تبلیغات

  پر معاد ايمان د ټولو کمالاتو ملاتړ دى ډېرى کمالونه ،سرښندنې،اخلاقي فضايل له ساده ژوند او د ډول ډول ناوړو فشارونو د زغملو له امله د انسان ګوتو ته راغلي دي .هغه اهرم، چې وکړاى شو،دا ستر پېټی پرې اوچت کړو او دا دومره سختۍ وزغمو،يوازې پر قيامت ايمان دى .   پر معاد […]

 

پر معاد ايمان د ټولو کمالاتو ملاتړ دى

ډېرى کمالونه ،سرښندنې،اخلاقي فضايل له ساده ژوند او د ډول ډول ناوړو فشارونو د زغملو له امله د انسان ګوتو ته راغلي دي .هغه اهرم، چې وکړاى شو،دا ستر پېټی پرې اوچت کړو او دا دومره سختۍ وزغمو،يوازې پر قيامت ايمان دى .

 

پر معاد يوازې ايمان بسيا نه دى ؛بلکې يادونه يې هم پکار ده

يوازې پر معاد ايمان بسيا نه دى ؛بلکې د معاد يادول هم پکار دي؛ لکه څنګه،چې يوازې پر خداى ايمان ګټه نه لري ؛بلکې يادول يې هم پکار دي .

ځينې پر غلط تصور دي او ګومان کوي،چې د معاد او مړينې رايادول انسان د دنيا او مادياتو له ګټلو غافلوي؛خو زموږ ګروهه دا ده،چې پر معاد ايمان د انسان ژوند له سرګردانۍ راباسي او ژوند ته موخه ورکوي او هېڅکله کوم کار له حساب و کتاب پرته نه کوي؛لکه څرنګه چې قرآن شريف يوازې د عقل خاوندان هوښيار ګڼي،وايي :إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ(رعد/۱۹)=بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي. (٥١)

او کله قرآن شريف پر هغوى سخته نيوکه کوي،چې غفلت کوي او هېرونکي دي :

يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ(روم/۷)=(ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له اخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي. (٥٢)

قبرونو او زيارت ته د تلو دومره سپارښتنه،چې شوى؛نو شونې ده،چې دليل يې دا وي،چې د مرګ په ياد کې شو او په لمانځه کې هم فرض شوي،چې د ((مالک يوم الدين)) ټکى ووايو څو قيامت ته مو پام وي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست