تبلیغات

په دنيا کې اجر لکه څنګه چې واقعي عذاب په هغه دنيا کې دى؛نو همداراز د چارو اصلي اجر هم په هغه دنيا کې ورکول کېږي؛ځکه دا دنيا د نېکچارو اجر ورکولو ته وړ او مناسبه نه ده؛خو دا کار په دنيا کې له اجر ورکولو سره منافات نه لري  . د آل عمران په […]

په دنيا کې اجر

لکه څنګه چې واقعي عذاب په هغه دنيا کې دى؛نو همداراز د چارو اصلي اجر هم په هغه دنيا کې ورکول کېږي؛ځکه دا دنيا د نېکچارو اجر ورکولو ته وړ او مناسبه نه ده؛خو دا کار په دنيا کې له اجر ورکولو سره منافات نه لري  .

د آل عمران په سورت کې وروسته تردې،چې د هغو خلکو مړانه ستايي، چې د انبياوو لارويان وو،وايي :

فَآتَاهُمُ اللّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ (عمران/۱۴۸)= نو ځكه خداى ورته د دنيا او د آخرت غوره بدله وركړه(۲۱)

څلورم ځواب :د ژوند نظام له منځه ځي .

((وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ (نحل/۶۱)= او كه خداى خلك د هغو د ظلمونو له امله نيولاى؛نو د ځمكې پر مخ به هېڅ خځنده نه و پاتې؛خو د هغوى (سزا) تر يوې ټاكلې مودې پورې وروسته كوي؛ نو چې كله يې وخت پوره شي؛نو يو ساعت هم وروسته وړاندې كېداى نشي .)) (٢٢)

دا چې د خداى حکمت او اراده ده،چې د انسان په نامه ازاد او پخپله انتخابونکى موجود څه مودې ته پر ځمکه ژوند وکړي؛نو بايد مجرمانو ته هم مهلت ورکړي او که داسې نه وي ؛نوهمداچې په کوم ځاى کې کوم جرم وشو او خداى يې ځاى پر ځاى هلاک کړي ؛نو پر ځمکه به يو بشر هم پاتې نشي او په دې دنيا کې داسې څوک شته،چې د هغه سپېڅلي ذات پر وړاندې به يې ګناه نه وي کړي ؟

پينځم ځواب : په دې دنيا کې سزا ورکول کم لطفي ده .

که څه هم په دې دنيا کې څه وړې وړې ګوشمالۍ د ځينو د راويخېدو لامل ګرځي؛خو په ټوليزه توګه که هر ګناهګار په دې دنيا کې د کړنو سزا ته ورسي ؛نو دا خبره کم لطفي ده؛ځکه کېداى شي دا مجرم توبه وباسي او خپل ځان اصلاح کړي؛نو د خداى د پېرزو غوښتنه ده،چې انسان ته په دې دنيا کې سزا ور نه کړي څو د مړينې تر وخت د ځان د اصلاح کېدو مهلت ولري .

شپږم :کله په بېړه سزا ورکول هم عدالت نه وي .

اجر و سزا به هله عادلانه وي،چې يوازې عمل ته مو پام نه وي؛بلکې عوارضو او لوازمو ته يې هم پام وکړو. قرآن شريف وايي : ((وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ(يس/۱۲)= او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو(۲۳)

فرض کړئ په يوه غونډۀ کې يو سړى راغى او د برق سويچ يې وايستو او دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ کړى؛نو يوازې د برق مړه کول دومره ګناه نه لري؛بلکې بايد ووينو د برق دې مړه کولو څه عوارض را منځ ته کړي دي.

کله اور د اور له پاڅه لوېږي او فرش اور اخلي،کله څوک پر کوم تېز غوڅونکي څيز غورځېږي او ټپي کېږي او داسې نور نه جبرانېدونکي تاوانونه منځ ته راوړي؛نو يوازې د برق مړه کولو ته سزا ورکول نه دي پکار؛بلکې ټول هغه فسادونه،چې ددې کار له امله شوي،بايد وسنجول شي او له مخې يې سزا ورکړ شي .

د خداى استازى وايي :څوک چې د کوم ښه کار او يا لارې بنسټ کېږدي؛ نو هغه به هم د هغه ټولو ګامونو په ثواب کې شريک وي،بې له دې،چې د نورو له ثوابه څه کم شي او همداراز که څوک د کوم بد چار بنسټ کېږدي؛نو پر بدچارو سربېره دا بنسټ ايښوونکى هم په هغه ګناه کې شريک دى .

د ويينې ‏لنډيز :

١_ خلک د خداى او انبياوو د حکم پر وړاندې دوه ډلې دي: ځينې مخالف او ځينې موافق دي .

٢_ دنيا هم (د شپږو ځوابونو په رڼا کې،چې ورمو کړل ) د سزا ځاى نه دى .

٣_خداى عادل دى (او د خداى عدل په خپل ځاى کې پر کلکو عقلي دليلونو جوت شوى دى (٢٥) ) او د خلکو له ښېګڼو او بديو سترګې نه پټوي ؛نو د سزا او اجر ورکولو لپاره يو ځاى وي،چې هغه قيامت دى .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست