تبلیغات

پر غوسې د برلاسۍ لارې نن ډول ډول عصبي ناروغۍ دي،هر چېرته چې ولاړ شو؛ نو د هر چا تندى تريو دى. نن عصبيت تر زکامه هم ډېر شو دى او شک نشته،چې تر زکامه خورا خطرناک دى . په دنيا کې په زرګونو خلک د وينې د فشار پر ناروغۍ ککړ دي او ښايي […]

پر غوسې د برلاسۍ لارې

نن ډول ډول عصبي ناروغۍ دي،هر چېرته چې ولاړ شو؛ نو د هر چا تندى تريو دى. نن عصبيت تر زکامه هم ډېر شو دى او شک نشته،چې تر زکامه خورا خطرناک دى .

په دنيا کې په زرګونو خلک د وينې د فشار پر ناروغۍ ککړ دي او ښايي موږ په يو داسې چاپېريال کې ژوند کوو،چې پر عصبيت ککړ دى؛خو د ذهن پوښتنه ده،چې پر عصبيت د برلاسۍ لار څه ده ؟ ايا زړه مو بې قراره نه دى ؟ ايا زړونه مو خپه نه دي ؟

کاشکې چا مو ناارام زړونه ارام کړي واى . ايا روح مو تر درنو دباونو لاندې نه دى ؟ کاشکې يوڅوک واى،چې زموږ له روحه يې دادرانه پېټي لرې کړي واى،چې زړه،روح او ذهن موسپک شوى واى ؛خو زما پوښتنه داده، چې ولې کلونه کلونه دي،چې په خپل پېټي پورې نښتي ياست ؟ ګوزار يې کړئ ! يوازې “هغه” ته بايد مخه کړو،چې په بېلابېلو ټکيو يې زيات ويلي دي : ايا د ګناه درون پېټي دې ملاماته کړې ده؟؛نو پوه شه،چې په هره سخته کې اساني ده او چې له دعا او عبادته خلاص شوئ؛نوبيا هم خپل خداى ته بې صبرى کوه.

که هره سخته وضع وڅېړل شي ؛نو پوه به شو ، چې دا خداى دى،چې هر بار او پېټى زغمي،خداى د ټول کائنات وزن او د انسانانو د شخصي ژوند او ټولې ګناهګانې زغمي ؛ نو دابه ډېره دکمعقلۍ خبره وي،چې موږ دا واړه پېټي پر اوږو واخلو؛ حال داچې خبر يو،چې د ټول کاينات وزن خداى زغمي . همدا اوسې خپلې ټولې وارخطايانې،خپګانونه او غمونه خداى ته وروسپارئ او د تل لپاره ځان له پېټي خلاص کړئ .

 خپل ځان وپېژنئ

هره ورځ دعا کوو:”خدايه ! ته تر هر مور وپلاره مهربانه يې” ايا تر اوسه مو ليدلي،چې يو ماشوم وارخطا شي ؟ ماشوم پوهېږي،چې مور يې ورسره ده؛نو نه وېرېږي .

موږ وايو،چې خداى تر هر موروپلاره مهربانه دى ؛ خو داسې ژوند کوو، چې له دې حقيقته سترګې پټوو.

څو کاله مخکې د لويديځ يو تاريخپوه؛فرانکلين د لويديځ د تفکر د بنسټيزو بهيرونو په باب يو کتاب وليکه . ليکوال زموږ وخت ته د وارخطايۍ پېر ويلى دى . هر چېرته چې ځو،ټول خلک په منډه او وارخطا دي . خلکو مادي امکانات لاس ته راوړي؛خو ذهني او روحي ارام يې له لاسه ورکړى دى .

ډېرپوهان وايي ، چې د نن تمدن ناروغه دى . چېرته چې ولاړ شئ؛ حرص او د ځواک د لاس ته راوړو ناروغي ده، علت يې څه دى ؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست