تبلیغات

پنجتن پاک د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي [1] هڅه مو ده،چې د ستر خوشال بابا په پورته شعر کې ((پنجتن پاک)) په سمو روایاتو وپېژنو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو . پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي […]

پنجتن پاک

د خوشحال خټک دې حشرله هغــــــــــــــــــوشي
چې دوستدار د((پنجتن پاک))چهارده معصوم وي [1]

هڅه مو ده،چې د ستر خوشال بابا په پورته شعر کې ((پنجتن پاک)) په سمو روایاتو وپېژنو او ورپسې د څوارلس معصومو په اړه هم معتبر روایت راوړو .

پنجتن پاک؛ نبوي کورنۍ

آل محمد؛علي، حسن، حسين او فاطمه دي

( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلمه څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوله )). بي بي فاطمې راوستل؛بيا رسول اکرم پرې فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دوى آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي: ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې شم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې لنډيز يې دادى : يوه ورځ حضرت معاويه بن ابوسفيان حضرت سعد بن ابي وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى نه کنځې؟ سعد (رض) : په اړه يې،چې درې خبرې رايادې شي؛نو نه یې کنځم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم (ص) يې په باب اړه وويل،که يو يې هم زما په باب و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و . حضرت معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! کوم درې څيزونه؟ سعد (رض): هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم (ص)، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې کړل او ويې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم (ص) علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول الله ! زه دې په مدينه کې له ښځو او ماشومانو سره پرېښووم ؟ رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسې؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم (ص) وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او خداى به دا جګړه مسلمانانو ته د هغه په لاس و ګټي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې دوى به ښيي؛خو رسول اکرم (ص) وويل : علي چېرې دى؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي . د خداى استازي (ص) وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوست،چې راغى؛ نو رسول اکرم (ص) ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او د درېم ټوک په 147 مخ کې یې ددې حدیث لنډون راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په اړه راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى او سيوطي ؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه نقل کړي : يوه ورځ پېغمبراکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل: علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم (ص) راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسره ول؛بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې ستا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او لنډیز يې په هماغه مخ کې له طبراني نقل کړى او او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم دا روايت له واثله بن اسقع نه نقل کړى دى .

د غزل بابا امیر حمزه خان شینواری وايي :

چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري
مرګ د روح يې دې له دغې بيماري
د كور خلك برابر دپردیو نه دي
زه اول يم “پنج تني” بيا “چار ياري”
چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس له دې مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بوتراب د در تراب يم
چې يې فيض تر قيامته دى جاري

[1] . ارمغان – ٥مخ

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست