تبلیغات

پر خبره ولاړ سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب و؛خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاينې وړ وې؛لكه د تړون ماتول پکې ناوړه چار او ګناه بلل كېده. د عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه تړل،چې تر پايه به په خپله خبره ولاړ وو. […]

پر خبره ولاړ

سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب و؛خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاينې وړ وې؛لكه د تړون ماتول پکې ناوړه چار او ګناه بلل كېده. د عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه تړل،چې تر پايه به په خپله خبره ولاړ وو.

عبدالمطلب د زمزم د چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال احساس كړه، چې د زيات شمېر اولاد د نه درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسه دى؛نو ځكه يې نذر وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې ته مخ قرباني كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نه کړل . ډېر وخت لا نه و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې خپله خبره عملي كړي .

عبدالمطلب ته ددې پېښې ان تصور ډېر سخت و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نه کړي؛ نو د تړون ماتوونكيو په ډله كې به وشمېرل شي؛نو ځكه دا خبره يې خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي . پچه يې واچوله، چې د عبدالله (د پېغمبر اکرم د پلار) په نوم راوخته. عبدالمطلب بې ځنډه له لاسه ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول .

قريش؛ښځې او سړي له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم .

د قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

عبدالمطلب دې سترو احساساتو ته حيران و او هم چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتوونكيو په ډله كې رانشي؛خو سره له دې، د چارې د پيدا كولو هڅه يې هم كوله.

په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او عبدالمطلب ومنله او د هغه پوه سړي پر لور ور روان شول، چې په “يثرب” كې اوسېده.

پوه ترې يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ،چې ورغلل؛نو پوه ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟

ورته وويل شول : لس اوښان .

پوه : ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نوم راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نوم راووته؛نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو پچه د اوښ په نوم راووځي.

د پوه دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د”عبدالله” په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت وو او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې پچه اچول پيل كړل . لس ځل يې پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې عبدالله بچ شو؛خو عبدالمطلب راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ،چې ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى .

درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو عبدالمطلب ډاډ پيدا كړ،چې خداى پر كار يې راضي دى . عبدالمطلب امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ .(26)

له پېغمبر اکرمه روايت دى:(( زه د دوو تنو زوى يم، چې پر “ذبح” او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت اسماعيل عليه السلام او حضرت عبدالله دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست