تبلیغات

په اوږوکې يې دنبوت ټاپه وه رسول الله(ص) ښکلى اندام او ښکلي اخلاق درلودل،تندى يې ورين و او په ورين تندي يې له خلکو سره خبرې کولې،تندی يې د ځلاند څراغ په څېر د خلکو سترګې ځانته رااړولې،د ملغرو په څېر ترې خولې راتويېدې،چې د خولو بوى يې تر مشکو هم په زړه پورې و […]

په اوږوکې يې دنبوت ټاپه وه

رسول الله(ص) ښکلى اندام او ښکلي اخلاق درلودل،تندى يې ورين و او په ورين تندي يې له خلکو سره خبرې کولې،تندی يې د ځلاند څراغ په څېر د خلکو سترګې ځانته رااړولې،د ملغرو په څېر ترې خولې راتويېدې،چې د خولو بوى يې تر مشکو هم په زړه پورې و او د اوږو په منځ کې يې د نبوت ټاپه وه .

*د رسول الله (ص) ليدل

حضرت ابوهريره(رض) ويلي: رسول الله (ص) به چې شا يا مخې ته کتل؛نو ټول به راګرځېده.

*د پښوپنډۍ يې :

حضرت جابربن سمره (رض) ويلي،چې د رسول الله (ص) د پښوپنډۍ نرۍ وې .

*په ږيره کې سپين :

حضرت ابوجحيفه (رض) ويلي: د پېغمبراکرم (ص) پر زنه او اننګو کې سپين وېښتان ليدل کېدل .

*د وېښتانو څلور چوټي :

حضرت ام هاني (رض) وايي : ومې ليدل،چې رسول الله (ص) خپلو وېښتانو ته څلور چوټي وراچولې وې .

ابن شهرآشوب وايي : په واقع کې پېغمبراکرم (ص) به خپلو وېښتانو ته دوه چوټۍ وراچولې،چې دا يې د نېکه (هاشم ) يو دود و.

*د پېغمبراکرم (ص) وېښتان :

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د رسول الله (ص) د ږيرې او سر په وېښتانوکې يوازې څوارلس سپين وېښتان ول .

* او روايت شوي،چې : ١٧ سپين وېښتان يې درلودل .

*حضرت عبدالله بن عمر (رض) وايي : د رسول الله (ص) د زوړوالي نښه يوازې شل سپين وېښتان ول .

*حضرت براء بن عازب(رض) وايي : د رسول الله (ص) وېښتان تر اوږو اوږده ول .

*حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د پېغمبراکرم (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول .

*اوږده وېښتان :

حضرت عايشه بي بي وايي (رض) : د رسول الله (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول؛خو اوږو ته رارسېدلي نه وو .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست