تبلیغات

غواړم چې تاسې ته د مړينې د منځپانګې په اړه څه ووايم،((بېكن)) وايي: لكه څرنګه چې ماشومان له تپې تيارې وېرېږي، خلك هم په همدې څېر له مړينې وېرېږي . موږ په اصل كې له ناپېژندل شويو څيزونو ويرېږو؛ ځكه نه پوهېږو چې د مړينې پر مهال به څه پېښېږي . نه پوهېږو “مړينه” چې […]

غواړم چې تاسې ته د مړينې د منځپانګې په اړه څه ووايم،((بېكن)) وايي: لكه څرنګه چې ماشومان له تپې تيارې وېرېږي، خلك هم په همدې څېر له مړينې وېرېږي . موږ په اصل كې له ناپېژندل شويو څيزونو ويرېږو؛ ځكه نه پوهېږو چې د مړينې پر مهال به څه پېښېږي . نه پوهېږو “مړينه” چې را نږدې شي؛ موږ به په څرنګه حالت کې يو؟ د مړينې پرېښته تل د ناوړه او شيطان په شكل ښوول شوې ده. هر څوك غواړي په دې پوه شي، چې تر مړينې وروسته به راسره څه كېږي؛ خو څوك هم مړينې ته غاړه نه ږدي . ټول غواړو چې له مړينې ځان وژغورو. کوم كسان چې خوشحاله دي “مړينه” نه غواړي او ان هغوى چې خپه او غمځپلي هم دي او همداراز هغوى هم له مړينې كركه كوي چې له كړاوونو ډك ژوند لري.

څو كاله وړاندې يوه مېرمن راته راغله، چې په نه درملېدونكې ناروغۍ اخته وه؛ وروڼو او قوم يې له كوره شړلې وه . د ساتنې يې هم څوك نه درلودل، په ژړا يې راته د خپل ژوند د كړاوونو كيسې وكړې او ويې ويل : ښه به دا وي چې مړه شوې واى ! زه هېڅ هيله نه لرم، چې ورته ژوندۍ پاتې شم . ما ورته وويل: مورې ! آيا په رښتيا “مړينه” غواړى؟ و يې ويل : هو !ك ه “مړينه” راشي؛ نو تود هركلى به يې وكړم . ازمېښت ته مې ورته بې ضرره پوډر وركړل چې دا وخوره؛ نو كه خداى غوښتل ؛ نو په څو شېبو كې به مړه شې او له ټولوكړاوونو به خلاصه شې . څه فكركوئ څه ځواب يې راكړ؟ كېداى شي چې ناڅاپي مړينې وېرولې وي، پوډرو ته يې لاس هم ور نه وړ او ويې ويل: خورا مهم كارونه لرم، لومړې به يې ترسره كړم، بيا به راشم او دا پوډر به وخورم . دا مېرمن بيا راښكاره نشوه .

ټول له مړينې تښتئ او ترې وېرېږي؛ خو “مړينه” څه څيز دى؟ وايي چې : يو سړى له مړينې ډېر وېرېده، “مړينه” يې چې رانږدې شوه؛ نو خپل زوړ كور ته ولاړ چې په كلونو پکې اوسېدلى و، اولادونه يې پكې لوى كړي و، هلته چې ولاړ؛نو څه هم پكې نه و پاتې . خدمتګار يې ورته وويل : نوى كور له دې ځايه ډېر ښه دى . راځئ چې له دې ځايه ولاړ شو. د خدمتګار خبرې د سړي پر زړه کېناستې او له ځان سره يې وويل : خداى ماته تر دې ښايسته كور تيار كړى دى . “مړينه” يواځې له زوړ كوره نوي ته تلل دي.سړى چې کله په دې حقيقت وپوهېده؛ نو له مړينې يې وېره لرې شوه .

هو! “مړينه” له يو كوره بل ته تګ دى. د هندوانو ستر روحاني مشر ((شري راماكرشناپاراما هانزا)) چې مړ شو؛ نو ما ندينې يې ((شري سارادامانى)) [چې په خپلو لارويانو كې خورا شهرت لري] له ځانه سره وويل : خاوند مې مړ شو او زه كونډه شوم، نور خپل بنګړي وباسم اودا بنګړي يې له كوچنيوالې پر لاسونو وو. را ويستل يې لږ ګران ول؛ نو د ماتولو هڅه يې وكړه . پر همدې مهال يې د(( راماكرشنا غږ))واورېد، چې پرون شپه مړ شوى و، و يې ليدل چې ((راماكرشنا)) ورته مخې ته ولاړ دى او و يې ويل : سارادا ! سارادا ! دا څه كوې؟ زه مړ نه يم ! يواځې له يوې خونې بلې ته تللې يم.

نو د دې روحاني په وينا “مړينه” يواځې له يوې خونې بلې ته تګ دى؛ نو ولې بايد له مړينې وېرېږو؟ موږ نه مرو؛ بلكې يواځې خپل فزيكي بدن پرېږدو او له يوې خونې بلې ته ځو، چې تر لومړنۍ خونې خورا روښانه ده.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست