١٤٣ مخ،د احمد آرام ژباړه .

 د خداى خوښي او د بشريت سمونې ته د خلکو مشري او د انساني ځواکونو منظمول او پر حرکت کول يې له پېغمبرۍ څخه نه بېلېدونکې غوښتنه ده .

 

٤_د نيت سوچه کول :

داچې پېغمبران الهي ډډه لري او الهي رسالت او دنده يې هډو هېرېږي نه؛ نو په خپل کار کې خلوص لري؛يعنې بې د بشر له لارښوونې،بله هېڅ موخه نه لري او له خلکو د “رسالت” اجر نه غواړي  .

قرآن کريم د الشعراء په سورت کې په لنډه د ډېرى پېغمبرانو ويناوې راخستي،چې له خپلو امتونو سره د مخېدو پر مهال يې ورته کړې وې؛ البته هر پېغمبر به د خپل وخت د ستونزو له مخې،خپل قوم ته ځانګړى پيغام درلود؛خو يو مطلب،چې د ټولو پېغمبرانو په پيغام کې تکرار شوى،چې : (( زه له تاسې د خپل رسالت اجر  نه  غواړم ))؛نو خلوص او بې سارى توب د پېغمبرانو يوه ځانګړنه ده؛نو ځکه د پېغمبرانو پيغام له بې ساري پرېکندتوب سره يو ځاى دى .

دا چې پېغمبران ځان “مبعوث” احساسوي او د خپل رسالت، په ګټورتوب او ورته په اړتيا کې يې پوټى اړنګ –شک هم نه لري؛نو په بشپړ پرېکندتوب خپل رسالت  تبليغوي او دفاع ترې کوي .

حضرت موسى بن عمران (ع) له خپل ورور؛حضرت هارون (ع) سره په داسې حال فرعون ته ورغلل،چې  ساده جامې يې پر تن وې  او يوه همسا ورسره وه او ټولې وزلې يې همدا وې او به بشپړ پرېکندتوب يې راوباله او ورته يې وويل :((که بلنه مو و نه منې؛نو د واکمنۍ ړنګېدل دې حتمي دي او که و يې منې او پر هغه لار راسره ولاړ شې،چې موږ پرې روان يو؛نو موږ دې عزت تضمينوو.))

فرعون په خورا حيرانتيا وويل  : ((دوى ته وګوره! که ورپسې ولاړ شم؛نو عزت مې تضمينوي،که نه؛نو د واکمنۍ ړنګېدل مې هرومرو دي!!!)) وګ : نهج البلاغه/١٩٠ خطبه .

د اسلام پېغمبر د بعثت په لومړيو کلونو کې،چې د مسلمانانو شمېر د ګوتو هومره و، د “يوم الانذار” په غونډه کې د بني هاشمو مشرانو ته په پشپړ پرېکندتوب وويل : (( دين به مې نړيوال شي او نېکمرغي مو په دې کې ده،چې بلنه مې ومنئ.))

 دا خبره اورېدونکيو ته دومره درنه او د نه باور وړ وه،چې ټولو يو بل ته وکتل،هېڅ يې هم و نه ويل او ووتل .

“قريش”،چې د پېغمبر اکرم تره؛ “ابوطالب” ته راغلل او غوړه ژمنه يې ورسره وکړه،چې که وراره دې له تبليغه لاس واخلي؛نو چې څه غواړي،ور به يې کړو؛خوغوڅ ځواب يې ورکړ :

(( قسم پر خداى ! که لمر راته په يوه لاس او سپوږمۍ راته په بل لاس کې کېږدي،چې له خپل رسالته لاس واخلم؛نو هېڅکله به دا کار و نه کړم او خپل رسالت به پرېنږدم .))

هو ! لکه څنګه،چې د انسانانو مشرۍ ته له ګناه او تېروتنې عصمت د وحې پايله ده؛خلوص او پرېکندتوب هم د پېغمبرۍ غوښتنه ده.

 

٥_ رغاونه :

پېغمبران يوازې د وګړي او ټولنې جوړولو لپاره ځواکونو ته نظم او حرکت ورکوي؛په بله وينا: دا کار د بشر نېکمرغۍته کوي او ناشونې ده،چې د وګړي يا انساني ټولنې فساد ته يې وکړي .

  که د يو چا بلنه،چې د پېغمبرۍ دعوا کوي،د ټولنې او انسانانو فاسدول وي؛نو په خپله همدا بلنه يې پر دروغجنۍ ستر ګواه ده . علامه محمد اقبال لاهوري دلته هم ارزښتمنه خبره لري، وايي :

(( د يو پېغمبر د ديني تجربې د ارزښت ( د  رسالت حقيقت او  له دنننه له خداى سره اړيکه يې) د ارزونې لپاره بله لار داده،چې هغه انسانيت وارزول شي،چې رامنځ ته کړى يې دى او همداراز هغه  فرهنګ او تمدن ته پام کول دي،چې دده له رسالته راولاړ شوى دى .))

وګ : احياى فکر ديني در اسلام :١٤٤ مخ .

 

٦_ مبارزه :

له شرکونو،خرافاتو،ناپوهيو،خيالپلونو او زورمټيو-تېريو سره مبارزه د پېغمبرۍ د دعوا کوونکي د خبرې د رښتينولۍ نښه ده؛يعنې ناشونې ده،چې څوک د خداى استازى وي او په پيغام کې يې له شرک، زورمټۍ او بې عدالتۍ سره مبارزه نه وي او  يا د شرکونو، خرافاتو، ناپوهيو، خيالپلونو او زورمټيو پر وړاندې چوپ کېني.

د ټولو پېغمبرانو د بلنې اصول “توحيد”،”عقل” او “عدل” دي او يوازې د هغو بلنه ته غوږ ايښوداى شو،چې بلنه يې په همدې بهير کې وي؛يعنې که څوک په خپله بلنه کې د “توحيد”،”عقل” او “عدل” پر ضد خبره وکړي؛نو پيغام يې د لوستو وړ نه دى او پر نبوت يې هم دليل کېداى نشي . همداراز د هغه بلنه د غوږ ايښودو وړ نه ده او پر نبوت يې دليل کېداى نشي،چې ګناه وکړي،تېروځي يا د خلکو د مشرۍ وس و نه لري (که څه هم ددې بېوسۍ لامل جسمي او يا داسې رنځ؛لکه جذام وي،چې د خلکو ترې کرکه وشي) يا دا چې بلنه يې د رغاونې لپاره نه وي؛نو که څه هم خورا معجزې راوړاندې کړي؛عقل يې لاروي نه مني .

 

بشري اړخ

سره له دې،چې پېغمبران خارق العاده اړخونه(؛لکه معجزه،له ګناه او تېروتنې عصمت،بې سارې مشري،بې سارې رغاونه،له شرک،خرافاتو او زورمټيو سره بې سارې مبارزه لري)؛خو بيا هم پېغمبران بشر دي؛ يعنې د بشريت ټولې اړتياوې لري : د نورو په څېر خوري،ويده کېږي،ګرځي،واده کوي،اولاد زېږوي او بالاخره مري؛يعنې ټولې چارې، چې د بشريت غوښتنه ده.

پېغمبران مکلف دي،چې پر هغه څه په خپله هم عمل وکړي، چې نورو ته يې وايي؛حلال ورته حلال او حرام ورته حرام دي او په ځينو چارو کې د پېغمبرانو پر غاړه ستونزمنې دندې هم وي؛لکه څنګه چې د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم فرض و.

پېغمبران هېڅکله ځانونه له احکامو استنثاء نه ګڼي؛د نورو په څېر او تر نورو ډېر له خدايه وېرېږي؛تر نورو ډېر د خداى عبادت کوي،لمونځ کوي،روژې نيسي،جهاد کوي،زکات ورکوي،له خلکو سره نېکي کوي، د ځان،کورنۍ او خلکو ژوند ته هڅاند دي او په ژوند کې پر نورو پېټى نه دي .

له نورو سره د پېغمبرانو توپير په وحې او د وحې په سريزو او غوښتنو کې دى . وحې پېغمبران له بشريته نه وباسي؛بلکې بشپړ انسانان او  نورو ته يې غوره بېلګه کوي؛نو ځکه د نورو لارښود او مشران دي .

 

د شريعت خاوند پېغمبران

په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او د دې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي . دې پېغمبرانو ته د قرآن په څرګندنه-اصطلاح “اولوالعزم” ويل کېږي .

 موږ دقيقاً نه پوهېږو،چې “اولوالعزم پېغمبران” څو ول؛په تېره بيا، چې قرآن کريم هم په ډاګه کوي،چې يوازې د ځينو پېغمبرانو کيسې يې کړې دي (که قرآن د ټولو پېغمبرانو کيسې کړې واى او يا لږ تر لږه مدعي و،چې ټول مهم پېغمبران په قرآن کې ياد شوي دي؛نو شونې وه،چې د قرآن له مخې د “اولوالعزم” پېغمبرانو پر شمېر پوهېدلي واى)؛خو دومره خبر يو،چې حضرت نوح، حضرت حضرت ابراهيم، حضرت موسى،حضرت عيسى او حضرت محمد (صلوات الله عليه و عليهم) ټول الوالعزمه او د شريعت خاوندان ول او دې هر يو ته د يو لړ قوانينو او احکامو وحې شوې ده،چې تبليغ يې کړي او پر بنسټ يې خلک وروزي  .

دويمه ډله هغه پېغمبران دي،چې خپل شريعت او قوانين يې نه درلودل؛ يعنې د هغه شريعت او قوانينو د تبليغ دنده يې درلوده،چې په هغه خت کې ول او ډېرى پېغمبران په دې ډله کې دي؛لکه “هود”، “صالح”، “لوط”،”اسحاق”،”اسماعيل”،”يعقوب”،”يوسف”،”يوشع”،

“شعيب”،”هارون”،”زکريا” او “يحيى” عليهم السلام .

 

د پېغمبرانو تاريخي ونډه

آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه يا يې بېخي نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛نو څه وه؟مثبت وه که منفي؟

پر دې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي،چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول .

پخوا پېغمبران د ستر ملي ځواک ښکارندوى ول

په دې کې څه خبره نشته،چې پېغمبران په ديني ملاتړ يو ځواک و؛خو خبره ددې ځواک د کړنو په لوري کې ده او له همدې ځايه بېلابېلې څرګندونې راولاړې شوې دي .

الف-  ځينو په ليکنو کې ډېر په اسانه ويلي : پېغمبرانو منفي ونډه درلوده، وايي :

((د پېغمبرانو دريځ نيونه،مانيزه-معنوي او د دنيا ضد وه؛د پېغمبرانو د ويناوو چورليد دنيا ته شا، اخرت ته مخه،بهر پرېږده،سر په ګرېوان کې ښکته کړه،ذهنيت ته پام او عينيت ته شاکول دي؛نو ځکه دين او پېغمبران،چې ددې ځواک ښکاروندى ول،د بشر د پرمختګ په مخ کې خنډ او له ژونده زړه تورونکي ول؛نو ځکه په تاريخ کې د پېغمبرانو ونډه منفي ده .))

ب – بله ډله په بله بڼه د دين د خاوندانو ونډه ښيي؛دوى د لومړۍ ډلې پر عکس؛د دين خاوندانو ته دنيا ته د لېوالتيا پر لوري دريځ نيونه قايل دي او مانيزه دريځ نيونه يې دې چارو ته پوښښ او د خلکو تېرايستل او درغلي ښوولې او مدعي دي،چې دنيا ته د لېوالتيا دا دريځ د موجوده حالاتو د ساتنې او د برلاسې ټولنې په ګټه او د لاس لاندې ټولنې پر تاوان او د ټولنې له پرمختګ سره د مبارزه لپاره ده . مدعي دي،چې تاريخ د هرې ښکارندې په څېر ديالکتيکي حرکت لري؛يعنې له دننني تضاده راولاړ حرکت . د مالکيت په رامنځ ته کېدو؛ټولنه پر دوو دښمنو ډلو وويشل شوه : واکمنه او زبېښوونکې او بله بې برخې او زبېښل شوې . واکمنه ډله د خپلو ګټو د خونديېنې لپاره تل د موجوده حالاتو پلوې وه او د توليد د اوزارو د جبري تکامل سره سره غواړي،چې ټولنه په يو حال کې وساتي؛خو بې برخې او د توليد له اوزارو سره همغږې ټولنه غواړي موجوده حالات واړوي کړي او ښه حالات يې ځايناستي کړي : واکمنه ټولنه په درې څېرو کې خپله ونډه ترسره کوي : دين ،دولت او شتمني په بل  وينا : د زور،زر او  درغلۍ لاملونه .

 د دين د خاوندانو ونډه د ظالمانو او زبېښوونکيو په ګټه د خلکو غولول او ورسره درغلي ده . د دين د خاوندانو آخرتپالي واقعي نه وه؛ بلکې د خپلې دنياپالۍ د پټولو او د بېوزليو د غولونې لپاره يو چل دى؛ نو د دين د خاوندانو تاريخي ونډه ځکه منفي وه،چې تل  دودپالي د موجوده حالاتو ساتونکې؛يعنې د زر،زور او تزوير پلويان ول .

تاريخ ته په مخونه کې د مارکسيسم تز همدا دى؛د مارکسيسم له ليد لوري د دين،دولت او شتمنۍ درې لاملونه،په تاريخ  کې د مالکيت له اصل سره غبرګ او د خلکو ضد لاملونه ول .

ج_ځينې تاريخ بل ډول او د پورتنۍ څرګندونې پر ضد تفسيروي؛خو ورسره د دين او پېغمبرانو ونډه منفي ګڼي . دوى مدعي دي،چې د طبيعت او د تاريخ د تکامل قانون د زورورو د غښتلېدو او د کمزرويو په له منځه وړو دى؛زورور د تاريخ د پرمختګ او کمزوري يې د پر شا تګ او درېدو لامل ول او دي؛کمزوريو دين راوايست،چې د زورورو مخه پرې ونيسي .

 د دين خاوندانو هم د عدل،آزادۍ،رښتينولۍ، انصاف، مينې، لورنې، مرستې او… په بله وينا : د مرينې اخلاق يې د کمزوريو په ګټه او د زورورو په تاوان راوايستل او د زورورو وجدان يې له  ځانه اغېزمن کړ او د کمزوريو د له منځ تلو او د بشر د خېل د سمونې او د سترو انسانانو د رامنځ ته کېدو لامل شول؛نو د دين او پېغمبرانو ونډه ځکه منفي ده،چې د زورورو د اخلاقو پر ضد، د “مرينې د اخلاقو” پلويان ول .

المانى توکيزپال فيلسوف؛ “نيچه” هم ددې څرګندونې پلوى دى .

د-نورې ډلې ان له دينه منکران هم په تاريخ کې د پېغمبرانو او اديانو ونډه مثبته ګڼي؛دې ډلې له يوه اړخه د پېغمبرانو اخلاقي او ټولنيزو منځپانګې ته پام کړى او ورسره يې د تاريخ عيني واقعيتونو ته هم اشاره کړې او دې پايلې ته رسېدلي،چې پېغمبرانو د بشريت د سمونې او پرمختګ لپاره اغېزمن مثبت ګامونه اخستي دي .

 د بشر تمدن دوه اړخه لري : توکيز او مانيز.

 د تمدن توکيز اړخ فني او صنعتي اړخ يې دى،چې پېر په پېر پرمخ تللى او تردې ځايه رارسېدلى دى .

 د تمدن مانيز اړخ د انسانانو تر منځ د انساني اړيکو دى .  د تمدن مانيز اړخ د پېغمبرانو د غورځو پورځو پايله ده او د تمدن د مانيزو وړانګو په رڼا کې توکيز اړخ يې هم د ودې ساه واخسته؛نو د بشري تمدن د مانيز اړخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه نېغ په نېغه ده او په توکيز اړخ کې يې غير مستقيمه ده .

ددې ډلې له ليد لوري : په تېر وخت کې د پېغمبرانو له مثبتې وڼدې څوک منکرېداى نشي؛خو په دوى کې ځينې ډلې د پېغمبرانو او اديانو مثبته ونډه په تېر وخت پورې ځانګړې بولي،وايي : نن ددې ډول ښوونو وخت نه دى او ديني ښوونو ارزښت له لاسه ورکړى دى او په راتلونکې کې به يې نور هم له لاسه ورکړي؛خو ځينې ګروهمن دي،چې د ديني مفکورې او ايمان ونډه هغه ونډه ده،چې علمي پرمختګونه يې ځايناستېداى نشي؛لکه څنګه چې فلسفي ښوونځيو هم و نه شو کړاى، چې  ځايناستي يې شي .

 په هغو بېلابېلو ونډو کې،چې پېغمبرانو په تېر وخت کې درلودې،احياناً داسې موارد پکې پيدا کېږي،چې د بشر د ټولنيز تکامل شعور، بشر له ديني ښوونو مړه خوا کوي؛خو تر ټولو بنسټيزې ونډې يې هماغه دي،چې په تېر وخت کې وې او په راتلونکې کې به هم له بشپړ ځواک سره پر خپل ځاى وي .

 

په تاريخي تکامل کې د پېغمبرانو د ښوونو د اغېزو بېلګې :

١_ ښوونه او روزنه

په تېر وخت کې ښوونې او روزنې ديني انګېزه درلوده . په تېر وخت کې ديني انګېزه د ښوونکيو او موروپلار مرستندوى وه او دا هغه چار دى، چې د ټولنيز شعور تکامل، ديني انګېزې ته اړتيا له منځه يووړه.

 

٢_ د ژمنو ټينګول

د بشر ټولنيز ژوند د ژمنو او تړونونو د درناوي پر بنسټ دى . د ژمنې او تړون درناوى د بشري تمدن  له انساني اړخونو ځنې دى . دا ونډه تل دين درلوده او تر اوسه يې هم لري او تراوسه يې هم ځايناستى نه دى پيدا کړى .سره له دې،چې “ويل دورانت” يو ديني ضد عنصر دى؛خو د “تاريخ د زده کړو” په کتاب (٥٥ مخ) کې منښته کوي،وايي:

(( دين د خپلو احکامو په مرسته وکړاى شول،چې بشري تړونونه او ژمنې د خداى او انسان د نږدېدو لامل وښيي او په دې چار يې ثبات او ټيکاو رامنځ ته کړ.))

په ټوليزه توګه  دين د اخلاقي ارزښتونو کلکه ډډه ده . له اخلاقي ارزښتونو،چې دين لرې کړې؛نو د هغه بې ملاتړه پيسو مثال به ولري،چې اعتبار  نه لري .

 

٣- له ټولنيزو بندونو ازادي

پېغمبرانو له استبدادونو او ټولنيزو زنديو سره په مبارزه کې بنسټيزه ونډه درلوده . قرآن کريم هم د پېغمبرانو په دې ونډه خورا ټينګار کوي : لومړى داچې عدل راوستل د پېغمبرانو د بعثت او رسالت موخه ښيي دويم داچې په خپلو کيسو کې يې له مستبدانو سره د پېغمبرانو مبارزې راوړي دي او په ډاګه کوي،چې همدا ډله وه،چې تل به له پېغمبرانو سره په جګړه کې وه .

د “مارکس” او پلويانو يې دا خبره بېځايه او د تاريخي حقايقو پر خلاف  ده،چې وايي: دين،دولت او شتمني د بې برخې طبقې پر خلاف د واکمنې طبقې درې څېرې دي .

داکتر “اراني” د “مارکس”  څرګندونې ته مخونه ورکوي :

 (( دين د بېوزلې طبقې د مغلوبولو لپاره د واکمنې طبقې د لاس آله ده؛ تل تسبېح، صليب او سرنېزه په يوه ليکه کې حرکت کوي .))

تاريخ ته د داسې مخونو او د تاريخ د فلسفو د منلو لپاره يوازې يوه لار شته :سترګې له تاريخي واقعيتونو پټول .

حضرت علي (ک) د تورې او تسبېح مېړنى دى؛هم د تورې سړى دى او هم د تسبېح؛خو د کومې طبقې د مغلوبولو لپاره؟ د محکومې طبقې يا واکمنې طبقې؟ د حضرت علي شعار څه و؟ شعار يې دا و: تل د ظالم دښمن او د هغه ملګرى وسئ،چې تېرى پرې شوى دى .

وګ : نهج البلاغه/٤٧ ليک.

حضرت علي (ک) په خپل ټول عمر کې د تسبېح او تورې ملګرى؛خو د زرو دښمن و . توره يې د زر او زور د څښتنانو پر خلاف کارېده او د “مهزلة العقل البشري” په کتاب کې د “علي الوردي” د وينا له مخې: ((حضرت علي په خپل شخصيت د مارکس فلسفه له منځه يووړه.))

تردې خبرې د “نيچه” خبره چټي ده-بېخي د مارکس د څرګندونې پر عکس-  ((دا چې زورور د ټولنې د تکامل او پرمختګ يوازېنۍ طبقه ده او دين د کمزوريو په ملاتړ رامنځ ته شوى؛نو د پرشا تګ لامل دى .))

ته وا بشري ټولنه هغه مهال د تکامل په بهير کې په ځغاسته ده،چې د ځنګل قانون پرې واکمن وي .

د “مارکس” له نظره بې برخې طبقه د تکامل لامل دي او پېغمبران ددې طبقې پر ضد دي او د “نيچه” له نظره، زورور د تکامل لامل دي او پېغمبران يې پر ضد دي .

“مارکس” وايي : دين زورورو او شتمنو راايستلى او “نيچه” وايي: کمزوريو او بې برخو را ايستلى دى .

د “مارکس” يوه غلطي په دې کې ده،چې تاريخ ته يې يوازې د طبقاتي ګټو د تضاد پر بنسټ مخونه ورکړې او د تاريخ انساني اړخ يې ناليدى ګڼلى دى .

[په دې مطلب لا پوهېدو ته “د تاريخ د فلسفې له ليد لوري د امام  مهدي پاڅون” کتاب ته مراجعه وکړئ،چې ډاکټر محمد طارق اقبال په پښتو ژباړلى دى .]

بله غلطي يې په دې کې ده،چې د تکامل لامل يې يوازې او يوازې بې برخې طبقه ګڼلې؛درېمه غلطي يې په دې کې ده،چې پېغمبران يې د واکمنې طبقې په ټلواله کې راوړي دي .

د “نيچه” غلطي په دې کې ده،چې د “زور لامل” يې د تاريخ د تکامل لامل ګڼلى؛په دې مانا، چې “غوره” انسان يې له “زورور” انسان سره يو شان ګڼلى او هغه انسان يې د تاريخ پرمخ وړونکى ګڼلى،چې غښتلى او زورور وي  .

 

د پېغمبرۍ او بعثتونو موخې

د تاريخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه روښانه شوه . اوس بايد پوه شو،چې د پېغمبرانو او د اسماني کتابو له راتګه اصلي موخه څه ده؟

شونې ده،چې وويل شي : اصلي موخه يې د خلکو لارښوونه،نېکمرغي، ژغورنه،خير،سمونه او هوساېنه ده.

اړنګ نشته،چې پېغمبران د خلکو لارښوونې،نېکمرغۍ، ژغورنې، خير، سمونې او هوساېنې ته راغلي دي .

 خبره په دې کې نه ده؛خبره په دې کې ده،چې دا نېغه لار به بالاخره چېرته رسي؟ ددې ښوونځي له پلوه د خلکو نېکمرغي په څه کې ده؟ په دې ښوونځي کې کوم ډول اسارتونه خلکو ته تشخيص کړاى شوي دي،چې خلک ترې راخلاصلول غواړي؟ دا ښوونځى د خلکو خير،سمونه او وورستۍ هوساېنه څه ګڼي ؟

په قرآن کريم کې سره له دې،چې دې ټولو ماناوو ته اشاره شوې او په ډاګه کړي يې دي؛دوه مانا او مفهوم په ځانګړې توګه ښوول شوي،چې د پېغمبرانو اصلي موخې وې؛يعنې د ټولو پېغمبرانو ټولې ښوونې ددې دوو چارو سريزې دي : د خداى پېژندنه او ورته نږدېدل او بل په بشري ټولنه کې د عدل اوقسط راوستل .

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا . وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِاجازههِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا (احزاب/٤٦_٤٥)= پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې.))

په دې آيت کې د ټولو راغليو اړخونو په منځ کې ښکاره ده،چې د خداى پر لور بلنه يوازېنى چار دى،چې اصلي موخه شمېرل کېږي .

بلخوا د ټولو پېغمبرانو په هکله وايي:

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

دا آيت په ډاګه وايي،چې د پېغمبرانو د راتګ موخه بشري ټولنې ته د عدل او قسط راوستل دي .

خداى ته بلنه او پېژندل يې او ورنږدېدل؛يعنې نظري او “وګړيز عملي توحيد” ته رابلنه؛خو په ټولنه کې د “عدل” او “قسط” راوستل؛يعنې “ټولنيز عملي توحيد” جوړول.

 آيا د پېغمبرانو اصلي موخه خداى پېژندنه او خداى نمانځنه ده او نورې ټولې چارې؛لکه ټولنيز عدل يې سريزه ده يا داچې اصلي موخه د عدل او قسط راوستل دي او د خداى پېژندل او نمانځل يې سريزه او وسيله ده؟ آيا اصلي موخه “وګړيز عملي او نظري توحيد” دى يا اصلي موخه “ټولنيز عملي توحيد” دى؟ دلته څو ډوله څرګندونه کړاى شو :

١- پېغمبرانو د موخې له پلوه ثنوي ول؛يعنې دوه خپلواکې موخې يې درلودې،چې له يو دې په اخروي ژوند او نېکمرغۍ پورې اړوند ده (وګړيز نظري او عملي توحيد) او بل يې په دنيوي نېکمرغۍ پورې اړوند ده (ټولنيز توحيد).

دا چې پېغمبران د بشر د دنيوي نېکمرغۍ په فکر کې ول؛نو په ټولنيز توحيد بوخت شول او داچې د بشر اخروي نېکمرغي خوندي کړي؛نو په وګړيز نظري او عملي توحيد بوخت شول.

٢- اصلي موخه ټولنيز توحيد دى او وګړيز نظري او عملي توحيد يې سريزه ده.نظري توحيد په خداى پېژندنې پورې اړوند دى. انسان في حد ذاته هېڅ اړتيا نه لري،چې خداى وپېژني او که و يې نه پېژني؛د اروا د حرکت يوازېنى لامل يې خداى وي او که زر نور څيزونه-لکه څنګه،چې په اولى طريقه خداى ته توپير نه کوي،چې انسان يې وپېژني او که و يې نه پېژني،و يې نمانځي او که و يې نه نمانځي_؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې کمال په ((موږ)) کېدو او ټولنيز توحيد کې دى او دا چار بې له وګړيز نظري او عملي توحيده ناشونى دى؛نو خداى خپل معرفت او عبادت فرض کړى،چې ټولنيز توحيد پلى شي.

٣_اصلي موخه د خداى پېژندل،ورنږدېدل او وررسېدل دي .

ټولنيز توحيد دې عالي موخې ته د رسېدو سريزه او وسيله ده؛ځکه په “توحيدي نړۍ ليد” کې نړۍ له ((هغه)) او ((د هغه پر لور)) منځپانګه لري؛نو د انسان کمال د هغه پر لور په تګ او ورنږدېدو کې دى.

 انسان له يوه ځانګړي امتيازه برخمن دى او هغه دا چې ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي(حجر/٢٩)= او له خپل ( ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پوكړ)) واقعيت يې خدايي واقعيت دى؛فطرت يې خداى پلټونکى فطرت دى؛نو ځکه نېکمرغي،کمال ،ژغورنه ،سمونه او هوساېنه يې، د خداى په پېژندنه،نمانځنه او ورنږدېدنه کې ده؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې انسان ټولنيز موجود دى او که له ټولنې يې بېل کړو؛نو نور انسان نه دى او که پر ټولنه “منځلاري ټولنيز نظامونه” واکمن نه وي؛ نو د خداى انسان پلټونکى حرکت ناشونى چار دى؛نو پېغمبران د عدل په راوستو او د ظلمو او تبعيض پر نفې بوخت شول .

نو ټولنيز ارزښتونه؛لکه “عدل”،”ازادي”،”مساوات”،”ولسواکي” او همداراز ټولنيز خويونه؛لکه “جود”،”بښنه”،”مينه” او “احسان” ذاتي ارزښت نه لري او بشر ته کمال نه ګڼل کېږي؛ټول ارزښت يې سريزي او د وسيله په توګه دى او که سريزه يې نه واى؛نو شتون او نشتون يې يو شان دى؛دا کمال ته د رسېدو شرايط دي؛نه پخپله کمال؛د ژغورنې وسايل دي؛نه په خپله ژغورنه.

٤- د انسان غايت او د انسان کمال؛بلکې د هر موجود واقعي کمال د خداى پر لور په حرکت کې لنډېږي او بس او دا نه بښل کېدونکى شرک دى، چې څوک ادعا وکړي،چې پېغمبرانو ثنوي موخې درلودې؛لکه څنګه چې که څوک ووايي: د پېغمبرانو وروستۍ موخه دنيوي فلاح ده او دنيوي فلاح دې ته وايي،چې د “عدل”،”ازادۍ”،”برابرۍ” او “ورورۍ” ترسيوري لاندې له دنيوي نعمتونو برخمن شې؛نو دا توکيز پالي ده؛خو د درېمې څرګندونې پر خلاف، ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه سره له دې، چې اصيل ارزښت (؛يعنې خداى پېژندنې او خداى نمانځنې) ته سريزه ده؛خو داسې هم نه ده،چې بېخي ارزښت نه لري.

د سريزې او ذى المقدمې اړيکې دوه ډوله دي : په يو ډول کې د سريزې ارزښت يوازې په دې کې دى،چې ذى المقدمې ته مو رسوي او ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان دى.د بېلګې په توګه :انسان غواړي له يوې سترې ويالې ټوپ ووهي او د ويالې په منځ کې له پرتې ډبرې نه ټوپ وهلو ته ګټنه کوي؛نو څرګنده ده،چې تر ټوپ وهلو وروسته د ډبرې شتون او نشتون يو شان دى .

بل ډول داسې دى،چې سره له دې،چې سريزه ذى المقدمې ته د رسېدو وسيله ده او سره له دې،چې د اصلي او يوازېنۍ ارزښت خاونده ذى المقدمه ده؛ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان نه دى او ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون يې هماغومره پکار دى؛لکه تر رسېدو د مخه . د بېلګې په توګه : د لومړي،دويم او درېم ټولګي معلومات د پورتنيو ټولګيو معلوماتو لپاره سريزه ده؛خو داسې نه ده،چې پورتنيو ټولګيو ته تر رسېدو د مخه نور دې معلوماتو ته اړتيا نه وي او که فرضاً ټول يې هېر شي؛نو کوم ځاى ته يې تاوان و نه رسي او زده کوونکى وکړاى شي،چې پورتنيو ټولګيو ته دوام ورکړي؛ بلکې د هغو معلوماتو په درلودو او په له لاسه نه ورکولو يې کړاى شي،چې پورتنيو ټولګيو ته دوام ورکړي.

د مطلب راز په دې کې دى،چې کله کله سريزه له ذى المقدمې په ټيټه درجه کې وي او کله نه وي . پوړۍ د بام په مراتبو او درجو کې نه شمېرل کېږ؛لکه څنګه چې په وياله کې تيږه له وياله بهر په درجو کې نه ده؛خو د لاندې ټولګيو معلومات او د پورتنيو ټولګيو معلومات د يو حقيقت درجې دي .

د حق پېژندنې او نمانځنې ته ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه له دويم ډوله دي. داسې نه ده،چې که انسان د حق بشپړې پېژندنې او نمانځنې ته ورسېد؛نو د “عدل”،”احسان” او “رښتينولۍ” شتون او نشتون ورته يو شان دى؛ځکه د انسان عالي اخلاق يو ډول خداى ډولي دي (تخلقوا باخلاق الله) (وګ :سيد حيدر آملي؛جامع الاسرار :٣٦٣ مخ) او په حقيقت کې د خداى پېژندنې او خداى نمانځنې له درجو يوه درجه ده؛که څه هم په ناځانخبرې بڼه وي؛يعنې دې ارزښتونو ته د لېوالتيا جرړه، خدايي ځانګړنو ته د انسان په فطري لېوالتيا کې ده، که څه هم انسان يې له فطري جرړې ناخبره وي او احياناًپه خپل “ځان خبري شعور” کې ترې منکر وي .

 اسلامي ښوونې وايي : که د فاضله خويونو؛لکه عدالت،احسان او… خاوندان مشرک هم وي؛نو کړنې يې په هغه نړۍ کې بې اغېزې نه دي. ددې ډول خلکو کفر او شرک که د عناد له مخې نه وي؛نو په هغه نړۍ کې يې اجر ورکول کېږي؛په حقيقت کې دا ډول خلک بې له دې،چې خبر وي،د خداى نمانځنې يوې درجې ته رسېدلي دي.

 

دين که اديان؟

معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي؛د بېلګې په توګه وايي : د حضرت ابراهيم (ع) دين،د يهود دين،د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي.په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده.

خو قرآن کريم ځانګړې څرګندنه لري،چې له ځانګړي ليده يې سرچينه اخلي. د قرآن له پلوه له “آدمه” تر “خاتمه” د ټولو دين يو دى؛ټولو پېغمبرانو که د شريعت خاوندان ول که نه؛يو ښوونځي ته بلنه کوله.د انبياوو د ښوونځي اصول،چې “دين” نومېږي يو دي. د آسماني شرايعو توپيرونه په يو لړ فرعي مسايلو کې ول،چې د وخت د غوښتنې،د چاپېريال د ځانګړنو او د خلکو د ځانګړنو پر بنسټ ول او ټول په بېلابېلو بڼو د يو حقيقت او د يوې موخې پر لور ول او بل توپير يې د ښوونو په کچه کې و،چې وروستيو پېغمبرانو د بشر له تکامل سره سم په لوړه کچه ښوونې کولې،چې ټول په يوه زمينه کې ول.د بېلګې په توګه: د معاد او د نړۍ د مبداء په هکله د اسلام او د مخکېنيو اديانو د ښوونو کچه له ځمکې تر اسمانه توپير لري . په بله وينا: د انبياوو په ښوونو کې بشر د زده کوونکي په څېر و،چې له لومړي ټولګي تر وروستي ټولګي پورې اوچت شوى دى.دا د دين تکامل دى؛ نه د اديانو اړپېچ.

 قرآن کريم هېڅکله د دين ټکى د جمع په بڼه (اديان) نه دى راوړى . د قرآن له پلوه، څه چې ول،دين و؛نه اديان.

د پېغمبرانو،نابغو او سترو فيلسوفانو يو توپير په دې کې دى،چې فيلسوفانو هر يو ځان ته ځانګړى ښوونځى درلود؛نو ځکه تل په نړۍ کې “فلسفې” وې؛نه “فلسفه”؛خو تل الهي پېغمبران  يو د بل تاييدونکي او تصديقوونکي ول او يو بل يې نه نفې کاوه.که هر يو پېغمبر د بل پېغمبر په چاپېريال او وخت کې و؛نو د هماغه په څېر قانون به يې راوړ.

قرآن ټينګار کوي،چې د پېغمبرانو لړۍ يوه ده او پخوانيو پېغمبرانو د راتلونکيو پېغمبرانو د راتګ زېرى ورکړى و او وروستي پېغمبران د تېرو پېغمبران تاييدونکي ول او هم په دې خبره ټنيګار کوي،چې له ټولو پېغمبرانو کلکه ژمنه اخستل شوې،چې يو د بل تاييدونکي به وي .

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ (آل عمران/٨١)=  او ( درياد كړه) چې کله خداى له پېغمبرانو ( او له لارويانو يې ) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې تاسې ته كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم پېغمبر درغى  او هغه ( لار ښوونې) يې تصديق كړې،چې له تاسې سره وې؛نو ايمان پرې راوړئ او ملا تړ به يې كوئ . بيا (خداى) ورته وويل : (( ايا پردې موضوع مو اقرار وكړ او په دې مو له ما سره ټينګه ژمنه ده؟)) هغوى وويل: (( (هو) اقرار مو وكړ .)) ( خداى ورته ) وويل: (( نو شاهدان او سئ او زه هم درسره شاهد يم .))

قرآن کريم،چې د خداى دين له آدمه تر خاتمه يو پرله پسې بهير ښيي؛ نه څو؛يو نوم پرې ږدي او هغه “اسلام” دى؛البته مراد دا نه دى،چې په ټولو وختونو کې د خداى دين په همدې نامه يادېده او په دې نامه په خلکو کې مشهور و؛بلکې مراد دادى،چې دين يوه منځپانګه لري،چې غوره معرفي کوونکى يې د “اسلام” لفظ دى؛وايي:

((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ(آل عمران/١٩)= په  حقيقت كې  د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى)  دين همدا اسلام ( او د حق  پر وړاندې تسلېمېدل) دي.))

يا دا چې وايي:

((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (آل عمران/٦٧)= ابراهيم نه يهودى و،نه نصراني؛بلكې سپېڅلى مؤحد او مسلمان و او هېڅكله له مشركانو نه و .))

 

د نبوت پاى

و مو ويل : پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې،چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي ته،چې راورسېد؛نو نبوت پاى ته ورسېد؛هغه چې دا ښوونځى د هغه په واسطه بشپړ راوړاندې شو؛حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه و آله وسلم دى؛لکه څنګه چې قرآن کريم وايي:

((وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انعام/١١٥)= د رښتينولۍ او عدالت له مخې د پالونکي وينا دې (بيخي په تول) پوره ده،هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه اورېدونكى (او) پوه دى .))

اوس بايد پوه شو،چې ولې پخوا په يو بل پسې پېغمبران راتلل، که څه هم ټول يې د قانون او شريعت خاوندان نه ول او د شته شريعت د پلي کولو لپاره به مبعوثېدل ؟ او ولې تر حضرت محمد مصطفى (ص) وروسته نه يوازې تشريعي (د شريعت خاوند) پېغمبر را نه غى او نه به راځي؛بلکې ان تبليغي پېغمبر هم رانه غى او را به نشي؟ ولې؟

 

 

د پېغمبرۍ دنوي کېدو لاملونه

سره له دې،چې نبوت يو پرله پسې بهير دى او د خداى پيغام؛يعنې دين يو حقيقت دى؛نو د تشريعي او تبليغي پېغمبريو نوي کېدنه او د پېغمبرانو پرله پسې راښکاره کېدل او د حضرت محمد (ص) تر راتګ  وروسته د ټولو د تمېدنې لاملونه  دادي :

لومړى داچې پخوانى بشر د فکري بلوغ او ودې د نشتوالي له امله بېوسه و،چې خپل اسماني کتاب خوندي وساتي؛معمولاً په اسماني کتابو کې اړونې کېدې او يا به په ټوليزه توګه له منځه ته؛نو پکار وه،چې پيغام نوى شي.

 د قرآن د نزول وخت(؛يعنې څه له پاسه څوارلس پېړۍ مخکې)؛بشريت د ماشومتوب پېر  تېر کړى و او کړاى يې شول،چې خپل ديني او علمي ميراثونه وساتي؛نو ځکه په وروستي اسماني کتاب(قرآن )کې اړونه نه ده شوې .

 د قرآن د نزول له ړومبيو ورځو نه مسلمانانو د قرآن هر آيت پخپلو زړونو،ذهنونو او ليکلې بڼه ساته،چې د ورکېدو،اړونې او له منځه تلو امکان يې صفر شي؛نو په دې اسماني کتاب کې اړونه او له منځه تلل و نه شول او دا يو هغه علت دى،چې د نبوت نوې کېدنه يې منتفي کړه .

[ژباړن :له اړونې نه د قرآن د خونديتوب په هکله وګ : د عراقي ستر عالم ابوالقاسم خويي د “البيان” کتاب،چې ښاغلي اجرالدين اقبال د “قرآن پوهنه” په نامه ژباړلى دى.]

دويم :په مخکې پېر کې بشريت د فکر د نه ودې او نه بلوغ له امله بېوسه و،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي،چې پرې خپلې لارې ته دوام ورکړي؛پوړ په پوړ او منزل په منزل يې لارښوونې ته اړتيا درلوده او بايد تل ورسره لارښوونکي وي؛خو د رسالت د پاى ته رسېدو په پېر کې او وروسته ترې په بشر کې دا وسمني وه،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي او د پوړ په پوړ او منزل په منزل د نقشې د تر لاسه کولو پوړ پاى ته رسېدلاى و او ددې امکان او استعدادپه رامنځ ته کېدو، ټوليزه او هر اړخيزه نقشه د بشريت په واک کې کړاى شوه او په همدې علت د پېغمبرۍ د نوي کېدو خبره منتفي شوه .

 د امت علماء هغه کارپوهان دي،چې د اسلام د لارښوونې د ټوليزې نقشې په ګټنه د لنډمهاله قوانينو په تدوين او تنظيم خلکو ته لارښوونه کوي .

درېم : ډېرى پېغمبران تبليغي ول؛نه تشريعي . د تبليغي پېغمبرانو دنده دا وه،چې هغه شريعت پلى او تفسير کړي،چې په خپل وخت کې يې واکمن و.

د خاتميت په پېر کې،چې د پوهې پېر دى، د امت علماء وسمن دي،چې  د اسلامي ټوليزو اصولو او د وخت او ځاى د شرايطو په پامنيوي کې هغه کليات د وخت او ځاى له غوښتنو او شرايطو سره تطبيق کړي او الهي احکام ترې استنباط او استخراج کړي،چې ددې عمل نوم  “اجتهاد” دى .

د اسلامي امت غوره علماء ډېرى هغه دندې ترسره کوي،چې تبليغي پېغمبرانو ترسره کولې او بې له دې،چې په خپله “مشرع” وي، د تشريعي پېغمبرانو يو لړ دندې هم په اجتهاد او د امت د مشرۍ په ځانګړې دنده ترسره کوي؛نو سره له دې،چې دين ته اړتيا شته او د نبوت نوي کېدنه او د اسماني کتاب د راتګ خبره منتفي ده او د پېغمبرانو لړۍ پاى ته رسېدلې؛خو څومره،چې بشريت د تمدن پر لوري ځي؛دين ته يې اړتيا ډېرېږي  .

××××

څه مو،چې وويل روښانه يې کړل،چې د بشر د فکر او ټولنيزې ودې  او بلوغ، د نبوت په پاى ته رسېدو کې ونډه درلوده او دا ونډه په څو اړخو کې ده :

١- خپل اسماني کتاب يې له اړونې خوندي ساتلى دى .

٢_ داسې پوړ ته رسېدلى،چې خپله تکاملي برنامه يو ځاى تر لاسه او ګټنه ترې وکړي .

٣_فکري بلوغ او ټولنيزه وده يې اجازه ورکوي،چې د دين د خپرولو، تبليغ او “پر نېکيو امر او له بديو د منع” دنده پر غاړه واخلي او له دې لارې له تبليغي پېغمبرانو مړه خوا کېږو او دا اړتيا د امت نېک علماء پوره کوي .

٤-دومره يې فکر وده کړې،چې کړاى شي د “اجتهاد” په رڼا کې د وحې کليات تفسير کړي او په بېلابېلو مکاني او زماني شرايطو کې يې له اصل سره تطبيق کړي .

روښانه شوه،چې د نبوت پاى ته رسېدل په دې مانا نه دي،چې الهي ښوونو ته د بشر اړتيا،چې د وحې له لارې پوره کېده،پوره شوې ده او داچې بشر فکري بلوغ ته رسېدلى؛نو دې ښوونو ته اړتيا لري او نبوت پاى ته رسېدلى؛نه ! وحې او د پېغمبرۍ نوې کېدنې ته اړتيا پوره شوې؛نه دين او ديني ښوونو ته .

ستر او مشهور اسلامي انديال؛علامه محمد اقبال لاهوري،چې ډېرى اسلامي مسايل يې روښانه کړي او ما هم په ډېرى کتابو کې له لارښوونو يې ګټنه کړې؛خو “د ختم نبوت” د فلسفې په تفسير او مخونې کې سخت تېروتى دى.نوموړي خپله خبره د څو اصلونو پر بنسټ ايښې ده.

١_وحې،چې لغوي مانا يې په ورو او په نجوا خبرې کول دي،په قرآن کې پراخ مفهوم مومي،چې ډول ډول مرموزې لارښوونې،د جماد،بوټي او څاروي له لارښوونې نيولې د انسان تر لارښوونې په ځان کې رانغاړي . وايي:

(( د وجود له جرړې سره دا نښلون هېڅکله په انسان پورې ځانګړى نه دى . په قرآن کې د “وحې” د ټکي د کارولو بڼه ښيي،چې دا کتاب يې د ژوند ځانګړنه ګڼي او البته دا شته،چې ځانګړنې او بڼه يې د ژوند د پړاوونو د تکامل له مخې توپير لري . بوټى،چې په ازاده په خپل ځاى کې وده کوي،څاروى،چې د ژوند له نوي چاپېريال سره د تطابق لپاره د نوي غړي خاوندېږي او انسان،چې د ژوند له دننني تله تازه رڼا تر لاسه کوي؛ټول د وحې بېلابېل حالات دي،چې د وحې د منلو د ظرفيت د ضروروت له مخې يا د هغه اړتياوو پر بنسټ بېلابېلې بڼې لري،چې دا لوښى ورپورې اړوند دى.))

 وګ : احياى تفکر ديني در اسلام١٤٤-١٤٥ مخونه .

٢_وحې غريزه ډوله چار دى او د وحې لارښوونه هم غريزي لارښوونه ده.

٣-له جمعي نظره وحې د انسان لارښوونه ده؛يعنې دا چې انساني ټولنه يو واحد دى او د تلو لار او حرکتي قوانين لري؛نو اړينه ده،چې لارښوونه ورته وشي.نبي هغه راديو ده،چې په غريزي بڼه هغه څه تر لاسه کوي،چې ورته اړتيا لري . وايي:

(( نړيوال ژوند (حيات جهاني) په اشراقي توګه خپلې اړتياوې ويني او په کړکېچنه شېبه کې د خپل حرکت امتداد او لورى ټاکي او دا هماغه څه دي،چې د دين په ژبه کې ورته :”پېغمبر ته د وحې د راتلو”نوم ورکوي.

٤-ساه کښو ته په لومړنيو پوړونو کې په غريزه لارښوونه کېږي او څومره،چې د تکامل درجې يې لوړېږي او “حس”،”تخيل” او “فکر” يې وده کوي؛غريزي ځواک يې لږېږي او په حقيقت کې حس او فکر يې ځايناستى کېږي؛حشرات تر ټولو غښتلې غريزه او انسان تر ټولو لږه غريزه لري .

٥- له ټولنيز پلوه انساني ټولنه تکاملي لار وهي او؛لکه څنګه،چې څاروي په لومړنيو درجو کې غريزې ته اړمن ول او په تدريج يې،چې د حس،تخيل او تفکر  ځواک وده وکړه؛نو حسي او فکري ځواکونه يې د غريزي لارښوونې ځايناستي کېږي؛انساني ټولنه هم په خپل تکاملي بهير کې داسې ځاى ته رسي،چې د تفکر ځواک پکې وده کوي؛نوځکه د غريزې (وحې) د کمزورۍ لامل شوى دى.

اقبال د احياى فکر ديني په ١٤٥ مخ کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

٦- بشري نړۍ دوه بنسټيز پېرونه لري : د وحې د لارښوونې پېر او په تاريخ او طبيعت کې د تعقل او تفکر د لارښوونې پېر.که څه هم په پخوانۍ نړۍ کې د فلسفې څو سترې کارخانې (؛لکه يونان او روم) وې؛ خو دومره ارزښت يې نه درلود او بشر لا تر اوسه د ماشومتوب په پېر کې و. وايي :

((اړنګ نشته پخوا،چې انسان د اوس په پرتله لومړنى حالت درلود او څه نا څه د تلقين تر واک لاندې و؛د فلسفې څو سترې کارخانې يې جوړې کړې وې؛خو هېر مو نشي،چې په پخوانۍ نړۍ کې دا کارخانې جوړول يوازې د فکر کار و،چې نه يې شو کړاى،چې له دودونو او مبهمو ديني ګروهو هاخوا ولاړې شي او موږ ته يې د ژوند د عيني اوضاع په هکله هېڅ ډډه نه ده رامنځ ته کړې.))

٧-پېغمبراکرم،چې پېغمبري پرې پاى ته رسېدلې؛هم په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او هم په نوې نړۍ پورې. د الهام د سرچېنې له پلوه،چې وحې ده_ نه د طبيعت او تاريخ تجربي مطالعه_ په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او د ښوونو د روحيې له پلوه،چې تفکر،تعقل او د طبيعت او تاريخ مطالعې ته رابلل دي او ددې چارو په زوکړه د وحې کار تمېږي،په نوې نړۍ پورې اړوند دى. وايي:

((نو که مسئلې ته له دې پلوه وکڅل شي؛بايد وويل شي : لکه څنګه چې ښيي پېغمبراکرم د پخوانۍ او نوې نړۍ ترمنځ ولاړ دى . تر هغه،چې د الهام په سرچينې پورې يې اړه لري؛په پخوانۍ نړۍ پورې اړوندېږي او هلته،چې د الهام د اروا خبره وي؛نو په نوې نړۍ پورې اړوند دى. ژوند په هغه کې د معرفت (طبيعت او تاريخ) نورې سرچينې رابرسېروي،چې له نوې لارې سره يې وړ دي . د اسلام راښکاره کېدل او زوکړه د “استقرايي برهاني عقل” زوکړه او راښکاره کېدل دي.د اسلام په راښکاره کېدو او د رسالت د پاى د رسېدو د اړتيا په رابرسېرنه،رسالت د کمال بريد ته ورسېد او دا پخپله ددې چار ځيرکانه لاس ته راوړنه ده،چې نشي کېداى ژوند تل په ماشومتوب او له بهر په مشرۍ کې پاتې شي. په اسلام کې د پالۍ او ميراثي سلطنت له منځه تلل او په قرآن کې همېشني عقل او تجربې ته توجه کول او (همداراز) کوم ارزښت،چې دې سپېڅلي اسماني کتاب طبيعت او تاريخ ته د بشري معرفت د سرچينې په نامه ورکړى؛دا ټولې د رسالت د پېر د پاى ته رسېدو د واحد فکر بېلابېلې څېرې دي.))

وګ:علامه محمد اقبال؛احياى تفکر ديني در اسلام: ١٤٦مخ . ))

دا و د علامه محمد اقبال لاهوري له ليد لوري “د ختم نبوت” د فلسفې اصول او ارکان.

که دا فلسفه سمه وي؛نو يوازې نوې وحې او پېغمبرۍ ته اړتيا نشته؛ بلکې مطلقاً د وحې له لارښوونې مړه خوا يو؛ځکه د تجربي عقل لارښوونه د وحې د لارښوونې ځايناستې ده.که دا فلسفه سمه وي؛نو دا د “ختم ديانت” فلسفه ده؛نه د “ختم نبوت” او د اسلامي وحې دنده د دين د پېر د پاى او د عقل او عمل د پېر د پېل اعلانول دي.

دا مطلب نه يوازې د اسلام د اړتيا خلاف دى؛بلکې په خپله د علامه اقبال د څرګندونې مخالف هم دى.د علامه اقبال ټولې غورځې پورځې ددې لپاره وې،چې علم او عقل بشري ټولنې ته پکار دي؛خو بسيا نه دي او بشر د علم هومره دين او ايمان ته اړتيا لري.

 علامه اقبال پخپله په ډاګه کوي،چې ژوند ثابتو اصولو او بدلېدونکيو فروعو ته اړتيا لري او پر اصولو د فروعو انطباق د”اسلامي اجتهاد” دنده ده. وايي:

((دې نوي فرهنګ (اسلامي فرهنګ) د نړيوال يووالي بنسټ د توحيد پر آر کېښود.اسلام د واکمنۍ د غونډال-دستګاه په نامه يوه وسيله ده، چې د توحيد آر د بشر په عقلي او عاطفي ژوند کې “ژوندى ساتى لامل” کړي . اسلام خداى ته وفاداري غواړي؛نه استبدادي حکومتونو ته او دا چې خداى د هر ژوند روحاني او نهايي بنسټ دى؛نو خداى ته وفاداري عملاً پخپله د انسان مثالي طبيعت (د ارمان غواړي طبيعت او د مطلوب لټونې کمال) ته وفاداري ده.

کومه ټولنه،چې له واقعيته په داسې انګېرنه جوړه شوې وي؛بايد په خپل ژوند کې د “ابديت” او “بدلون” مقولې سره همغږې کړي؛بايد د خپل ټولنيز ژوند د تنظيم لپاره ابدي اصول په واک کې ولري؛څه چې ابدي او همېشني دي،د همېشني بدلون په دې نړۍ کې راته د پښې کلک ځاى پرېږدي؛خو که ابدي اصول په دې مانا وپېژندل شي،چې له بدلون سره په ټکر کې دي؛يعنې له هغه څه سره په ټکر کې دي،چې قرآن يې د خداى يو له ستر “آيتونو” ګڼي؛نو هغه مهال به ددې لامل شي او هغه څيز به له حرکته وغورځېږي،چې ذاتاً متحرک دى. په سياسي او ټولنيزو علومو کې د “اروپا” د ماتې لومړى اصل انځوروي (ليکوال : د هر ډول ابدي اصل نفې او د ژوند له اصلي اصولو همېشنۍ نمښته-انکار) او په دې  وروستيو پينځه پېړيو کې د اسلام بې حرکتي دويم اصل (ليکوال: د بدلون له اصله نمښته او پر تلپاتېتوب ګروهه) انځوروي. په اسلام کې د حرکت اصل څه دى؟هماغه اصل دى،چې په اسلام کې “اجتهاد” نومېږي.))

وګ :هماغه سرچينه :١٦٨_١٦٩ مخونه.

د پورتنۍ وينا له مخې،د وحې لارښوونې ته تل اړتيا وي او د تجربي عقل لارښوونه نشي کړاى ځايناستې يې شي. پخپله علامه اقبال هم سل په سلو کې د تل لپاره د لارښوونې د اړتيا د اصل پلوى دى؛حال دا چې کومه فلسفه،چې هغه “د ختم نبوت” لپاره وويله؛غوښتنه يې داده،چې نه يوازې وحې او نوي رسالت ته اړتيا نشته؛بلکې د وحې لارښوونې ته اړتيا هم پاى ته رسي او په حقيقت کې نه يوازې نبوت؛ بلکې ديانت هم پاي ته رسي.

“ختم نبوت” ته د علامه اقبال دا ناسمه مخونه ددې لامل شوه،چې ناسمه پايله ترې واخستل شي او و انګېرل شي،چې “د ختم نبوت” پېر؛يعنې له وحې د بشر د خپلواکۍ پېر.

 د پېغمبرانو ښوونو او روزنو ته د بشر مثال د هغه زده کوونکي دى،چې هر کال پورته ټولګي ته ځي او ښوونکى بدلوي؛بشر هم پېر په پېر پورته پوړ ته ختلى او قانون او شريعت يې بدل شوى دى؛ماشوم له ښوونځي فارغېږي او له ښوونځي برى ليک ورکول کېږي او تردې وروسته له ښوونکي او لارښود خپلواکه خپله څېړنه کوي.

د ختم نبوت د پېر بشر هم له کلاسيکې زده کړې د فارغېدو برى ليک اخستى او په خپله خپلواک په تاريخ او طبيعت کې څېړنه کوي او دې ته “اجتهاد” وايي؛نو د ختم نبوت پېر؛يعنې ((ځان بسياېنې)) ته د بشر رسېدل .

اړنګ نشته،چې د نبوت له پاى ته رسېدو داسې تفسير، غلط دى.د نبوت له ختمېدو دا ډول تفسير هغه څه نه دي،چې نه يې پخپله علامه اقبال مني او نه يې هغه مني،چې له دې تفسيره دې پايلې ته رسېدلى دى.

دويم :که د علامه اقبال تفسير سم وي؛نو بايد د تجربي عقل په زوکړه، چې علامه اقبال ورته ((دنننۍ تجربه)) وايي، (د اولياء الله مکاشفات) هم پاى ته ورسي؛ځکه فرض پر دې دى،چې دا چارې غريزي دي او د تجربي عقل په زوکړه،غريزه _له بهره لارښوونکې  ده _ لاندې کېني؛حال دا چې پخپله علامه اقبال په ډاګه کوي،چې باطني تجربه تلپاتې ده او د اسلام له پلوه دنننۍ تجربه د معرفت له درې ګونو سرچينو ده . (دوه نورې يې  طبيعت او تاريخ دي).

علامه اقبال پخپله عرفان ته کلکه لېوالتيا لري او په مانيزو الهاماتو کلک ګروهمن دى.وايي:

(( دا فکر په دې مانا نه دى،چې ((باطني تجربه)) د څرنګوالي له پلوه له ((پېغمبرانه تجربې)) سره توپير و نه لري او اوس نور له دې پرې شوى وي،چې حياتي واقعيت شي. قرآن کريم ((انفس=انا=خود)) او ((آفاق=نړۍ)) د علم او معرفت سرچينې ګڼي. خداى خپلې نښې هم په دنننۍ تجربه کې څرګندوي او هم په بهرنۍ تجربه کې او د انسان دنده داده،چې د تجربو د ټولو انځورونو د پوهه ورکونې په هکله ورمند-قضاوت وکړي.د خاتميت فکر نبايد په دې مانا ونيول شي،چې د ژوند وروستى برخليک د عقل پر ځاى د بشپړې عاطفې ځايناستېدل دي. داسې چار نه  شونى ده او نه مطلوب. ددې فکر عقلاني ارزښت په دې کې دى،چې د دنننۍ تجربې پر وړاندې خپلواک شنونکي حالات رامنځ ته کړي او دا چار ددې ګروهې په زوکړه لاس ته راځي،چې د وګړيو د ادعاوو حجيت او اعتبار،له طبيعت هاخوا سره په تړاو کې په بشري تاريخ کې پاى ته رسېدلى دى ….؛نو باطني او عارفانه تجربې ته- څومره هم که غيرعادي او غير متعارف وي_ اوس بايد د يوې سوچه طبيعي تجربې په سترګه وکڅل شي او د بشري نورو تجربو د انځورونو په څېر يې کره کتنه او شننه وشي.))

وګ:هماغه سرچينه:١٤٦-١٤٧ مخ.

د علامه اقبال د وروستۍ خبرې مطلب دادى : په ختم نبوت ، الهامونه، مکاشفات او د اولياء الله وو کرامت پاى ته نه دى رسېدلى؛ خو پخوانى حجيت او اعتبار يې پاى ته رسېدلى دى.

 پخوا چې لا تجربي عقل نه و زيږېدلى؛معجزه او کرامت يو سوچه او د منلو وړ سند و؛خو وده کړي او عقلاني کمال ته رسېدلى بشر ( د خاتميت د پېر بشر) ته دا چارې حجيت او سنديت نه لري او د هرې پېښې او ښکارندې په څېر بايد عاقلانه تجربه پرې وشي.

 تر خاتميت مخکې پېر د معجزې او کرامت پېر و؛يعنې معجزې او کرامت عقلونه تر خپل واک لاندې کړي ول؛خو د خاتميت پېر د عقل پېر دى.

عقل؛د کرامت ليدل د څه دليل نه ګڼي؛خو دا چې په خپلو کچو يې د الهام له لارې  د يو برسېره شوي حقيقت صحت او اعتبار برسېره کړي.

د علامه اقبال دا خبره هم جړه پړه ده؛که د خاتميت تر پېر مخکې يې وکڅې او که د خاتميت تر پېر وروسته يې وکڅې،چې موږ پرې په راتلونکيو څپرکيو کې ويينه کړې ده.

درېم داچې علامه اقبال وحې غريزي ډوله ښوولې،چې په دې خبره کې هم تېروتى دى او همدې اړخ نور هم تېرايستي دي؛لکه څنګه چې پخپله علامه اقبال هم پوهېږي،چې غريزه سل په سلو کې طبيعي (غير اکتسابي)،ناځانخبرى او تر حس او عقل ټيټه درجه لري،چې د خلقت قانون د حيوان (حشرات او تر حشراتو ټيټ) د ژوند په لومړني پوړ کې ايښى دى. د پورتنيو درجو د لارښوونې (حس او عقل) په وده غريزه کمزروېږي او لاندې کېني؛نو انسان چې د فکر له پلوه تر ټولو غني حيوان دى؛د غريزې له پلوه تر ټولو کمزورى دى.

خو وحې پرعکس، له حس او عقل هاخوا لارښوونه ده او پردې سربېره، تر ډېره بريده اکتسابي ده او تر دې پورته د ځانخبرۍ په لوړه درجه کې ده. د وحې ځانخبريتوب د حس او عقل تر درجو دومره لوړه ده،چې په خوله نه راځي او په وحې،چې کومه فضا برسېرېږي، تر هغې فضا خورا پراخه ده،چې تجربي عقل يې پر برسېرنې وسمن وي.

د انسان د و ګړيزو او ټولنيزو استعدادونو د ټولګې،د ټولنيزو اړيکو د پېچلتيا او د انسان د تکاملي سير نه مشخصېدو ته په پام بايد ومنو، څه چې فيلسوفانو او انديالانو د ايديولوژۍ په نامه جوړ کړي؛ يوازې بې لاري او لار ورکي ده. انسان ته د ايديولوژۍ درلودو له پلوه يوازې يوه لار ده او هغه هم د وحې له لارې ايديولوژي درلودل دي؛که د وحې له لارې ايديولوژي و نه منو؛نو بايد ومنو،چې انسان بې ايديولوژۍ دى.

ننني انديالان وايي،چې د بشر راتلونکي ته په ايديولوژيو  بهير ټاکل، يوازې منزل په منزل شونى دى؛يعنې يوازې په هر منزل کې بل منزل مشخصولاى شو؛خو داچې تردې وروسته منزل چېرته دى او وروستى سرمنزل چېرته دى،آيا اساساً کوم سرمنزل شته که نه؟ هېڅ معلومه نه ده.دداسې ايديولوژيو برخليک روښانه دى.

څومره به ښه وه،چې علامه اقبال د نورو عارفانو په تېره بيا د مولانا جلال الدين بلخي شعرونه په ځير لوستي واى؛نو د ختم نبوت په اړه به غوره ځاى ته رسېدلى واى. عارفان دې ټکي ته رسېدلي،چې نبوت ځکه پاى ته ورسېد،چې د انسان ټول وګړيز او ټولنيز پوړونه او هغه لار،چې بايد انسان پرې ولاړ شي،يو ځاى رابرسېره شول؛تر هغه وروسته هر بشر څه،چې ومومل؛تر هغه به ډېر نه وي؛نو له ناچارۍ به لاروي وي .

((خاتم هغه دى،چې ټول پوړونه يې وهلي وي او “نه وهل شوى” پوړ ورته نه وي پاتې.))

دا د ختم نبوت کچه ده؛ نه د ټولنې د تجربي عقل وده. که اقبال د هماغه عارفانو؛لکه مولانا جلال الدين بلخي په آثارو کې،چې ارادت هم ورته لري،لږه نوره ځيرنه هم کړې وه؛نو پوه شوى به و،چې وحې غريزه  ډولې نه ده او تر عقلاني  ژونده او روح غوره ژوند او روح دى. مولانا وايي:

غير فهم جان که در گاو و خر است

آدمى را عقل و جانى ديگر اســــت

باز غير عقــــل و جــــــان آدمـــــــــــى

هــــست جانى در نبــــــي و در ولـــى

×××

 

 

جــــــسم ظــاهر،روح مــــــخفي آمــــــده اســـت

جسم همچون آستين است،جان همچو دست

بـــــــاز عقــــــل از روح مخـــــــــفى تـــــــر بــــــود

حــــــس بـــه ســـــــــوى روح،زودتـــــــر ره بـــــــرد

روح وحــــــــې از عقـــــــــــــــــل پنهـــــان تــر بـــود

زانــــکه او غيــــــــب اســــت و او زان ســـر بــود

عقـل احمــــد از کســــــــى پنهـــــــــان نشـــــــــــد

روح وحــــــــــيش مــــــــــدرک هـــــــر جــــان نشد

روح وحيــــــى را مـــــناســــــبهاســــــت نيــــــــــــز

در نيـــــــــــــــــــابـــــــــــد عقــــــل کـان آمـد عــزيز

×××

لـوح مـــحفــــــــوظ اســــت او را پيشــــــــوا

از چـــه محفوظ است؟محفوظ از خــــــطا

نى نجوم است و نه رمل است و نه خـواب

وحــــــــــــى حـــــــــق و الله اعــلم بالصـواب

څلورم؛ته وا علامه اقبال هماغه غلطي کړې،چې لوېديځ کړې ده؛يعنې علم د ايمان ځايناستول؛البته علامه اقبال په کلکه د علم د ځايناستولو مخالف دى؛خو په کومه لار،چې د ختم نبوت په فلسفه کې تللى؛همدې پايلې ته رسي.اقبال وحې يو ډول غريزه ښيي او مدعي دى،چې د عقل او فکر په کار اچولو د د غريزې دنده پاى ته رسي او په خپله غريزه مړه کېږي.دا خبره سمه ده؛خو په هغه چار کې،چې فکر پر هماغې لار ولاړ شي،چې غريزه پرې تله؛خو که فرض کړو،چې غريزه يوه دنده لري او فکر بله دنده؛نو دليل نشته،چې د فکر د کار په پېل غريزه له پښو لوېږي؛نو که فرضاً وحې غريزه ډولې وګڼو او ددې غونډال دنده د يو ډول نړۍ ليد او ايديولوژۍ جوړول وي،چې د عقل او فکر غونډال يې نشي جوړولاى؛نو هېڅ دليل نشته،چې (د علامه اقبال د وينا له مخې) د “استقرائي برهاني” عقل په وده د غريزې کار پاى ته ورسي.

علامه اقبال سره له دې،چې نابغه او پر اسلام زړه سواند و؛خو زده کړې يې په لوېديزو علومو کې وې او يوازې په اسلامي فرهنګ کې يې څېړنې درلودې؛په تېره بيا فقهې،عرفان او فلسفه کې ډېرې لږې؛خو کله کله سخت تېروځي او ما په ژورو فلسفي مسايلو کې تېروتنو ته يې په ” اصول فلسفه و روش رياليزم” د پينځم ټوک په سريزه  کې اشاره کړې ده؛نو ځکه د اقبال پرتلنه له علامه سيدجمال الدين افغاني سره سمه نه ده. پردې سربېره، چې د شخصي نبوغ له اړخه اقبال ورسره پرتله کېداى نشي. د سيدجمال الدين افغاني لومړى او اصلي فرهنګ اسلامي و او غربي يې دويمنى و. سيدجمال اسلامي نړۍ ته خورا سفرونه درلودل، چې له وضع سره يې تر اقباله نژدې اشنا و؛نو ځکه اقبال د ځينو هېوادو د خوځښتونو؛لکه ايران او ترکيه تېروتى؛سيد نه دى تېروتى.

 

ختميه معجزه

قرآن کريم د پېغمبرانو د خاتم تلپاتې معجزه ده.تېرو پېغمبرانو؛لکه حضرت ابراهيم (ع)،موسى (ع) او عيسى (ع) هم اسماني کتاب او هم معجزه درلوده او د معجزو زمينه يې بې له اسماني کتابونو بل څه وه؛ لکه پر”سړو او سلام” د سوځنده اور بدلېدل،د وچ لرګي په ښامار بدلېدل يا د مړيو راژوندي کېدل .

 څرګنده ده،چې دا هره يوه لنډمهاله چار و؛خو د پېغمبرانو د خاتم د معجزو زمينه کتاب دى.کتاب يې په يو وخت کې هم کتاب دى او هم د رسالت برهان او په همدې دليل ختميه معجزه د نورو معجزو پر خلاف تلپاتې ده؛نه لنډ مهاله.

معجزه له وخت او ځاى سره متناسبه وي او داچې د پېغمبرانو د خاتم معجزه د کتاب له ډوله ده،چې هغه مهال د پوهې،تمدن او فرهنګ د پرمختګ پېر و او دا پرمختګونه امکان ورکوي،چې په تدريج ددې کتاب د اعجاز ځينې ا ړخونه رابرسېره شي،چې مخکې نه ول رابرسېره شوي؛لکه تلپاتېتوب يې د پيغام او رسالت له تلپاتېتوب سره متناسب دى،چې تلپاتې او نسخ نه منونکى به وي.

قرآن کريم په څو آيتونو کې د خپل اعجاز اړخ او فوق بشريتوب مطرح کړى دى.

((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (بقره/٢٣)= او كه تاسې د هغه څه په باب شكمن ياست،چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) د هغه په څېر يو سورت راوړئ؛ نوكه رښتيا وايئ (د دې كار لپاره)  بې له خدايه خپل شاهدان راوبلئ.))

لکه څنګه چې يې بې له قرآن پر نورو معجزو هم ټينګار کړى دى.په قرآن کريم کې د معجزو په هکله خورا مسايل نوموتي دي؛لکه له الهي معجزاتو سره د الهي پېغمبرانو د يو ځاى والي اړتيا او داچې معجزه ((بينه))،حجت او قاطع ده او داچې پېغمبران معجزه د خداى په اجازه راوړي او داچې پېغمبران تر هغو معجزې راوړي،چې د خبرو پر رښتينولۍ يې ((آيت)) او ((بينه)) وي؛خو دنده نه لري،چې د خلکو د ((اقتراحاتو)) تابع وي او هر وخت او په هر ځاى کې،چې خلک د هر څه د معجزې غوښتنه وکړي؛نو دوى يې ومني او په بله وينا: پېغمبرانو د معجزې نندارتون نه دى پرانستى او د معجزو کارخانه يې هم نه ده پرانستې.

قرآن لکه څنګه،چې دا مسايل مطرحوي؛په څرګنده يې د تېرو پېغمبرانو ؛لکه حضرت نوح،ابراهيم،لوط،صالح،هود،موسى او عيسى عليهم السلام معجزې راوړي او تاييد کړي ،چې بېخي د تاويل وړ نه دي .

ځينو مستشرقان او مسيحي کشيشان د قرآن شريف پر هغو آيتونو استناد کړى،چې پېغمبر اکرم به د مشرکانو د اقتراحاتو پر وړاندې منفي ځواب ورکاوه؛مدعي شوي،چې پېغمبراکرم ويلي: بې له قرآنه بله معجزه نه لرم؛که قرآن مې د معجزې په توګه منئ؛سمه ده؛ګنې زه خو بې له قرآن بله معجزه نه لرم.

 ځينې روڼ آندو ليکوالو هم همدا څرګندونه منلې او ورته يې په دې بڼه مخونه ورکړې،چې معجزه دليل دى؛خو هغه نابالغ بشر او ماشوم بشر ته،چې په غيرعادي او هېښنده چارو پسې دي؛وده کړى انسان دا ډول چار ته څه توجه نه لري او سرو کار يې له منطق-سول سره دى او داچې د  اسلام د پېغمبر(ص) پېر د عقل او سول پېر دى؛ نه د وهمونو او ذهني خيالونو؛نو پېغمبراکرم (ص) هم د خداى په اجازه بې له قرآنه د بلې معجزې له راوړو ډډه کوله،وايي:

(( له معجزو او خارق العاده چارو د پخوانيو پېغمبرانو مرسته غوښتل يو هرومرو چار و؛ځکه په هغه پېر کې په عقلي استدلال يې لارښوونه ستونزمن؛ بلکې ناشونى و…. د اسلام د پېغمبر د راښکاره کېدو په پېر کې، بشر د ماشومتوب پېر تېر کړى و او د فکري بلوغ پېر ته يې ګام ورايښووه؛پرونى ماشوم،چې مور ته اړمن و،چې له لاسه يې ونيسي او ګرځېدل ورزده کړي،پخپله يې کړاى شول پر خپلو پښو ودرېږي او خپل عقل په کار واچوي….بې دليله او بې حکمته نه وه،چې د اسلام پېغمبر به د منکرانو او معاندانو د معجزې غوښتلو پر وړاندې مقاومت کاوه او د خپلې بلنې د حقانيت اثبات ته به يې په عقلي،تجربي او تاريخي شواهدو بسيا کوله….د منکرينو له دې دومره ټينګار سره،د اسلام پېغمبر به د خداى په اجازه د پخوانيو پېغمبرانو په څېر د معجزې له راوړلو نمښته کوله او يوازې پر قرآن يې ډډه کوله،چې په څېر به يې بله معجزه نه وي .

 قرآن؛د پېغمبرانو د خاتم معجزه، پخپله د رسالت پر خاتميت بل دليل دى؛هغه کتاب دى،چې منځپانګه يې د هستۍ حقايق دي او په ګردو اړخونو کې د بشري ژوند لارښوونې پکې رانغاړل شوي دي؛داسې معجزه،چې له عاقل بشر سره ښايي؛نه له ماشوم بشر سره،چې د اوهامو او تخيلاتو په دام کې راښکېل وي.))

وګ:دکتر حبيب الله پيمان؛فلسفه تاريخ از نظر قرآن:١٥-١٦ مخونه.

داکټر علي شريعتي (اسلام شناسي٥٠٢-٥٠٦ مخونه) وايي:

(( هغه فضا،چې تېر انسان پکې ساه اخېسته، تل له خرافاتو،موهوماتو او خارق العاده چارو ډکه وه او يوازې هغه څه به پرې اغېزمن ول،چې د عقل او حس پر خلاف به ول؛نو ځکه په تاريخ کې بشريت وينو،چې تل د “پيل” په لټه کې او “غيب” ته لېوال دى.دا حساسيت د هر نامحسوس او نامعقول پر وړاندې دى او په هغو خلکو کې ډېر دى،چې له مدنيته لرې دى.دوى هماغومره،چې ((طبيعت)) ته نږدې دي،((له طبيعت هاخوا)) ته لېوال دي،چې ((خرافه)) ددې معيوب حقيقت زوکړه ده. بېديايي انسان تل په معجزې پسې دى او نړۍ يې له ارواوو او هېښنده رازونه ډکه ده…د لرغوني انسان اروا هله اغېزمنېږي،چې هک پک شي؛نو ځکه نه يوازې پېغمبران؛بلکې پاچايان،زورور او د هر ټبر حکيمان خپل ځان ته د مخونې لپاره پر خارق العاده چارو لاس ايښووه او په دې کې پېغمبران، چې د رسالت بنسټ يې پر ((غيبو)) دى؛بايد تر نورو ډېر په “معجزه” لاس پورې کړي؛ځکه همپېري خلکو ته  يې د علم، سول، محسوس او څرګند حقيقت په پرتله ((اعجاز)) ډېر اغېزمن او کارجوړى  دى؛خو د حضرت محمد (ص) کيسه له دې قاعدې مستثنى ده؛هغه په داسې ټولنه کې کتاب خپله معجزه وښووه،چې په ټول تجارتي بازار کې يې تر اوو زيات کسان ليک لوستي نه ول او بې له وياړ، تورې، توکي، اوښ او زوى يې د هېڅ څيز په هکله فکر نه کاوه او دا چار پخپله يوه معجزه ده.

 کتاب ! هغه هم په هغه سيمه کې،چې په تاريخ کې يې يوه نسخه کتاب هم په سترګو نه دى ليدل شوى! خداى يې پر ((مرکب))، ((قلم)) او ليکلو قسم خوري او په هغو خلکو کې،چې قلم د څو  ټيټو او بېوسو وګړيو اوزار ګڼي او دا پخپله يوه معجزه ده…

کتاب يوازېنۍ معجزه ده،چې تل يې ليداى شو او هره ورځ يې اسانه معجزه مونداى شو او يوازېنۍ معجزه ده،چې د نورو معجزو پر خلاف، څوک چې څومره هوښيار او پوه وي او هره ټولنه،چې څومره پرمختللې او متمدنه وي،ددې معجزې پر اعجاز به سم او ژور پوهېږي؛يوازېنۍ معجزه ده،چې ګروهه پرې يوازې پر غيبو پر ګروهمنو پورې ځانګړې نه ده او پر اعجاز يې هر روڼ آندى منښته کوي؛يوازېنۍ معجزه ده،چې نه يوازې عوامو ته؛بلکې روڼ آندو ته هم ده،يوازېنۍ معجزه ده،چې د نورو معجزو پر خلاف د حيرانتيا د راپارولو لپاره نه ده،د يوه رسالت د منلو لپاره وسيله او سريزه نه ده؛بلکې ورسره د يو ځاى کېدونکيو ښوونه او روزنه ده؛ پخپله د منلو موخه ده،پخپله رسالت دى او بالاخره د حضرت محمد (ص)  معجزه له “غير بشري” چارو ځنې نه ده؛ که څه هم يو “غيربشري” چار دى؛نو ځکه د نورو تېرو معجزو پر خلاف،چې يوازې د خلکو د باور لپاره يو لامل و (هغه هم هغه محدود خلک،چې ويني يې) او بې له هغه يې هېڅ ګټه نه درلوده؛د حضرت محمد (ص) معجزه د انساني استعداد تر ټولو عالي ډول دى او کړاى شي د تر ټولو عالي برخليک په نامه يې په کار راشي؛هغه برخليک،چې تل ورته لاسرسى ولري….

حضرت محمد(ص) کوښښ کوي،چې د خلکو کنجکاوي له غير عادي چارو او کراماتو عقلي،سوليز،علمي،طبيعي،ټولنيزو او اخلاقي چارو ته راواړوي او د حساسيت لوري يې له ((عجايبو او  غرايبو)) څخه ((حقايقو او واقعياتو)) ته راواړوي او دا څه ساده هڅه نه ده؛هغه هم د هغه خلکو پر وړاندې،چې بې له غير طبيعي چارو بل هېڅ ته هم نه تسليمېږي او هغه هم په هغه سړي،چې ځان په هغوى کې پېغمبر ګڼي. ځان ته پېغمبر ويل او خلک خپل الهي رسالت ته رابلل او ورسره رسماً منښته کول،چې ((زه له غيبو خبر نه يم)) خورا هېښنده چار دى او بې له انساني ارزښته يې،هغه څه چې سخت نور هم هېښنده دي،هغه ستره رښتينولي ده،چې په کار کې يې تر سترګو کېږي،چې هر زړه او فکر درناوي او ستاينې ته اړ کوي . پوښتل کېږي:که ته پېغمبر يې؛نو د توکيو بيه راته مخکې له مخکې ووايه،چې په سوداګرۍ ډېره ګټه وکړو. قرآن کريم ورته حکم کوي،چې ووايه : ((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (اعراف/١٨٨)=(ورته) ووايه : ((زه خپل ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې خداى وغواړي (او له غيبو او پټو رازونو هم خبر نه يم؛ خو څه چې خداى وغواړي) او كه له غيبو خبر واى؛ نو ځان ته به مې ډېرې ګټې اړولې واى او هېڅ  زيان به راته نه رارسېده؛زه يوازې هغوى ته يو ويروونكى او زېرى وركوونكى يم،چې ايمان راوړي ( او د حق منلو ته  چمتو وي ) ))

خو پېغمبر،چې غيب ويوونکى نه وي او له اراوو او پېريانو سره خبرې و نه کړي او هره ورځ يو کرامت و نه لري؛نو په بيدياني خلکو کې به څه انځور ولري؟

 حضرت محمد (ص) هغوى په کائناتو کې تفکر،پاکۍ،دوستۍ،وفا او د هستۍ،ژوند او د انسان د برخليک د مانا پوهې ته رابلل؛خو هغوى به ترې تل معجزه،غيب ويينه او کرامت غوښته او خداى يې د خولې رااخلي او وايي: ((سبحانک ربى هل کنت الا بشراً رسولاً=سبحان الله ! زه خو يوازې يو بشري استازى يم))

وګ:ډاکټر علي شريعتي؛اسلام شناسي:٥٠٢-٥٠٦ مخونه.

د اسراء د سورت پر٩٠-٩٣ آيتونو دې ډلې استناد کړى، چې وايي:

(( وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا . أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا . أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلاً . أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولاً = او و يې ويل:(( موږ به تر هغو پر تا ايمان رانه وړو، چې له دې ( وچې اوسوځنده ) ځمكې دې،راته چينه نه وي بهولي او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛يا لكه څنګه چې ګومان كوې،پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا خداى او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو) ؛ يا ستا لپاره د سروزرو يو كور وي، يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختلو به (هم) باور و نه كړو،څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې،چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې( له دې بې مانا خبرو) پاك دى ! ايا (زه) له يو بشري استازي پرته بل څه يم ؟!))

وايي : دا آيتونه ښيي،چې مشرکانو بې له قرآنه له پېغمبراکرمه معجزه غوښته؛خو رسول اکرم به ترې ډډه کوله.

موږ ددې ترڅنګ،چې له هغو مطالبو ځنې يو لړ يې منو؛په تېره بيا چې د کتاب د معجزې توب غوراوى يې د نورو معجزو په پرتله وښود؛خواشيني يو،چې ټولې څرګندونې يې نه شو منلاى زموږ له پلوه څو مسئلې د ويينې وړ دي :

١- د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده او بې له قرآنه د معجزې غوښتونکيو له غوښتنې يې ډډه کوله او د اسراء د سورت آيتونه پردې مطلب دليل دي.

٢-د اعجاز ارزښت او په کار راتلنه څومره ده؟ آيا اعجاز او خارق العاده چار د بشر د ماشومتوب له پېر سره متناسب و،چې عقل او سول کارجوړى نه وي او هر کس ان حکيمانو او پاچيانو پرې ځان ته مخونه ورکوله او خلک يې پرې قانعول؛د اسلام د پېغمبر معجزه،چې کتاب دى؛له دې قاعدې مستثنى دى او هغه ځان ته پر کتاب او په حقيقت کې پر عقل او سول مخونه ورکړه؟

٣-د اسلام پېغمبر هڅه کوي،چې د خلکو پام له غيرعادي چارو او کراماتو څخه سوليز او عقلي چارو ته راواړوي.

پر درې واڼو مطلبونو به رڼا واچوو:

 

بې له قرآنه بله معجزه

آيا د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده؟پردې سربېره،چې دا خبره د تاريخ،سنت او متواترو حديثونو له پلوه د منلو وړ نه ده؛د قرآن د څرګند نص پر خلاف هم ده.

 ((شق القمر)) پخپله په قرآن کې راغلى. فرض کړئ څوک ((شق القمر)) ته مخونه ورکړي او تعبير يې کړي (،چې البته د تاويل وړ نه ده)؛ د “معراج” او د اسراء د سورت کيسې ته به څنګه مخونه ورکوي او تعبيروي يې. په ډاګه وايي:

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ (اسراء/١)= پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو،چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى .))

آيا دا پېښه خارق العاده او معجزه نه ده؟

پېغمبر اکرم يو راز خپلې يوې مېرمن ته ووايه،چې بل چا ته به يې نه وايي؛خو بلې مېرمنې ته يې ووايه . رسول اکرم ورته وويل : ولې دې زما راز بربنډ کړ. دا کيسه او د دوو مېرمنو ترمنځ خبرې د تحريم د سورت (درېم آيت) راخستې او رسول اکرم يې خبر کړى،چې راز دې بربنډ شوى او مېرمنې په حيرانيتا وپوښتل: له کومه پوه شوې.رسول اکرم:خداى خبر کړم. آيا دا له غيبو خبرېدل او معجزه نه ده؟

((وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ (تحريم/٣)= او (درياد كړه) چې كله پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [= بي بي حفصې] ته پټه خبره وكړه؛نو هغې،بله [=بي بي عائشه] پرې خبره كړه او خداى [خپل استازى] پر [راز لوڅولو] خبر كړ [پېغمبر] د [راز] يوه برخه همدې مېرمنې ته ښکاره کړه او له بلې برخې تېر شو؛نو چې همدا مېرمن يې د راز له برسېرولو خبره کړه [؛نو] هغې وويل: (( ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل: (( پوه [او] خبر (خداى) پرې خبر كړم! ))

د اسراء د سورت ٩٠-٩٣ او دې ته ورته نور آيتونه،چې استناد پرې شوى،کيسه يې بل څه ده . هلته معجزه هغو خلکو غوښته،چې معجزه يې د ((بينه)) او ((آيت)) په مانا نه غوښته،چې واقعاً په دليل او برهان پسې وي. دا آيتونه او د “عنکبوت” د سورت پنځوسم آيت په معجزه غوښتنه کې د مشرکانو ځانګړى سول او د معجزې د فلسفې په هکله د قرآن ځانګړى سول روښانوي. وايي:

((وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ(عنکبوت/٥٠)= او ويي ويل: (( ولې پر هغه د خپل پالونكي له لوري معجزې نه دي نازلې شوي؟ )) ووايه: (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي،نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې ښكاره ګواښونکى يم. ))

د اسراء د سورت په ٩٠-٩٣ آيتونو کې د مشرکانو خبرې داسې پيلېږي :لن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا….؛يعنې موږ به ستا په ګټه درسره يو ځاى نه شو؛خو دا چې زموږ په ګټه د مکې له وچې ځمکې چينه راوبهوې (؛يعنې يوه معامله) يا له ونو ډک بڼ،چې اوبه پکې بهېږي يا د سرو زرو  ډک کور ولرې (،چې موږ هم ترې ګټنه وکړو؛يعنې بيا هم يو ډول معامله) يا د اسمان يو ټوټه-؛لکه څنګه چې انګېرې،چې په قيامت کې به داسې کېږي-راباندې راګوزاره کړې (؛يعنې عذاب،مرګ او د کار پاى؛نه معجزه) يا خداى او پرښتې راسره مخ کړې يا اسمان ته وخېژې او په وياړ مو زموږ په نامه له خدايه راته ځانګړى ليک راوړې (بيا هم يوه معامله؛خو د نغدو نه؛بلکې وياړ؛خو ناشونيتوب ته يې پام نه کوي).

مشرکانو و نه ويل : لن نؤمن بک…؛يعنې څو دې پلانۍ معجزه نه وي کړي؛نو ايمان درباندې نه راوړو؛و يې ويل: لن نؤمن لک؛يعنې په ګټه به دې له ډلې سره يو ځاى نه شو؛يعنې يو مصلحتي تصديق او د ګروهې پېر پلور. ((آمن به)) او ((آمن له)) سره توپير لري.

 د فقهې د اصولو علماوو د توبې د سورت په ٦١ آيت کې،چې د رسول اکرم په هکله وايي:((يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ=(؛خو پوه شئ) چې هغه پرخداى ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باوركوي او له تاسې چې چا ايمان راوړى)) دا لطيف ټکى استنباط کړى دى.

پردې سربېره څه يې،چې د دې مصلحتي تاييد پر وړاندې غوښتنه وه، د(( تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا)) په تعبير ادا کړل؛يعنې زموږ په ګټه چينه راوبهوې.

څرګنده ده،چې دا مزدوري غوښتل دي؛نه ((بينه))،دليل او برهان. پېغمبر ځکه راغلى،چې واقعي مؤمنان جوړ کړي؛نه داچې د معجزې په بيه ګروهه وپېري.

پخپله محترم ليکوال هم ليکي،چې پېغمبر اکرم ته يې ويل: (( که ته پېغمبر يې؛نو د توکيو بيه راته مخکې له مخکې ووايه،چې په سوداګرۍ کې ډېره ګټه وکړو.)) څرګنده ده،چې دا معجزه غوښتل د حقيقت برسېرنې لپاره نه دي؛بلکې د پيسو ګټلو لپاره له پېغمبره وسيله جوړول دي؛نو څرګنده ده،چې د پېغمبراکرم ځواب به دا وي : چې که خداى (ددې موخو لپاره) له غيبو خبر کړى وم؛نو هغه به مې خپلو دنيوي چارو لپاره وسيله کاوه؛خو معجزه او غيب ددې چارو وسيله نه ده؛زه پېغمبر،زېرى ورکوونکى او وېرونکى يم.

مشرکانو انګېرل،چې معجزه د پېغمبر په واک کې ده؛هر ساعت،هر څنګه او د هر مطلب لپاره يې چې وغواړي،تر سره کولاى يې شي؛نو ځکه يې ترې د چينو رابهول،له سروزرو ډک کور او مخکې له مخکې د بيو پوښتنه کوله؛حال داچې معجزه د وحې په څېر ده او په هغه اړخ پورې اړوند ده؛نه په دې اړخ پورې؛لکه څنګه چې وحې د پېغمبر د لېوالتيا تابع نه ده؛له هغې خوا يو بهير دى،چې پېغمبر اغېزمنوي؛ معجزه هم له هاخوا يو بهير دى،چې پېغمبر اکرم اغېزمنوي او په لاس يې ترسره کېږي.

 دا ددې مانا ده،چې وحې د خداى په اجازې ترسره کېږي او دا د عنکبوت د پنځوسم آيت مانا ده،چې مسيحي کشيشان ترې ناوړه ګټنه کوي.

((قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ووايه: (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي، نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې ښكاره ګواښوونکى يم. ))

د معجزې په نامه له غيبو خبر همداسې دى او تر هغه چې د پېغمبر اکرم په شخصيت پورې اړوند ده؛هغه له غيبو بې خبره دى:

((قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُونَ (انعام/٥٠)= ووايه : (( زه دا نه وايم چې له  ما سره د خداى خزانې دي او زه (خو څه چې خداى يې راته  ښيي) له غيبو خبر نه يم او نه تاسې ته وايم،چې زه پرښته يم،زه خو يوازې د هغه څه چې راته وحې كېږي، لاروي كوم .)) ووايه :(( ايا ړوند او ليدونكى برابر دي ؟!؛ نو ولې فكر نه كوئ ؟!))

خو هلته چې له غيبو او “له طبيعت هاخوا” اغېزمنېږي؛نو له پټ راز خبرېږي او چې کله پوښتل کېږي : له کومه خبر شوې؟ وايي: پوه خداى خبر کړم.

که پېغمبراکرم وايي: له غيبو خبر نه يم او که له غيبو خبر وم؛نو له دې لارې به مې ډېرې پيسې ګټلې وې ((وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ(اعراف/١٨٨)= او كه له غيبو خبر واى؛ نو ځان ته به مې ډېرې ګټې اړولې واى)) غواړي د مشرکانو سول وځپي،چې له غيبو يوازې په معجزې د ځانګړې موخې لپاره په وحې پوهېږم.که له ځانه په غيبو پوهېدم؛نو د ځان په ګټه به مې کاراوه او ددې پر ځاى،چې ستاسې جېبونه ډک کړم،خپل جېبونه به مې ډک کړي واى.

قرآن کريم  وايي:

((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا . إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا (جن/٢٦-٢٧)= (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛خو هغه استازى (ترې خبروي)، چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي.))

قرآن کريم په ډېرى آيتونو کې د پېغمبرانو معجزې ښوولي؛نو څنګه شونې ده،چې له حضرت محمد(ص) نه معجزه وغواړي-لکه څنګه چې يې له نورو پېغمبرانو معجزه غوښته او هغوى ورسره منله-پېغمبر اکرم ورته ووايي : (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى رسول يم.)) آيا هغوى حق نه درلود،چې ووايي: آيا تر تا مخکې پېغمبران،چې ته يې پخپله هم تاييدوې،بشر يا د خداى استازي نه ول؟ آيا شونې ده،چې دومره ښکاره تناقص په قرآن کې وي؟ آيا شونې ده،چې مشرکان داسې تناقص ته متوجه شوي نه وي ؟

که د روڼ آندۍ دا سول سم وي،پېغمبر اکرم ددې پرځاى،چې ووايي: (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى استازى يم)) بايد ويلي يې واى : (( سبحان الله ! زه د رسولانو خاتم يم او د نورو رسولانو له قاعدې مستثنى يم او له ما هغه څه مه غواړئ،چې له نورو پېغمبرانو مو غوښته))؛ نه دا چې ووايي: زه د نورو رسولانو په څېر رسول يم.

نو څرګندېږي،چې مشرکانو پر حقيقت پوهېدو ته له رسول اکرم معجزه نه غوښته؛داسې څه يې غوښتل،چې د پېغمبرانو شان داسې نه دى،چې داسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي؛نو ځکه پېغمبر اکرم ورته وويل: (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى استازى يم))؛يعنې څه چې تاسې غواړئ،داسې څه نه دي،چې حقيقت پلټونکى يې له پېغمبرانو او رسولانو غواړي او پېغمبران ملزم وي،چې مثبت ځواب ورکړي؛تاسې چې څه غواړئ،معامله ده،ما ليدل او خداى نه ليدل او په خپلواکه توګه له ما څه غوښتل د نورو پر وړاندې د ځانمنۍ،تکبر او خپل امتياز جوتول دي،چې د داسې چارو غوښتنه ناشونې ده او….

زه منښته کوم،چې عوام تل معجزه سازۍ ته لېوال دي؛نه يوازې پېغمبر او امام ته؛بلکې هرې ډبرې،ونې او قبر ته؛خو آيا دا اړخ لاملېږي،چې موږ له پېغمبراکرمه بې له قرآنه هر ډول معجزه او کرامت منتفي وګڼو؟

معجزه او کرامت توپير لري . معجزه؛يعنې ((بينه)) او ((الهي آيت))،چې د الهي ماموريت د اثبات لپاره ترسره کېږي؛خداى ترې يو مراد لري؛نو ځکه ځانګړيو شرايطو ته محدوده ده؛خو کرامت خارق العاده چار دى، چې يوازې د يو انسان روحي ځواک او نفساني سپېڅليتا ښيي او د ځانګړي الهي مراد د اثبات لپاره نه دى.دا چارې خورا ترسره کېږي او ان ويلى شو،چې يو عادي چار دى او يو شرط ته هم مشروط نه دى. معجزه د خداى ژبه ده،چې يو وګړى پرې تاييدوي؛خو کرامت داسې ژبه نه ده.

 

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه څومره ده؟ منطقيين او فيلسوفان هغه مواد،چې په استدلال کې کاروي،د ارزښت او پکار راتلنې له پلوه يې په څو ډولو ويشلي دي : ځينې دا عناصر برهاني ارزښت لري او علمي او عقلي اړنګ ته ځاى نه پرېږدي؛لکه هغه مواد او عناصر،چې يو رياضي پوه يې پخپلو استدلالونو کې کاروي. ځينې نور يې اقناعي ارزښت لري؛ لکه هغه مواد او عناصر،چې ويناوال يې پخپلو ويناوو کې کاروي او که ورته ځير شو؛نو شونې ده،چې اړنګ پکې وي؛خو که را و نه سپړل شي؛عملاً يو حرکت جوړوي او ځينې يوازې راپارونکي او احساساتي ارزښت لري او ځينې نور ارزښتونه لري.

 

د اعجاز ارزښت او د قرآن له پلوه يې پکار راتلنه څه ده؟

لکه څنګه چې قرآن کريم د خلقت آثار د خداى پر وجود د خداى آيتونه او پرېکنده دليلونه ګڼي؛د انبياوو معجزات هم د آيتونو او بيناتو په نامه يادوي او د راوړونکي پر وينا يې قاطع عقلي او سوليز څرګند حجت دى.

قرآن پر معجزو پراخه ويينه کړې او د خلکو دا کار يې سوليز چار ګڼلى، چې بې له آيت او بينه به ورته نه تسليمېدل او تر هغې يې پېغمبرانو ته د خلکو د معجزو د غوښتو د غوښتنې اجازه ورکړې،چې معقول او سوليزه وي او پر نبوت يې ګواه وي؛نه داچې د اقتراح لپاره  او د خلکو د زړه غوښتنې له مخې وي .

قرآن کوچنۍ اشاره هم نه ده کړې،چې معجزه د ساده او عوامو خلکو او د بشر د ماشومتوب له پېر سره متناسبه اقناعي دليل دى؛بلکې د ((برهان)) نوم يې پرې ايښى دى.

وګ : د الميزان تفسير،د بقرې د سورت تر ٢٣ آيت لاندې او همداراز  د ښاغلي محمد تقي شريعتي د وحې او نبوت د کتاب ٢١٤ مخ.

 

د پېغمبر د لارښوونې لوري

داچې ختميه معجزه کتاب او د وينا،پوهې او فرهنګ له مقولو ځنې ده؛ نو تلپاتې معجزه ده.د کتاب د معجزې اعجاز په تدريج روښانېږي. نن زموږ د وخت خلکو ته د قرآن د اعجاز هغه هېښنده ټکي روښانه شوي، چې تېرو ته نه ول . د کتاب معجزه انديالان تر عوامو غوره درک کولاى شي. ختميه معجزه ځکه د کتاب له ډوله شوه،چې له ختميه پېر سره متناسبې مزاياوې ولري.

آيا دا معجزه له هغه اړخه کتاب شوه،چې تر څنګ يې بشر له غيب شهادت ته،له نامعقوله معقول او منطق ته او له طبيعت هاخوا طبيعت ته متوجه کړي؟ آيا حضرت محمد (ص) هڅه کوي،چې د خلکو کنجکاوي له غير عادي چارو، کراماتو او له خارق العاده چارو نه عقلي، سوليز،علمي،طبيعي،ټولنيز او اخلاقي چارو ته متوجه کړي او د حساسيت اړخ يې له ((عجائبو او غرايبو)) څخه ((واقعياتو او حقايقو)) ته متوجه کړي؟

نه ښايي،چې دا نظر سم وي.که داسې وي؛بايد ووايو،چې ټولو پېغمبرانو “غيبو” او حضرت محمد(ص) “شهادت” ته بلنه کوله؛نو ولې د قرآن په سل ګونو آيتونه همدې “عجايبو او غرايبو” ته ځانګړي شوي دي؟

اړنګ نشته،چې د قرآن يو بنسټيز امتياز دادى،چې د طبيعت او شهادت څېړنې او مطالعې ته يې  رابللي يو،چې الهي آيتونه دي؛خو د طبيعت مطالعې ته بلنه له هر غيرطبيعي چاره د بشر د ذهن د اړولو پر مانا نه دي. پر عکس د الهي آيتونو او نښو په نامه د طبيعت مطالعې ته رابلنه په دې مانا ده،چې له طبيعته د طبيعت هاخوا ته تېر شو.د قرآن له پلوه د “غيبو” لار له “شهادته”،”د طبيعت د هاخوا” لار له “طبيعته” او د “معقول” لار له “محسوسه” تېرېږي.

د حضرت محمد(ص) د کار ارزښت په دې کې دى؛لکه څنګه چې د طبيعت، تاريخ او ټولنې مطالعې ته مور رابلي او هغه خلک، چې بې له غيرطبيعي چارو نورو چارو ته نه تسليمېږي،عقل،منطق او پوهې ته يې تسليموي. هڅه کوي د هغو خلکو فکر،چې يوازې سول او عقل مني او بې له محسوس او طبيعي چار بل څه ته نه تسليمېږي،له  غوره او عالي منطق سره اشنا کړي .

په ټوليزه توګه د هغې نړۍ بنسټيز امتياز،چې دين په تېره بيا اسلام يې راوړاندې کوي،د هغې نړۍ په پرتله،چې محض بشري علوم او فلسفې يې راوړاندې کوي،دادى،چې د “ويليام جيمز” د وينا له مخې،په دين کې پر مادي عناصرو سربېره نور عناصر شته او همداراز داسې قوانين شته،چې بشر لا نه دي پېژندلي.

قرآن نه غواړي،چې محسوساتو او طبيعت ته توجه، د نامحسوسو او له طبيعت هاخواته د توجه ځايناستى کړي.د قرآن ارزښت په دې کې دى، چې سره له دې،چې طبيعت ته يې توجه کړې-او د قرآن د خپل تعبير له مخې ((شهادت))-پر غيبو ايمان يې د خپلې بلنې سرلوحه کړې ده،وايي:

((الم . ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ . الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (بقره/١-٣)= الم (ستر دى هغه خداى،چې دا ستر كتاب يي د الفباء له  ساده ټكيو منځ ته راوړى دى ) دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته او   پرهېزګارانو ته  سمه  لار ښيي . (پرهېزګاران) هغه دي،چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان راوړي او لمونځ كوي او زموږ له وركړې روز‌‌‌‌ۍ نفقه كوي .))

نو څنګه شونې ده،چې قرآن په دې هڅه کې وي،چې خلک هغه څه ته له توجه وژغوري،چې پخپله د ((عجايبو او غرايبو)) له مقولو؛ يعنې معجزو وي او پردې سربېره،تر سلو ډېر آيتونه يې د هماغې مقولې په هکله راوړي وي .

زه ددې جملې په مانا نه پوهېږم،چې : (( کتاب يوازېنۍ معجزه ده،چې پرې ګروهه يوازې پر غيبي چارو ګروهمنو ته ځانګړې نه ده.))

کومه ګروهه؟پردې ګروهه،چې يو کتاب دى او عالي مطالب لري او پردې ګروهه،چې معجزه ده؟ د يو څيز پر معجزه توب د الهي آيت او بينه په نامه ګروهه پر غيبو له ګروهې سره مساوي دى . څرنګه شونې ده، چې يو انسان په يو وخت کې هم پر غيبو ګروهمن وي او هم نه وي؟

وويل شول:(( د حضرت محمد (ص) معجزه له غيربشري مقولو ځنې نه ده؛که څه هم يو غير بشري چار دى.))

ددې جملې مانا هم راته مبهمه ده او دوه ډوله تفسيرېداى شي:دا چې د حضرت محمد (ص) معجزه (قرآن) وحې ده او خپله خبره يې نه ده؛نو يو غيربشري عمل دى؛خو سره له دې،چې د بشر خبره نه ده،د خداى خبره ده،د بشري چارو له مقولو ځنې ده او يو عادي او د بشر په ليکه کې چار دى.

لرې ښکاري،چې مراد يې دا وي؛ځکه په دې بڼه کې به قرآن پر نورو اسماني کتابو امتياز نه لري.دا چې هغه ټول کتابونه د وحې له مبداء رالېږل شوي،غيربشري چار نه دى؛خو داچې خارق العاده اړخ نه لري،له غيربشري مقولو ځنې نه دي؛لکه څنګه چې ځنې خبرې د ((قدسي احاديثو)) په نامه يادېږي او کټ مټ د خداى خبرې دي،چې وحې او الهام شوي دي؛خو معجزه او د غيربشري چارو له مقولو ځنې نه دي.

د نورو اسماني کتابو او قدسي احاديثو په پرتله د قرآن امتياز دادى، چې هم غيربشري عمل؛يعنې وحې ده او هم له غيربشري مقولو؛يعنې د اعجاز تر بريده او د بشر له ځواکه اوچت چار دى؛قرآن کريم وايي :

((قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (اسراء/٨٨)= ووايه:(( كه (ټول) ا نسانان او پېريان راټول شي،چې د قرآن په شان بل قرآن راوړي؛ نو راوړاى نشي، كه (په دې كار كې) څومره يو د بل لا سنيوى وكړي .))

ددې غونډلې-جملې بل تفسير دادى،چې د نورو پېغمبرانو په پرتله،چې معجزې يې بشري چار نه و،د حضرت محمد (ص) معجزه له بشري مقولو ځنې ده؛ځکه ډول يې وينا،پوهه او فرهنګ دى؛خو غير بشري چار دى؛يعنې د مافوق بشري چار تر بريده دى،له غيبو او د طبيعت هاخوا ځواکه سرچينه اخلي.که مراد يې دا وي او بايد هم همدا وي؛نو دا پخپله د غيبو،له طبيعت هاخوا، خارق العاده او عجايبو او غرايبو چارو يو ډول منښته ده؛نو ولې له پيله له معجزې او خارق العاده چارو اخستنه مو د هغو اخستنو په څېر وي،چې له خرافاتو او نامعقولو چارو يې اخلو؟ آيا موږ بايد له پيله د معجزې او خارق العاده چارو حساب له خرافاتو او اوهامو بېل کړو؟ چې کم خبره وګړي له دې اخستنې هغه اخستنه و نه کړي،چې موږ يې هم نه غواړو؟

 

قرآن حکيم

قرآن زموږ اسماني کتاب او زموږ د پېغمبر تلپاتې معجزه ده.دا کتاب د درويشت کالو په ترڅ کې په تدريج د خداى رسول ته راغلى دى. قرآن کريم،چې هم د پېغمبر اکرم کتاب او هم يې د اعجاز ښکاروندوى دى، د حضرت موسى (ع) تر همسا او د حضرت عيسى (ع) تر ساه اچولو سل ګرايه ستر اغېز درلود. پېغمبر اکرم د قرآن آيتونه خلکو ته لوستل او د قرآن د آيتونو ښکلا او جذابيت به وګړي اسلام ته راکښل،چې په دې هکله تاريخ له کيسو ډک دى.

قرآن ١١٤ سورتونه لري. مسلمانانو له صدر اسلام نه تر اوسه قرآن کريم ته ځانګړې توجه درلوده،چې قرآن ته يې د لېوالتيا نښه ده. قرآن کريم د پېغمبر اکرم پر ژوند “د وحې کاتبانو” ليکه او پردې سربېره ډېرى مسلمانانو که ښځه وه او که نر که ماشوم و که بوډا، د ټول قرآن او يا د قرآن د يوې برخې له  حفظ سره هېښنده مينه درلوده؛قرآن يې په لمانځه کې وايه او بې له لمانځه د قرآن لوستل يې ثواب ګاڼه او له لوستو يې خوند اخسته او اروايي هوساېنې ته به رسېدل.

 

قرآن ته د مسلمانانو ستره پاملرنه

مسلمانانو له خپل اسماني کتاب سره د مينې له امله په هر وخت او ځاى کې د خپلو امکاناتو په پامنيوي کې قرآن ته کارونه کړي دي؛لکه حفظول،له استادانو يې د قرآئت او تجويد زده کړه،د ماناوو تفسير، د لغتونو په کتابو کې يې د لغتونو شرح او توضيح،ان د قرآن ټکي يې هم شمېرلي دي،په اخلاقي،حقوقي،ټولنيزو،فلسفي،عرفاني او علمي مسايلو کې د قرآن له آيتونو ګټنه،د قرآن کريم آيتونه په خورا ښکلي ليکونو ليکل شوي او …

 

د قرآن کريم اعجاز

قرآن د انبياوو د خاتم تلپاتې معجزه ده.د قرآن راتګ په مکه کې په وړوکيو سورتونو پيل شو او له هماغه پيله به پرې پېغمبر اکرم ((تحدي)) کوله؛يعنې ادعا يې وکړه،چې قرآن زما چار نه دى او د خداى چار دى او داسې چار نه زه کړاى شم او نه بل بشر او که باور نه کوئ؛ نو له چا چې مرسته غواړئ،مرسته ترې وغواړئ او که کړاى شئ؛په څېر يې راوړئ؛خو دومره پوه شئ،چې که له انسانانو او پېريانو هم مرسته وغواړئ؛نو ددې کار وسه به و نه لرئ . د پېغمبر اکرم مخالفانو ته پخوا او نه اوس-چې اوس ترې څه د پاسه څوارلس پېړۍ تېرېږي- و نه شو کړاى ځواب يې ورکړي او د هغه وخت د مخالفانو وروستۍ خبره او ځواب داو،چې قرآن ((جادو)) دى.

پر قرآن د ((جادو)) تور لګول پخپله د قرآن د خارق العاده توب او د قرآن پر وړاندې د عجز ښوونه ده.

د پېغمبر اکرم مخالفانو هرې خوا او څيز ته لاس واچاوه،چې کمزورى يې کړي او يوازېنى کار،چې لاس يې ور وا نه چاوه-ځکه سل په سلو کې نهيلي ول-هماغه و،چې پېغمبراکرم يې پخپله وړانديز کړى و او قرآن هم په ډاګه ويلي دي؛يعنې لږ تر لږه د قرآن د آيت په څېر يو آيت راوړل.

 

 

د قرآن د اعجاز اړخونه

قرآن له بېلابېلو اړخونو معجزه ده؛يعنې فوق بشري دى.په ټوليزه توګه د قرآن اعجاز له دوو اړخو دى: لفظي او معنوي.

د قرآن لفظي اعجاز د ښکلا په مقولې پورې اړوند دى او مانيز اعجاز يې په علمي مقولې پورې اړوند دى؛نو د قرآن اعجاز يو د ښکلا او هنري پلوه دى او بل له فکري او علمي اړخه . دا دواړه اړخونه په تېره بيا علمي اړخ يې څو اړخونه لري .

 

د قرآن الفاظ

د قرآن شريف سبک نه شعر دى او نه نثر؛شعر نه دى؛ځکه چې وزن او قافيه نه لري او پردې سربېره،شعر له يو ډول تخيل،چې شاعرانه تخيل نومېږي سره يو ځاى دى. د شعر خټه له مبالغې او اغراق سره يو ځاى ده، چې يو ډول دروغ دي . په قرآن کريم کې شعري تخيلات او خيالي تشبيه ګانې نشته او په عين حال کې معمولي نثر هم نه دى؛ځکه له يو ډول انسجام،شرنګ او موسيقۍ برخمن دى،چې تر اوسه په يوه نثر کې هم نه دى ليدل شوى.

مسلمانانو قرآن د قرآن په ځانګړي غږ لوسته او لولي يې.په ديني لارښوونو کې راغلي،چې قرآن په خوږ غږ وواست.امامانو قرآن دومره په خوږ غږ لوسته،چې په کوڅه کې به ورته خلک تمېدل.

د قرآن هومره يو نثر هم آهنګ منونکى نه دى؛هغه هم هغه ځانګړي ترنمونه، چې له روحاني عوالمو سره همغږي وي؛نه د لهو و لعب له غونډو سره. د راډيو تر برسېرنې وروسته يوې روحاني وينا هم و نه شو کړاى،چې د ښکلا او روحاني ترنمونو له پلوه له قرآن سره برابري وکړي . پر اسلامي هېوادو سربېره، غيراسلامي هېوادو هم د ښکلا او ترنم له پلوه قرآن پخپلو رادويويي خپرونو کې نغاړلى دى.

ډېرى ښکلې خبرې په يو وخت پورې ځانګړې وي او د بل وخت له خوند سره سمون نه خوري او يا لږ تر لږه داسې وي،چې د يو ځانګړي ملت له ذايقو سره اړخ لګوي؛خو د قرآن ښکلا وخت،توکم او ځانګړي فرهنګ ته ځانګړې نه ده.

څوک چې د قرآن له ژبې سره اشنا کېږي؛نو د خپل خوند مطابق به يې موندلى وي،څومره چې وخت تېرېږي او بېلابېل ملتونه له قرآن سره اشنا کېږي؛نو تر پخوا ډېر د قرآن ښکلا ته راکښل کېږي.

په دې څه له پاسه څوارلسو پېړيو کې يهودو،مسيحيانو او د ځينو نورو اديانو لارويان د قرآن د مقام راټيټولو ته خورا غورځې پورځې کړي؛کله وايي: په قرآن کې اړونه شوې،کله د قرآن د کيسو په هکله شکونه اچوي او څومره،چې يې له لاسه شوي او کېږي،په بېلابېلو بڼو له قرآن سره دښمني کوي؛خو کله يې هم د قرآن سيالۍ ته راونشو دانګلاى،چې لږ تر لږه د قرآن د سورت يا آيت په څېر راوړي او نړيوالو ته يې راوړاندې کړي.

همداراز د اسلام په تاريخ کې خورا ډلې راښکاره شوې،چې په څرګندنه ((زنادقه)) او ((ملاحده)) نومېدل . دې ډلو په بېلابېلو ډولونو په ټوليزه توګه د دين پر خلاف او په تېره بيا د قرآن پر خلاف خبرې کړي او په دوى کې ځينې په عربي ژبه کې د وينا څښتنان هم ګڼل کېږي او احياناً له قرآن سره منازعې ته هم راپاڅېدلي؛خو څه يې وکړل؟ځان يې سپک او د قرآن ستروالى يې څرګند کړ.

 په دې هکله تاريخ د “ابن راوندي”،”ابوالعلاء معري” او ” ابو الطيب متنبي” خورا کيسې راوړي دي؛دوى هغه کسان ول،چې غوښتل يې جوته کړي قرآن بشري چار دى.

ډېرى کسان پېدا شول او د پېغمبرۍ ادعا يې وکړه،ويناوې يې وکړې او په خپل آند يې له قرآن سره ورته وګڼلې او ادعا يې وکړه،چې دا خبرې هم د قرآن په څېر د خداى له لوري دي.

“طليحه”،”مسليمه” او “سجاح” له دې ډلې دي،چې هم په بله بڼه يې د قرآن ستروالى او خپل سپکوالى جوت کړ.

هېښنده خو داده،چې پخپله د پېغمبر اکرم وينا،چې قرآن يې په ژبه جاري شوى،له قرآن سره توپير لري.د خطبو،دعا او لنډو ويناوو په بڼه له رسول اکرمه خورا ويناوې راپاتې دي،چې د فصاحت په هسکه پوړ کې دي؛خو هېڅکله د قرآن رنګ و بوى نه لري. دا پخپله ښيي،چې قرآن او د پېغمبر اکرم فکري ويناوې له دوو بېلابېلو سرچينو دي.

حضرت علي (ک) له لس کلنۍ له قرآن سره اشنا دى؛يعنې د علي (ک) عمر د لسو په شاوخوا کې و،چې د قرآن لومړى آيت پېغمبر اکرم ته راغى او علي (ک) به هم د هغه تږي په څېر و،چې رڼو اوبو ته رسېدلى وي او د عمر تر پايه د پېغمبر اکرم د وحې د کاتبانو په سر کې و . علي (ک) د قرآن حافظ و او تل يې قرآن لوسته؛د شپې يې چې عبادت کاوه؛نو د قرآن پر آيتونو به خوښ و؛نو که چېرته د قرآن سبک د تقليد وړ و؛نو علي (ک) به خپل هغه بې سارى استعداد،چې په فصاحت او بلاغت کې يې درلود؛خپلې ويناوې به يې د قرآن د آيتونو په بڼه کولې؛خو وينو،چې د علي (ک) او قرآن سبک بېخي توپير لري.

د قرآن ټول نوموتي موضوعات مانيز دي؛د توحيد،نبوت،معاد، اخلاق، احکام،نصيحتونه او کيسې يې بيان کړي؛خو سره له دې د ښکلا په لوړه کچه کې دي .

په قرآن کې د ټکيو هندسه بې سارې ده؛څوک يې د يو ټکي په مخکې کېدو او شاته کېدو وسمن نه ول،چې ښکلا يې ټکنۍ کړي او نه څوک وسمن ول،چې په څېر يې راوړي . له دې اړخه قرآن د يو تعمير په څېر دى، چې نه څوک تغيير ورکولاى شي،چې ښکلى يې کړي او نه کړاى شي ترې غوره او يا په څېر يې جوړ کړي.

د قرآن سبک او اسلوب نه مخينه لري او نه لاحقه؛يعنې نه پخوا چا په دې سبک وينا کړې او نه به يې وروسته وکړي،سره له دې،چې قرآن سيالۍ ته راغوښتي دي.

د قرآن تحدي او سيال غوښتنه اوس هم؛ لکه د غره پر خپل ځاى ده او د تل لپاره به وي؛نن هم مؤمن مسلمانان،نړيوال له قرآن سره سيالۍ ته رابلي؛ځکه ډاډمن دي،چې څوک يې سيالي نشي کړاى.

 

د قرآن مانا

د مانا له پلوه د قرآن اعجاز پراخې ويينې او يا لږ تر لږه د يو ستر کتاب ليکنې ته اړتيا لري؛خو په لنډو ورته اشاره کوو.

په سريزه کې بايد پوه شو،چې قرآن څرنګه کتاب دى؟ آيا فلسفي ، علمي،ادبي،تاريخي او که يوازې هنري اثر دى؟

ځواب دادى،چې قرآن يو له دوى ځينې هم نه دى؛لکه څنګه چې پېغمبراکرم او عمومو پېغمبرانو بېل ټيپ درلود؛نه فيلسوفان دي،نه عالمان دي،نه اديبان دي،نه تاريخپوهان دي او نه صنعتګر دي؛خو سره له دې،ددې ټولو مزاياوو او پرې اضافه يو څه لري؛قرآن هم اسماني کتاب دى؛نه فلسفه ده،نه علم،نه تاريخ،نه ادبيات او نه هنري اثر دى؛خو سره له دې دا ټولې مزاياوې لري او د دوى تر څنګ اضافه مزاياوې هم لري.

قرآن د بشر د لارښوونې کتاب دى؛په واقع کې د ((انسان کتاب)) دى؛ خو انسان هغسې،چې خداى پنځولى او پېغمبران راغلي،چې انسان ته خپل ځان وروپېژني او د نېکمرغۍ لار وروښيي او داچې د انسان کتاب دى؛نو د خداى کتاب هم دى؛ځکه انسان هماغه موجود دى، چې ددې نړۍ تر جوړېدو د مخه يې پنځول پيل شوى دي او ددې نړۍ ما بعد او راوروسته ته به منتهي کېږي؛يعنې د قرآن له پلوه په انسان کې الهي روح ور پو شوى او که وغواړي که نه،ستنېدل يې د خپل خداى پر لوري دي؛نو دادي،چې د خداى پېژندل او د انسان پېژندل يو له بله بېل نه دي؛ انسان څو ځان نه وي پېژندلاى خپل خداى هم سم نشي پېژندلاى،بلخوا يوازې له خداى پېژندنې سره يو ځاى پر حقيقي واقعيت د انسان سر خلاصېږي.

انسان د پېغمبرانو په ښوونځي کې_چې قرآن يې تر ټولو بشپړ بيان دى_ له هغه انسان سره خورا توپير لري،چې بشر يې په علومو پېژني؛يعنې ددې انسان وجود خورا پراخه دى.کوم انسان،چې بشر په علومو پېژني د (زوکړې- مړينې) په قوس کې دى او تر قوس مخکې او شاته تيارې دي او د بشري علومو له پلوه مجهول دى؛خو د قرآن انسان دا قوس نه لري،له بلې نړۍ راغلى،بايد ځان د نړۍ په ښوونځي کې پوره کړي او د بلې نړۍ راتلونکې يې په دې ښوونځي کې په ناغېړۍ،هڅې او کوښښ پورې اړوند دى.

 

د قرآن انسان بايد پوه شي،چې :

له کومه راغلى؟

چېرته به ځي؟

چېرته دى؟

څرنګه بايد وي؟

څه بايد وکړي؟

د قرآن انسان،چې دې پينځو پوښتنو ته عملاً سم ځواب ورکړ؛نو ددې نړۍ او د راتلونکې نړۍ نېکمرغي يې تضمين ده.

داچې دا نسان پوه شي،چې له کومه راغلى او له کومې سرچينې پيل شوى؛بايد خپل خداى وپېژني او ددې لپاره،چې خپل خداى وپېژني، بايد انسان او نړۍ د “آفاقي” او “انفسي” آيتونو په نامه مطالعه کړي او د هستۍ او وجود په تل کې غوپه ووهي.

داچې پوه شي،چې چېرته به ځي؛نو بايد پر هغه څه ګروهمن شي،پوهه پيدا کړي او توجه ورته وکړي،چې قرآن ورته ((خداى ته ستنېدل))؛ يعنې “معاد” او “د قيامت پر ورځ د مړيو راپاڅېدل” وايي. د قيامت وېره، همېشني نعمتونه او بالاخره د هغو منازلو او پړاوونو په هکله په ګرېوان کې سر ښکته کړي،چې ورته سترګې پر لار دي او خداى؛ لکه څنګه چې د موجوداتو پيل ګڼي،د موجوداتو پاى يې هم وګڼي.

دا چې پوه شي چېرته دى؛بايد د نړۍ نظامونه او دودونه وپېژني او په نورو موجوداتو کې د انسان مقام او موقعيت درک کړي او ځان په نورو موجوداتو کې بيا ومومي.

داچې پوه شي،چې څرنګه بايد انساني خويونه وپېژني او له مخې يې ځان جوړ کړي.

داچې پوه شي څه بايد وکړي؛بايد وګړيزو او ټولنيزو احکامو او قوانينو ته غاړه کېږدي.

پردې ټولو سربېره،د قرآن انسان بايد پر يو لړ نامحسوسو او پخپله د قرآن په تعبير په ((غيبو)) د هستۍ په نظام کې د الهي ارادې او مظاهرو په نامه ايمان ولري او هم بايد پوه شي،چې پاک خداى په يو وخت کې هم بشر،چې اسماني لارښوونې ته اړين دى،سرايله نه دى پرېښى او يو لړ ټاکل شوي وګړي،چې د خداى استازي او د بشر لارښووان ول،د خداى له لوري د الهي پيغام اورولو ته مبعوث شوي ول .

د قرآن انسان،طبيعت ته د “آيت” او تاريخ ته د يوې واقعي ازمېښتځي په نامه ګوري،چې د پېغمبرانو د ښوونو سموالى ښيي.

هو ! د انسان قرآن داسې دى او کوم مسايل،چې په قرآن کې انسان ته نوموتي دي،پر هغو نورو مسايلو سربېره دي.

 

قرآني موضوعات

په قرآن کې خورا موضوعات نوموتي دي؛خو په لنډه ورته ځغلنده کتنه لرو:

١- خداى،ذات،صفات او ايکي يو والى يې او هغه څه چې بايد خداى ترې پاک وګڼو او هغه څه چې خداى پرې ستايل کېږي (سلبيه او ثبوتيه صفات).

٢-معاد،قيامت او د مړيو راژوندي کېدل،د مړينې او قيامت ترمنځ پړاوونه (برزخ).

٣-پرښتې.

٤-پېغمبران يا هغه انسانان،چې پخپل ضمير کې الهي وحې تر لاسه کوي او نورو انسانانو ته يې اوروي.

٥_ خداى،معاد،پرښتو،پېغمبرانو او اسماني کتابو ته لېوالتيا.

٦-د اسمانو،ځمکې،غرونو،سيندونو،بوټو،څارويو،ورېځ،باد،باران ګلۍ او تالندې پنځول.

٧-د ايکي يو خداى نمانځنې ته بلنه او په نمانځنه کې يې اخلاص او په عبادت کې څوک يا څيز ورسره نه شريکول . د”غيرالله” له نمانځنې په کلکه ژغورنه.

٨- په نړۍ کې د خداى د نعمتونه يادونه .

٩-د هغه تلپاتې نړۍ نعمتونه نېکانو ته دي او سخت او احياناً همېشني عذابونه يې بدچارو ته دي .

١٠-  د خداى،قيامت،پېغمبرانو او غيبو په هکله استدلالونه او ددې استدلالونو تر څنګ غيبي خبرې.

١١- د انساني ازمېښتځي او لابراتوار په نامه  تاريخ او کيسې،چې د پېغمبرانو د بلنې رښتينولي روښانوي او د هغو وګړيو ښه عاقبت،چې د انبياوو پر لار تللي او د هغو وګړيو ناوړه عاقبت،چې پېغمبران يې دروغجن ګڼل.

١٢-تقوا او د نفس تزکيه.

١٣- د اماره نفس خطرونو او وسوسو ته پام کول.

١٤-وګړيز ښه خويونه؛لکه :مړانه،استقامت،صبر،عدالت، احسان، مينه، د خداى ياد، له خداى سره مينه،د خداى مننه، له خداى وېره، پر خداى توکل،د خداى په خوښه خوښي او احکامو ته يې غاړه ايښوول، تعقل او تفکر،پوهه، په تقوا د زړه رڼا،رښتينولي او امانت.

١٥-ټولنيز خويونه؛لکه : يووالى، پر حق تواصي (متقابله سپارښتنه)، پر زغم سپارښتنه،په تقوا او ښه چارو کې د نورو وګړيو لاسنيوى،پر نېکيو امر او له بديو منع او د خداى په لار کې په مال او ځان جهاد.

١٦-احکام؛لکه مونځ،روژه،زکات،خمس،حج،جهاد،نذر،يمين،بيع، ګرو،اجاره، هبه، نکاح، د ښځې او مېړه حقوق،د موروپلار او اولاد حقوق،طلاق،لِعان، ظهار، ارث، قصاص، حدود، دَين، قضا، شهادت، قسم، شتمني،مالکيت،حکومت،شورا،د بېوزليو حق او د ټولنې حق.

١٧_د پېغمبر اکرم د درويشت کلن بعثت پېښې.

١٨-د پېغمبر اکرم خويونه او ورسره دښمني.

١٩_په ټولو وختو کې د مؤمنانو،کافرانو او منافقانو ټوليز توصيف.

٢٠_د بعثت د پېر د منافقانو،مؤمنانو او کافرانو ځانګړنې.

٢١_بې له پرښتو،پېريانو او شيطانانو، نور نامرئي موجود.

٢٢- د نړۍ د موجوداتو تسبيح ويل او داچې پخپله له پنځوونکي يو ډول اګاهي لري او ترې خبر دي.

٢٣-پخپله د قرآن توصيف. (د پنځوسو په شاوخوا کې)

٢٤-نړۍ او د نړۍ دودونه،د دنيوي ژوند لنډمهالي او داچې انسان ته نبايد کمال مطلوب او نهايي موخه شي او داچې خداى،آخرت او د همېشنۍ نړۍ ژوند ددې وړتيا لري،چې انسان ته مطلوب کمال شي.

٢٥-د انبياوو معجزې او خارق العاده چارې.

٢٦_د تېرو اسماني کتابو تاييد.

 

د ماناوو پراخي

څه چې وويل شول،هغه څه ته ځغلنده کتنه وه،چې په قرآن کې راغلي ول،ان ادعا هم نه شو کړاى،چې پورته ويل شوي مطالب به ځلغندې کتنې ته هم بسيا وي.

که د انسان،خداى،نړۍ او د انسان د دندې په هکله همدا ډولاډله موضوعات هم په پام کې ونيسو او له هر بشري کتاب سره يې پرتله کړو؛نو و به ګورو،چې يو کتاب هم له قرآن سره د پرتلنې وړ نه دى،په تېره بيا ددې خبرې په پامنيوي،چې قرآن پر داسې کس نازل شوى و، چې ((اُمي)) او نالوستى و او د يو انديال او عالم له افکارو سره اشنا هم نه و او بيا هم ددې خبرې په پامنيوي،چې داسې کس په خورا جاهلي چاپېريال کې راښکاره شو،چې وګړي يې له تمدن او فرهنګ سره پردي ول .

قرآن پراخه ماناوې او مطالب راوړل،چې بيا ټولو ته د الهام سرچينه شوه.

ناشونې ده،چې يو وګړى که څومره هم نابغه وي، وکړاى شي له ځانه داسې ماناوې او مطالب راوړي او د نړۍ د انديالانو او پوهانو پام ځان ته راواړوي.

 

خداى په قرآن کې

له پورتنيو موضوعاتو يوازې ((خداى او له نړۍ او انسان سره يې اړيکه)) روښانه کوو.

که موږ يوازې ددې مسئلې د نوموتولو څرنګوالى په پام کې ونيسو او له بشري فکرونو سره يې پرتله کړو؛نو د قرآن فوق العادګي او معجزه توب به راروښانه شي.

قرآن،خداى توصيف کړى او پخپل توصيف کې يې له يوه اړخه تنزيه کړى دى؛يعنې هغه صفات يې ترې لرې کړي،چې وړ يې نه دي او له هغو يې سوتره او پاک ګڼلى دى. بلخوا د کمال صفتونه او “اسماء حسنى” يې خداى ته جوت کړي دي.د پينځلسو په شاوخوا کې آيتونه  د خداى د تنزيه په هکله راغلي او د پنځوسو په شاوخوا کې آيتونه د عليا، اسماء حسنى او د خداى په توصيف کې راغلي دي.

قرآن پخپلو دې توصيفاتو کې دومره دقيق دى،چې خورا ستر الهي علماء يې حيران کړي دي،چې دا پخپله د يو ((اُمي)) نالوستي روښانه معجزه ده.

قرآن د خداى پېژندنې د لارې د راوړاندې کولو لپاره له ټولو شته لارو ګټنه کړې ده : د “آفاقي” او “انفسي” آيتونو د مطالعې لار،د نفس د تزکيې او تصفيې لار او په ټوليزه توګه په وجود او هستۍ کې تفکر او تعقل.

د سترو اسلامي فيلسوفانو د منښتې له مخې،خپل خورا ټينګ برهانونه يې له قرآنه په الهام اخستي دي.

قرآن له نړۍ او مخلوقاتو سره د خداى اړيکه پر توحيد ايښې ده؛يعنې خداى پخپل فاعليت او اراده کې سيال نه لري؛ټولې ارادې او اختيارونه د خداى په حکم او “الهي قضاو قدر” دي.

 

له خداى سره د انسان تړاو

قرآن له خداى سره د انسان د تړاو په هکله تر ټولو ښکلې وينا کړې ده. د فيلسوفانو د خداى پر خلاف،د قرآن خداى يو وچ،بې ساه او له بشره پردى موجود نه دى.د قرآن خداى انسان ته د ورمېږ له رګه نږدې دى،له انسان سره راکړه ورکړه لري،ورسره متقابلې خوشحالي لري او ځان ته يې راکاږي او يادول يې د زړه ټکور دى : ((الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/٢٨)= همدغسې خلک هغوى دي، چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

بشر ورسره انس او الفت لري؛بلکې ټول څيزونه يې غواړي او يادوي يې. د هستۍ ټول موجودات يې تسبيح وايي : ((تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (اسراء/٤٤)=  اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوى په منځ كې دي، ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې و نه وايي؛ خو تاسې د هغو په تسبيح نه پوهېږئ، په رښتيا چې هغه زغمونكى (او)  ښه بښونكى دى .))

د فيلسوفانو خداى،چې يوازې يې ((لومړى محرک)) يا ((واجب الوجود)) ګڼي او بس،له بشره پردى موجود،چې يوازې يې پنځولى او دې نړۍ ته يې راوړى دى؛خو د قرآن خداى ((مطلوب)) دى،بشر پرې زړه تړي،بشر سرښندنې ته اړ باسي او کېداى شي بشر د شپې خوب او د ورځې هوساېنه واخلي؛ځکه د فوق العاده سپېڅلې فکر په بڼه اوړي.

اسلامي فيلسوفانو له قرآن سره په اشنايۍ او د قرآني مفاهيمو په رادننه کولو يې، الهيات تر ټولو هسکې څوکې ته ورسول.

آيا شونې ده،چې يو ((اُمي)) نالوستى له ځانه دومره په الهياتو کې مخکې ولاړ شي،چې د “ارسطو” او “افلاطون” په څېر له فيلسوفان لږ تر لږه زر کاله مخکې وي؟!

 

 

 

 

قرآن،تورات او انجيل

قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې.

قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې دا پخپله د قرآن پر حقانيت ستر دليل دى.

 

تاريخونه او کيسې

قرآن داسې کيسې او تاريخونه راوړي،چې د هغه وخت خلک ان پخپله پېغمبراکرم هم ترې خبر نه و : ((تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (هود/٤٩)=دا هغه پټې غټې خبرې دي،چې موږ يې تا ته وحې كوو،تر دې د مخه نه  ته او نه ستا قوم پرې پوهېده؛نو ځكه صبركوه؛بېشكه چې ښه پايله د پرهېزګارانو ده .))

او په ټولو عربو کې يو هم ادعا و نه کړه،چې له دې کيسو خبر و. قرآن په دې کيسو کې له تورات او انجيله لاروي و نه کړه؛بلکې اصلاح يې کړل . د “ثمود” او “سبا” د قوم په هکله د نننيو تاريخپوهانو څېړنو د قرآن نظر تاييد کړى دى.

 

 

 

قرآن او له راتلونکي خبر ورکول

 قرآن”روم”  ته د ايران د ماتې ورکولو وړاندوينه کړې وه او همداراز په کلکه يې ويلي ول،چې هغه به ((ابتر)) او بې نسله وي،چې پېغمبر اکرم ته ((ابتر)) وايي او په پايله کې ځوځات يې په تدريج له منځه ولاړ؛خو د پېغمبر اکرم نسل ورځ پر ورځ په زياتېدو دى.

دا ټول ددې کتاب اعجاز ښيي. قرآن نورې علمي او مانيزې معجزې هم لري،چې په فلسفي،تاريخي او طبيعي علومو پورې اړوند دي.

[ژباړن : د قرآن په هکله د لا معلوماتو لپاره وګ: عراقى ستر عالم ارواښاد ابوالقاسم خويي د “البيان” کتاب،چې اجرالدين اقبال د ((قرآن پوهنه)) په نامه ژباړلى دى.]

 

د اسلام ځانګړنې

“اسلام” د خداى د دين نوم دى،چې ټول پېغمبران ورته مبعوث شوي او ورته بلنه يې کړې ده. د خداى د دين هر اړخيز او بشپړه څېره د پېغمبرانو خاتم حضرت “محمد بن عبدالله” (ص) خلکو ته ابلاغ کړه او نبوت پرې پاى ته ورسېد او نن په همدې نامه په نړۍ کې پېژندل کېږي.

اسلامي ښوونې،چې د پېغمبرانو خاتم خلکو ته وښوولې او داچې د خداى د دين بشپړه او جامع څېره ده او داچې د تل لپاره د بشر لارښوونکى وي؛خپلې ځانګړې ځانګړنې لري،چې د ختميه له پېر سره متناسبې دي. په ټول کې دې ځانګړنو نه شو کړاى،چې په مخکنيو پېرونو کې _چې د بشر د ماشومتوب پېر و- وي.

دا هره ځانګړنه د اسلام پېژندو ته يوه کچه ده. په دې کچو او مقياسونو _چې هر يو د اسلامي ښوونو له اصولو ځنې يو اصل دى- کړاى شو د اسلام څېره لاس ته راوړو که څه هم مبهمه وي او هم کړاى شو تشخيص کړو،چې پلانۍ ښوونه د اسلام ده که نه.

موږ ادعا نه کړو،چې کړاى شو،چې ټولې کچې دلته راټولې کړو؛خو هڅه مو ده،چې لږ تر لږه جامع څېره يې وښيو.

هر ښوونځى او ايديولوژي،چې د بشر د ژغورنې،کمال او نېکمرغۍ طرح لري؛نو يو لړ ارزښتونه راوړاندې کوي او د وګړي او ټولنې په کچه ((بايدونه))، ((نبايدونه))، ((شايدونه)) او ((نشايدونه)) راوړي،چې بايد داسې ووسو او هغسې و نه وسو،بايد داسې او هغسې جوړ کړو،بايد پلانى اړخ وټاکو،بايد پلاني لوري ته ولاړ شو او پلانۍ موخه وټاکو؛د بېلګې په توګه : بايد ازاد ژوند وکړو،بايد مېړنى ووسو،بايد تل مخکې ولاړ شو،بايد پر ځان بسيا او پوره شو،بايد د قسط او عدالت پر بنسټ ټولنه جوړه کړو او بايد خداى ته د نږدېدو پر لوري ولاړ شو.

خو دا “بايدونه” او “نبايدونه” د ځانګړې فلسفې پر بنسټ دي،چې ورته مخونه ورکوي؛يعنې که يو ښوونځى يو لړ احکام راوړاندې کوي؛نو د هستۍ،نړۍ،ټولنې او انسان په هکله پر يو ډول فلسفې او نړۍ ليد ولاړ دي او داچې هستي داسې ده،ټولنه هغسې او انسان داسې؛نو بايد داسې او هغسې ووسو.

نړي ليد؛يعنې د نړۍ،انسان او ټولنې په باب د ليدونو،تفسيرونو او شننو ټولګه،چې نړۍ داسې او يا هغسې قانون لري،هغسې مخکې ځي، پلانۍ موخه پر مخ بيايي يا يې نه بيايي،مبداء لري که نه،پاى لري که نه او دې ته ورته…. او يا انسان داسې خټه او طبيعت لري؛د بېلګې په توګه : په ځانګړي فطرت پنځول شوى که نه،مختار او ازاد دى که  مجبور، په طبيعت کې يو ټاکل شوى واقعيت دى که يو تصادفي واقعيت او يا ټولنه پر وګړيو پر واکمن قانون سربېره، بل قانون لري که نه،پر ټولنه او تاريخ واکمن قوانين کوم قوانين دي او دې ته ورته …

ايديولوژي د نړۍ ليد پر بنسټ ايښوول کېږي.دا چې ولې بايد داسې يا هغسې ووسو،ژوند وکړو،ولاړ شو،جوړ کړو او يا شو،ددې لپاره دي، چې نړۍ يا ټولنه يا انسان داسې او هغسې دى.

د هرې ايديولوژۍ ((ولې)) په هغه نړۍ ليد کې پټه ده،چې ايديولوژي يې پر بنسټ ده او په څرګندنه ايديولوژي د ((عملي حکمت)) له ډوله او نړۍ ليد د ((نظري حکمت)) له ډوله دى. د عملي حکمت هر ځانګړى ډول د ځانګړي نظري حکمت د ډول پر بنسټ دى؛د بېلګې په توګه : د “سقراط” عملي حکمت د هغه د ځانګړي ليد پر بنسټ دى،چې له نړۍ يې لري،چې هماغه يې نظري حکمت دى.

ولې ايديولوژۍ بېلابېلې دي او توپير لري؟ دا (ځکه) چې نړۍ ليدونه بېلابېل او توپير لري.ايديولوژي د نړۍ ليد تابع ده.

بلخوا نړۍليد،چې کړاى شو پر نړۍ پوهنه يې هم تعبير کړو،ولې بېلابېلې دي؟ ولې يو ښوونځى نړۍ داسې ويني او بل يې بل شان؟ يو يې داسې پېژني او بل يې هاغسې؟

ددې پوښتنې ځوابول څه اسان چار نه دى . ځينې،چې دلته رارسي،بې ځنډه د ټولنيزې هډې او طبقاتي وضع خبره رامنځ ته کوي؛مدعي دي، چې طبقاتي دريځ او يا ټولنيزه هډه هر چا ته ځانګړى ليد ورکوي او نړۍ ليدو ته يې ځانګړې سترګۍ ور پر سترګو کوي.له ټولنې سره د انسان اړيکه يا هغه څه چې په ټولنه کې توليد او توزيعېږي يا د توليد او توزيع د څرنګوالي او په پايله کې پخپله د انسان برخمني او بې برختوب،د انسان په اعصابو کې ځانګړى غبرګون رامنځ ته کوي او دننني حالت ته يې ځانګړې بڼه ورکوي، چې دا حالت د څيزونو په هکله فکر،ارزونه او ورمند اغېزمنوي. د مولانا جلال الدين بلخي د وينا له مخې:

چون تو برگردى و برگردت سرت     خانــه راگردنده بيند منظرت

ور تو در کشتى روى بر يَم روان     ساحـل يم را چو خود بين دوان

گــــــر تـــو باشى تنـــگدل از ملحمه     تنــگ بينى جو دنيا را همه

ور تو خوش باشى به کام دوستان    اين جهان بنمايدت چون بوستان

چون تو جزو عالمى پس اى مهين     کل آن را همچو خود بيني يقين

هـــــــر کــــه را فعــــال دام و دد بـــود     بر کريمانش گــــمان بـــــد بــود

ددې څرګندونې له مخې،څوک نشي کړاى خپل ليد سم او د بل غلط وګڼي؛ځکه ليد نسبي چار دى او له ټولنيز او طبيعي چاپېريال سره د هر چا د ځانګړې اړيکې پايله ده او هر چا ته هماغه سم دي،چې ويني يې.

خو خبره دومره هم ساده نه ده او په دې کې ويينه نشته،چې د انسان فکر تر ډېره له چاپېرياله اغېزمنېږي؛خو داچې انسان د فکر يوه ازاده غونډال لري،چې کړاى شي له هر اغېز ځان خپلواک وساتي_چې د دين په ژبه کې په فطرت تعبير شوى دى _ د نفې او نمښتې وړ نه دى.

فرضاً که وغواړو د انسان ساهوتوب او خپلواکي او په حقيقت کې واقعويني (واقع بيني) ترې واخلو؛نو لا تر اوسه ژر دى،چې په دې پړاو (نړۍ ليد او نړۍ پوهنه) کې يې وغندو.

خو د فيلسوفانو او هغه پوهانو له پلوه،چې په دې باب مطالعه لري،نن څرګنده ده،چې د نړۍ ليدونو او نړۍ پوهنو ريښه بايد په شناخت پوهنې کې ولټول شي،چې نن د شناخت يا معرفت څرګندونه نومېږي .

فيلسوفان شناخت پوهنې ته متوجه شوي دي،تردې چې ځينې مدعي شول فلسفه نړۍ پوهنه نه بلکې؛شناخت پوهنه ده.

نړۍ پوهنې ځکه بېلابېلېږي،چې د ((شناختن=پېژندلو)) په هکله څرګندونې بېلابېلې دي؛يو وايي : نړۍ بايد په عقل وپېژنو.بل وايي : بايد په حواسو يې وپېژنو او درېمى وايي،چې بايد د نفس په تزکيه، اشراق او الهام وپېژندل شي؛د يوه له پلوه د شناخت پړاوونه يو ډول او د بل له پلوه بل ډول دي؛د ځينو له پلوه د عقل په کار راتلنه محدوده او د بل له پلوه نامحدوده ده؛د شناخت سرچينه څه ده؟ کچه يې څه ده؟ او دې ته ورته.

نو د هر ښوونځي ايديولوژي يا آنده-مفکوره يې د نړۍ ليد پر بنسټ  ده او نړۍ ليد يې د معرفت او شناخت په هکله د څرګندونې پر بنسټ ده. د هرې ايديولوژۍ مترقي توب په نړۍ ليد پورې يې اړه لري او د نړۍ ليد مترقي توب په شناخت پوهنې پورې يې اړه لري.په حقيقت کې د هر ښوونځي عملي حکمت په نظري حکمت پورې يې اړوند دى او نظري حکمت يې په سول پورې اړوند دى؛نو هر ښوونځى بايد په لومړي پوړ کې خپل سول مشخص کړي.

که څه هم اسلام فلسفي ښوونځى نه دى او د فيلسوفانو په ژبه او څرګندنه يې له خلکو سره خبرې نه دي کړي؛اسلام خپله ځانګړې ژبه لري، چې ټول طبقات پرې د خپلې پوهې هومره پوهېږي؛خو د خپلو مطالبو په ترڅ کې يې ددې ټولو مسايلو په باب ويناوې کړي دي_چې دا ډېره هېښنده هم ده_چې کړاى شو ايديولوژي يې د عملي فکر د غونډال-دستګاه په بڼه،نړۍ ليدونه يې د نظري حکمت په بڼه او د معرفت او شناخت پوهنې په اړه څرګندونې يې د يو سول د اصولو په بڼه راوړاندې کړاى شو.

څرګنده ده،چې دلته به موږ په يوې اشاره بسيا وکړو او تېر به ترې شو.

د اسلام ځانګړنې مو په درې قالبو کې ويلي،چې دادي:

د شناخت پوهنې ځانګړنې. د نړۍ ليد (نړۍ پوهنې) ځانګړنې او ايديولوژيکې (مفکوروي) ځانګړنې.

 

الف :د شناخت له پلوه

١_ آيا شناخت شونى چار دى؟

په دې هکله دا لومړۍ پوښتنه ده او تل نوموتې وه او ده. ډېرى پوهان حقيقي شناخت ناشونى چار ګڼي او انسان په ((نشناختن))،پر واقعيت او څه چې په نړۍ کې دي، په نه پوهېدو حکوم ګڼي او يقين ( د واقع له مخې پرېکنده پوهه،چې اړنګ پکې نه وي) ناشونى چار ګڼي.

خو دا چې قرآن د خداى،نړۍ،انسان او د تاريخ شناخت او پوهېدو ته رابللي يو او دا چې د لومړي ادم په کيسه کې يې آدم د ټولو الهي اسماوو (د عالم حقايق) د ښوونې وړ ګڼلى او دا چې په ځينو ځايونو کې پر يو څيز د بشر پوهه د پالونکي پوهه _ چې عين حقيقت دى _ ګڼل کېږي ((وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء (بقره/٢٥٥)= څوك يې له علمه نه خبرېږي؛ خو دا چې هغه پخپله د كوم شي علم وركول وغواړي.))

 نو شناخت يې شونى چار ګڼلى دى.

 

٢- د شناخت سرچينې څه دي؟

د اسلام له پلوه د شناخت سرچينې دادي :

 (١)طبيعت يا آفاقي آيتونه .

 (٢)انسان يا انفسي آيتونه.

(٣) تاريخ .

(٤) عقل يا د لومړني فطري اصول.

(٥) زړه د چاڼ او پاکۍ تر بريده .

(٦) د تېرو علمي او ليکلي آثار.

قرآن په خورا آيتونو کې د طبعيت،ځمکې او اسمانو مطالعې ته رابللي يو :

((قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ (يونس/١٠١)=ووايه :(( په اسمانو او ځمكې كې چې څه (د خداى آيتونه او د توحيد نښې) دي،( په غړېدلو سترګو) يې وګورئ ؟))؛خو دا نښې او ننګونې (هغوى ته ګټورېداى نشي، چې (ځېل يې نيولى وي او) ايمان نه راوړي.))

د انفسي آيتونو يا داچې پخپله انسان د شناخت سرچينه ده. د ذاريات د سورت (٢٠) او (٢١) آيتونه دي :

همداراز د ښوونې لپاره يې د تېرو قومونو د تاريخ مطالعې ته رابللي يو:

((وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ . وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاريات/٢٠-٢١) = او په ځمكه كې باور كوونكيو ته نښې دي. او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟! ))

((أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ (حج/٤٦)= ايا په ځمكه کې نه ګرځي،چې زړونه يې پرحقيقت پوهېدونكي اوغوږونه يې(د حق د اواز) اورېدونكي شوي واى؟!ځكه (ظاهري) سترګې نه دي،چې ړندېږي؛ بلكې په سينو كې پراته زړونه ړندېږي.))

همداراز عقل او فطري عقلي اصول معتبر ګڼي او پخپلو استدلالونو کې پرې ډډه کوي:

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (انبياء/٢٢)=كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( نظام ) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى، چې  مشرکان يې وايي!))

همداراز وايي :

((مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ( مؤمنون/٩١) = نه الله کوم اولاد نيولى او نه ورسره کوم معبود شته . كه داسې واى؛نو هر خداى به خپل مخلوق اداره كاوه او هرومرو ځينې پر ځينو نورو برلاسېدل (او د كايناتو نظام وېجاړېده؛نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې جوړوي. ))

همداراز قرآن زړه د يو لړ الهي الهامونو او تلقينو مرکز ګڼي او هر بشر، چې د خداى په عبادت،اخلاص او ورته په پام ددې مرکز په پاک ساتلو کې کوښښ کړى وي؛نو هومره به له يو لړ الهامونو او تلقينو برخمن وي. د انبياوو وحې ددې ډول معرفت لوړه درجه ده.

همداراز قرآن د “قلم”،”کتاب” او “د ليکلو پر اوزار” خورا ټينګار کوي او په ځينو ځايو کې يې پرې قسم هم خوړلى دى.

((ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ(قلم/١) = نون، سوګند پر قلم او څه چې ليكي !))

 

٣- د شناخت اوزار څه دي؟

د شناخت اوزار دادي :

(١) حواس.

(٢)د تفکر او استدلال ځواک .

(٣)د نفس پاکي او چاڼ.

(٤)د نورو د علمي آثارو مطالعه.

((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (نحل/٧٨)= خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ،چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه او سترګې او عقلونه دركړل؛دا ځكه چې( د خداى د نعمت) شكر وكاږئ )).

په دې آيت کې د “افلاطون” د څرګندونې پر خلاف په ډاګه شوي،چې انسان،چې زېږي؛نو يو ډول شناخت هم نه لري او خداى انسان ته حواس ورکړي،چې نړۍ پرې مطالعه او څېړنه پکې وکړي . انسان ته يې د شننې،کره کتنې او ضمير ځواک ورکړى،چې په بل پړاو کې په هغه څه کې ډوب فکر وکړي،چې په حواسو يې ترلاسه کړي دي؛له ظواهرو تېر شي او د څيزونو دننه او پرې واکمنو قوانينو ته ځان ورسوي.

[ليکوال : افلاطون وايي : د انسان اروا په ((عالم مُثُل)) کې پخوانى وجود درلود او دې نړۍ ته چې راځي؛نو په هر څه پوهېږي؛خو هېر کړي يې وي بيا چې په دې نړۍ کې له حقايقو سره اشنا کېږي؛ ((تذکر)) دى؛ نه نوې پوهه. هغه څه چې په دې آيت کې راغلي،د فطرت له نظريې سره منافات نه لري،چې په قرآن کې هم راغلې؛ځکه د قرآن په څرګندنه دا فطري چارې په دې مانا نه دي،چې انسان د زوکړې پر مهال،بالفعل پر يو لړ کارونو پوهېږي؛بلکې په دې مانا دي،چې د انسان جوهر د ودې او تکامل په حال کې دى او د ژوند په ترڅ کې، پر هغو څيزونو سربېره،چې په حواسو يې رابرسېروي،يو لړ لومړني اصول ورته رابرسېرېږي، چې پرېکنده او الزامي تصديق ته يې انګېرنه بسيا ده او داچې په قرآن کې پر ښوونې سربېره ((تذکر)) هم ياد شوى،پر فطرت تذکر دى؛نو د فطرت او تذکر تر منځ له يوه اړخه او د نحل د سورت او د نورو آيتونو د مضمون ترمنځ تضاد او تناقص نه ليدل کېږي.]

په دې آيت (نمل/٧٨) کې حواس (چې البته ((سمع)) او ((بصر))،چې تر ټولو لوړ حواس دي،بېلګې ته يې راوړي دي) د شناخت اوزار ( په اصطلاح رغى شناخت او د شناخت لومړى پړاو) او همداراز ضمير (فؤاد) هم د شناخت او پوهې موندلو (او په اصطلاح منطقي او ژور شناخت) اوزار ښوول شوي دي.

ددې ترڅنګ په دې آيت کې د شناخت په هکله يوې بلې مسئلې ته هم اشاره شوې او هغه د شناخت پړاوونه دي.

لکه څنګه چې قرآن حواس او د تفکر ځواک د شناخت اوزار ګڼي؛د نفس تزکيه او تصفيه،تقوا او پاکي  هم د شناخت وسيلې ګڼي.په ډېرى آيتونو کې دې مطلب ته اشاره شوې ده:

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَاناً وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (انفال/٢٩)=  مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له   مخالفته) ووېرېږئ؛نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى.))

((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا . فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا . قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا . وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (شمس/٧-١٠)= پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،چې كه  څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين،چې بريالى شو او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!))

“ښوونه”،”زده کړه” او “کتاب لوستل” نورې وسيلې او اوزارونه دي،چې اسلامي ښوونو ورته پام کړى او په رسميت يې پېژندلي دي . زموږ د خبرې پخلي ته همدومره بسيا دي،چې د وحې پېل د ((اقراء=ولوله)) په ټکي شوى دى . قرائت د متن (کتاب) له مخې د يو څه لوستو ته وايي.

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ . الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (علق/٥-١)= ولوله ! د خپل پالونكي په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،انسان يې له  ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله،چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [پالونكى]،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده .))

 

٤- د شناخت موضوعات

څه څيزونه پېژندوکي دي او بايد وپېژندل شي ؟

د پېژندلو موضوعات دادي : خداى،نړۍ،انسان،ټولنه،زمان .

 

ب : د نړۍ ليد له پلوه

دا کتاب چې “پر اسلامي نړي ليد سريزه” ده،په لومړي پړاو کې همدا مطلب رانغاړي؛خو ددې لپاره،چې د مطلب لړ پرې نشي؛په لنډو دې ځانګړنو ته اشاره کوو :

١- نړۍ ” له هغه ده” ماهيت لري؛يعنې د نړۍ واقعيت “له هغه ده” واقعيت دى. دا توپير لري،چې يو څيز د يوه څيز وي، بې له دې،چې ټول واقعيت يې “له هغه دى” واقعيت وي؛لکه موروپلار ته  د اولاد تړاو،چې له هغوى دى؛خو وجودي واقعيت يې بې له اضافه واقعيته او بې د موروپلار له تړاوه دى[له دې سره توپير لري،چې يو څه د يو څيز وي او ټول واقعيت يې “له هغه وي”؛لکه د نړۍ تړاو خداى ته.]

نړۍ ((له هغه ده)) واقعيت لري؛يعنې له خپل ټول واقعيت سره حق ته منسوب ده؛واقعيت يې اضافه، حق ته تړاو يې يو دى.د مخلوقتوب مانا همدا ده او که بې له دې وه؛نو توليد به و؛نه تخليق (لم يلد و لم يولد) او په دې بڼه کې توپير نه لري،چې نړۍ زماني پيل ولري که و يې نه لري . که نړۍ زماني پيل ولري، (( له هغه ده)) يو محدود واقعيت دى او که و يې نه لري، ((له هغه ده)) نامحدود واقعيت به وي.

 زماني محدودوالى او نامحدودوالى د نړۍ پر پيدايښتي واقعيت او ((له هغه ده)) اغېز نه لري.

٢- نړۍ،چې ((د هغه ده)) واقعيت لري او په اصطلاح کې ذاتي حادث ده،پردې سربېره زماني حدوث هم لري؛يعنې يو متغير او متحرک واقعيت دى؛بلکې عين حرکت دى او داچې عين حرکت دى، يو مستمر حدوث دى او تل د پنځونې په حال کې دى؛تل د حدوث او فنا په حال کې ده او داسې شېبه به نه وي،چې نړۍ پيدا او فاني نشي.

٣- ددې نړۍ واقعيات د ((غيبو د نړۍ)) راټيټه او کوزه درجه واقعيات دي. څه چې په دې نړۍ کې د مقدر او محدود چار په بڼه دي،د غيبو په نړۍ کې د نامقدر او نامحدود دي او د قرآن د تعبير له مخې د خزانو او سرچينو په بڼه دي:

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام/٥٩)= او (له حسه د پټو سرچينو) کونجيانې يوازې له هغه سره دي،چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچې او لمدې كې دي،خداى پرې خبر دى او هره پاڼه چې رالوېږي،پر هغې (هم) خبر دى او هر دانه،چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي .))

وګ : د الميزان تفسير تر پورتني آيت لاندې.

((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ (حجر/٢١)= او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.))

٤-دا نړۍ ((د هغه پر لور)) ماهيت لري؛يعنې لکه څنګه چې “له هغه ده”؛د هغه پر لور روانه هم ده؛نو نړۍ په خپل ټوليز کې نزولي سير درلود او د هغه پر لور د صعودي بهير د وهلو په حال کې ده.ټول د خداى دي او خداى ته ورستنېدونکي دي:

((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ(بقره/١٥٦)= موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ(شورى/٥٣)=خبر اوسئ، چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي!))

((إِلَى رَبِّكَ مُنتَهَاهَا (نازعات/٤٤)

٥- نړۍ ټينګ علي او معلولي،سببي او مسببي نظام لري. هر موجود ته الهي فيض او قضا و قدر يې د هغه ځانګړو عللو او اسبابو له لارې جاري کېږي.

٦- د علت او معلول،اسباب او مسبباتو نظام يوازې په مادي او جسماني معلولاتو او عللونو پورې ځانګړى نه دى.په توکيز اړخ کې د نړۍ علي او معلولي نظام توکيز دى او په مانيز او ملکوتي نظام کې يې علي او معلولي نظام غير مادي دى او د دواړو نظامونو ترمنځ تضاد نشته او هر يوه خپله وجودي مرتبه نيولې ده. پرښتې،اروا،لوح، قلم او اسماني او ملکوتي کتابونه هغه وسيلې او اوزار دي،چې د پالونکي په اجازه الهي فيض د همدوى له لارې جاري کېږي.

٧- پر نړۍ يو لړ لايتخلف قوانين او سنن واکمن دي،چې د نړۍ د علي او معلولي نظام غوښتنه ده.

٨-نړۍ يو ښيون شوى واقعيت دى.د نړۍ تکامل ښيون-هدايت شوى ښيون دى. د نړۍ ټول ذرات په هره مرتبه کې،چې دي، د ښيون له رڼا برخمن دي. غريزه،حس،عقل،الهام او وحې ټول د نړۍ د عمومي ښيون مراتب دي :

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

٩- په نړۍ کې هم خير دى او هم شر، هم سازګاري ده او هم ناسازګاري، هم جود شته او هم منع او همساک،هم رڼا ده هم تياره،هم حرکت دى او تکامل دى او هم سکون او تمېدل؛خو خير،سازګاري، جود،رڼا،حرکت اصيل دي او شر،تضاد او تياره تبعي او طفيلي وجودونه دي؛خو همدا تبعي او طفيلي چارې د خيراتونو،رڼاګانو، حرکتونو او تکاملونو د ورونو په پرانېستو کې بنسټيزه ونډه لري.

١٠-دا چې نړۍ يو ژوندى واحد دى؛يعنې باشعوره ځواک يې تدبيروي ((فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا (نازعات/٥)= او هغوى چې چارې سمبالوي،)) د نړۍ او انسان د اړيکې له پلوه،د عمل او غبرګون نړۍ ده؛يعنې د نړۍ غبرګون د انسان د بدو او ښېګڼو پر وړاندې يو شان نه دى او پر هغه نړۍ سربېره،په دې نړۍ کې هم سزا او ثواب شته او شکر او کفر يو شان نه دى :

((وَإِذْ تَاجازه رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهيم/٧)= او (همداراز دريادكړه) چې کله ستاسې پالونكي اعلان كړه؛((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به در زيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ نو بېشكه چې زما سزا سخته ده !))

حضرت علي (نهج البلاغه/٢٠٤ حکمت) وايي :

(( لاَ يُزَهِّدَنَّكَ فِي الْمَعْرُوفِ مَنْ لاَ يَشْكُرُهُ لَكَ، فَقَدْ يَشْكُرُكَ عَلَيْهِ مَنْ لاَ يَسْتَمْتِعُ بِشَيْءٍ مِنْهُ، وَقَدْ تُدْرِكُ مِنْ شُكْرِ الشَّاكِرِ أَكْثَرَ مِمَّا أَضَاعَ الْكَافِرُ، .و الله يحب المحسنين) =که له چا سره دې مرسته وکړه؛خو هغه منندوى نه شو؛نو دا دريځ دې لامل نشي،چې ته له چا سره له نېکۍ لاس پر سر شې،حال دا چې د هغه پر ځاى به داسې څوک له تا منندوى شي،چې تا به ورسره هېڅ مرسته نه وي کړي او له هغه حق لا ورډېر به ترې برخمن شې،چې هغه نامنونکي پرې سترګې پټې کړې وي. خداى نېکچاري خوښوي.

يعنې نړۍ په خپله ټولګه کې يوه مرتبطه دستګاه-غونډال او يو ژوندى ارګانيسم دى؛ته مه په تمه کېږه،چې په هماغه ځاى کې د نېکۍ ځواب درکړ شي،چې نېکي دې پکې کړې ده؛احياناً په يو ځاى کې به نېکي وکړې او په بل داسې ځاى کې به يې ځواب درکړ شي،چې ستا تمه به هم نه وي؛ولې؟؛ځکه نړۍ خداى لري او نېکچاري د خداى ښه ايسي.

متل دى : “نېکي وکړه او په درياب کې يې واچوه .”

١١-تردې نړۍ وروسته يوه بله نړۍ ده؛هغه نړۍ د ابديت او د کړنو د سزا او ثواب نړۍ ده.

١٢-د انسان اروا تلپاتې حقيقت دى. انسان نه يوازې په قيامت کې ژوندى راپاڅېږي؛بلکې د دنيا او قيامت ترمنځ له “برزخي” ژونده هم برخمن دى،چې تر دنيوي ژوند خورا پياوړى او خورا بشپړ دى،چې په دې اړه په قرآن کې شل آيتونه راغلي دي.

١٣- د ژوند لومړني اصول او بنسټونه؛يعنې د انسانيت او اخلاقو اصول ثابت او همېشني دي او يوازې فروعات بدلېدونکي او نسبي دي؛نه اصول او داسې نه ده،چې انسانيت په يو پېر کې يو شان او په بل پېر کې بېخي سرچپه وي.

١٤-حقيقت هم تلپاتې دى . يو علمي حقيقت،چې بشپړ حقيقت دى؛د تل لپاره حقيقت دى او که تېروتنه ده؛د تل لپاره تېروتنه ده او که يوه برخه يې حقيقت او بله برخه يې تېروتنه وي؛نو حقيقت يې تل حقيقت او تېروتنه يې تل تېروتنه ده . واقعيت دى،چې بدلېدونکى دى؛هغه هم توکيز واقعيتونه؛خو حقيقت؛يعنې د بشر فکري او ذهني ګروهې،له واقعيت سره د انطباق او اړخ لګونې او عدم انطباق له مخې ثابت او يو شان وضع لري.

١٥-نړۍ،ځمکه او اسمان پر حق او عدل ولاړه دي .

((مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ(احقاف/٣)= (موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي،يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پورې پيدا کړي دي؛خو كافران له هغه څه مخ اړونکي دي چې پرې وېرول شوي دي.))

١٦-په نړۍ کې الهي سنت داسې دى،چې باطل به حق ته په ګونډو کېږي؛حق او حقوال بريالي دي:

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ . إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ .وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (صافات/١٧١-١٧٣)=  او په  يقين زموږ د لېږل  شويو بندګانو(د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده : بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى.))

١٧- انسانان د خلقت له مخې مساوي پنځول شوي دي . هېڅ انسان پر بل انسان حقوقي غوراوى نه لري.کرامت او غوراوى په دريو څيزونو کې دى :

١- پوهه :

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (زمر/٩)= ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!))

٢- د خداى په لار کې جهاد :

((لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُـلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/٩٥)= (هېڅكله له جهاده ) بې عذره ناست مؤمنان، له هغه مجاهدينو سره برابر نه دي،چې د خداى په لار کې يې پخپلو مالونو او ځانونو(جهاد کړى)،خداى پر كور ناستيو(=چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او خداى له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې وعده وركړې ده؛خو مجاهدين يې (له جهاده)  پر كور ناستيو په سترې بدلې سره غوره كړي دي .))

٣-تقوا :   

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/١٣)=  خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.))

١٨- انسان د خلقت د اصل له مخې يو لړ فطري استعدادونه لري،چې يو يې ديني او اخلاقي فطرت دى. د انسان د وجدان اصلي تومنه “خداى ورکړى فطرت” دى؛نه طبقاتي دريځ،ټوليز ژوند، کار يا له طبيعت سره مبارزه،چې دا ټول د انسان پر اکتسابي وجدان اغېزمن دي . داچې انسان انساني فطرت لري؛نو کړاى شي واحد فرهنګ او ايديولوژي ولري؛کړاى شي د طبيعي او ټولنيز چاپېريال او تاريخي او وراثتي لاملونو پر خلاف راپاڅي او ځان ددې ټولو له بنده خلاص کړي.

١٩- دا چې د فطرت له مخې هر وګړى انسان زيږېږي؛په هر انسان کې –که څومره هم په ګناه ککړ وي- د توبې او بياستنېدو استعداد او وړتيا شته؛نو ځکه پېغمبرانو ته دنده ورکړه شوې،چې په لومړي  پړاو کې خورا ناپاکو وګړيو ته بلنه او نصيحت وکړي او انساني فطرت يې راويښ کړي او که ګټه يې و نه کړه؛نو ورسره دې وجنګېږي. له “فرعون” سره په لومړۍ کتنه کې حضرت موسى عليه السلام ته داسې سپارښتنه کېږي:

((فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى أَن تَزَكَّى . وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى (نازعات/١٩-١٨)=  نو ورته  ووايه : (( آيا غواړې،چې  پاك شې؟! او زه  تا ته ستا د پالونكي پر لوري لار دروښيم چې ترې ووېرېږې (او له سرغړنې لاس پر سر شې)؟! ))

٢٠-سره له دې،چې انسان يو حقيقي مرکب او حقيقي واحد دى، د طبيعي، جمادي او نباتي مرکبات پر خلاف_چې د ترکيب په حال کې ترکيبېدونکي عناصر خپل هويت او خپلواکي له لاسه ورکوي او تضاد يې پر همغږۍ بدلېږي- کوم متضاد عناصر يې،چې په پنځونه کې کارول شوي؛خپل ټول هويت له لاسه نه ورکوي او تل يوه دنننۍ ربړه يې له دې خوا هاخوا راکاږي او دا دنننى تضاد هماغه دى،چې په ديني ژبه کې د عقل او ناپوهۍ يا عقل او نفس او د اروا او بدن تضاد نومېږي.

٢١-دا چې انسان “روحاني خپلواک جوهر” لري او اراده يې له روحاني حاق ذاته سرچينه اخلي؛مختار او ازاد دى او هېڅ جبر او اړتيا يې ازادي او اختيار نشي اخستاى؛نو د خپل ځان او ټولنې مسوول دى.

٢٢-د انسان ټولنه هم د انسان وګړي په څېر،سره له دې،چې يو حقيقي مرکب دى او خپل قوانين،نظام او دودونه لري او ټولنه په خپل ټوليز کې د تاريخ په ټول کې د انسانانو له وګړيو د ځانګړي وګړي د ارادې تابع نه ده؛کوم متضاد عناصر يې،چې په جوړښت کې کارېدلي (؛يعنې فکري،صنفي،سياسي او اقتصادي ) په ټوليزه توګه خپل هويت له لاسه نه ورکوي او سياسي،وټيزې،فکري او ګروهيزې شخړې او بالاخره د انسانيت کمال ته د رسېدليو انسانانو د لېواليتاوو او د څاروي ډوله او پرېوتو انسانان د لېوالتياوو ترمنځ به تر هغه جګړه او شخړه روانه وي،چې ټولنه د انسانيت لوړې څوکې ته نه وي رسېدلي.

٢٣-خداى د کوم قوم او خلکو برخليک نه بدلوي؛خو دا چې هغه خلک يې په خپله بدل کړي .

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى .))

٢٤- متعال خداى،چې د نړۍ او انسان پنځوونکى دى،بالذات غني دى،بسيط من جميع الجهات دى،مطلق بشپړ دى،منتظره حالت نه لري، حرکت او تکامل ورته ناشونى دى،صفات يې عيناً د ذات په څېر دي،ټوله نړۍ يې فعل دى،ټوله هستي يې د ارادې او مشيت ښکاروندى ده،اراده يې سيال نه لري . د هغه د لامل او ارادې په لړ کې دي؛نه داچې پر وړاندې يې وي.

٢٥-داچې د نړۍ مبداء يوه ده او د همغږۍ پر لور يې ور روانه ده او داچې د مدبر ځواک تر اغېز لاندې خپل حرکت کوي؛نو له يو ډول وحدته برخمنه ده؛لکه څنګه چې د ژوندي موجود ارګانيک وحدت دى.

 

ج_د ايديولوژۍ له پلوه

د ايديولوژۍ له پلوه د اسلام د ځانګړنو بيانول ځانته يو کتاب غواړي؛خو په لنډو ورته اشاره کوو:

١-هر اړخيزتوب : د نورو اديانو په پرتله د اسلام يو غوراوى هر اړخيزتوب دى او په سم تعبير د لومړنيو بڼو په پرتله د خداى د دين د بشپړ او جامع دين ځانګړنه جامعيت او هراړخيزتوب دى.

 اسلامي علماوو ته څلورګونې اسلامي سرچينې بسيا دي،چې د هر څه په اړه څرګندونه وکړي . اسلامي علماء يوه موضوع هم بلاتکليفه نه ګڼي.

٢- اجتهاد منونکى: اسلامي کليات داسې تنظيم شوي،چې اجتهاد منونکي دي . اجتهاد؛يعنې پر متغيرو او جزيي اصولو د کلي او ثابتو اصولو تطبيق او برسېرنه او پردې سربېره، په اسلامي سرچينو کې د عقل شتون د اجتهاد چار خورا اسان کړى دى.

٣-سماحت او سهولت : د رسول اکرم (ص) د وينا له مخې،اسلام د ((سمحه او سهله))  شريعت دى او ستونزمنه او کړوونکې دنده پکې نشته.رسول اکرم وايي : بعثت على الشريعه السمحةو السهلة.

و ګ : (کافي٥/٤٩٤) جامع الصغير،د خطبيب تاريخ،کنوز الحقايق او ترمذي .

((وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ(حج/٧٨)= او په دين (اسلام) كې يې پر تاسې څه سختي او دروند كار نه دى ايښى))

په کوم ځاى کې،چې د ديني دندې په باب انسان ته کړاوو پېښېږي؛نو مسووليت ترې لرې کېږي .

٤-ژوند ته لېوالتيا : اسلام ژوند ته لېوالتيا لري؛نه داچې له ژوند تښتي؛نو ځکه يې له ((رهبانيت)) سره په کلکه مبارزه کړې ده:

(( لا رهبانية فى الاسلام= په اسلام کې رهبانيت نشته ))

وګ :ابن اثير؛نهاية ٢/٢٨٠)

په لرغونو ټولنو کې تل يو له دې دوو ول : يا آخرتپالي او له ژونده تېښته (رهبانيت) او يا دنياپالي او له آخرته تېښته (تمدن او پراختيا) . اسلام آخرتپالي،دنياپالي ته رادننه کړه.د اسلام له نظره،د آخرت لار پر دنيوي ژوند تېرېږي .

٥-ټولنيزتوب:اسلامي قوانين ټولنيز ماهيت لري؛ان په تر ټولو وګړيزو قوانينو؛لکه لمونځ او روژه کې يې هم ټولنيزه مالګه اچولې ده او د اسلام خورا ټولنيز،سياسي،وټييز،حقوقي او جزايي قوانين له دې ځانګړنې سرچينه اخلي؛لکه څنګه چې د جهاد او “پر نېکيو امر او له بديو منع” له اسلامي ټولنيز مسووليته سرچينه اخلي .

٦- وګړيز حقوق او ازادي : سره له دې،چې اسلام ټولنيز دين دى او د ټولنې په فکر کې دى او وګړى د ټولنې مسوول ګڼي؛د وګړي حقوق او ازادي ناليدي نه ګڼي او وګړي نااصله نه شمېري؛د اسلام له پلوه له حقوقي،سياسي،وټييزې،ټولنيز او قضايي پلوه حقوق لري؛له سياسي پلوه د سلامشورې او ټاکنې حق لري او له اقتصادي پلوه د خپل کار د محصول د مالکيت،معاوضې،مبادلې،صدقې،اجارې، مزارعې او مضاربې حق لري او له قضايي پلوه د دعوا،حق غو‌ښتنې او د شهادت حق لري.له ټولنيز پلوه د دندې،هستوګنې او تحصيلي رشتې د ټاکنې او… حق لري او له کورني پلوه د همسر ټاکنې حق لري.

٧-د ټولنې حق د وګړي پر حق لومړيت لري : په کوم ځاى کې،چې د ټولنې او وګړي حقوق سره په ټکر کې شول؛نو د ټولنې حق د وګړي پر حق لومړيت مومي او په دې هکله شرعي واکمن هوډ نيسي.

٨- د شورا اصل : د اسلام له پلوه په ټولنيزو چارو کې د شورا اصل معتبر اصل دى . په هغه چارو کې،چې “اسلامي نص” نه وي؛نو مسلمانان بايد د شورا کړنلار خپله کړي.

٩-چا ته ضرر نشې رسولاى : اسلامي احکام،چې مطلق او عام دي، تر هغه بريده د پلي کېدو وړ دي،چې چا ته زيان و نه رسول شي. په اسلام کې د ضرر قاعده يوه ټوليزه قاعده ده او د هر قانون په اړه د ((وتو)) حق لري.

١٠- د ګټې اصالت :د اسلام له پلوه په ټولو وګړيزو او ټولنيزو چارو کې په لومړۍ درجه کې پايله او ګټه يې په پام کې ونيول شي او د اسلام له پلوه هغه کار ((لغو)) او ممنوع ګڼل کېږي،چې ګټه و نه لري .

((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (مؤمنون/٣)= او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛))

١١-په راکړه ورکړه کې خير : د شتمنۍ لېږد رالېږد او راکړه ورکړه بايد له هر ډول چټيتوبه پاک وي.په هر لېږد رالېږد کې بايد يا مادي ګټه وي يا مانيزه او که داسې نه وي؛نو د شتمنۍ چورلول باطل او منع دي او په جوارۍ د شتمنۍ لېږد رالېږد حرام دى.

((لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (بقره/١٨٨)= او تاسې په خپلو منځونوكې د يو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مه خورئ او مه هغه و اكمنو ته ( د رشوت په توګه ) وړاندې كوئ،چې د خلكو د شتمنيو يوه برخه په ګناه وخورئ ، چې  په ګناه يې پوهېږئ هم.))

١٢-په اسلام کې ربا حرامه ده.

١٣-هره معامله او د شتمنۍ چورلول بايد د طرفينو له پوره پوهې سره وي او بايد د معاملې په هکله مخکې له مخکې پوره اطلاعات ورکړ شوي او که داسې نه وي؛نو جاهلانه،غرر او باطله معامله ده. (( نهى النبى عن الغرر ))  وګ : صحيح مسلم ٣/١١٥٣.

١٤_د عقل له ضد سره ضديت : اسلام عقل ته په درنه سترګه ګوري او د انسان باطني پېغمبر يې شمېري . ديني اصول يوازې په عقلاني څېړنه منل کېږي.د دين په فروعو کې عقل د اجتهاد يوه سرچينه ده. اسلام عقل يو ډول طهارت، پاکوالى او د عقل زوال يو  ډول ((مُحدَث)) کېدل ګڼي؛نو مستي او لېونتوب هم د ډکو او تشو متيازو او ويدېدو په څېر اودس ماتوي.اسلام ځکه مطلقاً له هر ډول مستۍ او مستوونکي سره مخالف دى،چې د عقل له ضد سره ضديت لري.

١٥-د ارادې له ضد سره ضديت : لکه څنګه چې عقل محترم دى او د اسلام ځينې احکام عقل ساتنې ته دي؛اراده،چې د عقل پلي کوونکى ځواک دى،هم محترمه ده؛نو ځکه کوم څيزونه،چې  اراده سستوي او مخه يې نيسي په اسلام کې ورته ((لهو)) وايي او حرام او ممنوع ده.

١٦-کار : اسلام د بېکار او بېکارۍ دښمن دى.دا چې انسان له ټولنې ګټنه کوي او دا چې کار د وګړي او ټولنې تر ټولو رغنده لامل دى او بېکاري تر ټولو ستر د فساد لامل دى؛نو انسان بايد ګټور کار وکړي. په اسلام کې پر هغه لعنت ويل شوى،چې د ټولنې او د نورو پر اوږو پېټى وي . (ملعون من القى کله على الناس )وګ: وسائل ١٢/١٨.

١٧-د دندې او مسلک سپېڅلتيا:کسب پردې سربېره،چې يومکلفيت دى؛د جهاد په څېر سپېڅلى چار دى او د خداى ښه ايسي. په روايت کې راغلي:(( مسلکي او کسبګر مؤمن د خداى ښه ايسي .))

وګ :وسايل١٢/١٣.

په بل روايت کې راغلي: ((څوک چې د کورنۍ لپاره زيار باسي؛لکه د خداى د لارې مجهاد.)) وګ :وسايل١٢/٤٣.

١٨- زبېښاک منع دى : اسلام زبېښاک؛يعنې له نورو بلاعوضه ګټه اخستنه په هره بڼه ناروا ګڼلې ده او د يو کار نامشروعوالي ته دومره بس،چې جوته شي زبېښاکي منځپانګه لري .

١٩- اسراف او تبذير : وګړي پر خپلو اموالو د اسلام په چوکاټ کې د تصرف اجازه لري؛نه هاخوا. په هره بڼه د مال ضايع کول،ګوزارول که تر اړتيا ډېر کارول يې وي که د لوکسو او فاسدوونکيو تجلمي څيزونو کارول، چې اسلام ورته ((اسراف)) او ((تبذير)) وايي،منع او حرام دي.

٢٠_په ژوند کې پراخي : ژوند ته د کورنۍ د سوکالۍ لپاره پراخي ورکول که د بل د حق د لتاړلو،اسراف،تبذير او يا د يوې دندې يا حکم د پرېښودو په بيه نه وي؛نو نه يوازې روا؛بلکې ستايل شوى چار دى.

٢١- بډې : په اسلام کې بډې اخستونکى او ورکوونکى په کلکه غندل شوي او په اور کې د سوځولو وړ ګڼل شوي دي او له دې لارې لاس ته راغلې شتمني هم حرامه ده.

٢٢- احتکار : توکي په دې نيت ساتل،چې ګران به شي او په لوړه بيه به يې وپلورم؛دا کار په اسلام کې حرام او منع دى او د شرعي حاکم دنده ده، چې دا توکي بازار ته راوباسي؛که د مالک يې خوښه وي که نه وي، بايد په عادلانه بيه په بازار کې وپلورل شي.

٢٣-در آمد د مصلحت پر بنسټ نه د مطلوبيت پر بنسټ : اسلام د درآمد مشروع سرچينه يوازې د وګړيو غوښتنې او لېوالتياوې نه ګڼي؛بلکې له مصلحت سره اړخ لګول يې هم شرط ګڼي.په بله وينا: اسلام د عرضې د مشروعيت لپاره يوازې د تقاضا شتون بسيا نه ګڼي؛نوځکه په اسلام کې ځنې کار و کسبونه حرام ((مکاسب محرمه)) نومول شوي دي،چې څو ډوله دي :

 الف _د ناپوهيو د تثبيت او په ناپوهيو د اغراء د موجباتو مبادله : هغه څيزونه حرام دي،چې عملا ددې لامل شي،چې وګړي ناپوهۍ،فکري او عقيدتي کږلارۍ ته وهڅول شي،که څه هم په کافي اندازه تقاضا يې وي؛ نو بوت ،صليب،بربنډ او غير اخلاقي فيلمونه،عکسونه او پوسټرونه پلورنه او د هغه چا ستاينه کول،چې وړ يې نه دى او له دې لارې  لاس ته راوړې شتمني حرامه ده.

ب_ د اضلال او اغفال د موجباتو مبادله : د هغو څيزونو پېر پلور حرام دى،چې ټولنه بې لارې کوي.

ج_ هغه کار،چې د دښمن د پياوړي کېدو لامل شي : له هرې هغې لارې شتمني لاس ته راوړل حرام دي،چې دښمن له اقتصادي،سياسي، پوځي،فرهنګي او يا استخباراتي پلوه پياوړى کوي، که دا چار د وسلې پېرولو له لارې وي او که د نورو توکيو او استخباراتو د پېر له لارې وي، چې په عمل کې پورتنۍ پايلې ولري او پر پرديو د خپل هېواد لرغوني آثار او پخواني کتابونه پېرل هم همدا حکم لري.

د_له هغې لارې شتمني ګټل،چې وګړي يا ټولنې ته پکې تاوان وي : د شرابو،چرسو،هيروينو،د جوارۍ د وسايلو د پلور له لارې شتمني ګټل حرام دي او همداراز د ظالم انسان د اداري پوسټ منل هم حرام دي.

يو شمېر چارې شته،چې شتمنۍ پرې لاس ته راتلاى شي؛خو بيت المال بايد د چلوونکيو د ژوند لګښت يې پر غاړه واخلي؛لکه افتاء،قضاء، د دين د اصولو او فروعو خپرول،د دين تبليغول او داسې نور.دا لړ چارې خورا سپېڅلي دي،چې نه ښايي د شتمنۍ د لاس ته راوړو وسيله شي.دا يو لړ واجبات دي،چې بايد بلاعوض ترسره شي او د مسلمانانو بيت المال بايد ددې سپېڅليو چارو ترسره کوونکيو ته تنخوا ورکړي.

٢٤-له حقوقو د دفاع سپېڅليتا : له حقوقو دفاع _که وګړيزه وي که ټولنيزه _ او له يرغلګر سره مبارزه فرض او سپېڅلې ده :

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا (نساء/١٤٨)= خداى دا نه خوښوي،چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي؛خو که پر چا تېرى شوى وي او خداى اورېدونكى (او) پوه دى .)) 

رسول اکرم (کافي ٥/٦٠) وايي : (( تر ټولو غوره عبادت د ظالم واکمن پر وړاندې پر عدالت خبره کول دي.))

حضرت علي د مصر والي مالک اشتر ته ليکي :

((يو ملت هله د سپېڅليتا مقام ته رسي،چې کمزورى بې له کومې وېرې له زوروره خپل حق وغواړي.))

٢٥- سمونه او له فساد سره همېشنۍ مبارزه : په اسلام کې د ” پر نېکيو امر او له بديو منع” هغه اصل دى،چې د نورو اسلامي فرايضو سټه دى. دا آر مسلمانان په همېشني فکري پاڅون،سمونه او له فساد سره په مبارزه کې ساتي :

((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/١١٠)= تاسې غوره امت ياست،چې د خلكو ګټې ته رادبره شوي يئ ( داچې ) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال ( پر دغسې کړلار او ځلاند دين ) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده ( خو يوازې ) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېر شمېر يې فاسقان ( او د خداى له فرمانه سر غړوونكي) دي .))

رسول اکرم (کافي٥/٥٦) وايي : (( بايد پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ګنې ستاسې بد وګړي به پر تاسې واکمن شي او که بيا نېکچاري مو دعا هم کوي؛نو نه به منل کېږي.))

٢٦- اسلام تر هر څه د مخه د توحيد دين دى: په توحيد کې هېڅ ډول ټکه –که نظري توحيد وي که عملي_ نه مني. اسلامي فکر او کړنې له خدايه پېلېږي او په خداى پاى ته رسي؛نو ځکه هر ډول ثنويت،تثليث او تکثير يې شاته اچولى،چې دا آر ټکنى کوي؛لکه د خداى  او شيطان ثنويت،يا خداى او انسان او يا خداى او خلک. هر کار بايد د خداى په فکر، د خداى پر لور او خداى ته د نږدېدو لپاره پېل او پاى ته ورسي او بې له دې هر څه چې دي، له اسلامه نه دي. په اسلام کې ټولې لارې توحيد ته رسي؛اسلامي اخلاق له توحيده سرچينه اخلي او په توحيد پاى ته رسي او همداراز اسلامي روزنه،سياست،اقتصاد،ټولنه او …..

په اسلام کې هر کار د خداى په نامه او له هغه په مرسته غوښتو پېلېږي ((بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ )) او د خداى په نوم او ستاينه پاى ته رسي ((الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ = ستاېنه يوازې نړۍ پال خداى ته ده.)) او د خداى په نوم او ډاډ او پر ډډه يې جريان مومي ((إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلاَّ هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(هود/٥٦)=   ما پر ” الله ” توكل كړى دى،چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګي ورسره دي، په رښتيا چې پالونكې مې پرسمه لار دى.))

((وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (آل عمران/١٢٢)= او مومنان بايد يوازې پر خداى توكل وكړي .))

د واقعي مسلمان توحيد يوازې فکر او وچه ګروهه نه ده؛لکه څنګه چې د احديت ذات له مخلوقاتو يې بېل نه دى؛له ټولو سره دى او پر ټولو راچاپېر او محيط دى،هر څه له هغه پېلېږي او پر هغه پاى ته رسي؛ توحيدي فکر هم د واقعي موحد پر وجود بشپړه راچاپېر دى او جهت ورته ورکوي؛نو ځکه د واقعي مسلمان د کار پېل،منځ او پاى خداى دى او هېڅ څه ورسره نه شريکوي .

٢٧- د وسائطو الغاء : سره له دې،چې اسلام د فيض په راکوزېدو کې وسائط مني او د علت او معلول نظام _هم په توکيزو چارو کې او هم په مانيزو چارو کې_ حقيقي او واقعي شمېري؛خو د نمانځنې او عبادت په مقام کې ټول وسائط الغاء کوي؛لکه څنګه چې پوهېږو په اديانو کې اړونه شوې او وګړي پکې له خداى سره د نېغ په نېغه اړيکې ارزښت له لاسه ورکړى دى او د خداى او انسان ترمنځ بېلتون فرض شوى دى او يوازې “پالي” او “روحاني” کړاى شي،چې نېغ په نېغه له خداى سره په اړيکه کې شي او بايد د نورو خلکو پيغام نورو ته ورسوي،چې په اسلام کې دا کار يو ډول شرک ګنل کېږي.قرآن کريم په ډاګه وايي : که بندګان مې دې زما په باب وپوښتي،ورته ووايه: نږدې يم او د دعا کوونکي دعا منم…

٢٨- له توحيدوالو سره د ګډ ژوند امکان : د اسلام له پلوه مسلمانان کړاى شي په خپل هېواد کې د هغو اديانو له لارويانو؛يهودو،نصاراوو او مجوس سره په ټاکليو شرايطو کې ګډژوند وکړي،چې توحيدي ريښه لري؛که څه هم بالفعل له توحيده کاږه شوي؛خو نشي کړاى،چې په اسلامي هېواد کې له مشرک سره ژوند وکړي . مسلمانان کړاى شي د اسلامي لوړو موخو پر بنسټ له مشرکو هېوادو سره د سولې او د نه يرغل او يا په ځانګړې موضوع کې تړون وکړي.

٢٩_ مساوات : مساوات او د تبعيض نفې د اسلامي ايديولوژۍ له اصولو ځنې دي.د اسلام له پلوه انسانان په ذات او ګوهر کې مساوي دي او خلک له دې نظره څو ډوله نه دي پنځول شوي؛رنګ،وينه، توکم او قوميت د غوراوي کچې نه دي.”قريشي سيد” او “حبشي سيد” سره برابر دي. په اسلام کې ازادي،ولسواکي او عدالت د انسانانو د مساوات زوکړه ده.

د اسلام له پلوه يوازې په محدودو او ټاکليو شرايطو کې،د وګړي او ټولنې د يو لړ مصالحو په پار،د لنډ مهال لپاره ځنې حقوق له ځنې وګړيو اخستل کېږي او دا خبره د انسان له ګوهر،ذات،وينې او توکم سره هېڅ تړاو نه لري.د مريانو د مرينې لنډمهال پېر_چې د اسلام له پلوه په فرهنګي،ښوونيزو او روزنيزو مقولو کې راځي؛نه په اقتصادي او زبېښاک کې او د اسلامي روزنې لپاره لنډ مهاله دالان دى_ هم له دې مقولو ځنې دى.

٣٠_ په اسلام کې حقوق،سزاګانې او دندې دوه جنسي دي؛يعنې لکه څنګه چې ‌نارينه او ښځمنه په انسانيت کې مشترک دي ؛خو جنسيتونو يې له فرعي ځانګړنو سره دوه جنسه ګرځولي دي. حقوق، دندې او سزاګانې تر هغه مساوي،مشترکې او يو جنسي دي،چې د دوو جنسونو په مشترکاتو پورې اړوند دي؛لکه د علم د زده کړې حق،د نمانځنې او عبادت حق،د مېړه او مېرمنې د ټاکنې حق،د مالکيت حق، په مايملک کې د تصرف حق او داسې نور… او په هغه ځايو کې،چې په جنسيت او فرعي ځانګړنو پورې يې اړوند دي؛وضع برابره او متساوي ده؛خو يورنګه نه،نامتشابه ده او دوه جنسي ده.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پېغمبر اکرم

پېغمبر اکرم حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه آله وسلم،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى، پر٥٧٠ ز وزيږېد؛په څلوېښت کلنۍ کې مبعوث شو.په مکه يې ديارلس کاله خلک اسلام ته راوبلل او په دې لار کې يې خورا سختۍ وګاللې او په دې موده کې يې تکړه وګړي وروزل او بيا يې مدينې ته هجرت وکړ او هغه ځاى يې خپله پلازمېنه کړه . لس کاله يې په مدينه کې خلک اسلام ته راوبلل او د عربو له سرکښو سره يې مبارزه وکړه او ټول يې غوسه کړل . تر لسو کالو وروسته د عربستان ټوله ټاپووزمه مسلمانه شوه.په دې دروېشت کلو کې په تدريج ورته د قرآن حکيم آيتونه راغلل . مسلمانانو له قرآن کريم او رسول اکرم سره هېښنده مينه او لېوالتيا درلوده.پېغمبر اکرم پر يوولسم هجري کال،چې د بعثت درويشتم کال او د عمر يې درې شپېتم کال و، ومړ او نوې او له اروايي خوشحالۍ ډکه ټولنه يې جوړه کړه،چې په رغنده مفکورې مؤمنه وه او نړيوال مسووليت يې احساساوه.

دوه څيزونو دې نوې ټولنې ته روحيه او يووالى  ورکړى و: قرآن کريم، چې تل به لوستل کېده او الهام يې ورکاوه او بل د رسول اکرم ستر شخصيت، چې ټول فکرونه يې ځان ته راکښلي او لېواله کړي ول.دلته د رسول اکرم پر شخصيت ويينه لرو.

 

د ماشومتوب پېر

لا نه و زيږېدلى،چې پلار يې له شام نه مدينې ته په سوداګريز سفر کې ومړ او نيکه يې عبدالمطلب پالنه پر غاړه واخسته.له ماشومتوبه يې په څېره، کړنو او ويناوو کې د ستروالي او فوق العادګۍ نښې ليدل کېدې او  عبدالمطلب ته د لمر په څېر روښانه وه،چې لمسى يې روڼ راتلونکى لري.

اته کلن و،چې نيکه يې ومړ او د نيکه د وصيت له مخې،تره يې ابوطالب پالنه پر غاړه واخسته.ابوطالب هم د محمد (ص) کړنو ګوته په خوله حيران و؛ځکه کړنو يې نورو ماشومانو ته بېخي ورته والى نه درلود.

هېڅکله يې و نه ليدل،چې د نورو ماشومانو په څېر خوړو ته لېوالتيا وښيي؛لږه يې خوړه او له ډېر خورۍ يې ډډه کوله.د نورو ماشومانو د روږد پر خلاف يې ويښتان ګومنځول او مخ يې مينځه او پاک و.

ابوطالب وايي :

(( هېڅکله مې ترې دروغ،بېځايه خندا او ناوړه کار و نه ليد،ماشومانه لوبو ته يې لېوالتيا نه درلوده؛يوازېتوب او خلوت يې خوښ و او په هر حال کې خاکسار او متواضع و.))

 

له بېکارۍ او لټۍ کرکه

له بېکارۍ او لټۍ سخت کرکجن و،ويل يې : (( خدايه ! له لټۍ، ناغېړۍ ،کمزورۍ او سستۍ له تا پناه غواړم.))

 وګ:الجامع الصغير١/٥٨

مسلمانان يې کار ته هڅول،ويل يې :

((عبادت اويا برخې دى،چې خورا غوره يې حلال کسب دى.))

وګ :کافي٥/٧٨

 

امانت

تر بعث مخکې حضرت خديجې _چې بيا يې مېرمن شوه_ ته د سوداګرۍ په موخه شام ته ولاړ .په دې سفر کې يې امانت ساتي،استعداد او سمچاري روښانه شوه؛په خلکو کې په امانت ساتنه کې دومره مشهور و، چې د “محمد امين” لقب يې ورکړى و.تر بعثت وروسته سره له دې، چې قريشو ورسره دښمني پيدا کړه؛خو بيا يې هم خپل امانتونه ورسره ايښوول؛نو ځکه تر خپل هجرت وروسته يې حضرت علي (ک) څو ورځې په مکه کې پرېښود،چې د خلکو امانتونه يې اصلي خاوندانو ته ورکړي.

 

له تېري سره مبارزه

پېغمبراکرم د جاهليت په پېر کې د “حلف الفضول” په تړون کې هم ژمنى و.دا تړون هغې ډلې د “عبدالله بن جدعان” په کور کې رامنځ ته کړى و، چې له تېري او زورمټۍ پوزې ته راغلي ول.پېغمبراکرم به تر رسالت وروسته دا تړون ياداوه او ويل يې،چې چمتو نه يم دا تړون مات شي او اوس هم چمتو يم،چې په داسې تړون کې هم ژمنى شم.

 

کورني خويونه

په کور کې لوراند و؛له مېرمنو سره يې هېڅ ډول تاوتريخوالى نه کاوه، چې دا چار د مکې د خلکو د دود پر خلاف و. له ښځو سره پر ښه چلن ټينګار کاوه،ويل يې :((هر څوک ناوړه او ښه خويونه لري؛سړي نبايد يوازې د خپلې مېرمنې ناوړه خويونه په پام کې ونيسي او خوشې يې کړي او هر مهال،چې د مېرمنې يوې ځانګړنې خپه کړې؛نو بله داسې ښه ځانګړنه پکې شته،چې خوشحاله دې کړي او بايد دا دواړه ځانګړنې  په پام کې ونيول شي.))

له اولاد او لمسو سره په مينه چلېده؛په غېږ کې يې کېنول،پر اوږو يې سپرول او ښکلول يې،چې دا ټول خويونه د هغه وخت د دودونو پر خلاف ول. يوه ورځ يې امام حسن ښکلاوه،چې يو سړي ورته وويل: (( دوه زامن لرم،چې تر اوسه مې يو هم نه دى ښکل کړى.)) رسول اکرم ورته وويل: ((څوک چې پر نورو و نه لورېږې؛نو خداى به پرې و نه لورېږي.))

وګ : الفقيه٤/٢٧٢.

د مسلمانانو پر اولاد هم خورا لوراند و؛پر زنګانه يې کېنول او پر سر يې ورته د مينې لاس راکښوده.ميندو به خپل ماشومان دعا ته رسول اکرم ته راوستل.کله به پېښېدل،چې ماشومانو به د رسول اکرم په غېږ کې متيازې کولې،چې په دې کار به ميندې خپه او ماشومانو ته غوسه کېدې؛ خو رسول اکرم به ويل : له متيازو کولو يې مخنيوى مه کوئ؛ خير دى که جامې مې چټلې شوې؛و به يې مينځم.

 

له مريانو سره چلن

پر مريانو خورا لوراند و،خلکو ته يې ويل: (( دوى مو ورونه دي؛کوم خواړه،چې پخپله خورئ،پر دوى يې هم وخورئ،د ځان په څېر جامه ورکړئ، تر وسې پورته کار پرې مه کوئ او پخپله ورسره په چارو کې مرسته وکړئ؛ورته د وينځې او مريي په نوم غږ مه کوئ؛ځکه موږ ټول د خداى مملوک يو او د ټولو حقيقي مالک خاوند خداى دى او په ځوانه ! يا ځوانې ورته غږ کوئ.))

اسلامي شريعت ټول هغه امکانات رامنځ ته کړل،چې د مريانو ازادول يې اسانول.”نخاسي”؛يعنې د مريانو پلورل يې خورا ناوړه چار ګاڼه،ويل يې:(( د خداى په نزد خورا ناوړه خلک انسان پلوري دي.))

 وګ:وسايل ١٢/٩٧

 

پاکوالى او ښه بوى

له پاکوالي او ښه بوى سره يې هېښنده مينه درلوده؛هم يې پخپله د پاکوالي خيال ساته او هم يې نورو ته سپارښتنه کوله،چې خپل کورونه او بدنونه پاک وساتئ. ټول يې هڅول،چې د جمعې پر ورځ غسل وکړي او عطر پورې کړي او له ښه بوى او پاک بدن سره د جمعې لمونځ ته ولاړ شئ.

 

چلن

په ورين تندي له خلکو سره مخېده.په سلام اچولو کې ان پر ماشومانو او مريانو مخکېکېده و.د چا په مخ کې يې پښې نه غځولې او پر چا يې ډډه نه وهله.ډېرى په زنګنو کېناسته.د غونډو د ناستو بڼه يې ګرده وه، چې لاندې باندې پکې نه وي او ټول يو شان ځاى ولري. د اصحابو پوښتنه يې کوله؛که په درې ورځو کې به يې و نه ليد؛نو پوښتنه يې کوله؛که ناروغ به و؛نو پوښتنې ته يې ورته او که ستونزه يې درلوده؛نو په هواري که يې ورسره مرسته کوله. په غونډو کې يې يوازې يوه ته نه ليدل او له يوه سره يې خبرې نه کولې؛بلکې ټولو ته يې کتل او ځان يې پر غونډه ويشه . ښه يې نه ايسيدل،چې کله غونډې ته راننوځي څوک ورته له ځايه پاڅي او په کارونو کې يې ونډه اخسته،وايي :

(( د خداى نه خوښېږي،چې خپل بنده په نورو بندګانو کې داسې وويني، چې د نورو په پرتله ځان ته پر امتياز قايل وي.))

وګ:کحل البصر/٦٨ مخ.

 

پرېکنده نرم خويه

په وګړيزو او هغو مسايلو کې خورا نرم چلنه او مهربان و،چې پخپله په همده پورې يې اړه درلوده،چې سترې او تاريخي بښنې يې د پرمختګ لامل دى؛خو په اصولي،عمومي او قانوني مسايلو کې پرېکنده او سخت چلنه و او په دې چارو کې له چا هم نه تېرېده. سره له دې،چې قريشو پرې خورا تېري کړي ول؛خو د مکې تر سوبې وروسته يې ټول وبښل .د خپل ګران تره حضرت “حمزه سيدالشهداء” د وژونکي توبه يې ومنله؛خو پر هماغه ورځ يې يوې ښځې ته د کړي جرم سزا ورکړه،چې ټول قريش يې بښلي ول .کيسه يې داسې وه: د “بني مخزوم” د ټبر يوې ښځې غلا کړې وه او جرم يې جوت شوى هم و. د ټبر خلکو پر ښځه د حد جاري کېدل، د خپل ټبر سپکاوى ګاڼه او له رسول اکرم يې وغوښتل،چې د حد له جاري کولو ډډه وکړي او ډېر ستر اصحاب يې هم رسول اکرم ته واسطه کړل؛خو رسول اکرم په غوسه وويل: دا د واسطې ځاى نه دى! نه شم کړاى د خلکو لپاره د خداى قانون پلى نه کړم او د هماغې ورځ پر مازيګر يې خلکو ته وينا وکړه:

(( تېر خلک او قومونه ځکه ورک شول،چې د الهي قانون په پلي کولو کې يې تبعيض کاوه؛که واکمنو او زورورو بل جرم وکړ؛نو بښل کېده به او که کمزوري به جرم وکړ؛نو قانون پرې پلي کېده؛ قسم پر خداى ! د عدالت په پلي کولو کې به له چا سره سستي و نه کړم که څه هم نږدې خپلوان مې وي.)) وګ :صحيح مسلم٥/١١٤ .

 

عبادت

د شپې ډېرى برخه يې په عبادت تېروله .سره له دې،چې ټوله ورځ يې – په  تېره بيا په مدينه – کار و کوښښ کاوه؛خو د عبادت وخت يې نه لږېده.هوساېنه او ارام يې د حق په عبادت کې ليده؛عبادت يې جنت ته د تمې او يا د دوزخ د اور له وېرې نه و؛بلکې د مينې،ستاينې او مننې و. يوه ورځ يوې مېرمنې يې ورته وويل : ته خو بښل شوى يې؛نو ولې دومره عبادت کوې؟ پېغمبر اکرم وويل:(( آيا بايد منندوى بنده و نه وسم؟))

ډېرې روژې يې نيوې. پر رمضان او شعبان سربېره؛ ورځ ترمنځ روژه و.د رمضان په وروستيو لسو شپو کې يې بستره بېخي ټولوله او په جومات کې اعتکاف ته کېناسته؛خو خلکو ته يې ويل: ( بسيا ده،چې په هره مياشت کې يوازې درې ورځې روژه شئ.)) ويل يې: (( د خپلې وسې هومره عبادت کوئ او تر خپلې وسې ډېر عبادت پر ځان مه پېټى کوئ، چې پرعکس اغېز لري.)) له رهبانيت،ګوښه ناستۍ او کورنۍ ته له شاکولو سره مخالف و او هغه اصحاب يې په کلکه ورټل،چې داسې هوډ يې نيولى و. ويل يې : (( بدن،مېرمن،اولاد او ملګري مو درباندې يو لړ حقوق لري،چې بايد رعايت شي.)) ځان ته لمونځ يې اوږداوه او کله به ساعتونه ساعتونه د تهجدو پر لمانځه بوخت و؛خو د جمعې لمونځ يې لنډاوه او د کمزوريو،ښځمنو،بوډاګانو او ماشومانو پر حقوقو او درناوي يې خورا ټينګار کاوه.

 

زهد او ساده ژوند

زهد او ساده اوسېدل يې د ژوند اصول ول. ساده خواړه يې خوړل،ساده جامې يې اغوستې او ساده حرکت يې کاوه. پر پوزي او ځمکه کېناسته. په خپله يې اوزې لوشلې او پر بې کتې سپرلۍ به سپرېده.ډېرى خواړه يې روټه او کجورې وې.خپلې جامې او پڼې يې په خپله پيوندولې. د سادګۍ پلوى و؛خو د بېوزلۍ د فلسفې نه؛ شتمني يې د ټولنې ګټې او په مشروعو لارو کې لګولو ته پکار ګڼله،ويل يې:

((څومره ښه ده هغه شتمني،چې له حلالو لاس ته راشي او خاوند يې پوه شي،چې په کوم ځاى کې يې ولګوي.)) وګ :محجة البيضاء٦/٤٤.

((شتمني تقوا ته ښه مرسته ده.)) وګ:وسائل١٢/١٦.

 

اراده او استقامت

بې سارې اراده او استقامت يې درلود،چې يارانو يې ترې هم زده کړې وه. د رسالت درويش کلن پېر يې د ارادې او استقامت له زده کړو ډک دى. کله به داسې پېښېدل،چې ټول به نهيلي شول؛خو هغه يوه شېبه هم نهيلى نه شو او ماته يې ذهن ته نه راته او د يوې شېبې لپاره يې هم پر بري ايمان لږ نه شو.

 

مشري،مديريت او سلامشوره

سره له دې،چې اصحابو يې بې ځنډه حکم پلي کاوه او تل يې اصحابو ويل: ((دا چې بشپړ ايمان درباندې لرو؛که حکم وکړې،چې ځان سيند ته واچوئ او يا په اور کې وسوځوئ؛نو دا کار به وکړو.))

خو پېغمبراکرم د  زورواکانو په څېر نه و او په هغو چارو کې يې له يارانو سره سلامشوره کوله،چې په هکله يې وحې او الهي حکم نه و راغلى او تر مشورې وروسته يې د ورکړ شوې مشورې درناوى هم کاوه او له دې لارې يې خپلو يارانو ته شخصيت ورکاوه. په “بدر” کې يې د جګړې کولو او نه کولو لپاره له ملګرو سره مشوره وکړه. د “اُحُد” په جګړه کې داچې په مدينه کې پاتې شي که ووځي؛هم يې له يارانو سره مشوره وکړه او همداراز د “احزاب” او “تبوک” په جګړه کې.

د پېغمبراکرم نرمي،لورنه،بښنه، د اصحابو او امت د تېروتنو بښلو ته لېوالتيا،پر يارانو يې شمېرل،ورسره مشوره او شخصيت ورکول يې هغه لاملونه دي،چې پر اصحابو او امت يې خورا ګران کړى و. قرآن کريم په دې هکله وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ(آل عمران/١٥٩) = خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي.))

 

نظم او انضباط

پر چارو يې نظم او انضباط واکمن و. مهال ويش يې درلود او ددې کار سپارښتنه يې هم کوله او اصحابو يې هم په پلوۍ همدا کار کاوه.پکار وه، چې ځنې هوډونه ښکاره نه کړي،چې دښمن ترې خبر نشي؛نو نه يې ښکاره کول؛خو يارانو يې هوډ هرومرو پلي کاوه.د بېلګې په توګه : حکم يې کاوه : تيار شئ ! سبا حرکت کوو. بې له دې،چې له نهايي مقصده خبر وي،ټول به سبا پر هغه لور تلل،چې رسول اکرم حکم کړى و او په وروستيو شېبو کې به خبرېدل،چې چېرته ځوو.کله به يې يوې ډلې ته د تګ حکم کاوه او يو ليک يې ورکاوه او ورته ويل يې،چې تر درې شپو او ورځو مزله وروسته ليک ولولئ او پکې ليکل شوي حکمونه پلي کړئ او هغوى به همداسې کول او نهايي مقصد ته تر رسېدو د مخه نه پوهېدل،چې چېرته روان دي او له دې لارې يې دښمن او د ښمن جاسوسان بې خبره پرېښوول.

 

نيوکه يې اورېده او له غوړه مالۍ کرکجن و

کله به پرې ځنې يارانو سختې او بېځايه نيوکې کولې؛خو پېغمبر اکرم به  د نيولي هوډ د فلسفې او حکمت په بيانولو خپل هوډ ته راماتول . له ستاينې او غوړه مالۍ کرکجن و،ويل يې(بحارالانوار٣/٢٩٤) :((د چاپلوسانو او غوړه مالونو پر مخ خاورې وشيندئ))

له ډاډ سره کار يې ښه ايسيده.حضرت سعد بن معاذ (رض)،چې ومړ او پېغمبراکرم په خپله په لحد کې کېښود او چې کله يې د لحد تيږې ايښودې،ويل يې:((پوهېږم،چې څو ورځې وروسته نړېږي؛خو خداى خوښېږي،چې بنده يې کوم کار کوي،ډاډمن او کلک يې وکړي.))

له کمزوريو ټکيو سره مبارزه

د وګړيو له کمزوريو ټکيو او ناپوهيو يې ناوړه ګټنه نه کوله؛پر عکس ورسره يې مبارزه کوله او خلک يې له خپلو ناپوهيو خبرول . اتلس مياشتېنى زوى يې ابراهيم،چې ومړ؛نو پر هغه ورځ لمر تندر ونيو. خلکو و انګېرل،چې لمر د پېغمبراکرم د زوى په وير کې تندر نيولى؛خو پېغمبر اکرم د خلکو ددې جاهلي آند پر وړاندې چوپ پاتې نه شو او د خلکو له دې کمزوري ټکي يې ناوړه ګټنه و نه کړه؛پر ممبر کېناست،و يې ويل: (( خلکو ! لمر و سپوږمۍ دوه الهي آيتونه دي او د چا د مړينې په پار يې تندر نه نيسي.))

 

د مشرۍ شرايط

د مشرۍ شرايط يې درلودل؛لکه تشخيص،پرېکندتوب،مړانه، وړاندوينه، لرليد، د نيوکو زغم،د وګړيو پر وړتياوو پوهېدل او د وړتيا له مخې دنده ورسپارل،په شخصي چارو کې نرمي او په اصولي او قانوني چارو کې سختي،پر لارويانو او يارانو شمېرنه،شخصيت ورکول او د هغوى د عاطفي،عقلي او عملي استعدادونو روزنه،له استبداده ډډه کول، له خاکسارۍ،پت،امانت ساتنې او په تشکيلاتو کې د انساني ځواکونو له تنظيم سره يې خورا مينه درلوده، ويل يې : ((که درې تنه يو ځاى سفر کوئ؛نو يو مو مشر وټاکئ.))

په مدينه کې يې ځانګړي تشکيلات درلودل او هرې ډلې به ځانګړې دنده درلوده :ځنې د وحې کاتبان ول او قرآن يې ليکه،ځينو د پېغمبر اکرم د ځانګړيو ليکونو ليکوالان ول،ځينو به د خلکو تړونونه او معاملې ثبتولې،ځينو د صدقو او مالياتو حساب و کتاب کاوه.

د تاريخ په کتابو؛لکه د يعقوبي تاريخ،د مسعودي التنبيه و الاشراف او د بلاذري معجم البلدان او ابن سعد په طبقات کې دا ټول ليکل شوي دي.

د تبليغ کړنلار

د اسلام په تبليغ کې يې سختي نه کوله او تر وېرې او ګواښنې ډېر يې پر زېري او هيلې ډډه وه.خپل يو يار يې،چې يمن ته د تبليغ لپاره لېږه،ورته يې وويل :(( اساني کوه او سختي مه کوه زېرى ورکړه (خوښې راهڅوه) او خلک مه توري کوه.)) وګ:دلائل النبوة٥/٤٠١.

د اسلام د تبليغ په چار کې يې خوځښت درلود،طائف ته يې سفر وکړ،د حج په موسم کې به پر ټبرونو ګرځېده او بلنه يې ورکوله.يو ځل يې حضرت علي (ک) او بل ځل يې حضرت معاذ بن جبل (رض) يمن د تبليغ لپاره ولېږه.مدينې ته د راتګ تر مخه يې حضرت مصب بن عمير (رض) تبليغ ته استولى و.يوه ډله يې حبشې ته ولېږل،چې په دې سفر هم د قريشو له کړاوونو خلاص شول او هم يې په حبشه کې اسلام ته تبليغ کاوه. پر شپږم هجري کال يې پاچايانو ته ليکونه واستول او اسلام ته يې راوبلل،چې تاريخ د سلو په شاوخوا کې ليکونه يې ثبت کړي دي.

 

پوهې ته هڅونه

خلک يې پوهې او ليک لوست ته يې هڅول.د اصحابو اولاد يې هڅاوه، چې ليک لوست زده کړي.ځنې اصحابو ته يې حکم وکړ،چې  د “سرياني” ژبه زده کړي، ويل يې: (( د علم زده کړه پر هر مسلمان او مسلمانې فرض ده.)) وګ: بحارالانوار١/١٧٧

(( حکمت لاس ته راوړئ ان که له مشرک او منافقه وي.))

وګ:بحارالانوار٢/٩٩-٩٧

(( علم زده کړئ ان که په چين کې وي.)) وګ: بحارالانوار١/١٧٧.

د علم پر زده کړې دا دومره سپارښتنې او ټينګار ددې لامل شو،چې مسلمان د علم زده کړې ته ملا وتړي او له ډېرو ژبو يې ګټور علمي آثار وژباړل او په خپله هم پر څېړنو بوخت شول او په دې کار نه يوازې د پخوانيو يوناني،رومي،ايراني،مصري،هندي او…تمدنو ترمنځ ارتباطي کړۍ شوه؛پخپله يې هم تر ټولو ستر او پرمختلى اسلامي تمدن رامنځ ته کړ.

خوى يې د وينا او دين په څېر هراړخيز او پراخ بنسټه و.تاريخ يې په څېر شخصيت نه دى ليدلى،چې په ټولو انساني اړخونو کې کمال ته رسېدلى و او هغه په رښتيا،چې بشپړ انسان و.

 

پاى

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست