تبلیغات

پام دې وسه،چې څه غواړې يوه ورځ يو خدايي انسان ته يو ليک راورسېد، چې ملګري يې ورته ليکلى و: د خداى پاک بنده ! د ناروغۍ له بسترې درته په داسې حال کې دا ليک ليکم ،چې ډېر زيات ناروغه يم ؛نو هيله لرم،چې دعاراته وکړې،چې خداى مې ژر له دې دردونو خلاص کړي […]

پام دې وسه،چې څه غواړې

يوه ورځ يو خدايي انسان ته يو ليک راورسېد، چې ملګري يې ورته ليکلى و: د خداى پاک بنده ! د ناروغۍ له بسترې درته په داسې حال کې دا ليک ليکم ،چې ډېر زيات ناروغه يم ؛نو هيله لرم،چې دعاراته وکړې،چې خداى مې ژر له دې دردونو خلاص کړي .

دې خدايي انسان ورته داسې ځواب ورکړ: خبر نه يې،چې څه غواړې،څنګه دې له خداىه وغواړم،چې خپله پېرزو درڅخه واخلي ؟ خداى د درد د پردې شا ته راځي او موږ سپېڅلي کوى .ژوند ته مو ښکلا ورکوي او خپلى يوازېنى نعمت ؛يعنې روح رابښي؛نو اى ملګريه ! دعا کوم ، چې تا دې خداى له خپلى دې غوښتې خيجله کړي اوهمداسې دې مبارک کړي،چې نور له درده شکايت و نه کړې او د هر درد شکر وباسې .

د “دنيکو” په نامه يوه نجلۍ وه،چې زړه يې غوښتل يو وړوکى پاپي سپى وساتي او په دې باب يې تل له خپل موروپلار سره خبرې کولې؛خو موروپلار يې نه غوښتل ، چې کور ته سپى راوړي؛خو “دنيکو”هم نه منله او يقين يې درلود،چې يوه ورځ به هماغه سپى واخلي،چې خوښ يې دى. يوه ورځ يې پلار يو غټ لوښى په کورکې پيداکړ ؛نو “دنيکو” يې وپوښتله : دا د څه لوښى دى ؟ “دنيکو” : دا زما د سپي لوښ‌ى دى . پلار په حيرانتيا: ستا د سپي لوښى !!! ته خو سپى نه لرې؛نو لوښې د څه لپاره ؟ “د نيکو”: پلاره دا د هم د سپي زنځير او تمرين کوم،چې څنګه به مې خپل سپى په باغچه کې له زنځيره نيولى وي . پلار په خندا: ايا کولاى شې سپي ځانګړنې دې راته ووايې ؟ دنيکو: هو! يو وړوکې تور سپى،چې ګېډه اوپښې يې خړې او پر تندي يې يو سپين ټاکى دى .

پلار يې حيران شو. څو ورځې وروسته په ورځپانه کې د يو سپي د پلورولو اعلان خپور شو او “دنيکو” ټينګار وکړ ، چې دا سپى ورته وپېري . پلار يېچې و نه منل ؛نو ورته يې وويل : که داسپى هماغه وي ،چې ته يې وايې ؛نو زه به يې درته وپېرم . د سپي د پېراتو ته چې ولاړل ؛نو سپي د “دنيکو” پر لور رامنډه کړه او د دنيکو پښې يې وسټلې . پلار يې پر ليدلي حال باور نه درلود ؛ځکه  دې سپي هماغه ځانګړنې درلودى،چې “دنيکو” ويلې وې .

په حقيقت کې د څه په باب،چې فکر کوو،ځانته يې راکاږو . که چېرې ناپاک،د حسادت،غچ ، نفرت ، بدۍ اوحرص فکرونه ولرو ؛نو هماغسى شرايط خپل ځانته را کاږو؛نوګرانو! پام مواوسه ، چې تل ښه فکروکړئ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست