تبلیغات

په دیباج مشهوره د علی (ک) وینا ستاېنه د هغه الله ده، چې د مخلوقاتو رادبره کوونکی او د ګهیځونو څیروونکی، د مړیو راژوندي کوونکی او په قبرونو کې د پرتو راپاڅوونکی دی او ګواهي لم، چې بې له الله خدای او معبود نشته ، ایکي یو او هېڅ سیال نه لري او ګواهي لم، […]

په دیباج مشهوره د علی (ک) وینا

ستاېنه د هغه الله ده، چې د مخلوقاتو رادبره کوونکی او د ګهیځونو څیروونکی، د مړیو راژوندي کوونکی او په قبرونو کې د پرتو راپاڅوونکی دی او ګواهي لم، چې بې له الله خدای او معبود نشته ، ایکي یو او هېڅ سیال نه لري او ګواهي لم، چې محمد(ص) یې بنده او استازی دی.

د خدای بندګانو! هغه غوره لاسوند،چې مقربان یې د خدای درشل ته توسل پرې کوي دادی : پر خدای او پېغمبرانو یې ایمان او څه چې ( دې پېغمبرانو د وحې په توګه) د خدای له لوري راوړي وي، د خدای په لار کې جهاد، چې د اسلام لوړه څوکه ده او د اخلاص کلیمه (لا اله – الا الله) چې د انسان په خټه کې اغږل شوې او نمونځ کول، چې د اسلام د ملت نښه ده او د زکات ورکول، چې فرض دي او د رمضان میاشتې روژه، چې له عذابه د مخنیوي ډال دی او حج و عمره، چې نېستي له منځه وړي او ګناهونه پاکوي او جنت د انسان پر برخه کوي او له خپلوانو سره زړه سوی، چې شتمني زیاتوي ، عمر اوږدوي او [ د کورنۍ او پلویانو] شمېر زیاتوي او پټ خیرات ورکول، چې ګناهونه پټوي او د خدای تعالی غوسه سړوي او ښکاره خیرات ورکول، چې د بدې مړینې مخه نیسي او د ښو چارو کول، چې بنیادم په ناوړه پاڼوڼو کې له ورلوېدو ژغوري .

خدای ډېر یاد کړئ – چې یاد یې با دبدبه دی – او بیړه پرې وکړئ، چې غوره یاد دی،چې له نفاق او دوه مخۍ دخلاصون او د دوزخ له اوره د لرېوالي لامل دی او خپل خاوند، چې کله خدای ( پر بندکانو) هر خیر ویشي، وریادوي او تر عرش لاندې انګازې کوي. څوبتیا ورته ولرئ، چې خدای یې ځانساتیو ته وعده ورکړې ده، چې په رښتیا د خدای وعده بیخي سمه وي او په کومه بڼه یې چې وعده کړې هماغسې یې ترسره کوي.

د پېغمبر اکرم (ص) لاروي وکړئ، چې لاروي یې خوراغوره ده،پر سنتو یې وچلېږئ، چې اشرف سنت دی.

د خدای کتاب زده کړئ، چې ښې ویناوې او څرګند پندونه دي، ځان پرې ښه وپوهوئ، چې د زوړنو پسرلی دی،د قرآن په پلوشو شفا ولټوئ، چې د سینو ( د دردونو) شفاګر دی، ښه یې ولولئ، چې ګټورې کیسې دي.

((او چې قرآن لوستل کېږي؛ نوغوږ ورته کېدئ او چوپ یاست ، ښایې لورنه درباندې وشي[1].))

او چې د قرآن پر کوم مطلب پوه شوئ؛ نو عمل پرې وکړئ ښایي وژغورل شئ.

د خدای بندګانو! پوه شئ، کوم عالم چې پر خپل علم عمل نه کوي دلالهانده ناپوه په څېر دی، چې دناپوهۍ له بې هوښۍ پر سد شوی نه ؛ بلکې پر عالم حجت ستر او دخدای پر وړاندې ډېر ټپسوری دی. او دې عالم (ډولي) چې له خپلې پوهې لاس اخستی حسرت یې اوږد او د ناپوه په څېر سرګردان پاتې دی او دواړه؛ لالهانده، چټي، بې لارې، غولیدلي، او بی ارزښته دي، څه چې پکې دي بې حاصله اوکړه وړه یې باطل دي.

د خدای بندګانو! زوړونه مو په باطلو خیالونو مه اخته کوئ، چې شکمنېږئ او شک مه کوئ، چې کافرېږئ او کفر مه خپلوئ، چې پښېمانېږئ او د دین کار سپک مه ګڼئ . ( او له دندو د تېښتې لار مه پرانزئ او شرعي پلمه مه جوړوئ) چې منافق او سستېږئ او دا پلمې ( او احمقانه زرنګتوب) مو د ظالمانو لارې ته ورکاږي او هلاکېږئ‎، چې حق مو وموند او وپېژانده؛ نو سستي او جوړجاړی پکې مه کوئ، چې په ډاګه به زیانمن شئ .

د خدای بندګانو! پرهېزګاري او له خدایه ډار عاقبت سنجونه ده،پر خدای نه غره کېدل ( له ګناه خوندیتوب ااو ) سپینلمنتتوب دی .

د خدای بندګانو! د هغه پر ځان ډېر زړه سوځي، چې تر ټولو ډېر د خدای احکامو ته غاړه ږدي او هغه د ځان ډېر بدغواړی دی، چې تر ټولو ډېر د خدای له احکامو سرغړونه کوي .

د خدای بندګانو! څوک چې خدای ته غاړه کېدي،امان او زېری مومي او څوک چې ګناه وکړي؛ نهیلی او پښېمانېږي او ( له کفر او کړاو ځنې) نه بچېږي .

د خدای بندګانو! له خدایه یقین وغواړئ، چې یقین د دین سر دی او عافیت ترې وغواړئ، چې عافیت (= له کړاوونوژغورنه) یو اوچت نعمت دی او دنیا او آخرت ته یې غنیمت وبولئ. له خدایه توفیق وغواړئ، چې یوه ټینګه ستن ده.

ډېر سم چار هغه دی، چې په هوډ ترسره شي او پوه شئ ! غوره څیز چې له زړه سره ملګرتوب کوي؛ یقین دی او د یقین غوره نښه تقوا ده او د حق اوچت کارونه، سم هوډونه نیول دي او ( په دین کې) خورا ناوړه چار، بدعت او نوښت رادبرول دي؛هر نوښت، بدعت دی او هر بدعت بې لارېتوب دی، بدعتونه دي، چې سنتونه ویجاړوي. زیانکار هغه دی، چې په خپل دین کې زیان وکړ‎ي او پر هغه حسرت وخوړ شي، چې دین یې روغ رمټ او یقین یې ښه وي .

نېکمرغه هغه دی، چې د نورو له برخلیکه پند واخلي او بدمرغه هغه دی، چې خپلې ځاني غوښتنې یې وغولوي.

د خدای بندګانو! پوه شئ ډېره لږه ځانښوونه او ریا (هم) شرک دی، په عمل کې اخلاص،یقین دی. ځاني غوښتنې (انسان) اور ته ورکاږي،له هوسناکو خلکو سره ملګرتوب قرآن له یاده وړي او په ناسته پاسته کې شیطان حاضروي.

د حج موسم ځنډول [چې یو جاهلي دود و] په کفر کې زیادښت دی، د ګناهکارانو کړنې د لوراند خدای د غوسې لامل دی او د غوسې پای یې اور دی.

له ښځو سره خبرې اترې د کړاو او د زړه د کوږوالي لامل دی. د سترګو ګډول د زړه لید تیاره کوي او د شیطان دام دی او له سلطان (واکمن) سره ناسته ولاړه اور بلوي .

د خدای بندګانو! رښتیا وواست، چې خدای له رښتینو سره دی،له دروغو ډډه وکړئ، چې دروغ له ایمان سره اړخ نه لګوي.

رښتین د ژغورنې او کرامت پر درشل دی او دروغجن د پاڼ او هلاکت پر موړه ولاړ دی. حق وواست چې پرې مشهور شئ، حق وکاروئ، چې حقوال وسئ او امانت ورکړه، چې یې ډاډمن بللی یې او له هغو خپلوانو سره دې اړیکه ونیسه، چې درسره یې پرې کړې ده او له هغه سره، چې ته یې بې برخې کړی یې احسان وکړه، پر ژمنو مو وفا وکړئ او په ورمندون کې عادل وسئ؛ چې ظلم درباندې وشو؛ نو زغم وکړئ، چې بد درسره وکړي؛ نو ورتېر شئ؛لکه چې ښه مو ایسي درتېر شي. پر خپلو پلرونو مه ویاړئ: (( او یو بل پر ناوړو نامو مه یادوئ،تر ایمان راوړو وروسته ( پر چا) د فاسق نامه (ایښوونه) بدکار دی[2]))

یو له بل سره ټوکې مه کوئ، یو پر بل مه غوسه کېږئ او نه یو پر بل ویاړئ او نه د یو بل غیبت کوئ.

: (( ایا په تاسې که به څوک د خپل مړه ورور غوښې خوړل خوښ کړي؟[3])) پر یو بل رخه مه کوئ، چې رخه ایمان خوري؛ لکه اور چې خس خوري . یو له بل سره دښمنی مه کوئ، چې جرړه مو وباسي.

په نړۍ کې سلام دود کړئ، سلام غوره ځواب کړئ،پر کونډو او پلار مړیو ولورېږئ، له کمزوریو، مظلومانو، په لار کې پاتې شویو، ګداګر، مریانو؛ هغه مریان، چې د ا زادۍ تړون یې کړی او له بېوزلیو سره لاسنیوی وکړئ . د مظلوم ملاتړ وسئ، فرایض پر ځای کړئ؛ لکه څنګه چې ښایي د خدای په لار کې په ځان جهاد وګرئ؛ ځکه خدای سخت عذابی دی او د خدای په لار کې جګړه وکړئ.

مېلمه وپالئ، ښه اودس وکړئ، پینځګوني نمونځونه پر خپل وخت وکړئ، چې د خدای په درشل کې لوړ مقام لري څوک چې پر فرضو سربېره نېک چار وکړي ( نوافل وکړي]، دا کار ورته غوره دی: (( او څوک چې د نېکوچارو په کولو کې د خدای حکم ومني؛ نو په حقیقت کې خدای ( یې د عمل پر وړاندې) منندوی او ( پر کړنو یې) پوه دی[4]))

(( او په نېکیو او پرهېزګارۍ کې یو له بل سره مرسته وکړئ او په ګناه او تېریو کې د یو بل لاسنیوی مه کوئ[5])).

(( مؤمنانو! له خدایه داسې وډارېږﺉ؛لکه چې ترې د وېرېدو حق دی او هسې نه نامسلمانان ومرئ[6]))

د خدای بندګانو! پوه شئ ځاني غوښتنې عقل له منځه وړي، د دروغو وعدې ورکوي، غفلت رادبروي او د حسرت لاملېږي؛ نو د ځاني غوښتنو پابند مه وسئ، چې ځاني غوښتنې ټګي برګي ده ا و هیلمن ګناهکار دی .

د هیلمنې او ډار ترمنځ ( چې د خدای لپاره کوم نعمت غواړئ یا له کوم کړاو اندېښمن یاست) عمل وکړئ، که کومې غوښتنې ته ورسېدئ، شکر وکاږئ، چې بلې غوښتنې ته ورسئ؛ځکه خدای مسلمان ته د خوښۍ اجازه ورکړې او منندوی ته نعمتونه لا ورزیاتوي.

د جنت په څېر مې کوم څیز لیدلی نه دی، چې غوښتونکی یې د غفلت پر خوب ویده وي او نه مې د دوزخ په څېر یو څیز لیدلی، چې تښتېدونکی یې د تښتېدو پر ځای اسوده خاطر وي . هېڅ کسبګر مې لیدلی نه دی، چې تر هغه ډېر ګټندوی وي، چې هغې ورځې ته په هڅه کې وي، چې زېرمې پکې پکارېږي او هر پټ پکې رابرسېږي. په واقع کې هغه ته چې حق ګټه ور و نه رسوي، باطل خو کټ مټ زیان ور رسوي . څوک چې د هدایت لار خپله نه کړي، بې لاریتوب به یې زیانمن کړي. هغه چې له یقینه ګټندوی نشي، شک به یې زیانمن کړي، په رښتیا، له دې نړۍ د کوچېدو حکم درته شوی او د توښې چمتو کولو لارښوونه درته شوې .

هن! له دوو څېزونو درته اندېښمن یم :اوږدې هیلې او د ځانې غوښتنو لاروي .

هن! دنیا شا کړې او خپله فنا یې اعلان کړې، آخرت مخ را اړولی او د راننووتو اعلان یې کړی.

هن! نن د تمرین او چمتو کېدو ورځ ده او سبا د سیالې او مسابقې .

وروستۍ لیکه د جنت ور دی او څوک چې پاتې او لیکې ته و نه رسېد، هستوګنځی یې دوزخ دی.

هن! تاسې په داسې روزګار کې وسئ، چې [رغاونې ته] د فرصت ورځې دي؛ نو هر څوک دې په دې ورځو کې د خپل مرګ تر رارسېدو وړاندې، نږه د خدای لپاره کار وکړي، چې کړنې یې ورته ګټورې شي او له مرګه زیان ونه ویني او څوک چې په دې فرصتي ورځو کې ناغېړي او لنډون وکړي او ځان ته څه کار و نه کړي، مرګ یې ورته زیانمن دی او کړنې یې ورته ګټورې نه دي.

د خدای بندګانو! د خپل دین ټینګښت ته : پر خپل وخت نمونځ وکړئ،پر خپله موقع زکات ورکړئ. د خدای درشل ته تضرع او زارۍ وکړئ، خپلوي وپالئ، له قیامته وډار شئ، ګداګر مه بې برخې کوئ، دکمزوري درناوی وکړئ، قرآن زده کړئ او عمل پرې وکړئ، رښتیا وواست ، پر ژمنو مو وفا وکړئ، امانت یې خپل خاوند ته وروسپارئ،چې درباندې یې ډاډ کړی ،د خدای پر ثواب میین او له عذابه یې وډار شئ، په شتمنۍ او ځان د خدای په لار کې جهاد وکړئ. له دنیا هومره توښه واخلئ، چې ځان ( له ابدي هلاکته) وژغورئ، ښه کار وکړئ، چې د قیامت پر ورځ ښه ووینئ؛ځکه چا چې مخکې ښه کار لېږلی، هغه وررسي . خپله خبره کوم او له خدایه ځان او تاسې ته بښنه غواړم.

[1] اعراف (۷) – ۲۰۴ آیت

[2] حجرات (۴۹) – ۱۱ آیت

[3] حجرات (۴۹) -۱۲ آیت

[4] بقره (۲) – ۱۵۸ آیت

[5] مائده (۵) ۲ آیت

[6] آل عمران (۳) – ۱۰۲ آیت

 

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست